INSAN Magazine

د خوشحال خان انتقادي نظر | خوشحال خان ۳۳۱م تلین

۱۳۹۸حوت ۲مه

د انسان مجلې یادښت:

په ۱۳۴۵ کال د اسد په ۲۴مه پښتو ټولنې د خوشال خان خټک د ۲۸۶ تلین په مناسبت په کابل کې د "ننګیالي خوشال" په نوم یو ستر سمینار جوړ کړی و. په دې سمېنار کې چې د کورنیو او بهرنیو پوهانو په شمول ویناوې او مقالې اورول شوې وې، انسان مجله د خوشال خټک د ۳۳۱ تلین په مناسبت یو شمېر مقالې بیاځلي خپروي تر څو د دې ستر شاعر او مفکر په اړه د تاریخي متن لوستنه آسانه او پراخه او د نویو مطالعاتو لپاره یوه محتوايي زمینه رامنځته کړي.

***

 

پښتونخوا هغه پاکه خاوره ده، چې د ځلانده تاریخ هره پاڼه یې د لویو قهرمانانو په کارنامو او شهکاریو لیکلې شوې او ښکلې شوې ده، ددې تاریخ هر فصل و باب ځانته جلا خصوصیت او امتیاز لري، د دې مېنې اوسیدونکي د پېړيو پېړیو د عظمت او سترتوب نښې نښانې د پښتني ادب په اسمان کې د ځلاندو ستورو په شان د همېشه لپاره سترګکونه وهي او د شهسوارنو سردارانو د تورې شړنګ یې تر اوسه لا هم د تاریخ په ګوټونو کې ازانګه کوي او نه دي خاموشه شوي، د غوریانو، سوریانو، لودیانو، غلجیو، او ابدالیو په کارنامو د پښتنو د تاریخ پانې ډکې دي، دا پاڼې د منځنۍ اېشیا په عمومي تاریخ کې یو برجسته فصل ګڼل کېدای کېږي، د دې افتخاراتو تاریخي څېړنه او نوي نسل ته د هغو تبلیغ او تلقین د پښتنو پوهانو کار دی، ځکه موږ د خپلو پخوانیو افتخاراتو له څېړنې او پلټنې څخه بې نیازه نشو پاتې کېدای، په علم هم ثابته ده، چې که د بشر دماغ په داسې معین وخت کې ودرېږي، چې د پخوانیو پېښو او خاطراتو له یادولو څخه عاجزه شي، نو د اینده لپاره که څه هم په ډېر زیات قوت په فعالیت پیل وکړي، هېڅ کار نشي ترسره کولای او د سلیم فکر انتظار نشې ترې کېدای.

همدا وجه ده چې د قامونو د روښانه ماضي له ځلانده مستقبل سره نه شلیدونکې رابطه لري. پښتون قام باید په خپل ذاتي قابلیت متقین کړی شي او وپوهېږي، چې که څه هم د زمانې په تاړاکونو کې د دوی ستر مدنیوتونه او لویې امپراطورۍ په کنډوالو بدلې شوي دي، مګر د دوی ذاتي جوهر او فطري استعداد ابدي دی او همدغه کنډوالې د نوي ژوند د سترو ښکلو ماڼیو د ورانولو لپاره لوس اساس او تاداو کېدی شي. پښتون قام خصوصا باید د خپل تېر ثقافت پوره څېړنه وکړي او د دغو تحقیقاتو په رڼا کې د نوي زمانې له ایجاباتو او غوښتنو سره سم پرمختګ وکاندي. دا خبره باید په غور واورو چې ملکونه د تاریخ او ثقافت له لارې په خپلو افتخاراتو خبرېدل، د پښتون قام لویه بدبختي او عظیمه ګناه ده، موږ افتخار کوو، چې نن د پښتنو د سیاسي او عرفاني تاریخ د یوه ستر شخصیت خوشحال خان د یاد درنښت او نمانځنې لپاره د حکومت په توجه او د پوهنې د وزارت او مخصوصا د پښتو ټولنې په همت پښتنو لیکوالانو ته موقع پیدا شوې ده، چې د پښتو د دې ملي شاعر او د پښتني دنیا د دې لوی سیاسي لیډر د ژوند او فعالیت په مختلفو برخو د خپلو څېړنو له لارې رڼا واچوي او د نوي نسل په مخکې د پښتني دنیا د لرغونو افتخاراتو هینداره کښېږدي.

