INSAN Magazine

د خوشحال خان په رباعیاتو کې هیومانیستیک افکار| خوشحال خان ۳۳۱م تلین

۱۳۹۸جدي ۲۹مه

یادښت:

په ۱۳۴۵ کال د اسد په ۲۴مه پښتو ټولنې د خوشال خان خټک د ۲۸۶ تلین په مناسبت په کابل کې د "ننګیالی خوشال" په نوم یو ستر سمینار جوړ کړی و. په دې سمېنار کې چې د کورنیو او بهرنیو پوهانو په شمول ویناوې او مقالې اورول شوې وې، انسان مجله د خوشال خټک د ۳۳۱ تلین په مناسبت یو شمېر مقالې بیاځلي خپروي تر څو د دې ستر شاعر او مفکر په اړه د تاریخي متن لوستنه آسانه او پراخه او د نویو مطالعاتو لپاره یوه محتوايي زمینه رامنځته کړي.

 

ګرانو محترمو د خوشحال خان د سالګرد ګډون کوونکو!

غواړم چې په دې ښکلي محفل کې لومړی د افغانستان له حکومت او افغان ملت نه د زړه له کومې مننه وکړم؛ ځکه چې د پښتونخوا د زبردست شاعر او زړه‌ور انسان خوشحال خان خټک سالګره یې جوړه کړې ده او موږ اوس له تاسو سره د خوشحال خان د پیاوړي نوم یادونه کوو.

له دې وروسته زه دا خبره د خپلې شاګردۍ وظیفه ګڼم، چې خپلو ګرانو استادانو صدیق الله ریښتین، ګل پاچاالفت، قیام الدین خادم، عبدالشکور رشاد، احمد شاګرد او د ادبیاتو د پوهنځي نورو محترمو استادانو ته د زړه له کومې کورودانې ووایم، زه دوی ته د خپلې شاګردۍ احترام وړاندې کوم.

همدا رنګه صدیق الله ریښتین، ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، دوست محمد کامل، عبدالحی حبیبی،عبدالروف بینوا او معصومي عصمتي څخه هم چې پښتو دکلاسیک ادبیاتو پیاوړی متخصص او پوهان دي د زړه له کومي تشکر کوم؛ ځکه چې د دوی مقالې او کتابونه زما په علمي کارونو کې ډېرښه موثر واقع شوي دي. اساسي مقصد مې دادی چې زه د خوشحال خان خټک په رباعیاتو کې د ده د هیومانیستیکي افکارو په باره کې خبرې وکړم.

((د خوشحال خان خټک مخلصانو ته معلومه ده، چې د ده ښکلی غزلیات، قصیدې، داستانونه او قطعات د انسان پرورۍ له افکارو او غایې څخه ډک دي. زه غواړم چې په دې کنفرانس کې فقط د خوشحال خان په رباعیاتو کې د شاعر پر انسان دوسته افکارو خبری وکړم))

انسان او ادبیات دوه مفاهیم دي او له یو بل هیڅ وخت نه جلا کیږي، خصوصا شعریت بي له کومې واسطې له انسان سره کلک تړلي دي. شاعر بې واسطی د انسان له زړه سره کار لري، روحي او غایوي ارزوګانې او خواهشات په شعریت کې ډیر ښه او واضح بیانیږي. موږ دا ویلی شو چې که شعریت یو غښتلی بازو وي نو انسانیت پیژندنه د دغه باز وزرونه کڼل کیږي. دا ښکاره خبره ده چې دوه وزرونه څومره قوی وي، باز پخوا زمانه کې هم داسې و اوس هم داسی دی او په اینده کې به هم همداسې وي.

یوناني هیرودوت، ایراني سعدی او خیام، انګریزشکسپیر او بایرون ازبک نوایي، ازر ټاکور او محمد اقبال هم انسان پروره ادبیان او فیلسوفان تیر شوي دي. دوی په خپلو هیومانیستیکي افکارو سره له ملي سرحداتو او محدودیتونو خارج شوي او بین المللي رنګ یې اخستی دی. دوی تر اوسه موږ ته، زموږ دانشمندانو پلرونو ته، نیکونه د انسایت درسونه ورکوي؛ د نیکۍ او بدۍ د ژوند کولو لاره د دوی په اثارو کې ښه بیان شوې ده.

