INSAN Magazine

ولې انسان؟ «هنر د بشریت انسانمحوره هڅه»

د قوس ۴مه ۱۴۰۳

انسان غواړي  د طبیعت یوه برخه هغه ډول وپنځوي، چې دی یې غواړي. له انسان سره د هنر لرغونی ملګرتوب له همدې ځایه رازېږېدلی دی.

په خورا لرغونیو سمڅو کې د لومړنیو انسانانو په لاس کښلي انځورونه ښيي، چې انسانانو ځناور، ونې، لمر او لارې هغسې انځور کړي، چې د دوی ذهن غوښتلې.

 دا بېل بحث دی، چې دغو لومړنیو انسانانو دا انځورونه د خوند لپاره نه، بلکې د ګټې اخیستنې لپاره انځور کړي دي، خو دغوا تنه یې خورا اوږده رسم کړې وه او د اس غاړه یې رالنډه کړې ده.

لومړنیو انسانانو غوښتل چې غوا تر اصلي اندازې ډیره اوږده وي، چې ډیرې شیدې ورکړي او د اس غاړه لنډه وي، چې دوی پرې اسانه سپاره ش، له دې  ډول انځورولو څخه لاندې پایلې اخیستلای شو:  

  • لومړنیو انسانانو خپلې هیلې دانځورونو په مرسته نورو نسلونو ته پریښودې.
  • په طبیعت کې دبدلون راوستلو اراده یې تمثیلوله.
  • د دوی لپاره موجود طبیعت نه، ایډیال طبیعت غوره او ارزښتمن ښکارېده.
  • د لومړیو انسانانو په روح او فکر کې د نوښت او هنري تومنې لومړیو ځواکونو سر راپورته کاوه، چې د هنر د تاریخ تاداو یې کېښود.
  • د ننني هنر منطق کومه نوې خبره نه ده، د هماغې زړې وسوسې او تلوسې یو پرمختللی او پېچلی شکل دی، چې رنګارنګي او تنوع په کې راغلې ده.

 

موسیقي تر ټولو لوړ هنر ګڼل کېږي، ځکه ټول هنرونه غواړي ور وڅکېږي او ځان ور ورسوي. ولې؟  که څه هم انځوریز هنرونه ورڅخه زاړه ایسي.

یو لامل یې ښایي داوي، چې موسیقي  نشته میلوډۍ هستوي او د طبیعت پر شتو یو څه ورزیاتوي.

انځورګري، خو د هغه څه ترسیم دی، چې یو موډل یې په طبیعت کې شته. تیاتر هم د انسانانو د طبیعي خوځښتونو هغه پېښې دي، چې مانا یې نوې وي. نڅا هم د انساني تجسم هغه خیالي خوځښت دی، چې په عادي ژوند کې یې نه شو لیدلای. خو د موسیقي تر میلوډۍ وړاندې موډل (چې نوی وي) بل نه شته، ځکه دا د غږونو هغه تنظیم او تقسیم دی، چې یوازې  د انسان له ذهنه زېږي او د بل انسان ذهن ورسره عادت کوي، د عادت کولو همدغه پروسه د نګه (خالص) خوند سرچینه هم ګڼل کېږي.

شعر د کلیماتو او نڅا  د بدن د خوځښتونو په مرسته همداسې هڅه کوي، انځورګري یې د رنګونو او کرښو په مرسته او تیاتر یې د خبرو او تمثیل په مرسته ترسره کوي، ټول هنرونه غواړي  د انسان ذهن وژباړي او د بل انسان ذهن یې له درک څخه په خوند اخیستلو روږدی کړي، همدا دی د هنر منطق او ماهیت .

عجیبه ده، چې هنر د بشریت تر ټولو انسانمحوره هڅه ده، ځکه خو ډېره خالصه او له هر ډول ریا، دوکې او چل څخه پاکه ده. هنر هغو دروغو ته ورته دی، چې پر انسان یې مثبت اغېز د هر ډول ریښتیا له ګټې څخه ډېر دی.  

که تاسو پر لاره روان یاست او غواړئ یوه هدف ته ځان ورسوئ، په حقیقت کې یو ګټور کارکوئ، خو که ناڅئ  نو هيڅ ګټور کار نه کوئ، خو اهمیت او ارزښت یې تر عادي پرلاره تللو څخه ډیر دی، ځکه تاسو ښکلا پنځوئ او ښکلا د بشریت ستره ورکه ده، چې تل یې روح ورپسې سرګردانه دی.

