سريزه:
بشري ټولنه يوه کورنۍ ده چې د ژوند کولو له پاره بېلابېلو وسايلو ته اړتيا لري. د دې کورنۍ مخ ته هر ډول خنډ ټولو ته يو ډول زيان رسوي. همدې ګډ کورني ژوند او بشري تکامل، ننني پرمختلي عصر ته داسي رهبري کړ چې پخپله انسان خپل پرمختګ ته ګوته په غاښ پاته شو.
د دې کورنۍ يو اړخ ښځه ده چې له خورا ډېرې مودې څخه د تاريخ په بېلابېلو تمدنونو، مذهبونو، اندونو، ارزښتونو او ايډيالوژيو د ژرندو د پلونو تر منځ په خورا کشمکش کې ځای لري. زموږ تېر دوه سوه کلن جنګي سياسي کشمکش موږ هم پر يو داسي پوله ودرولو چې نه مو نر- نر او نه مو ښځه-ښځه پاته شوله. خو دا چې پخوا زموږ په ټولنه کې ښځي کوم ارزښت درلود، له اوس سره خورا ښکاره توپير لري، زموږ د ټولني د سړو او ښځو برابري د پښتو فولکوريک ادب څخه په خورا ښه ډول څرګندېږي چي د اولس د فکر او تخيل محصول دی. د بېلګي په ډول د برابرۍ [ مساوات ] په اړه متل دی چې:" ټکری او پګړۍ ساري دي". ټکری د ښځي پړونی او بګړۍ د نارينه لنګوټه ده، په دې متل کې موخه ښځه او نر دي چې د حقوقو له لحاظه يې تعامل ملي قانون مساوي بولي. دا متل ښايي له مذاهبو را وروسته توپير لرلی وي لکه ميراث او نور؛ خو د جرم او جزا په برخه کي توپير نه لري، بلکي د جرم په مقابل کي ټاکلي مجازات ورکول کېږي.
ددې له پاره چي زموږ معاصر تاریخ کي ښځو کوم ارښت لاره، لاندې پر ږغېږو، البت دغه ليکنه د ښځو تاريخ يا تذکره نه ده، يوازي د تاريخ له سينې څو بيلګي لري.
ـــــــــــــ
تازه به مي ښۍ او کيڼه څپلۍ پېژندلې وه چې مور به مې د جينيټيک پيوند پر بنسټ، د ملي مېرمنو د مېړنيتوب خوږې او حېرانوونکې کیسې په خورا سليس ډول راته کولې. د زرغونې انا د ژور فکر کيسه چې زوی يې نه پرېښود چې له ځانه دېوال راوګرځوي او اولس د باندې پرېږدي. د مېرمن تورپېکۍ کيسه چې څنګه د مېړه تر څنګ د هيواد په دفاع کې تر سر تېرېږي. د ميوندي ملالې کيسه، د عينو کيسه او ...
زما اوس هم ياد دي چې له موره به مې ګڼې ماشومانه پوښتنې کولې، چې موره!
دا ښځې به په تنه ډېرې لویې وې؟ دوی څنګه دا درنې تورې پورته کولای شوای، اوس ولې ښځې په جنګونو او حکومتولۍ کې نشته او داسې نوري...؟
جالبه دا ده چې اوس مې هم ځينې پوښتنې نه دي ځواب، لکه دا چې افغاني ښځو څنګه په دربارونو کې دومره ژور رول لوباوه، څنګه هغوی په دغسي نرواکه ټولنه کي ځان ځايوه او ... ؟
راځئ وبه منو چې واک به ورته له نیکه/پلار او يا مېړه پاته/ګټلی و خو د واک کارول او ټولنیز استحکام يې خپله فکري پنځونه او خلاقیت و، حال دا چې اوس بيا همهاغه ښځې د رايې ورکولو او تذکرې جوړولو اجازه لا نه لري؟!!
