نهه ژبنۍ لیکنې

ثور ۳۱مه ۱۴۰۳

دا د پښتو ژبې، وییو، تاریخ، متن، او فولکلور اړوند د ښاغلي عبدالودود بشریار د لیکنو ټولګه ده چې له نن نژدې لس کاله وړاندې لیکل شوي دي. د دې لیکنو یو څو یې په یو شمېر ویبپاڼو کې خپرې شوې، مګر د یوې مجموعې په توګه یې دا لومړۍ وار دی چې د یو ځانګړي دفتر په توګه خپریږي.

د ژبې اړوند د نهو لیکنو دا مجموعه د انسان مجلې د اوومې ګڼې سره هم‌مهاله خپریږي. د انسان مجلې اوومه ګڼه اونۍ وړاندې خپره شوه. د یادې ګڼې محوري موضوع ژبه او ژبنیز مطالعات ول چې تاسو یې د انسان مجلې پر ویبپاڼه موندلی او ښکته کولای شئ.

ژبې څنګه رامنځته شوي او څنګه وده کوي؟، پښتو – پارسي فونیمي او ګرافیمي انډولونه، پارسۍ کې پور ویي، خارګ ډبرلیک، ولې یوویشت؟، وردګ او وردګي ګړدود، شنیځ د پښتو یو زوړ ویی دی، آس او متلونه، او پښتو متلونو کې متلي اتلان د یادو نهو لیکنو عناوین دي.

تاسو د یادو لیکنو دغه دفتر له لاندې لینک څخه مستقیم در ښکته کولای شئ