له دې کبله دوی هم پخوا تېر شوي دي اما بیاهم له موږ سره روحاً او معناً یوځای ژوند کوي، له موږ سره یوځای کار کوي او حقیقي انسانیت او بشری پریسیپونو زموږ پخوانی نږدی دوست او ښه ګاونډي ولس افغان ملت هم نورو غوندې کاظم خان شیدا پیاوړی انسان پرور شاعران بنیاد کړی دی.

 

 

د دوی په قطار کې رحمن بابا او خوشحال خان خټک دا دوه برجسته شخصیتونه پښتو ادب کې ځان له مهم ځای نیسي. ما پدې کنفزانس کې اساسا د خوشحال خان رباعیات تر نظر لاندی نیولی دي، چې د ده په دوو کلیاتو پیښاور ۱۹۵۲و۱۹۲۸کې چاپ شوي دي.

د خوشحال خان په هغه دیوان کې چې ۱۹۵۲ع کال کې په پښور کې نشر شوی دی له ۱۶۰۰ نه زیات رباعیات شته دي.

د انسان د ژوند هر یو اړخ چې ظاهرا موږ ته معلوم دي دا ټول د خوشحال خان په رباعیاتو کې پیدا کیږي.

د شاعر انسان پرورۍ افکار حقیقي انسانیت یعنی پاک اخلاقي او حقیقي ښکلی انسان په باره د شاعر استیتیک افکارهم ویلای شو ځکه چې اخلاق(اتیکه)هم استیتیکه(نفاست)هم د یوه حقیقي مکمل انسان د ایدیال لپاره خدمت کوي. له دې کبله موږ د خوشحال خان خټک هیومانیستیک افکارو ته د ده د اخلاقي، ښکلي او مکمل انسان په باره کې د شاعر استیتیک ایډیال هم ویلای شو. یعنې موږ کوښښ کوو چې د خوشحال خان په رباعیاتو کې د هیومانیزم انسان دوستۍ اخلاقی او نفاست مسلی ته هم لږ ګوته ونیسو.

لومړۍ مسله چې دلته زموږ توجه ځانته اړوي هغه د خوشحال خان خټک په رباعیاتو کې انسان ته کومک کول، انسان سره مرسته او د انسان مغرور او عالي جناب نوم پورته کول دي، شاعر په خپله یوه رباعي کې وایې:

وګړي واړه کارونه خپل کړه

مردان هغه دي چې کار د بل کا

 

څوک چې ارام ګټي د نیکو نام ګټي

د خوږو زړونو دارو به تل کا

 

زموږ په نظر دلته شاعر انسان پرورۍ، بشردوستۍ او هیومانیزم پوره بیان شوی دی. په حقیقت کې هغه څوک چې خوږو زړونو ته دوا ورکوي، دوی هر وخت د ځان لپاره ارام اسایش پیدا کوي د نورو خلکو له طرفه هر وخت په ښه نوم باندي یادیږي، دغسې د انسان پرورۍ فکر د شرق د پیاوړو شخصیتونو لکه ابن سینا، عمرخیام، سعدي، حافظ، علي شیرنوایي، مولا، ناجامي، میرزا عبدلقادربیدل غوندې زبر دستو شاعرانو په اثارو کې هم زښته ډیر پیدا کیږي. د شرق متفکر شاعر بیدل چې تقریبا د خوشحال خټک په زمانه کې یې په هندوستان کې ژوند کاوه په خپله یوه رباعي کې د انسان مقدس نوم داسی بیان کړی دی.

خوشی که زموز فحص چند و چون است

داند که ابلیس ار چې رم معلون است

((یعنی ان کسی که حضرت انسان را مسجود د تصور نه کند معلون است))

موږ ته معلومه ده، چې خوشحال په خپله یو خان او یو حاکم و، د خپل قوم د خټکو یو غښتلی مشر و اما دی فقط او فقط حاکم او خان نه و، دی انسان و نه فقط عادي انسان، بلکه یو پوخ شاعر انسان، عالم او متفکر انسان و.

