له ډېر لرغوني دور څخه په فلسفه کې پر اخلاقیاتو بحث کېده او لا هم کېږي. بلکې تر پخوا نن ډېر په جدي ډول دا موضوع تر بحث لاندې ده او لا نور بعدونه پيدا کوي. اوسمهال د اخلاقیاتو او شریعت ترمنځ پر رابطه هم خورا ډېر بحثونه کېږي. دلته به له خپل بشري وس سره سم پر دې موضوع لږ تم شو.
بحث ته تر داخلېدو وړاندې به لومړی د دین، شریعت او اخلاقو تعریف وړاندې کړو چې له موږ سره د بحث په پوهېدا کې ګټور تمامېږي. که څه هم د ټولنیزو پديدو په اړه ټولمنلی تعریف نه شي وړاندې کېدای او هر زمان و مکان کې يې ګڼ او بېل تعریفونه وړاندې شوي دي. زما په اند دین او شریعت سره بېل دي. د قران کریم د دې وینا له مخې چې د ټولو نبیانو دین یا ملت یو ګڼي(۱) او بل لور ته بیا شریعت د هر چا دا بېل بولي(۲) دا مالومېږي چې دین او شریعت باید سره بېل شي. دې ته په کتو باید دین داسې تعریف کړو:
د ټولو رسولانو ترمنځ مشترکاتو ته دین ویلای شو، احکام يې عمومي او اوږدمهالي وي چې ټول فوکس يې د خدای پر احترام، پر هغه د باور او حساب و کتاب باندې وي. له همدې امله چې کله قران کریم د رسولانو د بلنې لنډیز راخیستی، نو اتقوا الله او اعبدوا الله باندې يې بسنه کړې.(۳)
د شریعت تعریف:
شرعي احکام د ديني احکامو برخلاف لنډ مهالي او خصوصي وي. له دې امله نو په شرایعو کې نسخه راتلای شي،(۴) احکامو کې اختلاف تر سترګو کېږي او له یوې ټولنې بلې ته او له یوې زمانې بلې ته توپير کوي. ځکه دا احکام له ټولنیز ژوند او اړیکو سره تړاو لري چې وخت پر وخت د بدلون، تغییر او بیخي ورکېدا په حال کې وي، نو احکام يې هم هغه ټول څه مني چې په ټولنیز ژوند کې يې د موجودېدا شتونتیا هېڅکله نه شي ردېدای.
له پاس دوو تعریفونو مالومه شوه چې اخلاق د شریعت برخه کېدای شي نه د دین. ځکه اخلاق یوه ټولنیزه پدیده ده چې له دې موضوعاتو یوازې شریعت بحث کوي.
د اخلاقو تعریف:
جیم ریچلز وايي: د عقل په لارښوونه عمل کول، یانې د هر کار د تر سره کېدا لپاره باید مناسب دلایل وجود ولري.(۵) یو بل تعریف يې داسې شوی دی: د ژوند په ټولو برخو کې د فضایلو او رذایلو مجموعې ته اخلاق وايي.
دلته یوه بله موضوع زما په اند ګونګه پاته شوه. د اخلاقو او ټولنیزو ارزښتونو ترمنځ توپير یا اتحاد ته ګوته ونه نیول شوه. زموږ په ټولنه کې یو کس چې د بدو ځواب په ښه ور کوي، پر خلکو پوښتنه کوي، بدې خبرې نه کوي، د هر چا سره مخکېدای يې په ورین تندي وي، دې ته اخلاقي وایو. خو سخي ته اخلاقي نه وایو. ارزښتونه موږ ملي، فرهنګي، شرعي، تاریخي او... ته ویشلای شو خو د اخلاقو دا رنګه تقسیمبندي ما تر اوسه نه ده لیدلې. له دې جوتېږي چې اخلاق او ارزښتونه تر خپل منځ توپير هم سره لري او هر ارزښت نه اخلاقي ارزښت بللای شو او نه له دې زاويې ورته کتل به سم او پر ځای کار وي. خو دا هم باید ومنو چې د دواړو ترمنځ پوله درول هم اسانه کار نه دی. همدا سختي د دې سبب شوې چې د دواړو ترمنځ د بېلتون کرښې تر یوه حده همداسې مبهمې پاته شي.