یو مهال مې د معاصرې شاعرۍ پر بهیر کره کتنه کوله، ډیر ځله د ژمن او ناژمن هنر له دیالېکتیکي ټکرونو سره مخامخ شوم، التزام او عدم التزام مې مخې ته راتلل، هغه مهال مې د خپل دې کتاب پر لومړۍ پاڼه ولیکل :

(( نه هنر د هنر لپاره ! )) او نه هم (( هنر دژوند لپاره ! ))، بلکې  (( هنر او ژوند دواړه د انسان لپاره )).

کلونه وروسته مې د خپلې دغې پایلنیونې تفسیر ته زړه وشو، چې دادی څو کرښې به یې له تاسو درنو سره شریکې کړم.

هنر، ادبیات او بشري علوم، د هرې ټولنې له ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي بدلونونو سره موضوعي بدلون مومي او ډېرځله د منځپانګې بدلون د فورم او شکل بدلون هم له ځانه سره لري.

د بېلګې په توګه سېمبولیزم د نولسمې پېړۍ د پای په لسیزو کې د درېیو سترو شاعرانو هر یو ه شارل بودلر (Charles Baudelaire)( ۱۸۲۱ـ ۱۸۶۷)، ارتور رمبو (Arthur Rimbaud) (۱۸۵۴ـ ۱۸۹۱) او ستفان مالارمه (Stephan Mallarme) (۱۸۴۲ـ ۱۸۹۸) له خوا مطرح شو، دغو درېیو واړو شاعرانو د اروپا په معاصره شاعرۍ کې یو د پام وړ بدلون راوست. همدوی د ( نوي شعر) د پېلوونکو په توګه هم ګڼل کېږي، که څه هم تر دوی وړاندې نامتو امریکايي شاعر ادګار الن پو (Edgar Allan Poe) (۱۸۰۹ـ ۱۸۴۹) په شعر کې د نویو سېمبولونو کارونه لوړې څوکې ( اوج) ته ورسوله، تردې بریده چې د اروپايي سېمبولیزم پلار شارل بودلر د هغه (پو) له اثارو سره د بې کچې مینې له امله د هغه یو شمېر شعرونه او کیسې فرانسوي ته وژباړلې.

د سېمبولیزم مخکښان په پیل کې په ابهام تورن وو، ځینو ویل : هغوی هغه څه چې غواړي ویې وايي نه یې شي ویلی او هغه څه چې نه یې غواړي ویې وايي داسې یې وايي چې نور پرې نه پوهېږي. خو د دوی د اثارو په اړه قضاوتونه ژر بدل شول ډېر ژر هغوی مینه وال وموندل او ډېرو هڅه وکړه چې د هغوی شعرونه تفسیر او تعبیر کړي.

په دې توګه وینو چې سېمبولیزم او سېمبولیستانو ورو – ورو د لویدیځ پر ادبیاتو خپل اغېز زیات کړ، وروسته د دغه مکتب لاروي له فرانسې څخه انګلستان، روسیې او جرمني ته ورسېدل، په انګلستان کې جرج مور سېمبولیک اثار وژباړل او وروسته ځوانو شاعرانو ریچارد لوګایی ین، ویلیام باتلریتیز، ارنست داونسن او لیونل جانسن په لندن کې سره را غونډېدل او د سېمبولېستانو هغسې مجالس یې جوړول لکه په فرانسه کې به چې د مالارمه په کور کې جوړېدل.

سېمبولیزم درهغه عصر درسیاسي، فرهنګي او ټولنیزو شرایطو زېږنده و، چې نه یوازې منځپانګه، بلکې تفکر او هنري فورم هم ورسره نوی شو.

رومانتیسیزم هم  له فیوډالي دوران څخه د پانګوالۍ دورې ته د ګوزار په اقتصادي عصر کې راڅرګند شو، چې د اروپايي انسان د هیلو او غوښتنو تمثیل یې کاوه.

زه غواړ م د پورتنۍ قاعدې او تېرو دواړو بېلګو له یادولو څخه ورو ورو پایلې ته ورلنډ شم.

موږ په شدت سره بې عاطفه کېږو، معنویات بایلو او د ګټې یا لا ډېرې ګټې پردې مو د انسانیت پر سترګو راخورېږي. موږ په یوه ځانګړي سیاسي، اقتصادي او فرهنګي عصر کې یو، چې تر هرڅه ډیر د انساني عواطفو بېرته را ژوندي کولو ته اړتیا لرو. دا کار تر هرڅه او هرچا ډېر او ښه؛  هنر او ادبیات کولای شي.