خوشحال خان ډیر ښه پوهیده چې خاني، حاکمي او مشرتوب په خپل نوبت تېریږي او په دنیا کې یوازې ښه نوم پاتې کیږي.

دی په دې سل فیصده متیقین و، چې د انسانانو په زړونو کې فقط ښیګڼه یعنې نیکي، ښه عمل او انسانیت پاتې کیږي. شاعر داسې یو په زړه پورې د بشردوستۍ فکر په خپله یوه څلوریزه کې په ډیر واضح او ساده ډول وایي:

 

خو یو ساده یې یو دی هم دا دی

یو موټی خاوری یې جود دې هم دا دی

 

نورو سود دې نه وینم په دا دنیا کې

که څو نیکې وکړې سود دې هم دا دی

دویمه مسله زموږ توجه ځانته جلبوي، هغه د خوشحال خان ختک په رباعیاتو کې د انسانانو ترمنځ دوستي او د ولسونو ترمنځ د همکارۍ مسله ده. خوشحال همزمان په خپله یو عجیبه رباعي کې داسې ویلیي دي:

 

 

یاران به وفاق اګر قدم مط شکنند

حبس عربو صف عجم می شکنند

 

از قدرت اتفاق غافل نه شوی

د ندانها سنګ را به هم می شکنند

 

خو د مولانا، بیدل دا خبره مطلقا رښتیا ده، غاښونه یو ځای، په اتفاق هر رقم تیږه ماتولی شي په اتفاق، همکارۍ او دوستۍ کې عجیب وغریب یوه پټه قوه شته چې د ده په مخکې هیڅ نه شي دریدی.

دانشمند او تجربه کار خوشحال خان هم په دې حقیقت ډیر ښه پوهیدلی و. د دې ټول عمر، ټول اجتماعی فعالیت او د لوی امپراتورۍ پر ضد د خټکو او پښتنو سخت سخت جنګونو او مجادلو خوشحال خان ته دغسې حیاتي سبق ورکړی و چې تمام عمریې د همکارۍ، اتفاق او دوستۍ سندرې ویلې دي.

هغه حیاتی سبق چې خوشحال خان په خپله بی واسطه له ژوند څخه اخیستی و خپلو اشعارو کې هماغسې خپلو لوستونکوته وړاندی کړی دی، دا شاعر په خپله یوه رباعي کې وایي:

 

 

څو څو ښۍ ادي دی په دا فاق کې

واړه بیا مومي په اتفاق کې

 

څو څو غمونه یا محنتونه دي

یا په درغو کې یا په نفاق کې

 

بعضې داسې کسان شاید داسی پوښتنه وکړي چې د انسان‌پرورۍ او اتفاق په منځ کې څنګه روابز شته؟ موږ داسي کسانو ته وایو چې د بشردوستي او اتفاق ترمنځ ډیر ښه روابط او ډیره کلکه علاقه شته، انسان بی له دوست او انډیوال څخه انسانیت بې‌ له دوستۍ، همکارۍ او اتفاق څخه تصور کولای نه شو؛ له دې کبله دلته موږ فیصله کوو چې د خوشحال خان د انسان‌پرورۍ افکار او د دوستۍ او اتفاق افکار یو ځای تحلیل کړو. همیشه د خلکو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ طرفدار خوشحال خان د خپل عمر تر اخره پورې د انسانانو په منځ کې نفاق اچوونکو ته لعنت ویلی و او د دوستۍ او اتفاق په اشتیاق کې یې شعرونه لیکلي:

دولت د خلقو په اتفاق کې دی

هغه به خوار شي په اتفاق کې دی

 

 

زوړ شوم یو یارمې یک رنګه ونه لیده

زړه مې تر اوسه په اشتیاق کې دی

 

عیني دغسې فکر د شاعر په یوه بله څلوریزه کې هم څرګند شوی:

 

چې درست ګلزار دی د اتفاق دی

چې درست خار ځار دی ګنده نفاق دی

خار دی په بحره د خار کشانو شي

هوښیار د ګلو ګلزار مشتاق دی

زه اوس تاسې ته د شاعر دوه نورې رباعۍ وړاندې کوم. په دوی کې د خوشحال د دوستۍ او اتفاق افکار په ډېرو ښو الفاظو کې په ډیر عجیب ښکلي شکل کې بیان شوي دي.شاعر په لومړۍ رباعي کې د معما غوندې سوال کوي او دستي ځواب ورکوي:

 

پنځه دی ګوتی دي که یوه نه وي

د نورو ګوتو چار به دڅه وي؟

د لاس خوبې ده په پنځه ګوتې

چې سر جوړ وي کار به دې ښه وي

 

انسان پرست شاعر په دویمه رباعي کې د فیل د اعضاو په مثال  د اتفاق او همکارۍ ضرورت داسې بیانوي:

هاتي ده ګوره حال یې معلوم دی

څلور یې پښی دي یو یې خرطوم دی

که یو یې نه وي په دا پنځه کې

که ست و مست دی نیست دی معدوم  دی

دلته ګرانو حاضرونو ته باید وویل شي، چې د شاعر دغسې رباعیاتو کې چې د دوستۍ اتفاق او همکارۍ افکار بیان شوی دي تر اوسه دخلکو لپاره مفید دي. موږ ته ښه معلومه ده چې دوستۍ او همکارۍ د ټولو اولسونو په ادبیاتو کې همیشه موجوده ده او همیشه ژوندۍ موضوع ده، له دی کبله هغه چاچې انسانانو ته دوستي او همکارۍ درسونه ویلي دي هر وخت د خلکو په  زړنو کې ژوندي پاتې کیږي. او موږ دلته ویلی شو زموږ په زمانه کې د خلکو ترمنځ اتفاق او دوستي ډیره ضروري شوي دي، خوشحال د اتفاق پرور او دوستي غوښتونکو اشعارو په واسطه زموږ په صفتونو کې ژوندی دی او له موږ سره اوږه په اوږه د جهان د خلکو په منځ کې د دوستۍ او همکارۍ لپاره مجادله کوي.

دریمه مسله چې ستاسې توجه ورته را اړوم، هغه د خوشحال خټک د انسان پرورۍ افکارو کې د ښو کسانو او بدو کسانو تر منځ فرق کول او دوی سره علحیده علحیده رفتار کول دي. دا هم د اخلاقو له مهمو پروبلمونو څخه ګڼل کیږي. لکه د شرق مشهور دانشمندان عمر خیام، سعدي،حافظ او داسی نور خوشحال خان هم د ښو او بدو کسانو فرق کولوته ندا کوي. دی په خپله يوه رباعي کې لوستونکو ته داسې قمیتي نصحیت کوي:

دا پن دې هر څوک سره سند کا

هوښيار به نه وي چې څوک حسد کا

همراه چې ښه وي بد سړی ښه کا

همراه چې بد وي ښه سړی بد کا

د انسانانو په ژوند کې د ښه پند او نصيحت اهميت شاعر په يوه رباعي کې داسې ښيي:

پند د سړي دی سړی پند دی

پرې به پوهيږي چې دانشمند دی

سړی پهند نيسي څاروي په پند نيسي

و هر سړي ته دا کار څرګند دی

شاعر په خپلو ځينو رباعياتو کې په اجتماعي ژوند کې د اشخاصوو يو بل سره مناسب ښکاره کوي او وايي:

څوک په چا ګرم وي په چا ناګرم وي

ځينې بد فعل په هر چا ګرم دی

ته خپل خوی ښه کړه په چا ګرم مه شه

خو په شرميږي چې تا ګرم دی

د خوشال دې رباعي ته هم توجه وکړئ:

څوک چې له خلقو شر و غوغا کا

ناپوه، مريض دی هغه چې دا کا

چې عاقلان دي چې صابران دي

هغه به کله جنجال له چا کا؟

شاعر خپل عموم انساني اخلاقي فکر د انسان او حيوان تر منځ فرق په واسطه بيانوي. د دنيا ټول نورمال، سالم عقل او اشخاصو ته پوره معلومه ده چې که انسان حقيقي انساني خصلت نه لري هغه تيار حيوان دی، د خوشال خان په قول (چارپای) دی.

