لنډيز:
د شلمې پېړۍ په سر کې فرديناند دو سوسور د تاريخې ژبپوهنې دود مات کړ او په ژبپوهنه کې يې د رغښت او نظام خبره مطرح کړه. په دې توګه سوسور د رغښتوالې بنسټګر وبلل شو. سوسور ژبه په لانګ او پارول ووېشله او پر ژبنيو توکيو د ويونو تر کچ خبرې وکړې.
د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې يو بل مهم ګام په امريکا کې نام چامسکي واخيست. نام چامسکي د جملې په سطح باندې د رغښت خبره مطرح کړه او د ژور او برسېر رغښت خبره يې وکړه. دا په نحوه کې مهم کار و، چې په ډېرو ژبو کې تطبيق شو. د نام چامسکي څېړنو پر ارواپوهنه، فلسفه او کمپيوټري ژبه اغېز وشينده. په دې ليکنه کې د نام چامسکي د نحوې پر تيورۍ او له رغښت نه د دې تيورۍ تر مانا پورې په سفر غږېږو.
سريزه:
احمد او محمود راغلي.
محمود او احمد راغلي.
دوى رادرومېدلي.
دوديزه نحوه له پاسنيو جملو سره موازي چلن کوي او پر ځانګړنو يې خبرې کوي؛ خو د شلمې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د زېږندې لېږندې ژبپوهنیزې تيورۍ له جملو سره عمودي چلن وکړ او د بېلابېلو جملهيي پاراميټرونو لپاره يې يو بنسټ وګڼله او ژور رغښت يې ورته ووايه.
د زېږندې لېږندې ژبپوهنې بنسټګر نام چامسکي دى، چې د شلمې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې يې په ژبپوهنه، فلسفه او ارواپوهنه کې يو مهم تحول ته لار پرانيسته، چې دې تحول يې کمپيوټر ته ژبه ورکړه او د نړيوال ګرامر تصور يې پيدا کړ.
د نام چامسکي پلار له روسيې نه امريکا ته راغلى راډيکال يهود و، چې په ۱۹۲۸ز کال د پنسلوانيا په فلادلفيا کې وزېږېد. پلار يې د عبري عالم و او نام چامسکي راته وايي، چې څرنګه يې په وړوکوالي کې له پلار سره د يوه عبري اثر په سمون کې مرسته کړې وه او له دې سره په دې پوه شو چې په ژبپوهنه کې خپله وړتيا ځلولاى شي. (Sampson, 1980, p130). د نوموړي لومړى ژبپوهنيز کار هم پر عبري ژبه و.
چامسکي د پنسلوانيا په پوهنتون کې د زلنګ هارس له سياسي نظرياتو اغېزمن شو. پر ژبپوهنه سربېره نوموړي دلته رياضيات او فلسفه ولوستل او کله چې هاوارډ پوهنتون ته لاړ، له رومن ياکوبسن سره مخ شو. ياکوبسن د پراګ د ژبپوهنيز مکتب مشهور ژبپوه و، چې په غږپوهه کې يې مهم کارونه کړي دي. دى هم په اصل کې روسى فورمولست دى، چې په روسيه کې د اکتوبر تر انقلاب وروسته له نورو فورماليستانو سره پراګ ته راغى او د يوه ژبپوهنيز مکتب بنسټ يې کېښود. ياکوبسن په دويمه نړيواله جګړه کې د نازيانو له وېرې امريکا ته وتښتېد او په هاوارډ پوهنتون کې يې د تدريس چارې پر غاړه واخيستې.
د ياکوبسن ليدو د چامسکي لپاره مهمه پېښه ثابته شوه. ياکوبسن په غږپوهه کې مهم کارونه کړي وو او دا تصور يې پيدا کړى و، چې د غږ په کچ د نړۍ د ټولو ژبو ترمنځ ډېر ګڼ ټکي موجود دي، چې نړيوالې فونولوژۍ ته لار پرانيزي. چامسکي په ژبه کې د نړيوالتوب خبره د جملې په سطح مطرح کړه. د نوموړي په اند، ټول انسانان يوه ګډه طبيعي ژبه لري، چې په دې ژبه کې موجود ژور رغښتونه د چاپېريال په ژبه کې لېږدي. د ژبو ترمنځ توپير له ظاهري ژبې پيدا کېږي؛ خو په ژبو کې ګډ ګڼ نړيوال اړخونه د نړيوال ګرامر امکان پيدا کوي.