که لنډ معاصر تاريخ ته وګورو، د افغانستان د شاهانو، مشرانو او اولسمشرانو دربارونه د نورو پرمختللو هېوادونو له دربارونو څخه د ښځو د رول او اغېزې په تړاو ډېر توپیر لري چې اساسي علت يې زموږ پر ټولنه په لوړه کچه د افغاني کلتور واکمني ده. سره له دې چې زموږ دودونه ډېر سخت او ښځو ته د څرګند رول او اغېزې چانس په صفر یا هېڅ کې شمېرل کېږي، خو له دغو ټولو بندیزونو سره-سره زموږ په تاریخ کې ګڼې مېرمنې ځلېدلې چې د ځينو په ځلېدو کې د پلرونو یا مړونو پراخ لاس و، د بېلګې په ډول موږ کولای شو چې د هوتکیانو او ابدالیانو د دورو نامتو ښځې لکه نازو انا، مېرمن زینب، زرغونه انا، لویه ادې او نورې چې هرې یوې په خپل وار سره د ملت د برخهلیک په ټاکلو او د دولت په اداري چارو کې پرېکنده نخشونه لوبولي دي؛ يادې کړو. ان ځينې یې يو ډول د پردې تر شا واکمنې هم وې.
تاريخ:[1]
د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ښځې په سیاست، اداره، د ظلم او یرغل په وړاندې مبارزه او د خپلواکۍ په جګړو کې د نارینهوو تر څنګ په ونډه اخیستلو سره ډېر مهم رول لري. همدارنګه په افغاني لویو سلطنتونو کې د ښځو لپاره د ښوونې او روزنې پراخې آسانتیاوې بېله تعصبه برابرې وې، چې لاندې يې بېلګې وايو.
د اريایانو له کتابونو څرګندېږي چې دوی ښځو ته په درنه سترګه کتل او هم يې لوړ مقام ورکړی و چې په شاوخوا نورو نژادونو کې نشته. په دې اړه ريګويدا ليکي: «له پخوا زمانو څخه تر اوسه پورې ښځو د قربانيو په وړاندې کولو او د مذهبي قوانينو په خپرولو کښې خپل ټول زيار ايستلی، نو د پاک او سپېڅلي قانون ساتندوی هم دوی [ ښځي ] دي».[2]
د اويستا په ( ګاسا ) کې چې د سپين تمان د لور پر واده ږغېږي، وايي: «...ای پورچيستا! تا و ( جاماسپ ) ته ورکوي او ستا پلار [ سپين تمان ] غواړي چې تا، چې تر نورو ښکلې يې، جاماسپ ته واده کړي، چې تل د خپل زلمي ساتندويه او مهربانه واوسې...»[3]
مېرمن ملکه:
چې په لومړي ځل يې په غوري سلطنت کې مدرسو جوړولو ته په سلطنتي کچه پراختيا ورکړه[4]، او دغه وخت د سيمي په کچه دلته د پراخو تمدوني حوزو بنسټونه کښېښول شول.
شاه بورۍ:
کله چې د بابر(۱۵۲۵ع کال) لښکر پر یوه افغاني کلي يرغل کوي، شاه بورۍ مېړه ته وايي چې موږ باید د دغه لښکر مخه ونیسو، مګر مېړه يې پر شا کېږي او دا يې پر ځای مورچل نيسي. هر عسکر چې د شاه بورۍ د کور مخته تېرېږي، د تیر هدف ګرځي. عسکر نور د مخته تللو جرئت له لاسه ورکوي او لښکر درېږي. کله چې عسکر د شاه بوری کور ته ورننوتل، په کور کې هېڅوک بې له شاه بوری نشته، ټول حیران شول او خبره یې بابر ته ورسوله. بابر امر وکړ چې وژنئ يې مه. مګر دې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. بابر خواشيني شو چې دغسي دلاورې ښځې د وژلو نه وي. [5]
مېرمن حرء ختلي:
(د سلطان محمد غزنوي خور) چې کله سلطان ومړ، امير مسعود په پارس کې و، نو همدې د ژور فکر په برکت خپل کهول او سلطنت وژغورل. د دې مېرمنې سياسي فکر له هغو ليکونو څخه ښه پېژندلی شو چې تاريخ بهيقي راوړي دي.[6]
سلطان راضیه:
چی کله په هندوستان کې حاکمه شوه، نو په ډهلي کې یې په خپل نوم سکه ووهله، چې واکمني يې تر اوسه په هند کې په ښه خوله يادېږي. په دغه دوره کې شاید په ټوله نړۍ کې کومه ښځه د یو غټ ملک حاکمه شوې نه وي.
مېرمن کندهارۍ:
د مظفر حسين ميرزا لور چې پلار يې له طهماسپ څخه کندهار ونيو او دا يې د هند شاهنشاه [ خرم ] ته واده کړه(۱۰۱۹ل) په دربار کې د ښه رول لوبولو له امله دولت په اګره کې( کندهارۍ باغ ) ورجوړ کړ چې په همدې باغ کې ښخه هم شوه.[7]
زرغونه کاکړ:
(۱۱۰۲ل) اديبه، ځيرکه، شاعره او د افغانستان په کچه خطاطه وه. د دې له شعرونو څخه د افغاني ښځو د هغه وخت حالات په ښه ډول مالومېدلای شي[8]، ددې د شعر او ځيراکت په اړه د پښتو ادبياتو تاريخ [دريم ټوک] کي علامه حبيبي ژووره څېړنه ليکلې ده.
