INSAN Magazine

په اروپا کې د دین و سیاست تاریخي-ټولنپوهنیزه ارزونه

۱۳۹۹ د ثور ۱۱مه

لرغونی یونان:

د مدیترانې د څنډو ایکالوژیکي ځانګړنو انسان اړ وېسته او هڅاوه چې د ژوند د هوساینې پوهنیزې، هنري او تخنیکي لارې چارې ولټوي. د همدغه لټون په ترڅ کې د ښکار، کب نیونې، څاروي روزنې، کرنې، لاسي صنعت او بېړۍ چلونې غوندې ګڼشمېر اقتصادي فاکټورونو وده وکړه چې یو خوا یې ټولنیز جوړښتونه پیاوړي کړل او بلخوا یې د بېلابېلو ټولنو تر منځ سوداګریز، سیاسي او کلتوري اړیکي رامنځته کړل.

لرغونی یونان د همدغو ځانګړنو تر اغېز لاندې داسې مهال یوه نوې کلتوري-مدني زانګو شوه چې د کوشنۍ اسیا او مصر له کلتورونو او تمدنو سره یې د وچې او اوبو له لارې تګ، راتګ درلود. یونانیو وکړای شول چې د همدغو مدني ګاونډیو ګنشمېر کلتوري توکي له خپلو هغو سره وپېیي او تر زېږکالشمېر نېژدې اووه نیمې پېړۍ وړاندې په اروپا کې د تمدن بنسټ کېږدي.

د ژوند و نړۍ په اړه پوښتنو د هرې بلې ټولنې غوندې یوناني تفکر کې هم ځای درلود. هماغسې چې لرغوني انسان دغه راز پوښتنو ته د ځواب موندلو لنډه لار په نالیدلیو میتافیزیک ځواکونو کې لټوله؛ یوناني ټولنو هم خپل فکري اړیکي له میتافیزیک سره تړلي او زرګونه کاله وړاندې یې د فانتازۍ په مرسته د بېلابېلو ښکارندو، پېښو او چارو لپاره بېلابېل خدایان ټاکلي ول.

په ایلیاس و اودېسې کې د «هومېر» اشعار د انسان پر ژوند د دغو خدایانو اغېز او پر هغوی باندې د یوناني ټولنې د ګروهې او باور څرګندونه کوي.

د یونان ګڼخډايیز سیستم زښت ډېر مصر ته ورته دی او داسې ښکاري چې یوناني «زیوس» به په نوي نامه هماغه مصري «امون» وي ځکه چې یونانیو هم د مصریو غوندې زیوس د لمر خدای په نامه پېژانده او تر څنګ یې د بېلابېلو چارو او پېښو لپاره اموني سیستم ته ورته ګڼشمېر نارینه او ښځینه مرستیال خدایان درلودل. په انتیک یوناني ښارونو کې دیني جرړې ډېرې کلکې وې. که څه هم چې دوی کوم ځانګړی دیني کتاب نه درلود او دیني سرچینې یې د خدایانو او اتلانو اسطوره‌یي کیسې وې، خو په ګردو ټولنیزو او ځانګړیو ستونځو او چارو کې یې له هغوی مرسته غوښته. د لرغوني یونان خدايي جوړښت پر مصر سربېره د بین‌النهرین نښې هم لري او داسې پېچلی کورنی جوړښت څرګندوي چې کېدای شي تر ځايي مهالنیو دینپوهانو پرته به عام وګړي بشپړ پرې نه پوهېدل، خو له دې سره یې هم ګروهنیز اړخ ډېر پیاوړی وو. په دغه خدايي کورني جوړښت کې «زیوس» له پېنځو خویندو «دوې یې د (زیوس) ماندینې دي»، اتو مېرمنو او دوولسو لوڼو-زامنو سره ښودل شوی او د ټولو خدایانو شمېر یې تر پنځوسو اوړي.

د یوناني میتولوژۍ له مخې زیوس «د رهېیا او کرونوس» زوی له خپل پلار سره په یوه ستره جګړه کې پر هغه برلاسی شو او خدايي یې ترې ونیوه. سربېره پر دې چې هغه د اسمان، شپې-ورځې، وورښت، تالندې، برېښنا او وړاندوینې د هنر خدای ګڼل کېده، د ټولو خدایانو او انسان پلار هم منل شوی وو.

د انسان د پیدایښت په اړه پوښتنې ته د یوناني میتولوژۍ ځواب دا وو چې  زیوس د تیتانو (د تیتان ډېرګړې بڼه) زوی (پرومیتیوس) ته لارښوونه وکړه چې له خټې انسان وپنځوي او د ژوند کولو ځینې کلتوري چارې هم ور زده کړي. پرومیتیوس دا دنده پر ځای کړه خو د زیوس له وینا او غوښتنې پرته یې اور «چې د زیوس تر ځانګړې څارنه لاندې وو» هم انسان ته ور وړ او کارول یې ور وښودل. زیوس له دې امله سخته غوصه وکړه. هغه پرومیتیوس د کوکاز غره په یوه ستره ډبره کې ویلي کړ او یو مارغه یې ور ولېږه چې بیا، بیا رغېدونکی لړمون یې خوري. پر دې سربېره یې د انسان پر وړاندې هم د کرکې له مخې لومړنۍ «پاندورا» نومې ښځه وپنځوله چې هغه په بدمرغۍ ککړ کړي(۱).

د اولمپ غره سپېڅلتیا هم د زیوس له نامه سره اړیکي لري. داسې منل شوې وه چې زیوس چې له هسکه راکښته کېږي، خپلې پښې د اولمپ غره پر څوکو ږدي او دغه غر د دوولسو خدایانو ځای ګڼل کېده. هغه ورځې چې اولمپ ته د زیوس د راکښته کېدلو لپاره په پام کې نیول شوې وې د هغه د هرکلي په ویاړ د یونانیو مذهبي نڅاوو او سپورتي لوبو لمانځل کېدې. یوناني خدایانو داسې انساني نارینه او ښځینه بڼې درلودې چې زورور ځواک یې تر انسانانو اوچت وو او هغه چارې یې سرته رسولای شوې چې انسان یې وړتیا نه درلوده. په دغه جوړښت کې هر خدای ځانګړې چارې پر مخ بېولې او په هره برخه کې به چې انسان له یوې ستونځې سره مخامخېده هماغه ځانګړي خدای ته یې مخ وراړاوه او مرسته یې ترې غوښته. پر دې سربېره، تر مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدلو انساني تنده د خدایانو په بېساري ځواک خړوبېده. همدا هیله وه چې د دنیايي ستونځو د هواري تر څنګ یې انسان د دیني شخصیت خپلولو او پر خدایانو باور ته ورکاږه. د همدغه باور له مخې نړۍ پر درېیو برخو (ځمکه، هسک او کنده) وېشل شوې وه. فزیکي نړۍ ځمکه نومېده. هسک د خدایانو سیمه وه او کنده هغه ځای وو چې انسان تر مرګ وروسته ورتلو او له سره یې نوی ژوند په کې پیلاوه. په کنده کې ډېر سیندونه بهېدل او درې برخې یې درلودې چې هادیس، تارتاروس او ایلیزیو نومېدې. په هادیس کې مړی محکمه کېده او د راتلونکي برخلیک په اړه یې پرېکړه کېده. که منل شوې وای چې د زیوس له غوښتنو سره یې سم ژوند کړی ایلیزیوم ته استول کېده چې ډېر ښکلی، هوسا او زړه راکښونکی انځور شوی وو او د لرغونیو اتلانو او کره ګروهمنو استوګنځی وو. په ایلیزیوم کې د انسان ټولې غوښتنې، هیلې او ارمانونه بشپړېدل او ژوند پای ته نه پکې رسېده. خو که سرغړوونکی به وګڼل شو بیا نو هماغه تارتاروس ته ور اچول کېده چې ډېر بد، ناوړه، دردوونکی او کرکجن ځای وو(۲). تارتاروس دومره ژوره کنده وه چې که یو وسپنیز مارتول ور غورځول شوی وای ایله به یې تل ته نه ورځې او نه شپې وروسته ور رسېدلای وای. د دغه ځای تر شاوخوا درې دېوالونه چاپېر ول او تر منځ یې اورسیندونه بهېدل. د هومېر د شعرونو له مخې په تارتاروس کې د تیتاني زندانیو د ژوندانه څو بېلګې داسې دي:

د ګایا زوی تیتوس پر ځمکه څملول شوی او ټپوسان راځي او ینه یې خوري، خو دی ځان خوځولای نشي. د سیپیلوس پخوانی پاچاه تانتالوس په تنده او ولږه ناپایه ځورول کېږي. دی تر ستوني پورې په اوبو کې تږی ولاړ دی خو چې وغواړي اوبه وڅښي هغه کښته ترې ټیټېږي. همدا راز یې د سر له پاسه مېوې راځوړندې دي او دی چې وغواړي راویې نیسي او ویې خوري، یو ناڅرګند لاس وروغځېږي او پورته یې ترې راکاږي. د کورینت ښار بنسټ اېښوونکی سیسیفوس اړ کړای شوی چې یوه غټه تیږه د غره څوکې ته اوچته کړي. هر ځل چې دی په ډېر ځور دغه تیږه ټاکلي ځای ته ورنېژدې کوي هغه بېرته کښته راولوېږي او دی یې بیا پورته کولو ته اړ وېستل کېږي. اکزیون پاچاه د اور پر څرخ پورې تړل شوی او شپه او ورځ تاوېږي. د داناووس پاچاه پېنځوس لوڼې اړ دي چې سورۍ شوې بېړۍ په یوه ګړي له اوبو تشې کړي.‌ په تارتاروس کې هر څوک خپله سزا ناپایه ګالي او پرلپسې بې پایلې هڅو ته اړوېستل کېږي.

د ورځني ژوندانه له ستونځو او ترخو پېښو کرکه، تر مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدلو ډاډ او په هغه کې اپلوزیوم ته د ورتګ هیله او له تارتاروسه کرکه او وېره هغه بنسټیز فاکټورونه ول چې په یوناني ټولنه کې یې دین ته اړتیا رامنځته کوله او انسان یې هڅاوه چې د هغو خدایانو غوښتنې او سپارښتنې پرځای کړي چې دوی په خپل فانتازي ځواک زېږولي ول.

داسې ښکاري چې دین ته د انسان اړتیا د هغه رېښتینولۍ ته تر ژورې پاملرنې ډېره مخکې ده. د یونان سیاسي جوړښت هم د هغه له ګڼخداییز سیستمه رنګ اخیستی وو او د دویم فیلیپ تر واکمنۍ پورې هیڅکله یوازینی منځنی دولت پکې رامنځته نشو. دغو سیاسي جوړښتونو «ښار دولتي» بڼه درلوده او تر منځ یې د واک غځولو پر سر پرلپسې جګړې روانې وې. تر اوږدو جګړو وروسته پر شپږمه مخزېږدې پېړۍ کې د ښاري دولتونو له ډلې «سپارتاښار» تر نورو غښتلی شو او ویې کړایش ول چې د شمالختیزو پېلوپوني ښاري دولتونو تر منځ یو تړون رامنځته کړي. دغه تړون له یونان سره د پوځي پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړه او د سیاسي اغېز د پراختیا لار یې ورپرانیسته.

لومړني ښاري دولتونه د زورورو اشرافي کړیو په لاس کې ول او په بشپړ استبداد و اختناق یې د وسله والو پوځونو په مرسته ساتنه کېده. که یو دولت به له داسې کورني ګواښ سره مخامخېده چې کېدای شوه ړنګ شي؛ بل ګاونډي دولت یې مرسته او ملاتړ کاوه. دا مرسته د دې لپاره کېده چې کورني ځواکونه د دولتونو د نسکورولو زړورتیا ونه مومي او هر دولت د هغوی پر وړاندې واک خوندي په ولکه کې وساتلای شي. تر دې اخوا د دولتونو تر منځ کومه خواخوږي یا بله پېرزوینه نه وه. دوی هره شېبه یو تربله وېره درلوده او ځانساتنې ته پرلپسې چمتو ول.‌د یونانیو تر منځ سیاسي بېلتانه یې د ملي یووالي مخه نیوله. هغه څه چې دوی یې پر دغه بېلتانه سربېره بیا هم سره نېژدې کولای شول، د دوی پان هېلیني غوښتنې، ورته مذهبي دودونه، ګډه ژبه او په ځانګړې توګه اولمپیک لوبې وې. د اشرافي پوړ تر منځ د سیاسي واکمنۍ له امله پرلپسې کړکېچونو او جګړو پر پېنځمه مخزېږدې پېړۍ په اتن ښار کې د «بېریکلیس» په نوښت سیاسي واک ته د رسېدلو یو نوی سیستم رامنځته کړ. دغه سیستم د سیاسي جوړښت زړه استبدادي بڼه واړوله او د دیموکراسۍ په چوکاټ کې د واکمنو د ټاکنې واک د پرګنو لاس ته ورغی (۳). په دغه پرګنواکۍ کې چې نېژدې یوه نیمه پېړۍ پر ځای وه؛ د لومړني سیاسي ازمېښت په توګه ښځو، مریانو او بل هر هغه چا ته د ګډون برخه نه ورکول کېده چې له اتني مور و پلاره زېږېدلي نه ول. تر دېموکراتیک پړاوه راوروسته اتن پر سیاسي ارزښت سربېره د فلسفې، پوهې، او هنر په برخو کې ډېرې بریاوې وګټلې او ستر تاریخي ځای یې وموند. له دې سره، په یونان کې د دودیزو خدایانو اغېز خپل ځانګړی ځای درلود. دغه ټکي د یونان په میتافیزیک فلسفه کې څرګندېږي. دلته د هېراکلیت دا څرګندونه ډېره منل شوې وه چې ویل یې «هر څه خدای دي». دا وینا داسې مانا کېده چې نړۍ د خدای وجود دی او یا دا چې نړۍ په خپله خدایي ده. اریستو هم د هراکلیت غوندې د میتافیزیک پر کرښه روان وو؛ خدای یې مانه او هغه یې «ناخوځنده خوځندوی» ګاڼه (۴). د میتافیزیک تر څنګ ماتریالیستي او اګنوستیک فیلوسوفۍ هم خپل پلوي درلودل. خو داسې ښکاري چې له سیاسي او ټولنیز ملاتړه بې برخې وه او څرګندولو یې سخت ګواښ هم پېښولای شو.

په دغه ټکي د پوهېدو لپاره به همدا بس وي چې د «سوکرات ۳۰۰-۴۷۰ مخزېږد» برخلیک ته ځیر شو. هغه په اتن کې یو کاریزماتیک شخصیت ګڼل کېده. همدغه ځانګړی شخصیت پر ده پورې سور اور شو او د یو شمېر هغو کړیو رخه او کرکه ورنېغه شوه چې د ده د سیالۍ جوګه نه ول. دوی د دیني لمنې په نیولو او سوکرات د له منځه وړلو اسانه لار ومونده او دا یې ورپلمه کړه چې هغه د دوی خدایان نه مني او په خپلو ښوونو ځلمی کول له دینه بېلارې کوي. د دغه تور سزا مرګ وه. سوکرات مرګ ومانه او د سڼکیا کټوری یې په ستوني کې تش کړ خو له خپله انده وانه ووښت. که د دغه فیلووسوف شاګردانو (اپلاتون، کسینوفون و اریستوفان) یې د فیلوسوفیک لیدلوري یادونه کړې نه وای، کېدای شوه چې موږ به نن نه پېژانده (۵). دا ځکه چې له دغه فیلوسوفه هیڅډول لیکنه راپاتې نه ده. له دې سره هم په یونان کې دین و خدایان د ټولو لپاره د منلو او نمانځنې وړ نه ول. «اویهېمېروس» له همدې ډلې څخه هغه فیلوسوف وو چې ویل یې خدایان له آره هغه لرغوني پاچاهان و اتلان ول چې ځینې ځانګړې چارې یې سر ته رسولي او په اساطیري سیستم کې یې د خدایانو بڼې موندلې دي.

د سیاسي واک پر سر پرلپسې شخړې او د ښاري دولتونو تر منځ اوږدې جګړې د منځني دولت له جوړېدلو سره پای ته ورسېدې او یونان د یوه پوځي زبرځواک په بڼه راڅرګند شو. د دغه تاریخي پړاو پیل پر ۳۵۹ مخزېږدي کال په ماکېدونیا کې د دویم فیلیپ له واکمنۍ سره تړاو لري. هغه د یوناني ښارونو له هغو خپلمنځي جګړو ګټه واخیسته چې له اوږدې مودې راهیسې روانې وې. د ده سیاسي تاکتیک دا وو چې د واک هیله‌منې سیاسي سیالې اشرافي کورنۍ یې له ځان سره یو ځای کړې او ډېر ژر یې داسې غښتلی پوځ پر پښو ودراوه چې په زور یې ماکېدونیا پر ټول یونان واکمنه شوه. له دې سره، په «تراکین» کې د سرو زرو کان لاسته ورغی او له مالي پلوه غښتلی شو. فیلیپ د یوې لویې امپراتورۍ د جوړولو ستراتیژي درلوده او د هغې د پلي کولو اړوند پوځي-لوژیستیکي تابیا یې نیولې وه خو کورنیو پټو لاسونو د مرګ په څپېړو وواهه او هر څه یې ترې پاتې کړل.