چامسکي په ژبپوهنه کې پسرغښتوال بلل کېږي، ځکه چې د سوسور د رغښتوالې[1] پر بنسټ له نوموړي يو ګام وړاندې لاړ. د سوسور او چامسکي ترمنځ د کړندود ګډ اړخونه دا وو، چې سوسور هم د تقابل له مېتوده کار واخيست. تشريحي يې د تاريخي، لانګ يې د پارول، سينتاګم يې د پاراډيم او... پر وړاندې ودرول او په دې ډول يې سره تعريف کړل. چامسکي، وړتيا د فعاليت، زېږند د لېږند او ژور رغښت د برسېر رغښت پر وړاندې ودرول او سره مشخص يې کړل.
سوسور د پارول پر وړاندې لانګ ته اهميت ورکړ، چې په انتزاعي ډول د انسان په ذهن کې دى. په لانګ کې ژبه د خپلواکو ژبنيو کلمو په توګه موجوده ده، چې د دې ټولو کلمو ترمنځ د توپير او تقابل اړيکې دي او د دې اړيکو په رڼا کې موږ د دوى پر ماناوو پوهېږو. د سوسور په اند، جمله له پارول(مکالمې) سره تړاو لري. پارول انفرادي او خوځند دى، چې له همدې امله پرې خبرې نشي کېداى؛ خو لانګ ولاړ او ژبپوهنيز دى، چې د ژبې ماهيت راپېژني. سوسور ژبه د ژبنيو نښو(کلمو) په کچ مطرح کړه؛ خو چامسکي د سوسور تيوري تر جملې وغزوله او د ژبنيو واحدونو چلن يې ورسره وکړ. د لانګ دايره يې د جملو کچ ته پراخه کړه، ځکه نو په لانګ کې که په انتزاعي بڼه سوسور د کلمو خبره کوي، نام چامسکي يې د انتزاعي جملو ټولګه ګڼي، چې له فيزيکي پلوه د ګڼو جملو بنسټ جوړوي.
د لانګ دا نوې بڼه چامسکي مطرح کړه، چې په امريکا کې د موجودې چلنوالې[2] ژبپوهنې مخالف لورى و. بلوم فيلډ په امريکا کې د چلنوالې ارواپوهنې هغه رغښتوال ژبپوه و، چې د ژبې په زده کړه کې يې د ذهن اهميت کم او د چلن اهميت زيات کړ؛ خو نام چامسکي ژبه د انسان ذهني عمل وبلله.
نام چامسکي په ۱۹۵۵ کې د ماساچوست د ټيکنالوجۍ په انسټيټوټ(MIT) کې استاد شو. دلته له نوې ټيکنالوجۍ سره اشنايۍ د کمپيوټر لپاره د ژبې په ايجاد کې مرسته وکړه. دلته يې محصلانو ته پر نحوي جوړښتونو[3] لکچرونه جوړ کړل، چې د اثر په توګه په ۱۹۵۷ کې خپور شو او د ژبپوهنې په برخه کې يې مهم تحول راووست.
