INSAN Magazine

د انسانيت د معراج پر لور دويم ګام

میزان ۱۰مه ۱۳۹۸

(دويم انسان) مې ولوست. کوشش کوم، چې پخپله پر دې (انسان) او يو څو ليکنو يې خبرې وکړم.

مجله په ډېر ښه صحافت چاپ شوې ده. دواړه پښتۍ يې تقريبا تکې سپينې دي. د سپين رنګ انتخاب پکې خوندور او ګټور دى. سپين رنګ عموما د علم، سولې او ژغور غوندې د ښېګڼو سمبول دى، چې د دې مجلې له ادعا سره ښه اړخ لګوي، ځکه دوى هم د نوي فکر او پرمختګ ارمان پر زړه ساتي.

د سپين رنګ رواني اغېز هم جوت دى. د انسان په ذهن کې بېلابېل مساىل له يو بل سره مربوط وي او لکه د انجړ تار غوندې يې کمپليکس(غوټه/پېچلتيا) جوړه کړې وي. د دې پېچلتيا له لاسه انسان په خپل ذهن کې تاريکي او ابهام احساسوي؛ نو چې رڼا وويني، د پېچلتيا نارامي يې يو څه راکمه شي او په مسايلو کې وضاحت غوندې احساس کړي. سپين رنګ چې د رڼا استازى دى، په ذهني ارامۍ کې لاس لري. په نقاشيو کې به مو ليدلي وي، چې تياره رنګونه زياتره د کيفيتونو د پېچلتيا لپاره کارېږي.

د (انسان) بله ښېګڼه د ښه فونټ انتخاب دى. فونټ چې له وضاحت سره سره راښکونکى وي، لوستونکى يې په خوند لولي. که فونټ د کتاب په دلچسپه کولو کې لاس نه لرلاى، زموږ پخواني ديوانونه به ټول په يوه اېغ نېغ فونټ واى او د خطاطۍ هنر به دومره پرمختګ نه کاوه. انسان که له يوه څيز نه عملي استفاده کوي، ورسره په هغه څيز کې د خوند بڅرى/ذريعه هم لټوي. تنوري ډوډۍ د عملي ګټې لپاره پخوي، خو ورسره د دواړو سيخانو له ترنګولو نه خوند اخلي. ډرايور که د موټر په چلولو کې خوند ونه مومي، کېداى شي زړه ورته ښه نه کړي. کتاب چې لولو، د معلوماتو د اړتيا له پوره کولو سره سره خپله ذوقي يا هنري تنده هم خړوبوو، چې دا خوند يا د کتاب د ژبې په مانا کې پټ وي، يا په بڼه کې.

خوندور ډيزاين راباندې کېداى شي، ډېر بېخونده کتاب او مجله هم په خوند ولولي.

د (انسان) پر لومړۍ پښتۍ دا جمله ليکې ده''د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې پر ځمکه). لومړى خو د (انسان) نوم د دې مجلې وړ نوم دى، ځکه چې موضوعات يې هم د انسان اړوند دي او بل که انسان د کايناتو مرکز نه هم وي، خو د ژوند د لوري د بدلولو وړتيا لري. که انسان جوړ شي، هر څه جوړ دي. په هغه پاس عبارت(د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې پر ځمکه) کې لوى خڼډ (پر ځمکه) دى. دا ګومان کوم د دري د (بر زمين...) نېغه ژباړه ده. له بلې ژبې نه د مستقيمې ژباړې لوى عيب دا دى، چې ابهام پيدا کوي، ځکه چې په موخنه ژبه کې تاريخ نه لري. په دري کې دا ډول عبارت(بر زمين فلسفه...) د (موضوعاتو) په مانا کارېږي، خو په پښتو کې – چې بيا مو لوستونکي له دري سره اشنا هم نه وي-داسې جملې-چې بيا د پښتۍ جملې وي- ابهام پيدا کوي او ځان ساتل ترې پکار دي. اسانه يې په لينديو کې ليکلى شو، چې (فلسفه، ارواپوهنه او ټولنپوهنه).