د فیلیپ زوی الېکساندر چې د پلار ځایناستی شو؛ د هغه د ارمان پوره کولو لار پر مخ بوتله او د مدیترانې له کڅو یې د هېند تر بریده او منځنۍ اسیا د یونان تر ولکه لاندې راوستل. له دې سره په نیول شویو سیمو کې د هیلینیستي کلتور پراختیا ته لار هواره شوه او یونان د یوه ستر تمدن په نامه وپېژندل شو.

د الېکساندر له بیړني مرګ سره نه یوازې د هغه ستراتیژي بشپړه نشوه چې لا هماغه جوړه کړې امپراتوري امپراتوري یې هم وشنل شوه او یوناني واکمن ډېر ژر د هماغو سیمو له اوسېدونکیو سره وپیوند شول چې د دوی تر ولکه لاندې ول.

د الېکساندر تر مرګ وروسته یونان په هیلیني پېر کې د خپلمنځي جګړو ډګر شو. د انتیګونوس (د الېکساندر ستر جنرال) پلویانو هڅه کوله چې ماکېدوني امپراتوري بېرته ټینګه کړي او د اتن اوسېدونکیو هلېځلې کولې چې اتن د یوه خپلواک ښار په توګه پاتې شي. دغه راز غوښتنو جګړو ته لار پرانیسته او د هېواد سیاسي او پوځي ټیکاو یې کمزوری کړ. دا مهال په شمال لوېدیځ کې رومي ځواکونو له دغه کړکېچه ګټه واخیسته او د ماکېدونیا تر ټکولو وروسته مخ پر اتن ورشېوه شول او ګرد یونان یې د رومي پاچاهۍ یو ولایت کړ.

د یونان لرغوني سیاسي تاریخ کې دولتونه د دین ساتندوی ښکاري. «د سوکرات مرګ یې یوه بېلګه ده.» تر ټولو ستره ګټه چې سیاسي واکمنو له دینه تر لاسه کوله دا وه چې خپلو پرېکړو ته یې د روحاني کړیو په مرسته دیني مشروعیت ورکولای شو. په لرغوني یونان کې دا باور ډېر کلک وو چې د «اوراکل» و «مانتیک» په مرسته یو شمېر ځانګړي انسانان او ځینې نښې په ورځنیو چارو کې د خدایانو خوښه او پرېکړه څرګندولای شي. د وړاندوینې دغو دواړو هنرونو پر لمرخدای زیوس پورې اړه درلوده چې هغه یې وروسته واک اپولون ته هم ورکړی وو. اوراکل سپېڅلي ځایونه، ټاکلې ورځې، او ځانګړي روحانیون (پېتیا) درلودل. په دیلفي کې د اپولون اوراکل د ګرد یونان لپاره تر ټولو اوچت ارزښت درلود. هر چا به چې غوښتل د خپل راتلونکي په اړه د خدایانو په خوښه وپوهېږي، یو لړ مذهبي مراسم به یې پر ځای کول او له پېتیا څخه یې غوښتل چې پایله یې ورته ووايي. پېتیا تر اړوندو مذهبي مراسمو وروسته ځان بېسده کاوه او داسې ګډې‌وډې او اپلتې یې ویلې چې څه مانا یې نه درلوده. د دوی تر منځ به یو درېیمګړی ناست وو چې ګوندې د خدای خبرې ژباړي. سیاسي واکمنو هم له همدغه کلک منل شوي دوده ګټه اخیسته او د دې لپاره چې ټولنیز-دیني ملاتړ تر لاسه کړي او هوډ یې خدايي بڼه ومومي؛ اوراکل ته یې لاس اچاوه. ښکاره ده چې روحانیون د سیاسي واکمنو په غوښتنو پوهېدل او له هغوی سره سمې څرګندونې یې ورته کولې. واکمنو دغه څرګندونې ټولو ته پر ډاګه کولې او په ټولنه کې دا ډاډ بشپړېده چې ګوندې زیوس د واکمن له پرېکړې سره همغږی دی. دغه هنر د واکمنو د کړنو د خدايي ملاتړ په توګه کارول کېده او ژور سایکالوژیک اغېز یې مونده. دا چې اوراکل و مانتیک په سیاست کې ډېره مرسته کوله او ولۍ یې پر دین پورې نښتې وې، منطقي ده چې سیاسي واکمنو یې د ژوندي ساتلو لپاره په‌ ټولنه کې د دیني باورونو د کلک ساتلو هڅه کوله.

رومي دینواکه امپراتوري:

تر مسیحي کالشمېره نېژدې اووه سوه کاله وړاندې د یوناني انتیک تمدن تر څنګ شمال لوېدیځ لوري ته «روم» د نړۍ په تاریخ کې د یوه نوي ځواک په بڼه راڅرګند شو. د روم د تاریخي ځانګړتیا سیاسي اړخ تر مدني هغه پېړ دی. ځکه چې د تمدن په بنسټ کې یې د یونان ډبرې ایښودل شوې وې او په سیاسي جوړښت کې یې هم تر یوه ځایه د ارېستو او اپلاتون سیاسي نظریات له تیورۍ پراتیک ته راوېستلي ول. دغه واکمني تر لومړۍ مسیحي پېړۍ پر اروپا سربېره تر لوېدیزه آسیا، منځني ختیز و شمالي افریقا پورې وغځېده او ځواکمنه امپراتوري شوه. په هغې کې د بېلابېلو ژبو، دینونو او داسې نورو کلتوري ارزښتونو خاوند اتنیکي ګروپونه تر ولکه لاندې راوستل شول. په یوه کړۍ کې د دومره لویې ځمکې او پر هغې د بېلابېلو مېشتو ټبرونو اداره یو ګران کار وو. رومي امپراتورانو د دې چارې د پر مخ بېولو لپاره تر هر څه لومړی وېره کاروله. دغې وېرې دوې بڼې درلودې. لومړۍ یې له رومي خدایانو وېره وه چې له پېړیو راهیسې یې په ټولنیز شعور کې دودیز ځای نیولای وو او کیسر د امپراتورۍ اوسېدونکی اړ کړي ول چې هرومرو د روم پر خدایانو ګروهمن وي. دویمه یې دولتي وېره وه چې د وسله وال پوځ و ژاندارم په زور خپرول کېده. د وېرولو دغه دواړه سازمانونه (دین و دولت) د کیسر په لاس کې ول. هماغسې چې د لرغوني مصر و انتیک یونان په تیولوژۍ کې د «لمر» تر واک لاندې ګڼخداییز سیستم منل شوی وو او لومړی «د خدایان پاچاه امون(رې)» او بیا «زییوس» ستر خدایان ګڼل کېدل؛ په رومي تیولوژۍ کې هم هرې پېښې او ښکارندې ته یو خدای ځانګړی شوی وو. پروسېرپینا، سېګیستا او فلورا د کرکیلې خدایان ول. ماتورا دولتي چارې سمبالولوې. مارس په جګړو کې د لښکر مرستندوی وو. ژانوس د ورونو ساتنه کوله. وېستا د اور لپاره ځانګړې شوې وه او لمرخدای (ژیوپیتر) وورښت کاوه، کرنیزه پېبره یې پخوله او د ټولو خدایانو له پاسه ځای ورکړل شوی وو.

هله چې د روم خدايي جوړښت وده کوله، لرغوني رومي خدایان له یوناني هغوی سره د ورته والي له مخې همرنګي شول او رومي دین له هیلینیستي پړاوه د تېرېدلو په ترڅ کې یوناني میتولوژي خپله کړه. ایتروسک (ایټالیا ته راکوچېدلې ډله) هم په دغه بهیر کې خورا اغېزناک شول او دولتي دین ته یې ځانګړې سازماني بڼه ورکړه. دغه اغېز د خدایانو ځواک له سیاست سره وپېیه او لوړپوړیو چارواکیو د ژیوپیتر، مارس او نورو خدایانو د لمانځنې او هغوی ته د قربانیو د سمبالولو چارې پر غاړه واخیستې. د روم په ګڼخداییز سیستم کې د اړتیا له مخې پردیو اغېزناکو خدایانو ته هم ځای ورکول کېده. له همدغه لامله پر ۲۰۴ مخزېږدي کال لومړی ځل د کوشنۍ آسیا د خدایانو مور (کېبېلي) په روم کې ومنل شوه. د کیسر د واکمنۍ په کلونو کې د هغه ښېګڼو، افکارو او د واکمنۍ برکتي کولو ځانګړي مزدکونه جوړ شوي ول چې ولس کیسر ته د رېښتینولۍ سوګندونه او زبات هم په کې کاوه (۶). رومیان ګروهمن ول چې د دوی خدایان په تېره لمرخدای (ژیوپیتر) هغومره اوچت ځواک لري چې هېڅوک و هېڅه یې سیال نه دي. دغه بیساري اټکلي ځواک دوی اړوېستل چې په ستونځو کې مرسته ترې وغواړي، ویې ستايي او هر ژمی یې په لوی جشن ولممانځي. دا جشن د مسیحیت تر لومړیو هم په پخوانۍ بڼه پر ځای وو. پاپ پرڅلورمه پېړۍ د پخوانیو دینو او دودو د هېرولو او ډوبولو په موخه لارښوونه وکړه چې تر دې اخوا دې دغه ورځ د مسیح د زېږورځې په نامه ولمانځل شي. تر دې وروسته د رومي تیولوژۍ دغه لرغوني جشن په مسیحي چوکاټ کې په بله بڼه د «کرېسمېس» په نامه ځای ونیو.

په رومي دین کې خدایان د واکمنو په وجود کې مجسم کېدل او په همدې پلمه دولت ته د مصري فراعنه وو په پېښو خدايي سپېڅلې بڼه ورکول کېده. د دولت درېیو ساتندویو خدایانو (ژیوپیتر، جونو، مینېروا) ته له سیاسي پلوه ځانګړې پاملرنه ور اوښتې وه او په ټولنه کې یې د لممانځنې کلکه غوښتنه کېده. رومیانو به یوه ځانګړې پېښه کې چې خدای به یې نه ورته درلود؛ د مرستې او ملاتړ د لاس ته ور وړلو لپاره د نورو دینو خدایانو ته مخ ور اړاوه او په ترڅ کې یې د اریانا د رڼا ښځینه خدای (میترا) هم په خدایۍ ومنل شوه (۷). دولت پوهېده چې د رومي ټولنې د ژوندانه په هره برخه کې د خدایانو اغېز خورا جدي دی. دغه فاکتور پر دین د دولت تکیا لا کلکه کړه او د هغه د لومړني پلي کوونکي او ساتونکي ځواک بڼه یې ور وبښله. په دغه لړ کې دولت دا دنده پر غاړه واخیسته چې د بېدینۍ مخه ونیسي او د لمانځنو او دیني چارو د پر ځای کېدلو هر اړخیزه څارنه وکړي. امپراتورانو چې پر خدایانو د ټولنې کلک باور لیده، له هغوی سره یې په بېلابېلو پلمو ځانونه وپېیل او خدايي-سپېڅلي کرکټرونه یې خپل کړل. له دې سره، رومي امپراتوري «خدايي واکمني» نومېده او دا باور منځته راغی چې له کیسر سره مخامخ خدايي مرسته او ملاتړ ملګري دي. نوموړی باور د سیاسي واکمنۍ تر ټولو  اسانه سایکالوژیکه بیمه وه چې له ډېرو کورنیو ګواښونو یې ژغورلای شو. دا ټکی راښيي چې رومي کیسر د مصري فرعون یو تاریخي تکرار او رومي امپراتوري د بې اهرامه فرعونانو دینواکي وه. په دغه سیستم کې دین و سیاست په ګډه د دولتي ماشین څرخونه تاووي او د کیسر د واکمنۍ په لار کې یو د بل ساتنه کوي. رومي واکمن پوهېدل چې دین یې د سیاسي واکمنۍ د پایښت په بهیر کې تر ټولو اغېزمن لوښی دی او په کار ده چې کلکه ساتنه یې وشي. دوی د دود شویو دیني ارزښتونو د ننګې او ملاتړ په لار کې خورا جدي ول او له هر هغه چا سره یې زړه بوګنوونکی جزايي چلن کاوه چې دغه ارزښتونه بابېزه ورته ښکارېدل یا یې د هغوی د له منځه وړلو هڅه کوله. دا وینا د امپراتورۍ له هغو عکس‌العملو لا ښه څرګندېږي چې د یهودو او بیا یې د مسیحیت په لومړیو پېړیو کې د مسیحي مېسیونرو (تبلیغیو) پر وړاندې ښکاره کول. په دغو بېړیو کې امپراتورۍ ګڼشمېر مسیحي مېسیونران ووژل ځکه دوی د نوي دین (مسیحیت) په دودولو سره هغه زاړه دینونه بې باوره کول چې اوږده موده د واکمنۍ ستنې پرې ولاړې وې. وروسته چې مسیحیت پراختیا ومونده، همدغو واکمنو د خپل پایښت لپاره د زړو بېواکه شویو دینونو پړی خوشې کړ او د نوي هغه ته یې منګولې ور واچولې.

دغه تاریخي-ټولنپوهنیزه زده‌کړه راښيي چې واکګټنې او واکساتنې تل ستراتیژیک ارزښت درلودلای او له ټولنیز شعوره د هغه په لار کې تاکتیکي کار اخیستل شوی دی. په هغو ټولنو کې چې د شعور ستره برخه پر دیني بنستونو ولاړه وي، یو شمېر سیاسي کړۍ په دیني میکانیزم کې تر ځانپېیلو وروسته په اسانۍ سره خپلې ستراتېژۍ ته رسېدلای شي. دا هرومرو نه ده چې سیاسي-دیني کړۍ به یومخیزې هماغسې پر یوه دین ګروهمنې وي لکه یادونه یې چې کوي، خو دا هرومرو ده چې د تاکتیکي مانور په ترڅ کې به دیني ټولنې ته ځان داسې ښيي چې د دین تر ټولو غوره خواخوږی وګڼل شي. په سیاسي تیاتر کې د دغو لوبو کلک بنسټ رومي امپراتورانو کېښوو. دوی د طبېعي او مسیحي دینواکۍ پر دواړو سټېجونو ښه ولوبېدل او تر دواړو پردو لاندې نېژدې دوه زره کاله د ناخبرو پرګنو پر اوږو سپاروه ول.

د مسیحیت منځته راتګ و پراختیا:

رومي امپراتورۍ له نیول شویو سیمو او پرګنو درنې مالیې ټولولې؛ وینځې او مریان یې نیول؛ خوځنده او خپلواکپال ځواکونه یې د خدای له پرېکړې او خوښې په سرغړاوي تورنول؛ رنګرنګ سزاوې یې ورکولې؛ ځپل یې؛ زندانو ته یې اچول او په ډبرزړي چلن یې وژل. دغه ترخه او زورواک چلن ولږه، بېوزلي، ناپوهي او راز، راز ټولنیزې نیمګړتیاوې وزېږولې. نوموړیو ناوړه ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي شرایطو د ژوندانه بهیر کې د یوه نویوالي او اوښتون بیړنۍ غوښتنه کوله. له سیاسي پلوه دا راز اوښتون ډېر سخت وو. ځکه چې امپراتورۍ هر ډول خوځښت په کلکه ځاپه او جرړې یې وروېستلې. د ساري په توګه، پر لومړۍ مخزېږدې پېړۍ «سپارتاکوس» په ډېره  اتلولۍ د مریانو د خپلواکۍ غورځنګ رامنځته کړ او تر یوه ځایه پر مخ هم ولاړ، خو د وسله وال پوځ په زور د هغه په ګډون لسګونه زره خپلواکپال یا په تورو او غشیو کې ووژل شول او یا هم پر صلیبونو وزړول شول. د زورواکۍ دغه راز ترخو اغېزو په ټولنو کې د نهیلۍ څپې خپرې کړې او په ښکېل شویو پرګنو کې یې د مخامخ غبرګون ځواک ووژاه. خو هغه کرکه چې د واکمنې کړۍ د ناوړه او ناانساني چلن پر وړاندې یې د پرګنو په زړونو کې ځای نیولای وو، نه یوازې له زړونو ونه وته چې لا یې د هرې ورځې په تېرېدلو سره وده هم کوله. په دغه لړ کې یهودو هیله درلوده چې خدای به له اسمانه یو داسې ژغورونکی (مېسیاس) راولېږي چې دغو ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي. دوی تر بل هر چا د رومي امپراتورانو پر سپېڅلتیا بې باوره ول او د خپل دین په چوکاټ کې یې هغه خدايي ځانګړتیاوې منلای نشوې چې واکمنو ځانته غوره کړې وې. همدغه ټکي د نورو په پرتله له دوی سره د سیاسي شعور په وده کې مرسته کوله او دا باور یې ورپیاوړی کاوه چې دغه واکمني د نسکورولو وړ ده او خدای یې ساتنه نه کوي. د همدغه باور په رڼا کې یو شمېر یهودي کړیو د خپلواکۍ هلېځلې کولې. د روم امپراتور د ځان په اړه د هغوی پر فکري څرنګوالي پوهېده او تل یې ځپل، ځورول او تر ځانګړې څارنه لاندې یې ساتل.

