INSAN Magazine

ولې انسان ؟

د قوس ۴مه ۱۴۰۳

هستي یو ښکلی ګل دی او ښځه یې عطر.

ښځه، د ورکې عاطفې پته

په افغانستان کې چې د ( انسان ) حقونه تضمین نه‌شي، د ( ښځو) حقونه به ونه‌پېژندل شي.

ستونزه دا ده چې موږ  ـ خدای مه کړه ـ ښځې له انسانیته ایستلي دي. او تر انسانیته بهر یې د حقونو له پاره د شعارونو چیغې وهو.

د مصري ډاکتر ( سینوهه) د ژوند بهیر یوې ښځې بدل کړ. څلور زره کاله پخوا سینوهه یو لوی کتاب ولیکه، په کتاب کې یې ډېرې خبرې وکړې، هڅه یې وکړه چې ځان له ښځې څخه پټ کړي، کوشش یې کړی چې ښځه هېره کړي، له خپل کتابه یې وشړي، بلکې له خپل ژونده یې وباسي، خو په پای کې ګورو چې هغه ټوله خواري د ښځې له پاره کړې ده او د ده د ژوند، شخصیت او هویت تر مخې ( نه ترشا) ښځه روانه ده. سینوهه یې پټوي، خو هوښیار لوستونکی پایله اخلي: چې د بشریت برخلیک ښځه ټاکي.

دا ( سینوهه) و، چې تر ( نیچه ) یې زرګونه کاله پخوا ویلي وو: ( کله چې یو سړی یوې ښځې ته ورځي، باید له ځان سره یو لرګی هم یوسي او د ښځې کور ته له ننوتو سره سم هغه پر سر په لرګي ووهي.) خو همدا سینوهه، له ښځې ژوند پیلوي، ښځې یې لکه څپې د ژوند بې‌ماڼو بېړۍ یوې خوا بلې خوا ته وړي او بالاخره په پای کې لیکي:

( د مور کرار غږ به داسې ویده کړم چې ترسهاره به مې سترګه نه‌رپوله  او نن هم کله چې هغه غږ اورم، د ډاډ او ارامښت احساس کوم. )

( سینوهه)

او نیچه هم تر دې وړاندې چې ووايي:

(ښځو ته ورځې؟  نو متروکه مه هېروه !)

د ښځو په اړه یې ویلي وو:

(نارینه باید هغه وخت تر ټولو ډېر له ښځې ووېرېږي چې ښځه مَینه ( عاشقه) وي . ځکه دا وخت نو ښځه د هر څه قربانولو ته چمتو ده او بل هېڅ ورته ( ارزښت) نه‌ښکاري. )

تر دې هم زموږ د دغه تیسېس له پاره د نیچه دا وینا د یوه ترخه حقیقت په توګه د پام وړ ده:

( ریښتینی نارینه دوه غوښتنې لري، ګواښ (خطر) او لوبې. له همدې امله ښځه د یوه ګواښمن (خطرناکه ) لوبتوکي ( بازیچې) په توګه غواړي.

نارینه باید د جګړې له پاره وروزل شي او ښځینه د جګړه‌مارو د بیا پیاوړتیا له پاره !)

( داسې وویل زردښت )

***

زما له پاره دا خبره د منلو نه‌ده چې:  ( د هر بریالي نارینه تر شا خامخا د یوې ښځې لاس شته ! )

بلکې زما له پاره سمه خبره دا ده چې: ( د هر بریالي نارینه تر مخې خامخا یوه ښځه روانه ده !)

( خو د هر وژونکي او ناکام نارینه تر شا خامخا د یوې ښځې د مینې، عاطفې او روزنې ځای تش دی!)

په دغه تیسېس کې، زه د ښځو د حقونو په ورکې پسې نه‌ګرځم. زما ورکه بل څه ده. زما ورکه د ښځې هغه مینه او عاطفي ځواک دی چې تشه او ( نشت ) یې زموږ د همدومره لویو بدمرغیو لامل ګرځېدلی دی. زه غواړم دلته د افغانې ښځې پر حال د ژړا او ساندو پرځای هغه راوننګوم، پېغور ورکړم او هغه ورک ځواک او پټ قدرت ته یې پام ورواړوم چې په دې کې شته، خو دا ورڅخه خبره نه‌ده.

