تاریخ

پېژندنه:

تاریخ د پرله پسې اتمې ګڼې موضوع ده. دا پرله پسې دویمه ګڼه ده چې په الکترونیکه بڼه خپریږي. په دې ګڼه کې ټولې اوه مقالې شاملې دي چې له هغه جملې دوه یې ژباړې او یوه یې کتاب ته کتنه ده.

د همدې ګڼې لپاره یوه اوږده او مفصله مرکه هم ترسره شوې ده چې همدا د مرکې سنت به په راتلونکو ګڼو او پروګرامونو هم په نظر کې ونیسو. د مجلې دا ګڼه په سلو مخونو کې د لومړۍ دورې د پای د نسخې په توګه خپریږي. 

په دې ګڼه کې ټولې اوه لیکنې شاملې دي. عمومي عنوان یې تاریخ دی. په دې ګڼه کې شامله مرکه، مقالې، او ژباړې د افغان تاریخ پلټلو ته ځانګړې دي. د مجلې د مخ په پښتۍ د طلاتپې لرغونې خزانه او د شا په پښتۍ د ګندهارا مدنیت اړوند د ناست بودا مجسمه خپره شوې. د مجلې په ۴۶ او ۵۶ مخونو کې د هلمند مدنیت د مرکزي ښار، منډیګک د لرغونو موندنو بېلګې ښودل شوي.

 


لړلیک او موضوعات :

نوی انسان/ د مسوول مدیر یادښت

ولې انسان؟ د تاریخ قلمرو/ دوکتور عبدالغفور لېوال

عبدالحی گردیزی و تاریخ‌نگاری میان فرهنگی/ پروفیسور سید حسین اشراق

موج‌ها و جنبش زنان افغانستان در آیینۀ جنبش‌های زنان جهان/ دوکتور معروفه شینواری

تاریخ علمی است که موجودیت ذهنی، فکری، و فلسفی شما را میسازد/ مصاحبه با دوکتور حکیم نعیم

افغان روڼ اندي په تبعید کې؛ فلسفي او اروايي ابعاد/ لیکوال: پوهاند سید بهاءالدین مجروح | ژباړه: موسکا وردک

د نولسمې پېړۍ په دوران او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، په افغانستان کې دولت، روحانیت، او د بریتانوي امپراتورۍ تګلاره / لیکوال: دوکتور سنزل نوید | ژباړه: عبدالودود بشریار

«شکل‌گیری دولت در افغانستان»: روایت نوستمی در بستر تحقیق/ قسیم ځیر احمدزی

مجله ترلاسه کړئ