د چامسکي په اند ژبه د انسان طبيعي ځانګړنه ده. انسان له طبيعي پلوه د ژبې وړتيا لري. دا د هغه نظريو مخالفه وه، چې د ژبې پيدايښت او پېچلتيا يې د انساني ماغزو له لويوالي او د ژبې زده کړه يې په تقليد پورې تړله. هغه وخت په امريکا کې له لويو بيزوګانو سره خواري وشوه، چې ژبه زده کړي؛ خو بريالۍ نشوه. دې د چامسکي د نظريې تبر ته لاستى ورواچاوه، ځکه چې حيوانات يوازې تقليد کوي او يوه نښه په غريزه يي بڼه زده کوي؛ خو پر مانا يې نه پوهېږي او نه د انسان غوندې دا وړتيا لري، چې يوه نښه د بېلابېلو ماناوو لپاره وکاروي. (Benveniste, 1971, p 49)
آر ويونه: چامسکي، رغنده ګرامر، لېږنده زېږنده، وړتيا او فعاليت، ژور او برسېر رغښت، لېږند آرونه، ابهام، زېږنده ماناپوهنه، د F نظريه، قرينه
۱- زېږنده لېږنده:
د نام چامسکي په اند، انسان چې په کوم ژبني چاپېريال کې وزېږي، په هغې کې له مشترکې طبيعي ژبې نه ګڼې بېلګې لېږدوي، چې لومړۍ ته زېږنده[4] او دويمې ته لېږنده[5] وايي.
۱-۲- وړتيا او فعاليت:
له زېږندې نه تر لېږندې پورې دا سفر د انسان دوه ژبنۍ ځانګړنې ښيي. يوه دا چې انسان د ژبې وړتيا[6] لري. د چامسکي په وينا "وړتيا(competence) هغه انتزاعي ژبنى نظام دى، چې ويناوال په خپله مورنۍ ژبه کې د بې شمېره جملو پر توليد او پوهېدو برلاسى کوي او د ګرامري او ناګرامري جملو د توپير وړتيا ورکوي." د وړتيا پر وړاندې فعاليت[7] دى. ويناوال د ژبې د توليد فعاليت ترسره کوي او له يوه ژور رغښت نه ګڼ برسېر رغښتونه جوړوي. د چامسکي په وينا: " فعاليت په مادي بڼه د ژبې فيزيکي کارونې ته وايي." دا تقريبا د سوسور همغه د پارول تعريف دى، ځکه د هغې ځانګړنې هم انفراديت او ماديت دي.
په دې توګه انسان د ژبې د توليد وړتيا لري او د ژبني فعاليت په پايله کې يو ژور رغښت[8] په ګڼو برسېر رغښتونو اړوي. ژور رغښت هغه بنسټي او انتزاعي جمله ده، چې پر بنسټ يې په برسېر رغښت[9] پوهېږو( زيار، ۶۹) برسېر رغښت هغه فيزيکي جمله چې د ويناوال له خولې راوځي. ژور رغښت د څو برسېرو رغښتونو سرچينه وي.
۱-۳- د لېږند آرونه:
له ژور رغښت نه تر برسېر رغښت پورې په سفر کې جملې شپږ پړاوه وهي يا به داسې ووايو، چې يو ژور رغښت د شپږو آرونو پر بنسټ په برسېر رغښت اوړي:
۱- حذف[10]
۲- ځاى پر ځايينه[11]
۳- زياتول[12]
۴- ځايناستي(تعويض)[13]
۵- تلفيق/ګډون[14]
۶- بدلون
په دې لېږندو قواعدو کې مهم هغه تلفيق دى. د تلفيق مانا ګډون يا اختلاط دى، چې څو ساده ژور رغښتونه سره يوځاى کېږي او يو برسېر رغښت جوړوي(عظيمه، ۱۳۹۶، ۱۶۹). پاسنۍ شپږ پړاووه په لاندې برسېر رغښت کې وينو:
۱- ومې ليدل، چې په دې اړه نور غږېدل بې ګټې وو.
د دې جملې برسېر رغښت د لاندې درو ژور رغښتو زېږنده ده:
الف: ما وليدل.
ب: چې په دې اړه هر څومره ډېر وغږېږم.
ج: دا غږېدل بې ګټي دي.
۱- تلفيق: دا درې جملې لومړى په لاندې بڼه ګډېږي(تلفيقېږي):
ما ] په دې اړه چې هر څومره ډېر وغږېږم بې ګټې وو[ وليدل.
۲- حذف:په دويم پړاو کې (ما او چې هر څومره) حذف کېږي:] په دې اړه ډېر وغږېږم بې ګټې وو[ وليدل.
