INSAN Magazine

ولې انسان؛ «خپله ژبه هم کلا ده هم بلا»

د قوس ۴مه ۱۴۰۳

ژبه زموږ په ژوند کې خورا مهمه ونډه لري. خو موږ، ښايي په دې دلیل، چې ورسره روږدي او اشنا یو، لږ ورته تم کیږو چې ویې ګورو. تل یې شتون، د ساه کاږلو او پر لار تللو غوندې، بدیهي ګڼو. د ژبې اغېزې د انسان په ژوند کې د پام وړ دي او ګڼ هغه څه رانغاړي، چې انسان له ژویو سره توپیروي؛ له دې ټولو سره سره ژبه نه زموږ په زدکړو کې ځای لري او نه مو هم د فیلوسوفیکو نظریو په راپنځولو کې. 

لئونارد بلومفیلد

 

"ژبه هم کلا ده، هم بلا"

دغه پښتني متل د ژبې اخلاقي ارزښت راپېژني. که دې ژبه سمه و خوځوله، نو د کلا په شان به دې خوندي وساتي، خو که دې ناوړه څه پرې وویل، بس ځان ته دې بلا بوټه کړه. 

خو همدا متل له هغه ټولنیز دیالیکتیکي چلند هم سره هم اړخ لګوي چې موږ یې له ژبې سره لرو. 

له ژبې سره زموږ ټولنیز دیالیکتیکي چلند څه دی؟ 

ربړې: 

  • ژبه زموږ د پېژاند (هویت) یوه څرګندویه ښکارنده ده، که ښه ده که بده، که پیاوړې ده که کمزورې، خو موږ ته سپېڅلې او مقدسه ده. له ژبې سره ناموسي چلند د دې لامل دی، چې ژبه د پراختیا، پرمختیا، بدلون او نوښت له اغېزمنلو څخه د ځانساتنې په کلا کې بندي ساتو . ګاونډۍ ژبې راته یرغلګرې ښکاري او ځکه یې هيڅکله له ښېګڼو ګټنه نه کوو. 

په تېره بیا پښتو، چې یوازې ژبه نه ده، بلکې د خپلو ویونکیو لپاره د قوانینو، اخلاقي کوډونو او ټولنیزو تړونونو یوه ارزښتي ټولګه هم ده. 

  • د لومړۍ ربړې پرعکس ځینې خلک بیا فکر کوي چې زموږ ژبه خواره، کلیواله، بېوزلې، روسته پاتې او ناعلمي ده. باید سر پرې ونه ګرځوو او د نړۍ هغه ژبې زده کړو، چې پوهه، پیسې، کار، بډای ادبیات او د ځانښوونې وړتیاوې په کې وي. په داسې ژبو کې چې باید زده یې کړو، انګریزي لومړی ځای لري. زموږ ژبه د کلیوالتوب (اطرافیت) نښه ده. ویونکی یې خامخا ساده او له دونیا بېخبره دی، نو د دې لپاره چې ښاري ښکاره شې، هیڅکله یې مه وایه، بلکې هڅه وکړه، چې کومه ښاري ژبه زده کړې. 

دا د ټولنیز دایالیکتیک دوه سره متضادې ربړې دي، خو یوازینۍ هغه نه دي. ښايي موږ د ژبو په اړه داسې ګڼې متضادې ربړې ولرو، چې دا دوه یې بېلګې دي. 

د ژبې پرمختیا، موډرنیزه کول، علمي کېدل، بډایینه او پرمختګ یوازې له هغې سره د خپلو ویونکیو په ارادي چلند پورې هم نه ده تړلی، بلکې تر ډېره بریده د یوې ژبې د ویونکیو په اقتصادي، سیاسي، شعوري (فرهنګي) او تمدني وضعیت پورې اړه لري. انګریزي ژبې ته به انګریزانو په ارادي بڼه څومره کار کړی وي؟ تر ټولو لوی شاعر یې، شکسپیر، نږدې د خوشال خټک هممهالی و، که یې پرتله کړو،  د فیلوسوفیک تفکر، ژورتیا، ښکلاییزو او مانايي ارزښتونو له اړخه خوشال ترې کم نه دی، خو خوشال د پښتنو او شکسپیر د انګریزانو شاعر و. انګریزانو شکسپیر او انګریزي هغه مهال نړیوال کړل، چې نیمايي نړۍ یې ښکېل کړه او په اېمپراتورۍ کې یې لمر نه ډوبېده. که شکسپیر د امازون په ځنګله کې د یوې ورکې قبیلې په بومي ژبه کې کټ مټ همداسې او همدومره شاعرۍ کړې وای، نو ایا نن به یې همدومره نړیوال شهرت درلودلای؟ 

