چا لیکلي وو: "افغانستان د زمرو وطن دی!" ما ویل : وي به! خو، په « انسان» پسې چېرته ولاړشم؟
ولې انسان
کله چې وایو زموږ په ټولنه کې «انسان» هېرکړای شوی دی، په دې مانا نه ده چې د انسان لپاره دې د شعارونو او مرده باد و زنده باد غږونه پورته کړو، بلکې موخه دا ده چې د دې ټولنې انسان باید د عقلي هڅو په محراق کې راوستل شي. موږ لا بیخي له عاطفې څخه پردي شوي نه یو، خو ستونزه بله ده، دلته یو شمېر داسې ارزښتونو د « انسان» ځای نیولی دی چې یومهال پخپله د انسانپالنې لپاره رامنځته شوي وو، غمېزه هغه وخت ژوره شوې ده چې د انسانپالنې په پار همدغه رامنځته شوي ارزښتونه اوس پر انساندوښمنه ګرومونو ( عقدو) بدل شوي دي او پلویان یې په ډېره اسانۍ د انسانانو وینه بهولای شي. دلته د دې پوهه ( خِرد) لا نه دی رامنځته شوی چې د انساني ژوند شرایط ورځ تر بلې ښه کړای شي. انسانپالنه (هیومانیزم Humanism ) د انسان او انسانیت لپاره د احساساتي نارواو شعارونو تفکر نه دی، بلکې د هغو عملي لارو چارو لپاره فکري منظومه ده چې پر بنسټ یې د « انسان » ژوند ښه کېدلای شي .
عقلاني انسانپالنه Rational Humanism له احساساتي هغې Emotional Humanism همدا توپیر لري.
په هنر و ادبیاتو کې د ترسیم شوې انساني ټولنې ایډیالونه په عمل کې راوستل هم هاغه وخت مانا پیدا کوي چې انسان د تفکر او تعقل په منځي ( محراق) کې راشي . سارتر ویلي وو: ((زموږ هر ادراک له دې پوهې سره ملګری دی چې انساني واقعیت «څرګندوونکی» دی، مانا د هغه له کبله ( هستي ) شته . په بل عبارت : انسان هغه وسیله ده چې له امله یې د نړۍ چارې څرګندېږي. زموږ د حضور له کبله په دې نړۍ کې اړیکي او نسبتونه کثرت مومي .))
ادبیات چیست ۶۳ مخ .
(( هره ښېګڼه د انسان لپاره !)) همدا مهال مانا مومي، خو په لومړي سر کې دغه مهم ایډیال د شعار په بڼه راڅرګندېږي او فکر کوو چې له انسان سره مو چلند « انفعالي» دی نه «فعال»، حال دا چې عقلاني انسانپالنه د یوه فعال میکانیزم پلوي ده . د «انسان» په نامه د انفعالي ځانښوونې پرځای د فعال چلند پر زمکه د عقلاني انسانپالنې منظومه باید د یوه فکري مکتب په څېر رامنځته شي . د دې مکتب فکري بنسټ څه کېدلای شي؟
ځواب روښانه دی: د هرې ټولنیزې اړیکې ګټه باید د ټولنې وګړو ته ورسېږي .
ګټه مو یاده کړه، یو شکایت دا دی چې په نومهاله زمانه کې «ګټې» د اخلاقو او عاطفې (په ټولیزه توګه د معنویاتو) ځای نیولی دی . د معنوي ارزښتونو او « ګټې» ترمنځ برید هم احساسي - عاطفي او عقلي دی.
عقلاني انسانپالنه د انسان پر زخم اوښکې نه بهوي، په چټکۍ سره یې د درملنې لپاره عمل کوي. د انسان د زخم وینه باید ودرول شي، د زخم چاپېریال باید پاک شي دا یوه کاري پروسه ده چې د عقل په مرسته رهبري کېږي، یوازې د څو شېبو لپاره زخمي انسان ځورېږي، خو له مرګه باید وژغورل شي. که یوازې پر زخم وژاړو، نو ښايي له ټپ څخه دومره وینه ولاړه شي چې زموږ د عاطفې وړ انسان ومري. تر دې هم غوره لاره لا دا ده چې دومره هوښیار عمل وکړو چې انسان هېڅکله زخمي نه شي.
