دا شعر ښاغلي عبدالغفور لېوال د انسان مجلې د اوومې کلیزې په مناسبت لیکلی دی او «انسان» ته یې ډالۍ کړی دئ
نړۍ لګیا ده سر په خبرو
ماشین غوریږي خبرې ریبي
کارخونه څرخي، لوګي یې خیژي
له وسپنیزو وچو کولمو نه
رازېږوي یې، راتویوي یې
نوې خبرې، تورې ببرې
په کرونده کې بزرګر لګیا دی
یوه کري او بله ریبي
بیا هم خبرې.
(غنم) مو نه شته
ډوډۍ مو هېره
ګلان مو جوړ دي له کاغذونو
چې نه یې رنګ شته او نه یې عطر.
اوس سره ناست یو، کوو خبرې
څښو لا خبرې، خورو لا خبرې
دلته خبرې، هلته خبرې
د ښیښې شاته ډېر تصویرونه
خو نه نڅا شته او نه خندا شته
چې ښيښه ګُل شي، خبرې مړې شي
چې شي روښانه، بیا وي خبرې
ټوله دونیا له خولو نه جوړه
په هره خوله کې زر ژبې شنې دي
له هرې ژبې لک لک خبرې.
د ماشوم وینې له موږه هېرې
د میندو چیغې، د ورارو کريغې
د بوډا اوښکې، سلګۍ د پېغلو
وايي: زړې دي اوس دغه غورې
د (انسان) رنګ له ښيښې ورک دی
د (انسان) نوم ورک له خبرو
هیچرې نوم د (انسان) نشته
هرڅه یې شته، خو خپله نشته.
هره ورځ اورو یو لک خبرې
او لا غږېږو او لا کړتېکږو
خو پام مو نه دی، چې انسانان یو
خو دا مو هېره، چې انسانان شته
دې ته نه ګورو چې وژل کیږي
دي وږي تږي لا رټل کیږي
هاغه وزګار دی او دغه تږی
دغه قاتل دی، دا بل مقتول دی
دوی ظالمان دي، نور جلادان دي
هر یو بدن کې زر خولې دي خلاصې
په هرې خولې کې سل زره ژبې
وایو راځئ، نن کړو خبرې
هرڅه به وایو، هرڅه به اورو
خو بس دا یو نوم مطلق حرام دی
چې ترې راځي بد بوی د (کفر)
دا دوزخي نوم د خوار (انسان) دی
دا تکفیر شوی غم د (انسان) دی
بس ټول لګیا یو
کوو خبرې
کرو او رېبو، څښو او لا خورو یې
تر مخ مو ايښي، ډېرې خبرې
دنیا ده ډکه:
بس له خبرو
له خوشې غورو
له خوشې کړتو.
۱۳۹۹ وږی ۲۳مه/ د انسان مجلې اوومه کلیزه