له ډېرو وختونو رادېخوا، حتی زه خو یې د انسان د پیدایښت او خلقت څخه وروسته، د لومړني شعور د راویښېدو نه دې پلو ارزوم، چې ټول حیه موجودات نباتات، حیوانات او انسانان په ښځه او نر، ماده و نر، male, female، مونث و مذکر اصطلاحات چې د جنسیت پېژندنې لپاره طرح شوي وو یا دي، ټول موجودات په دوو برخو وېشلي چې زه یوه ته کروونکی او بل ته ودهورکوونکی وایم. دغه وېش په ټولو حیه موجوداتو کښې موجود، خو د هېڅ کُلي تفاوتونو تبعیضونو او برتري غوښتونکي تفکر، برخورد یا انګرنې وجه نهده ګرځېدلې.
مګر په انسانانو کښې دې مسالې داسې تبعیض خوښوونکی او برتري غوښتونکی بژ اخیستی چې سړی کله کله حتی له دې شک سره مواجه کوي چې، ګڼې داسې خو به نه وي چې خالق د دې کائناتو هم د دې جنسي برتري غوښتنې پلوی دی؟ او ځینو متفکرینو خو حتی دا انګېرنه په ډېر قوت د خپل یو لړ فکري برداشتونو د اثبات لپاره هم کارولی.
د انسان مجلې چلوونکی ښایسته، هڅاند او متعهد ځوان ښاغلي فهیم کریم سره مې یوه لنډه ناسته درلوده، هغه راته وویل: چې د مجلې د دې ګڼې موضوع ښځه ده، نو بحث مو شو او زما ذهن ته دا خبره راولوېده چې ولې د انسان په نامه مجلې د بحث موضوع، ښځه وي؟ څه د دې فکر د زېږېدو لامل شو چې باید ښځه د «انسان» مجلې د یوې ګڼې موضوع وګرځي؟ ډېر مې چورت خراب شو، ريښتیا خبره خو دا ده چې کله به هم تاسې چېرته اورېدلي یا لیدلي وي چې د یوه کتاب، یوې مجلې، یوه انځور، یوه شعر یا یوه فلم او سریال یا ډرامې د موضوع نوم نارینه وي؟ حداقل زه په خپل ژوند کې نه یم ورسره مواجه شوی، ولې؟ د دې ولې ځواب به څه وي؟ کله کله ژور تاسف او ژوره خواشیني راته پیدا شي، د خلقت پر قوانینو او ضوابطو مې شک شي، چې آیا دغه ښځینه بحث، ښځینه صفت، ښځینه خصایل، ښځینه ترمینالوژي څومره حقیقي، طبیعي او عیني څېره لري، دغه مولفه تر کومه بریده خلقتي رنګ لري او تر کومه بریده صنعیي او برتري غوښتونکې طرحه ده؟
تر کومه ځایه چې زه د بیولوژي له نظره ورته ګورم او بیالوژي د حیه خلقت د څېړنې یوازینۍ ښه تګلاره بولم، نو یو عجیبه شانته حالت تر سترګو کیږي. ډېر به عجیبه وي چې ووایم چې په اصل کښې یو انسان نه نارینه دی او نه ښځینه یا دا چې هر نارینه هم ښځینه دی او هم نارینه او هره ښځه هم نارینه ده او هم ښځينه، نو ښایي ټول به راپورې وخاندي، خو دا یو داسې حقیقت دی چې انکار ترېنه ښايي شونی نه وي.
دا خو معلومه خبره ده چې هر انسان له حجراتو څخه جوړ دی او هره حجره د خپلې بقاء لپاره د یوه حیه موجود د خصایلو پر بنسټ جذب او دفع کوي او خپل نسل زېږوي، نو زموږ د وجود هره حجره همدا کار کوي، د خپل طبیعت پر اساس، نه زما او ستا د بقا لپاره، بلکې د خپلې بقا لپاره او د بقا قانون همدا دی چې د فردي بقا لپاره به جذب او دفع کوي او د نسلي بقا لپاره به نسل تولیدوي.
انسان او یا ټول حیه اجسام د کثرت نوم دی، نه وحدت او وحدت د فزیولوژي پر اساس نه، بلکې د دغه کثرت توحیدول د حیات له مادې څخه رامنځته سوی، نه د حجراتو له همغږۍ څخه. بحث یو څه وچ دی، زما موخه دا ده چې زموږ د بدن حجرات هر یو د خپلې بقا لپاره زېږونه کوي او هر یو یې د یو ماده او نر څښتن دی.
نو ځکه زه وایم چې ښځینه او نارینه یا ماده او نر چې د جنسیت پېژندنې لپاره هست شوي کلمات یا شاخصې دي، د خلقت برخه نه، بلکې زموږ د پېژندنې د حس د طتمع لپاره د آسانتیا برابرونکي دي، نه دا چې د کوم خلقتي برترۍ معرف.
ښځه، ښځینه او یا د دې معادل کلمات چې په نورو السنو او حتی ساینسي ډګر کې ورڅخه کار اخیستل کېږي، یوازې د یو لړ معینو بیولوژیکي او بقايي چارو او وظایفو د معرفت بېلګه ده، نه کوم بل څه.
په مجموع کې انساني نړۍ د یوه عجیبه غلط فهمۍ ښکار دی، چې متاسفانه مذهبیون او فلسفیون او حتی د طبیعي علومو ډګر یې هم له اغیز نه خلاص نه دی.