څه له پاڅه دوه زره کاله وړاندې د ولږې، بېوزلۍ، مرییتوب، ښکېلاک، زبېښاک، اختناق او استبداد تر تورو ورېځو لاندې د تاریخ یو نوی پړاو پیل شو. د بایبل څرګندونې دغه پړاو د هېردوس د واکمنۍ پر مهال په «بیت لحم» کې د عیسا له زېږېدنې سره تړي. په دغو لیکنو کې راغلي چې د عیسا مور مریم د یوسف نجل وه. دوی لا واده کړی نه وو چې سپېڅلې اروا هغه دوه ځانې کړه. یوسف چې اخلاقي آرونو ته ډېر ژمن وو؛ پرېکړه یې وکړه چې دغه کوژده وشلوي. خو دا یې په پټه غوښتل ځکه چې د مریم د سپکېدا اندېښنه ورسره وه. یوسف په همدغو چورتونو کې ویده شو او په خوب کې یې ملایکه ولیده چې ورته ویې ویل: له مریم سره واده وکړه. د هغې په ګېډه کې کوشنی له سپېڅلې اروا دی. چې وزېږېد عیسا (ژغورونکی) نوم به پرې کېږدې. هغه به خپل قوم له ګناهونو وژغوري. یوسف چې له خوبه راویښ شو، د ملایکې په سپارښتنه یې مریم واده کړه او کور ته یې راوسته. خو تر هغې چې هغې خپل زوی وزېږاوه، ورسره ملاست نشو. سره له دې چې د زېږېدنې داسې پېښه په بیولوژیکي قانون کې نه راځي، خو په یتولوژیکي چوکاټ کې یوه منل شوې پېښه ګڼل کېږي او منطق یې دا دی چې «خدای هر څه کړای شي». مسیحیان عیسا د خپل دین خدايي سرچینه ګڼي (۸) او ګروهمن دي چې خدای د انسانانو د ژغورنې لپاره خپل زوی عیسا نړۍ ته راواستاوه او همدا چې د رومیانو په لاس ووژل شو، ورسره انسانان هم له میراثي ګناه پاک شول او هغه بېرته اسمان ته ولاړ.

تاریخ څېړونکي وايي چې رومي امپراتورۍ یوازې له سیاسي لامله عیسا وواژه ځکه ورته ویل شوي ول چې د کیسري واک پر وړاندې سیاسي پارونې کوي (۹) او غواړي پر ځمکنیو پاچاهانو تر بري وروسته په خپله پاچاه شي. دغه ټکي دا وېره زېږوله چې شکمن یهود به د امپراتورۍ پر وړاندې کوم ګواښ پېښ کړای شي. رومیو د عیسا د صلیب له پاسه یوه دړه زړولې وه چې په ملنډو یې «د یهودو پاچاه» پرې لیکلي ول. د دې لیکنې مانا دا وه چې له دې پېښې سره جوښت د یهودو د خپلواکۍ ګردې هیلې پر صلیب وځړول شوې. د تاریخ څېړنکیو په دغو څرګندونو کې دا هم ویل شوي چې لومړي مسیحیان د عیسا په اړه دومره ډېر غږېدلي چې هغومره هغه په خپله د ځان په اړه غږېدلی هم نه وو (۱۰). له دې جوتېږي چې نېژدې نیمه پېړۍ وروسته چې د «پاولوس» د لیکنو په ګډون بایبل لیکنې پیل شوې؛ لیکوالو یې په خپل نوښت د عیسا وګړه (شخصیت) خدايي وښوده او هڅه یې وکړه چې د نوي دین د سرچینې په توګه یې سایکالوژیک اغېز پیاوړی کړي. مسیحیت د عیسا د کاریزما پر بنسټ په داسې یوه چاپېریال کې منځته راغی چې پر ناوړه ټولنیزو شرایطو سربېره دودیز خدایان زاړه شوي او په سیمه کې یو پیاوړی، یوازینی ډېر منلی دین نه لیدل کېده. دا مهال یهود هم پر څو ډلو وېشل شوي او په خپلو کې سره وران ول. د امپراتورۍ زورواک وسپنیز چلن هم د ښکېل شویو او اسکېرلیو پرګنو ورځنی ژوند له نهیلۍ سره مخامخ کړی وو. زورورو ځمکواکو (فیوډالانو) هره ورځ له کمزوریو بزګرو ځمکې نیولې او تر سختو ناانساني شرایطو لاندې یې په مریانو د متروکې په زور کرلې. له دې سره په کلیو کې د وزګارۍ کچه پورته تله او تشلاسې پرګنې د کار موندلو لپاره مخ پر ښارونو ورشېوه کېدې. دا چې هاغه مهال د ښارونو د کوشنیو مانوفاکتورو غېږ دومره ارته نه وه چې دغو بېشمېره وزګارو ته کار ورکړای شي نو له ګدایۍ پرته بله لار نه ور پاتې کېده. د شتمنو او بېوزلو تر منځ ارت ټولنیز واتن هره شېبه نشتمن انسانان پاڅون ته هڅول. خو امپراتورۍ د شتمن پوړ په هر اړخیز ملاتړ له همدغو بېوزلو پرګنو یوه شمېر ته په پوځ کې ځای ورکړی وو، په وسلو یې سمبال کړي ول، په ګېډه یې ماړه ساتل او د هر رنګه پاڅون د ځپلو کار یې تې اخیسته. دغه راز ټولنیزو شرایطو د یوه فکري نویوالي او په ژوندانه کې د هیلو او اروايي ډاډ د راپنځېدلو غوښتنه کوله. تر همدغو ترخو شرایطو او کلکو دولتي مخنیویو لاندې مسیحیت د پاولوس غوندې سرسپارلي ګروهمن وموندل چې په پټه یې نوی دین (مسیحیت) پر یومه او دویمه پېړۍ کې تر سوریې، کوشنۍ آسیا، یونان، شمالي افریقا، ایتالیا، اسپانیا او فراسه پورې وغځولای شو. د مسیحیت د چټکې ودې او پراختیا ټولنپوهنیز لامل دا وو چې تر هر څه لومړی د بېوزله ډېرګړیو (اکثریت) د پاملرنې وړ وګرځېد. دا مهال د ټولنیزو جوړښتونو ستره برخه بېوزلي او مریان ول. مسیحیت د شتمنو او واکمنو پر وړاندې د همدوی خوا ونیوه او ویل یې چې عیسا په بېوزله چاپېریال کې زېږېدلی، تل یې په بېوزلۍ کې زوند کړی او د بېوزلو او رنځورو پلوي او خواخوږی وو. همدا راز یې د ټیټ پوړ د ډاډېینې لپاره وویل چې جنت ته د یوه شتمن ورتګ هماغومره ستونځمن دی لکه یو بارکړی اوښ چې د ستنې له سوري تېرېږي (۱۱). لومړنیو مسیحي ټولنو ټینګار درلود چې شتمني دې پر ګرده ټولنه ووېشل شي او خدايي عدالت غوښتنه کوي چې ټول دې هغې ته یو راز لاسرسی ولري.‌ دا څرګندونې بېوزله پوړ ته پر زړه پورې وې. دوی لیدل چې پخواني دینونه یوازې د زورورو تر شا ولاړ ول او تل یې د هغوی د ګټو ساتنه کوله، خو مسیحیت له شتمنۍ مخ اړوي او د ځورېدلیو تر څنګ ولاړ دی. د مسیحیت بل غوره انساني اړخ دا وو چې د وګړیو تر منځ یې د برابرۍ زېری راوړ او د زرګونه کلن مرییتابه د وراسته شوي ټولنیز-اقتصادي دود د غندنې او مخنیوي غږ یې پورته کړ. دغه دین پرګنې خپلمنځي مینې، زړه‌سوي او خواخوږۍ ته وربللې او د کرکې او رخې پر ځای یې د بښنې، زغم و تېرېدنې اخلاقی ارزښتو ته وده ورکوله. دا ګرد سره هغه آرونه ول چې واکمنو ترخو ټولنیزو شرایطو یې کلکه غوښتنه کوله او واکځپلیو او اسکېرلیو پرګنو خپله اروايي هوساینه او د ورځني ژوند ارمانونه په کې لیدل. همدا لامل وو چې د مسیحیت لومړنیو جرړو او ولیو تر ځمکه لاندې د مرییو او د ټولنې په بېوزله پوړ کې چټکه وده او پراختیا وموندله. دا هغه کلونه ول چې رومي امپراتوري کمزورې شوې او د پایښت نوې لارې چارې یې لټولې. کیسر «کونستانتین» د همدغې لټې په ترڅ کې ځیر شو چې له دومره کلک څار و مخنیوي سره، سره بیا هم له مسیحیته یو غښتلی دین جوړ شوی او دومره ډېر پلوي یې موندلي دي. ده وپتیله چې له دغه دین سره په یو ځای کېدلو کې به له یوه پراخ پرګنیز ملاتړه برخمن شي او په دې توګه به د امپراتورۍ لړزنده ستنې بیا کلکې کړای شي. په دې توګه یې پر ۳۱۳ کال مسیحیت او د نورو دینو تر څنګه د هغه ازادي ومنله او وروسته پر ۳۹۱ کال کیسر «تیودوسیوس» د ګردې امپراتورۍ د دولتي دین په نامه وپېژانده (۱۲).

مسیحي دینواکي:

تر دې وروسته مسیحي میسیونرانو (تبلیغیو) شپه او ورځ پر ځان یوه کړه او د مسیحیت د خپرولو لپاره یې ښکاره هلېځلې پیل کړې. دا هلېځلې اته سوه کاله وغځېدې او په دې موده کې دومره پرګنې مسیحیت ته ورننوتې چې په اروپا کې یې د یوه بېساري یو موټي دیني ځواک بڼه ومونده. د دغه ځواک واګي د پاپ په لاس کې ول. هغه لیدل چې ټولنه د کلیسا له لارښوونو سره سمه تر غوږو پورې په دین کې ډوبه شوې او مسیحي شوې پرګنې یې په پټو سترګو هره لارښوونه او پرېکړه بې «ولې؟ او څنګه» پر ځای کوي. دغې وړتیا او پیاوړتیا چې مسیحیانو په خپله خوښه پاپ و کلیسا ته ور پر برخه کړې وه؛ پاپ زړور کړ چې په سیاسي چارو کې مخامخ ګډون ته مټې ونغاړي.

دولتونو د دې پرېکړې پر وړاندې «نه» ونه ویلای شول. دوی پوهېدل او وېرېدل چې د مسیحیو شمېر زښته ډېر شوی او ګرد سره په یوه غږ د پاپ د هرې پرېکړې ملاتړ کوي. که چا یې پر وړاندې «نه» وویل، ټول به پرې راپاڅېږي او یوه شپه به هم په واک کې پاتې نشي.

د دین و دولت تر منځ لانجه:

تر لومړي کونستانتین راوروسته منل شوې وه چې که څه هم پاچا په کلیسايي جوړښت کې ځای نه نیسي خو کلیسا به هغه قانوني پرستیژ ورکوي چې نور اشراف ترې بې برخې دي. دا آر تر کیسر «لومړي اوتو» پورې چلېده. یوازې همدومره وه چې پاپ د کیسر سر نه ورغوړاوه. د سر غوړولو مانا دا وه چې پاپ د خدای په استازیتوب کیسر ومانه؛ ویې ټاکه او له خدايي ملاتړه برخمن شو. د مصري رنځپوه «سینوهه» په یادښتو کې راغلي چې په لرغوني مصر کې هم کټمټ همدا دود وو. د هر فرعون د واکمنۍ پر لومړۍ ورځ د امون کاهنانو په معطرو تېلو د هغه سر و ځان ورغوړول او له دې سره یې داسې باور خپراوه چې ګوندې خدایۍ ته ورسېد او د امون تر سیوري لاندې شو. په یوناني ژبه «کرېستوس» هم غوړ کړای شوي ته وايي. د کلیسا دا څرګندونه مصري تیولوژۍ ته زښته ورته ښکاري چې وايي خدای، عیسا د پاچاهۍ لپاره غوړ کړ. مسیحي پاچاهانو د مذهبي پرستېژ ګټلو په هیله د پاپ په لاس د سر غوړولو ډېره تلوسه درلوده. «لومړی اوتو» چې پر ۹۳۶ کال د ختیز فرانک پاچا شو؛ ورسره جوښت یې په ستر بیشوف (د یوې سیمې د ټولو کلیساوو مذهبي مشر) خپل سر هم غوړ کړ. تر دې پېښې ۲۶ کاله وروسته چې «اوتو» د کیسر تاج پر سر کېښوو، په لویدیزه اروپا کې یې یوه نوې ځانګړتیا په برخه شوه او هغه دا چې د نورو مسیحي واکمنو په پرتله غوړ کړای شوی (خدای منلی) کیسر شو.

د ۱۰۷۲-۹۳۶ کلونو په موده کې د سیاسي واکمنو تر منځ د سیمه ییزو کلیساوو پر وړاندې خپلمنځي پوهاوی دومره پیاوړی وو چې د کلیسايي مشرانو د ټاکنې بشپړ واک یې په لاس کې وو. پر یوولسمه پېړۍ دولتي او کلیسايي واکمنۍ یوه بلې ته ډېرې نېژدې او داسې دوه اړخیزې مرستندویې شوې چې د روم مطلقیت یې له خنډ سره مخامخاوه. رومي مذهبي کره کتونکیو دا چلن نه خوښاوه او ویل یې چې د روحاني چارو لپاره د عوامو په خوښه د چا ټاکنه ناسمه ده. دوی اندېښمن ول چې که دا لړۍ همداسې روانه وي، یوه ورځ به مذهبي زده‌کړې او ځانګړنې خپل ارزښت وبایلي او ځای به یې واکمنو ته نېژدېوالی او هغوی ته رېښتینولي ونیسي. په دغه بهیر کې یوه نوې ارېستوکراسي مخ پر وده وه چې هم د پاچا ملاتړ ورسره وو او هم یې مذهبي اړخ درلود. د کلیسا واګي ورو، ورو همدغې ارېستوکراسۍ ته ورکړل شول چې له دواړو سیاسي-مذهبي اړخو قانوني ګڼل کېده. پاچاه د سیاسي واکمنۍ د ټینګښت په لار کې د دغه نوي سازمان په ارزښت وپوهېد او په خپله خوښه یې پرلپسې بیشوف ټاکنو ته ملا وتړله. پاپ د کلیسا په سازماني چارو کې د پاچاه لاسوهنه د خپل واک کمزورتیا وګڼله او د هغو بیشوفانو نومونه یې له کلیسا وتوږل چې د ده له خوښې پرته ټاکل شوي ول. پر ۱۰۷۵ کال جرمن پاچاه «څلورم هانریښ» روم ته په بې پروایۍ د «مایلند» هغه بیشوف بیا وټاکه چې پاپ الېکساندر له کلیسا ویستلی وو. د پاپ الېکساندر تر نېژدې مړینې وروسته پاپ «اووم ګریګور» په دې اړه له څلورم هانریښ سره وعږېد خو پاچاه یې پر غوښتنه غوږ ونه ګراوه او لا یې په ایټالیا کې هم د خپلو پلوي بیشوفانو ځای پر ځایول پیل کړل. پاپ د دغه چلن له امله د پاچاه سلاکار وغانده، د کلیسا له غړیتوبه یې وویست او پاچاه یې وګواښه چې که غوښتنه یې ونه مني همداسې به له ده سره هم وکړي. د پاپ لخوا د چا غندنه او د کلیسا له غړیتوبه یې بې برخې کول یوه درنه سزا وه. غندل شوي په ټولنه کې هر ډول ملاتړ بایله او هر چا په خپل لاس وژلای شو. که څوک به تورن شو چې د غندل شوي مرسته یې کړې، هغه هم غندل کېده. د غندنې سزا یوازې پاپ بښلای شوه. د جرمني بیشوفانو، چې د پاچا په خوښه ټاکل شوي ول او پوهېدل چې پاپ یې لرې کوي، د پاچا خوا ونیوه او زړور یې کړ. پر ۱۰۷۶ کال هانریښ د همدغه خوانیوي په ډاډ د بیشوفانو غونډه وروبلله او د پاپ د لرې کېدلو غوښتنه یې وکړه (۱۳). پاپ د ۱۰۷۵ کال د دسامبر پر اتمه نېټه د یوه لیک په ترڅ کې د هانریښ له لوري د مایلنډ بیشوف ټاکنه وغندله او ویې ویل چې سملاسي دې د روم پرېکړې ته غاړه کېښوول شي. دا لیک داسې مهال خپور شو چې تر هغه وړاندې د عوامو په خوښه د کلیسايي چارواکیو ټاکنه او د کلیسايي څوکیو پلورنه ناسم بلل شوي ول. د همدغه مهال د مارچ په میاشت کې پاپ خپله یوه وینا خپره کړه چې په هغې کې یې ځان د ګردو کلیساوو یوازینی واکمن ښودلی وو. د دغې اووه ویشت توکیزې وینا ځینې توکی دا دي:

  • د رومي کلیسا بنسټ څښتن (خدای) ایښی دی.
  • د روم پاپ د ګردې نړۍ لپاره دی.
  • یوازې دی (پاپ) بیشوفان ټاکلای، لرې کولای او بښلای شي.
  • یوازې دی کیسر ټاکلای شي.
  • ګرد اشراف به یوازې د پاپ پښې کښلوي.
  • یوازې د ده نوم به په کلیسا کې اخیستل کېږي.
  • دی کړای شي چې کیسر بېواکه کړي.
  • هیڅوک د ده پرېکړه ماتولای نشي، دی په خپله هغه اړولای شي.
  • هېڅوک د ده په اړه پرېکړه نشي کړای.
  • هره کلیسا به مهمې رښتپېښې ده ته وړاندې کوي.
  • رومي کلیسا هیڅکله تېروتې نه ده او د سپېڅلې لیکنې (بایبل) له ښوونو سره سمه به هېڅکله تېر نه وځي.
  • دی د واکمنو پر وړاندې د اتباعو متابعت شنډولای شي.

