مجروح کلنی کنفرانس

د پوهې، ادبیاتو، او فلسفي مباحثې اړوند بحثونه

 

موضوعي او اختصاصي کنفرانس

دایرونکی: انسان څېړنیز او رسنیز بنسټ

د فبروري ۱۱ – ۱۲، ۲۰۲۵ 

انلاین

د کنفرانس په اړه:

مجروح کلنی کنفرانس چې ټاکل شوې روان کال د فبروري په ۱۱مه او ۱۲مه آنلاین تدویر شي، د پروفیسور سید بهاالدین مجروح د زوکړې او قتل په مناسبت جوړېږي. دا کنفرانس انتقادي فکر، فکري آزادۍ او پرانیستو خبرو اترو ته د ارواښاد مجروح تلپاتې ژمنتیا ته په درناوي جوړیږي، چې د همدې ژمنتیا په خاطر په بې‌رحمۍ سره ووژل شو. د دغه یاد او درناوي ترځنګ د کنفرانس بنسټیزه موخه، د علومو، ادبیاتو او فلسفې په برخه کې د بېلابېلو موضوعاتو د څېړلو او سپړلو لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي.

دا چې طالبانو د خپلو پرله‌پسې او ظالمانه اقداماتو په لړ کې په سلګونو کتابونو او خپرونو بندیزونه لګولی، پر آزادو رسنیو یې محدودیتونه وضع کړي، او د انتقادي تفکر او هنري پنځونو پر وړاندې یې بربنډه دښمني پیل کړې، دغه کنفرانس د علم، څېړنې، او د بیان د آزادۍ د ساتنې او پرمختتیا پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي. دا د کنفرانس موخه ده څو په افغانستان کې دننه او بهر د پوهانو، څېړونکو او لیکوالانو په حضور کې د رغنده خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي، همغږۍ او یووالي ته لاره هواره کړي، او د علمي او فکري ازادۍ درناوی وشي. 

یاد کنفرانس د دوو ورځو لپاره په پام کې نیول شوی چې په بېلابېلو موضوعاتو به راټول وي. درانه ویناوال به د دې فرصت ولري څو د خپلو نظریاتو د شریکولو ترڅنګ د شته ستونزو لپاره په یوې مشترکې روشنفکرانه حل‌لارې بحثونه وکړي. دغه دوه ورځینی کنفرانس د پروفیسور مجروح د میراث نمانځنې ترڅنګ، د افغانانو د هغه مقاومت او استقامت درناوی کوي چې د جګړې، سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو، بې شمېرهنارواوو او د نړیوالو د بې‌پامۍ سربېره خپل سخت حالت په مېړانه ګالي.

 

لومړۍ دوره – ۲۰۲۵ 

تر طالباني رژیم لاندې د علومو وضعیت

د افکارو او نظریاتو سیستماتیک سرکوب او د افغان پوهانو له لاسه ورکول

د طالبانو تر دویمې واکمنۍ لاندې، ښوونځي، پوهنتونونه، او هنري فعالیتونه له بې‌سارو محدودیتونو سره مخ دي. یاد کنفرانس به په خپله لومړۍ دوره کې په هر اړخیز ډول دا وڅېړي چې څنګه د دغو پالیسیو او سیاستونو له کبله علمي چاپیریال ګډوډ شوی، فرهنګي ازادي محدوده شوې، او په سیستماتیک ډول د افغانستان ملي میراث او هویت زیانمن شوی دی. ګډونوال چې علماء، لیکوالان او د بشري حقونو مدافعین دي، به د دغو اقداماتو د ژورو اغېزو په تړاو خپلو نظرونه شریک کړي او د فکري آزادۍ او هنري تخلیق د خوندي ساتلو لارې چارې به وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې، طالبانو د سلګونو منع کړو کتابونو او خپرونو یو لېست خپور کړ او  امر یې کړی چې یاد کتابونه او نشرات دې له ټولو کتابپلورنځیو څخه راټول او ضبط شي. په دغو منع شویو خپرونو کې انسان مجله هم شامله ده، چې د انسان څېړنیز او رسنیز بنسټ مخکښه او ستایل شوې خپرونه وه. دا مجله له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې چې طالبان دویم ځل واک ته رسېدل، په افغانستان کې خپرېدله. د مجلې منځپانګې پر انسانګرایانه افکارو، متکثرو او متنوعو نظرونو، او انتقادي تفکر باندې تمرکز درلود. پر کتابونو او خپرونو دا بندویزونه د طالبانو له لوري د فکري آزادۍ د ځپلو یوه روښانه بېلګه ده.

د دغه کنفرانس موخه د سانسور او فرهنګي سرکوب د څېړلو ترڅنګ د ګډ درک او ټولیز مسئولیت لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول دي. دغه کنفرانس غواړي چې سملاسي او بېړنۍ ننګونې په ګوته کړي او هغو عملي هڅو ته تکیه شي چې په افغانستان کې د علم او هنر د دفاع لپاره ځانګړی اهمیت لري. په دې کنفرانس کې به له هېواد څخه دننه او بهر شامل پوهان، فعالان او لیکوالان د یادو موضوعاتو په تړاو خپلې تجربې، موندنې او تګلارې شريکې کړي.