بی بی الایی:
په ملی مبارزو کې یې ونډه درلوده، زړوره، شجاع، او د علم او پوهي څښتنه مېرمن وه.
حلیمه خټک:
(۱۰۶۵ ه.ق)د خپلي دورې له نامتو ملي مېرمنو څخه وه چې د خپلواکۍ او سياسي شعور په اړه به ئې خواږه او ساده شعرونه یې ویل.
مېرمن زینب:
د اصفهان د فاتح شاه محمود هوتک خور چې په حکومتولي او دیني علومو کې يې مهارتونه درلودل او یوه ښه شاعره او ادیبه هم وه.
عایشه دراني:
د علیخان بارکزي لور، یوه شاعره چې خپل دېوان یې درلود چې خورا مهم محتویات لری. هغې له ۲۰ کلنۍ څخه د عمر تر آخره پورې خپل ادبي ذوق وپاله.
آمنه فدوي:
(۱۲۷۶ل) شاعره او لیکواله چې اشعار يې آرام بخښه او د سياسي محتوا ډک دي[9].
ګوهرښاده:
(۷۸۰ل) د شاه رخ مېرمن چې د افغانستان هنر يې لوړې درجې ته ورساوه چې د هرات مدرسه يې اوس هم ځلا کوي.
ګل ناره انا:
په نیمه کوچي کورنۍ روزل شوې وه چې له شفاهي وينا څخه په سياسي پوهه سمباله مالومېږي.
بي بي شمسو:
د پیر روښان له کورنۍ څخه وه؟ چې د دې پرتمینې کارنامې په سیاسي، ټولنيزو، او کلتوري برخو کې لوی نوم لري. يوه بله شمسو د غزني د مقر ده چې اولسي شعرونه یې ويلي دي.
وروسته تر دې د هوتکیانو او درانیانو د امپراتوريو په دورو کې، ښځو د پردې تر شا په نارسمي ډول د سیاست او ادارې اصلي محور جوړاوه. په دې اړه څېړونکې( معصومه عصمتي وردک ) ليکلي:
«احمدشاه بابا کارپوه ښځو ته په حکومتي چارو کې واک ورکړ، لقبونه يې ورته وټاکل، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره يې د فرمانونو د صادرولو حق ښځو ته وسپاره چې کومه ښځه به يې د یو کار لپاره ګمارله، مهرونه به يې ورته جوړول، تر څو چې هغه فرامین چې دغې ښځې به صادرول، نور هم وزن او اعتبار پیدا کړي. دغه نیک رسم د احمدشاه ابدالي د کورنۍ او تر هغه وروسته د سدوزيو او محمدزيو په سلطنتونو کې هم دوام وکړ».[10]
نازو انا:
نازو د ملي مشر ميرويس خان مور، ټولنیزه هوښیاره، ادیبه شاعره، او د میرویس نيكه په څېر د ځيرک زوی روزونکې هم وه. ویل کېږي چې کله ( سلطان ملخي توخی ) [ د دې پلار ] له دښمنانو سره په یوه جګړه کې ومړ او زوی يې( حاجی عادل خان ) [د نازو ورور ] د دښمن مقابلې ته ورتلی، نازو یې د پلار د کلا د ساتلو لپاره ګمارلې وه. نازو د نورو ساتونکو په څېر په مېړانه د کلا څخه دفاع کوله.
همدارنګه نازو خپل زوی ته تر اووه کلنۍ پورې ټول دیني علوم او اخلاقیات ورزده کوي او ورته وايي چې:
زویه!
ته د دې له پاره پيدا شوی یې چې ستر کارونه سرته ورسوې، همدغه وو چې میرويس وطن د پارس د چپاولګرو خلاص او د یو سوچه افغاني خپلواک حکومت بنسټ یې کښېښود.
زرغونه انا:
د افغان امپراتورۍ بنسټ ایښوونکي احمدشاه بابا مور، ځيرکه، مدبره، پوهه او غیرتمنه ښځه وه. زرغونې داسي زوی وروزه چې په آسیا کې د نړۍ یوه متمدنه امپراتوري یې را منځته کړه.