له دې سره سره چې پر پښتۍ د (د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې پر ځمکه) عبارت ثبت دى، خو د (انسان) دا ګڼه (هنر او خلاقيت) ته ځانګړې ده. هنر به له فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې سره تړاو لري، خو هنر د خپل تشخص خاوند دى. هغه درېواړه پوهنې دي او دا هنر دى. د هنر تړاو له فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې سره موضوعي دي. هنر د دوى له نظريو نه استفاده کوي، خو د هنر تشخص پر موضوع نه، پر طرز او تخنيک ولاړ دى. په هنر کې د فلسفي موضوعاتو له بيان نه د فلسفې له امله نه، د ارايې د طرز له امله خوند اخلو. علوم موضوع مهمه ګڼي او د ارايې طرز(ژبې) ته د وسيلې په سترګه ګوري، خو په هنر کې د موضوع حيثيت دويم دى او طرز لومړى دى؛ نو پر پښتۍ دې له (فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې) سره د هنر کلمه هم ورزياته کړي، چې لوستونکو ته يې پر موخه پوهېدا اسانه شي، ځکه چې هنر هم انسان پنځوي، له بوټي نه خو نه پيدا کېږي.

دا ګڼه (هنر او خلاقيت) ته ځانګړې وه، خو له يو څو ليکنو پرته نورې ټولې پر فلسفه او ارواپوهنه وې. له دې نه ښکاري، چې مجله والو دا پرېکړه وروسته کړې وه يا يې ليکوال له موضوع نه خبر کړي نه وو. د دې ستونزې ښه حل دا دى، چې پر تېره ګڼه يې ليکلي واى، چې راروانه ګڼه به مو پر (هنر او خلاقيت) وي، ليکوال دې پر دې موضوعاتو ليکنې وکړي.  پر هنر خو خير، خو پر (خلاقيت) پکې بيخي څه نه وو. يو خو د (خلاقيت) کلمه يو څه مبهمه وه. لکه چې د تخليقي ځواک لپاره کارېدلې وه. ښه دا وه، چې يواځې د (هنر) نوم ورکړل شوى واى.

د مجلې پر لومړي مخ د مسوول مدير، مرستيال مدير، سکرتر مدير، ايډيټر، مشر ايډيټر، د فرهنګى چارو د مسوول او د وېش د مسوول نومونه راغلي. لوستونکو ته به دومره ډېر نومونه بې ګټې ښکاري، خو داسې نه ده. لوستونکى د يوه کس خبره په اسانه نه مني، خو چې دا نومونه لولي، نو مطمين شي، چې (انسان) د يوه کس فکر نه دى، چې بابېزه يې وبولو، بلکې د څو افرادو فکر دى.

د (انسان) فکر د انسان په تېره د افغان انسان د خرافاتي فکر ننګونه ده. د (انسان) جرات د ستاينې دى. موږ چې پر خپل حيثيت او ژوند ويرېږو، د ډېرو حقايقو د بيان جرات نه شو کولى، خو چې تر څو دا جرات ونه کړو، د خپلې ټولنې د نجات لار نه شو موندلى. څوک خو به دا جرات کوي، چې خلکو ته ووايي، چې دا تاسې کوم دودونه او اخلاق د ارزښتونو په نامه منلي، هغه نور زاړه دي او له زمانې سره پکې د تګ شيمه نه ده پاتې. له نيکونو د راپاتې ناسمو اخلاقو له زاويې نه د حقايقو درک غلط دى. پکار ده، چې پر خپلو افکارو، اخلاقو او ژوند بيا فکر وکړو او معقول يې کړو، ځکه چې ''د پرون رښتيا د نن دروغ دي او د نن رښتيا به د سبا دروغ وي''.

 د انسان د فکري بدلون هڅه ارزښتمنه ده، خو احتياط بويه، ځکه چې که افراط وشي، خپل فکر ته خو به څوک راوانړولى شو، بده دا چې د نويو افکارو مخالف به شي. انسان د نويو افکارو پر وړاندې ډېر حساس او د بلا غوندې ترې ويرېږي، ځکه انسان خپله بقا په وراثت کې په ورپاتې دودونو او تجربو کې ويني او نوې تجربې ورته د خپلې تباهۍ نښې ښکاري، نو که (انسان) پر زړو تجربو کرښه راکاږي، پرځاى دې يې نوې معقولې تجربې وښيي، چې په ټولنه کې د اخلاقي تشې ويره پيدا ترې لوستونکي ونه انګېري، ځکه چې اخلاقي تشه تر بدو اخلاقه هم خطرناکه ده.

د (انسان) د نوي فکر دود څو ګټې لري، يوه دا چې موږ پر خپلو تجربو او افکارو شکمنوي او شک د پرمختګ کونجي ده. بل، نوى فکر راکوي او درېيم دا چې د فکر کولو چم راښيي. زموږ لويه غميزه دا ده، چې موږ د ازاد فکر وړتيا نه لرو، د خپلو دوديزو اخلاقو په حدودو کې فکر کولى شو، چې دې مو د پرمختګ مخه ډب کړې.

