INSAN Magazine

فرد او ټولنه

د سرطان ۲۴مه ۱۴۰۳

له اخلاقو نه يواځې د ټولنيز نظم مانا اخىستل سم نه دي، ځکه چې ټولنه د تمدن او ارتقا لپاره اخلاقي فضيلت ته هم اړتيا لري. مطلب دا چې له اخلاقو د فضيلت مانا ډېره معقوله ده.

که په ټولنه کې پر مادي او اخروي ګټو سربېره له يوې نېکۍ نه څوک خوند وانخلي او خوږ احساس ورنه کړي، هغه ټولنه په ښو اخلاقو هم مدني کېداى نه شي، ځکه اخلاق د تمدن په موخه نه کاروي.

زموږ د ټولنې اخلاق همداسې رواجي دي، چې خوند ترې نه اخيستل کېږي.

زه مې مشر ورور ته لالا وايم او تر ما دوه کشران ما ته نوم اخلي، خو نه ما کله انګېرلې، چې ګنې زه مشر ورور ته په (لالا) ويلو سره تر نورو ډېر احترام لرم او نه کشرانو حس کړې، چې ګنې ما ته په نوم اخىستو سپکاوى کوي.

فکر وکړئ، موږ نومونه يواځې د رواج په توګه کاروو. ډېر خلک شته چې پلار ته پلار جان او اغا جان وايي، خو په سپکاوي يې پوټى ډيل نه دي، داسې خلک هم پېژنم، چې مور ته نوم اخلي، خو له سره پرې تېر دي، دا ځکه چې موږ کله پر دې رشتو او له نومونو سره يې پر تړاو فکر نه دى کړى.

دا ځکه چې ټولنيزو اخلاقو خلک دومره زندۍ کړئ، چې فکر ته يې نه پرېږدي.

تر اوسه زموږ په ټولنه کې ښځې خپل مړونه په خپل نامه نه شي رابللى. د (اى، هغه، هابل، د وړو پلار او...) پردي نومونه ورته اخلي . کومه ښځه چې مېړه په خپل نوم رابولي او له ښاره کلي ته راشي، پر کليوالو بده لګي، چې دا وګوره خپل مېړه ته نوم اخلي. کومه ښځه چې مېړه ته نوم اخلي، هغه په کور کې واکمنه ښځه وي او ښکاري چې د کورنۍ نور غړي ورته د برابرۍ نظر کوي. زموږ په ټولنه کې ښځه ځکه مېړه ته نوم نه شي اخىستى، چې د سړو له لاسه د سړو پر وړاندې د کمترۍ احساس کوي او دا هم د ټولنې د جابرو رواجي اخلاقو برکت دى، چې ښځه يې د سړي زرخريده غلامه کړې او د واک ګردې لارې يې ورتړلې دي:

د جينکو خواره قسمته

لوګى بانه کړي، ژړا يار پسې کوينه

زموږ ټولنيز اخلاق دومره زورور او کلک زړي دي، چې د انسانانو، په تېره دښځو بنسټي حقونو، لکه د زده کړو، په خپله خوښه د واده، تر دې چې د خپلې خوښې د خوراک و څښاک مخه يې نيولې ده.

زموږ د ټولنې د کلک زړۍ او مشرواکۍ دا حال دى چې مشر کومه خبره وکړه، هغه د کاڼي کرښه ده او د بدلانه امکان يې نشته، ګنې تاريخ ثابته کړې، چې ډېرو مشرانو ډېرې ناسمې پرېکړې کړې او د ډېرو کشرانو خبرې سمې ختلې. دا ضرور نه ده، چې د پلار هره خبره دې سمه وي او د زوى ناسمه. ارواپوهنه راته وايي، چې د ځينو کسانو جسم لوى شي، خو ذهن يې همغسې وړوکى وي او ځينې کوچنيان او زلمي د ډېرو لويو مسايلو د حل وړتيا لري.

زموږ اخلاق موږ ته وايي، چې مشر، که ورور وي، که تره، که پلار، که ماما هره ناروا به منئ، ځکه چې هغوى تر تاسې مشران دي او درناوى يې پکار دى. مطلب موږ په چوپه خوله د ناسمې خبرې منلو ته اړ يو او دا مو د مشر د درنښت خبره ده، خو درنښت بېخي بېل شى دى. ته به د يوه چا درناوى کوې، خو له ډېرو خبرو سره به يې همغږى نه يې. درنښت دا نه دى، چې د يوه چا خبره بې چونه و چرا ومنه. درناوى يې کوه، خو ناسمه خبره يې مه منه، ځکه زموږ مشران زموږ د کشرانو ژوند هم په خپل لاس کې اخلي او دا د کشر پر ژوند ناوړه اغېز کوي. داسې ډېر سړي پېژنم، چې ښځه يې ورته کوله، نو مشرانو ترې پوښتنه نه ده کړې او ده هم په ټيټ سر د مشرانو د درنښت په نيابت منلې، خو اوس هغه مشران نشته، خو د دوى ژوند پر سکروټو دى.

دا دومره کلک زړي اخلاق مو ځکه پر ځان مسلط کړي، چې له موږ سره د ټولنې د شړېدو ويره ده.

پخوا چې اروپا د ټولنې د نظم د خونديتوب لپاره دا ډول اخلاق پر افرادو تپل، نو پر ضد يې د نولسمۍ پېړۍ په وروستيو او شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اګزيسټينشليزم پلويان راپاڅېدل، چې د ټولنې پرخلاف يې د افرادو د خپلواکۍ غږ پورته کړ.

د اګزيسټينشليسټانو په اند چې هغه کس ټولنې ته خىر نه شي رسولى، چې له ټولنيزه جبره ازاد نه وي. دوى ټولنيز ارزښتونه د انسان د فطري ازادۍ پر اوږو ژغ باله، چې پکار دي، اوږې ترې سپکې کړې، ګنې انسان به ورلاندې مړ شي.

د اګزيسټينشيلسټانو په وينا، چې  فرد څرنګه ژوند کوي او څرنګه له ژونده خوند اخلي، حق يې دى، ټولنيز جبر يې د مخنيوي حق نه لري.

خو که فرد ته دومره ډېره مخه ورکړو، نو ټولنه شړېږي. که د افرادو له يو بله رغېدلى، بيا به هم ښه واى، ټولنې ته به اړتىا نه واى. ټولنې د همدې افرادو له خپلمنځي تړاوه جوړېږي او دا تړاو چې ضرور دى، نو بايد معقول وي، نه پر جبر ولاړ وي، نه پر فردي خپلسرۍ.

نو تر څو مو چې د فرد او ټولنې پر تړاو فکر نه وي کړى او معقول کړى مو نه وى، تر هغې به سرګردانه او پاتې خلک يو.

شریک کړئ