د لیکنو او ژباړو عمومي شرایط:
1. لیکنې باید منطقي جوړښت، محتوايي انسجام، روشمند ترتیب، مستند او مستدل بحث ولري او په روان او ساده متن لیکل شوي وي.
2. ټولې لیکنې باید ټایپ او د انسان مجلې ادارې برېښنالیک یا دفتر ته راولېږئ.
3. د لیکنو حجم حداقل ۳۰۰۰ کلمې او حداکثر ۵۰۰۰ کلمې ټاکل شوی دی.
4. د لیکوال ټول مشخصات (نوم، تخلص، تخصص، تحصیلات، د تلیفون شمېره او برېښنالیک) له لیکنې سره یو ځای راولېږئ.
5. هغه مقالې چې موږ ته یې رالېږئ باید بل چېرې نه وي خپرې شوي، (په کتاب، مجله، کورني یا بهرني ویبپاڼه کې).
6. هر ژباړل شوی متن چې رالېږئ، اصلي متن یې هم ورسره یو ځای کړئ.
7. مجله د مقالې په ارزونې، خپراوي او غوره کولو کې خپلواکه ده.
8. له نویو علمي روشونو او معیارونو سره برابره لیکنه د غوره کېدو لپاره لومړیتوب لري.