زما دا خبره هيڅکله په دې مانا نه ده، چې زه به ګواکې هنر او ادبیاتو ته د التزام بند ورپه غاړه کوم.  غواړ م هنر او ادبیات یوه داسې انساني ټولنه وژغوري، چې له حتمي سقوط سره مخامخ ده.

هغه پوښتنه یا ستونزه چې ما دغې غوښتنې ته اړکوي، د نړیوال کېدو په درشل کې  د دې نااعلان شوې ادعا ګواښ دی، چې (( په سیاست کې اخلاق نشته ! ))

نو که داسې وي، ایا معنویات مړه شوي دي.؟

که هو، نو  د درېیمې نړۍ هغه ټولنې به څوک ژغوري، چې د نړیوال کېدو له چټک کاروان سره یوځای مزل نه شي کړای  او ناچاره دي،  چې د دې چټک کاروان ترګامونو لاندې دل شي.

پورتنۍ ادعا موږ د معنویاتو تشې ته متوجه کوي، موږ هر څومره چې له عاطفې او اخلاقو څخه لرې کېږو، په حقیقت کې له انسانیت څخه ځان ورکوو.  ایا وخت یې نه دی چې انسانیت ته د بېرته راګرځېدو هڅه وکړو،  په دې لاره کې  به هنر او خلاقیت راسره مرسته وکړي.

بېرته راګرځو د لومړنیو انسانانو د سمڅو انځورونو ته، چې غوایې د ډېرو شیدو په هیله اوږده کړې وه او اس یې د اسانه سورلۍ په هیله رالنډ کړی و.  زموږ هیله داده چې سولې ته ورسیږو او د (یوازې ډیره ګټه ) ترڅنګ انساني عواطف هم ولرو،  هنر او خلاقیت زموږ ننني ارمانونه څنګه انځورولای شي.؟

د (مدینه فاضله) انځورول نه غواړو، خو هنر او خلاقیت به انسانمحورۍ ته  راګرځوو. هنر او خلاقیت تللی دی، دومره درنې ژمنې او التزامونه یې منلي دي، چې نور د مسخ کېدو په حال کې دی، هنر و خلاقیت د تشو حماسو په نامه شعارونه ورکوي، سیاست کوي او د هغو ډلو لپاره په چوپړ بوخت دی، چې د تش په نامه هنرمند یا ادیب ګټې یې په لاس کې دي. ځکه خو وایو، چې که هنرو خلاقیت بېرته  په انساني چورلیز ( محور) راوڅرخي، نه یوازې چې خپل اصلي  بهیر ته به ورسم شي، چې له بې ځایه التزام څخه به هم وژغورل شي.

انسان دطبیعت یوه برخه ده، د طبیعت دا برخه  د بل انسان په ذهن کې څنګه ارزول کیږي؟ هنر دې پوښتنې ته ځواب موندلای شي.  اخلاق د ټولنیزو قراردادونو هغه ټولګه ده، چې د انسان مادي وجود ته معنوي ماهیت وربښي او له بل انسان سره یې ګډ ټولنیز ژوند تنظیموي، ایا کولای شو، د هنر او خلاقیت په مرسته، دغه ټولنیز ارزښت وژغورو او د انسان د بشپړ مادي کېدو مخه ونیسو؟

دا د خواشینۍ ځای دی، چې زموږ ایډیاله بیا پنځونه دا وي، چې یو خیالي (انسان) انځور کړو.

مولانا پېړۍ پېړۍ پخوا ویلي وو :

 

دي شیخ با چراغ همی  گشت گرد شهر

کز دیو ودد ملولم وانسانم آرزوست

گفتندیافت می نشودجسته ایم ما

گفت آنک یافت می نشودآنم آرزوست

 

ایا مولانا هم په انسانیت پسې ستومانه   و؟

غواړم د افغاني رنسانس  د پیلامې لپاره پر معنوي ځواک تکیه وکړو او له هنرو خلاقیت څخه هیله ولرو، چې پر انسانمحوره تفکر  یې را پیل کړي. د طبیعت یوه برخه (انسان) به هغه ډول انځور کړو، چې غواړو یې. ګوندې وي، چې همدغه ایډیال انسان ته د ځان رسولو هڅه د هغه بشري بدلون پیلامه شي چې موږ ورته په تمه یو.

شریک کړئ