خوشحال بابا چې د تورې شرافت او د قلم فضیلت یې په ډېر شهامت او متانت د خپل ژوند تر پایه وساته، د هند د مغلي امپراطورۍ او پښتنو تر منځ د مناسباتو په سختو بحراني او طوفاني حالاتو د پښتني دنیا د سیاست او عرفان په اسمان کې د ستوري په شان وځلېد او خپل ټول عمر یې په پښتنو کې د دغو دوو لوړو انساني فضایلو په روزلو تېر کړ او کله چې یې له دې فاني دنیا څخه کوچ وکړ، نو خپل قوم ته یې د وطنولۍ حماسي جذباتو او عرفاني خیالاتو او د خپلو حکیمانه خبرو عالمانه څېړنو، ساحرانه نظر، اوچت دماغ او تخیل او بالاخره د درد او سوزه ډکو ګیلو او ماڼو لوی میراث پرېښود.

زه دلته د خوشحال بابا د تجلیل د دې لويې ملي فریضې د ادا کولو په لاره کې د خپلې کوچنۍ برخې د اخېستلو لپاره خوشحال بابا په خواشیني زړه او هغه انتقادي نظر یوه لنډه څېړنه کول غواړم چې د پښتني دنیا لپاره د عبرت لوی درس ګڼل کېږي.

باید وویل شي، چې د پښتنو تاریخ د هند د کورګاني سلاطینو په عصر کې چې د ظهیرالدین بابر یې د لودیانو د وروستي ستر پادشاه سلطان ابراهیم لودي په ماتولو سره تاداو کېښود، ځانته جلا رنګ غوره کړ او د هغې همدا وجه  وه چې پښتانه په دې دوره کې د خپلو هغو بې اتفاقیو او خپل منځي اختلافاتو لرې کولو ته متوجه شول، چې د لودي سلاطینو بنیاد یې ایستلی و. په دې دوره کې پښتنو د خپلې خاورې د ازاد ساتولو لپاره د هند لوی مغلي امپراطور اورنګ زېب عالمګیر(۵۰ ) کلنه دوره کې چې د هند پاچاهي یې د خپل پلار مغلي امپراطور شاه جهان په بندي کولو او د وروڼو، ورېرونو او حتا زوی په وژلو سره ترلاسه کړه، خپلې نهايي مرحلې ته ورسېدې، اورنګزېب د خپل پلار شاه جهان د سیاست په خلاف چې ګواکې د پښتنو د ازادۍ غوښتلو او ملي مبارزو په مقابل کې یې د مدارا سیاست غوره کړی و، د هغو په داخلي چارو کې یې ګوتې نه وهلې، له پښتنو سره سخته دښمني را واخېستله، پښتانه مشران او د هغو د مخې خلک یې ورټل او دې ډول یې په حقیقت کې د ګرګاني امپراطورۍ د سقوط موجبات راغونډ کړل. ده د خپل زوی شهزاده معظم په مشرۍ د اباسین غاړې ته د پښتنو د ماتولو لپاره ګڼې لښکرې ولېږلې او ځينو موقتي بریو کې چې هغه هم پخپله د پښتنو د بې اتفاقۍ محصول و، د اسیرانو له سرونو څخه منارې جوړې کړې.

په دې وخت کې موږ د پښتنو د لوی سیاسي او قومي نهضتونو په لړ کې د لویو پښتني سردارانو او مجاهدینو د نومونو په څنګ کې د خوشحال خان له نامه سره د شاه جهان د امپراطورۍ د یوه منلي سردار په صفت نه بلکه د مغلي نامتو مجاهد په حیث اشنا کېږي.

په ځینو پردو اثارو کې چې د خوشحال خان ذکر شوی دی او له بده مره ځېنې متتبعین هم استاد ورباندې  کوي، نو دغه پښتني قهرمان داسې معرفي کېږي چې ګواکې د خپل عمر ډېره برخه یې په عزت او راحت تېره کړې او د مغلو د لویې امپراطورۍ په حاکمه دستګاه کې یې پوره ځای درلود.

مګر دوی دا خبره هېروي، چې د خوشحال د شخصیت په نسبت حتا د شاه جهان په وخت کې هم ټيټه معامله شوې وه او د ده مقام او منصب د دغه مغلي امپراطورۍ د خوف او رجه محصول و.