د«ګټې» او «احساساتي انفعال» توپیر همدومره دی. دې پوښتنې ته هم باید عقلاني انسانپالنه ځواب ووايي چې: د «ګټې» لیدلوری (جهت) کومې خوا ته دی؟ دا ګټه عامه ده که انحصاري؟
په سیاستونو او ټولنیزو اړیکو کې د انحصاري ګټې ناانساني حرص تر ټولو ګواښمنه ښکارنده ده. د یوه انساني اړخ (شخص، ډلې، تفکر، ایډیولوژي، یا بل څه) پر چورلیز (محور) د ګټې ځانګړي کول او انحصار چې د نورو ژوند او هوسایینه ګواښلای شي، ارزښت نه شو ګڼلای.
عقلاني هیومانیزم حکم کوي چې: د ګټې له سرچینو څخه تر لاسه شوي ارزښتونه باید د ټولو د نیکمرغۍ لپاره وکارول شي. انساني هوسایینه برید نه پېژني، تر پرونه نن او تر ننه سبا ته باید د ژوند شرایط ښه کړای شي.
د اخلاقو مفهوم پېچلی شوی دی، ښايي نومهالي اخلاق دې ته وايي چې له امله یې عمل او تفکر «ګټور» وګڼل شي. تاسو نیالګي ایښي دي، نیالګي د چاپیریال د پاکۍ لپاره ګټور دي، له ګڼو انسانانو سره مو د ښه «تنفس» لپاره مرسته کړې ده، په حقیقت کې تاسو یو اخلاقي کار کړی دی. په پورتني ساده مثال کې د «ګټې» ځای هم شته، نیالګي ګڼې «ګټې» لري ، خو دا ګټه یوازې ستاسو لپاره د نورو د تاوان او ځوروونې په قیمت نه ده انحصار شوې.
اجازه راکړئ، د څو شېبو لپاره د «اخلاقي ایکولوژي» اصطلاح وکاروم. ایا زموږ اخلاقي عمل زموږ انساني چاپېریال ته ګټه رسوي؟ تاسو حق نه لرئ یوازې په دې خپل وجدان ارامه کړئ چې چا ته مو بد نه رسېږي. تاسو په دې محکوم یاست چې نورو ته مو «باید» ګټه ورسېږي. د انسان د اختیار حوزه همدومره پراخه ده چې خپل ماهیت «ګټور» وټاکي. تاسو باید نورو ته د ګټې رسولو یو انساني چاپېریال رامنځته کړئ، همدا ده اخلاقي ایکولوژي.
یو ګام وړاندې: اوس نو خبره له وګړوالې (فردیت) څخه راوځي او ټولیزه کېږي. عقلاني هیومانیزم په عامه بڼه د ټول بشریت او په ځانګړې توګه یوه بشري ټولنه رانغاړي. په دې اخلاقي ایکولوژي کې چاپېریال لوی دی او د یوې سترې دایرې په شعاع کې باید منډه وکړو. تر هر څه وړاندې سیاسي نظامونه دي چې باید له وګړو سره يې اړیکه پر هیومانیزم ولاړه وي.
د افغانستان ټولنه په نظر کې ولرئ:
پوښتنې:
۱- د ګټې څومره سرچینې پېژنئ چې د هر «افغان انسان» پر ژوند رغنده اغېز کولای شي. څومره ډاډه یاست چې د دې سرچینو په کارولو سره به افغان انسان موړ، خپلواک، خوندي، پټ، د بشري حقونو خاوند، لوستی او د کور و کار خاوند وي؟
۲- څوک مسئول دی چې د دې ټولنې د انسان د ژوند د شرایطو د لاښه کولو لپاره فکر و عمل کوي؟ سیاسي نظام؟ کوم روښانفکري نهضت؟ کومه ایډیولوژي؟ شخص که کوم بل څوک؟
۳- ایا د وګړي (فرد)، ټولنې او طبیعت اړیکه د یوې سنجول شوې لړۍ پر بنسټ تنظیم شوې ده چې د ټولو وګړیو د ژوند شرایط یې په پایله کې ښه کړای شي؟
د ځواب موندلو لپاره هڅه د ستونزې د حل پیل دی. انسانپالنه Humanism لا یو ارمان دی، نه یو هدف . ګومان وکړئ له بدمرغۍ څخه د «افغان انسان» د ژغورلو هڅه کوئ. ناڅاپه ګورئ چې د بدمرغۍ لاملونه یې ګڼ دي: جګړه، وروسته پاته والی، لوږه، بېوزلي، محرومیت، ناپوهي ... او نور، خو له فلسفي پلوه ستاسو د ګڼو پوښتنو ځواب یو دی او دا ټولې بدمرغۍ له همدې ځایه راغلي دي چې: «افغان انسان زموږ لپاره لومړیتوب نه دی!»