۳- بدلون: وغږېږم په غږېدل اوړي:
] په دې اړه ډېر غږېدل بې ګټې وو[ وليدل.
۴- ځاى پرځايينه: ځينې لېږند ټوکونه د موقعيت له پلوه ځايونه بدلوي:
وليدل ] په دې اړه ډېر غږېدل بې ګټې وو[
۵- ځايناستى: (نور) د (ډېر) او (مې) د (ما) ځايناستى کېږي:
و مې ليدل ] په دې اړه نور غږېدل بې ګټې وو[
۶- زياتول: په دې وروستي پړاو کې د دواړو جملو د تړښت لپاره(چې) ورزياتېږي:
ومې ليدل، چې په دې اړه نور غږېدل بې ګټې وو.
۱-۴- د ژور رغښت مانيزې دندې:
ژور رغښت د جمله پوهنې له مخې د ګڼو برسېر رغښتونو توليد ته لار هواروي؛ خو د ماناپوهنې له مخې هم ځينې مهمې دندې لري:
۱-۴-۱- ابهام له منځه وړي:
ابهام د صراحت پر وړاندې دى. که له يوې جملې نه يوه صريحه مانا وانخلو، مانا دا چې جمله ابهام لري. دا ابهام يا له کلمو نه پيدا کېږي، چې وييز ابهام ورته وايي يا د جملې له رغښته پيدا کېږي، چي ګرامري ابهام ورته وايي؛ خو کله داسې هم وي، چې رغښت هم سم وي او په کلمو کې هم ستونزه نه وي، خو بيا هم جمله مبهمه وي، دې ته لېږند ابهام وايي، چې ژور رغښت يې په له منځه وړو کې راسره مرسته کوي.
۱-۴-۱-۱- وييز ابهام: له څو مانيزو کلمو راپيدا کېږي:
۲- څانګې ته وختم.
"څانګه" يوه ګڼ مانيزه کلمه[15] ده، چې د ښاخ، ديپارتمنت او مسلک مانا لري. په پاس بېلګه کې لومړۍ دوه ماناوو ابهام پيدا کړى، چې د متکلم موخه دا ده، چې پښتو څانګې ته وختم، که ښاخ ته وختم.
په انګليسي کې يوه جمله ده:
3- I went to the bank last month
په انګليسي کې "bank" هم د درياب غاړې ته وايي او هم بانک ته. دلته ابهام له همدې دوه ماناتوبه پيدا شوى.
۳- بريال ښه قلم لري.
په پاس بېلګه کې په دې نه پوهېږو، چې د ويناوال اشاره د بريال په جيب کې موجود قلم ته ده، که د اصطلاح په توګه د بريال د ليکوالۍ وړتيا ته.
۴- تا ته ښه دولت غواړم.
"دولت" د پيسو او رياست غبرګې مانا لري. ښايي د ويناوال موخه پيسې وي يا کېداى شي، مخالف د دولت يوه مامور ته دولت په پېغور ياد کړى وي.
وييز ابهام يوازې د کلمو نه، بلکې د تړليو مورفيمونو په کچ هم کېداى شي:
۵- ځوانې ولولې او له وصاله نه پرهېز
د خيبر اپريدي شعر دى، چې په "وصاله" پسې راغلي "نه" ابهام پيدا کړى، چې د شاعر موخه نفي ده، که وتون پېر کې کارېدلى د "نه" اوستربل. البته ورپسې مسره څه نا څه د دې ابهام په له منځه وړو کې مرسته کوي. په ټوله کې د وييز ابهام د له منځه وړو دوه مهمې لارې موجودې دي. يوه دا چې ګڼ مانيزه کلمه په يوه هممانا هغې واړوو. مثلا: که د "څانګې" پرځاى "ديپارتمنت" ووايو، ابهام له منځه ځي يا د خيبر په شعر کې "نه" پر "څخه واړوو، ستونزه هوارېږي. بله لار دا چې د وراشې پر وخت د ويناوال او اورېدونکي ترمنځ خپلمنځي پوهاوى[16] شته وي او يا د موقعيت د قرينې[17] پر بنسټ اورېدونکى په اسانه پوهېږي، چې د ويناوال موخه د بريال په جيب کې موجود قلم دى، که د هغه د ليکوالۍ وړتيا.
