د انسان حکمونه او قضاوتونه درې معیاره لري: (۱) یا ښکلا او بدشکلي ده چې د جمال فلسفه پرې خبرې کوي. یا (۲) د حقیقت او خطا ارزش دی چې د پوهې د تیوري موضوع ده. یا (۳) د ښه او بد (خیر شر) مسأله ده چې د اخلاقو فلسفه پرې تحقیق کوي. په هره ساحه کې فلسفه بنیادي سوال طرحه کوي. مثلاً د جمال په باره کې دا پوښتنه کېږي چې د انسان د ښکلا او بدشکلۍ حکم په څه اساس کوي؟ د پوهې په باره کې دا سوال پیدا کوي چې موږ د حقیقت او خطا تمیز څرنګه کوو؟ حقیقت څه ته وایي؟ همدارنګه د خیر او شر په مسأله کې همدا بنیادي سوال منځ ته راځي. او همدا د اخلاقو د فلسفې موضوع ده.
د اخلاقو د فلسفې لنډ او ساده تعریف به دا وي: د اخلاقو فلسفه د هغه پرنسیپونو او اساساتو تحقیق او څیړنه ده، د کومو په بناء چې انسان د یو شي په باره کې د ښو او بدو حکم کوي.
د دې پرنسیپونو او اساساتو څېړنه یو ضروري کار دی. هر انسان چې ځان ته انسان وایي باید د ښو او بدو خپل معیار ځان ته معلوم کړي او په لاشعوري ډول په هر شي د ښو او بدو حکم ونه کړي.
که موږ د هغه ټولو اعمالو او کړو وړو یو لېست او جدول جوړ کړو، کوم چې زموږ په نظر بد برېښي، نو له داسې یوې مطالعې څخه به موږ ته معلومه شي چې بلاخره زموږ د ښو او بدو احکامو معیار څه شی دی. مثلآ ولې یو قانون ته ښه وایو او یا بد؟ ولې یو عمل، یوه موسسه، یو کرکټر او یو عادت موږ ته ښه ښکاري یا بد؟ نو د دې پوښتنې په ځواب کې به ځینې خلک داسې ووایې: چې هر هغه عمل ښه دی چې د خدای (ج) له ارادې سره موافق وي او هغه عمل بد دی چې د خدای له ارادې سره مخالف دي. یو بل به وایي: چې بد هغه څه ته وایم چې له طبیعت سره مخالف وي، یانې «غیر طبیعي» وي. د یو بل چا په نظر به بد هغه څه وي چې له عقلي پرنسیپ سره مخالف وي او بلاخره ځینې به داسې وایي: چې بد هغه دي چې د انسانيت د سعادت او نېکمرغۍ پر ضد وي. دلته ګورو چې د اخلاقي قضاوتونو جلا او مختلف اساسات طرحه شول او د اخلاقو فلسفه هم هېڅ کوم اخلاقي تبلیغ نه کوي او د کوم خاص قانون یا د کوم خاص شي په ښو او بدو بحث نه کوي، بلکې د اخلاقو د فلسفې موضوع د پورتنیو پرنسیپونو او اساساتو څېړنه او تحلیل دی.
د اخلاقو پرنسیپونه:
د اخلاقو یو مهم معیار او د ښو او بدو یو لوی او مروج اصل چې هر چاته معلوم دی هغه د «د خدایي ارادې» اصل دی. د دې پرنسيپ په بناء خیر هغه څه ته ويل کېږي چې د «خدای له ارادې» سره مطابق وي او شر هغه دی چې له دې ارادې سره مخالف وي. دلته دا سوال را پیدا کېږي چې «خدايي اراده» څرنګه پېژندلی شو؟ ځواب به یې دا وي چې د خدايي ارادې د پېژندلو لپاره دیني متون او آسماني کتابونه موجود دي او په دې متونو کې د خیر او شر په باره کې صریح ارشادات او هدایات شته او د کومو اعمالو او یا خصوصیاتو په باره کې چې صریح متن نه وي، نو دې نورو متونو په بناء د قیاس په ډول استدلال کېدای شي او خدایي اراده ځان ته مالومولی شي.
