INSAN Magazine

ولې انسان؟ «جګړه، تر ډګرونو وړاندې په زړونو او ذهنونو کې پېښیږي»

د قوس ۴مه ۱۴۰۳

جګړه، تر ډګرونو وړاندې په زړونو او ذهنونو کې پېښیږي. 

اشوکا وجنګېد او وجنګېد، ډېر خلک یې ووژل، ستومانه شو، نه نه ستومانه نه شو، مات شو، وشرمېد، چې ولې یې دومره خلک وژلي دي.

آشوکا د (بیندوساره) زوی د هېندوستان ساکي (موریايي) پاچا و، چې له نن څخه نږدې ۲۳۰۰ کاله وړاندې یې لویه امپراتوري دجګړو او وژنو په زور جوړه کړې وه. وايي په دربار کې  یې پینځه سوه ښځو د ده خدمت کاوه، یو ځل یوې ښځې داسې څه وکړل، چې ده ته سپکاوی ښکاره شو، امر یې وکړ، چې ټولې پینځه سوه ښځې  دې ووژل شي. په خپله ماڼۍ کې یې د دوزخ په نامه د شکنجې لپاره ځای جوړ کړی و، هغه خورا سخت زړی پاچا و، خو همدغه پاچا کله چې د کالینګا په جګړه کې د دوه نیم لکه انسانانو وژنه ولیدله، ټکان یې وخوړ، راویښ شو او ناڅاپه یې وویل:

((دامې څه وکړل؟ ایا ماجګړه وګټله؟ که دا بریا ده نو ماته څه ده؟ دا سوبه او بریا ده که ماته او شکست؟ دا عدالت دی که ناروا؟ ایا د ښځو او ماشومانو وژنه بریا ده؟...))

تر دې وروسته اشوکا بدل شو، بیخي بدل شو، هومره چې د انسانانو خو لاپرځای پریږده، د هر ژوي وژل یې بند کړل، شکنجه یې ودروله، زندانیان یې خوشې کړل او د بودیزم په یوه لوی مبلغ بدل شو، د بودا په شان یې دربار او سیاست پرې نه ښود، بلکې سیاست یې انساني کړ، لومړنی رسمي روغتون یې جوړ کړ، چې یوازې د انسانانو نه، بلکې د نورو ژویو درملنه یې هم کوله، پریمانه ونې او بوټي یې وکرل. اشوکا ځان د خپل ملت معنوي پلار وګاڼه او نور یې نو د چا په پښه کې د اغزي درد هم ونه شوزغملای.

په دې لیکنه کې زموږ کار یوازې له هاغې شیبې سره دی، چې د اشوکا زړه، ذهن او روان په کې بدلېده، داڅنګه شېبه وه؟ ولې راپېښه شوه او ولې تر اشوکا وروسته هم جګړو دوام وکړ؟ 

د بشري تاریخ جګړې دوه سرچینې لري:

۱- اقتصادي سرچینې.

۲- رواني سرچینې.

عجیبه ده چې د جګړې لپاره سیاسي او عقیدوي سرچینې دویمه درجه لاملونه ګڼل کیږي، چې په اقتصادي او رواني سرچینو کې ریښه لري، د غیرت جګړې هم دروغ دي او د قدرت پر سر جګړه هم ترشا بله سرچینه لري.

د زړې زمانې مادي تاریخ کیسه کوي، چې لومړنیو انسانانو د ښکار پر غوښه، د کرنې پر زمکه او د ښکار و کرنې پر وسایلو جګړه پیل کړه او بیا یې پر ښځو او کورونو هم یو بل سره ووژل.

لومړنیو انسانانو ناڅاپه فکر وکړ، چې د خوړو سرچینې کمې دي یا د خوړو ترلاسه کول خواري غواړي، نو باید بل څوک یې د دوی لپاره وګټي، حال دا چې دوی تېر وتلي وو، زمکه لویه وه او خواړه ډېر وو، دوی هسې سره وجنګېدل، دا تېروتنه تر نن پورې روانه ده او د اقتصادي سرچینو د ترلاسه کولو لپاره لاهم وینې بهول کیږي.

د هابیل او قابیل جګړه د بشریت لومړنۍ جګړه ده، روایات وايي، چې  هابیل خپل خدای ته منلی و، ځکه خو  پر خپل پلار حضرت آدم ( ع ) هم ګران و، قابیل دا ونه شو زغملای ځکه یې د خپل ورور د وژلو پرېکړه وکړه، په دې توګه (رواني جاذبې او جذبې)لومړنۍ وینه وبهوله.