۱-۴-۱-۲- رغښتي ابهام: چې د جملې د توکيو له ناسم ترتيب او رغښت نه پيدا کېږي:
۶- سنک زرک ونازاوه.
د پښتو جملې د ټوکونو د ترتيب پر بنسټ "سنک" فاعل او "زرک" مفعول دى؛ خو کله کله د تاکيد يا ځينو اړتياوو له مخې فاعل و مفعول خپل ځاى بدلوي؛ لکه: "سړى پېريانو نيولى" خو په دې جمله کې ابهام ځکه نشته، چې د پښتو د ګرامري خصوصيت له مخې د "پېريانو" اوښتې بڼه مو په اسانه پوهوي، چې فاعل دى؛ خو په پاسنۍ بېلګه کې نه پوهېږو، ځکه نو کله ويناوال اړوځي، چې په "زرک راپاڅېد، سنک يې ونازاوه." جملې سره دا ابهام ختم کړي.
۷- د پېغمبر اخلاق نه د ابوجهل.
پاس که "نه" له "اخلاق" سره پيوست وويل شي، يوه او که ترې بېل وويل شي، بله مانا لري؛ خو په دويم صورت کې پکار ده، چې "د ابوجهل اخلاق نه، د پيغمبر اخلاق" راشي او دا ښيي، چې دا له بېلتون و پيوستون څخه نه، بلکې له رغښته زېږېدلى ابهام دى.
۱-۴-۱-۳-لېږند ابهام:
ظاهري رغند ګرامر پر لېږند ابهام برلاسې نه ده، ځکه دا ډول جملې د څو مانيزو کلمو په تقليد څو مانيزې جملې[18] بولي:
۸- د هغوى خبرو بريالى وځوراوه.
دا جمله دوه ماناوې لري:
هغوى د بريالي په اړه خبرې کولې، ځکه يې بريالى وځوراوه.
د هغوى د خبرو موضوع بريالى وځوراوه.(عظيمه، ۱۳۹۶، ۱۷۸)
و مو ليدل، چې د دې جملې ابهام په وروستيو دوو جملو له منځه لاړ.
۱-۴-۲- هممانا جملې مشخصوي:
رغند ګرامر له هممانا جملو سره موازي چلن کوي؛ خو د زېږندې لېږندې جمله پوهنې له مخې هممانا جملې د يوه ژور رغښت زېږنده وي.
۹- کوم کتاب چې پر مېز پروت دى، زما دى.
۱۰- پر مېز پروت کتاب زما دى.(عظميه، ۱۳۹۷. ۱۶۸)
پاسنۍ دواړه جملې هممانا دي او په دې خبره د يوې ژبې ويناوال ځکه پوهېږي، چې د دې جملو په ژور رغښت خبر دى.
نام چامسکي په لومړيو کې په دې باور و، چې مانا د ژور رغښت ځانګړنه ده. برسېر رغښت د مانا په تغير کې لاس نه لري؛ خو "پينځه کاله وروسته، يعنې په کال ۱۹۷۱ کې يې د (ژور رغښت، برسېر رغښت او مانيز تعبير) تر سرليک لاندې مقاله وليکله او و يې ويل، چې د ځينو جملو د مانا په تعبير کې له ژور رغښت پرته برسېرن رغښت هم بايد په پام کې ونيول شي." (ارغند، ۱۳۹۶، ۱۴۴) له دې سره چامسکي پوه شو، چې کله د برسېر رغښت په بدلون سره په مانا کې بدلون راځي او دا د زېږندې لېږندې ژبپوهنې پر ملا کاري ګوزار و، ځکه چې برسېر رغښت ورسره همغه موازي اهميت پيدا کاوه، چې په جوړښتپال(ظاهري رغند ګرامر) کې يې درلوده او په دې توګه د زېږندې لېږندې د ژور او برسېر رغښت جادو کمېده. لاندې بېلګو ته وګورئ:
۱۱- احمد هم دا ستونزه هوارولاى شي.
