د ټولنپوهنې یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د انسانانو په ټولنیز ژوند اغېزمن عوامل ټولنیز ساختارونه دي؛ که د انسانانو کړه وړه، افکار، او عقاید؛ او که دواړه؟
فرض کړئ د الف ټولنه له فقر سره مخ ده. د ټولنپوهنې د علم پوښتنه دا ده چې ایا دا فقر د دې له امله دی چې ټولنیزو ساختارونو لکه کورنۍ، اقتصاد، سیاست، دین، ښوونې او روزنې او یا نورو ټولنیزو بنسټونو خپله دنده په سمه توګه نده ترسره کړې؛ یا د دې له امله ده چې د ټولنې د وګړو کړه وړه، افکار او عقاید سالم ندي؛ او کنه دواړه خواوې، هم ساختارونه او هم د ټولنې د غړو کړه وړه، افکار او عقاید پکې داخل دي؟ ټولنپوهنه کې درې واړه اړخونه هم ملاتړي لري او هم منتقدین.
د انسانانو په ټولنیز ژوند د اغېزناکو عواملو په برخه تر دې دمه وروستۍ خبره دا ده چې د انسانانو په ټولنیز ژوند هم ټولنیز نهادونه اغېز لري او هم د انسانانو افکار، عقاید، احساسات او تمایلات. په همدې اساس د ټولنیز نظم، ثبات، انسجام، او پرمختګ لپاره به هم ټولنیز نهادونه خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ادا کوي او هم به د ټولنې د وګړو افکارو، باورونو، احساساتو او تمایلاتو ته پام کیږي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې د اسیا، افریقا، او لاتینې امریکا هېوادونه ازادۍ ته ورسېدل، د پرمختللو هېوادونو په څېر امکانات او بشري هوساینه پکې موجوده نه وه. له پوهانو او سیاسي رهبرانو سره پوښتنه پیدا شوه چې څنګه کېدلای شي وروستهپاتې هېوادونه پراختیا او رفاه ته ورسیږي؟
ددې پوښتنې د ځواب لپاره ګڼو پوهانو خپلې رایې او نظرونه شریک کړل. امریکایي ټولنپوه الکس اینکلس (۲۰۱۰مړ) یو له هغو مخکښانو څخه و. اینلکس باورمند و چې توسعه او مدرنیته یوازې په اقتصادي او ساختاري بدلونونو پورې نده تړلې؛ بلکې د ټولنې د وګړو فرهنګي او ارواپوهنیزې ځانګړنې هم په کې نقش لري.
د هغه په باور پراختیا ته د رسېدو لپاره د ساختارونو سربېره باید د افرادو په افکارو او چلندونو کې هم تغیر رامنځته شي. هغه د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره چې ولې د نړۍ ځیني هېوادونه او انسانان وروستهپاتې او ځینې یې پرمختللي دي، یو شمېر یې ډېر څه او نور یې هېڅ شی نه لري، د لومړۍ درجه (پرمختللو) هیوداونو په وګړو تحقیقات ترسره کړل. اینکلس دې پایلې ته ورسېد چې د پرمختللو هېوادونو وګړي ځينې ګډې ځانګړتیاوې لري چې همدا ځانګړنې د دوی د هېواد او ټولنې د پرمختګ سبب شوې دي.
لومړی دا چې د نوو تجربو منلو ته ډېر ژر غاړه ږدي. دې ته نه ګوري چې دا تجربه شرق ترسره کړې او که غرب، د یهودانو کار دی، که د مسلمانانو؛ چې ګټوره ورښکار شي استفاده ترې کوي. ویل کیږي چې نولسمه پېړۍکې چین د جینګ د دورې په سلسله کې د نړۍ له قدرتمندو امپراتوریو څخه و، د جینګ د دورې رهبرانو له غرب سره د مخالفت له امله د غرب له صنعتي تحولاتو سره هم دښمني پالله. د صنعت پر ځای یې په خپل سنتي اقتصاد چې په کرنه ولاړ و تکیه کوله. د صنعتي او علمي پرمختګونو په مقابل کې مقاومت د دې لامل شو چې چین د غرب په مقابل کې کمزوری او په پایله کې له ماتې سره مخ شي. جاپان هم ورته تجربه لري. ویل کیږي چې جاپان د میجي له اصلاحاتو د مخه (۱۸۶۸) تل نړۍ سره له تعامل ځان ساته، دې کار په اقتصادي او صنعتي لحاظ له نورو هیوادونو شاته پرېښود، خو کله یې چې د نورې نړۍ تجربې او فنون خپل کړل نو په ډېر کم وخت کې یې ځان د پرمختلوو هېوادونو په قطار کې ودراوه.
د اینکلس په قول د پرمختللو هیوادونو د وګړو دویمه ځانګړنه داده چې په علم باور لري. د خپلو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او نورو ستونزو د حل په برخه کې له وروستیو تجربه شوو لارو چارو ګټه پورته کوي، ژوند د سنت په دایره کې نه محصوري، بلکې د تحلیل له عقلي روشونو استفاده کوي.
درېیم دا چې تحرکګرا دي. هرڅه کې نویوالۍ غواړي، ولاړ او تکراري ژوند نه خوښوي. د تحرکګرایی ګټه داده چې انسانانو کې د خلاقیت انګیزه پیدا کوي او له تغیراتو سره د تطابق وړتیا وربښي. نننۍ نړۍ په ډېره چټکۍ د تغیر په حال کې ده. ډېر څه د سترګو په رپ کې بدلیږي هغوی چې له تغیراتو سره د تطابق وړتیا نلري، نشي کولای د تغیراتو له امله له ایجاد شوو فرصتونو ګټه پورته کړي او له منفي ابعادو یې ځانونه وساتي.
څلورم دا چې تل اوږدمهاله پلانونه جوړوي. یوازې د نن ورځې په فکر یې نه خوري. دا نه وایي چې سبا به یوو، که نه. ډیری خلک په سبا د نه باور له امله خوار دي.
اینکلس په دې تحقیق کې هم د انسان عاملیت ثابتوي او هم دا را زده کوي چې که په خېټه مړه، په تن پټه، له امن او هوسا ټولنه غواړو نو د نورو له تجربو به ګټه پورته کوو، علم ته به په درنه ګورو، ولاړ ژوند به نه غوره کوو او تل به د سبا فکر لرو. له دې پرته به ښه ورځ مخکې او موږ ورپسې یوو.