د دې اصل په بناء د اخلاقو علم په الهیاتو اتکاء کوي، اخلاق په دین پورې تړلي دي او د الهیاتو علم (Theologie) پرې بحث کوي. د خالص فلسفي تحقیق له نظره به موږ دلته درې نظریې را اخلو چې د اخلاقو له پاره درې جلا جلا پرنسيپونه طرحه کوي: (۱) اخلاق د عقل په بناء، (۲) اخلاق د نېکمرغۍ په بناء، (۳) اخلاق د قدرت د ارادې په بناء.
- اخلاق د عقل په بناء:
د فلسفې یو مهم مکتب چې د عقل اصالت یا (Rationalism) په نامه یادېږي او لوی متفکر یې کانت (Kant) دی چې په دې باره کې خبری لري. کانت په عیسوي اتلسمه پېړۍ کې ژوند کاوه. دا هغه پېړۍ ده چې د تنویر عصر (Aufklarung) په نامه شهرت لري او نورو مهمو پوهانو، لکه روسو، مانتسکیو، ولتر، دیدرو او نورو پکې ژوند کاوه. په دې عصر کې د انسان په عقل باندې یو کلي اعتماد او ایمان پیدا شوی او دا ټینګه عقیده منځته راغله چې انسان فطرتاٌ یو عقلي موجود دی؛ لهذا څرنګه چې دی د عقلي پوهې استعداد لري همدارنګه د ښو او بدو په باره کې هم باید یوازې خپل عقل ته رجوع وکړي او بس.
کانت هم د خپل عصر د روحيې په چوکاټ کې داسې فکر کاوه چې څرنګه چې عقل او مثبت علوم شته، همدارنګه انسان کولای شي چې د اخلاقو یو عقلي علم منځ ته راولي. څرنګه چې عقلي علوم د هر سالم العقل انسان له پاره یو کلي او جبري ارزش لري، همدارنګه عقلي اخلاق به هم د ټول سالم العقل انسانيت له پاره کلي او جبري ارزش ولري.
د دې له پاره چې اخلاقي پرنسیپ یو عقلي پرنسیپ وي، باید دا پرنسیپ په خپل نفس کې ارزش ولري او بل هېڅ کوم اصل باندې اتکاء ونکړي. نو ځکه کانت وایي چې: اخلاقي پرنسیپ باید نه په الهیاتو پورې تړلی وي، نه په فردي احساس پورې او نه په تجربې پورې.
لومړی— کانت وایي: اخلاقي پرنسیپ په الهي علم پورې نه دی تړلی، ځکه که داسې وای، یانې اخلاقي پرنسیپ د خدای په اراده ولاړ وای، نو د دې له پاره چې یو انسان خپل اخلاقي وظایف درک کړای شي باید لومړی د خدای ذات په تمامه مانا وپېژني او که څوک دا پوهه ونه لري باید د اخلاقي وظایفو هېڅ ادراک او احساس ورسره نه وي. حال دا چې داسې نه ده. یو سړی ممکن د خدای په ذات کامله پوهه ونه لري او یا هېڅ خدای ونه پېژني، مګر دروغو ته بد وایي او رښتیاوو ته ښه. لهذا د اخلاقو پرنسیپ باید یوه بله منبع ولري.
دویم ــ کانت وایي: اخلاقي پرنسیپ په فردي احساس پورې هم نه دی تړلی. ځکه که اخلاقو په فردي احساس پورې اړه درلودای، نو اخلاقي حکم به کومه داسې قاعده نه وای چې د ټولو انسانانو له پاره کلي ارزښت ولري او اخلاق به له یو وخت نه بل وخت ته، له یو فرد نه بل فرد ته توپیر او اختلاف ولري او یو عمل به په یو وخت کې د یو چا له پاره ښه وای د بل له پاره بد.
درېیم ـــ کانت وایي: چې اخلاق باید په تجربه پورې هم اړه ونه لري. یانې د یو عمل ښه والی او یا بد والی د عمل په نتیجې پورې مربوط نه وي، بلکې باید یو عمل په خپل ذات کې یا ښه وي یا بد، ځکه چې په دې کې بیا هم د اخلاقو قاطعیت له منځه ځي او احتمالي کېږي. څرنګه چې د عمل نتیجه وروسته له عمل څخه ده او تر څو چې عمل سرته نه وي رسیدلی، موږ د عمل په نتیجه باندې پوهیدای نشو، نو بیا په عمل باندې د ښو او بدو حکم کول ناممکن کېږي.
