INSAN Magazine

خوشحال او پوشکین | خوشحال خان ۳۳۱م تلین

۱۳۹۸جدي ۳۰مه

یادښت:

په ۱۳۴۵ کال د اسد په ۲۴مه پښتو ټولنې د خوشال خان خټک د ۲۸۶ تلین په مناسبت په کابل کې د "ننګیالی خوشال" په نوم یو ستر سمینار جوړ کړی و. په دې سمېنار کې چې د کورنیو او بهرنیو پوهانو په شمول ویناوې او مقالې اورول شوې وې، انسان مجله د خوشال خټک د ۳۳۱ تلین په مناسبت یو شمېر مقالې بیاځلي خپروي تر څو د دې ستر شاعر او مفکر په اړه د تاریخي متن لوستنه آسانه او پراخه او د نویو مطالعاتو لپاره یوه محتوايي زمینه رامنځته کړي.

کوم وخت چې په ۱۶۱۳ عیسوي کال په دوستانو خپلوانو د خوشحال د پیدايښت زیری وګرځېد، نو اروپایي ملکونه د رنسانس د مشعل په رڼا روښانه شوي وو. د بیا ويښېدو او معرفت هغه لمبه چې په ایټالیا کې جګه شوې وه، ډېر ژر یې د بوروپ نورو ملکونو ته رڼا او تاو ورسېد. په مختلفو هیوادونو کې د علم او هنر داسې راڼه ستوري وځلېدل، چې نه یواځې د خپلو ملکونو او وطنوالو سترګې پرې رڼې شوې، بلکې د وخت او امکان د بعد په لحاظ یې هم تر ډېر لرې لرې پورې شغلې ورسېدې او رسیږي.

د رنسانس په زانګو ایټالیا کې دننه، جوتوډ او وروسته بیا د بوکاچو، پترارکا، لیوناردو داوینچي، رافاییل او میکل انجلو پيدا شول.

د یوروپ نور ملکونه هم پدې سیالۍ کې وروسته پآتې نه شول، هر ملک په خپل وار انساني جامعې ته خپل دانته ګان او رافاییلان وړاندې کړل، چې یو له بل سره څنګ په څنګ دریدلي او سیالي کولی شي، مګر پښتنې دنیا چې یوه پېړۍ د رنسانس له شروع وروسته د ادب او هنر جهان ته کومه خارقه وړاندې کړه، نه یواځې د رنسانس نه را په دې خوا زمانه کې د هغه سیال او مخی پیدا نشو، بلکې له رنسانس نه پخوا هم د هغه جوړه او انډوال نه ښکاري.

ښاغلی رسا د ارمغان خوشال په مقدمه کې وایي، که په ایټالیا کې دانته په انګرېزانو کې شکسپییر په جرمني کې ګویته او په ... شته، نو مونږ هم څوک لرو چې فخر پرې وکړو، هغه خوشال او رحمان دي.

خو زه وایم چې مونږ داسې څوک لرو چې نور يې نه لري او هغه خوشال دی، خوشال د نړۍ د سترو شاعرانو له لومړي کتار نه څو قدمه وړاندې روان دی، ځکه چې پوخ سردار او د لوړو جنګي صلاحیتونو خاوند دی.

هغه جنګي سالارانو له ډلې نه څو ګامه تر مخ دی، ځکه چې د هسکې پایې شاعر دی، شاعر هم څنګه شاعر؟

د الیاد د مصنت هومر له زمانې نه را واخله تر دې دمه پورې خپلو او پردیو که هر څومره شاعران ورسره پرتله کړي دي، یو هم په ګنډه کې برابر نه دی ختلی، هغه ډېر ښه صوفي شاعر دی، خو د رزم په کوڅه هم نه دی تېر شوی، هغه بل د حماسي اشعارو کوټلی پهلوان دی، مګر د تصوف د باغچې بوی هم نه دی پرې لګېدلی، دا بل د بزمي سندرو خوږ ژبی سندرو خوږ ژبی توتي دی، مګر له رزمي او حماسي دنیا څخه نه دی واقف، هغه بل د اخلاقو او موعظې پخې پخې خبرې کوي، خو د رندۍ جرات ورسره نشته، خو زمونږ د خوشال د بڼ ټولې ونې پیوندي دي، که د سړي خپله زولۍ تنګه نه وي، نو په دې ګلشن کې هر راز کوکې او ګلان شته دي، هغه بله ورځ پوهاند ريښتین د خوشال په معرفي کې ښه وویل، چې هغه په فصاحت کې حسان، په رزم کې فردوسي، په اخلاقو کې سعدي، په فلسفه کې خیام، په عشق او تصوف کې حافظ، په عشرت کې بونواس او د فطرت د ښکلا انځورګر وبلل شو.