۱۲- احمد دا ستونزه هم هوارولاى شي.
په پاسنيو جملو کې وينو، چې په برسېر رغښت کې مازې د "هم" په بدلون سره مانيز بدلون راغلى. د لومړۍ جملې مانا دا ده، چې ستونزه دومره اسانه ده، چې د احمد غوندې کمزورى کس يې هم هوارولاى شي او د دويمې مانا دا، چې ستونزه ګرانه ده؛ خو احمد دا وړتيا لري، چې دا ډول ستونزې هوارې کړي.
چامسکي په مانيز تعيبر کې د برسېرن رغښت د دندې د ښودلو لپاره د جملې د دوو برخو آره[19] او وړانداند[20] ترمنځ توپير وکړ.
آر يا اصل د جملې هغه برخه ده، چې نوې خبره پکې وي او وړانداند هغه قضيه ده، چې سموالى يې فرضي دى او ويناوال او مخاطب فکر کوي، چې مخکې له مخکې پرې پوهېږي. په پاسنۍ جمله کې نوې خبره او وړانداند له يو بل داسې بېلولاى شو:
لومړۍ پوښتنه: احمد هم دا ستونزه هوارولاى شي.
الف: وړانداندونه:
- دا ستونزه ساده ده.
- احمد د ستونزو په هواري کې تکړه نه دى.
ب: آر(اصل):
احمد دا ستونزه هوارولاى شي.
دويمه پوښتنه: احمد دا ستونزه هم هوارولاى شي.
الف: وړانداندونه:
- دا ستونزه سخته ده.
- احمد د ستونزې په هواري کې تکړه دى.
ب: آر(اصل):
احمد دا ستونزه هوارولاى شي.
وينو، چې د پاسنيو دواړو جملو مانيز توپير له وړانداندونو زېږېدلي.(يمين، ۱۳۹۲، ۲۴-۲۵(
په دې توګه هممانا جملې د عاطفې، تاکيد، ايجاز، کل و جز يا شمول او نورو موخو له مخې توپير لري او د يو بل پر ځاى راتګ يې مانيز زيان لري. هممانا جملې لکه د هممانا کلمو غوندې له يو بل سره په درو درجو کې وي:
۱-۴-۲-۱- زښتې زياتې نېژدې: دا ډول جملې چې د يو بل ځايناستې شي، تر زياتې اندازې د يو بل مفهوم افاده کوي:
۱۳- زه وياړ کوم، زه وياړم:
۱-۴-۲-۲- زياتې نېژدې: دا غرونه غرونه افغانستان دى، افغانستان د غرونو وطن دى، افغانستان يو غرنى هېواد دى، د افغانستان لويه برخه غرونه دي.
لومړى دوه جملې چې عاطفي ارزښت لري، د ادبي متن او وروستۍ دوه چې له عاطفي پلوه خنثى دي، د جغرافيې د کتاب جملې دي. مطلب دا چې عاطفې يې په ضمني ماناوو کي بدلون راوستى او د کارونې ځايونه يې وربدل کړي.
۱-۴-۲-۳-نېژدې هممانا جملې: خان کريم ومړ، خان کريم وفات شو، خان کريم رحلت وکړ، خان کريم مردار شو.
وينو، چې لومړۍ جمله د ژورناليزم دويمه او درېيمه د مذهبي عقيدت او څلورم د کرکې زېږنده ده.
۱-۴-۳- حذف شوې کلمې راښيي: دا د ژور رغښت درېيم نقش دى، چې په برسېر رغښت کې يې ترسروي:
احمد غوښتل چې لاړ شي.
دا جمله دوه مانا لري:
احمد غوښتل چې پخپله لاړ شي.