کانت اخلاقی پرنسیپ له عقلي پرنسیپ سره جوړه کوي په دې لاندې ډول: دی وایي مثلاً (۲+۲ =۴) داسې یو علمي حقیقت دی چې هر سالم العقل یې مجبوراً مني. که حقیقت دی، د هر چا له پاره حقیقت دی او د کوم سړي د احساس او عقیدې په بناء نه دی. که حقیقت دی، جبراً حقیقت دی او د همېشه له پاره حقیقت دی. «دوه دوه څلور» په خپل نفس کې رښتیا دي او له خپل ځان څخه بهر په بل څه پورې اړه نه لري. داسې یو حقیقت ته کانت «قاطع» وایي او داسې یو حقیقت چې په خپل ځان ولاړ وي، هر سالم العقل له پاره ارزښت ولري، هر وخت او د ټولو انسانانو له پاره ارزښت لري، کانت ورته «قبلي» (apriori) مفهوم وایي چې درې مهم خصوصیتونه لري. داسې عقلي مفهوم لومړی کُلي وي (universgite)، دویم حتمي وي (necessite) او درېیم افاقي یا عیني وي (objectivite) او عقلي علوم په داسې قبلي مفاهیمو ولاړ دي چې عقلي قبلي مفاهیم په کې پیدا کړو.
که دا خبره له کانت سره ومنو چې د عقلي علومو په شان اخلاقیاتو کې هم «قبلي» مفاهیم شته، نو بیا کانت مسأله داسې طرح کوي. هغه پرنسیپونه کوم دي چې په ټولو اخلاقي اعمالو کې موجود دي په غیر اخلاقي اعمالو کې نشته؟ کانت په جواب کې وایي: «یو عمل ته اخلاقي عمل ويلای شو او فقط هغه وخت ورته اخلاقي عمل ويلای شو، کله چې د دې عمل پرنسیپ کُلی کړای شي، دروني تناقض په کې را پیدا نشي. یانې په هر عمل کې هرو مرو یو اصل او پرنسیپ پټ پروت وي. که موږ وکړای شو د خپل عمل له پرنسیپ څخه داسې یوه کُلي قاعده جوړه کړو چې هیڅ داخلي تناقض په کې را پیدا نشي او د هر چا له پاره او د هر وخت له پاره ارزښت ولري نو داسې عمل ته اخلاقي عمل ويلای شو. او که نه نو غیر اخلاقي عمل ورته وایو. د مثال په توګه یو محتاج سړی غواړي له چا څخه پور واخلي مګر ښه پوهېږي چې خپل پور هېڅکله نشي اداء کولای، خو د پور اخیستلو له پاره مجبور دی چې د پور اداء کولو وعده ورکړي.
آیا د داسې وعدې ورکول ښه کار دی که بد؟ د دې شخص د عمل پرنسیپ به په دې لاندې ډول وي: که څوک د پور اخیستلو ته محتاج وي او پوهېږي چې دا پور نشي خلاصولی، ځکه که کلي قاعده ترې جوړه کړو فوراٌ تناقض پکې را پیداکېږي او پرنسیپ په خپله ځان نفي کوي. که د دروغو وعده یوه کلي قاعده وي او هر څوک پرې عمل وکړي نو د وعدې او وعید ارزش او اهمیت له منځه ځی. هیڅوک به بیا د خپلې وعدې په وفا ځان مکلف نه بولي او احترام به یې نه کوي او په نتیجه کې د قرض او پور معاملات هم له منځه ځي.
