INSAN Magazine

«قرآن و زن: بازخوانی متن مقدس از منظر یک زن» کتاب ته کتنه

۱۳۹۸ قوس ۶مه

سریزه:

«قرآن و زن: بازخوانی متن مقدس از منظر یک زن[2]» د آمنه ودود محسن د دوکتورا تیزس دی. آمنه ودود افریقایی‏الاصله امریکایۍ ده چې په ۱۹۵۲ز کال کې زېږېدلې ده او په اسلامي مطالعاتو[3] کې له میشیګان پوهنتون[4] څخه دوکتورا لري. نوموړې د عربي ژبې او فلسفې د زده‏ کړې لپاره د مصر قاهره او الازهر پوهنتونونو کې هم زده‏ کړه کړې. د امریکا د متحدو ایالتونو په وېرجنیا پوهنتون[5] او د مالیزیا اسلامي پوهنتون کې یې د تدریس چارې پر مخ بیولي او اوس‏مهال اندونیزیا کې اوسېږي.

د نولسمې پېړۍ له نیمايي وروسته د سید جمال‏الدین افغاني د اصلاحي نظریاتو په رڼا کې د اسلامي ويښتابه فکري-فرهنګي خوځښت له غرب سره په فکري راکړه-ورکړه پیل کوي؛ د شلمې پېړۍ په اوږدو کې او په ځانګړې توګه د کمونستي بلاک له زوال او د نړېوالېدنې له چټکتیا وروسته، اسلامي پوهان له غربي فرهنګ (مډرنېزم[6]) سره مخامخ کېږي. دغه مخامخ کېدنه له دې اړخه مهمه او مسلمانانو ته له ننګونو ډکه ده چې سکولاره مډرنېستي فرهنګ له دیني ارزښتونو او دیني تفسیرونو سره اړخ نه لګوي. په دې وخت کې د مډرنېزم او اسلام تر منځ د روغې-جوړې او یا لږ تر لږه مسلمانانو ته له مډرنېزم سره په تعامل کې د لارښوونې په موخه ځینو پوهانو د اسلامي فکر په اصلاح[7] لاس پورې کړ؛ د دغه اصلاحي غورځنګ تر ټولو بنسټیزه بوختیا او کړنه له اسلامي متنونو (قرآن، حدیث او اسلامي تاریخ) سره د بیاتعامل[8] موضوع ده. له اسلامي متونو سره د بیاتعامل لپاره بېلابېلې لارې/تګلارې وړاندې شوې؛ له دغو تګلارو څخه یوه د «هرمنوتیک[9]» تګلاره ده چې په ساده ژبه «د متن اصل ته مراجعه او د متن د خاوند ارادې او عمومي روح په رڼا کې یې پراخ تفسیر» په مانا ده. د قرآن د «هرمنوتیک تفسیر» تیوري د فضل‏الرحمان ملک[10] له‏خوا د اسلام او مډرنېزم د تعارض د له منځه وړلو لپاره وړاندې شوې ده او درې بنسټیز عناصر لري: ۱- د متن نړۍ‏لید، ۲- د متن ژب‏پوهنیز جوړښت، او ۳- هغه فضا چې متن په کې لیکل شوی دی. آمنه ودود د قرآن په تفسیر کې د فضل‏الرحمان د هرمنوتیکي تګلارې لاروۍ ده.

 

د کتاب پېژندنه:

            د «قرآن و زن: بازخوانی متن مقدس از منظر یک زن» کتاب د آمنه ودود محسن لیکنه ده چې د اعظم پویازاده (د تهران پوهنتون کادري غړی) او معصومه آګاهي په‏واسطه په روانه پارسي ژبه ژباړل شوی دی. د دغه کتاب د چاپ چارې د «انتشارات حکمت» له‏خوا په ښکلې بڼه په تهران کې تر سره شوی او په یوه کال کې (۱۳۹۳ل) دوه وارې له چاپه وتلی دی. دغه کره‏کتنه د دغه کتاب د دوهم چاپ پر بنسټ چې د ۱۳۹۳ل کال په ژمې کې خپور شوی دی، صورت مومي. دغه کتاب ۱۹۵ مخه لري چې لومړۍ ۳۷ مخونه یې د کتاب په پېژندنې، د ژباړونکو وینا او نظري مباحثو مشتمله ده؛ ۳۹-۵۳ مخونه یې د ليکونکې سریزه ده؛ ورپسې لومړی فصل (۵۷-۷۲ مخونه)، دوهم فصل (۷۷-۹۳ مخونه)، دریم فصل (۹۷-۱۱۷ مخونه) او څلورم فصل (۱۲۱-۱۵۹ مخونه) او په پای کې پر یوې عمومي پایلې (۱۶۳-۱۷۶ مخونه)، مشتمله ده.