.....

څلورم هانریښ د دین و دولت تر منځ په دغه روانه توده جګړه کې پاپ ته ځان ونه سپاره. پاپ د هغه پر وړاندې د ۱۰۷۶ کال په پیل کې د پاچاهانو غونډې ته د بلې وینا په ترڅ کې څرګنده کړه چې تر دې وروسته څلورم هانریښ پاچاه نه دی. ورسره یې شل ورځې وروسته هغه د کلیسا له غړیتوبه غندلی وویسته او ټولو اتباعو ته یې لارښوونه وکړه چې نوره یې خبره ونه مني. له دې پېښې سره جوخت پاچاه د جرمني بیشوفانو ملاتړ وبایله او پر وړاندې یې د مخالفینو شاهزیو ډله جوړه شوه. دوی له هانریښه مخ وګرځاوه او ورته ویې ویل تر هغې چې دې پاپ ونه بښي موږ به دې نور د پاچاه په نامه ونه پېژنو. هانریښ ته د پاپ تر لیدلو پرته بله لار پاتې نشوه. بېچاره له جرمني وخوځېد او د آلپ د غرونو له منځه مخ پر روم روان شو چې پاپ وویني او بښنه ترې وغواړي. پاپ ځان نه ورښوده او یوه او بل لوري ته ځنې خوځنده وو. په پای کې یې تر یوه کال لالهاندۍ وروسته د ۱۰۷۷ کال د جنوري پر ۲۸مه په «کانوزا» کې پاپ وموند، پښې یې ور کښل کړې او وبښل شو (۱۴). د هانریښ ماتې وښوده چې دین څومره زورور دی. کلیسا د دغه زور په څرګندولو ډاډه شوه چې د اغېز په سیمه کې یې له خوښې پرته څوک د سر خوځولو جوګه نه دی او تر هغې چې مسیحیت د پرګنو په شعور کې همداسې ځواکمن وي هېڅوک به د روم ځواک کمزوری نکړای شي. د عامو پرګنو په اړه د کلیسا دغه اټکل سم وو خو سیاسي واکمنو کړیو ته چې په چارو کې یې خپلواکی غوښته، روم سپېڅلی نه ښکارېده. همدا لامل وو چې څلورم هانریښ تر بښنې وروسته لا هم ډک‌زړی وو او همدا چې واک ته ورسېد پر روم یې ور ودانګل او پاپ یې تېښتې ته اړ وېست. د سهېلي ایټالیا اوسېدونکي (نورمان)، «اېنګلسبورګ» ته د تښتېدلي پاپ ګریګور ملاتړي شول او هانریښ یې له ړنګ کړي رومه بېرته شاتګ ته اړ کړ. پاپ بیا هم له وېرې روم ته رانغی او جلاوطن په سالېرنو کې ومړ.

پاپ (دویم پاشالیس) د هانریښ پخوانۍ سزا ور نوې کړه. هانریښ بیا لوبې راواخیستې او دا ځل یې وویل چې بښنې لپاره به په صلیبي جګړو کې ګډون وکړي او اورشلیم ته به ولاړ شي. پاپ نور د ده په خوله ونه غولېد او د هغه زوی (پنځم هانریښ) یې په غېږ کې ورته ونیو. پېنځم هانریښ هم ډېره موده د روم په غېږ کې پاتې نشو او د پلار لار یې ونیوه. ده پاپ دویم پاشالیس بندي کړ او اړ یې ویست چې د بیشوفانو د ټاکنې واک ترې واخلي او د کیسر تاج ور پر سر کړي. پر ۱۱۲۲ کال پاپ (دویم کالیکست) د پېنځم هانریښ غوښتنه ومنله او د یوه دوه اړخیز تړون په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې پاپ «یوازې» د جرمني پاچا ته اجازه ورکوي چې د بیشوفانو په خوښونه کې ګډون وکړي. غوره کړای شوی بیشوف به هرومرو پاچاه ته د ملګرتیا لوړه کوي. په دې اړه پاچاه د بیشوف ټاکنې له سیده رښتې تېرېږي او مني چې لوړپوړي روحاني چارواکي دې د پاپ په خوښه وټاکل شي (۱۵).

تر دوولسمې تر پېنځلسمه پېړۍ پورې په اروپا کې د پاپ غوښتنه او د خلکو په زور و بشپړ ملاتړ دین و دولت سره ګډ شول او که یو خوا دولتونو دینی بڼه خپله کړه، ورسره جوښت دین هم دولتي شو. په درېسوه کلن دیندولتي پېر (منځنۍ پېړۍ) کې پاچاهان و دولتونه د کلیسا په ولکه کې ول. دغو دواړو خواوو په ګډه د خپلو اروايي او فېزیکي ځواکونو په کارولو د یوه او بل ګټې ساتلې او هغه داسې چې پاپ خپل سایکالوژیک اغېز کاراوه او پاچاه له پوځي-ژاندارمي ځواکه کار اخیسته، خو د پاپ غوښتنه تل د پاچاه تر هغې اوچته او لومړۍ ګڼل کېده. تر دې وروسته، هغو پرګنو چې په خپله خوښه یې خپلو پښو او لاسو ته د دوګماتیزم زنځیرونه ور اچولي ول، یو مخیز د پاپ د مریانو بڼه ومونده او د ورځني ژوندانه هر ډول خپلواکي یې د هغه د خوښې او غوښتنې کړۍ کې وبایلله. پاپ پوهېده چې دا دومره ځواکمنه واکمني یې ځکه په برخه شوې چې پلویان یې په څه نپوهېږي او خپلواک شعور نلري. دغې پېژندګلوۍ پاپ دې ته ځیر کړ چې په ټول ځواک د خلکو د پوهېدلو مخه ونیسي او تل یې په تیاره کې وساتي. تیاره پېر له دوولسمې تر پېنځلسمې پېړۍ پورې اوږد شو. په دغه پېر کې د انساني اړتیاوو، غوښتنو او هڅو هره برخه چې د کلیسا له ښوونو سره سمه نه وه، به ټپه ودرول شوه. په ځانګړې توګه فیلوسوفي له سختو ستونځو او مخنیوي سره مخامخ شوه او یوازې د سکولاستیک کلیسايي منطق په چوکاټ کې زغمل کېده. که څه هم چې په یو شمېر دولتي پوهنتونو کې ریاضي، هندسه، طب، ادبیات، رښتپوهه (حقوق)، او داسې نور لوستل کېدل خو د زده‌کړې بهیر یې په کلکه تر څار لاندې وو او ټولې هغه برخې چې له دیني لارښوونو سره همغږي نه وې، ترې وویستل شوې او پر ځای یې دیني زده‌کړو ته ځای په کې ورکړل شو. هنر هم له ټولنې خپله لمن ونغاړله او د کلیسا او ځمکواکۍ (فیوډالیزم) چوپړ ته ور وکاږل شوه. ځکه چې ټولنه نشتمنه وه او هنر وده په کې نشوه کړای. یواځې کلیسا او فیوډالیزم پیسې درلودې او همدوی دواړو په مالي ځواک هنر په خپله ولکه کې ور وستلای شو. په دغه لړ کې ودانیز صنعت، انځورګرۍ او بوت‌توږنې خورا وده وکړه او پرتمینې کلیساوې، برجونه، ماڼۍ، پلونه، بڼونه او داسې نور ودان شول.

دین د شتمنیو لپاره:

د دینواکۍ په ټوله موده کې کلیساوې د شتمنیو پر زېرمه لګیا وې. د دې لپاره یې یو شمېر لاندینۍ سرچینې موندلې وې:

  • شتمنو مسیحیانو د خپلو شتمنیو یوه برخه او ځینې مهال هغه ګرد سره د خدای د خوښۍ په هیله کلیسا ته بښلې یا یې میراث پرېښودلې.
  • کیسرانو او امپراتورانو د کلیسا د خوښۍ او ملاتړ لاسته ګټلو لپاره کروندې ځنګلونه او داسې نور وربښل.
  • اشرافي کړیو د بیشوفانو د ملاتړ موندلو لپاره هغوی په مالي لارو ځانته ماتول.
  • بیشوفان ډېر شتمن ول. دوی د کلیسايي آرونو له مخې ودونه نه کول او تر مرګ وروسته یې د شتمنیو یوه برخه پر نېژدې خپلوانو سربېره کلیسا ته ټاکله.
  • ګردې کلیساوې اړ وې چې د خپلو ګټنو ټاکلې برخه روم ته واستوي.
  • کلیسا په صلیبي جګړو کې نیول شویو غنیمتو هم خورا شتمنه کړه.
  • کلیسا ځانته واک ورکړی وو چې ګناهکار له ګناه پاک کړي او هغه موده چې یو ګناهکار یې تر مرګ وروسته جنت ته د تګ په لار کې په پاکوونکي اور کې تېروي، ور لنډه کړي. په دغه ترڅ کې ګناهکار اړ وو چې ځينې عبادتي چارې ترسره کړي او ورسره کلیسا ته هم څه پیسې ورکړي.

له دغه راز پورتنیو لاروچارو کلیساوې ډېرې شتمنې شوې او پر نغدو پیسو سربېره یې هنري توکي، ارتې کرنیزې ځمکې، بڼونه او ځنګلونه خپل کړای شول. دا چې د دغو شتمنیو ټاکلې برخې پر روم پورې اړه درلوده نو هغه په نړۍ کې د روحاني ځواک تر څنګ له ستر اقتصادي ځواکه هم برخمن شو. په سیمه ییزو کچو هم کلیساوې ډېرې بډایې وې او د لګښتونو واک یې د کلیسا د مشر بیشوف (د څو کلیساوو مشر) او کاردینال لاس کې وو. د دوی ورځنۍ اړتیاوې له همدغو پیسو پوره کېدې او خورا شیک ژوند یې کاوه. سره له دې چې دوی ښکاره ودونه نشول کړای خو ویل کېږي چې د مالي وړتیاوو په مرسته یې ځینو په پټه جنسي تندې ماتولې او په دې اړه یې د کلیسا د لارښوونو ډېره پروا نه کوله. د کلیسايي چارواکو نېژدې خپلوان هم د هغوی شتمنیو ته د لاسرسي له امله خورا بډای شول. د کلیسا ډېره شتمني د دین د ټینګښت، ودې او پراختیا لپاره کارول کېده. په دغه لړ کې پرتمینې کلیساوې جوړېدې، روحانیون روزل کېدل، دیني تبلیغ ګړندی وو، اړوند روحاني چارواکو ته ښې تنخاوې ورکول کېدې او د ټولنیزو چارو په برخه کې روغتونونه، مرستونونه، او ښوونځي جوړېدل او له خورا بېوزلو سره سیده مرستې هم کېدې.

اروپا او اسلام:

د اتمې پېړۍ په پیل کې د اموي امپراتورۍ مسلمان سمندري ځواک د افریقا له شماله د مراکش له لارې تر سختو جګړو وروسته اسپانیا (اندولس) ته ورننوت، د ګوتانو لویدیزه پاچاهي یې ړنګه کړه او د فرانسې تر سهیلي سیمو پر مخ ولاړ. په اندولس کې د مسلمانانو له ځای پر ځای کېدلو سره د «کوردوبا» اسلامي خلافت منځته راغی او هڅه پیل شوه چې له دې لارې په ټوله اروپا کې نوی دین خپور کړای شي. د همدې هڅې په ترڅ کې د یوولسمې پېړۍ تر دویمه نیمايي پورې عربي واکمنو په کوردوبا کې نېژدې شپږ سوه جوماتونه جوړ کړل. مسلمانان داسې مهال اسپانیا ته ورننوتل چې اروپا د منځنیو پېړیو په تیارو کې ډوبه وه او مذهبي ښوونو یې د هر ډول ازمېښتي پوهې او پرمختګ لار چوره تړلې وه. مسلمانانو د نوي دین تر څنګ دغې تیارې ته له ځان سره د ختیز کلتور و تمدن نوې رڼا ور وسته. ریاضي، طب، کیمیا، ستورپوهنه، او عربي شعر یې په کې دود کړل. د ودانیو نوی هنر یې وځلاوه. د اوبو لګولو کانالونه یې په کې ووېستل او بڼونه او کروندې یې په کې جوړې کړې. اروپا له عربو سره د اړیکیو په ترڅ کې د عربي ژبې د متونو په مرسته د کلاسیک یونان تمدن وپېژاند چې وروسته د رونېسانس په منځته راتګ کې پراخه ګټه ترې واخیستل شوه. اسپانیا د عربو تر واکمنۍ لاندې د ګردې اروپا په پرتله د پوهې، هنر، ودانیزو چارو، کرنې او په تېره د سیاسي ټولېرانس (زغم) په برخه کې بېسارې وده وکړه. د اتمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې «کوردوبا» له ټولنیز-کلتوري پلوه د اروپا یو پرمختللی ښار ګڼل کېده او هغې ته څېرمه، سېویلیا او ګرانادا هم اوچت برم و پرتم ته ورسېدل (۱۶). په اسپانیا کې د مسلمانانو له واکمنۍ سره یهودو د هوساینې یو څه ساه واخیسته. سره له دې چې دوی اړ ول د خپل ژوند و دین رښتې اسلامي واکمنو ته د ټاکلیو پیسو په ورکړه خوندي وساتي او د بل دین د درلودلو په ګرمه د هغوی پرلپسې مالي فشار وګالي، خو بیا هم دومره شوه چې د نړۍ په دغه ګوډ کې تر یوه ځایه له هغه پخواني ړانده انتي سېمیتیستي اختناق و استبداده وژغورل شول چې له پېړیو راهیسې یې دغه مذهبي ټولنه اسکېرله، شړله، وژله او د ژوندانه ورځنیو چارو ته یې په کرار نه پرېښووه (۱۷).

د پېنځلسمې پېړۍ په پای کې پاپ(شپږم الېکساندر) له اسپانیا څخه د مسلمانانو د توږلو پرېکړه وکړه او دویم فېردینانت یې د هغه له مېرمنې (لومړۍ ایزابیلا) سره جوړه د اسپانیا «کاتولیک پاچاهان» ونومول. دوی د واکمنۍ د ټینګښت په ترڅ کې د مذهبي رخې پر بنسټ د ګردو یهودو او مسلمانانو د پېژندلو فرمان خپور کړ چې له مخې یې د هغوی زرګونه تنه په زړه بوګنوونکي ډول ووژل شول او پاتې یې وشړل شول (۱۸).

اروپا ته د اسلام د ورننوتلو دویم پړاو تر څوارلسمه پېړۍ راوروسته په کونستانتینوپل کې د غثماني تورکانو د خلافت له ټینګښت سره سم په ختیز روم کې پیل او تر بالکان و کوکازه ورسول شو. د پېنځلسمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې تورکانو بوسنیا او هرزګووینا ونیول او ورسره جوخت یې اسلام ته د هغوی د اړولو چارې پیل کړې. پر ۱۵۲۱ کال چې خلیفه سلیمان بلګراد ونیو تورکان د مدیترانې پر سوداګریزو اقتصادي چارو واکمن شول او امپراتوري یې غښتلې شوه. سره له دې چې تورکانو بالکان نیولای وو او پر شپاړسمه او اوو‌ه‌لسمه پېړۍ دوه ځله تر وین پورې ورسېدل، خو بالکان یو مخیز اسلام ونه مانه او د مسیحیانو تر منځ د مسلمانانو هغه کوشنۍ ډلې په کې جوړې شوې چې تر ننه په همدغه نامه پېژندل کېږي (۱۹). عثماني خلافت د امپراتورۍ په پراختیايي ستراتېژۍ کې اسلام د سیاسي ایډیولوژۍ په توګه کاراوه او د خپل سخت چارچلن له مخې یې اروپايي پرګنو ته د مسیحي استبداد پر ځای اسلامي زورواکي ورښوده. اروپایانو د کاتولیک پاپ و عثماني خلیفه تر منځ لا دا توپیر هم لیده چې پاپ یوازې هغه روحاني مشر دی چې د پاچاهانو په ټاکنه کې یې خوښه په پام کې نیول کېږي او عثماني خلیفه هم ځان روحاني مشر ګڼي او هم په خپله امپراتور دی. د عثماني خلافت تر واک لاندې اروپايي سیمې چې په اجباري توګه د اسلام منلو ته اړ وېستل کېدې، جزیه ترې اخیستل کېده او تر سختو دولتي قوانینو لاندې راوستل شوې وې. پرګنې له دا هر څه پوزې ته راغلې او ځای، ځای یې پاڅونونه پیل کړل. په دغه لړ کې پر ۱۳-۱۸۰۴ کلونو پورې سربیان د اورتودوکسو روسانو په ملاتړ پورته شول او له تورکانو یې خپلواکي وګټله. څلور کاله وروسته یونان د خپلواکۍ جګړه پیل کړه. روسیه، بریتانیا، او فرانسه د دې جګړې تر شا ودرېدل او د تورکیې بېړۍ یې ونیوې. د ۱۸۲۹ کال د سولې په تړون کې روسانو وکړای شول چې د تور سمندرګي ختیزه برخه او کوکاز له تورکانو ونیسي. دا مهال عثماني خلافت په اروپايي برخو کې دومره کمزوری شوی وو چې له مالداویا تر سربیا پورې ټولې ځمکې یې له لاسه ووتې او د لندن په پروتوکول کې د یونان خپلواکي هم پرې ومنل شوه. تر ۱۸۳۹ کال راوروسته عثماني خلیفه (دویم عبدالمجید) په دولتي جوړښت کې د «تنیظیمات» تر نامه لاندې د یو شمېر سمونو راوستلو ته اړ شو. د هغوی په ترڅ کې د شریعت تر څنګ مدني قانون هم ومنل شو او د سوداګرۍ او جزا قانون د فرانسې د قوانینو له مخې جوړ کړای شول چې بهرنیو پانګونو ته لار پکې پرانیستل شوې وه (۲۰). تر دې ورسته د شاوخوا اغېزمنو ځواکونو له پیاوړتیا سره سم عثماني خلافت مخ پر ځوړه لار ونیوه او د ځلمیو تورکانو ګوند له منځته راتګ سره په زړه شوې تورکیه کې د مډرنیزم څپې وخوځېدې.

