د ښځو د خوندیتابه په موخه د افغانستان د ملي امنیتي ستراتېژۍ پر بدلون د بحث اړتیا
د پالیسۍ لنډيز Brief Policy
لنډیز:
په ښار، کوڅه، دفتر، کور او مارکېټ کې د ښځو ځورول او پر وړاندې یې تاوتریخوالی، ناموسي وژنې، جنسي تجاوز، او دې ته ورته پېښې که له یوه لوري فرهنګي – ټولنیز اساس لري، له بل لوري د ټولنیز مصوونیت او ټیکاو په باب د ښځو د وضعیت نه تبیین هم د دې باعث ګرځېدلی دی چې امنیتي بنسټونه له دې قضایاوو سره د نورو قضایاوو په څېر چلند وکړي. د ښځو پر وړاندې ترسره کېدونکی هر ډول تاوتریخوالی د تعقیب متفاوت منطق او څرنګوالی لري. د بېلګې په ډول که یو نارینه وګړی د نامالومو کسانو له لوري تښتول کېږي، د هغه په حق کې ترسره کېدونکی جنایت یو ډول او د تښتول شوې ښځې په حق کې کېدونکی جنایت او جرم بل ډول حالت او زمینه لري. له ښځې سره جنسي زور زیاتی د قضیې یو اړخ دی، بېرته کور ته را ګرځېدل او په ټولنه کې یې ژوند بله قضیه ده، شخصیتي او د هویت سره یې لانجه بله ستونزه ده، عاطفي او رواني شکنجه چې ښځه تر نارینه ترې زیاته او ډېره زیانمنه کېږي، د قضیې بل اړخ دی. دا او دې ته ورته لسها موارد د ښځو په اړه په امنیتي قضییو کې مطرح دي او تاثیر لري. مهمه پوښتنه دا ده چې د افغانستان د ملي امنیت ستراتېژي او د امنیت نور د پالیسۍ په کچه اسناد د ښځو په اړه د امنیت مفهوم توضیح او تبیین کولای ش؟ د همدې مهمې پوښتنې په مطرح کولو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي په هغه مواردو تم کېدو او د پالیسۍ دا لنډیز متن وړاندې کوو چې د امنیت په فهم کې په نظر کې ونیول شي! دا متن د امنیت په اړه د فیمینیستي نظریاتو په اساس لیکل شوی دی او اصلي هڅه په دې متمرکزه ده چې په امنیت او د قانون د نافذولو په ټولو بنسټونو کې د ښځو له دید څخه د ښځو لپاره د مصوونیت په مفکوره بیا کتنه وشي.
پېژندنه:
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي ورځ تر بلې زیاتېدونکی جریان، د دې باعث ګرځېدلی دی چې په ښارونو، کلیو او لرې پرتو سیمو ورهاخوا کابل هم د دې تاوتریخوالي مهمه جغرافیه وي. د بشري حقونو د کمېسون د یو راپور له مخې په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اندازه ۵۸۰۰ موردونه ول چې له دې جملې ۲۴۷۷ یې یوازې په کابل کې پېښ شوي وو.
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون د ۱۳۹۵ کال سرشمېرنې ښيي چې په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اندازه ۵۵۷۵ موردونو ته رسيږي، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۴ کال کې دا اندازه ۵۱۳۲ مورده وه، یانې د تېر کال په نسبت په ۱۳۹۵ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۸.۶٪ لوړه شوې ده.
د یاد کمېسون د راپور پر بنسټ په ۱۳۹۵ کې د ټول تاوتریخوالي له جملې ۱۵۹۱ فزیکي یا جسمي تاوتریخوالي، ۳۶۱ مورده جنسي تاوتریخوالي دي، او ۱۸۸۷ مورده تاوتریخوالي بیا لفظي او اروايي تاوتریخوالي یاد شوي دي. د یادې سرشمېرنې پر بنسټ د همدې سرشمېرنې له منځه ۱۱۲۱ مورده، اقتصادي تاوتریخوالي او ۶۱۵ مورده د خشونت نور ډولونه په ۱۳۹۵ کال کې ترسره شوي دي.