            دغه کتاب د «ښځې» اړوند د قرآن موضوعي تفسیر دی؛ موضوعي تفسیر د معمول او کلاسیک تفسیر خلاف چې د قرآن له لومړي آیته په ترتیب سره د قرآن تر پایه تر سره کېږي، د یوې موضوع اړونده قرآني آیتونه په ځانګړي ډول راټولولو او تفسیرولو ته ویل کېږي. د دې کتاب د بحث بنسټیزه موضوع «ښځه» ده، پر حقونو او دندو یې بحث شوی او کوښښ شوی تر څو قرآن مډرنې نړۍ او په ځانګړې توګه مډرنې ښځې ته د لاس‏رسي وړ شي. د دې کتاب تر شا دوې بنسټیږې مفکورې دي: ۱- قرآن د زمان او مکان قید نه مني: عام باور دا دی چې د قرآن تر ټولو ښه تفسیر د پیغمبرص په زمانه او په عربي جزیره کې تر سره شوی دی او د یوې اسلامي ټولنې جوړولو لپاره باید له دغه زمان (د بعثت لومړي کلونه) او مکان (عربي جزیره) څخه نمونه واخیستل شي، په داسې حال کې چې آمنه ودود په دې باور ده چې د قرآن متن په یوه زمان او یوه مکان محدودول له قرآن سره جفا ده او د دې آسماني کتاب تطبیق له مختلفو زمانو او مکانو سره ستونزمنوي. د قرآن متن ثابت دی، خو تفسیرونه یې قطعي او ثابت نه دي، ځکه تفسیر د مفسر له فرهنګ او ټولنیزو شرایطو اغېزمنه ده. پایله دا چې د قرآن تفسیر په مختلفو زمانو او بېلابېلو مکانونو کې بېلابېل کیدی شي؛ البته دا په دې معنا نه ده چې قرآن به د ټولنیزو شرایطو او فرهنګ تابع کوو، بنسټیزه موضوع دا ده چې قرآن د بېلابېلو فرهنګونو او ټولنیزو شرایطو په خپل ځان کې د رانغاړلو ظرفیت او وړتیا لري. ۲- د مفسر مخکیني معلومات او تمایلات د قرآن په تفسیر اغېز لري: آمنه ودود په دې باور ده چې د هر متن –دلته قرآن- په تفسیر کې د مفسر مخکیني معلومات او تمایلات اغېز لري. د ۱۴۰۰ کلن اسلامي تاریخ په اوږدو کې قرآن هر وخت د نارینه‏وو له‏خوا تفسیر شوی دی چې پایله یې پر قرآن د نرواکه[11] لیدلوري حاکمیت دی، او په دې کتاب کې کوښښ شوی چې دغه لیدلوری له ننګونې سره مخ شي.

            د دې کتاب بنسټیزه موخه دا ده چې مډرنې ښځې ته د قرآن داسې تفسیر وړاندې شي چې دې ته د پوهېدلو وړ وي. د قرآن په تفسیر د نرواکه لیدلوري حاکمیت ځیني دې غلطې پایلې ته رسولي چې: قرآن نارینه کتاب دی او ښځه د نارینه تابع ده، نو ځکه ښځې ته د دوهم جنس په سترګه کتل کېږي. په دې کتاب کې کوښښ شوی تر څو په اسلامي نړۍ کې د ښځو د بد وضعیت او په قرآن یا په دقیقه معنا په اسلام کې یې د مطلوب حالت تر منځ توپیر وشي؛ اسلامي نړۍ کې د ښځو بد حالت له قرآنی متن سره هېڅ اړخ نه‏لګوي.