د حضرت یوسف (ع) وروڼو د پلار پر ځایناستۍ رقابت او حسادت دې ته اړ کړل چې د خدای استازی په څاه کې واچوي، حسادت رواني عقده ده.

چپي تفکر دا ګڼي، چې په خورا زړو زمانو کې د عقیدوي جګړو لامل هم اقتصادي و، ځکه دوی فکر کوي، چې هوښيارو سیاستوالو د لا ډېر ځواک، پانګې او زمکو راخپلولو لپاره د خلکو له باورونو څخه کار اخیسته او دوی یې سره جنګول.

د غیرت په نامه جګړې رواني سرچینه لري، (غیرت) رواني بحران دی، د عصبیت یوه بڼه ده، د زغم پای ته رسېدل دي، چې د مثبت او ان مقدس ځواک په توګه پېژندل کېږي، غیرت په اخلاقو او انساني صفاتو کې د برترۍ یو اصل دی، که څه هم چې عملي پایلې یې خونړۍ وي، خو بشریت له قدیمه تر ننه پرې ویاړي او ستاینې یې کوي. موږ هر یو په خپل ژوند او روان کې یو شخصي او شخصیتي حریم لرو، هر څوک او هر څه چې دا حریم را مات کړي، نو زموږ غیرت را پاریږي، او موږ یو څه کولو ته هڅيږو، موږ خپل شخصي او شخصیتي حریم ټولنیز کړی او قراردادونه مو پرې تړلي دي. په اخلاقو، قوانینو، باورونو او عواطفو کې مو ځای ورته جوړ کړی دی، ځکه خو مو د رواني پارېدنې او حساسیت یوې درجې ته رسولي دي.

د ټرای ( تروا) په مشهوره جګړه کې هم د غیرت مسئله هسې یوه بهانه ښکاري، چې یونانیانو د اسیا دروازه پرې ماته کړه او ختیځ ته یې د خپلو لښکرو لار پرانیسته.

د ټرای د پاچا (پریاموس) زوی (پاریس) د یوناني پاچا (منلائوس) ښځه (هلن) له ځانه سره وتښتوله، د منلائوس مشر ورور (اګامنون) له پخوا څخه د ټرای (چې اسیا ته د ننوتلو دروازه ګڼل کېده) د نیولو په لټه کې و، خو د ده ښار دولت په یوازې سر دا کار نه شو کړای، همدا چې د هلن او پاریس کیسه رامنځته شوه ، اګامنون د یوناني ښار دولتونو مشران او نومیالي پهلوانان دې ته اړ کړل، چې له ده سره د ټرای جګړې ته ولاړ شي. د کیسې له تاریخي روایت څخه ښکاري، چې خبره د هلن په راستنولو کې نه، بلکې د یونانیانو په لاس د ټرای او وروسته نورو سیمو نیول و. دې جګړې اسیا ته په اقتصادي سرچینو پسې د اروپایانو د راتللو لاره پرانیسته، هغه لاره چې لا هم د لویدیزو جګړه مارانو لپاره خلاصه ده، دا بېله خبره ده، چې هاغه مهال د اشیل (اخیلوس) پهلوان، بادي بېړیو او تورو په مرسته کېده، په نولسمه او شلمه پيړۍ کې د اسیايي ولسونو ترمنځ د خپلمنځي شخړو جوړولو، ټوپکو او الوتکو په مرسته او په یویشتمه پیړۍ کې د استخباراتو، کمپیوټر او نرم ځواک په مرسته لاهم روانه ده. د دې اوږدې کیسې یوه منطقي پایله داسې ده، چې د اقتصادي سرچینو غوښتونکي ښکېلاکګر لوري، چې د جګړې را پیلوونکي دي، خپل برتر (پیاوړی) عقلي ځواک کاروي او ښکېلیدونکي ولسونه یې پر وړاندې له احساساتي، عقده يي او کسات اخیستونکي رواني ځواک څخه کار اخلي؛ عقل د احساساتو پر وړاندې. یرغلګر او ځانساتي (مدافع) دواړه د خپل (غیرت) لپاره ځانګړي ادبیات کاروي، دواړه خپلې وژنې او تاوتریخوالی توجیه کوي او دواړه ځان پر حقه ګڼي، دواړه د سپيڅلي جنګ دعوه کوي، دواړه خپل وژل شوي تلپاتې او نه هېریدونکي انسانان ګڼي، چې یادونه به یې ژوندي وي او له جګړو څخه ژوندي پاتې شوي اتلان بیا حق لري تر اوږدو کلونو پر خپلو خلکو واک وچلوي.

