دا لیکنه په ۱۹۱۳ز کال کې د (روښانتیا) په درېیمې ګڼې کې، چې د مارکس دېرشم تلین ته ځانګړې شوې وه، خپره شوې وه.
روښانتیا (Prosveshcheniye) د بولشویک ګوند ټولنیزه، سیاسي او ادبي میاشتینۍ خپرونه وه چې په قانوني بڼه په سنکټ پیټرزبورګ کې د ۱۹۱۱ز کال له ډېسمبره راپدېخوا خپرېده. د دې میاشتینۍ د خپراوي وړاندیز لېنین کړی و تر څو د فکر(Mysl) د ژورنال، چې د تزار د حکومت لخوا یې خپرول بند شوي ول ځایناستې شي. لېنین د دې ژورنال مشري له بهر څخه کوله او لاندینۍ لیکنې یې ورته وکړې:
“د ټاکنو د کمپاین بنسټیزې ستونزې”، “د ټاکنو پایلې”، “د ملي پوښتنې په اړوند مهم یادښتونه”، “د ملتونو د خپل برخلیک ټاکنې رښته” او نورې.
د ۱۹۱۴ز په جون کې، چې د لومړنۍ نړیوالې جګړې پیل و، دا ژورنال د تزار د حکومت لخوا بند شو. خپرول یې بېرته د ۱۹۱۷ز کال په مني کې پیل شول خو یوازې یوه جوړه ګڼې یې خپرې شوې؛ دې ګڼو کې د لېنین دوې لیکنې وې: “آیا بولشویکان کړای شي حکومتي واک وساتي؟” او “د ګوند د پروګرام بیاکتنه”.
لیک: ولادیمیر ایلیچ لېنین
ژباړه: وصیل فیضي
په ګردې متمدنې نړۍ کې د مارکس ښوونې د ټول بورژوا ساینس (دواړو، رسمي او لېبرال) بېکچې کینه او کرکه راپاروي، چې مارکسیزم ته د یوې ناوړه فرقې په سترګه ګوري. او د بل هېڅ راز غبرګون تمه هم ځنې نشي کېدای، ځکه په یوې داسې ټولنه کې چې بنسټ یې طبقاتي مبارزه وي د بېپرې ساینس تمه بېځایه ده. په یوه نه یوه بڼه ټول رسمي او لېبرال ساینس د تنخا د مرییتوب ساتنه کوي، حال دا چې مارکس د دې مرییتوب پر وړاندې د یوې دوامداره جګړې اعلان کړی دی. د تنخا په مرییتوب باندې جوړې ټولنه کې له ساینسه د بېپرېتوب تمه لرل همدومره احمقانه و ساده کار دی، لکه له تولیدوونکیو څخه د دې پوښتنې په ځواب کې د بېپرېتوب تمه لرل، چې ایا د کارګرو تنخا باید د پانګې د ګټې په کمولو سره ډېره شي که نه؟
خو ټوله کیسه دلته نه ختمېږي. د فیلوسوفي تاریخ او د ټولنیزو علومو تاریخ په بشپړ روڼوالي سره دا ښيي چې په مارکسیزم کې فرقهپالنې ته ورته څه نشته، داسې چې مارکسیزم دې د یوې لنډفکرې، مټکورې ښوونې په توګه د تمدن د پرمختګ له اصلي واټ څخه لرې سر راپورته کړی وي. بلکې برعکس، د مارکس کمال په دې کې دی چې هغو پوښتنو ته کره ځواب وايي چې د انسان پرمختللي فکر راپورته کړې دي. د مارکس ښوونې د فیلوسوفي، سیاسي اقتصاد او سوسیالیزم د سترو استازیو د ښوونو د سیده دوام په توګه راپورته شوې دي.
د مارکس ښوونې ځکه هراړخیزې پیاوړې دي چې سمې دي. دا ښوونې پوره او موزونې دي چې وګړي له داسې بشپړ نړۍلیده برخمنوي چې له هېڅ راز خرافاتو، شاتګپالنې او د بورژوازۍ له زبېښاکه څخه دفاع سره نشي جوړېدای.
دا ښوونې د هغو بهترینو افکارو وړ ځایناستې دي چې بشر په نولسمې پېړۍ کې د المان د فیلوسوفۍ، د انګلستان د اقتصاد د علم او د فرانسې د سوسیالیزم په بڼه رامنځته کړې دي.
د مارکسیزم همدغو ۳ سرچینو ته به دلته، چې په ورته حالت کې د مارکسیزم رغوونکې برخې هم دي، یو څه تم شو.