د دواړو د راپيدا کېدا موضوع هم لږ تر لږه بیلتون ته اشاره کوي. د ارزښتونو په اړه عمومي فکر دا دی چې ټولنې يې راپنځوي. له دې امله ورته ټولنیز قراردادونه هم وايي. مګر د اخلاقو په اړه په مجموع کې دا فکر زما په اند سم نه دی. ځکه د یو کس د اخلاقو په لاسته راوړنه کې د هغه خپل رول او د ټولنې د ارزښتونو، قیدونو او کلتور رول دواړه سته. خپل رول په دې مانا چې د ټولنې له جبر پرته کولای شي یو ښه اخلاقي صفت په ځان کې پيدا کړي، که څه هم هغه صفت هم دی له ټولنې کسب کوي البته اختیار او په ځان کې پيدا کول يې خپل کمال وي. دا د یوه کس خپل رول دی.
د ټولنې او کلتور رول بیا دا دی چې د اخلاقیاتو ځينې برخې د ټولنې جبر وي. لکه زموږ په ټولنه کې په مېرمن پسې نه کتل، که څه هم د یو کس به زړه غواړي چې ورته وګوري، یا به هم دا کتل په بله ټولنه کې اخلاقي جرم نه بلل کېږي، خو زموږ ټولنه یوه فرد ته ور زده کوي چې دلته به دا کار نه کوې، کنه حیثیت به دې ور سره کم شي، د یو چا له عکس العمل سره به مخ شې یا به هم په ټولنه کې د بد و بداخلاقه په نوم معرفي شې.
دا چې اخلاق له شریعت سره څه اړیکه لري؟ د اخلاقو سرچینه شریعتونه دي که ټولنې؟ او د شرعي اخلاقو او سیکولر اخلاقو ترمنځ څه تفاوت دی؟ په اړه يې ګڼ نظرونه موجود دي.
یو نظر دا دی چې اخلاق له شریعته بېل دي. د اخلاقیاتو جلا نظام شته چې په یوه غیر مذهبي ټولنه کې هم وجود لري. دویم نظر دا دی چې مذهب یا شریعت عيني اخلاقیات دي. درېيم نظر داسې دی چې اخلاقیات له شریعت سره نه د تضاد اړیکه لري او نه د عینیت، بلکې درېيمه اړیکه ده چې نه ټول اخلاقي نظام شرعي بللای شو او نه برعکس. په شریعت کې د اخلاقو په اړه ګڼې لارښوونې شته، دومره لویه ټولنیزه پديده شریعت له پامه اچولای هم نه شي. زه تر لومړیو دوو نظرونو له درېيم سره موافق یم، خو زه یو بل وېش هم په کې راولم.
د اخلاقو هغه برخه چې شریعت کې يې یادونه نه وي شوې، له لومړي نظر سره سم غیر مذهبي اخلاق دي. دا سمه خبره ده چې په غیر مذهبي ټولنو کې هم اخلاق وجود لري او هلته اخلاقي نظام لازماً شته. مګر موږ دلته یوازې د انساني ټولنې د هغې کتلې په اړه خبره نه کوو چې هلته یا مذهب نه شته یا تر مذهب وړاندې ټولنې وې. بلکې د اخلاقو او مذهب په اړیکه کې به هغه ټولنې هم په نظر کې نیسو چې مذهب په کې شته او مذهبي معاشرې يې ګڼلای شو. نو اول اند تر یوه حده سم دی.