 

لومړۍ غونډه:

سانسور او فکري آزادي

پر خلاقیت، پوهې، او ټولنیزو مناسباتو لګیدلي بندیزونه او اغېزې یې

په دغه غونډه کې د طالبانو له لوري د بیان د آزادۍ پر ځپلو خبرې کېږي. طالبانو د خپلو متحجرو سیاستونو له لارې ګڼې ورځپاڼې، رادیوګانې، او تلویزیوني خپرونې بندې کړي دي. همدا راز کتابونه، مجلې، او نور ښوونیز مواد یا تر شدید څار لاندې دي یا هم په کامل ډول منع شوي دي.

د طالبانو له لوري وضع شوي محدودیتونه تر رسنیو ورهاخوا نفوذ کړی او پر ټولنیزو تعاملاتو او عامه ژوند یې اغېزې کړي. ټولنیزې ناستې، آزاد بحثونه، او کلتوري پروګرامونه په شدت محدود یا هم په کامل ډول منع شوي دي، چې په نتیجه کې د فکر د تبادلې، د نظر د بیان، د فرهنګي خبرو، او ټولنیز مشارکت لپاره ډېره محدوده فضا پاتې ده. د وېرې دې فضاء فکري وده ځنډولې، د نوو افکارو مخه یې نیولې او د صمیمي خبرو اترو پر وړاندې یې خنډ رامنځته کړی دی چې په نهایت کې د افغانستان د متنوع فرهنګي او فکري میراث د محوې سبب ګرځي. 

د یادو محدودیتونو د دوام په صورت کې افغانستان لکه څنګه چې له هر اړخیز پرمختګ څخه وروسته پاتې دی، نور هم په شا روان دی او د خلاقیت، پوهې، او هنري پراختیا شته ظرفیتونه لا پسې کم‌رنګه او محدود شوي. د یاد کنفرانس په لومړني مجلس کې د سانسور پر اغېزو او ممکنو لارو چارو خبرې کوو.

ویناوال:

  1. سید حسین اشراق – لیکوال، څېړونکی او د پوهنتون استاد
  2. ډاکتر عبدالغفور لېوال – لیکوال، شاعر، او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
  3. محمد محق – لیکوال، څېړونکی، او په مصر کې د افغانستان پخوانی سفیر

کوربهچلوونکی:

بیت‌الله حمیدي – د نیویارک په راچستر پوهنتون کې مېلمه څېړونکی او کابل پوهنتون د ژورنالیزم او ارتباطاتو پخوانی استاد

ورځ:       سه‌شنبه، د فبروري ۱۱مه ۲۰۲۵ چې د دلوې له ۲۳مې ۱۴۰۳ سره سمون خوري

ساعت:    د کابل په وخت د ماښام اوه نیمې بجې

               د ټورنټو او واشنګټن ډي‌سي په وخت د سهار لس بجې

               د مرکزي اروپا په وخت د مازدیګر څلور بجې

 

 

دویمه غونډه:

په افغانستان کې بدلېدونکی ګفتمان

علمي بحثونه، د نظریاتو تبادله، او له هېواده د نخبه‌ګانو فرار

د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې علمي ګفتمان/ ډیسکورس په کامله توګه له منځه تللی. پوهنتونونه او ښوونځي د وېرې او خاموشۍ په مرکزونو اوښتي. د بیان پر آزادۍ محدودویتونه او د ژوند له ټولو برخو څخه د ښځو محرومول؛ د ښوونې او روزنې او آزادو خبرو اترو فرهنګ شدیداً زیانمن کړی دی. استادان او محصلان چې یو وخت د علمي پرمختګ دوه اصلي محورونه ول، اوس له جدي ستونزو سره مخ دي؛ له سانسوره نیولې د بنسټیزو امکاناتو تر نشتوالي. د دې ستونزو سملاسي اغېزو د یادې برخې د فعالینو او مسوولینو لپاره راتلونکی پېچلی او مبهم کړی دی.

پوهان، څېړونکي، او متخصصین چې کولای یې شول د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي، اوس په تبعید او له وطن څخه ډېر لرې اوسي. د نخبه‌ګانو دې تېښتې ستره تشه رامنځته کړې ده چې د هېواد هغه قوت چې کېدلای شوای د نویوالي، پرمختګ، او د فرهنګي هویت د ساتنې باعث شي، کمزوری شوی دی. د یادې غونډې په لړ کې دغه ټولې پوښتنې او اندېښنې سپړل کېږي او ځوابونه ورته لټول کېږي.

 ویناوال:

  1. ډاکتر حکیم نعیم – څېړونکی او د کلیفورنیا په برکلي پوهنتون کې د منځني ختیځ د تاریخ استاد
  2. شبنم صالحي – په اوټاوا پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکې او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنره
  3. ډاکتر میرویس بلخي – د ویلسن په مرکز کې څېړونکی او د افغانستان د معارف پخوانی وزیر

کوربهچلوونکی:

فهیم کریم: د انسان مجلې مسوول مدیر

ورځ:       چهارشنبه، د فبروري ۱۲مه ۲۰۲۵ چې د دلوې له ۲۴مې ۱۴۰۳ سره سمون خوري

ساعت:    د کابل په وخت د ماښام اوه نیمې بجې

               د ټورنټو او واشنګټن ډي‌سي په وخت د سهار لس بجې

               د مرکزي اروپا په وخت د مازدیګر څلور بجې