خاځئ پخپله شاعر ته خوږ و نيسو دی په دې باره کې څه وايي:

کاڼي ياقوت دي ګياه کيميا دي

شناخت يې هغه لري چې څوک بينا دي

فرق د سړيو تر منځ يې شمار دی

ځيني سړي دي ځينې چارپای دي

په دې رباعي کې هم عين دا فکر په نورو عباراتو کې بيان شوی دی:

فکر مې کړی چې دا انسان دي

ځينې فرشتې دي ځينې شيطان دي

ځينې سړي دي په خوی خصلت کې

ځينې بې شکه لکه ددان دي

حقيقي انسان او انسان نما حيواناتو(يعنې کس او ناکس) تر منځ موجود لوی فرق باندې پخپله خوشحال خان ډېر ښه پوه شوی و او په خپلو ډېرو اشعارو کې د دغې ناکسانو عندنه کوي او کسان (يعنې حقيقي انسانان) په درانه نامه ذکر کوي:

که باد يې يوسي په هوا خس دی

که شکر خور شي مګس مګس دی

که يې دولت وشي که دانشمند وي

دا يې هيڅ مه ګوره! ناکس ناکس دی

د انسانيت تاريخ دا ثابتوي چې حقيقي انسان پرور هيومانيست متفکرين عادي(ښه کوه، بد مه کوه) په بربنسټ کې نه ؤ، يعنې د دوی هيومانيزم نيمګړی نه و، بلکې پوره حقيقي هيومانيزم و. په بل عبارت د دوی هيومانيزم ضعيف او پسيف نه و بلکه جنګاور او اکتيف و. موږ پوهيږو چې انسان له هر څومره بدۍ سره سخت جنګ کوي، دی هغومره له نېکۍ سره کومک کوي او د خوبۍ او ښېګڼې طرفداري کوي دغسې اکتيف هيومانيزم سعدي، خيام او بيدل غوندې د شرق زبردستو شاعرانو په آثارو کې په ډېر په ښکاره ډول معلومېده او له دې سببه مونږ دوی ته حقيقي انسان پرور او پوره هيومانيست شاعران ويلای شو.

د شرق ټولو ولسونو ته ښه معلوم شوی سعدي دا مشهور بيت موږ هېڅ وخت نه هيروو.

بانيکان نيک باش و با بدان بد

با ګلان ګل باش و با خاران خار!

د شرق بل غښتلی متفکر مولانا بېدل دا فکر په خپله يوه رباعي کې په ډېر ښکاره ډول داسې بيان کړی و:

ظلم پوشد لباس خون يافته را

تا برکنند زبون يافته را

با سنګ دلان شعار خود سختي کن!

بردار با آهن آهنی تافته را

مونږ دلته په ډېر ممنونيت سره په دې خبره تاکيد کوو چې خوشال خان خټک هم يو حقيقي انسان پرور، اکتيف هيومانيست شاعر و، دی ډېر رند، زنده دل، حيات دوست او اجتماعي انسان و. د شاعر دغه رباعي ته ستاسې توجه جلبوو:

په خصلتونو کې عدل انصاف ښه دی

له ښو له بدو سره زړه صاف ښه دی

چا څوک دې غاښ مات کا ته يې هم غاښ مات کړه

که عذر خواه شي غاښی يې معاف ښه دی

خوشحال خان خټک داسې ډېر رباعيات لري چې د تمه ګير، چلباز، دوه مخي خبيس چوغلخور، دروغجن قسمخور او داسې نورو منفي خصلت لرونکو کسانو په باره کې ليکل شوی و شاعر په خپل شريف عمر او اجتماعي ژوند کې له دغسې نامردانو سره ډېر ځله مخامخ شوی و او د دوی له لاسه يې ډېر عذابونه ګاللي ؤ.

د خوشال خټک هغسې عجيبه رباعياتو تر اوسه پورې خپل اجتماعي اهميت نه دی ورک کړی. دغسې اشعارو زموږ په زمانه کې هم مونږ ته قيمتي بديعي اذوقه او اجتماعي وسله کيدای شي.

زه اوس دلته د شاعر له دغسې رباعياتو څخه ځينې مثالونه راوړم، متيقن يم چې هميشه به عموم بشري اجتماعي او بديعي اهميت وساتي.