دویمه برخه هغه اخلاق دي چې تر شریعت مخکې هم په یوه ټولنه کې موجود وي خو د شریعت تر نزول وروسته يې په شرعي متن کې هم یادونه راشي. ممکن دا برخه ځينې نظروال مذهبي ونه بولي، خو د دویم نظر خاوندان يې مذهبي جامه وراغوندي. په شرعي متن کې د دې برخې راوړلو څخه داسې ښکاري چې مذهب ور سره موافق دی، د ساتنې لپاره يې یوه انګېره هم انساني ټولنې ته ور کړې، نو توليدي مذهبي اخلاق يې نه شو بللای، مګر په هر حال مذهبي صبغه لري. البته دومره هم نه لکه د دویم نظر صاحبان چې يې ادعا کوي او اخلاق عيني مذهب یا مذهب عیني اخلاق ورته ایسي. مګر داسې انګېرل هم زما په اند سم نه دي چې په مذهب کې بیخي اخلاقي نظام وجود نه لري یا هم سره ضد دي. مذهب د انساني ټولنې لپاره دی، اخلاق هم د ټولنې د ګټې لپاره جوړ انساني چوکاټ دی، له دې امله مذهب اخلاقیات هېرولای نه شي او ځای پر ځای يې یادونه شوې ده.
درېيمه برخه هغه اخلاق دي چې یوازې په مذهبي ټولنو کې وجود ولري او د هغو سرچینه هم یوازې مذهب وي. مثلاً؛ په عربي ټولنه کې د جنګي بندیانو په اړه د غلامۍ، وژنې، بندي کوونې، په فدیه کې د ایله کوونې او ډېر نادر له قید او شرط پرته ایله کولو دود موجود وو، خو اسلام د جنګي اسیر په اړه د فدیې او احسان امر وکړ چې د غلامۍ، وژنې او په زندان کې د ساتنې رواج يې ختم کړ. دلته اسلام د جنګي اخلاقو په فهرست کې یو نوی باب خلاص کړ.(۷) زما په اند دا حکم د جنګي اخلاقو په لیست کې شاملولای شو که څه هم ښايي ځينو ته دا یو حقوقي امر او موضوع و اېسي مګر زه په کې عربو ته د نويو جنګي اخلاقو څرکونه هم وينم.
که د لنډیز په ډول ووایم هغې ټولنې ته چې د لومړي وار لپاره شریعت ورکول کېږي، تر نزول وروسته به يې اخلاقي سیسټم درو برخو ته تقسیمېږي. یوه برخه پخواني اخلاقیات يې شریعت مني چې ځينې کسان يې بیا مذهبي اخلاق بولي. یوه برخه يې ردوي چې د یوې غیر مذهبي ټولنې د اخلاقي نظام برخه وه او له شریعت سره جوړ نه راځي نو ردېږي او د اخلاقو په چوکاټ کې ځينې نوې اضافې هم کېږي چې د شریعت تر نزول وروسته د هغې ټولنې په اخلاقي چوکاټ کې ځای نیسي او دې ته توليدي مذهبي اخلاق ویلای شو.
د مذهبي ټولنې د اخلاقیاتو او د غیرمذهبي ټولنې د اخلاقي نظام ترمنځ جوت توپيرونه شته. لومړی توپير يې په انګېزه کې دی. یو مذهبي کس د ثواب هیله لري، خو نامذهبي کس يې نه لري. مذهبي کس د اخلاقو سرچینه یا شریعت بولي یا يې د مذهبي تایید له امله مذهبي صبغه ورکوي چې غیر مذهبي کس یا ټولنه کې مذهبي اخلاق یا د مذهب له لوري تاييد شوي اخلاق وجود نه لري. پر خدای، قیامت، ثواب او جنت و دوزخ باور د اخلاقو په تعمیل، ساتنه او تبلیغ کې موثر رول لري چې یوه غیر مذهبي ټولنه له دې موثر ځواک څخه بې برخې وي. یانې مذهبي ټولنه یا کس د اخلاقي اصولو پابندي د خپل وجدان له مخې هم کوي او د خدای په خاطر يې هم کوي، خو غیر مذهبي ټولنه یو هڅونکی ځواک لري چې هغه انساني ټولنه یا د وجدان قضاوت دی. په مذهبي ټولنه کې د اخلاقو سرچینه هم ټولنه وي او هم شریعت، خو په غیر مذهبي ټولنه کې یوازې ټولنه مرجع وي.
