INSAN Magazine

له ډیلن سلیمان سره مرکه

۱۳۹۸ قوس ۱۸مه

یادښت: دا مرکه ډاکټر موسی عزیز له ترکي مېرمنې ډیلن سلیمان سره د کردي مېرمنو په اړه د انسان لپاره کړې ده. 

 

زما نوم ډیلن سلیمان دی. زه د ترکیې په کوردي سیمه کې زیږیدلې یم. له ۱۸ کلونو راهیسې په جرمني کې اوسیږم. زه په درې کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره دلته راغلې یم.

((کرد کېدلو)) ته په کومه سترګه ګوری؟

((کرد کیدل)) له ډیرو ننګونو سره مله وي چې ډیره مهمه ننګونه یې کوردي هویت دی. لکه څنګه چې تاسو پوهیږی، مونږ اوس هیڅ هیواد، کوردستان نلرو او مونږ، کوردان په مختلفو هیوادونو کې تیت یو او هرهیواد خپلې ننګونې لري. په ځانګړي ډول په ترکیه کې، ماته پر کوردي کلتور باندې د ظلم نظر بې حده پوچ او د ترحم وړ ښکاري.

د ولسواکۍ او بشري حقونو په دې موډرنه زمانه کې، کوردان په داسې ظلم کې ژوند کويچې په ښوونځیو کې خپله ژبه نشي لوستای او خپلې کلتوري غونډې نشي نمانځلای. د ترکيې تر پولې ورهاخوا هم مشکلات شته، چې تر یوه بریده پورې توپیرلري.

((ښځه کېدلو)) یا ((یوې کردۍ میرمنې)) ته په څه نظر ګوری؟

کوردتوب خپلې ننګونې لري او کوردۍ میرمن کیدل له لا ډیرو ننګونو سره مله وي.هو، کوردان لا هم ځانساتې ټولنې لري، لا هم کوردۍ میرمنې کټ مټ د منځني ختیځ او مسلمانو ټولنو د میرمنو په شان په کورنیو او ټولنو کې د خپل مؤقف د موندنې لپاره مبارزې ته اړتیا لري. دا په زړه پورې ده چې کوردۍ میرمن تل د کوردي ټولنو او د کورنیو ارزښتونو په جوړښت کې حیاتي ونډه درلودلې ده. زه به دا هم وراضافه کړم چې کوردۍ میرمنې د منځني ختیځو او مسلمانو ټولنو تر نورو میرمنو ډیرې وړاندې دي. کوردۍ میرمن نه یوازې ټولنیز جوړښت ته بدلون ورکړی، بلکې په سیاسي ډیسکورسونو، غورځنګونو او شخړو کې یې، تر یوه بریده له سړیو ډیره، پراخه ونډه درلودلې چې ښه مثال یې د کوباني او سنجر جګړه ده.

تاسو په کوردستان او شاوخوا سیمو کې وروستیو شخړو ته په کومه سترګه ګوری، تاسو پکې فرصتونه وینی او که بل څه؟

هو، جګړه هیڅکله ښه نه وي، شخړې هیڅکله ښې نه وي. خو بیا هم، دې وروستیو پیښو چې مونږ ته څه راکړل، هغه دا چې را ویې ښوول چې مونږ باید د خپل ځان لپاره را ولاړ شو. دا مهمه نده، چې مونږ د کوم ځای یو، دا مهمه نده چې مونږ کورمانجي غږیږو یا سوراني، دا هم مهمه نده چې مونږ د ختیځ کوردستان یو که د روجاوا، مونږ ګډه ستونزه لرو او مونږ ټول کړیږو. سړي به کړیږي او ښځې هم همدغسې. مونږ به هغسې ځوریږو لکه زمونږ یزدي ورونه او خویندې چې وځوریدل.

زه خوښي او افتخار کوم چې زمونږ میرمنې له سړیو سره خوا په خوا زمونږ د عزت او  زمونږ د وقار لپاره او زمونږ د خلکو او وطنونو د ساتنې لپاره جګړه کوي.

د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې میرمنو ته څه پیغام لری، په ځانګړي ډول د افغانستان میرمنو ته؟

زه د افغانستان میرمنو ته یو څه ویل غواړم، چې غواړم لنډ یې کړم. تاسو کافي وځوریدی. دا وخت دی چې تاسو خپل ارزښت او خپل ځان وپیژنی. تاسو کمزوري نه یاست. تاسو له سړیو کمې نه یاست. د خپل ځان لپاره راولاړې شی او د خپل ځان لپاره مبارزه وکړی.

 

شریک کړئ