ژبه او ژبپوهنیز مطالعات د انسان مجلې د پرله پسې اوومې ګڼې موضوع ده. دا ګڼه تر اوږده ځنډ وروسته او له هېواده بهر خپریږي. د ځنډ عوامل یې ګڼ ول مګر لوی او څرګند عامل یې په افغانستان کې د مشروع دولت او د مطبوعاتو د قانون نشتوالی و؛ او تر هغه وړاندې یو شمېر سازماني محدودیتونه وو چې مجله یې ځنډولې وه.
د مجلې په دې ګڼه کې دیارلس مستقلې مقالې دي. دا ګڼه په قطع کې له تېرو ګڼو سره لږ فرق لري. د ګڼې په پای کې د هغو نومونو او مفاهیمو یو لیست دی چې په مقالو کې زموږ د لیکوالانو له لوري په مختلفو بڼو کارېدلي. دلته یې تاسو ارجاع، بڼه، او انتخاب ګورئ. یو شمېر چې مستقل یادښت لري، د مقالو په لمنلیکونو کې د ایډیټر د یادښتونو په توګه راغلي دي.
په مجله کې دننه پنځه مخونه (۸ – ۲۰ – ۲۶ – ۳۸ – ۶۸) لنډۍ دي. لنډۍ د اکاډيمسین سلېمان لایق په خبره د پښتني نړۍ لید عمده بېلګه ده. د لنډیو معنايي او ژبني کردار ته په کتو دا پر افغان مېرمنو د زرګونو کلونو د غیر انساني حالت د تحمیل پر وړاندې ژوندی اعتراض دی. دلته ټول اعتراض په ژبه کې تولیديږي.
د مجلې په څلورم مخ کې، «تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان » چې د علامه عبدالحی حبیبي یو کمساری اثر دی، په افغانستان کې د خط او لیکنو د تاریخ په برخه کې د یو جامع منبع په توګه خپور شوی دی.
د انسان مجلې د اوومې ګڼې د چاپي نسخې د پېرلو لپاره همدا ځای کېکاږئ*.
*یادونه: د انسان مجلې د اوومې ګڼې چاپي نسخه یوازې په اروپا، شمالي امریکا او یو شمېر اسیايي هېوادونو کې د پلور وړ ده.
د افغانستان ژبې؛ د ملي سیاست تشه/ سرمقاله
ولې انسان؟ ژبه هم کلا ده هم بلا / دوکتور عبدالغفور لېوال
جهان ما، زبان ما؟/ سید حسین اشراق
ژبه/ دوکتور جاوید صدیقي
سټرکچرلیزم/ ضمیر څار
پوسټ سټرکچرلیزم/ دوکتور ذبیحالله صاحب ارغند
له لېږندې نحوې تر زېږندې ماناپوهنې پورې/ دوکتور اجمل ښکلی
د ټولنیزو واقعیتونو ژبه/ ضیاءالحق شمس
روښانیت فرهنګ او پښتو ژبه/ محمد اکبر کرګر
ژبارواپوهنه/ شرفالدین عظیمي
د ژبپوهنې فلسفي او ساینسي لیدلوری/ رحمتالله کټوازی
عنصر زبان در شعر معاصر/ فریده فریاد
ژبه او هویت/ نورالباري مل
ژبه او افواهي نظریات/ دوکتور جنید شریف