«انسان تر هر څه مهم دی!» دا د انسان مجلې مشهور پیغام دی چې د خپلو نشراتو اصلي زمینه احتواء کوي. موږ چې د رسنیزې نړۍ د یوې ډېرې نوې تجربې په لټه کې یو او هڅه مو دا ده چې د بیان د آزادۍ د ملاتړ له فلاټ فارم څخه د موډرنو او سولهخوښو افکارو په نشر او تولید کې تر بل هر چا زیاته ونډه ولرو.
انسان مجله دقیقاْ د یوې درېمیاشتنۍ چاپي خپرونې په ډول په ۱۳۹۲ کې پيل شوه. د پروګرام له مخې مجله باید هره درې میاشتې چاپ او خپره شوې وائ، ولې دا چې د مجلې د مختهوړن ټول لګښتونه موږ په شخصي ډول تر سره کول، خورا سخته وه چې په هره درېیمه میاشت کې دې یاده مجله چاپ او نشر شي.
اوس چې د مجلې له چاپ پرته د یوې جدي او ځانګړې ویبپاڼې، ملټيمېډیا او متعددو بحثونو په شکل کې را څرګنده شوې ده، تر پخوا یې لا زیات پر مخ وړل او لګښتونه پوره کول، ستونزمن شوي دي. دا چې مجله پرته له دې چې چاپ شي، تر څنګ یې په انلاین ډول او د ټولنیزو شبکو له لارې تر ډېرو خلکو ورسیږي او عملاْ د فکر، معرفت، فرهنګ او چلند په تغیر کې مرستندوی واقع شي، د زیاتو او پراخو کارونو کولو ته اړتیا لري.
زموږ غوښتنه یوازې مرسته ده. تاسو کولای شئ د خپلې خوښې مرستې لپاره غږ وکړئ. موږ کولای شو ستاسو په مرسته ډېر هغه کارونه چې لا هم ستونزمن برېښي، ولې خورا مهم دي، ترسره کړو.
انسان مجله به خپلې ډېرې چارې د خپلو همفکره دوستانو او ملاتړو پر مټ پر مخ بیايي. دا همکاري کېدلای شي ګڼ اړخونه او ډولونه ولري. د بېلګې په ډول تاسو کولای شئ چې له موږ سره مالي مرسته وکړئ. د مالي لاسنیوي لپاره ستاسو خپل انتخاب تر بل هر څه زموږ لپاره معتبر دی.
انسان مجله به وخت نا وخت یو شمېر ځانګړي پروګرامونه تطبیقوي. د دې برنامو د تطبیق په برخه کې له موږ سره مسلکي او تخنیکي مرسته وکړئ.
انسان مجله د خپلو پيغامونو په رسولو کې اړتیا لري چې د ټولنیزو شبکو فعالین ورسره مرستندوی واقع شي. که مو غوښتل چې زموږ خپره کړې محتوا نشر کړئ، دا به د یو الهام لرونکي فعالیت په حیث له موږ سره ثبت و اوسي.
تاسو هم کولای شئ د خپلې خوښې سره سم زموږ د همکار په حیث پاتې شئ. موږ ته د خپلې همکارۍ په اړه کولای شئ اړیکې ونیسئ.
په ډېر درناوي
فهیمالله کریم
د انسان مجلې مسوول مدیر