د انسان مجلې لومړۍ ګڼه د ۲۰۱۳ سپټمبر په ۱۳مه چاپ او خپره شوه. دا د فلسفې، تاریخ، ټولنې، کلتور او سیاست درې میاشتنۍ خپرونه وه. انسان مجلې د ۲۰۲۱ د اګست تر ۱۵مې په کابل کې دفتر درلود، مګر طالبانو ته د پلازمینې کابل د واک او کنټرول تر انتقال وروسته یې خپل دفتر وتاړه او پرېلیکه نشرات یې بند او ټولنیزې پاڼې یې وتړلې.

د انسان مجلې ماموریت د ساینس، بشرپالنې، د فکر آزادۍ، زغم، عدالت او مینې پر بنسټ د ټولنې پالنه ده. د افغانستان او سیمې په اړه د انتقادي او پرمختلونکي نړۍ‌لید د ترویج لپاره د آزادو څېړونکو او خبریالانو او همدارنګه د خپلو همکارانو او لیکوالانو تحلیلونه، نظرونه او مقالې خپروي. د انسان مجلې ټوله منځپانګه په افغانستان کې د لوستلو او شریکولو لپاره وړیا ده.

انسان مجله بشري حقونو، ولسواکۍ او د فکر ازادۍ ته د ژمنتیا پر بنسټ له هر ډول مذهبي افراطیت او شاتګپال فکر سره مخالفت کوي، او د هېڅ کوم دولتي سازمان، سیاسي ګوند، یا اجنډا استازیتوب نه کوي. د انسان مجلې ټولې چارې له اروپا، شمالي امریکا، او پښتونخوا څخه پرمخ‌ وړل کېږي او د انسان څېړنیز او رسنیز بنسټ د یوې ځانګړې خپرونې په توګه خپریږي.

ایډیټران:

مسوول مدیر: فهیم کریم

اجرايي او فرهنګي ایډیټره: شفیقه نېکزاد

د ډیجیټل رسنیو ایډیټر: بیت‌الله حمیدي

کتنپلاوی:

پروفیسور سید حسین اشراق

دوکتور عبدالغفور لېوال

استاد شبنم صالحي

نذیر احمد سهار

محمد اکبر کرګر

خوشال خلیل

او نور

د انسان مجلې لیکوالانو ټولنه

په وطن کې د فعالیت پر مهال انسان مجلې له لسګونو لیکوالانو سره اړیکې درلودې چې د هغوی لیکنې او مقالې د انسان مجلې په چاپي ګڼه او یا هم په وېبپاڼه کې خپرې شوي دي. اوس چې په افغانستان کې د روشنګرۍ او آزادۍ پر فعالیتونو بندیز لګېدلی، انسان مجله غواړي خپل لیکوالان د یو نوي لیکنیز بهیر لپاره سره راټول کړي.

د انسان مجلې د لیکوالو ټولنه به د یو مشخص مهال‌وېش مطابق مجلسونه کوي او ترڅنګ به یې په افغانستان کې د بیان آزادۍ، د فکر آزادۍ، روښانفکرۍ او لیکوالۍ اړوند خپل ګډ نظر وړاندې کوي.