۱
د مارکسیزم فیلوسوفي ماټریالیزم (توکیزواله، مادیت) دی. د اروپا په ټول نوي تاریخ کې، په ځانګړې توګه د اتلسمې پېړۍ د پای په فرانسه کې، چېرې چې د منځنیو پېړیو د هر راز اپلتو او په بنسټونو او افکارو کې د مرییتوب پر وړاندې ټینګه مبارزه پیل شوې وه، ماټریالیزم د یوازینۍ ټینګې فیلوسوفي په توګه ځان ثابت کړ چې د طبېعي علومو ټولو اصولو ته ژمنه وه او د هر راز خرافاتو او منافقتونو دښمنه وه. له همدې کبله د دیموکراسۍ دښمنانو په خپل ټول ځواک سره هڅه کړې ده چې ماټریالیزم رد کړي، بدنامه یې کړي او تورونه پرې پورې کړي. هغوی د فیلوسوفیک ایډیالیزم د بېلابېلو بڼو په پلوۍ سره داسې کوي چې تل په یوه نه یوه بڼه د مذهب په ساتنه او ملاتړ پای مومي.
مارکس او انګلز په تر ټولو غوڅه بڼه د فیلوسوفیک ماټریالیزم نه دفاع وکړه او په وار وار یې دا څرګنده کړه چې له دې بنسټ څخه هر راز سرغړونه ژوره تېروتنه ده. د هغوی نظریات په بشپړه او رڼه توګه د انګلز په پنځونو، لودویګ فویرباښ (Ludwig Feuerbach) او انټي-ډورینګ (Anti-Dühring) کې واضح شوي دي، چې د کمونیزم د مانیفېست په توګه له طبقاتي شعور څخه د برخمن هر کارګر لارښود دي.
خو مارکس د اتلسمې پېړۍ په ماټریالیزم کې تم نشو: هغه فیلوسوفي ته تر لوړه پوړه وده ورکړه. هغه دا فیلوسوفي د المان په کلاسیکې فیلوسوفۍ، په ځانګړې توګه د هېګل په سیستم چې هغه خپله د فویرباښ د ماټریالیزم لپاره یوه سرچینه وه، شتمنه کړه. په دې پنځونو کې تر ټولو د پام وړ بریا دیالیکتیک ول؛ یانې د ودې اصول په تر ټولو بشپړه، ژوره او هراړخیزه بڼه او د انسان د پوهې د نسبیت اصول چې د مادې دایمي اوښتون منعکسوي. د طبېعي علومو نویو موندنو - راډیوم، الکترونونه، د عنصرونو د بڼې بدلون- د مارکس دیالیکتیک ماټریالیزم په ځلېدونکې توګه، د بورژوا فیلوسوفانو د ښوونو او د پخواني و فاسد ایډیالیزم لور ته د هغوی تازه بیا ورستنېدنې سره سره، په اثبات ورسوله.
مارکس فیلوسوفیک ماټریالیزم پوخ او بیا یې بشپړې ودې ته ورساوه. او د طبېعت پوهنه یې داسې وغځوله چې د انساني ټولنې پوهنه هم په ځان کې ونغاړي. د مارکس تاریخي ماټریالیزم د ساینسي فکر په برخه کې یوه ستره بریا وه. هغو ګډوډیو او خپلسریو، چې تر دې وخته پورې د سیاست او تاریخ په اړوند نظرونو کې موجودې وې، په حیرانوونکې بڼه خپل ځای یوې داسې هراړخیزې او موزونې تیورۍ ته پرېښود چې دا څرګنداوی یې کاوه چې د تولیدي ځواکونو د ودې په پایله کې د ټولنیز ژوند له یوه سیستم څخه بل پرمختللی ټولنیز سیستم رامنځته کېږي-لکه پانګوالي چې، د بېلګې په توګه، له ځمکواکۍ وده کوي.
لکه څنګه چې انساني پوهه د داسې یوه طبېعت (یانې د ودې په حال کې مادې) انعکاس دی چې له هغه په خپلواکه او جلا توګه بهر شتون لري، په هماغه توګه د انسان ټولنیزه پوهه (لکه بېلابېل نظریات او فیلوسوفیک مکتبونه، دیني، اقتصادي او داسې نور) د ټولنې د اقتصادي سیستم انعکاس دی. سیاسي جوړښتونه د اقتصادي بنسټ پر سر مخبنا ده. موږ ګورو، د بېلګې په توګه چې، د اروپا د سیاسي نظامونو بېلابېلې بڼې له دې سره مرسته کوي چې څنګه د پانګهوالو واکمني پر کارګرو تلپاتې وساتي.
د مارکس فیلوسوفي یو بشپړ شوی فیلوسوفیک ماټریالیزم دی چې د بشر او په ځانګړې توګه د کارګر په واک کې د پوهې یوه ډېره پیاوړې وسله ده.
