د انسان مجلې څلورمه ګڼه

پېژندنه:

انسان چې تاریخ، فلسفه ادیانو او د فکر په هرو کتابونو کې څېړو انساني کرامت یې مومو. د فلسفې، دین او انساني پرمختګ روح انسان دی؛ یعنې دا هرڅه د انسان لپاره دي. هغه څه چې د انسانپالنې او ښه انساني ژوندانه په موخه رامنځته شوي وي، انسانیت تر پښو لاندې کړي، غمیزه ده؛ خو د مسلې اصل ته که ځیر شو رامنځته پدیده د انسان لپاره ده. که انسان نه وي، فلسفه او دین هېڅ ارزښت نه لري. انسان تر فلسفې او دین لوړی دی، اولیت انسان دی، دین هم د انسان لپاره دی، که انسان نه وی، دین به نه و؛ ځکه خو انسان تر هرڅه مهم دی.  

هیومانیزم، بشرپالنه او ښه انساني ژوند د هر عاقل انسان غوښتنه ده. هیومانیزم د دې انسان محوري موضوع ده. څلورم انسان د انسان په اړه تر ۲۵عنوانو لاندې انسان‌محوره عمیقې پوښتنې او نوي بحثونه راپورته کوي.

د انسان په اړه د لاینحل پوښتنو بېلابېل ځوابونه فلسفي او مذهبي متنونو کې ګورو؛ خو لا هم انسان په خپل برخلیک نه پوهېږي، چې له کومه راغلی؟ دلته ولې راغلی او چېرې روان دی؟ دې ته ورته پوښتنې د هرې ټولنې له متفکرینو سره پیدا کېږي او په ځوابونو پسې یې لاله‌هانده وي. پر انسان بحث کول انسان ته د انسان په اړه نوی فکر ورکوي. په هره زمانه کې د انسان په اړه د نوي فکر پراختیا او حرکت شته، کومې ټولنې چې دغه حرکت تېز کړی، هغه ټولنه کې انسان، انسان ته پر ارزښت قائل دی؛ مطلب دا چې د انسان په اړه بحث انسان، انسان ته رسوي. بدوي او نني انسان چې د هیومنیزم او بشرپالنې لپاره څه کړي دي، د انسان په اړه یې د عقلي بحثونونو پرمټ کړي دي. څلورم انسان هم د انسان په اړه علمي او سیستماتیک بحث کوي. دا ګڼه تر ډېره پر هیومنیزم، انساني کرامت او انساني حرمت راچورلي. موږ پدې باوري یو چې د دې انسان له عمیق لوستو وروسته به مو د انسان په اړه فکر څه ناڅه بدل وي. د دې ګڼې ورستۍ برخه کې د فرخندې په یاد د انسان مجلې ځانګړې برخه لولئ.

 


لړلیک او موضوعات :

سرمقاله/ اشرف المخلوقات ۷مخ

ولې انسان؛ لیک: څېړنوال عبدالغفور لېوال ۹مخ

کیستی انسان؛ نوشته: دکتر رنګین دادفر سپنتا ۱۳مخ

انسان، خوشحال او رحمان؛ لیک: ډاکټر محب الله زغم ۲۱مخ

زړه ټولنه او معاصر انسان؛ لیک: اباسین بریال ۲۵مخ

فرهنګ، قبیله و انسان دوستی(با نګاه به فرهنګ قلبیله‌ای در افغانستان)؛ نوشته: یعقوب یسنا صفحه۲۹

عرفاني انسان او انساني عرفان؛ لیک: ضیاالحق شمس ۳۳مخ

مقوله روشن ګري در فرهنګ فلسفي آکسفورد؛ نوشته: رهنور زریاب صفحه۴۳

انسان هدف که وسیله؛ لیک: محمد محق مخ۴۷

عصای جادویی؛ نوشته: عبدالرزاق وحیدی صفحه ۴۹

سارتر د وجودیت فیلسوفي، وجودیت او بشرپالنه؛ لیک: وصیل فیضي مخ۵۳

پخوانی او اوسنی بشري ژوند؛ لیک: خان ولي خان بشرمل مخ۵۷

جایګاه انسان در نظام های اقتصادی؛ نوشته: سیف الدین سیحون صفحه۶۱

انساني ډېرښت بل سرخوږی!؛ لیک: سردارولي پښتون‌زوی مخ۶۵

دا انسان په څه لګیا دی؟؛ لیک: انور وفا سمندر مخ۷۳

د ښونې او روزنې ایډیال انسان څوک دی؛ لیک: شفیقه نېکزاد مخ ۷۵

میرزاخان انصاري او انسان؛ لیک: محمد اکبر کرګر مخ۷۹

فلسفه او عامیانه برداشت؛ لیک: محمد شعیب مخ۸۵

هیومانیزم او خوشحال؛ لیک: کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي

سورن کییرکګارډ او د ژوند درې بڼې؛ اخلاقي، ښکلاییزه او مذهبي؛ لیک: جیف ماسون(ژباړه: محمد عاطف فقیرزاده) مخ۹۳

هنر او د انسان آزادي مخ۱۰۱

یوې شمېر مهمې تابلوګانې مخ ۱۰۵

د فرخندې په یاد د انسان مجلې ځانګړې برخه مخ۱۱۱

فرخنده؛ له جنایت ورهاخوا مخ۱۱۳

مجله ترلاسه کړئ