کله چې په یوه ټولنه کې مذهب ځای ونیسي نو د وخت په تېرېدا بیا له شرعي متن څخه یوه برخه نوي مذهبي اخلاق را پيدا کېږي که څه هم د زمان او مکان په تغییر به تغییر خوري خو سرچینه يې مذهبي متون وي. د شرایعو د اختلاف له امله به د اخلاقو دا برخه هم په خپل ذات کې متنوعه وي، خو یو ټکی يې مشترک دی چې سرچینه له مذهبي متن څخه اخلي.
زما په اند د بشپړ اخلاقي نظام سرچینه هيڅکله هم مذهب نه دی. اخلاق پنځونه په مجموع کې د یوه فرد کار هم نه دی. که یو فرد ټول عمر یوازې ژوند وکړي، نو ممکن چې د اخلاقو په نوم هېڅ بیخي ونه پېژني. اخلاق یوه ټولنیزه پديده ده. اخلاقي نظام هغه مهال مانا ورکوي چې ټولنه وجود ولري. د یو کس اخلاق هغه مهال مالومېږي چې له بل سره په تعامل کې واقع شي. نو مذهب یوازې یوه سرچینه نه شي کېدای چې اخلاقي نظام وپنځوي. بلکې د اخلاقیاتو لویه برخه خپله په ټولنه کې د اړتیا له مخې را پيدا کېږي او مذهب يې په مختلفو وختونو کې د تاييد یا رد په ټاپه نازوي او د اخلاقو په نظام کې بیخي وړه برخه يې شته چې یا د شریعت راوړونکي مخامخ په هغه امر کړی وي یا د زمانې په اوږدو کې انسانان یو تعبیر ترې واخلي او هغه وروسته د مذهبي ټولنې په اخلاقي نظام کې مهم ځای ونیسي.
اخلاق د هرې انساني ټولنې اړتیا ده چې باید وپنځول شي. له دې امله د یوې ټولنې د اخلاقي نظام ځينې برخې ښايي د بلې ټولنې له اخلاقي نظام سره توپير ولري. ځکه هره ټولنه خپلو اړتیاو ته په کتو د اخلاقو چوکاټ جوړوي چې ښايي هغه چوکاټ په بله ټولنه یا زمانه کې کار ور نه کړي. مذهب هم د هرې ټولنې په لوښي کې چې نازلېږي د هغه لوښي په رنګ تل رنګېدلی وي. ځکه لومړي مخاطبین يې د هغې ټولنې وګړي وي چې باید د هغوی زمان، مکان، کلتور او اړتیاوې په پام کې ونیسي. له دې امله نو د مذهبي اخلاقو برخه کمه ده. ځکه په هره ټولنه کې په هغه بڼه نه شي چلېدای چې د لومړي ځل لپاره یوې ټولنې ته ورکول شوي. همدا سبب دی چې بلې ټولنې ته په تلو خپل پخوانی رنګ ورو- ورو بایلي او د بلې معاشرې په رنګ رنګېږي او موږ يې په خپله ټولنه کې ژوندي مثالونه ډېر لرو.
پایلیکونه:
(۱)سورة الانبیاء: ۹۲، شورة المؤمنون: ۵۲)
(۲)سورة المائده: ۴۸، او په شورة التوبه کې د قران کریم داسې هدایت هم شته: هُوَالَّذِيأَرْسَلَرَسُولَهُبِالْهُدَىوَدِينِالْحَقِّ (التوبه: ۳۳)
ژباړه: الله هغه دی چې خپل رسول يې له عملي تګلارې او حق دین سره لېږلی. دلته د (هدی او دین) بېل- بېل ذکر کول دا په ګوته کوي چې دواړه جلا شیان دي. د معجم لغة العربیه المعاصر لیکوال د (هدی) په درو ترجمو کې طریقه او شریعت هم راوړي دي. له دې هم ثابتېږي چې شریعت او دین سره بېل دي.
(۳)سورة الاعراف: ۵۹، ۶۵، ۷۳، ۸۵)
(۴)سورة البقره: ۱۰۶)
(۵)مصطفی ملکیان، رابطه دین و اخلاق، دانشګاه امام صادق، تهران ۱۳۷۴)