دا چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسله، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې ورته جزايي احکام ټاکل شوي دي، تر ډېره بریده په د امنیت په اړه په عمومي تصور کې تعریفیږي. موږ د پالیسۍ په دې لنډیز کې د افغان حکومت نوې ملي امنیتي ستراتېژي، ته ګوته نیسو چې کولای شي د ښځو پر وړاندې دا ورځ تر بلې زیاتېدونکي خشونت مخه ونیسي. دا چې په افغانستان کې امنیت د نارینه ذهنیت پیداوار دی، ولې نشي کولای د ښځو پر وړاندې خشونت او تاوتریخوالي توضیح او مطرح کړي؟ ښځې امنیت څه ګڼي او د ټولنیز امنیت د رامنځته کولو تیوریک بنسټونه د څه شي تقاضا کوي؟
پالیسي جوړونکی لیدلوری:
ښځې ولې امنیت نه لري؟ د ښځو تښتونه، ناموسي وژنې، په ښار، بازار او کوڅو کې ځورونې، د کار او دفتر پر مهال جنسي تبعیض، طلاق، کورني تاوتریخوالي، او دې ته ورته پېښې ولې د ښځو پر وړاندې ورځ تر بلې په یوه خونړۍ څپه بدلیږي؟ د ښځو پر وړاندې ټولې یادې شوې پېښې د نرینه ذهنیت له مخې مساوي او برابر جوړښت لري، ولې د ښځو له نظره عمیق او هر اړخیز بحران لېږدوي. ولې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره د سرېښ موردونو سپړنه، د ښځو په ژوند کې تغیر نشي راوستلی؟ د امنیت ملي ستراتېژۍ د ښځو وضعیت توضیح کړی دی؟
د بشري حقونو کمېسیون د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په پنځو برخو وېشلی دی؛ فزیکي تاوتریخوالی، جنسي تاوتریخوالی، اقتصادي تاوتریخوالی، لفظي او اروايي تاوتریخوالی او د تاوتریخوالي نور ډولونه. د پورتنیو سرشمېرنو، ارقامو او احصاییو پر بنسټ د ورځ تر بلې د زیاتېدونکي خشونت ګڼ عوامل مطرح کېدلای شي چې مهمترین دلایل یې لاندې ذکر کوو؛
- په امنیتي ستراتېژیو او پالیسو کې د ښځینه معرفت او تفکر نشتون
- له مجرمینو سره غوڅ چلند نه کول او د معافیت د کلتور دوام
- د بانفوذه خلکو مداخله او له غیر رسمي بنسټونو څخه د یادو مواردو تعقیب
- په دولتي بنسټونو د بې اعتمادۍ له وجې د قربانیانو له لوري د جرایمو کتمان
- د عدلي او قضايي بنسټونو (په ځانګړي ډول پولیسو، څارنوالۍ او محکمو) ترمنځ د همغږۍ نشتون
- له غیر مسوولو ډلو سره د غیر قانوني وسلو موجودیت
- په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې د دولت د حاکمیت نشتون
- د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو سره لازم ملاتړ نشتون
- د ښځو پر وړاندې د نرواکې ټولنې منفي ذهنیت
کله چې د ښځو پر وړاندې د خشونت او ځورونې راپورونه لولې، له یوې لویې او عمیقې تراژېدۍ سره مخ کېږي. د بحران او خشونت یو داسې موج چې د ټولنې یوه لویه او پراخه بشري کتله ترې متاثره ده. د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ۲۰۱۳ کال د راپور پر بنسټ د افغانستان په زندانونو کې ۴۰۰ مېرمنې بندي دي چې اویا سلنه یې له کور څخه د خشونت په پار تېښتې ته مجبورې شوې دي. دا چې ښځې مجبوراْ اړتیا پیدا کوي چې د ظلم او زیاتي له وجې کور پرېږدي، او په پایله کې زندان ته اچول کېږي. دلته هم د نارینه غوښتنې په پام کې نیول کېږي او ښځه په دې خاطر چې کور یې د نارینه له غوښتنې پرته پرې ايښی دی، زندان ته بېول کېږي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۶ کال د راپور پر بنسټ اتیا سلنه ښځې له خشونت څخه کړیږي. د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ میاشت کې د ښځو چارو د وزارت د راپور پر بنسټ ۲۳ قتلونه شوي دي.