البته دا فرق شته چې فردوسي رستم نه دی، مګر خوشال هم فردوسي دی او هم رستم.

د نورو په میدان کې چې سودا وي د سرونو

هغه زمان مې ګوره تل به سور وي زما اس

د دې لنډې مقدمې مخ پس غواړم چې له ستر خوشال سره یو بل لوی شاعر پرتله کړم، او هغه د روسي ادب پلار الکساندر پوشکین دی.

خوشال او پوشکین ځینې ګډ اړخونه:

پوشکین یو سلو لس کاله د خوشال له مرګ نه وروسته پیدا شوی، خوشال او پوشکین دواړه د خپلو ژبو لومړني او لوی شاعران دي.

راځئ چې د خوشال او پوشکین نه پخوا د دوی په ژبو یو ځغلند نظر واچوو:

د خوشال بکرې پښتو او د هغې ویونکو ډېره زمانه پخوا د امیر کروړ جهان پهلوان رزمي سندرې:

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته

پر هند او سېند او پر تخار او پر کابل نشته

بل په زابل نشته

له ما اتل نشته

او د شیخ اسعد سوري په زړه پورې زړه راښکونکې قصیدې هېرې کړې وې.

د چنګېزیانو او مغلو تاړاکونو عموما د نړۍ په دې برخه کې د ادب خوند بدل کړی و، د زمانې بې مهریو او د مشرانو بې قدریو خو پښتو عاجزه د دربارنو نه بهر د غرونو تر شا شړلې وه.

نه چا د پښتو ویونکي شاعر خوله په جواهرو خوږه کړه، او نه چا له سرو زرو سره وتاله، منم چې د پښتون شاعر همت دې خبرو ته موتاز نه دی:

د هغه شاعر دانې وشه په ژبه

چې د شعر در دانې پلوې په مال

ولې درېغه درېغه چې بې قدري او بې مهري نه وای، نتیجه دا شوه چې ښه شاعران یا خو په قام کې پيدا نه شول او که پيدا شول، مږ لکه د بیدیا ګلونه پخپله وټوکېدل ورژېدل او د زمانې بې مهریو د هغه په وږمې او طراوت د چا مشام تازه

نه کړ، که کوم نیم شاعر له خوشال پخوا پېژندا شوی او څرګند شوی دی، نو هغه څوک پاو څوک چارک و من پکې هیڅوک نه و، پخواني شاعران د وړو ستورو په څېر ځلېدل، چې د خوشال لمر راښکاره شو د هغه رڼا کې واړه ستوري له نظره پټ شول، خوشال دی چې د پښتو شعر علم یې جګ کړ:

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ

د خبرو ملک مې فتح په سمندر کړ

په همدغه قصیدې کې د نورو شاعرانو پرتلنه څان سره داسې کوي:

يو په حال او په ماضي کې داسې نه و

چې ښکاره یې د خبرو راته خوند کړ

د میرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي

مسخره مې ارزاني خویشکی زمند کړ

که دولت و که واصل و که دا نور و

په خبرو مې د هر یوه ریشخند کړ

دغه وخت چې خوشال د پښتو شعر علم اوچتوي، د پښتونخوا نه په لر سر او بر سر دربارونو کې پارسي ویله کیږي، څه چې په شاهي دربارونو کې تو پاچاهانو او خلکو تر منځ پارسي مشاعرې کېږي، په همدغه وخت کې ستر خوشال که څه هم په دربار کې خپل وزن او  او تول لري، مګر مټې را بډ وهي، د پښتو شعر علم جیګوي، د خپل قام په ژبه د قام لپاره شاعري کوي، داسې شاعري چې د هغه له مرګ څه کم درې سوه کاله پس د هغه په یاد بین المللي غونډه جوړيږي او په تاریخ کې په لومړي ځل په بین المللي غونډه کې د خوشال په ژبه ( پښتو) تقریرونه کیږي، کرامت یې نه بولئ؟