احمدشاه بابا د قومي مشرانو په جرګه کې پرېکړه وکړه چې یو لوی خندق او دېوال به د کندهار پر شاوخوا ودان کړي، خو کله چې زرغونه خبرېږي، ناڅاپه جرګې ته ننوځي، احمدخان په حيرانتيا پوښتي چې خیرت خو به وي؟ زرغونه انا جرګه والو ته وايي: « موږ باید هېڅکله د دېوالونو او خندوقو تر شا پټ نهشو، بلکې باید مخامخ مبارزه وکړو او د هېواد حفاظت وکړو او که دښمن تر موږ پورې را هم شي، نو دا نور له دېوالونه د باندې اولس به څه وکړي؟»[11] احمدشاه د خپلې مور دغه مشوره ومنله او له دغه پلان څخه لاس پر سر شو.
استاد عزیزالدین وکیلي ليکي:
« کله چې تېمورشاه د هرات حاکم وګمارل شو، د احمدشاه معظمي ملکې د خپل کشر زوی پر ځای د هرات ټولې اداري چارې پر مخ بېولې، ملکې د مستشار او متصدي په صفت د دولت د چارو وارسي کوله».[12]
لــویه ادې: د پاینده خان بارکزي مشره لور، د منصور خان خور او د وزیر فتح خان مور وه. دا ښځه سربېره پر دې چې زړور او ځيرک زامن یې روزلي وو، خپله هم یوه مدبره، سیاستدانه او د محمدزي حاکميت واکمنه او د خپل خاوند سلاکاره ښځه وه.
مېرمن عینو:
کله چې د احمدشاه لښکر له هند څخه د راستنېدلو په حال کې کندهار ته نږدې پر يوه رباط د شپې کولو په نيت تم شو، یو سرباز چې کور یې لښکرکوټ ته نږدې و، په تلوار سره کور ته ولاړ چې خپل مېرمن [ میرمن عینو ] وویني. عينو د مېړه په ناڅاپه لیدلو چې ډېره موده وروسته له هندوستانه راغلی، خوشحاله شوه. عینو مېړه وپوښته چې بابا چېرې دی؟ مېړه: «هغه دلته نږدې له لښکرو سره دی». عینو په خښم ورته وایي: «څو میاشتي ورسره وې، اوس دې څو ساعته نور انتظار نهشو کولی او کور ته راغلې، په داسې حال کې چې بابا تر اوسه لا په لښکر کې دی؟» تر لاس یې نیسي او بېرته یې لښکر ته بیایي. کله چې احمدشاه بابا د دغې ښځې له زړورتيا څخه خبرېږي، نازوي يې او یو دولتي کارېز ورته ډالۍ کوي.[13]
رضيه بېگم:
د افغانستان د پنځم باچا [ شاه شجاع الملک ] مېرمن چي په تاريخ کې په وفا بېگم او رضيه بېگم ليکل شوی دی.
دا د شاه زمان مشر د وزير [ رحمت الله خان سدوزي ] لور وه چې د ( وفادار خان ) لقب يې لاره. د افغانستان په اړه د انګرېزانو په لومړيو ليکنو کې د دې نوم ( وفاداربيګم ) ليکل شوی دی.
د اتلسمې ميلادي پېړۍ په وروستي کال وفا بېګم د افغانستان د هغه وخت د سياست تاو په خپله احساس کړ چې مشر لیور یې شاه محمود د هغې پلار وواژه. کله چي۱۸۰۳ع کال کې شاه شجاع کابل ونيوه، نابينا زمان شاه يې له بنده راويست او شاه محمود يې زنداني کړ، شاه شجاع خپله سکه ضرب کړه چې ورباندې د وفا بيګم نوم هم و. دا د افغانستان د تاريخ هغو ميرمنو کې شامله شوه چې وجود او استعداد يې په رسمي توګه ومنل شول.[14]
د سکې ليکنه داسې ده:
شاه شجاع الملک شاهنشاه مالک رکاب
يافت بنت اصف دوران وفا بېگم خطاب
غـازي ادې:
کله چې انګرېز يرغلګرو کابل يرغمل کړ، ادې په آسمایي غره کې له ۴۰۰ نورو ښځو سره د سنګ نوشته په جګړه کې د جګړې قومانده په لاس واخیسته او وروسته له اتيا تنو نورو نجونو سره د دوښمن په ګولۍ شهيده شوه. په کارته پروان کې یې اوسنۍ مقبره امیر امان الله خان په مرمرو ور فرش کړه.