د کانت په نظر احکام دوه ډوله دي: قاطع احکام (Categorical Imperatives) او احتمالي یا فرضي احکام (Hypothetical Imperatives) قاطع حکم هغه عمل په نظر کې نیسي چې په خپل ذات کې حتمي او لازمي وي او له کومې غایې یا هدف سره ارتباط ونه لري. احتمالي حکم هغه عمل په نظر کې نیسي چې یو خاص هدف ته د رسېدو له پاره حتمي او لازمي وي. قطعي حکم وایي: چې یو عمل په خپله په خپل ذات کې ښه دی او له خپل ځان څخه بهر کوم هدف یا مقصد ته رجوع نه کوي. د احتمالي احکامو مثال به د یو طبیب هغه تجویزونه وي چې د یو مریض د صحت له پاره یې کوي. یا د بعضي تخنیکي وسایلو په کار اچول د یو نتیجې د لاس ته راوړلو له پاره. یوازې قاطع حکم چې په خپل ذات کې حتمي او لازمي دی او کوم هدف په کې په نظر کې نه نیول کېږي، د کانت په عقیده، اخلاقي حکم دی. او داسې حکم هېڅکله د عمل محتویات یا نتیجې په نظر کې نه نیسي، بلکې یوازې د عمل شکل او پرنسیپ ته ارزښت ورکوي. یو قاطع حکم به داسې وي:
«د داسې پرنسیپ په بناء عمل کوه چې ته وکړای شي له هغه څخه په خپله اراده یوه کلي قاعده جوړه کړې». او یا په بل عبارت: انسان باید داسې عمل غوره کړي چې له دې اصل او پرنسیپ څخه انسان وکړای شي په خپله اراده د طبیعت یو کلي قانون جوړ کړي، د عمل یوه کلي قاعده چې له داسې پرنسیپ څخه راوځي هغه دا ده: «داسې عمل کوه او په ژوند کې داسې دریځ غوره کړه چې په هغه کې همېشه انسانیت په خپله شخص کې او په نورو اشخاصو کې د غایې او هدف په حیث په نظر کې نیول شوی وي، نه د وسیلې په حیث». د داسې پرنسیپ مخالف قطب به هغه وي کوم چې فقط شخصي نیک مرغي لټوي. د کانت په اخلاقي فلسفه کې مهم مفهوم «د نېکې ارادې» مفهوم دی. دی وایي چې هېڅ شی بلا واسطه ښه نه دی مګر نېکه اراده. ځکه چې داسې اراده په خپل ذات کې ښه ده او ټول اخلاقي فضایل په هغې پورې تړلي دي. مثلاً داسې فضایل؛ لکه ذکاوت، ظرافت، مېړانه، عزم، حوصله او نور په خپل نفس کې ښه نه دي، ځکه چې یو مضر شخص هم له ذات څخه کار اخیستلی شي یو جنایت کار هم د عزم او حوصلې خاوند کېدای شي. دې فضایلو ته هله ښه ويلای شو چې په نېکه اراده ولاړ وي او بس. او نېکه اراده هغه اصل دی چې په خپل نفس کې ارزښت لري.
د دې فلسفې بل مهم مفهوم «وظیفه» ده. کانت وایي چې یو عمل هله اخلاقي ارزښت لري چې یوازې د وظیفې د احساس په بناء اجراء شي. که یو سړی یو کار سرته رسوي ځکه چې امر ورته شوی دی او یا کومه فایده یې په کې لیدلې ده، دا عمل اخلاقي عمل نه وي. اخلاقي عمل به هغه وي چې یوازې د وظیفوي احساس په بناء وشي او دا ځکه چې دغه عمل په خپل نفس کې ښه دی. کله چې په اخلاقو خبرې کېږي نو د جبر او اختیار مسأله حتماً را پورته کېږي. څرنګه چې کانت وایي: که مختاره اراده نه وای، هېڅ اخلاقي قانون ،هېڅ مسوولیت امکان نه لري او په هر هغه عمل کې چې ازاده اراده نه وي او د انسان مسوولیت په کې دخالت ونه لري، نو داسې عمل د هېڅ کومې اخلاقي وظیفې ایجاب نه کوي. یانې که مختاره اراده نه وي نو اخلاق به نه وي. مګر طبیعي جبر له اختیار سره متناقص دی. په طبیعت کې د علت او د معلول جبر قوانین جاري دي.