احمد غوښتل چې محمود لاړ شي
نو په پاسنۍ جمله کې "محمود" حذف و(عظيمه، ۱۳۹۷، ۱۶۸)
۲- زېږنده ماناپوهنه:
د "زېږنده ماناپوهنه" نومونه په لومړي وار په ۱۹۷۶ کې جارج ليکاف وکاروله. جارج ليکاف وروسته په ادراکي ژبپوهنه کې کار وکړ. د چامسکي شاګردانو او پيروانو لکه فودور، کتز، پستال، ليکاف او نورو د چامسکي تيوري ته مانيز لورى ورکړ. هغه لورى چې د "نحوي رغښتونو" د ليکلو پر مهال چامسکي هېر کړى و او ګومان يې کړى و، چې ګرامر له مانا خپلواک دى.
د ژبي دنده د مانا لېږد ده. مانا د ژبې بنسټي شرط (او موخه دى)، چې يو يوون(واحد) يې بايد په هر پوړ کې ولري، هله به دا واحد له ژبني حيثيته برخمن وي. يعنې د ژبې د نظام برخه به وي.(Benveniste, p103) په دې توګه له مانا پرته رغښت او له رغښت پرته مانا نشته او د مانا بدلون رغښت او د رغښت بدلون مانا بدلوي.
د زېږندې ماناپوهنې پر بنسټ، هر کس په خپله مورنۍ ژبه کې د ګرامري، ناګرامري، بې مانا او هممانا جملو د تشخيص او بېلولو وړتيا لري. دې ډول پوهې ته چې مانا پرې معلومېږي، په زېږنده ماناپوهنه کې د F نظريه وايي، چې لاندې برخې لري: جمله[21](s)، د جملې نحوي توصيف[22](Gs)، د جملې مانيزتفسير[23](Is) او د قرينې(اوب[24])(C) په اړه خبراوى، چې دا ټول F(S, GS, IS, C) جوړوي.(مقدم، ۱۳۸۳، ۱۲۳-۱۲۷)
يو ويناول په خپله مورنۍ ژبه کې د يوې جملې پر رغښت پوهېږي، بيا د دې جملې په لوست يا اورېدو يې مانا اخيستاى او تفسيرولاى شي او په دې تفسير کې د ژبې داخلي او بهرنۍ قرينه مرسته کوي. اورېدونکى يا لوستونکى په يوه متن کې د يوې جملې يا يوې کلمې په مانا له نورو جملو يا کلمو سره د تړاو په قرينه کې پوهېږي. همداسې له ژبې بهر قرينه ده، چې له ژبې سره د مانا په لېږد کې مرسته کوي؛ خو ساحه يې دومره پراخه ده، چې ډلبندي کېداى نشي، ځکه مهال، ځاى، فرهنګ، فردي ليد او نور رنګارنګ شيان رانغاړي. مخاطب د ويناوال په خبره په يوه فرهنګي او شخصي قرينه کې پوهېږي. کله چې يو پښتون چا ته ووايي، چې "سره ګورو به" نو که پښتو ژبه يې زده کړې وي؛ خو له فرهنګي قرينې سره يې اشنا نه وي، ښايي ګومان وکړي، چې د ويناوال موخه دا ده، چې چېرته سره ووينو؛ خو پښتون چې د خپل فرهنګ مطالعه کړې وي، په دې پوهېږي، چې ويناوال راته ګواښ وکړ. د کلمو او جملو ماناوې فرهنګي اساس لري، نو يو کس په خپله مورنۍ ژبه کې دا وړتيا لري، چې د فرهنګ په رڼا کې د يوې کلمې يا جملې په مانا پوه شي.
د زېږندې ماناپوهنې پر بنسټ مانا قاموسي وي. څرنګه چې جملې له کلمو جوړې وي، نو د جملو مانا په کلمو کې وي او په يوه جمله کې کلمې د نورو کلمو په مټ مانا کېږي؛ مثلا:
د پوهنتون استاد مې وليد.
د پوهنتون کادري غړى مې وليد.
کادري غړى چې په قاموس کې استاد دى، هممانا دي.
همداسې د زېږندې لېږندې تيورۍ پر بنسټ ترکيبي کلمې هم د لېږندو آرونو په پايله کې رامنځته شوې وي:
سپين ږيرى يعنې هغه کس چې ږيره يې سپينه وي.