            دغه کتاب د آمنه ودود د دوکتورا تیزس دی او دغه موضوع د کتاب د څېړنیزې تګلارې د روښانه کولو لپاره تر بل هر دلیل ښه مرسته کوي. دغه کتاب د څېړنې د نوو تګلارو پر بنسټ لیکل شوی دی؛ مستند، مستدل او علمي دی. د کتاب بنسټیزه مفکوره او موخه د ټول کتاب په هېڅ برخه کې هېر نه‏دی، د کتاب هر څپرکی ځانګړې پایله لري چې د اړوند څپرکي مباحث په کې په لنډ ډول راغلي او پایله ترې استخراج شوې ده. د کتاب فرعي مباحث/عنوانونه لنډ او د یوې مشخصې موضوع په روښانولو متمرکزې دي. د کتاب هر فصل ځانګړی پای‏لیک[12] لري چې د اړوند فصل پر منابعو او تبصرو مشتمله ده، په ځینو برخو کې لوستونکي ته د لازیاتې مطالعې لپاره لارښوونه شوې. د هر څپرکي په لومړي برخه کې د اړوند فصل د عمده موضوع‏ګانو د ښکاره کولو لپاره دغه موضوع‏ګانې د پوښتنې په ډول مطرح شوي دي. دغه کتاب یوه مل‏پاڼه (ضمیمه) لري چې د هغو ښځو نومونه په کې راغلي چې په قرآن کې یاد شوي دي؛ په کتاب کې د راغلو قرآني آیتونو، راغلو شخصیتونو او کتابونو نوم‏لړ هم د کتاب پای کې ذکر شوي دي.

            د دې کتاب څو مهمې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي: ۱- دغه کتاب په قرآن کې د ښځې اړوند مباحثو لومړنی موضوعي تفسیر دی. ۲- آمنه ودود لومړنۍ ښځه ده چې لږ تر لږه د اسلامي تاریخ په وروستیو کلونو کې یې د قرآن تفسیر کړی دی. ۳- د دې کتاب د تفسیر تګلارې ته نوې (مډرنه) تګلاره ویلی شو چې د فضل‏الرحمان ملک هرمنوتیکي تګلاره ده او له کلاسیک تفسیر سره توپیر لري. ۴- په دې کتاب کې کوښښ شوی چې اسلامي نړۍ کې د ښځې د بد وضعیت او په قرآن کې د ښځې مطلوب وضعیت تر منځ توپیر وشي؛ په دې معنا چې نباید د مډرنې نړۍ ښځه په اسلامي نړۍ کې د ښځې بد وضعیت ته په کتلو سره، قرآن او یا هم اسلام نقد کړي، بلکه په دې باید پوه شي: هغه څه چې په اسلامي نړۍ کې د ښځې پر وړاندې کېږي له قرآنه ډېر زیات واټن لري.

 

ارزونه:

            د «قرآن و زن: بازخوانی متن مقدس از منظر یک زن» کتاب له مطالعې وروسته هغه څه چې په لومړي ګام کې د مطالعه‏کوونکي ذهن ته ورځي دا دی چې: دغه اثر د قرآن له متن سره د اوسني شرایطو په لمن کې بیاتعامل دی؛ اصلاحي یا رفورمېسټي پانګه لري او د ۱۴۰۰ کلن اسلامي تاریخ د ځینو برخو پر خلاف له قرآن څخه د مډرنې نړۍ ښځې ته نوی تفسیر وړاندې کوي چې له یوې خوا مډرنې ښځې ته دا توان ورکوي چې پرې پوه شي او له بلې خوا د اسلامي فېمېنیزم تر عنوان لاندې هغه غورځنګونه چې اسلامي نړۍ کې د ښځې د بد وضعیت پر وړاندې د غبرګون ښودلو په لړ کې قرآن نقدوي، دا پیغام ورکړي چې د ښځو بد وضعیت د اسلامي نړۍ له ټولنیزو شرایطو او فرهنګ سره اړیکه لري، نه له قرآني لارښوونو سره چې د ښځې پر وړاندې د هر ډول توپیري چلند مخالفې دي. همدارنګه په دې کتاب کې د قرآن په تفسیر د نرواکي د له منځه وړلو لپاره هم کوښښ شوی؛ د قرآن په تفسیر د نرواکي له امله د ښځو اړوند مباحث یا ګوښه شوي دي او یا هم ښځې ته د دوهم جنس په حیث د کتلو په پایله کې دغه مباحث هم دوهم لاس مباحث بلل شوي دي. آمنه ودود په دې باور ده چې د قرآن په رڼا کې د هرې موضوع د روښانه کولو لپاره اړینه ده چې له قرآني متن سره تعامل ولرو، نه له تفسیرونو سره چې قطعي نه دي او –تر یو حده- د مفسر د سلیقې تابع دي. پایله دا چې د دې کتاب بنسټیزه موضوع «جنسیت» ده چې په نېغ ډول د قرآن د متن په رڼا کې پرې بحث کېږي، نه د مفسرینو د نظریاتو لاندې. مډرنه نړۍ کې له قرآن سره بیاتعامل د هرمنوتیک تفسیر[13] له لارې کېږي.