او یا پرعکس، که پښتنو تر نیمايي زیاته نړۍ د پینځه سوه کلونو لپاره ښکېل کړې وای او د ټولې دونیا سره زر، کرنیز حاصلات، پانګه او پوهه ورته راروان وائ، نو ایا اوس به خوشال د نړۍ په ټولو پوهنتونونو کې نه لوستل کېدای؟ 

بېرته راګرځم لومړیو ربړو ته، ومو ویل، چې د ژبې وضعیت د هغې د ویونکیو له وضعیت سره تړلی دی. خو د پرمختګ و پرمختیا لپاره یې ارادي هڅې هم اغېزناکې دي. 

دواړه یادې شوې ربړې راته وايي چې هم پر خپله ژبه تعصب او هم د خپلې ژبې په وړاندې تعصب دواړه د ژبې ویجاړونکي دي او که په دې دواړه ډوله تعصب کې زیاتی (افراط) وشي، ژبه وژني. 

د ژبې د پرمختیا لپاره ارادي او معقول سېنتېز څه دی؟ 

ژبه تر هویتي، اروايي او سیاسي ارزښت ورهاخوا، پیداګوژیک، ټولنیز او د ورځني ژوند د یوې خورا کارېدونکې وسیلې په توګه اقتصادي اهمیت او ارزښت هم لري. له دې کبله ښايي له عاطفي – احساسي پلوه ورهاخوا له ژبې سره عقلاني چلند هم رامنځته کړو. په ساده وینا، ژبه یوازې یو میراث نه ده، چې پرې وویاړو، بلکې داسې کارتوکی هم دی، چې زموږ پیاوړتیا یې په پرمختګ پورې تړلې ده. که ژبه مادي شي او د یوه مادي ارزښت په توګه په ټولنیز ژوند کې د اړتیا له مخې وکارول شي، نو ښايي په اړه یې د دوستۍ او دوښمنۍ معیارونه هم بدل شي. 

داسې وګڼئ، چې د افغانستان د جغرافیايي ځانګړنې له مخې موږ په نړۍ کې تر ټولو ښه روغتیايي (طبي) بوټي لرو او څو ډوله افغاني درمل، چې موږ یې جوړوو په نړۍ کې خورا مشهور دي. موږ د دې لپاره، چې مارکېټ ډاډمن شي؛ درمل ریښتیا افغاني دي، د درملو پر کوتي (کارتن) په پښتو یا کومې بلې افغاني ژبې شرحه لیکو. دلته نو ژبه د مارکېټ لپاره وکارول شوه او د ګټې وټې وسیله شوه. داسې وګڼئ، چې یو مهال موږ د نړۍ د درمل جوړونې مارکېټ راخپل کړ او د نړۍ فارمسیستان، سوداګر، لوی شرکتونه او سازمانونه مو ټول ځان ته احتیاج کړل، له دې کیسې سره هممهال پښتو یا بله کارېدونکې افغاني ژبې ته د مارکېټ اړتیا زیاتیږي. ټول هغه وګړي، چې په دې مارکېټ کې شته، په خپله خوښه غواړي یاده افغاني ژبه زده کړي. 

دلته نو پوښتنه پیدا کیږي، چې پښتو یا هر بله وطني ژبه په دغه برخه کې څومره ځواب ورکوونکې ده. د کلي ژبه خورا کمو وییونو ته اړه ده، ځکه په کلیوال ژوند کې لږ وییونه کاریږي، د ښار ژبه لږه ډېره، د رسنیو ژبه پسې لا ډېره او د علم  و پوهنتون ژبه بیخي زیاته. اوس نو پوښتنه پیدا کیږي، چې موږ په فارمسي او روغتیاپوهنه کې څومره پښتو وییونه لرو؟ "سږي په انتانونو د مصاب کېدو په صورت کې سم انقباض او انبساط کولای نه شي، دا مهال ښايي دوی ته د پروفیلاتیک کورنۍ انتی بایوتیک تجویز شي". ښه په دې پوهنتوني جمله کې له (انتان، مصاب، صورت، انقباض و انبساط، پروفیلاتیک، انتی بایوتیک، تجویز) سره څه کول په کار دي؟ 

دلته د ویی رغاونې یا نیولوګیزم بحث نه رامنځته کوم، پر دې څانګیزه (فرعي) لاره به نه ورګرځو، ځکه بحث بلې خواته ځي. دلته کیسه د یوې ژبې د ویونکیو له حالت سره د ژبې د برخلیک د تړښت ده. 