راځئ چې د پوشکین زمانې او د هغه نه پخوا شاعرۍ ته هم نظر واچوو، له پوشکین نه پخوا هم په روس کې واړه او غټ شاعران تېر شوي و، د ده د زمانې مشهور شاعر دیرژاوین دی، چې د پوشکین د استاد حیثیت یې درلود. په ۱۸۱۵ عیسوي کال  هغه وخت چې پوشکین دلېسې په کالنۍ آزموینه کې خپل یو شعر ولوست، نو سپین ږیری دیرژاوین د امتحان اخیستونکو له ډلې راپاڅېد او چیغه یې وویسته، روسي ژبه له مرګه خلاصه شوه، اوس که مړ هم شم باک یې نشته، دیرژاوین خپل تصویر پوشکین ته یادګار ورکړ او پرې ویې لیکل:

(( له مغلوب استاد نه، غالب شاګرد ته))

د پوشکین په وخت کې د روسي څارانو ( پاچایان) په دربار کې فرانسوي ژبې داسې نیلې او ریښې زغلولې وې چې حتا په خپله روسي سردارانو او دربار ته نږدې کسانو به خپله مورنۍ ژپه روسي په فرانسوۍ لهجه ویله، مګر پوشکین که څه هم لکه خوشال د پلار او نیکه نه سردار او دربار ته منسوب او مقرب و، خو شاعري یې د خپل قام په ژبه او د قام لپاره وه، له پوشکین نه وروسته په روسي ادب کې لوی لوی شاعران تېر شول، لکه لیرمنتوف، نګراموف، یاسي نین، مایکوفسکي او نور خو په شاعرۍ کې د پوشکین سیال او مخی څوک پيدا نشو، د خوشال په څېر دی هم د خپلې ژبې لومړی او لوی شاعر تر نن ورځې پورې پاتې شوی.

 

خوشال او پوشکین د ازادۍ غوښتونکو ملګری و:

خوشال د پښتون په ننګ توره وتړله، له ننګیالیو ازادي غوښتونکو لکه ایمل خان مومند او دریا خان اپریدي سره ملګری شو، په سمه او بیابان وګرځېد، په خیبر، کړپه او تاتره کې يې په ګډه دښمن ته د پښتون د تورې زور وښود.

ملګري يې ایمل خان او دریا خان دواړه په ننګ او پت کې ومړل د هغوی په ننګ خوښ، خو په مرګ یې دردمند دی.

ایمل خان دریا خان دواړه په ښه رنګ تېر شول په ننګ کې

د دواړو په فراق کې زما تل اه او ماتم دی

د مرګ چپې ملګري ترې یووړل، د پښتون د ازادۍ په لاره کې په یوه سرمجادله کوي ځکه خپه دی:

که ما غوندې نور هم وای په دې کار به ډېر خوشال وم

چې ما غوندې څوک نشته  ځکه پروت راباندې غم دی

غمجن دی خو نهیلی نه دی، حوصله یې پر ځای ده:

د عالم ډېرې خبرې لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځایه غر خو هسې وي کنه

تر مقصد پورې رسېدل شرط دی، که په لاره کې د وینو ډنډونه دي که ګړنګونه، د دافغان په ننګ، د خپل قام په ننګ، کلکه ملا تړلې ده، له دې ګړنګونو او ډنډونو څخه اوړي او د قام له لمنې د غلامۍ تور داغ پاکوي، په پښتون باندې د نورو باداري ختموي او د هغه د مريي توب له پنجو خلاصوي.

راځئ چې د پوشکین ولس او د هغه معاشرې ته هم یو نظر واچوو:

له ختیځه تر لویديځه او دشماله تر جنوبه  څومره د خدای مخلوق او ځمکه چې په روسي امپراتورۍ کې پرته وه، نو دا د یو څو ملاګانو خانانو او سردارانو مال وو، عام وګړو او عادي بزګرو د څارویو او بوټو نه پورته ارزښت نه درلود، (( کرې پست نوی)) غیر انساني قانون بزګر د پټي جز ګرځولی و، چا به خپله ځمکه خرڅوله نو د پټي د پاسه د ولاړو ونو بوټو په څېر به بزګران ورسره سودا کېدل، د قام دې بدې ورځې ته د پوشکین هم سترګې ونه غړېدې، په ولس کې د سیاسي شعور د راویښولو لپاره یې له برچې نه تېره قلم راوویست، غټان او ملاګان یې چې د ولس په غلامۍ او خپلې بادارۍ خوشاله وو، په خپلو اشعارو وکنځل او وغندل، له دیکا بریستانو د ازادۍ غوښتونکو ډلې سره ملګری شو، د دې سیاسي ډلې چې پټ او ښکاره به يې د روس ملت لپاره مدني انساني حقوق غوښتل، د زرغون نومې ادبي ټولنې چې په همدغې ډلې پورې تړلې وه، رسمي غړی شو. د ګریبادیف او چادایف ملګرتیا د ده په قومي اشعارو کې جوش او ولوله نوره هم زیاته کړه.