د شلمې پېړۍ په پیل کې د مصطفا کمال پاشا تر مشرۍ لاندې ملتپال تورکان سره یو ځای شول او د فرانسې سیکولار موډل له مخې یې په تورکیه کې دین و سیاست یو تر بله بېل کړل.

سکولاستیک فیلوسوفي:

په دیني جغرافیه کې فیلوسوفي هغه زهرجنه ونه ده چې یا یې د جرړو د ویستلو هڅه کېږي او یا لږ تر لږه نور داسې ترې وېرول کېږي چې ورنېژدې نشي. دا ځکه چې دین د‌ ژوند و نړۍ او پر هغوی باندې د واکمنو فوانینو د پېژندلو په اړه یوازینی او مطلق ځواب وړاندې کوي. دین هڅه کوي چې فکري تلوسې ته په هغه ځانګړي چوکاټ کې داسې ناخوځنده برید وټاکي چې د یوه نوي اورېدونکي انسان تر زېږېدلو وړاندې جوړ شوی او دی هېڅډول نویوالی پکې راوستلای نشي. خو په فیلوسوفي کې د پېژندنې او پوهېدنې بحث د نړۍ د ارتوالي په انډول ناپایه دی او انساني تفکر ته په هېڅ مانا وروستی برید پکې نه ټاکل کېږي. په بله وینا، په دین کې پېژندنه بشپړه شوې او ټولو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي. په فیلوسوفي کې پېژندنه لا نابشپړه ده او هرې نوې پوښتنې ته ځای په کې ورکول کېږي. دغه ژور توپیر د دین و فیلوسوفي تر منځ د بېلتانه کرښه راکاږي او هر یو پر خپله ټاکلې لار روانوي. تیولوژي وېره لري چې فیلوسوفي یې د تېزېسونو پر وړاندې ټولنیزه ګروهه کمزورې کوي یا به هغه له منځه یوسي. په مطلق دیني چاپېریال کې فیلوسوفي خپلواکې ودې ته نه پرېښوول کېږي. دلته هڅه کېږي چې د ژورو استدلالي اړتیاوو په ترڅ کې د فیلوسوفي له هغې برخې څخه د یوه لوښي په توګه کار واخیستل شي چې دین له عقلي پلوه پرې سینګارېدلای شي. دا ډول کارونه هغه څه ته ورته دي لکه یو څوک چې له زهرجنې ونې کرکه لري خو چې د لمر تودوخه یې تنګ کړي نو بیا د هماغې ونې تر سیوري لاندې هم کېني. پورتني ذهنیت د انتیک یونان تر پای وروسته څه له پاسه یونیم زر کاله اروپا د «ګناه» له وېرې په تیاره کې وساتله او له خپلواک انسانه یې هغه فکري مریی جوړ کړ چې د ‌ژوندانه د ټولو چارو واګي یې د واکمنې مذهبي او سیاسي اتاریټۍ په لاس کې ول. له فیلوسوفي سره د کلیسا اړیکي د هماغې زهرجنې ونې غوندې ول. په پیل کې یې یومخیزه شا ورګرځولې وه. خو په پاتریستیک پېر (لومړۍ او دویمه زېږدې پېړۍ) کې یې چې استدلالي اړتیا ته ور پام شو، د اپلاتون لمن یې ونیوه او د نوي پلاتونیزم په مرسته یې خپلو څرګندونو ته فیلوسوفیک رنګ ورکړ. تر اتمې پېړۍ راوروسته د راهبانو په خونو او کورنیو ښوونځیو کې د روحاني روزنې لپاره د تیولوژیکو او فیلوسوفیکو ګډو ښوونو سکولاستیک پېر پیل شو. دا مهال د عربي متونو له لارې ارېستو وپېژندل شو او د منطق، طبیعي پوهنې، او داسې نورو په برخه کې یې ښوونو د کلیسا پام ځانته ور واړاوه. البېرتوس ماګنوس هڅه پیل کړه چې د ارېستو ښوونې له کلیسايي هغو سره وپېيي او شاګرد یې توماس اکوین دغه لړۍ ته وده ورکړه چې تر شپاړسمه پېړۍ پورې وغځېده.

په سکولاستیک پېر کې د کلیسايي دکتورینو منځټکي دا ول چې «رېښتیا» له ټاکلیو بشپړو سرچینو (بایبل، کلیسا او ارېستو) بهر لټول کېدای او موندل کېدای نشي. د رېښتیا د پېژندلو لپاره دې یوازې د روحانیت څرګندونې ومنل شي، ځکه چې هغه له خدای سره اړیکي لري او یوازې خدای په هر څه پوهېږي. هر ډول پوښتنې به د دیني اتارېټۍ اعتراض ته په پاملرنه د هغوی تر څېړنې او خوښې وروسته ځوابېږي. سکولاستیک سیستم فیلوسوفي د تیولوژۍ تر سیوري لاندې راوسته او د دین په لار کې یې د هغې نوکرې دنده ورکړه چې د مسیحیت «یوازېنۍ رېښتینې» ښوونې په شعوري رڼا څرګندې کړي. پورتنۍ دکتورین نېژدې زر کاله ټولنیز شعور تر خپل اغېز لاندې وساته او دیني ښوونو ته یې د رېښتیاینې جامې وراغوستې وې. په لوړ او وروستي سکولاستیک فیلوسوفي پېر کې چې ګڼشمېر پوهنتونونه جوړ او د ازمېیښتي پوهې ورونه پرانیستل شول، دا ډول څرګندونې هم بې غبرګونه پاتې نشوې او د دین و پوهې تر منځ د دیالیکتیکي اړیکیو د پوښتنې شاربل پیل شول. په وروستي سکولاستیک کې دا پوښتنې تر هغې ورسېدې چې ویلهېلم اوکهام د «د زړې لارې پر ځای نوې لار» نومې تیوري وړاندې کړه. په دغه تیورۍ کې له دینه د پوهې د بېلولو غوښتنه کېده او د نوي فکري پېر پر لوري یې ور پرانیسته (۲۱).

پوهنتوني بهیر په اروپا کې له مطلقو افکارو څخه د ځلمي کول په رابېلولو او خپلواکو افکارو ته د هغوی د پاملرنې په لار کې ژور اغېز وکړ. دا مهال چې رونېسانس په وده کې وو یوخوا په علمي ډګر کې د لرغونیو کتابونو مخونه پرانیستل شول او بلخوا ازمېښتي او استدلالي سیستم منځته راغی. له دې سره په پرلپسې توګه د فکري خپلواکۍ بهیر تر هغه ځایه چټک شو چې په رڼا پېر کې یې اروپا د نوې فیلوسوفي او پوهې حاونده کړه او په پای کې یې یو مخیزه د منځنیو پېړیو له تورتمه را ووېستلای شوه.

وجدانپلټنه:

د یوولسمې پېړۍ په پیل کې له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو سره سم ښارونو او د هغوی اړوندو چارو پراختیا ومونده او تر رڼا لاندې یې روښاندې کړۍ منځته راغلې. په دوی کې ځینو د کلیسا چارچلن ته د سمون په موخه ګوته نیوه خو کلیسا هغوی ملحدین بلل. په سر کې کلیسا له دوی څه اندېښنه او وېره نه درلوده، ځکه چې بنسټیز ځواک (پرګنې) د کلیسا تر شا ولاړ وو. پرګنو له خپلواک اند کارولو پرته په پټو سترګو د هغې هر راز څرګندونې او سپارښتنې پر ځای کولې او د خپل کورني او ټولنیز ژوندانه بشپړ واک یې په لاس کې ورکړی وو. دوی نه په خپله د خپلواک تفکر تلوسه درلوده او نه یې هم له کلیسايي کلیشې بهر د بل چا څرګندونو ته غوږ نیوه. په هاغه مهال اروپا کې د دینواکۍ (تیوکراسۍ) راز په همدې کې وو چې پرګنو یې ړوند ملاتړ کاوه، کنه پاپ خو له خپل ټول کلیسايي سازمان سره، سره دومره فیزیکي زور نه درلود چې په یوازې سر هر څه په خپل ګورت کې ونیسي او داسې مېچنې وچلولای شي. او هماغسې چې هېڅه په یوه بڼه نه پاتېږي، د د دوولسمې پېړۍ تر لومړۍ نیمايي را وروسته الحادي ډلو د «کاتار» او «والدینز» په ګډون د یوه ستر غورځنګ بڼه ومونده او د کاتولیک کلیسا د واکمنۍ پر وړاندې یې جدي ګواښ رامنځته کړ. کاتارانو د زردشت غوندې نړۍ د ښو او بدو تر منځ د بې پایه جګړې لوبغالی ګاڼه، د کلیسا واکمني یې غندله او له توکیزو شتمنیو او لمنځونو یې مخ اړولای وو (۲۲). والدینز هم تر یوه ځایه کاتارانو ته ورته ول. دوی د شتمنیو پر وړاندې د کلیسا له وږسترګۍ کرکه کوله او د «اپوستولي» بېوزلۍ په بڼه یې ژوند غوره کړی وو (۲۳). په اروپا کې د مرګ سزا د له منځه وړلو لومړني غوښتونکي هم والدینز ول. دغو دواړو ډلو چې د فرانسې له سهیلي برخو راپورته شوې وې، له کلیسا سره څه تړاو نه درلود او یوازې پر بېوزله پرګنیز بنسټ ولاړې وې. د دوی د هلوځلو موده نېژدې درې سوه کاله تر هغې اوږده شوه چې پر پېنځلسمه پېړۍ د وجدانپلټونکیو لخوا والدینز داسې بشپړ پوپنا کړای شول (۲۴) چې یوازې پر یوه شپه یې د کاتولیکو زرګونه غړي ورووژل. د روم اټکل دا وو چې ګوندې د سخت تاوتریخوالي په څرګندولو به وېره خپره کړای شي او په دې توګه به د نورو پاڅونونو مخه ونیولای شي، خو دا خوب سم ونه خوت. د دغه راز خوځښتونو او غورځنګونو له پیله کلیسا پتیلې وه چې که مخنیوی یې ونشي ورو، ورو به یې په پرګنو کې اغېز تر هغه ځایه ورسېږي چې بیا به د کلیسا وینا او سپارښتنو ته څوک غوږ نه ږدي او ګټلی واک و ځواک به یې له لاسه ووځي. له همدغه لامله سیمه ییزو «بیشوفانو» او کلیسايي کړیو په هر هغه چا پسې راواخیسته چې د کلیسا له ښوونو سرغړوونکي ورته ښکارېدل. دغو سرغړوونکیو ته یې بېخدایه، بېلاري او مسیحي دښمن ویل او تر پوښتنو لاندې یې نیول. د دوی پر وړاندې د ټکر په لومړي پړاو کې به که څوک ملحد و بېلارې وپېژندل شو هغه به یا توبې کښلو ته اړ وېستل کېده یا به زندان ته اچول کېده یا به لعنت پرې ویل کېده او یا به له ټولنیزو اړیکیو بې برخې کېده (ایکس کامونیکېشن). د دوولسمې پېړۍ پر وروستیو کلونو د ملحدینو پلټنې د کلیسا په چوکاټ کې یوه ځانګړې تګلار او سازماني-قانوني بڼه ومونده. دا مهال الحاد ته د دولتي جرم غوندې له سیاسي سرغړاوي سره تړاو ورکړل شو. پاپ (نهم ګریګور) همدغه ټکی لاسوند کړ او په کلیسا کې یې د وجدان پلټنې (اینکویزېشن) څانګه پرانیسته. ده وجدان پلټونکیو ته پر ملحدینو او بېلاریو سربېره د ګناهکارو او هر هغه چا د څارنې، نیونې او پلټنې لارښوونه وکړه چې د کلیسا سپارښتنې او ویناوې یې ناسمې یا بابېزه ګڼلې. وجدان پلټنه د خدای د غوښتنو او لارښوونو د پر ځای کولو دنده ګڼل کېده. ټولنیز شعور ته دغه دنده «د خدای د خوښۍ له امله» سمه ښکارېده او کلیسا له همدې لارې خپل مخالفین ټکول او په ټولنه کې یې خپله واکمني ټینګه ساتله. پاپ وجدانپلټونکیو بنسټونو ته واک ورکړی وو چې هم تورن ومومي، هم یې وپلټي او هم په خپل اند تر مرګه سزا ورته وټاکي. دوی تورنو ته مرګسزا ټاکله خو هغه یې د دولتي اورګانو په لاس پلې کوله. ځکه ویل به یې چې موږ روحانیو یو او راسره نه ښايي چې لاسونه مو د چا په وینه سره شي. (!)

د دیارلسمې پېړۍ د دویمې نیمايي پر لومړیو کلونو چې «څلورم اېنوڅېنڅ» پاپ شو، وجدانپلټونکې څانګې په ګرده اروپا کې خورا ځواکمنې او د مخالفینو د ټکولو او ځپلو په کار کې زښته اغېزناکې وې. ده چې دغه ځواک و اغېز ولید، پلټونکیو ته یې وویل چې تر دې وروسته دې تورن د اعتراف لپاره شکنجه کړي. تر دې وروسته دغو بنسټونو د یهودو، اته‌ایستانو، اګنویستانو، کره کتونکیو، جادوګرو او پر نورو دینونو د ګروهمنو او هر هغه چا د موندلو او ټکولو بهیر لا پسې ګړندی کړ چې کلیسا وېره او کرکه ترې درلوده. بدمرغه تورن یې وهل، داغل، نوکان یې ترې وېستل، په ستوني کې یې د اوبو ډکې سلواغې ورتشولې، غړي یې ترې پرې کول او تر هغې چې لګېدلی تور به یې مانه، په داسې نورو لسګونو ډولو یې ځورول. که څوک به د دغو سزاوو په ترڅ کې مړ شو، قاضي به ویل چې هغه بېګناه وو او خدای ځانته ور وباله او که چا به سزا ونه زغملای شوه او خپل تور به یې ومانه نو هماغه ول چې لګېدلی تور رېښتینی  ګڼل کېده. بیا نو قاضي «د دولتي اورګانو په لاس» د مرګ سزا داسې ورته ټاکله چې یا به یې زندۍ کاوه یا به یې سر ترې پرې کاوه، یا به یې په اور سېزه او داسې نور. مانا دا چې تورن له محکمې ژوندی نه ووت. هغه محکمه چې تورن ننګوال (مدافع وکیل) په کې نه درلود او د څارنوال دنده هم قاضي ته ورکړل شوې وه.

لکه په تېرو کرښو کې چې وویل شول، د فېزیکي مرګ تر څنګ کله، کله داسې هم کېدای شوه چې تورن ته د لعنت او ټولنیز بایکاټ سزا هم ورکړل شي. دا هم کټمټ مرګ وو ځکه چې ټولو هر راز اړیکي ورسره پرې کول، بشپړ یوازې یې پرېښووه او په پای کې هغه له بېوزلۍ، ولږې یا ناروغۍ په خپله مړ کېده. له وجدانپلټونکیو هر چا کلکه وېره درلوده. دوی ته همدومره بس وه چې چا ورته ویلي وای چې هغه سړی یا ښځه دین نه مني یا یې دیني باور کمزوری دی او یا جادوګري کوي. ډېره ناشونې او ګرانه وه چې څوک دې له داسې توره سپین مارغه راووځي.