 

د همت په باره:

نامرد هغه دی چې د چا څه ور کا

منت د پاسه ورباندې زر کا

په رنځ کې ومره، هغه دارو مه خوره

چې په منت يې و تا هر څوک در کا

 

د زړه ور توب په باره:

نه سره سم دي واړه مړونه

نه سره سم دي د هر چا زړونه

زړه هم هغه ګڼه چې لکه غر شي

کهه باندې راشي هزار غمونه

 

د طمع ګر په باره کې:

طمع بلا ده اصۍل بنده کا

ښه ښه شړی وي دا يې ګنده کا

ما ډېر ليدلي چې طمع نه لري

په بادشاهانو پورې خنده کا

 

د منافق او نامرد په باره کې:

ښه ښه ياران ؤ ښه آشنايان ؤ

چې په دولت کې راسره ځان ؤ

دولت چې لاړ شو راته يې شا کړه

جدا له ما نه په يوه نان ؤ

 

د خسيس په باره:

خسيس که مال لري پرې ښاد به نه شې

بنده بنده دی آزاد به نه شي

چې همت ناک دی هغه ازار دی

ازار ازار دی عباد به نه شي

 

د چوغل خور په باره:

و تا ته وايي زما عيبونه

و ما ته وايي ستا عيبونه

د سخن چينو مخونه تور شي

په مخ ثنا کا تر شا غيبونه

دغسې څلوريزې د خوشال خان خټک په ديوان کې زښته ډېرې پيدا کيږي اما دقت د کمبودۍ له کبله نور عجيبه رباعيات راوړلی نه شو.

ګرانو حاضرينو! ستاسې په اجازه زه غواړم چې اوس د يوې بلې مسلې په باره کې هم لږې خبرې وکړم. دا مسله د خوشال خان په رباعياتو کې د ده د هيومانيتيک افکارو يو بل اړخ يعنې بله اخلاقي مسله د خاکسارۍ او سنګينۍ په باره کې د شاعر مفکورې دي. دا اخلاقي پروبلم د انسانانو له يوه بد خصلت خود نمايۍ خودپرستۍ سره کلک تړلی دی لکه چې په يو عربي متل کې ويل کيږي (خاکساري د جسارت تاج دی) دلته زه غواړم چې د ازبکو يو متل هم راوړم.

د خودبين او سنګين په باره د دوی د قسمت په باره ازبکان وايي:

کمتر تا پدی کمال

من من تا پدی زوال

يعنې:

سنګين به مومي کمال

خودبين به مومي زوال

پخپله ټول خلک او د خلکو رسيدلي لوی لوی پوهان او متفکرين هم د انسان بد خصلت، ځان ستاينه او ښه خصلت خاکساري هر وخت يو ځای راوړي او د دوی تر منځ لوی فرق هم ښيي:.

دانشمند خوشال خان خټک هم په خپله یوه رباعي کې خودپرستي په جهان کې بدترين شی ګڼي او داسې وايي:

نيستي هستي ده که ته پوهېږې

لويي پستي ده که ته پوهېږې

بده تر هر څه په دا جهان کې

خودپرستي ده که ته پوهېږې

مونږ پوهيږو چې په دنيا کې په هر ملت او په هر مملکت کې ناپوه، خودنما او شهرت پرستان پيدا کيږي. د دوی هميشه له خپل بد خصلت سره نورو ته ضرر رسوي او دا اجتماع د پرمختګ مخه نيسي ځکه چې د دوی اول د ځان لپاره بيا د خپلو خپلوانو او نژدې کسانو په باره کې فکر کوي. دوی هيڅ وخت د نورو غم نه خوري او مونږ ويلای شو چې دوی په اجتماعي ترقياتو مخالفین دي.

د پښتو دانا شاعر خوشال خان خټک د شهرت او شهرت پرستۍ ضرر داسې بيانوي:

لکه چې شوي دي زما له دسته

شوي به نه وي له می پرسته

شهرت بلا دی سړی ګمراه کا

د ده مستي ده تر هر څه مسته

ګرانو حاضرينو! ستاسې به جازه دلته زه د مشهور سعدي يو لنډ حکايت راوړم ځکه چې د حکايت زمونږ مقصد ته نژدې دی:

وايي، چې په پخوانۍ زمانه کې په يو ملک کې دوه صميمي ملګري ؤ، د زمانې په سبب دوی سره جلا کيږي، لس پينځه لس کاله وروسته له دوی څخه يو تن لوی او غټ سړی خپل يخواني صميمي دوست نه پيژني او له دې څخه پوښتنې کوي:

ای مسافره! زه تا نه پيژنم. ته څوک يې او له ما څخه څه غواړې؟

هغه دغه غټ سړي ته داسې ځواب ورکوي.