ملالۍ:
کله چې د ايوب خان لښکر د کندهار په ميوند کې د انګریز چپاولګرو سره په جګړه کې له لوږې او تندې سره مخ شو، ملالۍ د خپلو همزولو نجونو د یو ګروپ په مشرتوب په ګډه د جګړې میدان ته ورننوته. کله چې افغان بیرغچي زخمي ويني، نو د ځايي لنډيو په ويلو بيرغ پورته کوي او نابرابره جګړه د افغانانو په بري سره پای ته رسېږي.
سرداره:
که څه هم دميوند په غزا کي يوازي د ملالۍ نوم اخيستل کېږي خو اولسي شفاهي تاريخ يو بله مېرمن [ سرداره ] هم ثبت کړې ده. سرداره
داميرشېرعلي خان د وزير [سردارمحمدرفيق خان لودين (۱۲۸۳ه ق مړ)] خور او ملا عبيدالله لور وه[15]، وای سرداري پخپله کلا کې لس ښځي ګمارلي وي چې دغازيانو لپاره ډوډي پخه کړي، همدارنګه دې مېړنۍ مېرمني د برتانوي لښکرو د ماتي په ورځ يو انګريزی توپک او اس هم غنيمت کړل.
مېرمن خجو:
د خپل مېړه [ امیر دوست محمد خان ] د دولت په اداري چارو کې لوی لاس لاره. کله چې وزیر اکبر خان بخارا ته پناه یوړه، د مور [ بي بي خجو ] لخوا ورته یو پیغام ورسېد چي ملت د انګریزانو له منګولو خلاص کړي چي اکبر هم د اشغالګرو پر ضد پراخه مبارزه پيلوي. خجو په خپله واکمنۍ کې ګڼ پلونه، مدرسې او لارې ودانې کړې. د ده افغانان د مسجد ودانۍ يې اوس هم شته[16].
مـادر مدد خان:
د امیر دوست محمد خان خور، د عبدالرحیم خان ښځه چې د ( مادر مدد خان ) په نامه مشهوره ده. د انګریزانو د یرغل پر وخت، کور په کور يې د کابل، کوهستان، او پروان د ولایتونو مخور د انګرېز مقابلې ته راوبلل.[17] ۴
سپينه ادې:
کله چې په ۱۸۳۷ع کال پارسيانو هرات يرغمل کړ، د وزير يارمحمد خان الکوزي لور [ سپينې ] د قلم په ژبه د افغان اتلانو ننګه وکړه چې بيا وروسته د هرات محاصره ناکامه شوه. د دې حماسي اشعار تر اوسه هم مشهور دي.
بي بي حوا:
محمد ايوب خان د ميوند له بريالي جنګ وروسته د کندهار له انګرېز بولندوی ( جنرال پرم اوزر ) سره د بي بي حوا [ د سردار رحمدل خان کونډه، او پاينده خان مږور ] له لارې چې هغې ته بيا انګرېز جنرال پناه وروړې وه، د خبرو مهلت ورکړ، خو مهلت لا پای ته نه و رسېدلی چې جنرال رابرټس له لسو زرو غوره شوي پوځ سره له کابل څخه کندهار ته ورسېد او د ايوب خان پوځ ته يې ماته ورکړه او هغه بېرته هرات ته پر شا شو.
د امیر حبیب الله خان تر واکمنۍ پورې ښځې په سياسي کشمکش کې ولسي بڼه لري لکه د جګړو درول، د دښمنيو په ميان کې ښځې ورکول، په پوړني کې بخښل/ننواتی[18]او داسي نور، خو د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې د امیر امان الله خان مور [ملکه سرور سلطانه بېگم] د شاغاسي لوی ناب شېردل خان لور او امير حبيب الله خان مېرمن وه. دا له هغو ښځو څخه وه چې خپل زوی یې تر ارګه ورساوه، دا به لومړۍ ښځه وي چې په معاصر تاریخ کې په سیاسي ډګر کې وځلېدله، په ځانګړې توګه د پاچا د اوږده اروپایي سفر په وخت کې د سلطنت د ستنو په ټینګولو کې يې ښه رول ولوباوه.[19]
تور پېکۍ:
توريالۍ پښتنه اڅکزۍ مېرمن وه چې اټکل سل کاله د مخه د کندهار په بولدک کې اوسېدل، دې مېرمني د واده په کال د پښتنو د خپلواکۍ اخيستلو ( افغان انګرېز جګړه ) کې له خپل مېړه [ ريدي خان ] سره ګډون کړی او دواړه په شهادت ورسېدل په سيمه ايزه خلګو کې اوس هم د شهامت بېلګه په تور پېکۍ ورکول کېږي[20].
