شیخان چې هومره بندګي طاعت کا
کـه اجر غواړي، څه قباحت کـــــــــــــا
هغـــه بنـــده بـــه نابـــــود بنــــــــده وي
چې په طمع دڅښتن خدمـــــــــت کــا
خوشال خان خټک
ولې انسان ؟
-VI-
د اخلاقو جمهوریت
د ټولنپالو ( سوشلیستانو) ارمانښار (Utopia) هماغه دی، چې په کې د انساني کړنو، فکر او وینا ګټه ټولنې ته ورسېدلای شي، نه هغو ګوتشمېر وګړیو ته، چې بیا له دغې (ګټې) څخه د نورو ډېرګړیو ( عوامو) د ځبېښاک لپاره کار واخیستلای شي. داسې ارمانښار ته د رسېدلو هڅه که د خلکو له منځه یا له لاندې څخه مخ پورته پیل شي، نو انګېزه یې اخلاق دي او که د ټولنپال سازمان له خوا ( له پاسه مخ کښته ) راپیل شي، نو انګېزه به یې د اوښتونپالو ( انقلابیونو) سازماني کړنې وي.
پر همدې زمکه د اخلاقو یو خورا اسانه او لنډ پېژاند ( تعریف) موندلای شو :
اخلاق د انسان هغه ارادي او وړیا کړنه ده، چې ګټه یې نورو انسانانو ته ورسېږي. هرکله چې یوه ټولنه پر داسې کړنو هوکړه وکړي، مانا یې دا، چې اخلاقي تړون ( قرارداد) یې رامنځته کړی دی.
اخلاق ـ ګټې ؛ ډایالېکتیک
لرغوني انسان،چې له پیله یې د ولږې او ژوندساتنې غریزه پېژندله، په خوړو پسې راووت. د (ګټې) لومړنۍ سرچینې یې وپېژندلې او د ورخپلولو هڅه یې پیل کړه. د مالکیت تنده له همدغې مادي هڅې څخه راوزېږېده. تر دې وروسته جنسي غریزه او د جنسي غریزې په پایله کې د نسب عاطفي تړاو په داسې معنوي اړیکو وتاړه، چې وروسته یې د ده د اخلاقي تړون بنسټ وروپېژانده. د ګټې لپاره هڅه له یوې خوا او له بل انسان سره د یوې نامادي ( معنوي ) اړیکي عاطفي کاږنې (جاذبې) له بلې خوا، انسان د دوو ډایالېکتیکي ځواکونو ترمنځ ودراوه؛ ( ګټه ) یوې خواته او (اخلاق ) بلې خواته. ( مادي ) او ( معنوي ) مفاهیم هم له همدې ځایه سره بېل شول، د ژوند مادي اړخ پر ګټه ودرېده او معنوي اړخ پر اخلاقو.
دا پر همدې ځای ، خو د انسان بله ربړه له طبیعت سره مخامختیا او تر طبیعته ور لوړ، یوه بشپړ ځواک ته د پناه اخیستلو ویره او تلوسه وه، اسطوره همدلته د انسان ژوند ته ورننوتله او هر چا د ځان لپاره پر یوه ستر ځواک باور تعریف کړ. د ټولنیز ژوند لومړني تړونونه د ګټې او اخلاقو له ډایالېکتیکي ټکر څخه د سېنتېز(Syntheses) په توګه رامنځته شول . انسانانو د دې لپاره چې ټولنیز تړونونه له خپلو عقایدو سره وتړي او د عملي کولو لپاره یې د اسماني ( ماوراالطبیعة ) ځواک / ځواکونو ملاتړ هم راخپل کړي ، نود لومړنیو قوانینو پر جوړولو یې پیل وکړ. له قوانینو، عاطفې، ګټې او عقیدې سره د اخلاقو ډایالېکتیکي اړیکه له همدې ځایه سرچینه اخلي، په بله ژبه اخلاق د دې ټولو یوه یوه برخه له ځانه سره لري.
ارمانښار پر اخلاقي تاداوونو ودان دی، ځکه خو یې حقیقي وجود هيڅکله نه شو موندلای. خو د ارمانښار د تصور پربنسټ لومړني ښاردولتونه جوړ شول، چې په کې اخلاقو خپل ځای قوانینو ته ورکړ. د قوانینو له التزامي رعایت څخه دولتونو څارنه کوله، له همدې کبله ښاردولتونو د اخلاقي اړتیاوو پربنسټ د داسې قوانینو پر جوړولو لاس پورې کړ، چې ټولنې په خپل منځ کې سره قرارداد کړي ول.
د اخلاقو ماهیت د هغو په ناقراردادي او خپلخوښي رعایت کې دی. د همدې خپلخوښې رعایت لپاره، نږدې ده ووایم، چې اخلاق د ټول عمر لپاره ارمانښار ته شړل ( تبعید) شوي دي.