د آمنه ودود په اند د قرآن هرمنوتیک تفسیر د فضل‏الرحمان ملک د تګلارې پر بنسټ په لاندې ډول تر سره کېږي: لومړی باید وکتل شي چې د قرآن متن په کوم بستر کې نازل شوی دی، دا هغه څه دي چې د قرآن مفسرین یې «شأن نزول» بولي. دوهم پړاو کې د قرآني متن ژبنیز جوړښت ته پام کېږي، دغه برخه کې د قرآني متن نحو، صرف او بلاغت څېړل کېږي. دریم ګام کې د قرآن روح او کلیّت ته پام کېږي، دغه برخه ځکه اړینه ده چې د قرآني آیتونو تجریدي تفسیر او د قرآن عمومي روح ته نه‏پام، د تفسیر د انحراف لامل ګرځي. د قرآن هرمنوتیک تفسیر، مفسر (دلته آمنه ودود) ته دا اجازه ورکوي چې د نوو غوښتنو پر بنسټ له قرآن سره بیاتعامل وکړي. د بېلګې په توګه، آمنه ودود وایي: زه د ځینو کلاسیکو تفسیرونو پر خلاف د قرآن ډېری آیتونه چې تر دې دمه جنسیتي تفسیر شوي، خنثی تفسیروم او ځیني نور مباحث چې تر اوسه «عام» مطرح شوي، د ۷مې پېړۍ د عربي نړۍ شرایطو ته په کتلو سره «خاص» مطرح کوم. لنډه دا چې د قرآن هرمنوتیک تفسیر پر دې بنسټ ولاړ دی چې قرآني آیتونه په ځانګړو شرایطو او د ځانګړې زمانې عامو او خاصو شرایطو ته په کتلو نازل شوي دي، نو د تفسیر عملیه هم دغو ځانګړو او عامو شرایطو ته په کتلو سره د متن د معنا په لټه کې دی او وروسته بیا د اوسني شرایطو او زمانې سره انطباق پیدا کوي. په دې معنا چې د تفسیر عملیه دوه‏ګونی حرکت لري: یو حرکت د قرآن متن او د نزول شرایطو او زمانې ته (د متن مفهوم موندل)، او بل حرکت اوسني شرایطو او زمانې ته (د مفهوم انتقال/انطباق پر اوسنیو شرایطو) دی.