هره حادثه، هر حرکت د یو علت حتمي نتیجه ده. نو څرنګه کېدای شي چې په داسې جبري عالم کې یو مختاره اراده هم وي، د کانت له نظر د جبر او اختیار تناقص ظاهري او سطحي دی. د جبر او اختیار ساحې سره جلا دي او یو له بل سره تصادم نه کوي.
انسان د دوو دنیاوو اوسېدونکی دی. د خپل معنوي طبیعت له اړخه د اختیار او آزداۍ په دنیا پورې اړه لري او د خپل مادي او فزیکي دنیا له پلوه د جبري جهان تر تآثیر لاندې دی. په انسان کې اخلاقي قانون، د وظیفوي احساس موجودیت د یو معنوي جهان، د یوې مختارې دنیا په موجودیت دلالت کوي. له دې ځایه کانت د اخلاقو له فلسفې څخه علم الهي ته رجوع کوي. نور اخلاقي متفکرین اخلاق له علم الهي څخه راوباسي او له الهیاتو څخه پیل کوي. کانت برعکس علم الهي د اخلاقو له مطالعې څخه استنتاجوي او د اخلاقو د مطالعې په پای کې الهیاتو ته رسېږي.
خلاصه د کانت په فکر یوازېني اخلاق علمي اخلاق دي او د علمي اخلاقو مانا دا ده چې قاطع او قبلي وي او په دې وسیله درې نظریې ردوي او وایي چې اخلاق نه په الهیاتو بناء دي، نه په فردي احساس او نه په نتایجو. د عقلي مفاهیمو په بناء کانت د نېکې ارادې او د وظیفې تحلیل کوي او د جبر مسأله طرح کوي او د جبر او اختیار له مسألې څخه بیا علم الهي ته رجوع کوي. څرنګه چې کانت د اخلاقي اعمالو محتویات او نتایج په نظر کې نه نیسي او یوازې د اعمالو شکلیاتو ته توجه کوي، له دې څخه یو بې احساسه او بې عاطفې صوري او شکلي اخلاق راوځي او بس. او بلاخره بیا هم په وروستني تحلیل کې په عقل اتکاء نه کوي بلکې په الهیاتو ودرېږي.
- اخلاق د نېکمرغۍ په بناء:
موږ په لویه توګه ولیدل چې ځینې د اخلاقي پرنسیپ بنسټ په خدایي اراده ږدي. کانت وغوښتل اخلاق له الهي علم څخه مستقل کړي او په خپلو پښو یې ودروي. جان ستورات میل (John Stuart Mill) د اخلاقو تهداب د بشر نېکمرغي ګڼي. دی وایي: یو عمل ته ښه عمل ويلای شو او فقط هغه وخت ورته ښه ويلای شو چې له بل هر ممکن عمل څخه په موجودو شرایطو کې زیاته نېکمرغي تولیده کړي.
«ستورات میل» د نولسمې پېړۍ انګریز فیلسوف دی. ده اقتصادي، سیاسي او اجتماعي پرابلمونو ته زیات پام درلود. د ده فلسفي مکتب ته د مفاد اصالت یا (Utilitarianism) وایي او د دې مکتب پیروان په دې عقیده دي چې انسان باید د هر قانون، هرې موسسې، هر عادت او هر عمل په باره کې دا پوښتنه وکړي چې فایده یې څه ده؟ په څه درد خوري؟ یانې د دوی په نظر بنیادي سوال همدا انساني سعادت دی چې باید د هر قانون هر عرف او عادت، د هرې موسسې او هر عمل هدف او غایه وي. د «ستورات میل» په فکر هر هغه عمل چې د بشر نېکمرغۍ زیاتوي ښه عمل دی او په هر هغه عمل کې چې د بشر بدمرغي وي، بد عمل دی. له سعادت څخه هم د میل مراد خوښي، خوشحالي ده او د درد او غم نشتوالی دی. د سعادت معیار هم دلته د فرد او یو شخص نېکمرغي نه ده، بلکې زیاته خوشبختي د ټولو له پاره. یانې په اخلاقو کې شخصي مفاد په نظر کې نه دی، بلکې هدف د ټول انسانيت او حتی د ټولو احساس لرونکو موجوداتو نېکمرغي ده. په دې اخلاقي فلسفه کې مو قاضي اخلاق هېڅ ارزش نه لري او هغه څوک چې دنیا ته شا اړوي او په کنج کې په ریاضت او عبادت بوخت وي او نه چا ته خیر رسوي او نه شر، د هیڅ کوم تحسین او ستاینې وړ نه دی. «میل» وایي چې: خوشحالي او له درد او غم څخه آزادي یوازېنی مطلوب هدف دی او یو مطلوب شی ځکه مطلوب دی چې یا په خپله پکې خوشحالي پرته ده او یا داسې یوه وسیله ده چې غم او درد پرې ورکېږي او زیاته خوشحالي راوړي. لهذا د «میل» په نظر اخلاق د عمل په نتایجو باندې اتکاء کوي. او د دې نتایجو په بناء یو عمل یا ښه بلل کېدای شي یا بد.