پيشپړانګ: هغه حيوان چې د پيشو او پړانګ ترمنځ وي.
په دې توګه وينو، چې کلمې د قاموس غوندې د جملو په مټ تعريفېږي.
پايله:
له لېږندې جمله پوهنې نه تر زېږندې ماناپوهنې پورې سفر که څه هم کلونه ونيول؛ خو له رغښته د مانا پر لور کامياب سفر و. څرنګه چې د چامسکي لېږندې نظريې په نحوه کې يو مهم تحول و، داسې يې زېږندې ماناپوهنې مهم بدلون راووست.
چامسکي د رغنده ګرامر پر وړاندې چې له جملو سره يې موازي چلن کاوه، زېږنده لېږنده تيوري وړاندې کړه. په دې تيورۍ کې يو ژور رغښت په شپږو پړاوونو کې برسېر رغښت ته لېږدي.
چامسکي لومړى مانا او نحوي رغښتونه له يو بله خپلواک ګڼل؛ خو د ۱۹۶۵_۱۹۷۱ کلونو ترمنځ يې د مانا د ورزياتولو لپاره "د پراخه معيار نظريه" په رڼا کې پر خپله نظريه د «ژور رغښت، برسېر رغښت او مانيز تعبير» په ليکنه کې مانا ورزياته کړه. له دې سره د ژور رغښت پر پخواني نقش چې د ګرامري او ناګرامري جملو بېلتون و، د مانا نقش هم ورزيات شو او په زېږنده ماناپوهنه کې د ژور رغښت دنده د ابهام له منځه وړل، د هممانا جملو پېژندنه او په برسېر رغښت کې د حذف شويو کلمو معلومول وو.
په زېږنده ماناپوهنه کې يو کس په خپله مورنۍ ژبه کې د ګرامري او ناګرامري، هممانا او بې مانا جملو د بېلتون وړتيا لري او دې ډول پوهې ته F وايي، چې لاندې برخي لري: جمله (s)، د جملې نحوي توصيف (Gs)، د جملې مانيزتفسير (Is) او د قرينې(اوب)(C) په اړه خبراوى، چې دا ټول F(S, GS, IS, C) جوړوي.
په دې کې ژبني او ناژبني چېنلونه د مانا په لېږد کې لاس لري. فرهنګي قرينه له ژبې بهر داسې قرينه ده، چې د جملې پر مانا مو پوهوي.
ماخذونه:
- ارغند، ذبيح الله صاحب. ۱۳۹۶. ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندويه ټولنه
- زيار، مجاور احمد. ۱۳۹۶. پښتو ماناپوهنه. کابل: دانش خپرندويه ټولنه
- مجيد. عظميه. ۱۳۹۶. تحليل نظريه زايا ګشتارى در زبان فارسى. پايان نامه دکترى: ديپارتنمنت زبان و ادبيات فارسى درى پوهنځى زبان و ادبيات پوهنتون کابل
- مقدم، محمد دبير. ۱۳۸۳. زبانشناسى نظرى(پيدايش و تکوين دستور زايشى).ويراست دوم. تهران: سازمان مطالعه و تدوين کتب علوم انسانى دانشګاهها(سمت)
- يمين، محمد حسين. ۱۳۹۲. اساسات معنا شناسى. لومړى چاپ. کابل: بنګاه انتشارات ميوند(بام)
- Benveniste, Emile. 1971. Problems of general linguistics. Translated by M. E. M. US: University of Miami press
- Sampson, Geoffrey. 1980. Schools of linguistics (competition and evolution). London: Hutchinson & Co. (Publishers) Ltd
[1] Structuralism
[2] Behaviorism
[3] syntactic structures
[4] Generative
[5] Transformative
[6] competence
[7] performance
[8] Deep structure
[9] Surface structure
[10] deletion
[11] extrapostion
[12] addition
[13] substitution
[14] integration
[15] Polysemy
[16] Intersubjectivity
[17] Context
[18] polysemy
[19] Focus
[20] Presupposition
[21] Sentence
[22] Grammatical description of sentence
[23] Semantic interpretation of sentence
[24] Setting/context