موږ وینو چې خوشال خان د خپل قام د ازادۍ په مجادله کې د ایمل خان او دریا خان غوندې نومیالي ملګري لري، دغسې پوشکین هم د خپل قام له غاړې د مريي توب طووق لعنت لرې کولو په هلو ځلو کې د دیکابریستانو انډيوال دی، که ګریبادیف او ملګرو یې د پوشکین قامي احساساتو ته پرواز ورکړ، نو پوشکین هم په خپلو اشعارو کې د هغوی نوم له فنا او مرګ هه وساتل.

خوشال او پوشکین دواړو خپلو ولسونو ته د خپلواکۍ او ازادۍ رڼا راوستله.

فرق دا و،چې خوشال توره او قلم دواړه په کار اچولي و او پوشکین یواځې قلم په لاس کې نیول و.

د رتنبور کلا او د سلاویڅکي معبد:

یک تنها په کټ کې پروت یم

بندیوان د هند د کوټ یم

دا مې حال دا مې احوال دی

که وایه شي ډېر مقال دی

چې په ما باندې دا حال دی

څه د پاسه یو نیم کال دی

 په دې شعر کې خوشال د خپل بند او د نورو بندیانو حال بیان کړی.

یا دا چې:

رتنبور خوشال په خوب لیدلی نه و

اخیر وشي هغه چار چې یې تقدیر کا

د خوشال د بند او په ډيلي کې د پراري توب کیسه موږ ته ښه معلومه ده، هغه زجر هم موږ درک کولی شو، چې دې ازاد مشر به د اورنګ زېب دربار ته په تحمیلي ورتک باندې ایسته.

هره ورځ ورتله دربار ته

ګوره دا څه مشقت وي

د بل حکم پرې زندان شي

چې په خپل حکم عادت وي

 

«««

 

چې سړې اوبه د غره نشته په هند کې

ترې توبه که واړه ډک دی له نعیمه

همیشه به په هند نه اوسې خوشاله

عاقبت به عاصي وځي له جهیمه

 

«««

 

پښتنې جونه دې زلفې باد ته نیسي

چې شمال یې بوی راوړي به رتنبور کې

د بند او پرار کړاوونو چې په ډېرو دغسې سوزونکو شعرونو کې منعکس شوي دي، د خوشال د راتلونکو ورځو شپو لار روښانه کړه او هغه یې متوجه کړ، چې قطعي فیصله پکار ده:

یا خواه ما یا خواه منصب دی

یا یو کونج په لاس کتاب

یا غږ د سپینې تورې

کوهستان مرجع باب

 

یا دا چې:

پس له بنده دی دا عزم

د خوشال د خاطر بزم

یا نیولی مخ مکې ته

یا مغولو سره رزم

یا یو کونج د غزه نیولی

لمونځ روژه د لوستو بزم

وروسته پېښو وښودله چې د سپینې تورې او مغولو سره رزم د حقیقت جامه واغوستله.

د خوشال د بند او پرار نه پس راځئ د پوشکین پوښتنه وکړو، چېرې دی او څه کوي، د پوشکین د تېره قلم څوک او ژوند بښونکي شاعرۍ دروند مګر رسا غږ د وخت د واکمن په نازک طبیعت او پوست ښه ونه لګېد، امر وش، چې یا یې سایبریا او یا د سلاویڅکي معبد ته باید پوشکین پراري کړي، سایبریا او سلاویڅکي د مرګ خور او ورور وو، د داستایفسکي مشهور اثر( د مړو کلی) د سایبریا حالت ښیي.

له نېکه مرغه د ځینو خپلوانو او دوستانو په شفاعت چې په حکومتي حلقو کې مخ او نفوذ درلود، پوشکین د سایبریا او سلاویڅکي پر ځای د روسيې جنوب ته پراري کړی شو، په دې معنا چې کتابت او ماموریت ورته ورکړ شو، مګر د ولایت مشر ته کلکه لارښوونه شوې وه، چې پوشکین به د خپل ماموریت له سیمې بهر نه پرېږدي.

همدغه وخت دی چې پوشکین له جنوب له دیکابریستانو د اویدوف، رایفسکي او نورو سره اشنا کیږي.