په دې اخلاقي مکتب باندې ځینې انتقادونه شوي دي. مثلاً ويل کېږي چې که چېرې د انسان عالي هدف خوشحالي او لذت وي نو له دې څخه رښتیني اخلاق نه راوځي او حیواني تمایلاتو ته زیات اهمیت ورکول کېږي او کله چې یوازې د اعمالو نتیجې په نظر کې ونیول شي، نو فردي خصوصیتونه چې د عمل منبع ده، بې ارزښته کېږي. ولې چې په اخلاقي اعمالو کې انګېزه مهمه ده.
څوک چې د دې اخلاقو تابع وي، کولی شي چې خپلو شخصي منافعو ته په استثنایي ډول زیاتره توجه وکړي او خپل مفاد په قانون ماتولو کې وویني. بل دا چې موږ نشو کولای چې د خپلو اعمالو نتایج وسنجوو او پیش بیني یې وکړو، ځکه چې د عمل او فعالیت په وخت کې له موږ سره دا فرصت او مجال نه وي چې پخوا له عمله موږ د عمل نتایج ځانته مالوم کړو او د خپلو کړو وړو په تاثیراتو او عواقبو مخکې له مخکې پوه شو. نو دا رنګه اخلاق به تل احتمالي او فرضي وي او بالاخره که د اشياوو د ښه او بد د حکم آخري معیار نیکمرغي وي، نو بیا موږ نشو کولای چې راز راز نیکمرغۍ د ښو او بدو په لحاظ تمیز او تشخیص کړو.
- اخلاق د قدرت د ارادې په بناء:
فریدریک نیتچه Nietzsche د نولسمې پېړۍ المانی فیلسوف په ټوله فلسفه او ټولو اخلاقو یو بنیادي او ژور انتقاد کوي. دی په فلسفه کې یو خاص استثنایي موقف لري او په نوې فلسفه کې یې یو عمیق فکري انقلاب راوستلی دی. د ده خاص موقف به د یو مثال په وسیله روښانه کړو. مثلاً رښتیا ویل ولې ښه دي؟ که دا سوال د الهیاتو له یو عالم څخه وکړو هغه به ووایي چې رښتیا ځکه ښه دي چې د خدای له ارادې سره موافق دي. کانت به ووایي چې رښتیا ځکه ښه دي چې په خپل نفس کې ارزښت لري او په عقلي پرنسیپ اتکاء کوي. میل به ووایي: چې رښتیا ځکه ښه دي چې په زیاته مودې کې زیات شمیر خلکو له پاره زیاته نېکمرغي راوړي. مګر نیتچه به د دې پوښتنې په ځواب کې داسې پوښتنه وکړي: څوک وایي چې رښتیا ښه دي او دروغ بد؟ د ده په فکر د داسې سوال له طرح کولو څخه سوال را پیداکېږي. ځکه داسې سوال هغه څوک طرح کوي چې مخکې یې بې له کوم تحقیق او قضاوت څخه ځینې شيان منلي وي او عقیده پرې ولري. حال دا چې په دې بې قضاوته په پټو سترګو منل شوو شيانو باندې خبرې او انتقاد وشي.