له مادي اړتیاوو مشبوع شوی انسان ځکه د اخلاقو په هکله فکر کوي، چې غواړي هستۍ او ژوند ته ورڅخه مانا او خوښي راپور کړي، حال دا چې قوانین ټولنیز نظم په سیوري کې د مادي ګټو د خوندي ساتلو لپاره قرارداد کېږي.
په انساني وجود کې اخلاقو ته تمایل عاطفي سرچینه لري، خو د مادي ګټې د ساتنې لپاره د قوانینو قرارداد کول عقلي پروسه ده. دلته نو سړي ته ویره پیدا شي، چې عقل او اخلاق ولې یو بل په رسمیت نه سره پېژني؟ دا بېله خبره ده، چې انسان د اخلاقي عمل د بشپړېدو لپاره عقل استخداموي، خو دا به سمه نه وي، چې د یوه اخلاقي عمل سرچینه دې عقل وګڼل شي، ځکه عقل د ( ګټې) مریی دی. که تاسو کله اخلاقي عمل کوئ، د دې لپاره چې خلکو ته ( ښه انسان ) وبرېښئ، په حقیقت کې تاسو اخلاقي عمل نه دی کړی، بلکې د عقل په حُکم مو د اخلاقي کړنې تمثیل کړی ، چې خلک مو ( ښه ) وبولي. انسان د خپلې ګټې لپاره غواړي ( ښه ) وګڼل شي.
د ګټورتیا پر بنسټ د اخلاقو د بحث لویه برخه د (Utilitarianism) فیلوسوفي ته ورګرځي، چې جان سټوارټ مېل له بنتهام څخه په الهام په ۱۸۶۱ عیسوي کال کې په همدې نامه خپره کړه.
د ګټورتوب فیلوسوفي پر اخلاقي بنسټ ولاړه ده خو دلته اخلاق د انسان د رواني خوښۍ او له ژوند څخه د خونداخیستلو لپاره د یوې وسیلې په توګه مطرح دي، نه د ژوند د هدف په توګه .
تر ده وړاندې، تجربي فیلوسوف ډېويډ هيوم په فیلوسوفي کې د اخلاقياتو بحث د ننه ایستلو په وړاندې خپل مخالف اعلان کړی و. هیوم ویل د حق او ناحق د تشخیص توان د انساني عقل ذاتي ځانګړنه ده . هیوم هم اخلاقي کړنې د انسان په عاطفې او احساساتو پورې تړلې ګڼلې نه په عقل پورې.
هیوم ویلي وو:
"ټول د نورو د هوسایینې لپاره احساس لري، موږ ټول د رحم او زړه سوي تومنه په ځان کې لرواو دا زموږ له عقل سره تړاو نه لري. "
ارمانښار د اخلاقو جمهوریت دی. په دغه جمهوریت کې [ که وجود ولري] مېشت ښاریان د دې لپاره اخلاق رعایتوي چې دوی له آره ښه دي، نه د دې لپاره چې د نورو له خوادې (ښه) وګڼل شي. د ګټې لپاره د قانون رعایت جمهوري عمل دی، نه اخلاقي. د قوانینو د څارنې مسئول ادرس ښاردولت دی او اړیکه یې ـ د وار له مخه شوي ټولنیز قرارداد پربنسټ ـ د عقل له خوا تنظیمېږي، خو د اخلاقي عمل د څارنې مسئول انساني ( زه ) دی ، چې باخبره ضمیر یا ( وجدان) هم ګڼل کېږي، د دې عمل انګېزه عاطفي ده او وارله مخه قرارداد شوې نه ده.
د بشري ژوند د غځېدو لپاره د اخلاقو او ګټو ترمنځ دایالیکتیکي مخامختیا له خورا لرغونې زمانې څخه راروانه ده او تر څو بشر شته همداسې به پرمخ ځي. انسان هر ځلې، چې د ګټې له یوې برخې غریزې څخه مشبوع شي، نو یو ځل بیا اخلاق راپه یادوي، له همدې کبله اخلاق هيڅلکه نه مري.
یو حقوقي بحث داسې هم دی:
اول حالت : چې یو عمل د ځان په ګټه او د نورو په تاوان وي، دا ناقانونه کړنه ده.
دویم حالت : که یوازې د ځان په ګټه وي، خو نورو ته یې زیان ونه رسېږي دا قانوني کړنه ګڼل کېږي.
درېیم حالت : چې د یوې کړنې ګټه نورو ته ورسېږي، پرته له دې چې ځان ته د ګټې رسولو انګېزه په کې وي، همدغه اخلاقي کړنه بلل کېږي.
دلته نو بله پایله اخلو، چې اخلاق او ګټه له خپلمنځي ډایالیکتیکي مخامختیا سره سره ، یو د بل منافي ( له منځه وړونکي) نه دي . موږ په اوله کې ویلي وو، چې د اخلاقو ماهیت همدا دی چې نورو ته یې ګټه ورسېږي.