دا پرار د پوشکین لپاره فکري پوخوالی د خیال رسايي او د هغه شعري رنګینۍ لپاره ډېر ګټور او مفید تمامیږي، د همدغه پرار په وخت کې یې مشهور شعر ( خنجر) ولیکه.

لکه څنګه چې خوشال ریایي شیخان او د پسو په جامه کې پټ لېوان غندلي او کنځلي دي، دغسې پوشکین هم په دې شعر کې د هغو خلکو حق ادا کړی، چې د مذهب توره يې په لاس کې او د پردې شاته چې څه يې غوښتل نو يې کول. د پرار په موده کې پوشکین هم ډېر ښه او بې جوړې شعرونه ولیکل، لکه د ق«فقاز اسیر»، « جګړه مار ورونه» «د باغچې سرای فوارې» او نور.

په دې عشقي قصیدو کې د مینې احساساتو او ازادۍ جذباتو په ډېره استادۍ او ښّ رنګه امتزاج میندلی دی.

خوشال او پوشکین دواړه د بند او پرار دورې تېرې کړې، چې په نتیجه کې د پښتو او روسيي ژبو ادب ته ډېره ګټه رسېدلې ده.

خوشال او پوشکین یواځې شاعران نه، نثر لیکونکي هم دي.

که د غرب ختیځ پوهان دي، که د شرق مورخین او که زمونږ خپل تاریخ لیکونکي، دوی ټول په دې عقیده دي جې خوشال خان خټک د ډېرو اثارو مصنف او مولف دی، خو په خپګان باید وویل شي، چې د زمانې د ناتارونو او د پښتون د ناپوهۍ له کبله د دې لوی دریاب مرغلرې له سترګو الونیا شوې دي، د خان د فکر محصول څخه دغه اثار پاتي دي، چې څه یې زمونږ په لاس کې دي.

۱ـ دیوان کلیات ۲ـ بازنامه ۳ـ صحت نامه ۴ـ هدایه، له عربي نه ترجمه ده ۵ـ اینه، دا د فقهې کتاب دی چې خان ترجمه کړی ۶ـ فضل نامه ۷ـ سوات نامه ۸ـ فرخنامه ۹ـ دستار نامه ۱۰ ـ فراقنامه ۱۱ـ بیاض ۱۲ـ زنځیري، یو ډول مخفف لیکل و ، چې د خوشال او د هغه د کورنۍ ایجاد دی.

دغسې پوشکین هم نظم او نثر دواړو کې اثار لري، له یوګيني انیګین پریس ګذرنوف، روسلان او لودمیلایي د نظم مشهور اثار دي، کپتان لور د ایوان بېلکېن دستانونه او دبروفسکي کتابونه یې په نثر لیکلي دي.

 

خوشال او پوشکین په شعر کې ګډ اړخونه لري:

لکه څنګه چې خوشال په خپلو شعرونو کې د خپل قام د ژوندانه یوه هم تیاره نه ده پریښې،دغسې پوشکین هم د خپل ولس د حیات په مختلفو اړخونو باندې رڼا اچولې ده.

څنګه چې د ښاغلي دورینکوف د خوشال پر اشعارو باندې د پوهېدو لپاره یو دایرهّ المعارف درلودل ضروري بولي، دغسې زه هم د پوشکین پر اشعارو باندې د پوهېدو لپاره لازمي ګڼم، چې سړی باید د روس له غني فولکلور سره اشنا وي، که نه نو د پوشکین له ډېرو شعرونو نه به خوند وانشي خیستلی.

د خوشال په څېر پوشکین هم د خپل قام او وطنوالو نیمګړتیاوو ته په زغرده ګوته نیسي، وینا یې سپينه، ساده او د کږو لپاره ترخه ده.

خوشال د خپل وخت جنګونه او واقعې په ډېر رسا او ښکلو قصیدو کې ذکر کړي، چې هره قصیده یې د تاریخ یو فصل ګڼل کیږي.

پوشکین هم هغه واقعه نګار دی، په خپلو شعرونو کې یې د نپلیون، سویډیانو او نورو قامونو سره د روسانو د جګړو یادونه کوي، د ده په شعرونو کې د شاعر ملي غرور او د خپل قام ننګ پکې له ورایه نارې وهي، فرق دا دی چې خوشال په اشعارو کې خپل جنګونه یادوي، او پوشکین د خپلو وطنوالو جګړې.

د خوشال د کلام په څېر د پوشکین په اشعارو کې هم د هجو او هزل مثالونه ډېر دي.

