ایا په اخلاقو، د اخلاقو په زده کړې، څرنګوالي، فلسفې، ونډې او او د زده کړې د انتقال په ميتودولوژۍ خبرې شوې؟ اخلاق څنګه پېژنو؟ هغه څه چې موږ یې اخلاق بولو له کومه مو کړي؟ له کومو اخلاقي لیدتوکو سره بلد یو؟ کوم شیان چې ښه بولو ولې ښه دي؟ او کوم چې بد ګڼو چا بد کړي؟ اخلاقي فساد، بد اخلاقي او نورې هغه پایلې او کړنې چې اخلاقي نتیجه پرې مرتبه وي، څنګه تعریف اوتفکیکوو؟ د اخلاقو لپاه ټولمنلي معیارونه کوم دي؟ د اخلاقو فلسفه؟ د پخوانو یونایني اسلافو په تله کې اخلاق؟ ارواپوهنه او اخلاق؟ د شریعت او اخلاقو اړیکه؟ اخلاق او بد اخلاقي؟ اخلاقي سېمبولونه؟ هنر او اخلاق، اخلاقي نوښتونه؟ په شپږم انسان کې پر یادو او ورته مسایلو مختلف مباحث لولئ. انسان مجله ویاړي چې په لومړي ځل دلته د اخلاقي مسایلو په اړه آزادانه، علمي او سیستماتیک بحث ته لاره هواروي.
دا چې د پخوا په څېر نړۍ خورا پر مختللې شوې ده او ډېر څه اوښتي د اخلاقو د ډینامیکي حرکت پر بنسټ اخلاق هم اوړي. ډېر پخواني اخلاقیات اوسني انسان ته بداخلاقي برېښي او دا حرکت د ټول ژوندانه په ذات کې نغښتی. د اوسني انسان لپاره ښه دا ده، چې د ښه بشري ژوندانه لپاره ټولنیز اخلاقیات د اوسني علم(ټولنیزعقلانیت، ټولنپوهنې، تاریخ، ادبیاتو او روانپوهنې) په مرسته مېتودولوژیک تعریف کړي. د اخلاقو پر وړاندې زموږ چلند خورا سطحي او غیر علمي دی. د اخلاقو علمي کول او بنسټيز کول د انسان لپاره حیاتي مسله ده، د اخلاقو همدې حیهوالي او مهموالي ته په کتو مو د انسان شپږمه ګڼه ورته ځانګړې کړه، چې له نیکهمرغه تاسو یې لولئ. شپږم انسان ۹۴مخه دی، ټول بحث یې پر اخلاقو راڅرخي.
سرمقاله/اخلاق یو میتودولوژیک بحث؛ ۳مخ
د ارستو او نیچه په افکارو کې د اخلاقو فلسفي شننه؛ لیک: محمد اکبر کرګر ۵مخ
اخلاقي سمبولونه؛ لیک: ضیاالحق شمس ۱۳مخ
بازخوانی اخلاق فضیلت؛ نوشته: سیدحسین اشراق صفحه۱۹
د سیاسي اخلاقو او اخلاقي سیاست په تله کې د میکاوېلي د سیاسي تیورۍ اخلاقي اړخ ته کتنه؛ لیک: ایمل جلال ۲۷مخ
اخلاق د پخوانیو یواناني فیلسوفانو په تله کې؛ لیک: عبدالودود بشریار ۳۳مخ
نوزایي، اخلاق، و پرسمان ګمشته؛ نوشته: محمد محق صفحه۳۷
اخلاق پوهنه ETHIK (ایتیک)؛ لیک: ا.ه. حکیم اګدري ۴۳مخ
ولې انسان؛ د اخلاقو جمهوریت؛ لیک: څېړنوال عبدالغفور لېوال ۴۹مخ
برسی جنبه های اخلاقی در شهنامه و ګلستان سعدي؛ نویشته: فریده فریاد ناصری صفحه۵۳
اخلاق او بد اخلاقي؛ لیک: محب الله زغم ۵۹مخ
اخلاق او هنر؛ لیک: فهیم ا. ک مخ۶۵
د شریعت او اخلاقو اړیکه؛ لیک: زبیر افغان مخ۷۵
ارواپوهنه او اخلاق؛ لیک: شرف الدین عظیمي مخ۷۹
اخلاقي نوښتونه؛ لیک: نعیمه غني مخ۸۳
د اخلاقو فلسفه؛ لیک: دکتور سید بهاالدین مجروح مخ۸۵
واقعي فضیلت؛ لیک: دارسیا نارویز(ژباړه: محب زغم) مخ۸۹