د دې کتاب تر ټولو ستره لاسته‏راوړنه دا ده چې د مسلمانې ښځې د ځای او د هغې د حقونو او مکلفیتونو د توضیح لپاره یې د قرآن په رڼا کې منځوۍ یا معتدله لار موندلې. د اوسني نړۍ ډېر شمېر پوهان او په ځانګړې توګه ښځې د ښځو د ځای او حقونو او مکلفیتونو په توضیح کې د افراط او تفریط ښکار شوي دي؛ یوه ډله په دې باور ده چې ښځه له نر څخه ټیټه ده او نر د ځینو امتیازاتو له امله تر ښځې پورته ګڼل کېږي، ښځه دوهم جنس ده او باید چې د نر تر ولکې لاندې وي، بله ډله بیا وایي چې قرآن نور زوړ دی او د ۲۱مې پېړۍ له شرایطو سره اړخ نه‏لګوي نو ځکه باید ګوښه شي او مسلمانه ښځه باید خپل ځای او حقونه او تکلیفونه د مډرنې نړۍ د ارزښتونو پر بنسټ وپېژني او د تر لاسه کولو لپاره یې مبارزه وکړي. منځوۍ لار د دغو دواړو تفسیرونو تر منځ موقعیت لري؛ آمنه ودود په دې باور ده چې ښځه او نر په خلقت، هدایت، مسؤولیت او حقونو کې سره برابر دي. قرآن ښځې او نر ته د ټولنیزو افرادو په حیث اصولي کتنې لري، خو د قرآني آیتونو له مخې نه‏شو کولی د ښځې او نر د ټولنیزو دندو لپاره یو هراړخیزه او ثابت ټولنیز نظام له قرآن څخه استخراج کړو، قرآن د دغې موضوع اصول بیان کړي او جزئیات یې انساني شرایطو ته پریښي دي، او دغه موضوع د قرآن د متن پر عام‏والي او ثابت‏والي دلالت کوي. په دې مفهوم چې مونږ نه‏شو کولی د اوسني زمانې ښځو ته د ۱۴۰۰ کاله مخکې ټولنیزو ارزښتونو او شرایطو پر بنسټ ټولنیز حقوقي نظام طرح کړو. منځوۍ لار د ښځې او نر لپاره په اوسني دور کې د ټولنیز نظام د وړاندې کولو لپاره د دواړو جنسیتونو په برابره ونډه ټینګار کوي، چې د اوسني افرادو (د دواړو جنسیتونو) په هڅه د قرآني ثابتو اصولو په رڼا کې یې جزئیات چمتو کېږي.

دغه کتاب په اسلامي ټولنه کې د ښځې د ځای د معلومولو په موخه د قرآن د متن پر بنسټ له قرآن سره نېغه اړیکه لري، چې دغه یې د پیاوړتیا تر ټولو لوی مورد دی. د قرآن هرمنوتیک تفسیر کې له بل هر ډول تفسیر څخه د قرآن متن د ډېر ارزښت درلودونکی دی. هر هغه څوک چې له دغې تګلارې سره موافق وي، د دې کتاب پایلې ورته تر ډېره حده د منلو وړ دي. دا هم منو چې د قرآن د کلاسیک تفسیر پلویان (چې د تفسیر په عملیه کې د نورو مفسرانو او تاریخي لاسته‏راوړنو ته یې پام زیات دی) به د دغې تګلارې او پایلو پر خلاف وي. د دې کتاب ستره نیمګړتیا دا ده چې د ښځې په‏واسطه تر سره کېږي او د قرآن د هرمنوتیک تفسیر د تګلارې پر بنسټ، د تفسیر په دې عملیه کې د مفسر مخکیني معلومات، تجارب، عواطف او تمایلات په کې ونډه لري. په دې معنا چې آمنه ودود د یوې ښځې په حیث د قرآن په تفسیر کې بې‏طرفه نه‏شي پاتې کېدلی او ښځینه تمایلات او عواطف یې د تفسیر په عملیه کې اغېز لري. له بله اړخه، آمنه ودود په لغوي او نحوي لحاظ د قرآن د متن په پوهېدلو کې هم ستونزه لرلی شي، ځکه عربي ژبه یې اصلي ژبه نه ده. بله نیوکه دا چې د متن د مفهوم په پوهېدلو کې هم د څېړونکي مخکیني معلومات ورګډېږي او د متن عیني پوهه له ستونزې سره مخامخ کوي، دغه نیوکه تر ډېره بریده د هرمنوتیک تفسیر په تګلارې ده، نه په آمنه ودود.