خوشحال خان چې د شاه جهان په وخت کې د هند د امپراطورۍ د امنیت ساتلو لپاره مخصوصا له یوسفزو سره کلک جنګونه کړي و، د اورنګ زېب په وخت کې بندي او بال بچ یې بندي شول. په همدغه وخت کې د خوشحال خان ملي جذبات چې د شاه جهان په دوره کې یې د سیاست له لارې د پښتنو د داخلي ازادۍ په ګټه یوه سالمه او روغه مجرا درلوده، د توند او طوفاني مقاومت په بڼه کې څرګند شو، ده له یوې خوا تورې او قلم په ژبه د عالم ګیر د امپراطورۍ په ناکردو حملې کولې او له بلې خوا یې خپل قوم ته د ننګ او غیرت لمنه غوړوله او هغو به یې د ازاد او با شرافته ژوند د ساتلو لپاره قومي اتحاد او اتفاق رابلل د خوشحال بابا انتقادي نظر د ده ادبي ژوندانه په همدې دوره کې د ده اشعارو کې داسې وبرېښېد، چې د شغلو د دښمنانو سترګې ړندې کړې او د پښتنو د ورورولی او اتحاد لاره یې روښانه کړه.

د خان انتقادي اشعار د هغه د ادبي اثارو یوه ممتازه برخه ده. په دغو اشعارو کې د پښتنو په معاشرتي مدني، سیاسي او اجتماعي ژوند باندې رڼا اچول کېږي او په دغه تبصره او تنقید کېږي. له قوم او ولس سره د مېنې او محبت عواطف له خوشحال خان سره دومره دي، چې کله کله سخت اعتراضونه ورباندې کوي.

دی په داسې حال کې چې د پښتنو په غښتلي فطرت او د دوی په اصالت او سترتوب ایمان لري، د قوم په ناسیالانو کلکې حملې کوي،. خوشحال د پښتنو له ښو اوصافو سره جوخت د دوی د رفتار او کردار خراب هم بیانوي. ده د پښتني جامعې ژوره مطالعه کړې او د هغې ضعیفې جنبې یې په صراحت یادې کړې دي، ځکه د تاریخ په مختلفو دورو کې چې کوم تاړاکونه په پښتنو راغلي دي، نو د زمانې د جبر په لحاظ یې کله کله ساده پښتانه له خپله هوډه اړولي او ډېر ځله د نورو د ګټلو لپاره استعمال شوي دي. دوی د خپل طبعیت او خصلت د پاکۍ او سادګۍ په وجه کله کله خپل ټول قوت او قدرت د نورو د مفاد لپاره په کار اچولی دی، پر دې یې خپل مټ په زور د امپراطورۍ خاندان کړي دي او پخپله د هغو د دربارونو نوکرۍ ته اړ کړی شوي دي.

همدغه عوامل دي، چې د خوشحال خان په ټولو عواطفو یې اغېزه کړې او د هغه د اشعارو درنه انتقادي برخه یې منځ ته راوړې ده.

په عمومي ډول د خوشحال خان انتقادي نظر د دوو مهمو برخو ته متوجه دی، اول د پښتنو په مقابل کې د عصر د سیاسي او قدرت د حاکمې طبقې له روش څخه نارضايتي او دوهم د خپل قوم په ځینو ستر او بې خونده ناسیاله عناصرو باندې انتقاد.

موږ دلته په لنډ ډول دغه برخه څیړو او ځینې مثالونه یې ګرانو حاضرینو ته وړاندې کوو. 

مخکې مې عرض وکړ، چې که څه هم د پښتنو له قدرت او طاقت د مغلي امپراطورۍ په ګټه د کار اخستلو لپاره د شاه جهان، خوشحال خان د یو منصب او نورو بخښنو له ورکولو څخه ځان ونه ژغوره مګر په عین وخت کې دغه نامتو سردار او فیلسوف له دغې موقع څخه د ځان لپاره نه بلکې د پښتون د قام د یو موټي ساتلو او بېدارۍ لپاره کار واخېست، خو کله چې د اورنګ زېب عالمګیر سیاست د پښتنو په مقابل کې د اسلافو له خط مشي څخه واوښت، نو خوشحال خان هم د سیاست له پرې راووت او په ښکاره یې د خپل قومي نصب العین د ترسره کولو لپاره له دغه عظیم امپراطور سره منګولې ولګولې. خوشحال خان په دغه وخت کې د خپل قطعي تصمیم او د پښتو قام د سرنوشت فیصله په دې ډول څرګندوي:

بله هېڅ لیده نشي په دا منځ کې

یا مغل له منځه ورک یا پښتون خوار

دې تصمیم د عالمګیر دربار نا ارامه کړ او حکومت پایې یې ورته سستې کړې. مګر له دې امله چې په میدان کې خوشحال نه شو ماتولی، نو یې د پښتنو په منځ کې په مختلفو وسایلو د نفاق اچولو لارې غوره کړې. همدا وجه ده، چې د ځينو بې تجربې پښتنو ناپوهي د خوشحال خان سترګو ته دریږي او وايي:

په دا هسې وخت چې وخت د نام و ننګ دی

دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار

مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی

د عزت سره چې نه وي زیست روزګار

افریدي، مومند، شینواري ګوره څه کا

د مغلو لښکر پروت په ننګرهار

خوشحال خان پخپل قومي نهضت کې د پښتنو د یو موټي کولو او د خپلواکه ژوند په لاره کې د دوی د روانولو لپاره ډېر موفقیتونه لاس ته راوړل، مګر په عین وخت کې د ځینو پښتنو سترګې د دښمنانو رشوتونو داسې بندې کړې دي، چې نه یې خوشحال خان په سترګو لیده او نه یې خپله بې ننګي، نه یې د مغلو دسیسو ته پام و او نه یې د پښتنو په ورانه دنیا نظر لګېده، په دې وخت کې خوشحال ویل:

دا منصبونه دا انعامونه

واړه زندۍ دي واړه دامونه

پښتون مغل به سره دوست نه شي

خوشحال یې مه وینه دا انعامونه

په بل مشابه حالت کې وايي:

لیوني شول پښتانه په منصبونو

خدای ما ژغوري له هسې غضبونو

پښتانه لره لوی عیب دی که یې ګورې

چې نازېږي د مغل په لقبونو

شرم ننګ ناموس یې په یاد نه دی

خو ویل کا د منصب د ذهبونو

پښتانه که جنګ مغل سره په تیغ کا

هر خټک نیوه مغل تر جلبونو

د خټک د ننګ جرګه نشته خوشحاله

لا وتلی دی له کومو نسبونو

هر څومره چې د خوشحال خان مبارزه سختېده او په قوم کې یې د بېدارۍ او اتقاق ازانګه جګېدله، د پښتنو دښمنانو هغومره د رشوتونو او لقبونو ورکولو ته زور ورکاوه، خان په دې مناسبت په سختو الفاظو پښتانه داسې غندي:

پادشاهي یې د مغل په زرو بایله

د مغل د منصبونو په هوس دي

اوښ له باره په خپل کور کې ورغلی

په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي

بې ننګان د بې ننګۍ په کاروبار کې

ننګیالي د ننګ په کار په هر نفس دي

د خوشحال خان انتقادي اشعار کله کله له عمومي جنبو څخه محدودو او مختصو نښو ته متوجه کېږي، دی وايي:

تیرا مې ولیده راغلم تر سواته

پښتون مې ولید دا لوی لوی ذاته

عقل و همت مې د چا ونه لید

په بیرته راغلم ناست یې ملا ماته

خوشحال خان د مغلو د ناکردو په مقابل کې بیا هم له خپل قام نه شکایت کوي او وايي:

په بل غشي بل ټوپک ویشتلی نه یم

که ویشتلی یم خو بیا په خپل ټوپک یم

په هغه وخت کې چې ځینو غولیدلو پښتنو د بې ننګۍ توره تر ملا کړه او پردو د ګټو لپاره د خپل ملي قاید او خواخوږي سردار مقابلې ته ووتل، پر خان  باندې له خپل هډ و زر سره جګړه تحمیل شوه، مګر خوشحال خان د پښتني ننګ او غیرت پر ځای کولو په لاره کې حتا د خپل قام بادي هم ومنله، دی وايي:

په دا څه که د بنګښ راته ډنګ ډنګ دی

زه هم ښه یم زما هم برغو ترڅنګ دی

عقل زور د غور په خپل تر بنګښ زیات دی

غوریه خپل راسره هم ولاړ په ننګ دی

د بنګښ نه هومره زور وینم نه توره

په دا کوم توکي له ماسره په جنګ دی

هر ملخی د سربازۍ هنر زه څه زده

چې په دا هنر کې سر ښندي پتنګ دی

لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

لا په خوب کې په لړزه پریوزي له کټه

چې د چا تر غوږ زما د تورې شړنګ دی

که په دا دور مې ګورې هغه زه یم

چې مې داغ په خاطر ایښی د اورنګ دی

درست جهان مې ومغل و ته خیبر کړ

ځای په ځای يې پښتانه وته قلنګ دی

ځينې څه لویې دعوې لرم په زړه کې

ولې څه کړم چې پښتون واړه بې ننګ

خوشحال خان د اورنګ زېب لوی طاقت په مقابل کې مغلوب نه شو، مګر د خپل قام د ځينو ناپوهو عناصرو له لاسه مجبور شو، چې غرونو ته وخیژي، دی په ۱۰۸۶ هجري کال کې د بنګښو سره کنبت په جګړه کې مغلوب او دې ته مجبور شو، چې د ډوډ په مقابل کې پنځه کاله وروسته له هغو نه داسې انتقام واخلي، چې دا پخوانۍ ماتې داغ یې له زړه ووځي په دې باب  کې وايي:

د ډوډه په جنګ کې بیا له میو ډک شو

په ګنبت کې چې خالي و هغه جام

د ګنبت جنګ مې په ننګ د پښتانه و

بل غرض مې پکې نه و نه مرام

د دې جنګ نارې به درومي په ملکونو

پرې خوښيږي به همه پښتون په نام

چې د دې سوبې اواز وشي په هند کې

بیا به غږ شي د پاچا خاص و عام

چې په نام پښتون غوڅيږي بری خوښيږي

اورنګ زېب هسې پاچا دی د اسلام

خوشحال خان د اورنګ زېب سفاکۍ او بې عدالتی ته پخپل یوه شعر کې داسې اشاره کړې ده:

دا معلوم شو د اورنګ عدل و انصاف

د ده ښه مسلماني ښه اعتکاف

سکه وروڼه وار په وار واړه وژلي

پلار په بند کې اچولی په مصاف

که هزار ځله څوک سر وهي په ځمکه

یا په صوم تر شمځې ورولي ناف

څو د نیت د ښه عمل سره جوړ نه شي

عبادت طاعت دې واړه دي خلاف

چې د ژبې لار یوه وي د زړه بله

په چاړه یې شه ځیګر شګاف شګاف

مار په تن د پاسه ښه ښایسته روغ دی

ولې ننه اندرون لري ناصاف

که دلې د خوشحال لاس په ظالم نشته

د قیامت په ورځ یې خدای مه کړه معاف

د پښتنو په مقابل کې د مغل امپراطور تشدد او د خوشحال بابا مقاومت داسې مرحلې ته ورسېد، چې عالمګیر یې متیقن کړ، چې نور نه په وعدو او وعیدونو او نه په زور او قوت د پښتنو د هغه د نهضت مخه نیولی شي، چې د خوشحال خان یې په مخکې و، نو یې د بشري تاریخ د جنګي او سیاسي چال و فرېب په ډېرو ټيټو وسیلو لاس پورې کړ او دا پلا یې د دغه قهرمان خپل زوی بهرام خان هم د پلار د مقدسې مبارزې له حلقې څخه ویوست او د خپل پېشو او حقدار ګرېوان ته ور واچاوه، خوشحال په دې ځای کې د خپل خواشیني زړه سوز په دې اشعارو کې څرګند کړی دی:

هنګامه ده لا په منځ کې

د مغل او د افغان

زه به نقش د خپلې چارې

که څه شي د سرو سامان

دی په وهم په وسواس کې

تل له ما دی هر اسان

زه په لویو اندېښنو کې

دی په کور کې دی فران

چې د ما د لښکر غږ شي

اوبه کېږي د ده ځان

چې اساس د تورې کېږدم

دا نامرد یې کا غلطان

و مغلو ته مجرا کا

چې خپل پلار مې کړ دا شان

زه د ده په کار خندان یم

دی زما په کار خندان

یا خو دی نه وی له مانه

یا زه نه وی په جهان

که کښېنم نام او ناموس څي

که پاڅ پاڅي طوفان

په دې کش مکش کې تېر شو

په ما عمر رایګان

مفاجات دې یې نصیب شي

یا یې تور مار جنستان

لکه چې هېڅوک پرې بدنام نشي

هسې ګورته شي روان

لکه عاق دی عاق دې درومي

دین دنیا واړه خسران

خوشحال خان د پښتنو د نیمګړتیا او حتا پخپله د خپلوو سهوو په څرګندولو کې دومره صریح او عدالت دوست انسان وو، چې یو وخت یې پخپلو هغه خطاوو انتقادد کړی دی، کوم چې د ده د دین او څه وخت د سیاسي فعالیتونو د بندېدو سبب شوي وي، وايي:

خدای وکړي دا چاره په ما واړه کړې زړه

څه چارې غلط شوم چې مې لوی کړ احمق تره

بل چې د ده لور مې  امرا ته کړه واده

بل چې مې په کوې کې څه کې نه ښول سپین سره

بل مې چې یو کوت محکم بنا نه کړ په غره

بل مې چې په توره په خدمت غر ورکاوه

بل مې چې قوت د یوسف زیو ورکاوه

بل مې چې په اصل غوریاخېل پښتون ګاڼه

خوشحال بابا هغه وخت چې زوی یې بهرام خان خپل سکه ورور اشرف خان د مغلو په دام کښیوست او د سرادارۍ لقب یې وګاټه، په ډېر افسوس یې وویل:

تا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه

سرداري دې پخپل دور کړه بدنامه

هم تمامې خیلخانې لره بلا شوې

هم خپل ځان لره بلا شوې بد فرجامه

مشر ورور دې زندان کړ ته خاني کړې

دا خاني دې شه په ځان پورې حرامه

نور دې نوم زما د زوی په شمار مه شه

د خوشحال خټک وینا په دې تمامه

د خوشحال خان بابا په سیاسي ژوند کې چې د هر څومره دقیق شو او د پښتنو له دښمنانو سره چې د ده عمري نه شلیدونکو او نه ستومانېدونکیو مبارزه یوه ژوره کتنه وکړو، نو د هندي پوهانو سره هغه خبر مو تر غوږ کېږي چې وايي:

[ د استعمار په سیه چاه کې بند، پرديسي، د قام نقاق، د زامنو تباهي، نا امېدیو سپین ږيرتوب، او پرله پسې مبارزه داسې مصیبتونه دي، چې د هر پیاوړي قهرمان ملا ماتوي، مګر دې ټولو کړاوونو د خوشحال خان په عزم او اراده کې هېڅ بدلون رانه ووست]

د خوشحال د افکارو سره د پښتو ادب په وروستیو مترقي انقلابونو کې ډېرملي شاعران ملګري شول او د هغه نیمګړو ارمانونو تمثیل یې په خپلو پر سوزو اشعارو او لیکنو کې وکړ، د لرې پښتونخوا د معاصرو ننګیالیو او خوږ ژبو شاعرانو او لیکوالو اثار زموږ د دې خبرې شاهدي وايي.

پېړۍ به تېرې شي، زمانه به ډېر تحولونه وکړي، پښتون قام به په نړۍ کې د ژوندانه نه یو په بل پسې په اوچوتو ګامونه ووهي، مګر د خوشحال خان خټک سوې نارې به همېشه د پښتونخوا په غرونو رغونو او درو او پیچومو کې د همېشه لپاره ازانګه کوي، د  دې ستر قهرمان نوم به تل د حماسي داستانونو، ملي کارنامو او قهرمانیو سره جوخت یادېږي او هېڅوک به له دې حقیقت څخه انکار نشي کړای، چې خوشحال بابا که څه هم د خپل ژوند په یوه برخه کې ډېر ستر دولتي شخصیت وو، مګر همېشه د خپل قوم سرښندونکی او د مغل نوکرانو او مزدورانو نه پخلا کېدونکی دوښمن او د پښتون او پښتونولۍ نه بدلېدونکی قهرمان او سپه سالار و او اخري وصیت یې دا دی:

[ما هلته خښ کړئ، چې د مغلو سیوری مې په خاوره ونه لوېږي، او د دوی د سپرو ګرد مې په هدیره پرې نه وزي.]

شدېم خاک ولین به بوی تبت ما

توان شناخت کرین خاک مردي خېزد

نورالله مرقده ورحمت الله علیه

پای

شریک کړئ