۲
وروسته له هغې چې ورته څرګنده شوه چې اقتصادي سیستم د سیاسي سیستم لپاره بېخبنا ده، خپل ټول پام یې د دې اقتصادي سیستم ارزولو ته واړاوه. د مارکس تر ټولو مهم اثر (کاپیټال) د نوې ټولنې اقتصادي سیستم، یانې پانګوالۍ، پېژندنې ته ځانګړی شوی دی.
د کلاسیک اقتصاد پوهې تر مارکس وړاندې په انګلستان، یانې د پانګهوال نظام تر ټولو پرمختللي هېواد کې، وده وکړه. ادم سمېت او ډېوېډ ریکارډو، د خپلو اقتصادي سیستم په څېړنو کې، د کار د ارزښت د تیورۍ بنسټ کېښود. مارکس د هغوی کار ته دوام ورکړ؛ هغه دا تیوري له ثبوته برخمنه کړه او په پرلپسې توګه یې وده ورکړه. هغه وښوده چې د هر توکي ارزښت د هغې کاري مودې له مخې ټاکل کېږي چې په منځنۍ توګه په ټولنه کې د دې توکي پر تولید لګېږي.
چېرې چې پانګهوالو اقتصادپوهانو د توکیو تر منځ اړیکې کتلې (د توکي په بدل کې توکی) مارکس د انسانانو تر منځ اړیکه رابرسېره کړه. د توکیو راکړه ورکړه په مارکېټ کې د بېلابېلو پیداګرو وګړیو تر منځ اړیکه څرګندوي. پیسې دا ثابتوي چې دا اړیکه پرلپسې ډېرېږي او نیږدې کېږي، او د بېلابېلو پیداګرو اقتصادي ژوند په نه جلا کېدونکې بڼه په یوه کُل کې سره راټولوي. کپیټال (پانګه) د دې اړیکې یو بل پرمختګ ثابتوي: د انسان کاري ځواک په توکي اوړي. کارګر خپل کاري ځواک هره ورځ د ځمکې، کارخونې او د تولید د اوزارو پر څښتن پلوري. کارګر د ورځې یوه برخه په دې لګوي چې خپل او د کورنۍ لګښت پوره کړي (تنخا)، حال دا چې د ورځې پاتې برخه وړیا کار کوي او د پانګهوال لپاره اضافي ارزښت پنځوي چې همدا د ګټې او د پانګهوال پوړ د شتمنۍ سرچینه ده.
د اضافي ارزښت ښوونه د مارکس د اقتصادي تیورۍ د بنسټ تیږه ده.
پانګه، چې د کارګر د کار په پایله کې ترلاسه شوې، کارګر ځپي، کوچني کاروبارونه ویجاړوي او د بېکارو یو پوځ زېږوي. په صنعت کې د لویې کچې تولیدوونکیو بریا په ښکاره توګه کتلای شو خو همدا ښکارنده د زراعت په برخه کې هم د کتلو وړ ده، چېرې چې د لویې کچې د پانګهوالو برلاسی ډېر شوی دی، د ماشین کارول زیاتېږي او د بزګر اقتصاد د پیسې د پانګې په لومه کې نښلي. د خپل تخنیک د وروسته پاتې والي له کبله زوال او له منځته تلو لور ته ځي. په زراعت کې د کوچنۍ کچې تولید بېلابېلې بڼې خپلوي، خو له منځه تګ یې یو نه انکارېدونکی حقیقت دی.
پانګه، د کوچنۍ کچې تولید ته په ماتې ورکولو سره، د کار تولیدي ځواک زیاتوي او د سترو پانګهوالو ټولګو ته د مونوپولۍ یا انحصار ځمکه هواروي. خپله تولید، ورځ تر ورځې تر پخوا ډېر ټولنیز کېږي-په سلګونو او زرګونو کارګر د یوه منظم اقتصادي اورګانیزم له لارې سره تړل کېږي-خو د دغې په ګډه ترسره شوي کار مېوه د ګوتو په شمېر یو څو پانګهوالو ته ځي. د تولید دې خپلسرۍ او ګډوډۍ سره کړکېچ، په (نویو) مارکېټونو پسې وحشتناکه لټه او د پرګنو د سترې برخې د ژوند و ژواک مادي ناامني زیاتېږي.
بل اړخ ته، پانګې پورې د بېشمېرو کارګرو د برخلیک په تړلو سره، پانګهوال سیستم د یوځای شوي کار ستر ځواک رامنځته کوي.
مارکس د پانګهوال نظام بشپړتیايي مزل د توکي له نطفې څخه پیلوي، له عادي ورځنۍ راکړې ورکړې یې بیا تر ټولو لوړې بڼې او د لویې کچې تولیده پورې څېړي.
او د ټولو پانګهوالو ملکونو تجربه، د نویو یا پخوانیو هغو، کال په کال په ښکاره بڼه د مارکس دا اصولي ښوونې د نړۍ په کچه مخ په زیاتېدونکیو کارګرو ته څرګندوي.
