د انسان مجلې درېیو ګڼو د لیکنو بلنه

INSAN Magazine

انسان مجله غواړي د راتلونکو درېیو ګڼو (اتمه، نهمه او لسمه) لپاره په یو ځل د لیکنو او ژباړو د ترلاسه کولو اعلان خپور کړي. موږ غواړو راتلونکي درې ګڼې پرته له کوم اوږد ځنډ څخه په ترتیب او حتی یو ځل خپرې کړو. د راتلونکو درېیو ګڼو موضوعات په لاندې ډول دي:

اتمه ګڼه: تاریخ

دا مشهوره ده چې انسانان له هغه تاریخ څخه زده‌کړه کوي چې د حقایقو پر بنسټ لیکل شوی وي. د انتقادي او څېړنیز تاریخ په مرسته ممکنه ده چې تاریخ د پوهې، شعور او زده‌کړې په موخه وکارول شي.

مګر پوښتنه دا ده چې آیا له تاریخ څخه زده‌کړه کېدای شي؟ آیا تاریخ د یوې شعوري او د پوهاوي د پروسې په توګه منلی شو؟ که هو، نو کوم ډول تاریخ؟

افغانان له تاریخ څخه د زده‌کړې چانس ولې نه لري؟ زموږ د تاریخ لیکنې میتودولوژي مشکل لري که مو د تاریخ په اړه قضاوت ناسم دی؟ د تاریخي پېښو د انتقال او تر نورو نسلونو یې رسول د څه ډول میکانیزم غوښتنه لري؟

د انسان مجلې په اتمه ګڼه کې غواړو د تاریخ، تاریخ‌لیکنې او په ځانګړي ډول د افغانستان د تاریخ په باب مطالعات خپاره کړو او په دې وپوهېږو چې افغانانو ته ورپاتې تاریخ څه ډول مبناء، میتودولوژي او معرفتي بنسټ لري.

نهمه ګڼه: فرهنګ

فرهنګ څه دی؟ د فرهنګ اصلي کارکړنه څه ده؟ موږ فرهنګ په کومه مانا پېژنو؟ فرهنګي مطالعات څه ډول مطالعات دي؟ د عوامو له فرهنګ رانیولې بیا د ایډیالوژۍ، نژاد، طبقې، او تر جنسیت پورې د فرهګ په اړیکه تمرکز کوو.

افغانان فرهنګ په کومه مانا پېژني؟ شعر، موسیقي، سینما، فېلم، لباس، پخلی او داسې نورې برخې تر کومې کچې زموږ د فرهنګي مطالعاتو په اډانه کې ځای لري؟ زموږ په معرفتي او اکاډمیکه فضاء کې د فرهنګ فعالین، متخصصین، او څېړونکي څوک دي؟ په څه بوخت دي؟ لاسته راوړنې یې کومې دي او بلاخره کومې پایلې لرو؟

انسان مجله په خپله نهمه ګڼه کې د فرهنګ د کلیت په باب بحث پرانیزي او هیله لري چې د افغانستان د فرهنګي تشخص په موخه د نویو بحثونو او څېړنو لپاره لاره خلاصه کړي. موخه فرهنګي مطالعات د یو څو رښتیز ډیسپلین په توګه مطرح کول دي چې تر دې وړاندې دا برخه د ځانګړي عرف له مخې بې پوښتنې پاتې وه. تر څنګ دا هم اړینه بلل شوې چې د ملي فرهنګ او د فرهنګ په اړه د ملي مفکورې په ایجاد او شتون ځانګړی تمرکز وشي.

لسمه ګڼه: هویت

انسانان چې کله زېږي که هغه په هره ټوله، هر قوم، هره ژبه او هره سیمه پورې تړلی وي، تر ټولو وړاندې یو پېژند لري، او هغه انساني پېژند دی. د هویت دا بحث یو کامل ټولنپوهنیز بحث دی چې د ځانګړیو رویکردونو له مخې د مطالعې وړ دی.

د انساني هویت تر څنګ انسانان په خپل وخت سره نور هویتونه هم خپلوي، موږ د انسان په لسمه ګڼه کې په دې لټه کې یو چې د هویت په باب یو پراخ او اکاډمیک بحث ته زمینه مساعده کړو او د هویت په تشکل کې د سیاسي، فلسفي، فرهنګي، اقتصادي، رواني او ټولنیزو عواملو په پلټلو سره د هویت په باب یو نوی او تخصصي ډیالوګ تعریف کړو.

له دې مخې دا خبره چې افغانان د یو ټولشمول هویت له مخې څنګه د مطالعې وړ دي او څنګه ممکنه ده چې د افغانستان په نوم د یوې جغرافیې د وګړو په پېژند او شناخت دې بحث او تمرکز وشي، څومره کولای شو دا بحث د یو انساني او فلسفي بحث په توګه د اکاډمیکو او روڼ‌اندو حلقاتو تر منځ په غالب ډیسکورس تبدیل شي.