بس یو لوری غواړي لا نورې او نوې اقتصادي سرچینې ترلاسه کړي او هاغه بل لوری غواړي، له خپلو اقتصادي سرچینو څخه ساتنه او دفاع وکړي، د جګړې عقلي منطق همدا دی، هغه نور (غیرت، حماسه، باور، مېړانه، اتلواله، خپلواکي...) یې احساساتي - رواني سینګار دی.

جګړه پر زمکه ده، پر کانونو، اېنرژۍ، اوبو، د تولید وسایلو، لوښیو، مارکیټ، ترانزیتي لارې، بشري ځواک او د واکمنۍ پر پراخېدو وه، ده او له بده مرغه وي به.

بل خوا کسات، عقده، احساسات، خپلواکي غوښتنه، غیرت او د ځانساتنې حق چې رواني انګیزې دي. همدا یو د بل په وړاندې د بشریت د لسګونو زره کالو جګړې کیسه ده.

اوس راګرځم د اشوکا د بدلون د شېبې کیسې ته. ریښتیا څه پېښ شول، چې اشوکا له جګړې لاس واخیست؟ د هغه بدلون رواني و، که اقتصادي؟

اشوکا به له ځان سره فکر کړی وي، چې د ده د جګړو هدف څه دی؟ د لا نورو زمکو نیول، د لا نورو شتو موندل او د نور ځواک ترلاسه کول، اشوکا د دې هرڅه لپاره د بدیل موندلو په لټه کې شو، ده له عقل څخه کار واخیسته، عواطف او عقل د لومړي ځل لپاره سره ملګري شول، عواطفو یې له وینې بهولو څخه کرکه را وپنځوله او دغه رواني بدلون له عقل څخه کار اخیستنې ته اړ کړ، ناڅاپه یې بدیلونه وموندل؛ نیاو (عدالت)، سوله، ژوند ژغورنه او د خلکو په زړونو کې ځای موندل. اشوکا دا هر څه د سیاسي ځواک (پادشاهۍ) له ادرسه کول، هغه د خیر ښېګڼې لپاره هغه پانګه لګوله، چې د جګړو، وژنو، او زور کارولو په برکت یې ګټلې وه. ایا د خیر ښېګڼې امکانات یوازې په زور زیاتي ترلاسه کیږي؟ دا د بشریت بل عقلي – عاطفي پاراډوکس دی.

زمکه لویه ده، اقتصادي سرچینې ډېرې دي، اقتصادي سرچینې د تجدید او بیا زېږېدو  وړتیا لري، زمکه ټولو ته ډوډۍ ورکولای شي یوازې په دې اړه باید فکر وشي، عقلي ځواک وکارول شي او انساني هڅه وشي.

د بشریت تاریخ ښيي، چې انسانانو هماغومره چې د مثبتې او ګټورې پوهې لپاره هڅه کړې ده، د تباهۍ د وسایلو د رامنځته کولو تلوسه یې هم تر دې کمه نه وه، د لومړنۍ تورې له جوړولو نیولې بیا د ډبره ویشتونکو (منجنیقونو)، باروتو او توپونو تر زمانې پورې، چې لا خودکارې ماشینګڼې او کیمیايي - بیولوژیکي وسلې، الوتکې او اتومي وسله یې نومهالې لاسته راوړنې دي. دا هڅې روانې دي، ماشیني سرتیري (روباتونه) او کمپیوټري جګړه لا راروانه ده، خو هدف او موخه لا هم اقتصادي سرچینې او د ډيرو شتو راخپلول دي.

اوس نو پوښتنه دا ده، چې که انسانانو د تاریخ په اوږدو کې همدومره پوهه او عقلي ځواک د جګړه ییزو وسایلو د پراختیا او پرمختیا پرځای د نویو اقتصادي سرچینو د کشف او زیږد لپاره کارولای وای، په سوله ییزه توګه به یې ځان خپل هدف (د لا ډيرې شتمنۍ راخپلول) ته نه وای رسولای؟

هو د جګړې بدیلونه یا ځایناستي شته او هغه د اقتصادي سرچینو د زیاتولو لپاره د پوهې او تکنالوژۍ کارول دي.