البته دا غلط معروف یوازې د دې ډګر د ناخوالو زېږونکی نه، بلکې د نړۍ د ټول فکري او کړنیز بهیر د یو ډول سرخوږۍ باعث ګرځېدلی او هغه د فرع پر اصل د برترۍ او بیا د فرعې د ارجحیت پر بنسټ د اصل لپاره د هستۍ جوړوونې او معرفت ارزوونې هڅه ده، بیا نو د فلسفي او منطقي بحثونو زمینې برابرې شوي او د هغه ترمنځ د ډیالیکټیکي رابطې پیدا کولو ته ملاستې تړل شوې، لکه د جبر او اختیار ډیالکټیک، د کمیت او کیفیت ډیالکتیک، د عدد او تعدد ډیالیکتیک، د ضرورت او تصادف ډيالکتیک او همدا رنګه نورې منل شوې مقولې چې بنیاد یې بس پر همدې غلط معروف ولاړ دی چې د اصل او فرع ترمنځ مو توپیر ګډوډ کړی. همدغسې یو غلط معروف د انسان د جنسي توپير او له هغه نه زېږېدونکو ناخوالو تر شا هم شته او هغه دا چې انسان له اصالته ایستل شوی او نارینه اصل بیا ښځه فرع ګڼل شوې، بیا نو شخص اول او دوم ترېنه را زېږېدلی او اوس بیا د یو لړ سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ګټو د تحفظ او د ښځو د اعتراض د طوفاني کېدو د مخنیوي لپاره د «جندر» په نوم د یوه فکري بهیر د رامنځته کولو هڅه روانه ده چې د ښځینه او نارینه مولفو ډیالکټیک رامنځته کړي. په داسې حال کې چې که د اصل پېژندنې هڅه وشي، نو دغه مساله ډېر ساده حل لري او د هیڅ ډول حقوقو د ورکړې او غوښتنې موضوع نه طرح کېږي.
د یوې لحظې لپاره به دا ومنو چې ښځه د حقوقو غوښتونکې ده، خو د حقوقو ورکوونکې ډله باید څوک وي؟ او د دې حقوقي دعوا لپاره به دریمګړیتوب څوک کوي؟
- آیا حقوق باید ښځې ته نارینه ورکړې؟
- که نارینه د دعوای طرف دی نو غاصب دی او غاصب به د کوم معیار له مخې حق ورکوي؟
- او د دې دعوا قاضي به څوک وي او د کومو معیارونو پر بنسټ به قضاوت کوي؟
- د قضا د حکم مجري به څوک وي او څه ډول به دې حکم ته اجرايي بڼه ورکوي او کوم قوت او زور به کاروي؟
- د دغه ډيالیکټیکي رابطې زړی به چېرته لټول کېږي، د ښځې په وجود کې که د نارینه په وجود کې؟
دا هغه سوالونه دي چې همیشه د غلط د صحیح کېدو او د حق او باطل د جګړې د رامنځته کېدو په پیل سره راپیدا کېږي او دوام مومي.
خو په دې بحث کې د یادونې وړ ګڼم دا چې: د مساوات کانسپټ یا موضوع د انسان د ذهن وضع شوی قانون دی، نه خلقتي او طبیعي هستونه. په خلقت کې هېڅ شی مساوي نه دی (که د مجردو کمیتونو له کلیشهيي او رسمي یا نقشي حسابي قوانینو څخه تېر سو) ځکه کیفیتونه اصل او کمیتونه فرع، تعدد اصل او عدد فرع دی او د طبیعت قانون تعادل او هارمونیک تعادل دی، نه تساوي. تساوي فاسدوونکي او بربادوونکي اثرات لري، هارمونیزم له منځه وړي او خونړی حالت رامنځته کوي، نو د ښځې او نر په بحث کې چې د انسان دوه بعده دی، هارمونیزم او تعادل حاکم دی او باید حاکم وي، د تساوي دعوای به یو ډول غیر طبیعي او ورانوونکی حالت رامنځته کړي.
د پایلې ټکې دا دی چې د ښځې او نارینه کارېدنه د ژوند د سمون لپاره باید د یو هارموني او متعادل تړاو درلودونکی وي، نه د تساوي، خو دا په دې معنی وانهخلئ چې نارینه مجرم او ښځینه مجرم کې به تفاوت وي، نه دغه مجرمین دواړه په یوه اندازه د جزا وړ دي، که یې د جرم څرنګوالی او دروندوالی همرنګه وي.
زه به خپل بحث راټول کړم، ځکه دا بحث د یوې مقالې تر جَوَس بهر دی، نو زه وایم ښځو ته حقوق مه ټاکئ، حق مه ورکوئ. تاسو څوک یاست چې حقونه ټاکئ او وېشئ یې؟ تاسو ته دا د قضا مسند چا در بخښلی؟ چې حکومونو ته پر ګونډو ناست یئ، له دې ګدۍ نه راښکته شئ، بس ځانونه په دې خبره قانع کړئ چې (ښځه انسان ده) او بس.
اې د آدم، حوا زامنو! حقوقو مه تعینوئ او مه یې وېشئ. صرف د ښځې انساني موقف په خپلو ذهنونو کښې احیا کړئ. که مو دا کا وکړ، نو د انسان حقوق خو په انساني ټولنه کښې رڼا او تثبیت دي، ځانونو ته هغه موقف مه غوره کوئ، کوم چې ستاسې نه دی او تاسې یې غاصبین یاست.