د موسی شفیق په یاد ځانګړی دفتر

۱۳۹۹ د جوزا ۶مه

د افغانستان پخوانی لومړی وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، په مصر کې افغان سفیر، د عدلیې وزارت معین او د کابل پوهنتون استاد د جوزا په پنځمه ۱۳۰۸ کې په کابل کې زېږېدلی دی. هغه د مشهور دیني عالم مولوي محمد ابراهیم کاموي زوی و. مرحوم شفیق د ثور په ۱۱مه په «صحرايي محکمه» کې په دې تور چې د اوبو پر سر یې معامله کړې او «وطن یې خرڅ کړی» له شپږو نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو او په بېرحمانه ډول تر خاورو لاندې کړای شو.

ننني افغان انسان ته د موسی شفیق «زما لار» درې میراثه پریښي: منځلاريتوب، د مالکیت حس او فکر او عمل، او راتلونکي ته کتل او پرمختګ. دی په سیاست کې منځلاری وو، د سړې جګړې له دواړو قطبونو سره یې داسې بهرنی سیاست پلي کړ چې هېڅ یوه ته ګواښ نه وو او له دواړو یې د خپل ټاټوبي په ګټه ډېر څه تر لاسه کړل. دیانت کې هم دغسې وو، نه افراط خوا ته لاړ او نه هم ترې تفریط وشو. ده عرفان، حنفي فقه او د بخارا، بلخ او سمرقند اسلامي نړۍ‏لید داسې سره ترکیب کړل چې پایله یې منځلاری دیانت شو، نه وهابي-سلفي افراط ترې راپورته شو او نه هم دودیز خرافاتي دیانت. شفیق په ټولنیز ژوند کې هم منځلاری وو، د چټکو بدلونونو سره یې جوړه نه وه او له فرهنګي اړخه د دود او دستور او موډرنیټې له یو ځای کولو یې د فکر منظومه بشپړه شوې وه. شفیق له اروايي اړخه هم ځانګړي منځلاریتوب ته رسېدلی وو، د دوستانو یادښتونه یې دا په ډاګه کوي چې شفیق د سړو ماغزو څښتن وو او تل به یې په شونډو مسکا وه... .

شفیق په افغان وطن د مالکیت دعوېدار و. له سپېرو خاورو یې نېولې تر اوبو، له ژورو کندو یې نېولې تر جګو غرو، او د افغاني جغرافیې د ځمکې له تله نېولې تر لوړو آسمانو په لوېشت-لوېشت یې شفیق مین وو او افغان انسان یې د دغې هستۍ مالک ګاڼه. د افغاني ټولنې هر بنسټ کې شفیق خپله ساه او افغان روح لیده. د شفیق وجود، حس، فکر او عمل ټول له افغانيت ډک ول، او دی خپله لکه بل هر ریښتینی افغان د افغانستان مالک و.

موسی شفیق له تېر سره عقلاني اړیکه لري؛ تقلید نه کوي او د پټو سترګو منلو سره سخت وران دی. لید یې پر راتلونکې بنا ده، راتلونکی ورته ډېر مهم او ارزښتمن دی. شفیق په پرمختګ نه یواځې مین و، چې ټول ژوند او فکر یې دغه ته ځانګړی وو چې راتلونکی باید د نن په پرتله ډېر پرمختللی وي. شفیق د ننني افغان ژوند داسې نه غوښت؛ اوس خو یې له هر اړخه وینې بهېږي، له خرافاتو ډک دی، بېوزلي په کې اوج ته رسېدلې... د شفیق افغان داسې نه وو، د ده افغانستان داسې نه وو... د شفیق افغانستان، د نړیوالو سیال وو، هوسا وو، منځلاری وو او پرمختللی... .

محمد موسی شفیق څواړخیز شخصیت لري؛ ژور قلم لري او پوخ سیاست. دی د شلمې پېړۍ د افغان انسان یو ځانګړی هویت دی. دغه هویت څو درانه عناصر لري: انسان‏پالنه، مېنه‏پالنه، عقل‏پالنه او پرمختګ‏پالنه. لکه څنګه چې د ده زده‏کړې له کامې تر امریکا غزېدلي، دغسې یې فکر پولې نه مني او د ژورتوب تر څنګ په ټوله انساني هستۍ خپور دی. محمد موسی شفیق د دغه لرغوني متل "د توري او قلم سړی دی" معاصره بېلګه ده. دی د معاصر افغاني سیاست ځلانده ستوری، او د فکر او معرفت د ډګر پوخ قلم‏وال دی.

زموږ معاصر تاریخ کې د موسی شفیق ونډې او اوسني افغان ته د ده د مېراث اهمیت ته په کتو، انسان مجلې اړینه وګڼله چې د ده په یاد دغه ځانګړی دفتر خپور کړي.

 

په درناوي

د ځانګړي دفتر ایډیټر