که زما وس وای نو ما به د نوي تاریخ ( یا لږ تر لږه د روانې پېړۍ) پر تندي دا پوښتنه لیکلې وای چې:

( هغه نارینه چې ( انسان ) وژني، ژوبلوي یې، لوټي یې او جنایت کوي، وګورئ! چې د مور، مېرمنې، یا لور په مینه او عاطفه کې یې څه کمی شته ؟ )

زما په ټولنه کې ښځې د نارینه له تاوتریخوالي، ظلم او تعصب څخه سر ټکوي، خو دې پوښتنې ته ځواب نه‌شي ویلی چې همدغه نارینه چا زېږولی، روزلی او لوبولی دی؟ ایا نیمګړتیا خو به په هغې زورورې کې نه‌وي چې د ده مور، خور، مېرمن یا لور یادېږي؟

دا سمه ده، چې د یوه شخصیت په روزلو کې تر مور او کورنۍ وروسته چاپېریال او ټولنه لویه ونډه لري او هېڅ مور به ونه‌غواړي چې وژونکی زوی وروزي، خو دا استدلال مو نه‌شي قانع کولای.

ما د ښځو له خوا ډېر داسې ادبیات لوستي یا اورېدلي دي چې خپل زامن یې تورې، وژنو او د (غیرت ) داسې مفهوم ته هڅولي دي چې بیا وروسته په خپله همدا مور یا لور د ( غیرت ) د همدې مفهوم په لمبو کې لولپه شوې ده .

د افغانستان په جګړو کې جګړه‌مارو د پېغلو له لاسونو څخه د سروزرو د بنګړیو د ایستلو هڅه کوله، خو بنګړي په اسانه نه‌وتل. جګړه‌مار بېچاره ( !) اړ شو چې د پېغلې لاسونه پرې کړي او بنګړي ترې وباسي. بنګړي یې کورته یووړل، په وینو ککړ وو، خپلې مېرمن، لور یا خور ته یې ورکړل، خو هغوی ونه‌پوښتل چې دا بنګړي د چا دي او ولې په وینو ککړ دي؟

وسلوالو غلو په خپلمنځي جګړو کې هغه کورنه لوټ کړل چې کورنۍ یې د سر ساتلو له پاره تښتېدلې وې، په کورونو کې یې د ښځو جامې ولوټلې. کورونو ته یې یووړې، خو خپلو ښځو ونه‌پوښتل چې دا له کومه؟ او ولې؟

د یوه قوم نارینه‌وو د بل قوم، ژبې یا مذهب خلک ووژل، ښځې یې بې‌پته کړې او ماشومان یې ورته قتل کړل، خو د وژونکي قوم ښځو او پېغلو خپل وژونکي د اتلانو په توګه وستایل.

که ځینو ښځو د خپلو نارینه اتلانو د کړنو له پاره دلایل جوړول، نو باید پر دې پوهې شوې وای چې پر دوی ظلم کوونکیو هم خامخا د خپلو جنایتونو د توجیه له پاره دې ته ورته دلایل جعل کولای شول.

د دې منطق پربنسټ چې ( کورنۍ جګړه اتل نه‌لري!) زموږ خویندو میندو څومره اتلان وپالل او د نورو خویندو میندو عزیزان یې پرې ووژل؟

حیراني دلته ده، چې ولې ښځو د نرینه وو د ځناورتیا مخه ونه نیوله ؟ ویې نه غوښتل، که ویې نه شوکړای؟

که یې ونه‌غوښتل: بیا خو په جنایت کې شریکانې  دي او له جنایته په ډکه ټولنه کې خو د هیچا حقونه خوندي نه‌وي. که یې ونه‌شو کړای، بیا دې نو خپله نیمګړتیا او کمزوري ومني.

په عراق یا سوریه کې یوه داعشي خپله مور په دې تور د ټولو ترمخ ووژله چې خپل زوی یې جګړې ته نه‌پرېښوده. زما له پاره د یویشتمې پېړۍ تر ټولو لویه اتله همدغه مور ده !

د ( مرګ ) پر تراژیدي تر نورو ډېر ښځې ځورېږي.  تراژیدي دا نه‌ده چې یو انسان ومري، بلکې تراژیدي د مرګ استمرار دی چې د پاتې شویو عزیزانو له پاره یې دوام کوي.

ښځې ولې خپل نارینه د جګړې له ډګره نه‌شي راګرځولای؟

له عاطفې پرته انسان تر ځناورو بتر دی او د عاطفې زېرمه او خزانه له ښځو سره ده. زما د هېواد ښځې ولې خپلو کورنیو ته دومره ډېره عاطفه نه‌شي ورکولای چې پر بل یې تبه هم نه‌شي پېرزو؟

هر کله چې د تاوتریخوالي په اړه خبرې کوو، داسې ډېرې پوښتنې شته چې باید د پېړۍ پر وچولي ولیکل شي او ځواب یې هم د پېړۍ ښځې ووايي.