 

د کتاب پر ځینو مهمو مباحثو تبصره:

            په دې برخه کې د «قرآن و زن: بازخوانی متن مقدس از منظر یک زن» کتاب پر ځینو مهمو برخو تبصره کېږي. د دغو مباحثو ټاکنه د اهمیت، تازه‏والي، د اوسني عصر له مسایلو سره اړیکه او له کلاسیک تفسیر سره د توپیر پر بنسټ تر سره شوې ده. لومړی مبحث «د ښځې او نر مساوات دی»، د آمنه ودود په اند ښځه او نر په خلقت کې سره مساوي دي؛ مساوي استعدادونه لري، دواړه له کوم توپیر پرته د خلافت دروند پېټی په اوږو لري او د قرآني هدایت پر وړاندې له خپل عمل څخه یو ډول مسؤولیت پر غاړه لري. د ښځې او نر تر منځ بیولوژیکي توپیرونه شته خو قرآن دغه توپیرونه د نر یا د ښځې د برلاسي لپاره نه دي کارولي. قرآن د نورو آسماني کتابونو پر خلاف، ښځه له ذاته بده نه بولي او د انسان د خلقت په داستان کې آدم او حوا دواړه د شیطان په واسطه غولول شوي بولي، نه یواځې حوا. آمنه ودود په دې باور ده چې جنسیت ذاتي پدیده نه ده چې د خلقت پر وخت ښځې ته یو ډول او نر ته بل ډول ورکول شوی وي، بلکه د جنسیت له بیولوژیکي اړخ پرته نور ټول جنسیتي توپیرونه د ټولنیز فرهنګ پر بنسټ رامنځته شوي او ډېری وخت د قرآن په تفسیر کې له دلیل پرته ځای‏پرځای شوي دي. د ځینو قرآني آیاتو له ظاهره داسې ښکاري چې «نر پر ښځې فضیلت لري» او ډېرو مفسرانو (چې ټول نارینه دي) دغه آیتونه دغسې راژباړلي؛ په داسې حال کې چې قرآن د فضیلت لپاره د یوه عام معیار په توګه، تقوا معیار ټاکلی دی، نه د جنسیت. هرمنوتیک تفسير کې د قرآن عام قواعد پر خاصو قواعدو لومړیتوب لري، او خاص قواعد باید د عامو قواعدو په رڼا کې تفسیر شي، نه په ځانګړي ډول. مهمه دا چې تقوا، جنسیت نه لري، یعني نارینه او ښځینه دواړه کولی شي چې متقي واوسېږي.

            آمنه ودود د قرآن د ښځینه شخصیتونو په استازیتوب له مریم (د عیسی مور)، د موسی مور (چې نوم یې قرآن کې نه دی ذکر شوی) او بلقیس (د سبا ملکه)، بحث کوي. د موسی د مور په قرآني داستان کې لاندې مسایل نغښتي دي: ۱- خدای پاک د موسی مور ته وحی کوي: په دې معنا چې د وحی په اړه -چې د ډېرو نارینه مفسرانو په واسطه یواځې د نارینه‏وو لپاره تفسیر شوی دی- ښځه او نر سره برابر دي، یعني دواړو ته وحی شوې ده. ۲- مور د عطوفت او مهربانۍ سمبول دی. ۳- د موسی د مور ښځینه‏توب په دې معنا نه ده چې د سترو کارونو جوګه/وسیله دې نه‏شي. مریم یواځنۍ قرآني شخصیت ده چې قرآن کې په نوم یاده شوې ده. عیسی ته د «مریم زوی» خطاب په دې معنا ده چې که په نورو ځایونو کې کومه ښځه د پلار یا د ورور په نامه یاده شوې، نو دا د ښځې د کسر شأن په معنا نه ده، بلکې د کوم حکمت ښکارندوی دی. قرآن د مریم د پاکې لمنې توصیف په نارینه صیغه کوي، معنا دا چې پاک‏لمنتوب «جنسیت» نه پېژني. بلقیس ملکه ده او د سبا د خلکو سیاسی او اقتصادي چارې مدیریت کوي. قرآن د بلقیس پاچاهي ته د یوه عادي موضوع په سترګه ګوري او دا ورته هېڅ جالبه نه‏ده چې «یوه ښځه دې پاچا وي»، پاچاهي او مدیریت «جنسیت» نه‏مني. بلقیس، سلیمان ته د ډالیو په لېږلو سره د سولې غوښتنه کوي، دغه غوښتنه یې د نارینه تفسیرکوونکو له‏خوا د دې د ښځینتوب په کمزوري تفسیر شوی، خو آمنه ودود وايي: دا یې د سیاسي عقلانیت انتهأ ده چې د سولې پیغام ورکوي او له جګړې لاس په سر کېږي. پایله دا چې د قرآن له نظره ښځه او نر د جنسیت پر بنسټ یو پر بل هېڅ ډول تفوق نه‏لري، توپیرونه تر ډېره بریده له ټولنیز فرهنګه اغېزمنې دي او هر یو (نر یا ښځه) کولی شي د عقل په رڼا کې عمل وکړي او کامیاب شي او یا هم د خواهشاتو پر بنأ عمل وکړي او غلطې لارې باندې سم شي.