دا چې ښځې حداقل له تېرو پنځلسو کلونو را پدېخوا د نړیوالې ټولنې په مرسته د نقش درلودلو حق پیدا کړی، لا هم نه دي توانیدلي چې په لویو او ستراتېژیکو ماموریتونو کې شریکې شي. د امنیت په بحث کې د ښځو غیابت د دې ښودنه کوي چې دلته امنیتي شرایط خالص نرینه شکل لري. د ښځو چارو وزارت د کورنیو چارو وزارت په ملتیا د ښځو پر وړاندې د خشونت د ثبت په موخه یوه ځانګړې تلیفوني شمېره فعاله کړې ده چې ښځې کولای شي، له هغې لارې خپلې ستونزې ثبت کړي، خو د کوم حل لپاره؟ کورنۍ امنیت نه لري! کورنۍ د ښځو لپاره د خشونت په مرکزونو بدلې شوي دي او هلته له ښځو سره کېدونکی چلند عمیق تراژیک حالت لري. له تلیفون کولو وروسته، د ښځو چارو وزارت کوم ډول اقدامات په نظر کې نیسي؟
دا چې ښځې د امنیت په باب یو مشخص لیدلوری، نظریه او چلند لري، لازمه برېښي چې په د امنیتي ستراتېژیو په تدوین کې له ښځو لازمه ګټه واخیستل شي. د امنیت ملي ستراتېژي باید د دې توان ولري چې د ښځو لپاره د امنیت فهم تشخیص او تببین کړي. ښځې د امنیت په باب ځانګړی او منحصر نظر لري.
په عمومي فضاء کې د امنیت په اړه په ټوله کې دوه ډلې نظریات موجود دي؛ یا د عیني او ذهني ارزښتونو په اساس د امنیت ټینګښت ته لاره پرانیزې او یا د فیزیکي چاپېریال او فضاء په مرسته امنیت تامینوې. د عیني ارزښتونو له مخې دولت د بهرنیو تهدیدونو د رفع کولو او د خلکو د ساتلو په خاطر په دوه لارو د پولیسو او امنیتي جوړښتونو په مرسته چې مستقیمه لاره ده او د کورنۍ او ښوونې او روزنې له لارې چې غیر مسقیمه وسیله ده، ټولیزه فضاء کې امنیت رامنځته کېږي. د امنیت د ټینګښت د ذهني ارزښتونو د میکانیزم په اساس چې تهدیدونه تر ډېره د اجتماعي ډلو او هویتونو په مقابل کې رامنځته کېږي؛ په پایله کې امنیت هله رامنځته کېږي چې ډلې او وړوکي فرهنګي ګروپونه وتوانیږي له یو بل سره په تعامل کې خپلې غوښتنې او ارزښتونه په راحتۍ سره مطرح کړای شي.
پر امنیت د فزیکي چاپیریال او فضاء د تاثیراتو د نظریې پر اساس چې وايي د ښار، بازار، کوڅو او د ژوند کولو چاپېریال او فزیکي شرایط عمیقاْ د امنیت په احساس تاثیر پرېباسي. د همدې نظریې پر بنسټ په ښار کې د کورونو د جوړښت څرنګوالی، پراختیا او انکشاف، د ښار دفاعي سیستم او دې ورته فزیکي او محیطي شرایط د انسان او اناامنۍ په حس اغېز کوي او په دې لړ کې ښځې تر بل هر موجود عمیقې متاثرې دي. دا چې په ښارونو او کلیو کې د انکشاف او پراختیا ټولې چارې پرته له دې چې د امنیت د ټینګښت ټولیز فاکتور ته پام وشي، مخ وړاندې په چټکۍ روانې دي او دا هر څه د نرینه غوښتې، دبدبې، جاه او جلال، او د قدرت د نمایش وسیلې دي، د ښځو د عدم امنیت، او دې ورته احساساتو په پیدا کېدا کې ژور تاثیرات لري.
د امنیت په اړه ښځینه فهم:
ښځې د امنیت په باب د یوې ځانګړې نظریې درلودنکي دي. په ټولنیزه فضاء، سیاست، نړیوالو اړیکو او بهرنۍ پالیسي کې د امنیت پر مفهوم د ښځو له لوري پراخ نقد د دې باعث ګرځېدلی دی چې، د امنیت فهم په چورلټ ډول له سره مطرح شي. ښځې باور لري چې نارینه یوازې د دولت او د دوی د نارینه ګټو لپاره د ښځو له وجود څخه سترګې پټوي او په دې لړ کې ښځې د دوی د عصبیت ښکار ګرځي.