وخت د اورنګ شاه دی د چې تسبې په لاس دي

خدای ځنې خبر دی په اخلاص که په لباس دي

د دې دور شیخان ډېر دي لور په لور

اورنګ زېب بادشاه دواړه دی انځور

په  هغې چاړه قلم ساز کا قرآن کې

په هغې چاړه شهرګ پرې کا د ورور

په رکوع کې تسبیحات د پلار د مرګ کا

په سجود کې زوری خپله مشره خور

پوشکین هم د خپل وخت یو پنجه ور او زورو داسې ستایي:

نیم سردار نیم سوداګر

نیم رزیل او نیم بشر

 

رزیلتوب ته دا امید دی

چې پوره به شي اخر

په لغړو او بې پردو ویلو کې خوشال او پوشکین یو بل ته ډېر ورته دي.

د خوشال خان د خبرو په څېر د پوشکین خبرو هم د ولس متلونو رنګ میندلی دی.

خوشال او پوشکین دواړه تر اخره په خپل هوډ پاتې شول:

هغه توره چې خوشال یو ځل د افغان په ننګ وتړله، بیا د اجل د مقتدرو پنجو نه غیر بل قدرت سره د مجال نه و چې د هغه یې د ننګیالي له اړخه راښکته کړی وی:

د مرګ تر ورځې پورې یې د پښتنو په ننګ ډېرې خوارۍ او سختۍ تېرې کړې، مګر قدرت ته منظوره دا وه چې خوشال به د پښتنو د بې ننګۍ ارمان له  ځان سره ګور ته وړي:

پښتانه چې بې ننګي کا څوک یې څه کا

ګورستان لره به درومم له ارمانه

هو! د روه د غرونو باتو، د پښتونخوا د ناز شمله، د تورې او قلم خاوند ننګیالی خوشال په ورځ ۱۶۸۹م کال د فبرورۍ په شلمه په ډمبره کې د پردېسۍ  په حال په ابدي خوب ویده شو او هغه توره چې د اافغان په ننګ یې اوچته کړې وه، ترې ولوېدله.

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

د خدای له لورې دې رحمتونه وي ورباندې.

پوشکین په یوه شعر کې چې پيامبر نومیږي وایي:

( آزده ترجمه)

پوشکین دا خپل فرض ګڼل، چې سکروټې ونولي، ساړه زړونه تاوده او په تودو کې لمبې بلې کړي، یو ځای او بل ځای ته د پرارولو د هغه اراده او د انساني فرایضو په انجامولو کې فتو رانه ووست. اهر د وخت واکمنو یوه بله وسله په کار واچوله او هغه دا چې د پوشکین پراري توب وبخل شو، د دولت لوړو مقاماتو ځان ته نږدې کړ، په دې امید چې د سکروټو د لونلو مخه ونیسي، دې کار هم کومه فایده ونه کړه  پوشکین خپلو فرضو ته متوجه و، هغه ته قدرت ماموریت ورکړی و، چې د وطن تیاره به روښانوي او لویدلی قام به را اوچتوي، هغه د خوشال په څېر د قام لپاره هر قسم ارام په ځان حرام کړی و، هغه د لومړي الکساندر او لومړي نیکلای له درباره ووت، مګر د ولس د زړه په تخت یې قدم کېښود.

بلاخره په ۱۸۳۷م کال یوه ډېره نامردانه دسیسه ورته جوړه شوه ا یوه دویل کې د دانفس په پوشکین ووژل شو.

د پوشکین مرګ د وخت او محیط یوه منطقي نتیجه وه، د روسي امپراتورۍ او ملاګانو لپاره د پوشکین وجود د زغم وړ نه و.

د پوشکین مرګ د عام ولس لپاره ماتم و خو د وخت د حکومت حلقې لپاره لوی اختر.

هو، خوشال او پوشکین د مرګ تر ورځې له خپل هوډه وانه وښتل، خوشال او پوشکین دواړه د خپل ثقافت او ادب په تاریخ کې نوي نوي دوران منځ ته راووړ.

خوشال او پوشکین د خپلو وطنوالو ژوند ته په انتقادي نظر وکتل دواړو د خپلو ټولنو د بدبختیو تشخیص وکړ او له مصیبت نه د نجات  لارې یې خپل خپل ولس ته وښوولې.
خوشال او پوشکین دواړه ستر شاعران دي، چې د زمانې په تېرېدو او په ولس کې د سیاسي او اجتماعي شعور په زیاتېدو سره یې قدر نور هم زیاتیږي.

شریک کړئ