په ځيږو، پېچلیو، لرې پرتو، ناښاري جغرافیاوو کې ایسارې ځانساتې ژبې بډای فولکلور او ولسي ادبیات لري، ګڼ ګړدودونه، پرېمانه لرغوني وییونه و ګړنې  او مورفولوژیک و غږیز اوښتونونه لري. دا خورا مهم فرهنګي ارزښتونه دي، خو مارکېټ ته پکار نه دي. ځانساتې ژبې، چې له کلیو څخه ښارونو ته راوځي، نو وېره یې دا وي، چې دغه بومي – فرهنګي او تر یوه بریده ناموسي شوي ارزښتونه به وبایلي. یو هوښیار فرهنګي سیاست بویه، چې د ژبې دغه ارزښتونه هم وساتي او هممهال ژبه له کلیو څخه ښارونو او له ښارونو څخه نړیوال کېدو ته راوکاږي. 

تر علمي انقلاب روسته نړۍ په چټکۍ سره صنعتي شوه، صنعتي نړۍ پر لویو مارکېټونو ودانه ده، بډایې ژبې هغه دي، چې په دغو مارکېټونو کې ګرځي. 

له علمي پلوه یومهال لاتین د نړۍ یوه مهمه ژبه وه. د روم اېمپراتورۍ تر ړنګېدو روسته، هغه مهال، چې اروپا د ملتپالنې دوره تجربه کوله، د بېلابېلو هېوادونو ملي هویتونو، فرهنګونو او ژبو سر راوچت کړ. ارادي یا ناارادي، هر ملت هڅه کوله د نوې زمانې پوهنیزو، هنري او ان د دیني ډګر سیالیو ته له خپلو ملي ژبو سره ورننوځي، تر صنعتي انقلاب راروسته، لاتین بې هېواده غوندې پاتې شوه، کوم لوی او ځواکمن  ملت د خپلې ملي ژبې په توګه ورخپله نه کړه، ځکه خو یې بازار ته د ورننوتلو مخه ډب شوه، نو ایسته مړه یا په نورو خویندو او لوڼو ژبو کې ورکه شوه. ښايي نور لاملونه به هم ول، خو یو لامل یې له صنعتي مارکېټ څخه بهر پاتېدل و. 

د دغې دایالېکتیکي مخامختیا بل اړخ دا دی، چې که ژبه د خلکو د یوه ټولنیز قرارداد په توګه د دوی شتمني وي، نو رسمي او اداري اقدامات په کار نه دي، خلک یې پخپله پراخوي او پېاوړې کوي یې. که د یوې ژبې ویونکي په پوهنتون، بازار، رسنیو، فرهنګ او سیاسي واک کې وي، نو ژبه به یې هم وي، خو که دوی چېرته لرې منزوي، ژوند درلوده، نو ژبه به یې هم د دوی په شان منزوي او په ځنکدن وي. 

خو د دې پرعکس، یوه وېره دا ده چې که دولتونه د ژبو د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره قوانین ونه ټاکي او بنسټونه جوړ نه کړي، فرهنګستانونه فعال نه کړي او... نو خلک خو په ګټه پسې ځي. د ګټې وټې ژبې زده کوي او ورو ورو ژبه ترې هیریږي. 

هیندوستانیانو ته سانسېکرېټ سپېڅلې ژبه وه، ګڼ دیني متون په همدې ژبه ول، لرغونتیا او بډایینه يې هم څرګنده ده، خو هیندوستان ته له بهره ورغلیو واکمنو د دغې ژبې د ساتنې اراده نه درلوده. مغولو واکمنو د پاړسي، تورکي او هیندي ژبو یوه ګډوله ژبه کاروله او انګرېزان چې راغلل، د تعلیم، کار، ګټې او ادارې ژبه انګریزي شوه. د هیندوستان د پښتني، تورکي (بابري) او روسته انګریزي واکمنیو  پرمهال سانسکرېټ یوازې د دیني متونو د یوې تاریخي ژبې په توګه ګوښه پاتې شوه، ایله تر خپلواکۍ روسته ملي حکومتونو د هغې د مطالعې، ترویج او پراختیا هڅې بیا پیل کړې. 

اوس نو د ژبې په اړه له داسې رنګارنګ او ان سره مخامخ و متضادو نظرونو سره څه وکړو؟ 

د نظریو له مښود څخه داسې پایلې ته نږدې کیږو، چې موږ ته د ژبې په اړه د یوې ملي ستراتېژۍ کرښې ټاکلی شي. 

ژبې باید له کلیو څخه ښارونو او ښاري ژوند ته راپراخې شي. بیا په ښاري ژوند کې باید رسنیو، ادارو، پوهنتونونو او څېړنځایونو ته ورسول شي. 

