جګړه د انسان له پیدایښت راپیل له بدهمرغه تر ننه دوام لري. د جنګپوهنې له مطالعاتو ښکاري، چې ځینو جنګ د انسان په ذات کې نغښتی بللی، مانا یې دا ده، چې انسان وي، جنګ به هم وي؛ خو دا نظریات په اوسني عصر کې چندانې د منلو نه؛ حتی د دې وړ هم نهدي، چې توجې دې شي. که د جنګ پر وړاندې انسان هېڅ نه دي کړي دومره شوي دي، چې ملتونه ډلییز جنګونه نه کوي. انسان چې د جنګ د محوه کېدا لپاره دومره وکړي، چې د جنګ بڼه داسې واړوي، چې له انسانوژنې پرته وشي؛ د انسانیت لپاره تر ټولو عظیم کار دی؛ همدا د جنګ د محوه کېدا معقوله لار ده.
ایا جنګ د انسان ذاتي مسله ده؟ اروا شننه او جنګ؟ د جنګ په اړه اخلاقي او حقوقي عقاید؟ مشروع او عادلانه جنګ؟ ایا جنګ له انساني ژوند محوه کېدای شي؟ په درېیم انسان کې د جنګ په اړه مختلف عقاید او د یادو بنسټیزو پوښتنو په تړاو بحث لولئ.
درېیم انسان به هر افغان انسان ته په زړه پوري وي، ځکه موږ اوس هم په جکړه کې ښکېل یو. د درېیم انسان بحث تر مخکینیو هغو ډېر سیستماتیک او ژور دی. پدې ګڼه کې د جګړې په اړه تر ۱۹عنوانونو لاندې تاریخي او علمي بحثونه لولئ. د ګڼې په ورستۍ برخه کې د ځینو جنګونو نقاشي شوي انځورونه هم کتلای شئ.
۱: سرمقاله: د جنګونو فکري سناریوـ ۱مخ
۲: ولې انسان؛ لیک: څېړندوی عبدالغفور لېوال ـ ۵مخ
۳: جګړه د انسان د وحشت یادګار؛ لیک: عبدالودود بشریار ـ ۹مخ
۴: بشري تمدن او جنګ؛ لیک: خان ولي خان بشرمل ـ ۱۵مخ
۵: د جنګ اخلاقي اړخ؛ لیک: خوشحال خلیل ـ ۲۳مخ
۶: تعیین نسبت دین با خشونت؛ نویسنده: محمد اسلم جوادی ـ ۲۷صفحه
۸: ولې جګړه، د زیګموند فروید او البرټ انشټاین مکاتبات ـ ۲۹مخ
۹: عدم تشدد پر وژنو بې باوره جګړه!؛ لیک: ډاکټر احمدالله ارچیوال ـ مخ۳۷
۱۰: جنسیتي جګړه؛ جنګ، ښځه اوسکس؛ لیک: شفیقه نیکزاد ـ ۳۹مخ
۱۱: خشونت او مرګ د فروید له نظره؛ لیک: ډاکټر محب زغم ـ ۴۱مخ
۱۲: د انسان جینیټکي جوړښت او تاوتریخوالی؛ لیک: ډاکټر سیف الرحمن ـ ۴۳مخ
۱۳: له عقله محروم؛ عقل اوجګړه؛ لیک: ډاکټر فیض محمد ځلاند ـ ۴۵مخ
۱۴: جنګ و صلح از دیدګاه هګل ـ ۳۹صفحه
۱۵: انسان ولې جنګ کوي؟؛ لیک: شرف الدین عظیمي ـ ۵۳مخ
۱۶: الیناسیون؛ هغه جګړه چې له ځان پردي کېدا زیږي!؛ لیک: اکبر کرګر ـ ۵۹مخ
۱۷: د جاز په رومان کې انځورونه او آوازونه؛ لیک: ډاکټر جنید شریف ـ ۶۳مخ
۱۸: د انسانیت د معراج پر لور دویم ګام؛ لیک: اجمل ښکلی ـ ۷۱مخ
۱۹: د جنګ کلیکسیون ـ ۷۵مخ