پانګوال سیستم په ټولې نړۍ کې بریالی شو، خو دا بریا پر پانګې د کار د بریا لپاره سریزه ده.
۳
کله چې ځمکواکي ونړول شوه او ازاده پانګهواله ټولنه ځنې وزېږېده، ډېره ژر څرګنده شوه چې دا ازادي د کارګرو د زبېښلو او اسکېرلو د یوه نوي سیستم په مانا ده. د سوسیالیزم بېلابېلې ښوونې په چټکۍ سره د دې زبېښاک و اسکېرنې پر ضد د انعکاس په توګه راښکاره شوې. خو د پیل سوسیالیزم، خیالي سوسیالیزم و. دې سوسیالیزم پر پانګهوالې ټولنې نیوکې کولې. ګرموله یې، غندله یې، د دې ټولنې د بربادۍ خوبونه یې کتل او هڅه یې کوله شتمنو ته دا قناعت ورکړي چې زبېښاک ښه کار ندی.
خو خیالي سوسیالیزم نشوای کړای کره حللاره وړاندې کړي. نه یې شول کړای په پانګهوال نظام کې د تنخا د مرییتوب اصلي څرنګوالی روښانه کړي، نه یې د هغه د بشپړتیا قوانین روښانه کولای شول او نه یې هم کړای شول هغه ټولنیز ځواک په ګوته کړي چې د نوې ټولنې د رامنځته کولو وړتیا لري.
په ورته حال کې په ټولې اروپا کې توپاني انقلابونو، په ځانګړې توګه په فرانسه کې چې ځمکواکۍ او فیوډالیزم ته یې د پای ټکی کېښود، په وار وار سره دا څرګنده کړه چې د ټولو پرمختګونو چلوونکی ځواک طبقاتي مبارزه ده.
پر ځمکواکۍ باندې د سیاسي ازادۍ حتا یوه بریا هم بې له شدیدې مبارزې او مقاومته ترلاسه نشوه. هېڅ پانګهوال ملک په څه نا څه خپلواک یا دیموکراتیک بنسټ بدلون ندی موندلی، پرته له دې چې د پانګهوالې ټولنې د بېلابېلو طبقاتو تر منځ دې پکې د مرګ و ژوند شدیده جګړه رامنځته شوې نه وي.
د مارکس نبوغ په دې کې نغښتی چې هغه لومړنی وګړی و چې ویې کړای شول داسې پایله ترلاسه کړي چې د نړۍ تاریخ یې راښيي او دا پایله په پرلپسې توګه وڅاري. دا پایله د طبقاتي مبارزې ښوونه ده.
پرګنې تل په سیاستونو کې د غولېدنې او ځان غولونې ساده بلهاري پاتې شوې دي، او دا به تر هغو دوام کوي چې تر څو د ټولو اخلاقي، مذهبي، سیاسي او ټولنیزو جملو، اعلامیو او ژمنو تر شا د یوه نه یوه پوړ ګټې ونه پېژني. د سمون او اصلاحاتو پلویان به تل د پخواني نظم د ساتونکیو له لورې غولول کېږي تر هغو چې دوی په دې پوه نشي چې هر پخوانی جوړښت، که هر څومره بیدیانی او خوسا هم واېسي، د ځانګړیو واکمنو پوړونو له لورې ولاړ ساتل کېږي. خو د دې پوړونو د ماتولو لپاره یوازې یوه لاره شته او هغه دا چې، باید په هماغې ټولنه کې چې موږ نه راچاپېره ده هغه ځواک پیدا کړو او د مبارزې لپاره یې وروزو او منظم کړو چې وکړای شي-ټولنه کې د خپل ځای پر بنسټ، باید-داسې یو ځواک رامنځته او روښانه کړي چې پخوانی هغه له منځه یوسي او نوی رامنځته کړي.
دا یوازې د مارکس فیلوسوفیک ماټریالیزم و چې پرولتاریا ته یې له معنوي مرییتابه څخه، چې ټول اسکېرل شوي پوړونه پکې تر ننه سرګردانه ول، د وتو لار وښوده. یوازې د مارکس اقتصادي تیوري وه چې په ټول پانګهوال سیستم کې یې د پرولتاریا رښتونی حالت تشرېح کړ.
په ټولې نړۍ کې، له امریکا نیولې تر جاپانه او له سویډڼه تر سوېلي افریقا پورې، د پرولتاریاو خپلواک سازمانونه په زیاتېدو دي. پرولتاریا، د خپلې طبقاتي مبارزې په لړ کې روزل کېږي او پوهېږي. ځانونه د بورژوا ټولنې له اوهامو ازادوي؛ تر پخوا لا زیات سره تړل کېږي او دا زده کوي چې څنګه خپلې بریاوې وارزوي، خپل ځواکونه پولادي کوي او په نهماتېدونکې بڼه وده کوي.