دا هماغه شېبه ده، چې جګړه مار او سخت زړی اشوکا یې په سوله خوښي او خدمتګار اشوکا بدل کړ.

د جګړې رواني او احساسي سرچینې هم بدلیدلای شي، یوه بېلګه یې د خپلواکۍ غوښتنې او عدالت لپاره د مبارزې هغه دود دی چې په نومهاله زمانه کې د عدم خشونت او مدني اعتراض په نومونو یادیږي.

ګورو چې، د استقطاب ( Polarization) تیوري دلته هم کارېدلای شي. د منفي قطب پر وړاندې د مثبتې جاذبې رامنځته کول د انسانانو پام سولې ته رااړوي.

د بشري حقونو دعوې، د سولې او دموکراسۍ ټینګښت، چې لاهم د غربي انسان د پراختیا غوښتنې لپاره وسایل دي او اوس لاهم د ختیز انسان لپاره د خیالي - افسانوي چل دروهې مفاهیم ګڼل کیږي، شونې ده، چې څو پيړۍ وروسته په حقیقي مفاهیمو بدل شي. په ختیځ کې لاهم دا باور شته، چې لویدیځوال د دې مفاهیمو په مرسته ختیځ ته راځي او دلته بیا هم په زمکه، شتو، اقتصادي سرچینو، او لا ډيرې ګټې پسې ګرځي. دا سریال لاهم تکراریږي، چې د ختیځوال عقلي ځواک د ده تر احساساتي - عاطفي معصومیته کمزوری دی، لویدیځوال د لا ډیرې ګټې لپاره د ختیځوالو له عقیدې، احساساتو او ناپوهۍ څخه ګټه اخلي او یو له بل سره یې جنګوي، چې ښه ستړي شول، بیا نو دوی ورته سوله، بشري حقونه، دیموکراسي او عدالت په سوغات کې راوړي.

دواړو لا په دې فکر نه دی کړی، چې د پوهې، عاطفې او سولې په مرسته کړای شي، د نړۍ اقتصادي سرچینې په ګډه وکاروي او هغه څه چې په سوله ترلاسه کولای شي، جګړې ته یې اړتیا نه شته. دا ضرور نه ده، چې امریکا او اروپا دې د عربي حوزې د اېنرژۍ د ترلاسه کولو لپاره تر ابده د عربو او اسراییلو د جنګولو ډرامه روانه وساتي، د دې پرځای به ښه دا وي، چې ټول هڅه وکړي، د اېنرژۍ نوې زېرمې ومومي او یا هم د اینرژۍ د بیا زیږد پر امکاناتو غور وکړي، ځکه لاهم زمکه لویه ده او اقتصادي سرچینې نه خلاصیږي، جګړې ته اړتیا یوازې زموږ د پوهې د کموالي، حرص او رواني کمزورتیا له چینې څخه ریښه اخلي.

اشوکا دوه زره درې سوه کاله پخوا ځان بدل کړای شو، د هغه بدلون رواني و، نه اقتصادي! غواړم د دې لیکنې دپای په ټکو کې یو څه ایډیالیست شم، ما ته یوازې د وچ ریالیزم ډیر مادي منطق  قناعت نه شي راکولای، پایله مې دا ده چې د جګړې اړتیا اقتصادي ده، خو پای ته رسول یې رواني، احساسي او ان عقلي دي.

لکه د اشوکا په دننه کې چې بدلون راغی، د ټول بشریت په ګډ روان کې هم بدلون راتللای شي، که عاطفه او احساس له جګړې او وژلوڅخه کرکه را وپاروي او عقل یې د اړتیا او هدف بدیلونه یا ځایناستي رامنځته کړي، د انسان اقتصادي حرص خړوب کړای شي او دا ډاډ ورکړي، چې اقتصادي سرچینې نه خلاصیږي، یوازې زموږ عقلي قناعت ته اړتیا ده، چې نورې سرچینې ومومو، نو نړیواله سوله به لرې نه وي.

بشریت کړای شي جګړه د خپل تاریخ حافظې ته وسپاري، لکه مرییتوب یې چې وسپاره، ځینې به وايي، چې مرییتوب له منځه نه دی تللی، یوازې بڼه او اوزار یې بدل شوي دي، زه دا خبره نه ردوم، خو لږ تر لږه د جګړې د بڼې همدغسې یو بدلون خو وړاندیزولای شم.

هغسې بدلون چې د اشوکا په روان کې رامنځته شو.

شریک کړئ