            له دې کتابه بله اخیستل شوې موضوع د «حور یا حورالعین» ده؛ د قرآن نارینه تفسیرونو کې حور د ښځې په معنا راغلې، هغه ښځې چې ښایسته او سپینې دي، ډېرې شهوت پاروونکي دي او غټې سترګې لري. د حور اصطلاح یواځې په مکي آیتونو کې ذکر شوی دی، مدني آیتونه په جنت کې له پاکو جوړو (پرته له جنسیت څخه) یادونه کوي. د آمنه ودود په اند د قرآن شهواني تفسیر او د ښځینه ښایست مطلق معیارونه دواړه د نقد وړ دي. زمونږ اسلامي تفسیرکوونکو د عربو د جاهلي دور میراث تر اوسه ساتلی او حور ته ښځینه او شهواني تعریف ورکوي. د حور له موضوع سره تړلې بله موضوع، جنت کې د «پاکو جوړو» موضوع ده؛ ډېری تفسیرکوونکي په دې څرګند یا ناڅرګند باور دي چې جنت کې نارینه‏وو لپاره پاکې جوړې (ښځې) د یوه نعمت په ډول ورکولې کېږي، مسلمانې ښځې د خپل خاوند یا کوم بل نارینه په واسطه جنت ته داخلېږي، او ښځینه جنتیانې له پاکو جوړو محرومې دي (ځکه چې نارینه غیرت دا نه ایجابوي چې ښځې دې جوړې ولري)، پام مو وي چې له قرآني متن څخه دغه ډول برداشتونه ډېری وخت د عامو خلکو په واسطه د تفسیرکوونکو له ابهام څخه سرچینه اخلي، نه د تفسیرکوونکي له نظر څخه. آمنه ودود په دې باور ده چې د جنتي جوړو «جنسیت» څرګند نه دی او ټولو هغو مؤمنانو ته چې د جنت مستحق دي (جنسیت ته له پام پرته) په پام کې نېول شوي دي او د پاکو جنتي جوړو د شتون حکمت په شهوت کې نه ده.

            آمنه ودود د کتاب په څلورم څپرکي کې په ځینو نورو مسایلو هم بحث کوي چې زما په اند ډيرې برخې یې د پیغمبرص له معتبرو احادیثو سره په ټکر کې دي، د دغو مسایلو څېړل یو مستقل کتاب ته اړتیا لري، نو ځکه مو د دغو مسایلو له یادولو ډډه کړې. زما په اند، اسلام یوه منبع (قرآن) نه لري، هغه احادیث چې په صحت کې یې د شک ځای نه دی پاته، هم د اسلامي احکامو د معتبرې سرچینې په حیث مطرح دي. آمنه ودود په خپلو وروستیو بحثونو کې د قرآن له متن سره نېغه اړیکه نیسي (دا کار یې د کتاب په ټولو مباحثو کې کړی، خو هغه مباحث فکري او فرهنګي بڼه لري، نه حکمي او حقوقي) او احادیث له پامه غورځوی.