په (دويم انسان) کې په سرليکنې پسې جوخته د څېړندوى عبدالغفور لېوال ليکنه (ولې انسان؟) راغلې، چې خوندوره ده او پر هنر نوى فکر وړاندې کوي، خو د سرليک او موضوع تړاو ډېر ټينګ نه دى. د موضوع انتخاب ليکوال ته دومره لوى کړاو نه دى، څومره چې ورته د سرليک پيدا کول کړاو دى، ځکه چې سرليک دې قاطع وي، فصيح دې وي، له موضوع سره دې تړاو ولري او هنري ارزښت دې يې ثابت وي. له دې ټولو خواريو سره سره د سرليک په غوراوي کې زموږ د مخې لوى خنډ خپل سولولي سرليکونه وي، چې په ذهن کې د نوي سرليک د انتخاب پر وخت اوړي رااوړي او د وړ سرليک انتخاب ته مو نه پرېږدي.

لېوال صاحب په خپله ليکنه کې ډېر متردد ښکاري. ښه معلومات يې وړاندې کړي، خو منظم نه دي. د داسې تردد څو لاملونه وي، پر خپل فکر مو يقين نه وي، بل دا چې خپل فکر ته ښه ځير شوي نه يو او له نورو فکرونو سره مو يې پولې مشخصې کړې نه وي. ليکنې د يوه شخصي فکر د وړاندې کولو لپاره کېږي. دا فکر تر اخره پورې ثابت وي، که نه لوستونکى ورته ارزښت نه ورکوي. د همدغه تردد له امله د ليکنې سرليک (ولې انسان؟) دى او ليکنه د هنر پر انسانمحوري کولو څرخي. زه د لېوال صاحب د انسانمحورۍ په کلمه هم پوه نه شوم. ګومان کوم، چې له انسانمحورۍ نه لېوال صاحب ډېره انټيکه مانا اخلي او هغه د هنر په مټ د انسان فکري تحول دى. هنر که هر څومره د هنر لپاره شي، بيا هم انسانمحوره دى او موخه يې د انسان د احساساتو ترسيم او تشفي ده.

په (١٨) مخ کې د (فلسفه هنر دى او هنر فلسفه ده) ليکنه چاپ ده، چې د فلسفې او هنر پر تړاو پکې خبرې شوې دي. دا سمه ده، چې د فلسفې او هنر ترمنځ تړاو شته. هنر د خپل ماهيت د تشخيص لپاره فلسفې ته اړ دى او له بېلابېلو فلسفي افکارو نه د موضوعاتو په توګه استفاده کوي. همداسې د فلسفي مباحثو د بيان لپاره له هنري استدلاله او ژبې استفاده شوې، خو يو شى بېخى نه دي. خبره اسانه ده، پېچلي کول يې نه دي پکار. فلسفه، واقعيت چې څرنګه دى، همداسې يې درته ښيي، خو هنر ته واقعيت د تخييل پر لار ورتېرېږي او تخييل ورسره مبالغه او دروغ يوځاى کوي. د فلسفې استدلال پر علمي منطق ولاړ دى او د هنر په تخييلي يا هنري منطق.

جوخته ورپسې بله ليکنه د انور وفا سمندر (تخييل الهي نښه ده) راغلې. د سمندر صاحب له ليکنو خلک د ابهام شکايت کوي. د سمندر صاحب له ليکنو ښکاري، چې د الفاظو ښه لويه پانګه لري، خو له مترادفو او متناسبو کلمو نه افراطي استفاده کوي، چې دا يې په ليکنه کې ابهام پيدا کوي، ځکه تا يوه کلمه نه ده کارولې، چې لوستونکى ترې يو مفهوم واخلي، بلکې څو کلمې دې کارولي، چې مفاهيم هم ورسره له يو نه زيات شوي.