ملکه ثريا:
د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماينه، د سردار غلام محمد طرزي لمسۍ او د نامتو افغان لارښود او د افغان ژورناليزم پلار [ سردار محمود طرزي ] لور وه. نوموړې په دمشق [سوريه] کې زېږېدلې او هم هلته يې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار نه ترلاسه کړي. ثريا د خپل وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي دي.
بي بي رادو جانه:
( دېوان نرنجنداس ) د امير امان الله خان د وخت ايلچي، مستوفي او ماليې وزير وو؛ زوی یې نه لاره، بلکي دوې لوڼی یې لرلې چی یوه ( رادها ) او بله ( زارا ) نومېدلې.
رادها له سکې ښایسته وه چي د کابل خلکو به له نازه ( رادو ) بلله چې وروسته په ( رادو جانه ) مشهوره شوه. هغې به د کوچنیوالي څخه د هلک کالي اغوستل او د خپل پلار سره به اوږه پر اوږه په رسمي او غیر رسمی غونډو، محافلو او میلمستیاوو کې راڅرګندېدله او داسی یې ښودله لکه د پلار زوی چی وی .
کله چې امیر امان الله خان د سقاو د بغاوت له امله ایټالیا ته ولاړ، نرنجداس او رادو جاني ژوند هم د خطر سره مخامخ سو او باالاجبار هندوستان ته وخوځېدل. رادو جانه په سپین سرتوب کي یو ځل افغانستان ته راغله او تر لږ مودې تېرولو وروسته د تل له پاره بیرته هند ته ولاړه. هغې هلته هم د ژوند تر پایه واده ونکړ او همداسي مړه شوه[21].
په راوروسته کې د ګوتو په شمار مېرمنو په نيم مړاوي حالت کې سياسي ډګر سمبال کړی ، خو ورستيو انقلابونو د ښځو برخه د ټولني پر ځای پخپلو غوښتونو ډکه کړې ، خو بيا هم د بېګم نسيم ولي خان [د باچاخان نږور] مېرمن حميرا[22] [ د محمدظاهر خان مېرمن ] او نورو نومونو د يادولو وړ دي.
پايله:
پورته مو ولوستل چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ښځو په سیاست، اداره او د ظلم، یرغل او د خپلواکۍ په جګړو کې د نارینهوو تر څنګ پراخه ونډه اخیستلو سره ډېر مهم نقش لوبولی دی. خو په وروستيو کې ښځو په افغاني ټولنه کې لوی ارزښت د لاسه ورکړ چې لامل يې پراخ يرغلونه، د ملي زدهکړې د کچې ټيټوالۍ، بېوزلي، ناوړه دودنه، ټولنيزې، اقتصادي او ګڼې نورې ستونزې دي. ان اوس ډېرو ته په ټلوېزون، راډيو، ورځپاڼو او مجلو كې د ښځو ناسم عكسونه د ښځو حق ښکاري.
څرنګه چې د افغانستان کوچیان په یوه سیمه کې مېشت نه وو، وتوانېدل چې له ځينو بدو رواجونو څخه ځانونه وژغوري. که څه هم افغاني چاپېريال پر دوی کاملًا بېاثره نه دی، خو بیا هم په ټوليز ډول دغه ټولنه په خپل طبیعي ډول داسې پاته شوه چې اوس هم بې له کوم جنسي تعصبه، نر او ښځه په ګډه په ټولو ټولنیزو، کلتوري، او اقتصادي چارو کې تصمیم نیسي. د دوی دغه له تعصبه پاک ژوند د دې لامل شو چې دوی له ډېرو يرغلونو او چپاولونو څخه په امان پاته شي. سربېره پر دې چې شپه او ورځ په دښتو، غرونو او بیابانونو کې تېروي، خو هېڅوک دا جرئت نهشي کولای چې دوی وځوروي. دا د کوچي ټولنې د نرو او ښځو د پیاوړتیا نخښه ده.
