انسان مجله د ټولنیزعقلانیت، انسانمحوره ټولنې، فرهنګ او ښه انساني فکر د خپراوي په موخه د انسانپېژندنې د نوي علمي معرفت پر بنسټ د یوې بشردوستانه انګېزې له مخې په ۱۳۹۲ کال کې رامنځته شوې ده، دا د انسان لومړۍ کڼه ده، چې محوري موضوع یې هم انسان ده. پدې ګڼه کې راغلي موضوعات پر انسان او انسانمحورۍ راچورلي. د دې ګڼې آره موخه د انسانپېژندنې د نوي علمي معرفت پر بنسټ لوستوالو ته دا ښيي، چې ولې انسان محور دی؟
پدې ګڼه کې تاسو د انسان په اړه د دیارلسو مشهورو افغان لیکوالو علمي او څېړنیزې مقالې لولئ، په سر کې پر دې بحث کېږي، چې ولې انسان؟ د افغان انسان لپاره د دې پوښتنې ځواب؟
ورپسې د انسان په اړه نور تحلیلونه او څېړنې راځي، چې عنوانونه یې په لاندې برخه کې ذکر شوي دي. د ۱۳۹۲ کال د وږی په میاشت کې د انسان مجلې لومړۍ ګڼه چاپ او خپره شوه. د انسان مجلې لومړۍ ګڼه ټولټال په ۶۶ مخونو کې چې له سر مقالې پرته یې ۱۳ مختلفې لیکنې درلودې خپره شوه.
د لومړي انسان سرمقاله په ټولیز ډول د انسان مجلې په چارو او پلانونو لیکل شوې وه او تر ډېره هغه موارد ذکر کړل شوي وو چې انسان مجله به یې په راتلونکي کې پلي کوي.
۱: لومړی انسان (سرمقاله)
۲: ولې انسان؟ (عبدالغفور لېوال)
۳٫: انسان؛ نه فرښته، نه شیطان (اسدالله غضنفر)
۴: عشق؛ ژوندی نړۍ لید (انور وفا سمندر)
۵: روشنګری؛ خود انګیختګی و نو اندیشی در فلسفه کانت (بریالی فطرت)
۶: نجیب منلی او همدا شېبه (له نجیب منلی سره د انور وفا سمندر مرکه)
۷: د سولې تړنونه او بشری حقونه (ډاکتر نظام الدین کټوازی)
۸: له عقله محروم…! [لومړۍ برخه] (ډاکتر فیض محمد ځلاند)
۹: د ماشوم د شخصیت په وده کې اغېزمن لاملونه (شرف الدین عظیمی)
۱۰: تاثیر جهانی شدن بالای کشورهای جهان سوم (فیصل امین)
۱۱: بودایت یا بودیزم (عبدالودود پښتونځار)
۱۲: در هر کجایی بیرون از این جهان (اسد بودا)
۱۳: هیڅ فلسفه د عینیت فلسفه (خان ولی خان بشرمل)
۱۴: دا چې د انسان فکر نه بدلېدونکی دی (لیک: علی عباس جلالپوری/ ژباړن: عبدالله معراج)