کلیسا د ښځو پر وړاندې ډېره ژر کرکه ښکاره کوله. هاغه مهال یو شمېر درملګرو ښځو چې درمل یې جوړول او د ناروغو درملنه یې کوله د خپل کار لپاره داسې ګوډونه غوره کول چې له ګڼه ګوڼې پر څنګ ول. د کلیسا اټکل دا وو چې دغه شمېر ښځې په یوازېتوب کې د کار تر څنګ په فیلوسوفيک او ټولنیز تفکر کې هم ډوبېدای او د پېښو څرنګوالي ته په ژوره توګه ځیر کېدای شي او بلخوا یې درملنه د کلیسا له کړۍ بهر پر ناروغو ښه اغېز ښندي او د وګړیو پاملرنه ور اوړي. دا دواړه فاکټورونه د کلیسا نه خوښېدل. ځکه چې هم یې د خپل ماهیت د رسوا کېدلو وېره درلوده او هم یې هغه «تېز» بې ارزښته کېده چې ګوندې د هرې ستونځې د هواري کیلي یوازې له روحانیونو سره ده. له همدغه لامله یې پر داسې ښځو تور لګاوه چې جادوګرې دي او په یوازېتوب کې له شیطان سره پټ اړیکي لري. دوی د همدغو اړیکیو په ترڅ کې له شیطان سره غوونه کوي او بیا درملنه ترې زده کووي. مذهبي انځورګرو شیطان داسې کرغېړن و کرکجن انځوراوه چې په لیدلو یې د هر چا غونی ځیږېده. ځکه خو له هغه سره د اړیکیو تور د دغو بېچاره ښځو پر وړاندې کلکه ټولنیزه کرکه پاروله او سزا یې له مرګ پرته بل څه نه وه. روحانیونو د خپلو زړونو د سړولو لپاره دغه بدمرغه ښځې د ملحدینو غوندې ژوندۍ په اور سېزلې او وژلې. پر پېنځلسمه پېړۍ د چادوګرۍ په تور د ښځو د ژوندي سېزلو بهیر په سیستماتیکه بڼه پیل شو او پر شپاړسمه او اووه‌لسمه پېړۍ پر کاتولیک کلیسا سربېره پروتستانت کلیسا او دولتي واکمنو هم د وجدان پلټنو په محکمو کې تورنې ښځې تر سختو شکنجو لاندې دې ته اړ وېستلې چې ووايي «هو موږ چادوګرې یو» چې ووژل شي. پر همدغو پېړیو زښته ډېرې ښځې د لرګیو د بارو له پاسه ژوندۍ وتړل شوې او د اور په لمبو وسېزل شوې. دا لړۍ نېژدې درېسوه کاله اووږده شوه او وروستۍ ډله ښځې د جادوګرۍ په پلمه او تور د اتلسمې پېړۍ په وروسیتو کلو کې په سویس کې په اور وسېزل شوې (۲۵).

په اروپا کې په اور د انسان سېزنه د دینواک پېر یوه دودیزه سزا وه. دغه سزا د هر هغه چا په برخه کېده چې کړنو یې له واکمن سیستم سره ټکر کاوه او یا داسې اټکل ترې کېدای شو چې ګوندې دغه سیستم ته به ګواښ پېښ کړای شي. دغې زړه رېږنده سزا د انساني ژوندانه بېشمېره خواخوږي او سمونپال شخصیتونه (وګړې)، فیلوسوفان، پوهان، هنرمن، او د بلې ګروهې، اند و باور خاوندان ژوندي وریته او ایرې، سکاره کړل. د ساري په توګه، یوازې پر دیارلسمه پېړۍ د پورتګال په لېزبون ښار کې نېژدې نه سوه انسانان د همدغو فناتیکانو له لاسه به اور وسېزل شول ځکه چې یهود ول. (!)

وجدانپلټونکیو کړیو پوهانو او اندوالو ته تر هر بلچا ډېر پام ور اړاوه او د هغوی کلکه څارونه یې کوله. له دوی وېره کېده چې داسې څه یې له خولې را ونه وځي چې ټولیز ذهنیت بلخوا واړولای شي. په دوی کې ډېر د ژوندي پاتې کېدلو لپاره د ژوند تر پایه چوپ پاتې شول او هغوی چې له دغو تیارو یې د ټولنې د ژغورلو لپاره نوي څه وویل، بیا ساه کښلو ته پرې نه ښودل شول. دغه کار ته تر هر چا لومړی په خپله ټولنې او پر هغې باندې واکمن شعور د کلیسا لاس غځاوه. هر څوک به چې کلیسا له دینه د سرغړاوي یا وتلو په تور واژه، ټولنې یې ملاتړ کاوه او دا کار یې له دین سره سم، ښه او پر ځای ګاڼه.د دینواکۍ په موده کې د وګړیو غوڅ شمېر نالوستي ول او بایبل چې یوازې په لاتین ژبه لیکل شوی وو، دغو نالوستو نه لوستلای شو او نه هم په لاتین پوهېدل. د کاتولیک کلیسا هم نه خوښېده چې هغه په نورو ژبو وژباړل شي او څنګه یې چې خپله خوښه وه، هماغسې یې خلکو ته ښووه او تفسیراوه. دلته به بېځایه نه وي که یو ځل بیا وویل شي چې د دینواکۍ د ګردې تیارې او ترخې مودې پړه یوازې د پاپ و کلیسا پر غاړه نه ده. په دې اړه ټول هغه وګړي چې د وچ و ړانده باور له مخې یې د دغه سیستم ملاتړ کاوه او په خپله خوښه یې ځانونه د هغه مریان کړي ول، د خپل تیاره ژوند په اړه پړه او ګرم ګڼل کېږي. څرګنده ده چې که پاپ و کلیسا تر خپلې شاوخوا د اروپا د میلیونو انسانانو هر اړخیزه مرسته او ننګه نه لیدای؛ هیڅکله یې په یوازې سر داسې مخ پورته اوبه بیولای نشوې. په رېښتینې مانا، همدا پرګنې وې چې خپلواک شعور یې په لته وهلای وو او ناپوهۍ او تورتم کې یې د ورځني ژوندانه او ګاندې واګي د کلیسا استازیو ته په لاس کې ورکړي ول او هغوی هم هغې خوا ته ورکاږل چې خپله خوښه یې وه. سړی هک پک شي چې د دومره نادودو له لیدلو سره، سره څنګه کېدای شي چې ټولنیز شعور بیا هم داسې ویده او تپه تیاره پاتې شي او لا د خدای د خوښې په هیله د دا راز دین مزی په خپله غاړه کې پرېږدي.

صلیبي جګړې:

د یوولسمې زېږدې پېړۍ تر منځنیو کلو پورې د روم امپراتوري د وېش تر بریده کمزورې شوه او د روم و بیزانس تر منځ پرلپسې سیاسي تاوتریخوالي پر دیني سازمانو هم اغېز وکړ. د دغه تاوتریخوالي پایله دا شوه چې ختیزو کلیساوو وغوښتل چې د روم سراسري واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي او د یوه خپلواک بنسټ په نامه ځان څرګند کړي. دا پېښه روم ته یو سخت شوک وو او د راتلونکي په اړه یې له کلکې اندېښنې سره مخامخ کړ. دې ته څېرمه، کاتولیک کلیسا لیدل چې له نېژدې شپږوسوو کلو را پردېخوا اسلامي لښکرې د ځمکنۍ پراختیا پر چارو بوختې دي. اسلام له منځني ختیځه تر منځنۍ اسیا، افریقا او اروپا پورې رسېدلی او هره ګړۍ مسیحي واکمنۍ ته ګواښ پېښولای شي. تر دې اخوا، د روم امپراتورۍ سیاسي کړیو هیله درلوده چې د ختیځ په لاندې کولو به سترې مالي سرچینې او سوداګریزې سیمې لاس ته ورشي.پورتني فاکټورونه د دې لامل شول چې روم د دولتي پوځونو په سیده ملاتړ جګړې ته لاس ور واچوي. دا مهال د بیزانس کیسر الېکسیوس د سلجوکیو پر وړاندې له پاپه د ملاتړ غوښتنه وکړه. دغې پېښې د روم مخه پرانیسته او پاپ (دویم اوربان) پر ۱۰۹۵ کال د د کلیرمونت په روحاني غونډه کې د سپېڅلې جګړې د پیلولو غږ پورته کړ او ویې ویل، خدای غواړي چې مسلمانان له سپېڅلې ځمکې (اورشلیم) وشړل شي او هر څوک چې په دغه جګړه کې برخه واخلي تولې ګناوې یې وربښل کېږي. کېدای شي پر دغه خندنۍ وینا پورې به هاغه مهال هیچا خندلي نه وي او یا به چا دومره متره نه درلوده چې ورپورې وخندلای شي. دا خو لا پر ځای پرېږده چې چا دې پوښتلای وي چې ته کله د خدای لیدو ته ورغلی وې چې داسې لارښوونه یې درته وکړه؟ د پاپ له دې دیني سپارښتنې سره جوښت د اروپا کاتولیکو په هغو «صلیبي جګړو» کې د ګډون ملا وتړله چې پاپ سپېڅلې ګڼلې وه او نېژدې دوه سوه کاله اوږده شوه. د دې جګړې لپاره دیني کړیو ډېره موده سایکالوژیک کار کړی وو او د هغې تر پیل له مخه یې دا ټکی هم ډېر یاداوه چې ختیز مسیحیان د تورکانو له جغه ازادوو. مسیحیانو ته دغه جګړه یو سپېڅلی دیني ارزښت ښکاره شو او په هغې کې د ګډونکوونکیو د زړورتیا لپاره وویل شول چې که هر څوک په کې ووژل شو شهید دی. له دې سره یوازې د ۱۰۹۶ کال له اپرېله تر جون پورې د جرمني له شاوخوا له ۵۰۰۰۰ تر ۷۰۰۰۰ تنو راټول او د جګړې کرښو ته روان شول. دا ډله ګرد سره له بېوزله پوړه راپورته شوې وه او ښځې هم په کې وې. پاپ غوښتل د دغې جګړې په ترڅ کې اورشلیم وګټي او د خپلې واکمنۍ تر پراخولو او ټینګولو وروسته ختیزه اورتودوکس کلیسا بېرته پر روم پورې وتړي. اروپايي ارېستوکراتانو هیله درلوده چې په نیول شویو سیمو کې به پر ځمکو سربېره هر راز نورې شتمنۍ لاس ته ورشي. په ځانګړې توګه دغې جګړې ته د ارېستوکراتو کورنیو هغه کشران زامن ډېر لېوال ول چې په پلرني میراث کې یې ونډه نه په برخه کېده ځکه چې هاغه مهال میراث یوازې مشر زوی ته پاتېده. بېوزله پرګنو ته دغه جګړه په خپلو هېوادو کې د ژوندانه له سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د تېښتې لنډه لار ښکارېده. په دوی کې ګڼشمېر هغه کروندګر ول چې د لویو ځمکوالو په جسمي شتمنیو کې راتلل. پاپ دوی ته ژمنه کړې وه چې که جګړې ته ولاړ شي جسمي ازادي به یې ور پر برخه کړي. دوی هیله من ول چې په دغه جګړه کې به یې ژوند ښه شي (۲۶). مجرمینو، جنایتکارو، او زندانیو ته هم په دغو جګړو کې پراخه برخه ورکړل شوه. پاپ یې له دې لارې څارنه، سزا او ګناه درېواړه وربښلې او لا یې د جنګي غنیمت د نیولو او خپلولو ازادي هم وګټله. پاپ له صلیبي جګړو هغه هېنداره جوړه کړې وه چې هر ګډونوال د دنیا او آخرت خپلې دواړه ګټې په کې لیدې.  «ړوند له خدایه څه غواړي؟ دوې سترګې.». کاتولیکه اروپا د دین و دونیا د ګټو د تودو هیلو په څپو کې ګرد سره مخ پر ختیځ ور شېوه او یوې سترې هژمونیستي جګړې ته ورګډه شوه. دغې جګړې د خدای د غوښتنې تر نامه لاندې سلګونه زره انسانان په وینو ولړل او د تاریخ یوه ستره تباهي وزېږوله.د صلیبي جګړو په پای کې یې پیلوونکې کاتولیکې کلیسا ماتې وخوړه او اروپا یې تر پخوا لا له راز، راز ټولنیزو او اقتصادي ستونځو سره لاس و ګرېوان کړه.

له دې سره، کلیسا هېڅکله دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه چې ولې هغې «سپېڅلې جګړې» بری ونه موند چې خدای یې سپارښتنه او د ملاتړ ژمنه کړې وه؟

غبرګونونه:

په دینواک پېر کې ټولیز شعور یومخیز پر دیني بنسټ ولاړ وو او هر څه ته یوازې د دین له لیدلوري چې کلیسا یې ښوونه کوله سم یا ناسم ویل کېدل. دا راز قضاوتونه هم تل داسې نه ول چې له دین سره دې هرومرو همغږي وي. د دې خبرې په راز یوازې هماغه څوک پوهېدل چې لاتین ژبه یې زده وه او دیني زده کړې یې کړې وې. په دوی کې ډېرو ځکه چوپتیا غوره کړې وه او څه یې نه ویل چې په همدغه واکمن سیستم کې یې ګټې خوندي وې. له دې سره هم په ګرده اروپا کې ځای، ځای داسې کړۍ وې چې د دین تر پردې لاندې یې د کاتولیک کلیسا دا راز بې بریده ټولواکي نه خوښېده.

کلیسايي بېلتون:

په یوولسمه پېړۍ کې پاپ دیني ټولواک ګڼل کېده او د هر ډول پرېکړو پورتنۍ څوکې ته یې ختلای وو. ختیزو کلیساوو لیدل چې له دوی څخه یوازې د روم د بلنو او غوښتنو د پر ځای کولو په لارې کار اخیستل کېږي او د خپلې خوښې پلې کولو ته نه پرېښودل کېږي. دغه ټکی پر دوی ښه ونه لګېد او پایله یې دا شوه چې ختیزې کلیسا پر ۱۰۵۴ کال د کاتولیک دوګماتیز پر وړاندې سکیسما (بېلتونپالې) هڅې ونښلولې. له همدغه لامله د یولسمې پېړۍ د دویمې نیمايي په پیل کې اورتودوکس (سمباوري) کلیسا ته تر تله له رومي کاتوليک (سراسري) هغې خپله لار بېله کړه. له کاتولیکو د اورتودوکسو د مرورتیا او بېلتانه بنسټیز لامل هماغه وو چې په روم کې د واک یوازینۍ سرچینه پاپ ګڼل کېده. په نوې اورتودوکس کلیسا کې دغه آر و دود مات کړای شو او د سپېڅلې پېنځګونې پلرولۍ پر جوړښت ډډه ولګول شوه. په دغه جوړښټ کې کاتولیک پاپ هم د پېنځو سپېڅلیو پلرونو انډول سپېڅلی پلار ګڼل کېده. پاپ دغه جوړښت ونه مانه او د بېلارۍ او کفر تور یې پرې ولګاوه ځکه چې په هغه کې د ده یوازینی واک پر پېنځو وېشل کېده او شته برم یې له لاسه ووت. د اورتودوکس کلیسا له منځه راتګ سره ختیزه اروپا تر روسیه پورې له دغې نوې مذهبي څانګې سره یو ځای شوه او  د مسیحي دین یووالی له منځه ولاړ.

لومړنی مسیحي سوسیالیست:

د کاتولیک و اورتودوکس کلیساوو تر بېلتانه وروسته په کاتولیک څانګه کې نورې مرورې څېرې هم را څرګندې شوې. دوی له واکمنه تورتمه د اروپا د ژغورلو هیلې درلودې او په بېلابېلو لارو، چارو یې مبارزې کولې. د دغو مبارزو یوه نښه پر دوولسمه پېړۍ د کاتولیک کلیسا په کړکۍ کې راڅرګنده شوه او سرلاری یې د ایټالیا په اسیسې ښار کې «فرانڅیسکو» نومېده. فرانڅیسکو یو روحاني او د ډېر شتمن سوداګر زوی وو چې ناوړه او ناانډوله ټولنیزو اقتصادي شرایطو وبوګناوه او د واکمن سیستم پر وړاندې یې وپاراوه. ده لیدل چې میلیونونه انسانان په ولږه او بېوزلۍ اخته دي او یوه کوشني شمېر دیني واکمنو پر هر څه ګونډې وهلې. همدغه ټکي د ده په ذهن کې بدلون راوست او د هغه پر وړاندې یې مبارزې ته ملا وتړله. فرانڅیسکو دا مبارزه لومړی له خپل ژوندانه پیل کړه او هغه داسې چې د «بودا» غوندې یې له شتمنۍ کرکه وکړه او له پلاره ورپاتې ګرده هغه یې تر خپلو کالیو پورې د بېوزلو تر منځ ووېشله. تر دې وروسته یې د څرګندونو منځټکی دا وو چې د پاپ و کلیسا ورځنۍ کړنې د عیسا له شخصیت او د هغه له لارښوونو سره سمون نلري. هغه شتمني نه درلوده، بېوزله وو او هیڅکله یې هغې ته لېوالتیا ونه ښوده. که څوک ځانته په رېښتیا مسیحي وايي، له ډېرې شتمنۍ دې ځان لرې وساتي. کلیسا دې له مالي پلوه بېوزله وي، ځکه چې عیسا بېوزله او د بېوزلو پلوي وو. د دې تر څنګ، ده د پاپ یو شمېر نورو هغو کږو کړنو ته هم ګوته ونیوه چې له بایبل سره یې ټکر په کې لیده.