 

پایله:

            آمنه ودود کوښښ کړی چې د هرمنوتیک تفسیر له لارې د قرآن له متن سره بیاتعامل ولري. په دغه زیار کې تر ډېره بریده کامیابه ده او ښې لاسته‏راوړنې لري، نیمګړتیاوې یې هم په کار کې تر سترګو کېږي. د آمنه ودود دغه هڅه په خپل ډول کې د جنسیت په اړه د قرآن موضوعي تفسیر او د یوې ښځې په حیث دغه کار ته اوږه ورکول، دواړه نوښتونه دي او په غالب ګمان بل چا دا کار نه دی کړی. آمنه ودود دیني اندېښنه لري او په دې اند ده چې قرآن د مکان او زمان تابع نه دی او د ټولو زمانو او مکانو د انسان لپاره د خدای پاک لارښود دی. دلته لازمه بولم چې له آمنه ودود څخه (چې هغې هم د کتاب په پایله کې پرې بحث کړی) دوه متنونه د خپلې پایلې په توګه رانقل کړم:

 

در موضوع عدالت اجتماعی نیز لازم است تا مردسالاری را زیر سؤال ببریم، نه برای ایجاد زن‌سالاری، بلکه به منظور ایجاد نظام برابری‌طلبانه و مشارکتیِ کارآمد، که مشارکت حداکثری هر یک از اعضای جامعه را امکان‌پذیر ساخته و آن را تقویت می‌کند. چنین نظامی برای هر جنسی با ویژگی‌های آن و تمام کارهایی که منتسب به اوست حقیقتاً احترام قائل می‌شود. این امر امکان رشد و پیشرفت فرد و متعاقباً اجتماع را به‌طور کلی فراهم خواهد کرد. به این ترتیب، زنان به مشارکت اقتصادی، عقلی و سیاسی دسترسی کامل خواهند داشت، و در نتیجه مردان کاملاً در امور خانه و کودک‌یاری شرکت خواهند کرد، تا جامعه‌ای متعادل‌تر و عادلانه‌تر به‌وجود بیاید.

و در جای دیگر، در واقعیت قبل از جملۀ نقل‌شده در بالا:

بنا بر این، باز هم مردان و زنان چنان مساوی نیستند که تفاوت‌های میان آن‌ها –که به ایجاد هماهنگی در روابط آن‌ها کمک می‌کند– از بین برود. معتقدم این نوع تساوی به لحاظ روحی، اخلاقی و اجتماعی در تقابل با زایندگی است. این دیدگاه را شواهد قرآنی مستند می‌سازد، و بر اهمیت هر یک برای دیگری تأکید می‌کند.

 


[1]  ودود محسن، آمنه؛ ترجمه: اعظم پویا و معصومه آگاهی، قرآن و زن: بازخوانی متن مقدس از منظر یک زن. تهران: انتشارات حکمت، 1393.

[2] Qur’an and Woman: Rereading the Sacred Text from a Woman’s Perspective.

[3] Islamic Studies

[4] Michigan University

[5] Virginia University

[6] Modernism

[7] Reform

[8] Re-engagement

[9] Hermeneutic

[10]  فضل‏الرحمان ملک پاکستانی دی او په کال ۱۹۱۹ز کې زېږېدلی دی. سني مسلمان دی او پلار یې د خپلې زمانې دیني عالم تېر شوی دی. فضل‏الرحمان په انګلستان کې فلسفه د دوکتورا تر کچې زده‏کړه، دی د شلمې پېړۍ له نامتو اسلامي رفورمسټانو بلل کېږي. نوموړی د پاکستان د حکومت له‏خوا د اسلامي رفورم په موخه دغه هېواد ته وروغوښتل شو، او له دوو ډلو سره په ټکر کې واقع شو: ۱- توندلاري اسلام‏پال ۲- توندلاري سیکولران. نوموړی په دې باور وو چې مډرنې نړۍ ته د قرآن تفسیر باید د دغه کتاب اصل ته په مراجعې سره وشي، نه د مفسرینو لیکنو او برداشتونو ته. فضل‏الرحمان د آمنه ودود له استادانو یو دی، چې ودود یې تر ډېره حده له اصلاحي آراوو متأثره ده. دی په ۱۹۸۸ز کال کې له دې نړۍ سترګې پټوي.

[11] Patriarchy

[12] End-note

[13]  د قرآن هرمنوتیک تفسیر ته «توحیدي هرمنوتیک» هم ویل کېږي.

 

شریک کړئ