زه د هېڅ ستر سیاسي ارزښت له پاره د یوه انسان قتل نه‌شم زغملای. زما په دې ځانګړتیا کې زما هېڅ کمال نشته، هر څه چې دي زما د مور په روزنه کې دي. زما مور زما د عاطفې اتله ده. هغې راته ویلي وو: (تر ټولو لویه ګناه، چې خدای یې نه‌بښي، د بل انسان ځورول دي!)  زما ټولې ښېګڼې زما له موره دي، خو نیمګړتیاوې مې ځکه خپلې دي چې مور مې زما د سمې روزنې له پاره خپله مورولي بشپړه کړې وه.

زموږ ( انسانیت ) تر هغو نیمګړی دی چې یو بل وژنو، یو بل ژوبلوو او یو بل لوټوو. نو په هغې ټولنې کې چې ( انسانیت) لا نیمګړی وي، د ښځو حقونه به څوک وپېژني، څنګه به پلي شي او څوک به یې پوښتنه وکړي؟

د ښځو حقونه خو په انساني ټولنه کې د بحث وړ وي. په هغه ټولنه کې چې انسانیت قتلېږي، د ښځو د حقونو شعارونه په تجارت او د ګټې په وسیله بدلېږي.

ټولنې ته انسانیت راستون کړئ! د ښځو حقونه پخپله پلي کېږي ځکه ښځه د( انسانیت ) روزونکې ( مربي ) ده.

اوس راځم د تیسېس معرفۍ ته:

نړۍواله ټولنه د ښه نیت له مخې او یا هم د خپلو سیاسي ـ ستراتيژیکو موخو په پار د ښځو له پاره د ټولنیزو پروژو پراخ ملاتړ کوي. سرکار هم په دې برخه کې د خپل نوم ښه کولو له پاره د هڅو تمثیل کوي، د مدني ټولنو بازار هم ګرم دی، د ښځو وزارت هم لرو او رسنۍ هم تر لوستونکیو، اورېدونکیو او لیدونکیو ډېرې دي.

له بلې خوا که دېرش میلیونه افغانان یو او نیمايي افغانانې مو پینځلس میلیونه وي، په دوی کې خو به لږ تر لږه یو میلیون ښځې د دې وړتیا ولري چې دغې ملي هڅې ته کار ووايي.

اوس نو یو میلیون بشري ځواک، له پراخ نړۍوال او ملي ملاتړ سره یو ځای باید افغانستان ته د عاطفې او انسانیت د راستنولو تاریخي هڅه پیل کړي.

که زوړ زنګ وهلی، ایډیولوژي ځپلی سیاست شرمولی نسل د اصلاح وړ نه‌وي، بلا ورپسې هسې هم د مرګي ورته مخه ده، که نن نه وي سبا به له مخې لرې شي. مهمه ځوان او نوی راټوکېدونکی نسل دی. که دوی مو سم وروزل او د دوی په ذهن او زړه کې مو د انسان قتل د تر ټولو لوی جنایت او ضد انساني کار په توګه ثبت کړای شو، موږ به یوه داسې سبا په خپلو لاسونو جوړه کړې وي چې بیا د هېڅ ښځې زوی، مېړه، پلار یا ورور د هېڅ ښځې خپلوان ونه‌وژني. سبا به یوازې همدا نسل حق ولري چې د ښځو د حقونو په اړه بحث او کار وکړي، ځکه دوی به ایله یوه انساني ټولنه جوړه کړې وي.

زه، خو د ښځو پر همدغومره ځواک باوري یم، خو چې دا بالقوه ځواک عمل ته راشي.

پر ښځو ناورین، د ښځو غم او غمیزه به هلته پای ته ورسېږي چې ښځې یې د پای ته رسولو اراده وکړي. دا اراده په شعارونو نه، بلکې په پوهه او ژمنه پیلېږي. هر څه له کوره او له خپلې غېږې راپیلېږي.

زه دې ته حیران یم چې د یوې مور په غېږ کې دې لوی شوی وي، د یوې مېرمنې په غېږ کې دې مینه ورکړل شوې وي او د یوې ښځې د عاطفې له ډنډ څخه دې یې د ژوند اوبه څښلې وي، او بیا به پر بله ښځه ناروا کوي؟ او انسان به وژني؟ دا نو ریښتیا چې ناشونې ده!

زما ورکه د عاطفې، مینې او انسانیت ورکه ده. دا ورکه له ښځو سره ده او زه یې له ښځو څخه غواړم چې دوی دغه ورکه راپیدا نه‌کړي، موږ د انسانیت دعوا نه‌شو کړای.

هستي یو ښکلی ګل دی او ښځه یې عطر.

ولې انسان ؟

ښځه، د ورکې عاطفې پته

لیکوال: څېړنوال عبدالغفور لېوال

شریک کړئ