فرانڅیسکو په کلیسا کې دننه او له هغې بهر د خپلې تګلارې یو شمېر پلویان وموندل چې تر ننه هم پرې باوري دي. همدا ټکی د دې لامل شو چې روم مخامخ ټکر ورسره ونکړای شي. د فرانڅیسکو څرګندونې د کاتولیک کلیسا د لړزولو کارنده ګوزار وو چې ورو، ورو یې د هغې د ناپایه واکمنۍ کمزورولو ته لار هواروله.

فرانڅیسکو په ټولنه کې اقتصادي عدالت غوښته او له بېکچه شتمنۍ او بېوزلۍ دواړو سره جوړ نه وو. هغه ته د همدغو اقتصادي او ټولنیزو غوښتنو له مخې په اروپا او په ځانګړې توګه په مسیحي نړۍ کې لومړنی سوسیالیست ویلای شو.

همدا راز، فرانڅیسکو طبیعي چاپېریال ته ډېره پاملرنه درلوده او بېځایه به نه وي که وویل شي چې د چاپېریالژغورنې د ننني نړیوال غورځنګ لومړنۍ جرړې هم د فرانڅیسکو له اندېښنو خړوبېږي.

وګړپالنه او رونېسانس:

صلیبي جګړو د کلیسا واکمني او ورسره رومي امپراتوري کمزورې کړه. له دې سره پخوانی سیاسي ټېکاو هم له منځه ولاړ او د ټولنیز سمون نوې اړتیا رامنځته شوه. د نوموړې اړتیا په ترڅ کې د کلیسا هغو پخوانیو څرګندونو ته لومړی ځل په ایټالیا کې د شک په سترګه وکتل شول چې ویل یې انسان په ګناهونو کې ډوب دی، دنیايي ژوند په بدیو ککړ دی، او رېښتیني ښه ژوند ته یوازې تر مرګ وروسته رسېدلای شو. په دې اړه شک هسپانیا ته د عربو له راتګ سره هله لا پسې پیاوړی شو چې د انتیک یونان د ادبیاتو په اړه عربي کتابونه په اروپايي ژبو واړول شول. سربېره پر دې، هغه شمېر بیزانتي پوهانو چې پر پېنځلسمه پېړۍ د تورکانو له لاسه له کونستانتینوپل څخه ایټالیا ته تښتېدلي ول، د انتیک یونان په اړه اروپا ته نوې پوهه له ځان سره ولېږدوله. دغو پېښو په ایټالیا کې د کلاسیک یونانپېژندنې تلوسه وپاروله او د‌ پخوانیو تړل شویو یوناني کتابونو مخونه یې پرانیستل. له دې سره، د ایټالیې لیکوالو (دانتې، بوکاچو او پیتراک) په مشرۍ د وګړپالنې غورځنګ رامنځته شو. چې پر ادبي او کلتوري بنسټونو درول شوی وو او د دنیايي زوند د سمون، د انساني کرامت د درناوي او د انساني ځواک د ودې غوښتنه یې کوله. د وګړپالنې له ادبي-کلتوري غورځنګ سره سم د هنر په برخه کې هم انتیک یونان ته پام ور واووښت او د ایټالیا په فلورانس ښار کې د هغه د بیا زېږېدنې هڅې پیل شوې. بیازېږېدنه یا رونېسانس د پېنځلسمې پېړۍ په پیل کې تر یوه اوږدمهالې تیاره ځنډ وروسته د ژوند په بېلابېلو خواوو کې د لرغوني یونان ټولنیزو شرایطو ته د بیا ورستنېدلو هڅه وه (۲۸). د دغه هنري بهیر سرلاریو رافایل، میکل انجیلو او لیوناردو داوینچي وکړای شول چې د نویو هنري پنځونو په مرسته تیاره اروپا له خپل ځلاند تېرمهال سره وتړی او انسان ته وروښيي چې د خپل فکر په مرسته په ژوندانه کې پر زړه پورې او زړه راکښونکي هنري-علمي ارزښتونه پنځولای شي. د وګړپالنې او رونېسانس ګډ غورځنګ تر یوه ځایه د منځنیو پېړیو دودیز کلیسايي تفکر مات کړ او په اخرتي نړۍ کې د ډوب انسان پام یې روان ژوندانه ته ور واړاوه. دغه غورځنګ وکړای شول چې د ځانباورۍ زړی وکري، وده ورکړي او له دوګماتیزم و تیاره ایډیالیزمه د ریالیزم و پراګماتیزم پر لوري لار پرانېزي. د نننۍ اروپا د نوي مدني بنسټ سترې ډبرې د وګړپالنې او رونېسانس په لومړیو کلونو کې کېښوول شوې او را وروسته فکري ودې او پراختیا ته یې ذهني ځمکه خړوب کړه.

پروتېستانتیزم:

د روم اټکل دا وو چې ګوندې د سخت تاوتریخوالي په څرګندولو به وېره خپره کړای شي او په دې توګه به د نورو پاڅونو مخه ونیولای شي، خو دا خوب سم ونه خوت.د والدینڅر غورځنګ تر خونړۍ ځپنې وروسته پر شپاړسمه پېړۍ د کلیسا په ځاله کې بل ستر غورځنګ وزېږېد چې روم یې له یوې بلې سترې ماتې او شاتګ سره مخامخ کړ. دا ځل د دغه غورځنګ مشري «مارتین لوتر» په نامه بیا هم یوه مسیحي روحاني پر غاړه واخیسته. ده د روم کړنې ناسمې وګڼلې او د مسیحیانو د پوهولو او را ویښولو لپاره یې لومړی ځل بایبل له لاتینه الماني ژبې ته واړاوه او د ګناه بښلو روانه سوداګري یې کلکه وغندله. د مارتین لوتر ښوونې له ۱۵۱۷ کاله را پیل شوې او یو سمونپال غورځنګ یې رامنځته کړ. که مارتین لوتر یو خوا د روم پر وړاندې یو غبرګون وښود، بلخوا یې مسیحیت هم له بشپړ ډوبېدلو او له منځه تګه وژغوره. دا په دې مانا چې کلیسايي ترخې واکمنۍ خبره دې ته ورنېژدې کړې وه چې مسیحیت په اروپا کې له بنسټه ونړېږي. لوتر په همدغو ترینګلیو تاریخي شېبو کې له آره د مسیحیت ننګې ته ورودانګل او داسې نوی باور یې رامنځته کړای شو چې د مسیحیت لارښوونې له هغه څه سره ژور توپیر لري چې روم یې غوښتنه کوي. دغه ټکي پر مسیحیت باندې د خلکو باور پر ځای وساته او هغه یې له ډوبېدلو وژغوره. د «لوتر» څرګندونو د کاتولیک کلیسا او د هغې په سر کې د پاپ د غوښتنو او چارچلن پر وړاندې اعتراضي دریځ درلود او له همدغه لامله د «پروتستانتیزم» نوم ورکړل شو.

بزګري پاڅونونه:

سره له دې چې د مسیحیت منځته راتګ پخوانی مرییتوب پای ته رسولای وو خو فیوډالي سیستم یې یو نوی ډول رامنځته کړ. په دغه سیستم کې بې ځمکو کروندګرو د ځمکوالو په کروندو کې کار کاوه. دوی ته له خپله کاره ایله همدومره وړه برخه ور رسېده چې تر بله کاله ژوندي پرې پاتې شي او نوره ځمکوالو ترې اخیسته. دوی د خپلو اقتصادي اړتیاوو له لامله ټولنیزه ازادي نه درلوده او د ځمکې په څېر د ځمکوالو په شتمنیو کې ګڼل کېدل. پر څوارلسمه پېړۍ لومړی ځل به فرانسه کې د بزګرو د ژوندانه ناوړه شرایطو دوی د اقتصادي او ټولنیزو ازادیو د ګټلو لپاره پاڅون ته اړ کړل. د پېنځلسمې پېړۍ د دویمې نیمايي تر پیل راوروسته د جرمني بزګر هم څو ځله د خپلو غوښتنو لپاره راپاڅېدل خو په خونړۍ بڼه وټکول شول. د شپاړسمې پېړۍ پر دویمه نیمايي اروپايي بزګر د پروتستانتیزم مذهبي غورځنګ ملاتړي شول. دوی هیله من ول چې د دغه غورځنګ له بري سره جوخت به خپلواک شي او سختو جګړو ته یې لاس واچاوه. دغه جګړې له سویسه پیل شوې او تر جرمني او اوتریشه وغځېدې. کاتولیک کلیسا او فیوډال پوړ د خپل واک ساتلو لپاره له پروتستانتو او کروندګرو سره ټکر وکړ چې په ترڅ کې یې پر ۱۵۲۴ کال د دواړو اړخونو تر منځ دوه کلنه جګړه ونښته خو هغې هم بزګري غورځنګ ارماني بري ته ونه رسولای شو (۲۹). د بزګرو تر دغې ماتې نېژدې یوه پېړۍ وروسته د اوکراین بزګر راپورته شول او د پاڅون لړۍ یې سهیلي روسیې ته ورسېده. سره له دې چې روسي کازاکو بزګرو د پوګاچیوف تر مشرۍ لاندې د څاري امپراتورۍ پر وړاندې سختې جګړې وکړې، خو په دغو جګړو کې یې وینې وبهول شوې، مشر یې غرغرې ته وخېژول شو او بیا هم خپلو ارمانونو ته ونه رسېدل.

د خدای په لار کې دېرش کاله جګړه:

پروتستانتیزم غورځنګ رېفورمېستي بڼه درلوده او ډېر ژر یې په اروپا کې د پلویانو شمېر ډېر شو. دوی له رومه خپله لار بېله کړه او ځانګړې کلیسا یې منځته راوسته. روم د دغه بېلتانه پر وړاندې راپورته شو. پر اووه لسمه پېړۍ په ګرده اروپا کې د کاتولیکو او پروتستانتو تر منځ سختې جګړې ونښتې او هر اړخ په دې هیله د بل هغه وینې تویولې چې د خدای خوښي یې پر برخه شي. د جګړې هر اړخ بشپړ ډاډه وو چې ګوندې په سمه د خدای په لار کې جنګېږي او اسماني مرسته او ملاتړ نېغ ورسره ملګري دي. دغه جګړې دېرش کاله (۱۶۴۸-۱۶۱۸) اوږدې شوې او ټوله اروپا یې خورا وځپله. دغه اوږده خونړي بهیر دواړه لوري کمزوري کړل او دا یې پرې ومنله چې د جګړې په لار اوږدولو څه لاس ته نه ورځي. یا کېدای شي دا فکر به یې کړی وي چې موږ دومره د خدای په لار کې وجنګېدو خو تر اوسه له بره هېڅ داسې غږ رانغی چې په موږ کې یو اړخ رېښتینی وښيي.

له دې سره، دواړه ستومانه شوې خواوې د جرمني د وېستفال ایالت د سولې د تړون په ترڅ کې دې پرېکړې ته ورسېدې چې د هر واکمن په هېواد کې دې هماغه مذهب چلېږي چې دی یې غواړي. پورتنۍ هوکړې جګړه پای ته ورسوله، پروتستانتیزم په رسمیت وپېژندل شو (۳۰) او د اورتودوکس تر‌ څنګ یې بله څانګه او کلیسا جوړه کړه چې په هغه کې د پاپ غوندې یواځینۍ ځانګړې وګړې (شخصیت) ته ځای ورکړل شوی نه وو.

پروتستانتیزم د دینواکۍ دوګماتیک پېر وروستیو سلګیو ته ورنېژدې کړ. د دغه سمونپال (ریفورمیست) غورځنګ تاریخي ارزښت په همدې کې دی چې دیني توتالیتاریزم (مطلقیت) ته یې د پای ټکی کېښوو او فکري نویوالي ته یې لار پرانیسته. تر دې وروسته هر څوک زړور شو چې د ژوندانه بهیر د څرنګوالي په اړه وغږېږي او ښو یا بدو ته یې ګوته ونیسي. له دغو نویو اسانتیاوو اروپايي هنرمنو، پوهانو او فیلوسوفانو هراړخیزه ګټه وکړه او په مرسته یې د تیاره پېر د پای ته رسولو بهیر چټک کړ.

رڼاپير:

د سیاسي ټولنیزو غورځنګونو پرلپسې منځته راتګ یو خوا‌ پر ژوندانه باندې د واکمنو اړیکیو پر وړاندې کرکه څرګندوله او بلخوا یې استبدادي ځواکونه کمزوري کول. دیندولتي استبداد په خپلو ټولو امکاناتو هلېځلې کولې چې د ټولنیز بهیر واګي په خپلو لاسونو کې وساتي. هغه هېڅ داسې فکر ته اجازه نه ورکوله چې دغه بهیر ته ګوته ونیسي. بیا هم په ټولنو کې د ځای او مهال په توپیر داسې وګړې او اندوال کرکټرونه بېږېدلي چې د ښکېل شوي انسان د ازادۍ ارمانونه یې درلودل. دوی د دغو ارمانونو د پلي کولو په لار کې هر ډول ناخوالو ته غاړه ایښې ده.

اووه لسمه او اتلسمه پېړۍ د دیني-سیاسي استبداد پر وړاندې د فکري مبارزې اوچت پړاو ګنل کېږي. دغه پړاو د هغو انسانانو له نومونو سره تړاو لري چې په تپه تیاره کې یې د انسان شعور ته د رڼا وروستلو هلېځلې ګړندۍ کړې. دوی زیار وګاله هغه انسان چې په خپله یې له خپل شعوره د تورتم دېوالونه چاپېر کړي، د هغه نړولو ته وهڅوي چې په غړېدلیو سترګو نړۍ ولیدلای شي.

د دغه رڼاپېر سرلاری فیلوسوف سپینوزا وو چې د امستردام په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد. ده تر دیني او فلیوسوفیکو زده‌کړو وروسته د بایبل و تورات د لارښوونو پر وړاندې خدای او طبیعت دواړه یو وګڼل او له دې لارې یې لومړی ځل د دودیزې تیولوژۍ «تابو» ماته کړای شوه. یهودي مذهبي ټولنې سپینوزا له خپلې ډلې وشاړه او د بېدینۍ تور یې پرې ولګاوه. تر سپینوزا راوروسته د اروپا په ټولنیزو شرایطو کې ورو، ورو مذهبي اغېز کمزوری کېده او د فیلوسوفي ودې ته لار پرانیستل کېده. په دغه بهیر کې د زاړه مذهبي او سیاسي استبداد پر وړاندې نوي اند و پوهې ته اړتیا لیدل کېده چې د جان‌لاک، مونتېسکو، ولټېر، دېوېد هیوم، ژانژاک روسو، دېنیس دیدرو، ایمانووېل کانت، او داسې نورو سترو فیلوسوفانو په ناستومانو هلوځلو یې وده او پراختیا ومونده.

د رڼاپېر په دغه فیلوسوفيک بهیر کې هڅه وشوه چې ټولنیز شعور په خپلواک ډول کارولو ته وهڅوي او د پېړیو له زاړه مذهبي-سیاسي دیکتاته یې وژغوري. نوموړیو فیلوسوفانو د بشر د عقل و تفکر په مرسته پوهه د ازمېښت د یوازیني بنسټ زېږنده وګڼله. دوی د انساني رښتو، کرامت و برابرۍ د پرځای کېدلو غوښتنه وکړه، د سیکولاریزم په چوکاټ کې یې د دین و دولت بېلتون وړاندې کړ، سیاسي جوړښتونه یې یوازې د دیموکراسۍ له لارې مشروع وبلل او له هر راز استبداد و زورواکۍ یې د انسان د ژغورلو او ‌په ازاده توګه د هغه د فکري وړتیاوو د ودې غږ پورته کړ. د رڼاپېر د فیلوسوفانو فکري ارزښت خپل تاریخي ځای ونیو او ډېرې خواوې یې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ په اعلامیه، د فرانسې په انقلاب او په شلمه پېړۍ کې د وګړرښتو په نړیواله اعلامیه کې راڅرګندې شوې.

یوزېفینیزم:

د اوتریش «هابسبورګ» شاهي کورنۍ کیسره «مارییا تېرېزیا» د ټولنیزو او مدني چارو د ښه سمون و سمبالولو په برخه کې د غوره نامه خاونده ده. دغې روښاندې کیسرې د خپلو رسمي-دولتي دندو تر څنګ د یوې داسې مور غوندې چې تر ښوونکې کمه نه وه، د خپلو لوڼو-زامنو روزنې ته ډېره پاملرنه درلوده. د مارییا تېرېزیا زوی (دویم یوزېف) د همدغې روزنې په رڼا کې راستر شو او په دولتي اداره کې یې د مور مرسته کوله. روښانه روزنې له دویم یوزېف سره مرسته وکړه چې ټولنیز څرنګوالي ته ځیر شي او هغه زاړه اړیکي وپېژني چې یو خوا یې له پېړیو راهیسې په سیاسي، اداري چارو کې امپراتوري پوره خپلواکۍ ته نه پرېښووه او بلخوا یې د ټولنیز ژوندانه ټول اړخونه تر خپله ولکه لاندې راوستي ول.

د یوزېف له ځینو نویو اداري، ټولنیزو کړنو داسې ښکاري لکه درېزره کاله وروسته چې د اروپا په زړه کې بیا فرعون اېخناتون راژوندی شوی وي.

