انسان، ایا ا وس هم د بشري هڅو په محراق کې دی؟ دا پوښتنه د نړۍ په سطحه له یوې خوا او د افغانستان په څېر یوه وروسته پاتې ټولنه کې له بل اړخه د پام وړ ده. پوښتنه جدي ده د قدرت، پانګې او مارکیټ په دې ځانځانۍ کې د (انسان) ځای چېرته دی؟ دې پوښتنې ته به ځواب تر هغو سخت او مبهم وي، چې (انسان) د یوه کلي، عمومي یا هم انتزاعي مفهوم په توګه مطرح وي، خو که ددې پرځای پوښتنه لږه ځانګړې اوعیني کړو ، نو د ځواب موندلو هڅې ته لږ ورلنډیدلای شو، نو راځئ پوښتنه داسې مطرح کړو، چې (د انسان د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره هڅه) چېرته ده؟
په اروپا کې د رنسانس له لمرڅرک سره یو ځای د پوهې، ټېکناولوژۍ، سیاست او بلکې ټولو ټولیزو او ټولنیزو هڅو مرکز ته د وګړیو د بشري ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره هر اړخیزه هڅه پیل شوه. د مثبته علومو د پرمختګ، پراخو اختراعاتو او کشفونو زمینه هم ځکه رامنځته شوه، چې هر چا د انساني ژوند د ضرورتونو د پوره کولو هڅه کوله، په سیاسي او ټولنیزو اړیکو کې د (حق) مسله رامنځته شوه او (د هر انسان حق) د ټول سیاسي تفکر، انساني اړیکو او ګردو ټولنیزو پوهنو بنسټ بدل کړ. که څه هم ډیرځله داسې پېښېدل چې، انسان، د انسان د ژوند د شرایطو ښه والی ، حق او نور مډرن مفاهیم د سیاسي شعارونو، اوزارو او د سیالیو لپاره د ډله ییزو یاهم ایډیولوژیکو کاراخیستنو لپاره کاریدل، چې د دې مفاهیمو د سولیدنې، بې اعتبار کېدلو او بازاري کېدلو ویره یې رامنځته کوله، خو بیا هم په پيړیو پیړیو د بشري ټولنو د ټولیزو کړنو او افکارو په مرکز کې پاتې شول. د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي هڅو نوي اقتصادي، سیاسي نظریات رامنځته کړل، نوي نظریات کله کله په سیاسي ـ فکري لارو بدل شول او دا لارې او مکتبونه پخپله په ایډیولوژیو واوښتل او کله چې د ایډیولوژیو پلویانو د خپلو باورونو او فکري لارو په پالنه او واک ته راوستلو کې د زیاتي (افراط) لوری ونیوه نو ژر څرګنده شوه چې دې چارې پخپله د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي پرځای د انسان او انسانیت د فکر اوعمل پر خلاف وکاریدل، چې په دې بڼه د خپلې وجودي هستۍ، هدف او انګیزې پرخلاف په داسې ښامار بدل شول چې د نورو تر خوړلو وروسته یې ځان هم وخوړ. په نولسمه او شلمه پېړۍ کې یو نیم چپ ـ انقلابي غورځنګ چې له سوسیالیستي او یا کمونیستي فکر څخه خړوبېدل له همداسې ایډیولوژیک افراطي برخلیک سره مخامخ شول. د انسان د ژوند د شرایطو د ښه والي هڅه او له دې هڅې څخه د شعاري ابزاري کاراخیستنې سیاست په یوه دیالیکتیکي تقابل کې سره ودریدل او په دې توګه موږ د نوې زمانې له فکري – فلسفي ربړې سره مخامخ شو.
د انسان محوره تفکر لپاره زیانونه (آفتونه) را څرګند شول، له یوې خوا د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره د هڅې شعاري کیدل او له هغې څخه اوزاري (د وسیلې په توګه) کار اخیستنه وه او بله دا چې په دې بهیر کې د فکري مکتبونو پرمختګ تر دې بریده چې په ایډیولوژیواو هغه هم افراطي هغو بدلېدل او بېرته د مخالفو یا بېلو افکارو خاوندو انسانانو د ځپلو لپاره ور څخه کار اخیستل کېده.
ددې بحث بنیادي پوښتنه داده چې، انسانانو ته د یوې ښېګڼې د رسولو په نامه، انسانانو ته زیان رسول څه مانا درلودلای شي؟ او دا هماغه ستونزه ده چې معاصرو سیاستونو راپېښه کړې ده.