که دا انسان زموږ لپاره لومړیتوب وای، نو د نورو انسانانو د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ګټو، لوړتیاغوښتنو او هوښیارۍ لپاره به مو په خپلو لاسونو نه واژه.
که افغان انسان ارزښت درلودلای نو د هغه دګېډې مړولو، تن پټولو، پوهې ته رسېدلواو پرمختګ لپاره به مو له عقلي ځواک څخه مرسته اخیستلای.
سیاسي نظامونو، وګړیو، فکري بنسټونواو باورونو مو لا پر دې غور نه دی کړی چې افغان انسان خپل لومړیتوب وګرځوي.
قید: کله چې پر «افغان انسان» ټینګار کوو، د دې انسان دریځ د نورو انسانانو پر وړاندې نه دی مطرح، بلکې دا په یوه بشري ټولنه کې د عقلي انسانپالنې لپاره د یوه ټولنیز واحد په توګه ټاکو.
ګڼ ځوابونه:
- د افغان انسان د بشري حق لپاره هڅه چې د نورو په وړاندې یې حقوقي ځای ټاکل شوی وي.
- د افغان انسان د ګېډې مړولو لپاره د اقتصادي سرچینو تنظیم او د نویو سرچینو رامنځته کول.
- د افغان انسان د پوهولو لپاره د ویښتیا او روښانتیا هراړخيز پروګرام.
- افغان انسان د لومړیتوب په توګه؛ ښه ډوډۍ، ښه کور، ښه چاپېریال، ښه ټولنیز خدمات ...
دا ټول به تاسو ته ساده، ارماني او تېر ایستونکي شعارونه ښکاري، خیر د څو شېبو لپاره یې همداسې وګڼئ، خو زما د پوښتنې لپاره مرستندوی مفاهیم دي. غواړم خپله ژوره فلسفي پوښتنه اوس رامخکې کړم: ولې له ټولو سره د هغې هڅې تلوسه نه شته چې موږ پورتنیو ارمانونو ته رسولای شي؟ ځینې به ځواب ووايي:
- تاریخي عوامل لري.
- ګاونډیان مو نه پریږدي.
- زموږ سیاسي - جغرافیايي موقعیت داسې دی.
- بې تعلیمه یو.
- بد حکومتونه لرو.
- او ....
زما ځواب دا دی چې: موږ په دې اړه فکر نه دی کړی او تر فکر وروسته مو د عمل اراده نه ده کړې.
هنرمندانو او شاعرانو مو یوځل ټول خلک د «افغان انسان» د وینو بهولو او سرونو وهلو ته هڅولي دي، بل ځل یې د «افغان انسان» د وینو له بهولو شکایت کړی دی او سوله یې غوښتلې ده. کله چې پردیو پر هېواد یرغل کړی دی، نو موږ ته «د افغان انسان» وینه ارزانه، بلکې وړیا شوې ده او مېلیونونه مو وژلي یا یې راوژلي دي. دلته د هېواد د خپلواکۍ ارزښت تر «افغان انسان» لوړ شوی دی، خو هېڅکله مو پر دې فکر نه دی کړی چې هېواد او خپلواکي یې د چا لپاره؟ ښايي د یوه بل «افغان انسان» لپاره؟ یا د همدې انسان د یوه بل نسل لپاره؟ که افغان انسان نه وي نو ایا «افغان هېواد» او «افغان خپلواکي» مانا لري؟
دا یې یوه بېلګه ده، راځئ هغه ارزښتونه وشمېرو چې د هغوی لپاره د «افغان انسان» وینه بهول کېږي، خو پخپله افغان انسان هېڅکله د داسې یو ارزښت په توګه نه دی ټاکل شوی چې د هغه د نېکمرغۍ لپاره خولې وبهول شي.
ولې؟
د دې لپاره چې د لومړنیو یادو شویو ارزښتونو لپاره احساساتو هڅولي یو، خو د دې وروستي ارزښت لپاره «عقل» ته اړتیا وه او دا موږ نه دی کارولی.
نو، زموږ ترمنځ د عقلي انسانپالنې ځای لا هم تش دی.