ما ته خلکو ويلي ؤ چې ستا پخوانی صميمي دوست ړوند شوی دی او اوس زه ستا د ليدو لپاره راغلی يم.

د پښتو د کلاسيک ادبياتو ستر شاعر خوشال خان خټک هم په خپله یوه رباعي کې د درياب او سيلاب په مثال کې لوستونکی د انسان منفي خصلت خودپرستۍ او مثبت خصلت خاکسارۍ ته متوجه کوي او وايي:

درياب چې لوی دی هومره هوار درومي

شور و غوغا نه کا په څه قرار درومي

سيلاب په څو څاڅکي غړپړ پيدا کا

بقا يې نه وي په ډېر تلوار درومي

زه فکر کوم چې دغه عجيبه رباعي چې انسانان پاک اخلاق او حقيقي عام بشري خصلت ته راولي هيڅ يوه تشريح ته ضرورت نه لري د لوستونکو مغزو ته هماغسې پخپله ننوځي او د دوی د بديعي ذوق او استيتيک نظر په تربيه کولو کې ډېر لوی اهميت لري.

ګرانو حاضرينو! په دې ځای کې زمونږ کانفرانس پای ته نژدې کيږي او اوس زه غواړم چې ځينې خلاصې راوباسم.

مونږ په دې دنيا کې فقط د خوشال خان خټک په رباعياتو کې د ده د هيومانيستيک افکارو د بعضې اړخونو په باره کې له تاسو سره لږې خبرې کړې دي.

مونږ پوهيږو چې لوی لوی متفکر اديبان د خپل لوی استعداد او ژور عقل او زحمت کشۍ په سبب د خپلې زمانې او ملت ارزو ګانې او خواهشاتو ته نژدې کيږي او د خپل دور اجتماعي واقعاتو آينه غوندې مهم رول لوبوي.

زمونږ د مملکت لوی دولتي ارباب لومړی مشر (بعضې رييس جمهور) ميخايل او انوويچ کالينن د ادبياتو په باره کې ليکل شوې يوه مقاله کې داسې ويلي چې خلک ګوهر لټوونکي غواصانو سره ډېر مشابهت لري، خلک هم لکه غواص ګران بها، کمياب، قيمتي او غوره شيان لټوي، انتخاب کوي او په زرهاوو زرهاوو کالونو کې دغه ناياب شیان له خان سره ساتي.

مونږ ويلای شو چې دغسې کمياب غوره شيان د هر يو ملت نادر کلاسيک ادبيات او د خلکو بديعي خزينه هم ده.

زمونږ نږدې ګاونډی او صادق دوست ملت افغانستان اولس هم لکه د خپلو مترقي ګاونډي ملتونو دغسې ښکلی بديعي خزينه لري. د افغانانو (خصوصاً د پښتنو) کلاسيک ادبيات له بده مرغه تر اوسه د پټې خزانې غوندې هغسې پارته دي.

زما به عقيده خوال خان خټک په دغې ښکلې پټه خزانه کې لومړی ځلاند جوهر دی.

تاريخي، اجتماعي، جغرافيوي او دغسې نورو سببونو سره سم د دغې پټې خزانې د کشفولو لپاره داخلي ادبيات شناسانو او هم خارجي مستشرقينو هم تر اوسه ډېر لږ کار کړی دی.

راځئ چې د خوشال خان خټک دغه سالګره د دغې پټې خزانې (يعنې د پښتنو کلاسيک ادبياتو) د لومړي ځلاند جوهر معنی د خوشال خان خټک عجيبه ادبي، علمي آثارو او شريف اجتماعي فعاليت د زده کولو لپاره لومړی او مهم ګام و بولو.

 

شریک کړئ