ګټه او اخلاق همدلته د ډایالېکتیکي مخامختیا ترڅنګ د عامل او معلول غبرګ اړیکي هم سره لري. دا اړیکه دوه اړخیزه ده، اخلاقي پاروونه د دې لامل کېږي، چې نورو ته ( ګټه ) ورسيږي او همدا ګټه ده چې اخلاقي عمل رامنځته کوي.
ګټې ـ اخلاق؛ جګړه
که د ځانځاني ګټو لیونتوب ( جنون ) دومره پیاوړی شو، چې له امله یې نا اخلاقي چلند رامنځته شو، دلته نو ګټې او اخلاق یو د بل په وړاندې د جګړې پړاوته ورننوځي او په دې توګه د اخلاقو جمهوریت سقوط کوي.
د وګړي ( فرد) په دننه د ګټنې غریزي لاوا( Lava) چې راوجوشېږي [ ډېر ځله یې لامل مادي فقر، ټولنیزې ناخوالې او د قانون تشه وي] نو د اخلاقو په وړاندې د ګټې جګړه پیلېږي. د ګټې غریزه ځواکمنه ده او ډېر ژر د وګړي ( زه ) نیسي ( تسخیروي) او اخلاق د فرد په وجود کې دننه ارمانښار ته ورشړي.
د اخلاقو په نشت ( غیاب) کې هر څه روا دي. د اخلاقو په تشه کې قوانین او ان دیني ارزښتونه هم ماتېدلای شي او په دې توګه وګړی ( فرد) د ګټې لپاره جنایت ته مخه کوي.
که د ټولنیزو کړکېچونو له امله د داسې وګړیو شمېر ډېر شي، نو ربړه له فردي وضعیت څخه ټولیزه او ټولنیزه کېږي. که اخلاق له ټولنې څخه هم ارمانښار ته تبعید شول، بیا نو د جنایت ټولنیزې څپې په خپل ټول زور د قوانینو او بیا د دولتونو بنسټ ورړنګوي. انګېزه لا هم فردي ګټې وي، که څه هم د فردي ګټو تر لاسه کولو لپاره عمل ټولیز یا ډله ییز وي،خو انګېزه هماغه د وګړي ګټه ده. د ګټې جنون ورو ورو اخلاق او داخلاقو فردي سرچینه (معنویات او عواطف ) کمزوري کوي. کټ مټ د هغې چینې په څېر چې خټې او ډبرې یې د راوتلو لاره بنده کړي. د اخلاقو د تبعید پر مهال له قوانینو تېښته او د ګټنې جنون ورو ورو په ټولنیز عادت او په پای کې د حاکم فرهنګ په یوه برخه بدلېږي. اخلاق د کمزوریو وګړو مجبوریت ګڼل کېږي او هر اخلاقي چلند د کمزورتیا سرچینه.
که په ټولنه کې اخلاق له شخصیتي کمزورۍ سره مترادف او په یوه مانا وګڼل شول، پوه شئ، چې ټولنه له خورا جدي کړکېچ او بحران سره مخ ده.
افغانستان د اوږدمهالې جګړې، تر جګړې لا پسې اوږدمهالي مادي فقر او کمزوریو دولتونو، قوانینو او اقتصادي بنسټونو، نا تراشلي ( ناصیقل شوی) فرهنګي ـ هنري اکر له کبله اوس له همداسې یوه اخلاقي ټولیز او ټولنیز کړکېچ سره مخامخ دی. ځکه دلته د نړۍ د تاریخ تر ټولو توره او ناولې بداخلاقي، یعنې انسانوژنه، تر هر بل ځایه ډېره او په اسانه ترسره کېږي. په یوه ټولنه کې اخلاقي بحران هغه مهال خپل لوړ کچ ته رسېږي، چې انسان خپل ارزښت له لاسه ورکړي هلته چې انسان د ډېرو کوشنیو مادي ګټو او تش په نامه ارزښتونو لپاره له ژونده محروم کړای شي.
په دومره پراخه انسانوژنه او انسانځورونه کې، که موږ لا هم د اخلاقو لاپې کوو، نو ځان ته دروغ وایو او دروغ ویل پخپله لویه بد اخلاقي ده.
لومړنی اخلاقي جرئت د یوه بربنډ حقیقت څرګندول او اعتراف دی، که داسې اخلاقي جرئت کولای شو، نو باید ووایو: "موږ د یوې ژورې بداخلاقۍ له دورانه تېریږو."
چا، څومره او چېرته د ګټو او اخلاقو پر جګړه خبرې کړي؟
له ارمانښاره د تبعید شویو اخلاقو د راستنولو هڅه څه وخت شوې؟
دا هغه پوښتنې دي، چې باید ځواب ومومي.