لومړی پړاو؛

کله چې ژبه له کلیو څخه ښارونو ته راځي، نو یوه وېره دا وي، چې خپل بومي، لرغوني او سوچه ځانګړنې به بایلي. خلک دغه ارزښتونه ساتي، په تېره بیا مېرمنې. ولسي ادبیات، ګړنې، متلونه، نومونې او نور. ژبه له خپلو ویونکیو سره ښار، پوهنتون، بازار او رسنیو ته ځي. خو د ځانساتي چاپېریال ارزښتونه یې ښايي هېر نه شي. 

دویم پړاو؛

په ښارونو کې د یوې ژبې د معیاري بڼې رامنځته کولو په نامه یوه هڅه دا وي چې ژبه له بېلابېلو ګړدودي ویشونو پاکه شي، په رسمیاتو کې باید په معیاري ګړدود لیکل و وینا وشي. په دې پړاو کې هم ګړدودیزو ارزښتونو ته پام بویه. د ګړدودونو زیاتوالی د ژبې بډایینه ده. په دوهم پړاو (معیاري کولو) کې ګړدودیزه رنګارنګي، چې د ژبې بډایینه ده، ښايي وساتل شي. دا هیڅ ښه نه ده، چې د ګړدودونو توپیرونه  سیاسي کړلای شي، شخړې وشي، او په دې پلمه په کور کې کورکي جوړ شي. 

درېیم پړاو؛ 

د یوې ژبې معیاري شوې بڼه، کله چې له عام کچ څخه ورپورته رسنیو، پوهنتونونو او اکاډمیک چاپېریال ته ځي، دلته نو اړتیا وړ لویه وییپانګه په کار ده. دا د ویی رغاوونې علمي پړاو ګڼلای شو چې په دې برخه کې نړیوال منل شوي ارونه ښایي په پام کې وي. څومره وییونه او نومونې په ژبه کې شته؟ څومره له زړو متونو، بېلابېلو ګړدودونو او ولسي زېرمو څخه راټولولای شو؟ څومره یې رغولای او څومره یې راپورولای شو؟ که د ژبې په بنسټي رغښت کې څومره پور وییونه وکارول شي هم پروا نه کوي، خو چې ژبه د رسنیو، پوهنتون، پوهنې، مارکېټ او ادارې په انګړونو کې وکارول شي، هومره یې د ژوندي پاتېدا هیله زیاتېدلای شي. 

په یوه هېواد کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، لوړو زده‌کړو وزارتونه (پوهنتونونه)، علومو اکاډمۍ، فرهنګستانونه، ادبي – فرهنګي کړۍ او رسنۍ ښايي د ژبې دغه پراختیايي و پرمختیايي مزل مدیریت کړي. ژبه له کلیو څخه ښارونو، پوهنتونونو او بازار و رسنیو پورې رارسول، پرته له دې، چې خپل اصیل، بومي او لرغونی ارزښتونه وبایلي. 

دا اسانه خبره نه ده، ځکه ژبه یوازې دغو ځایونو ته نه راځي، باید ویونکي يې هم راوستل شي. که پښتو یا بله هره ژبه غواړي د سرکار، بازار، پوهنتون، ادارې، ښار او نړیوال سټېژ ته ورسیږي، باید اول پښتانه دغو ځایونو ته د ځان رسولو هوډ ولري. بل مهم ګام بیا دا دی، چې پښتانه که دغو ستېژونو ته ځان رسوي، خو پښتو له ځان سره نه ملګرې کوي او هماغلته په کلي کې یې پرېږدي، بیا هم خواري د ګونګټې ده. 

هغوی چې له ښاري کېدو کرکه لري، بازار و پوهنتون و مدني بنسټونو ته بچي نه استوي او یوازې له حکومتونو غواړي، چې ژبه ورته وپالي، نو مه دې شه. که تاسو له حکومتونو ځانونه لرې ساتئ، نو ژبه او فرهنګ به مو هم له حکومتونو څخه بهر پاتې وي. 

همدا راز هغوی، چې د ګټې وټې و پرمختګ په تنده کې ژبه شاته پرېږدي او له ژبې سره هم‌مهال له خپل فرهنګ و هویت سره مخه ښه کوي، هم یوازې غوښن ماشینونه بللی شي. 

پایله دا ده، چې باید ژبه او ویونکي یې یوځای له کوشنیو چاپېریالونو څخه لویو افقونو ته راورسوو. دا د ولس اراده، د سرکار اداره او د پوهانو هڅه غواړي. 

شریک کړئ