«نیتچه» انتقاد کوي چې ولې اخلاقي فلاسفه هڅه کوي چې د اخلاقو له پاره واحد پرنسیپ او اساس طرح کړي؟ دی وایي داسې اخلاق چې په یوه واحد پرنسیپ او معیار ولاړ وي، هېڅ نشته، بلکې بر عکس مختلف، راز راز او ډول ډول اخلاق موجود دي او فلسفي تفکر هم باید له دې نکتې څخه شروع وکړي چې اخلاق مختلف دي او یوه کلتوري او اجتماعي پېښه ده چې د نورو کلتوري او اجتماعي حادثو په شان له یوې زمانې څخه بلې زمانې ته تغیر کوي. له یو کلتوري ماحول څخه بل کلتوري ماحول ته اختلاف لري د « نیتچه» په نظر له هر څه نه لومړی باید د اخلاقو په تاریخي تحول فکر وشي او له دې فکر څخه په اخلاقي ارزښتونو کې یو بنیادي انقلاب را پیدا کېږي.
د نیتچه په نظر اخلاقي فیلسوفانو چې د اخلاقو «تهداب اېښودلو» له پاره کومه هڅه کړې ده، فقط د دې له پاره وه چې د خپل عصر معتقدات، د خپلې ټولنې اخلاقي ارزښتونه تثبیت او کلک کړي او بس. اخلاقي متفکرینو د کانت او هېګل په تقلید د خپلې زمانې موجود ارزښتونه، د خپل محیط عقیدوي اساسات تنظیم کړي او په یو فلسفي شکل یې خلکو ته وړاندې کړي دي. د « نیتچه» په فکر هیڅ یو اخلاقي متفکر د خپل عصر له روحيې، د خپلې ټولنې له دیني معتقداتو څخه مستقل فکر نه دی کړی او د خپلې زمانې مسلط اخلاقي او مروج ارزښتونه یې په پټو سترګو منلي دي. شک او انتقاد یې پرې نه دی کړی او د اخلاقو اساسي پروبلم ته نه دي متوجه شوي او په اخلاقو باندې صحیح انتقاد او ژوره مطالعه هغه وخت کېدای شي چې تاریخي زیات اسناد او د بشر پېژندنې او انتروپولوژۍ پراخ معلومات له موږ سره وي، د قومونو او ملتونو په ژوند، عرف او عاداتو باندې خبر شو، تاریخي تحول یې راته معلوم وي، نو هغه وخت موږ له داسې مقایسوي مطالعې او څېړنې وروسته په اخلاقو فلسفي فکر کولای شو. نیتچه وایي چې د داسې مطالعې په نتیجه کې به ښکاره شي چې اخلاق اساساً دوه ډوله دي: د بادارانو اخلاق او د غلامانو اخلاق. دا دواړه اخلاق سره متضاد او متاقض دي. ارزښتونه یې سره توپیر لري.
اخلاقي ارزښتونه یا له حاکمې طبقې څخه راولاړېږي، هغه طبقه چې په خپل لوړوالي پوهه ده او په خپله برترۍ باندې شعور لري. او یا په محکومه طبقه کې تثبیت کېږي، هغه طبقه چې غلامان او هر ډول زیردستان او فرمان وړونکي په کې دي. که بادارن د ښو او بدو معیار تعین کړي نو د هغوی په نظر به ښه شخصيت څه رنګ وي؟ ښه او با ارزښته شخصيت به هغه وي چې د قدرت خاوند وي، مغرور وي، متکبر وي، هغه شخصيت چې وایي داسې کوم او داسې به وي. هغه شخص چې اراده یې د ټولو له پاره قانون وي، اراده یې د قدرت اراده وي او هغه څوک چې دا رنګ غرور او د قدرت اراده ونه لري په سپکه سترګه به ورته کتل کېږي. ډارن، بېریدونکی، بې جراأته، بې ارادې، محجوب، استفاده جو اشخاص، هغه خلک دي چې ځان کوچنی کوي، د وهلو او ټکولو تحمل کوي، ګدایي کوي او دروغ وایي. دا ټول د بادارنو په اخلاقو کې ټیټ مقام لري او د حقارت او نفرت په سترګه به ورته کتل کېږي. بادار په خپله د ارزښتونو ټاکونکی دی او د چا تایید ته محتاج نه دی. ښه هغه دی چې د ده له پاره ښه دی. بادار په خپل ځان حاکمیت لري، پوهېږي چې څرنګه چپ شي، دی له سختیو او زحمتونو څخه مزه اخلي او هغه شی یې خوښېږي چې په سختۍ او زحمت لاس ته راځي.