په علمي ليکنو کې د شديدې هنري ژبې کارونه د ليکوال خپل فکر ته زيان رسوي، يو خو د لوستونکو پام له فکر نه، هنري ژبې ته اوړي او بل فکر مبهم کوي. د ژبې له پلوه د سمندر صاحب بله ستونزه دا ده، چې کلمې په مجازي مانا خو کاروي، خو له نورو کلمو سره يې پر هنري منطقي تړاو فکر نه کوي. مثلا: زه يې دلته د همدې ليکنې دوه جملې ليکم، چې د مفهوم له پلوه دوه دي، خو د بڼې له پلوه پوره پاراګراف دى:

''...د خيال خدايي نښه راويښولى شم او له هغې څخه د حقيقت د ناکشف شوې، بې کلمې، بې خبرو، بې تصويره او بې شکله هندسه د کلمې په غلاف کې دغه مادي-ذهني جهان کې ستاسو د زړونو قدمونو ته غوړولى شم.''

د کلمو بې احتياطه کارونه په دې دوه جملو کې وينئ. د دې دومره کلمو او غونډونو د کارونې څه اړتيا وه، چې خبره دې يې پېچلې کړې. (د زړه قدمونه) او (د کلمې غلاف) خو ځه سم دي، خو د (نښې) او (ويښولو) ترمنځ څه ارتباط دى. نښه څرنګه ويښېږي؟ د حقيقت ناکشف شوې، بې کلمې، بې خبرو، بې تصويره او بې شکله هندسه څه مانا؟

د سمندر صاحب د ليکنو د ابهام او پېچلتيا بل لامل د ده خپل فکر دى. د ده فکر به دومره پېچلى نه وي، خو ده پرې دقيق فکر نه دى کړى، معلوم کړى او مشخص کړى يې نه دى، ځکه يې خبرې صريحې نه درک کوو او پاشلې راته ښکاري، لکه په کلمو او مفاهيمو کې چې ترې ورک وي.

د ډاکټر احسان الله درمل ليکنه (حقيقت زموږ تر حواسو لوى دى) ښه ليکنه وه. د احسان الله درمل وړتيا زموږ ټولو ملګرو منلې. په خپل مسلک (طب) کې خو يې په افغانستان کې سيال کم پيدا کېږي، خو په ادب کې يې هم مطالعه او د نثر او شعر ليکلو استعداد له چا پټ نه دى. د ليکنې سرليک يې بېخي د خپلې موضوع  هېنداره ده. درمل د ساينس له نظره د حواسو پر عيبونو ښه رڼا اچولې. په فلسفه کې داسې مکتبونه هم تېر شوي دي، چې يواځې پر حواسو يې اتکا کړې او د حواسو په مټ يې د مشاهدې او تجربې پر بنسټ خپل نظريات رغولي، خو داسې فلسفه هم شته، چې پر حواسو يې شک کړى او فلسفه يې د حواسو پرځاى د عقل تابع بللې ده، ځکه حواس موږ ته شيان چې څنګه واقعي دي، هغسې نه ښيي.

د احسان الله درمل د ليکنې ترتيب ښه دى. خپلې خبرې يې منظمې پېيلې وې او ګام پر ګام مخکې تللى و، چې له خبرو يې هم مانا اخيستل کېده هم خوند. بله ښېګڼه يې د دلايلو په توګه د خپلو شخصي مشاهدو او خاطرو بيان و، چې د ده ليکنه يې له وچ رسميته راايستلې. لوستونکي له ډېرو چوکاټي او بياني خبرو سره تنګېږي او د شخصي تجربو او خاطرو بيان راته نژدې او عملي ښکاري او خوند راکوي.

د محب زغم ليکنه (د شخصيت سازمان) د معلوماتو له پلوه ښه وه، ځکه د فرويډ ارواپوهيز معلومات که په ارواپوهنه کې ارزښتمن دي، په ادبياتو کې هم کارېږي، خو په ليکنه کې د ايډ، ايګو او سوپر ايګو څو تعريفونه ذهن ګډوډي. پکار وه، چې ليکوال هر يو مشخص کړي واى. دا سمه ده، چې دوى له يو بل سره ګډېږي، خو هر يو د خپل تشخص خاوند خو دى که نه. بله ستونزه پکې د مهمو مفاهيمو ډېروالى و. معلومات چې څومره ډېر وي، هغومره ښه دي، خو که پر مشخصو مفاهيمو وڅرخي، حافظه يې په اسانه اخلي، خو چې د بېلابېلو مفاهميو ترمنځ د ډېر اهميت، کم اهميت او ډېر کم اهميت درجې نه وي، حافظې ته خبره سخته وي.

په پاى کې هيله کوم، چې تر (لومړي او دويم انسان) وروسته د درېيم، څلورم، پينځم او ...په راتګ پاټکى په پاټکى هغه انسان ته ورسو، چې زموږ ارمان دى.

شریک کړئ