په تېره بیا په افغانستان کې دا ستونزه ډیره لویه ده. ډیرو سیاستوالو، ډلو او ګوندونو خپله مبارزه او ټولنیز کار په دې نامه راپیل کړی، چې ګواکې غواړي ددې هېواد انسانانو ته ګټه ورسوي، ازادي وروبښي، خیر ورواړوي او یاهم د هغوی د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره یو څه وکړای شي، خو ډیر ژر ښکاره شوه چې همدوی خپل هدف ته د رسېدو لپاره ګڼ انسانان ووژل، خوار یې کړل او د دو ی کړنو لوی انساني ناتارونه وزیږول، ددې مشوړې سر چیرته دی او ولې هر په ظاهره انساني خوځښت ضد انساني پایله لري؟ هره هغه کړنه چې په کې انسان ته زیان رسیږي ـ دا زیان ارادي وي او ریښتینی حقوقي مشروعیت ونه لري ـ ضد انساني کړنه ده. موږ لږ تر لږه په تیرو څلویښتو کلونو کې د سیاستونو په نامه څومره ضد انساني کړنې لیدلي دي؟ ولې او د کوم ارزښت لپاره؟ ددې ټولو کړنو (چې ارادي هم وې) مشروعیت چیرته و؟ د ځواب ویلو ادرس نه شته!
د داسې کړنو یو عامل د انسان محوره تفکر تشه ده. یا له انساني شعارونو څخه اوزاري کار اخیستنه ده او یا هم د سیاسي – ایډیولوژیک تفکر افراطي کېدل دي.
په افغانستان کې دا ستونزه ځکه ډیره لویه ده چې دلته بیوزلي او محرومیت له یوې خوا او د ټولیزې پوهې (عامه شعور) ټیټه کچه له بلې خوا د منظمو فکري مکتبونو د رامنځته کیدو مخه نیسي، دلته له فرهنګي پلوه یو ځانګړی او ځانساتی ذهنیت حاکم دی.
ددې لپاره چې د یوه متکامل او نوي انسان محوره تفکر د رامنځته کېدو، ودې او بشپړتیا لپاره لاره هواره شي، په دې هېواد کې د فکرپالنې یوه ملي ځواک ته اړتیا شته چې:
- دتفکر په ارزښت پوه شي.
- له تفکرڅخه د ګټې اخیستنې او سمون راوستلو میکانیزمونه رامنځته کړای شي.
- د تفکر د بشپړتیا لپاره بحث او مشاجرې ته لاره هواره کړي.
- د انسان محوره تفکر لپاره د افغاني ټولنې له شرایطو، ارزښتونو، ستونزو او خنډونو سره سم د پرمختګ او تکامل پر لارو چارو غور وکړي.
- ددې تفکر پاللو په پایله کې وکړای شي ددې هېواد د اوسیدونکیو د انساني ژوند په شرایطو کې مثبت بدلون راولي، مانا تفکر له عمل سره وتړلی شي.
- چې د انسان محوره تفکر د پرمختګ بهیر له انحراف، شعاري کیدو او افراط څخه وساتلای شي.
ددې بحث د پیل کیدو اسانه لاره دا ده چې د (ولې انسان؟) پوښتنه له خپلو ټولو اړخونو سره په پراخه پیمانه مطرح شي. د تفکر او فلسفې اصلي کار د جدي پوښتنو رامنځته کول دي، که ځواب یې وموند یا یې ونه مونده، خو پوښتنه باید تاسو تفکر ته مجبوره کړي. د (ولې انسان؟) په اړه بیخي ډیرې پوښتنې لرو:
ولې انسان وژل کیږي؟ ولې انسان بېوزله دی؟ ولې انسان د هغو ارزښتونو قرباني کیږي، چې دده د هوساینې په نامه رامنځته شوي دي؟ ولې انسان د سیاست لوبو ښکار دی؟ ولې یو انسان د بل انسان د ځواک غوښتنې د جنون ښکار ګرځي؟ ولې... او ولې؟ ایا د (حق) اصل د انسان د خیر ښېګڼې لپاره راپورته کیږي یا بېرته پر انسان د واکمنۍ ساتلو د فورمول په توګه؟ په دې توګه ګورو چې (ولې انسان؟) یوه وړه پوښتنه نه ده، بلکې زښته ډیرې پوښتنې په ګیډه کې لري.
موږ لږ تر لږه په تېره (شلمه) پېړۍ کې ددې پوښتنې په اړه فکر ونه شو کړای او هيڅکله مو ورته د ځواب موندلو، خولاڅه، چې پخپله د پوښتنې د طرحه کولو لپاره هم هڅه ونه کړه.
زه د فکر او فلسفې، پوهنې او هنر، عرفان او پېژاند (شناخت) له مینه والوهیله لرم، چې د یویشتمې پيړۍ په پیل کې ددې هېواد د انسان په اړه فکر کول پیل کړي، فکر له پوښتنو څخه را پيل کړي او د یوه نوي نسل له خوا یې ځواب موندلو ته لاره هواره کړي.