د ښځو پر وړاندې د ممکنه تاوتریخوالي پر وړاندې اکثراْ کاریدلي تاکتیکونه ولې بې ګټې او غیر موثر وو؟ د جنسي ځورونو په لړ کې ټولې ترسره شوې څېړنې ښيي چې له جنسي ځورونو او جنسیتي تبعیض پر وړاندې باید ښځې له یو شمېر مرستندویه لارو چارو ګټه واخلي، په دې لړ کې وړاندیز شوی دی چې دوی [ښځې] کولای شي د تګ راتګ لارې بدلې کړي، د ځان د ساتنې په پار یوه وسیله ولري او داسې نور. د دا ډول مرستندویه لارو چارو ښودل، ښيي چې حتی په ټولنیز ماحول کې هم د امنیت تامین یو فردي عمل دی، او ښځې مکلفې دي چې د ځان امنیت وساتي او نران په دې موظف نه دي چې له ځورونو او ستونزو جوړولو لاس واخلي.
له دې ډول استدلالونو داسې ښکاري چې جنسي تجاوز او ځورونې د ښځې پر وړاندې خامخا کېدونکي کارونه دي. د همدې استدلال پر اساس هغه ساده مېرمنې به دا ستونزې ګالي چې احتیاط نه کوي. د دې ټولو سربېره اوس چې ګومان کېږي د ښځو او نارینهوو تر منځ مساوات او برابري شته، بیا هم ښځو ته لازمه ده چې د ځان د ساتنې په موخه یو شمېر وسیلې وګرځوي او هغه معمول قانوني کارونه ترسره نه کړي چې حق یې دی. ښځې که بهر ونه وځي، په دفتر کې کار ونه کړي او درس ونه وایي او یوازې کور کې کېني، هېڅ کله به د جنسي تجاوز ښکار ونه ګرځي، دا هغه تعبیر او تفسیر دی چې د ښځو د جنسي ځورونو پر وړاندې یې یو شمېر کارپوهان مطرح کوي.
دا سمه ده چې د ښځو پر وړاندې د خشونت یو شمېر پېښې تعقیب شوې، خو مهم مشکل دا دی چې د ښځو پر وړاندې د خشونت ډېرېدونکې لړۍ ولې نه کمېږي؟ د ملي امنیت ستراتېژي د دې ستونزې د حل په موخه څه تدابیر مطرح کوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د امنیت په اړه جوړې شوې ستراتېژۍ، پالیسي او اړوند طرزالعملونه یې باید ځواب کړي.
فمینیست پوهان وايي چې د ریالیزم سیاسي او امنیتي نظریاتو ښځو ته تل کورني او خدماتي ونډې ورکړې دي او په عمومي فضاء کې لکه د ستراتېژیو تدوین، پرېکړې او پالیسي جوړونه یې د نرانو په غاړه ایښي. دوی انتقاد کوي چې ریالیستانو امنیت یوازې تر دولت را لنډ کړی دی، او ټول هغه څیزونه چې غیر دولتي دي، د امنیت په ابعادو کې نه دي شامل شوي. د دوی په باور له امنیت څخه یو بعدي تصور، نړی ناامنه کړې ده. د ښځو په باور که نارینه غواړي پایدار او ټولیز امنیت ته لاره خلاصه کړي، نو ښخو ته دې ونډه ورکړي او د نورو ډېرو مسایلو سره سره دې په امنیت کې هم ښځو ته سهم قایل شي. ښځې وایي چې د نرانو په ذهن کې را ټوکېدلي هغه تابوګان باید مات شي چې فکر کړي ښځې نشي کولای په داسې مهمو مسایلو کې ونډه ولري. له دې مخې دوی اعتقاد لري چې امنیتي مجالس په شدت جنسیت محوره دي او باید د ښځو د سهم په رعایت کولو سره دوی باید له خپلې ذاتي توانمندۍ څخه چې عاطفه او ذهن ګرايي ده، ګټه پورته کړي.
د فیمینیزم مخکښانو په باور د مسوولیت او ساتنې د حس له مخې چې ښځې یې لري، دا امکان پیدا کېدلای شي چې حداقل په لویو پرېکړو کې هېرې نه شي. مګر د نرواکي ذهنیت د حاکمیت له مخې د ښځو دا بې جوړې او کمساري صفتونه نادیده نیول کېږي او نران په دې چې وکولای شي لویې پرېکړې په خپل لاس کې ولري، ښخو ته نور صفتونه لکه کم حوصله توب، بې صبري او داسې نور ورکوي، تر څو د فاعل او د قدرت او سلطې تر منځ فاصله زیاته کړي او د ښځو حاکمیت د دوی په ناتوانۍ تعبیر کړي. دا چې د امنیت لپاره حاکم تعریف د نارینهوو له لوري وړاندې کېږي، ریالیست نارینه به دې ته حاضر نشي چې حتی ښځینه ریالیستې ته هم په امنیتي پرېکړو کې ځای ورکړي. او که چې فرضاْ ښځې په دې حیثیث ومنل شي، نو د نارینهوو له لوري به پرې لویه ټاپه دا وي چې دوی ښځینه هویت له لاسه ورکړی دی.