او که تحقیر شوی، مظلوم، دردېدلی، زیردست متردد او بې جراأته اشخاص اخلاقي ارزښتونه وټاکي، هغه به څرنګه ارزښتونه وي؟ او د دوی په ارزښتونو کې به کومه مشترکه وجه موجوده وي؟ «نیتچه» وایي: غلام به طبعاً د زورورو فضایلو ته په بده سترګه ګوري. هر هغه څه چې بادار د ستاینې او تحسین وړ ګڼي، دی په کې شک او تردید کوي. غلام به ځانته داسې قناعت ورکوي چې د بادار نېکمرغي حقیقي نېکمرغي نه ده. له بلې خوا هغه ټول صفتونه چې د دردېدلو او رنځېدلو په نفع دي، په هغو باندې به زیاته رڼا اچول کېږي او لوړ فضایل به ورته ويل کېږي؛ لکه همدردي، مهرباني او کومکګره لاس، تود او مهربان زړه، حوصله، ترحم، تواضع، دوستانه کړه وړه او داسې نور. دا ټول هغه صفتونه دي چې د دردېدلو او رنځېدلو له پاره ژوند اسانوي او د دوی په کې فایده ده. «نیتچه» وایي چې د غلامانو اخلاق اساساً د مفاد په بناء دي. کوم څه چې د دوی د ژوند له پاره ګټور وي، هغه ښه دي او کوم څه چې د دوی د ژوند له پاره زیان او ضرر په کې وي، هغه بد دي. مثلاً د غلامي اخلاقو په بناء هغه څوک چې خلک له ځانه ډاروي هغه بد شخصيت دی، د باداري اخلاقو په بناء ښه شخصیت هغه دی چې خلک ترې وبېرېږي او وغواړي چې خلک ترې وبیرېږي.
د نیتچه په نظر د غلامي اخلاقو موسس د یهودو قوم دی. د یهود قوم ارزښتونه معکوس کړي او د مځکې په سر ژوند ته یې بل رنګ ورکړی. ژوند او جهان یې نفي کړی او د انسانیت دنیا یې په یوه انحرافي او غیر طبیعي لار روانه کړه. عیسوي اخلاق چې د یهودي اخلاقو ادامه ده، له ژوند څخه تیښته ده چې د «بل او بهتر جهان» په نامه برېښي. «نیتچه» وایي: «دنیوي ژوند» څخه نفرت، د احساساتو شور ته بد ویل، له ښکلا څخه ډډه او پر شهواتو بد ګوماني ټول د انحطاط خطرناکه علامې دي او داسې ښایي چې انسان له خپل ژوند څخه ستومانه شوی وي او غواړي چې له منځه لاړ شي». د بشر د انحطاط مهمه علامه د نتیچه په فکر همدا د «ارزښتونو معکوس کېدل دي»، له ژوند سره دښمني کول دي.
دی وايي یهودي اخلاق د داسې منحطو او مریضو اشخاصو د تصوراتو مجموعه ده چې غوښتل یې له ژوند څخه په بریالي توب انتقام واخلي. دی توصیه کوي چې هر هغه څه چې تر اوسه حقیقت ګڼل شوي دي او ارزښت ورکړل شوی دی، باید مضر او فرېب کاري وبلل شي.
لهذا د نیتچه په فکر نوي اخلاق ضروري او حتمي دي او په ټولو ارزښتونو کې یو بنیادي تحول او انقلاب راوستل په کار دي او د انسان د راتلونکي ژوند امید هم په دې بنیادي تحول او انقلاب کې دی. او وایي: «زما د ژوند هدف دا دی چې انسانيت د شعور یوې عالي مرحلې ته ورسوم. داسې یوې مرحلې ته یې ورسوم چې په ارزښتونو کې بنیادي تحول راولي. له ټولو منحطو او غیر طبیعي ارزښتونو څخه ازاد شي. د ژوند او د جهان تایید وکړي او په انسانيت اعتماد ولري».