افغاني ټولنې ته په کار ده چې د خپل فرهنګ او سنت په نظر کې نیولو سره ستونزې درک کړي، لکه د زدهکړې ضرور نه ګڼل، ميراث نه وركول، په كورنۍ مشورو كې برخه نه وركول، د هلك او نجلۍ تر منځ توپير كول او تر ټولو ستره ستونزه د ډېرو ودونو د حل لپاره د داسې اکاډميکو (ژورناليستيک نه !) څېړنو او بحثونو سخته اړتيا ده چې يوه ګټوره نتيجه په لاس ځنې راشي. په ټولنه كې د سياسي، ټولنيز، ديني، سياسي او ګڼو نورو چارو د فكر و نظر خاوندان وپوښتل شي، تر څو ښځو ته د قانون او افغاني اصولو په رڼا کې مناسبه ونډه ورکړل شي او د ټولنيز واک په موسسو کې داسې ورننوځي چې د پخوانۍ عنعنوي ټولنې په څېر د احترام په فضا کې بېرته ښځه پخوانی ځای پيدا کړي.
پای
[1] دلته يوازي د څو ښځو يادونه کوو نه د ټولو، په افغاني تاريخ چې څومره ښځي ثبت دي ښايي په دغه انډول ښځي ناثبت هم وي.
[2] ايرانشهر، مجله؛ لمړۍ ګڼه ۳۵-۵۲مخونه
[3] ياسنا: ۵۳ فصل
[4] په دې اړه نور مالومات په طبقات ناصري: (۱،۲)۵۴ مخ کښې...
[5] . ډاکټر نجیب لله بارکزي د ښځو په اړه په خپله جامع ليکنه کي د مرحو استاد رشاد له خولې لیکي: «کله چي بابر د هند د لودي پښتنو حکومت ړنګ کړ، د سلطان ابراهیم لودي د قتل وروسته، د هغه وړوکی زوی او مور يې د بدخشان په مظفر کلا کې د بنديانو په ډول واستول، مېرمن ابراهیم لودي چي د اوښ په کجاوه کې سپره وه، او د عسکرو تر نظارت لاندي د افغانستان پر لور روان ول، کله چی قافله د اټک پر رود تېرېده، مېرمن ابراهیم ناڅاپه د اوښ د کجاوې څخه را پورته او ځان یې د رود په مینځ کې واچوه، ساتونکو په حیرانتيا سره دا منظره په سترګو ولیدل چي څرنګه دغي افغاني زړوري ښځي د اوبو په څپاندو څپو کې ډوبه او مرګ ته یې د اسارت تر ژواندانه ترجیح ورکړه» لودي پښتانه، علامه عبدالشکور رشاد (علامه رشاد اکاډمي /کندهار۱۳۹۳ل)
[6] تاريخ بهيقي، ۱۱مخ
[7] مشاهير النسوان- ۴۴۵ مخ
[8] پټه خزانه، محمدهوتک
[9] پښتنې مېرمني، بېنوا،
[10] نقش و موقف زنان افغانستان، معصومه عصمتي وردګ
[11] غبار، احمدشاه بابا، ٧١مخ
[12] تېمورشاه درانۍ، عزيرالدين وکيلي ( د تاريخ ټولنه، ۱۳۴۶ل: کابل)
[13] اوسنۍ ( عينو مېنه ) د همدې کارېز پر مځکه جوړه شوې، چي دکابل- کندهار پر لویه لاره کندهار ته نژدې پرته ده.
[14] د صفيې حليم له پاڼي څخه ... د ۱۸۳۹ع کال د اګست په مياشت کې، کله چې شاه شجاع د کابل پر تخت کښېناست وفا بيګم هلته نه وه، دا په ۱۸۳۸ع کال کې لوديانې کې مړه او په سرهند؛ مجدد الف ثاني د مزار سره جوخت هغه احاطه کې خاورو ته وسپارل چې د شاهي ټبر نور غړي پکښې ښخ دي.
[15] د کندهار په احمدشاهي ښار، برو بازار؛ د لودينانو په کوڅه کي دسرداري پلارګنۍ مېشته وه، دسرداري ميړه سردارمقصود خان محمدزي ؤ چي دامير دوست محمدخان (۱۲۹۷ه.ق مړ) د ورور سردار جمعه خان لمسی او د سردار رحمت خان زوي وو، دسرداري خسرګنۍ دکندهار په ميوند کي اوسيدله. کلا او کاريز یې اوس سته ، دسردارجمعه خان کورني تر لسو کالو د مخه پوري لا په ميوند کي وه اوسردار جمعه خان کاريز يې په لاس کي وو، دغه کاريز د (کاريزک) په نامه شهرت لري. دسرداري په ولجه کي راوړي توپک تر ډېره وخته پوري دسردارجمعه خان په کورني کي ديو مقدس يادګار په توګه ساتل کيده اوديوي غازي پښتني دغيرته ډکه کارنامه يي ښوله.