دا چې د کانسټرکټیویستي او تر یو بریده د لیبرالیزم د نظریې له مخې د هویت (جنیست، قوم، مذهب، دین، نژاد) په اساس ټولیز امنیت تعریفیږي او له همدې کبله د مذهبي اقلیتونو د امنیت ساتنې، د قومي ډلو د ساتنې مسله په امنیتي ستراتېژیو کې مهمه شمېرل کېږي، د ښځو په اړه چوپه خوله پاتې کېدل ولې دوام لري؟ د امنیت له فهم، معرفت او اصلي تصمیم نیونکي مدار څخه د ښځو غیابت، د دوی په مورد کې د ستونزو د حل موثرې لارې ورکې کړې دي. د بېلګې په ډول، د اختطاف په مسله کې ښځې د نرانو په نسبت له خورا جدي او ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېږي، د امنیت په میکانیزم او پالیسو کې د ښځو د اختطاف او ورته جریاناتو په اړه لازم وضاحت څه شی دی؟
د ښځو له نظره د امنیت فهم ټولنمحور دی او د امنیت ماهیت څو بعدیز دی. فیمنیستان وايي چې د امنیت متولیان ټولنه ده ولې برعکس ریالیست سیاستوال یې ځواکمن دولت ګڼي. دوی [فیمنیستان] عقیده لري چې د امنیت موضوع ښځې او ټولنه ده، ولې په مقابل کې ریالیست پوهان وايي چې د امنیت موضوع د یو هېواد حیاتي ارزښتونه لکه (ارضي تمامیت، ټولنیز انسجام او سیاسي حاکمیت دی). همدا راز فیمنیستانې وايي چې امنیت باید د فرصتونو او ثروت عادلانه وېش سره رامنځته شي. د ښځو او نرانو په نظریاتو کې همدومره پراخ تغیر دا مسله روښانوي چې امنیت ته د ښځو له نظره کتل، کولای شي د ښځو په ژوند کې د امنیت او نظم په راوستلو کې مهم تاثیرات ولري.
پایلې:
د پورتنیو توضیحاتو په استناد ښځې نه دي توانېدلي چې له ممکن امنیت څخه برخمنې شي. د ښځې په نزد د امنیت مفهوم له هغه څه توپیر لري چې د دې ټولنې نارینه وګړي یې په اړه فکر کړي. دا چې د دې توانمندي ومومو چې ښځې لازم امنیت او مصوونیت پیدا کړي، نو تر ټولو لازمه چاره دا ده چې د امنیت په اړوند په ټولو بنسټونو او د دې بنسټونو په اړه په سنجول شویو او تدوین شویو پالیسیو کې د متخصصو مېرمنو نظریات ور زیات شي. له دې بحث ورهاخوا نور ممکن وړاندیزونه به دا ډول وي؛
- د ملي امنیت د ستراتېژۍ د تدوین پر مهال باید ښځینه متخصصینې حضور ولري.
- د ښځو لپاره د امنیت ټینګښت باید ملي او ثبات په ټولو ستراتېژیو او پروګرامونو واضح ځای او تعریف ولري.
- امنیت یو کلي مفهوم دی. ځانګړی وړاندیز دا دی چې ښځې ته د امنیت او ټیکاو رامنځته کول باید د نورو پراختیايي سکتورونو کې هم شاملې کړای شي.
- د امنیتي سکتور په تصمیمنیونکو برخو کې باید ښځو ته جدي ونډه ورکړل شي.
- د ټولنیز مصوونیت په باب هره پرېکړه باید د ښځو له حضور پرته ونشي. ښځې تر نارینه وګړیو زیاتې د ټولنیز مصوونیت او ثبات په څرنګوالي ښې پوهېږي.
- د ښځو په باب په جزايي او امنیتي قوانینو کې باید ټولیز تغیر رامنځته شي.
اړینه یادونه:
په دې متن کې کارول شوي ارقام، د بشري حقونو د کمېسون او د اړوند ذکر شویو بنسټونو له رسمي وېبپاڼو، ژورنالونو او راپورونو اخیستل شوي.