[16] کابل کلنۍ، ۳۶
[17] زندگی امیر دوست محمد خان، موهن لال ( په افغانستان کې د انګرېز سفير بيا څارګر ) دوهم ټوک 275مخ.
[18] ننواتی: په پښتني دود د بخښني لپاره دوښمن ته د ښځو/سپين ږيرو وروستل، چي عموما له مغلوب لوري ورځي، ننواتی وايي، اخوند محمد صديق په تاريخ الابرار کښي ويلي چي دا کار په بلوڅو کښي هغه وخت رواج شو چي احمدشاه بابا محبت خان بلوڅ په ننواتی ورتګ وباخښه.
[19] په دې اړه سید عبدالله کاظم لیکي:
«...سرور سلطان در سن پانزده سالګي با سردار حبیب الله خان (۲۱ ساله) عروسي کرد... علیا حضرت مدت طولاني زن محبوب و ملکه رسمي امیر بود. ص، ۱۱۲...چگونه شهزاده امان الله خان به قدرت رسید؟ موضوعیست که نشرات فراوان در زمینه وجود دارد و شرح آن خارج از بحث ما است. اما اینقدر باید گفت که در این تغیر عمده میتوان نقش یک زن افغان و درایت سیاسي او را مشاهده کرد که چگونه شرایط را قدم به قدم با مهارت تام مساعد ساخت تا پسرش رادر بین همه رقبای بزرگ بر سریر سلطنت بنشاند. گمان میکنم که دست کم در تاریخ معاصر افغانستان چنین کار را هیچ زن دیگر تا حال پیش نبرده است. ص، ۱۱۶). زنان افغان زیر فشار عنعنه و تجدد، ډاکټر سید عبدالله کاظم( کلفورنیا ۲۰۰۵ ع کال)
[20] د طلوع افغان د ۱۳۱۳کال په لومړی ګڼه کښي علامه حبيبي ليکي: ريدي د خپل پلار له پښتونوالي ډکه وينا اروي، د جنګ تياری کوي او تورپېکۍ ته وايي: زما ګراني! پر خدای دي سپارم، زه ځم خپل پښتني ننګ پر ځای کوم. له شهادت وروسته دوی دواړه د بولدک د مشهوري غزا په هديره کې ښخ شول، پورته غاړي اوس هم زموږ ودونو کي ښځي له دريو سره وايي.
[21] رادوجانه چې ډیره ښکلې پېغله وه، د هر چا به ډېره خوښېدله او هر چا یې ډیره ستاینه کوله، د کابل ډیرو ځوانانو زړونه پر بایللي وو . څنګه چې هغې تل د خپل پلار سره سلطنتي دربار او غونډو ته تګ راتګ درلود، نو مَینانو یې دا جرأت نسو کولای چې هغې ته د خپل عشق اظهار وکړی. نو هغوی به اړه وه چې د خپلو زړونو فریاد په دې شعر سره پر ژبو راوړی او د هغې پر پلار ږغ وکړی چی دا د ګل غوندي نازکه او ښکلې پېغله خو تر مړینی وروسته قطعأ د سوځولو وړ نه ده:
او دختر دیوان بی بی رادو جان
لاله را قسم دادم که رادو را نسوزان
لاله [ لالا ] چې دا کلمه زیاتره د هندوانو له پاره کارېدله. دغه سندره وروسته د ډاکټر صادق فطرت ( ناشناس ) په خواږه وویل شوه چې ډیره مشهوره شوه..
[22] د ملکې د سياسي ځيراکت بېلګه ډيري دي، خو مرحوم ظاهرخان د مروجو شرايطو له امله د هغې درباري کول نه غوښول، حاجي بازمحمد چې په بیلابیلو دورو کې د ارګ پیشخدمت، میوه دار باشي او عمومي منتظم پاته شوی دی، وایي: د اعلیحضرت میرمن ملکه صاحبه ډیره مهربانه ښځه وه ټول خدمتګارانو ته د مور غوندې وه. ملکې به د مهمو میلمنو د راتګ په وخت کې زیاتره تشریفاتي مسایل کنترولول. او په میلمستیاوو کې به دې ته متوجه وه چې د چا خوله خلاصه نه وي پاته یا یې تڼۍ خلاصه نه وي.