یوزېفینیستي سیکولاریزم:

د روحانیت له اغېزه د کیسرو دولت خپلواکول د یوزېف بنسټیزه موخه وه. د همدې موخې لپاره تر ۱۷۸۰ کال راوروسته چې په اوتریش کې د سپېڅلې رومي امپراتورۍ او جرمن ملت کیسر شو، یو لړ پراخو پرمختیايي اړونو او بدلونو ته ملا وتړله. د یوزېف د سمونپالو هڅو لومړی ګام د کلیسايي دینواکۍ له پای ته رسولو او سیکولاریزمه پیلېږي.‌ د هاغه مهال شمېرنو له مخې پر ۱۷۷۰ کال یوازې په اوتریش-هنګري کې ۲۱۶۳ کلیساوې او په هغوی کې ۴۵۰۰۰ روحانیون ول. له دغه شمېره اټکلېدای شي چې په ګرده مسیحي اروپا کې به کلیسايي تیارخواره بنسټونه څومره ارت و پراخ ول.

دغې نادودې یوزېف وخوځاونه او پر ۱۷۸۱ کال یې د ډېرو کلیساوو د تړلو پرېکړه وکړه. ده وویل، هغه مذهبي ټولنه چې د رنځورو او بېوزلو کوشنیو پالنه نکوي د خدای نه خوښېږي او نور یې شتوالي او پایښت ته اړتیا نشته. له دې سره د کلیسا تړلو او له هغې د شتمنۍ اخیستلو لړۍ پیل شوه او په ترڅ کې یې تر ۱۷۸۶ کال پورې د ۷۳۸ کلیساوو ودانۍ روغتونو، مرستونو، کارګري استوګنځیو، پوځي هډو، کارځیو، پوست و اداري بنسټونو ته وزګارې کړای شوې. یوزېف لیدل چې د هرې کلیسا او مذهبي کړۍ پر شاوخوا ډلې، ډلې وزګار روحانیون راټول او د خلکو پر اوږو سپاره هوسا شپې ورځې تېروي. دوی ته داسې تګلار جوړه شوه چې د هرې سیمې د وګړیو د انډول له مخې روحانیون په کې پاتې کېدای شول او پاتې برخه اړ شول چې ځانته به بل کار ولټوي. پاپ (شپږم پېیوس) د دینواکۍ پر وړاندې د یوزېف د کړنو له امله واېشېده او هڅه یې وکړه چې مسیحي پرګنې پرې راوپاروي او له خپلې پرېکړې یې واړوي. دی د همدغې موخې لپاره وین ته وخوځېد چې مخامخ کیسر وویني او په دې اړه ورسره وغږېږي. داسې ښکاري چې دا مهال دینواکۍ د پرګنو تر منځ خپل پخوانی برم و پرتم بایللی وو او چا ډېر غوږ پرې نه ګراوه. یوزېف په همدغه نوې فکري اوتا کې د پاپ ډېره پروا ونکړه او وین ته تر راتګه پورې یې یوه میاشت له ښاره بهر په «وینرنوری شتاد» کې تم کړ. یوزېف د پاپ د څرګندونو پر وړاندې داسې وښوده چې د کلیسا په اړه د خپل اند پر بشپړ سموالي ډاډه دی او هېڅ داسې څه یې ونه منل چې له خپله هوډه یې واړولای شي. سره له دې چې یو شمېر مذهبي کړیو د پاپ ملاتړ کاوه خو هغه ډک زړه او تش لاس بېرته روم ته ستون شو. په سیکولاریستي بهیر کې کیسر یوزېف مسیحي دینواکي له منځه یووړه او پر مسیحیت سربېره یې یهودیت و اسلام ته هم یو شمېر رښتې ور پر برخه کړې.

یوزېفینیستي موډېرنیزم:

د کیسر یوزېف د واکمنۍ په موده کې د کلیسايي سمون تر څنګ د نورو ټولنیزو چارو سمون ته هم زښته پاملرنه ور اوښتې وه. نوموړي په دې برخه کې:

د اشرافو او ساده پرګنو تر منځ عدلي توپیر له منځه یووړ.

بې ځمکې کروندګرو ته یې هماغه ځمکې ورکړې چې کرلې یې او په دې توګه یې له جسمي پلوه د ځمکوالو (فیوډالو) د شتمنیو له شمېره ووېستل او ټولنیزه خپلواکي یې ور پر برخه کړه.

تر نه کلنۍ وړاندې په فابریکو کې د کوشنیو پر کارولو بندیځ ولګېد.

د مذهبي نکاح تر څنګ یې د واده مدني تړون دود کړ او طلاق شویو ته یې د بیا واده کولو لار پرانیسته.

د خوښونو پر بنسټ ښاروالۍ جوړې شوې.

عدلي محاکم له نورو ادارو جلا کړای شول. ځانګړې محکمې او جسمي ځورونې او شکنجې له منځه ولاړې. یوازینۍ جزايي محکمه جوړه شوه. د جزا مدني قانون پلی شو او د مرګ سزا د پلي کولو واک یوازې دولتي محاکمو ته ورکړل شو.

همداراز، کیسر لارښوونه وکړه چې نورې دې په استوګنو سیمو کې هدیرې نه جوړېږي او مړي دې له تابوت پرته یوازې په کفنه کې ښخېږي. خو دا پرېکړه له ناڅرګنده لامله یو کال وروسته بېرته واخیستل شوه (۳۱).

یوزېفینیست سمونپال بهیر له باسه (واکمنه کړۍ) پیل شوی انقلاب وو. په دغه انقلاب کې اروپا د بېلابېلو پرمختګپالو ټولنیزو پوړونو او ځواکونو شعوري غوښتنو په سیده یا ناسیده بڼه خپل اغېز درلود. په دغه ترڅ کې د یوزېف تاریخي ارزښت ځکه ډېر اوچت دی چې هغه د یوه رېښتیاپال واکمن په توګه دغه غوښتنې ژورې وپېژندلای شوې. ده د فرانسه‌یي لویيانو غوندې دا راز غوښتنې بابېزه ونه ګڼلې او د پر شا تمبولو هڅه یې ونکړه. په خپله یې سرلاری شو او پرې یې نښووه چې ټولنه تر هغې پوزې ته راشي چې د اور و وینو په بهیر کې د هغوی پلي کولو ته لار پرانیزي. کټمټ لکه د ده تر مرګ یو کال مخکې چې د فرانسې ستر انقلاب د همداسې اور و وینو په بیه رامنځته شو. سره له دې چې د فرانسې انقلاب فکري کرښو پر اروپا سربېره په ټوله نړۍ کې خپل ژور اغېز څرګند کړ خو دا به هم ناسمه نه وي که ووایو چې د دغه انقلاب په منځته راتګ کې د «یوزېفینیزم» پراتیک اړخ هم خپل ژور اغېز ښندلای دی.

د فرانسې انقلاب:

د اووه لسمې تر دویمه نیمايي پورې فرانسه داسې ولږې او بېوزلۍ نیولې وه چې پاریس ښار له بېکوره کوڅه ډبو ډک ښکارېده. دولت پرته له دې چې د دې ستونځې د هواري بنسټیزه لار ولټوي، لایې پر دغو بې اسرې بېوزلو پسې راواخیسته او شپاړسم لودویګ د ۱۷۷۷ کال د جولای پر دیارلسمه په یوه فرمان کې وویل چې له ۱۶ کلنه تر ۶۰ کلنه هر هغه روغ انسان چې د ژوند کولو ټاکلې سرچینه او ځانګړی کار نلري، ودې نیول شي او په بېړۍ چلونه کې دې راشپېل وهلو ته ولېږل شي. په دې بڼه، سلطنتي-اشرافي زبېښاک هم کلیوال پرلپسې په زور له ځمکو او شتمنیو بې برخې کول او کوڅه ډب یې ترې جوړول او هم یې تر داسې خندنیو او ترهګرو قوانینو لاندې په متروکو داغل او د ورځ مزدورۍ دغسې کاري دسپلین ته یې ور وکاږل (۳۲). په بانکونو کې د بودیجې کړکېچ بل هغه لامل وو چې فرانسه یې له مالي پلوه کمزورې او له سختې ولږې، بېوزلۍ، ناروغۍ، ناامنۍ او داسې نورو ټولنیزو نیمګړتیاوو سره لاس و ګرېوان کړه. دغو تولنیزو-اقتصادي ناخوالو فرانسه وبوګنوله او په هېواد کې د واکمنو کړیو پر وړاندې کرکې وده وکړه خو دولت د مخالفینو پر وړاندې د پولیسي ځواک په مرسته یوازې پر کلکو جزايي لارو، چارو ډډه لګولې وه.

له ذهني پلوه فرانسه د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله د رڼا پېر له اغېزه اوچت سیاسي شعوري پړاو ته رسېدلې وه او د شاهي دولت پر ځای دیموکرات دولت ته تلوسې وده پکې کړې وه. فرانسویان پوه شوي ول چې یو کوشنی شتمن پوړ یې پر برخلیک واکمن دی او هغه یې د خولو او لاس تڼاکو په بیه داسې لوکسو او فېشني شرایطو کې ژوند کوي چې بېوزله پرګنې یوه ګوله توره ډوډۍ هم په اسانۍ په کې ګټلای نشي. پرلپسې بېوزلۍ او له هغې رازېږېدلي سیاسي شعور فرانسه وخوځوله او پر ۱۷۸۹ کال یې د اوږدمهالي استبداد پر وړاندې خونړی انقلاب پیل کړ. دغه انقلاب څرګنده کړه چې هر څومره چې په ټولنه کې سیاسي فشار ډېر شي هماغومره سخت غبرګون ترې رامنځته کېدونکی دی. د فرانسې انقلاب سخت غبرګون هم د هغو اوږدمهالو پرلپسې فشارونو پایله وه چې دغه ټولنه یې پوزې ته راوسته او د خپل بهیر په اوږدو کې یې ډېرې وینې وبهولې.‌ د فرانسې انقلاب پرمختګپال اړخ دا وو چې د زاړه سیاسی جوړښت جرړې یې ووېستې او پرګنو ته یې سیاسي واک ور ولېږداوه.

د شپاړسم لودویګ تر نسکورېدلو وروسته چې انقلابي ځواکونو سیاسي واک ونیو، تر هر څه لومړی د بشر او ښاریانو (د هېواد د ځايي اوسېدونکیو) رښتې ومنل شوې او د جانلاک، مونتېسکو، ولټېر، دېوېد هیوم، ژانژاک روسو او داسې نورو د سیاسي-فیلوسوفيکو څرګندونو تر اغېز لاندې مدني قانون منځته راغی. په دغه قانون کې دیموکراسي د سیاسي واک یوازینی بنسټ وګڼل شو او سیاست له دینه بېل کړای شو. د کلیسا پر وړاندې اوږدې کرکې انقلابیون وهڅول چې شتمنې یې دولتي کړي او ویې پلوري. دغه ګام انقلابي دولت له مالي پلوه غښتلی کړ او د راوروستیو دندو په لار کې یې جوګه ور وبښله. پر دې سربېره، کلیسايي چارواکیو ته سپارښتنه وشوه چې د نوي دولت پر بنسټیز قانون لوړه وکړي. دې ته څېرمه، په ګرده فرانسه کې اشرافیت هم پای ته ورسول شو. د انقلابي دولت پرېکړې روحانیو او اشرافو ته ډېرې ترخې وې. دغو دواړو ډلو د نوي دولت نسکورولو لپاره لاسونه سره یو کړل، خو کار یې ځای ته ونه رسېد او ډېر کلک وځپل شول. د فرانسې انقلابي ځواکونو هیله درلوده چې په ټولو اروپايي هېوادو کې ورته پېښې رامنځته شي او تر رومه د پاپ واکمني پای ته ورسېږي. که څه هم چې سملاسي دا کار ونشو خو د دغه انقلاب اغېز ګام پر ګام ګرده اروپا ونیوه او په دولتي جوړښتونو کې یو پر بل پسې د نويوالي نښې راڅرګندې شوې.

د نوې اروپا سیاست و دین:

ټولنیز شعور د ژوندانه د تګلارې یوازینی ټاکونکی ځواک دی او انسانان په خپله پرېکړه یا لږ تر لږه هوکړه کوي چې څه ډول ژوند وکړي. هېڅ تاریخي پړاو تر هغې پورې چې اړتیا یې منځته راغلې نه وی او ورسره دغه اړتیا پېژندل شوې نه وي؛ منځته راتلای نشي. د هرې اړتیا دواړه ابجکتیو او سوبجکتیو اړخونه په ګډه له زاړه جوړښته نوي هغه ته د یوې ټولنې د ور اوښتلو لار هوارولای شي.

په اروپا کې د منځنیو پېړیو د زړو ورستو شویو بنسټونو نړول هره ګړۍ یوه اړتیا وه، خو تر هغې چې د دغې اړتیا پېژندنې په سراسري شعور کې ځای ونه نیو، د استبدادي ودانۍ د بنسټ یوه خښته هم له ځانه ونه خوځېده. د اروپا روښانه پوړ ان د منځنیو پېړیو په تل کې د دغه آر په ارزښت پوهېدلی وو او خپل ټول ځواک یې د دې لپاره کاراوه چې یوې نوې انساني ګاندې ته د رسېدلو لپاره پرګنې را ویښې کړي او سترو انقلابونو ته لار پرانیزي. په رېښتیا چې دا یو لوی ستونځمن کار وو او هغه ته اوږه ورکول لوی زړه او زغم غوښته. اروپايي مفکرینو په خپل ځان کې همداسې زغم وروزه، د ورځني ژوندانه بابېزه کوشنیو چارو ته یې شا ور واړوله او همدغه ستر کار ته یې اوږه ورکړه. د منځنیو پېړیو له ژورې کوما د پرګنو د راویښولو په لار کې اروپايي روښانه وګړو‌ (شخصیتونو) هڅې په سیستماتیک ډول له رونېسانس و وګړپالنې راپیل شوې. د دغه فکري غورځنګ مخکښ وپوهېدل چې له دغې واکمنې تیارې څخه د ګناه ځپلي او وېرېدلي انسان د راوېستلو لومړنۍ لار دا ده چې د ټولنې استیتیک احساس بیا را وپارول شي او د ژوندانه له ښکلاییز اړخ سره یې اړیکي رامنځته شي. په دې برخه کې لرغونی یونان د تاریخي زده‌کړې سرچینه وټاکل شوه. دغې سرچینې د نېژدې یو نیم زر کاله پخواني هېر شوي تمدن داسې انځور رامنځته کړ چې له ژوندانه سره یې د انسان استیتیکي-فکري تلوسه بیا راتانده کړه. له ژوندانه سره د مینه ناکو اړیکیو ټینګول او هغه ته د یوه جدي ارزښت له زاویې کتل دوې بنسټیزې دندې وې چې وګړپال رونېسانس بشپړې کړای شوې او په اروپا کې یې د خپلواکو پرېکړو زړورتیا وزېږوله. د دغې زړورتیا تاریخي نښه د مارتین لوتر په سرښندنه د کلیسا په ګوګل کې د پروتستانتیزم په بڼه راڅرګنده شوه. پروتستانتیزم هغه زړه تابو ماته کړه چې له پېړیو راهیسې یې د پرګنو سترګې او خوله ورتړلي ول او دا وېره یې خپروله چې ګوندې د پاپ و کلیسا چلن ته ګوتنیوی خدای له خوښې او پرېکړې سرغړونه ده. له دې سره د روحانیت په لاس کې د سپېڅلتیا اوږده کونټۍ ماته شوه او دا جوته شوه چې د پاپ د خوښې پر وړاندې په دین کې د دومره لوی انقلاب له پېښېدلو سره، سره هم خدای له ځایه ونه خوځېد او هیڅ غبرګون یې ونه ښود.

په پرګنو کې د پخوانۍ فکري وېرې له کمېدلو سره فېزیکي وېره هم کمزورې شوه او اروپايي بزګر پوړ په خپله د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د اقتصادي او ټولنیزو ازادیو په لار کې مخامخ جګړو ته لاس ور واچاوه. دوی واکمن پوړ وپوهاوه چې غوښتنو ته یې غاړه کېږدي او هغوی د یوه رېښتیاني او پر ځای فاکتور په مانا وپېژني.

د ټولنیزو ازادیو د پرلپسې غوښتنو او د عقل په مرسته ژوندانه ته د تګلار ټاکلو پړاو له رڼاپېره راپیل شو. په دغه پړاو کې نوې فیلوسوفي وزېږېده چې منځټکی یې انسانباوري او د انسان د پوهې وده وه. د رڼاپېر فیلوسوفانو یومخیز زیار وګاله چې د دوګماتیزم پر وړاندې ریالیزم راوړاندې کړي او انسان دې ته وهڅوي چې اورېدل شوي وارزوي، د هر څه په اړه په خپله فکر وکړي او له عقل و پوهې سره سمو چارو ته مخه کړي. رڼاپېر له ژوند سره علمي اړیکي رامنځته کړل او په ګردو چارو کې یې د انسان د رغنده ځواک پر پالنه او روزنه ټینګار ښکاره کړ. د رڼاپېر عملي اړخ د اوتریش-هنګري شاهۍ د واکمن پوړ په کړنو کې راڅرګند شو. د کیسر دویم یوزیف په خپله سیاسي تګلار کې دغه اړخ وځلاوه او په ټولنیزو، اقتصادي او دیني برخو کې یې پخواني دودونه مات کړل. تر یوزیف وروسته د فرانسې انقلاب په ډېره رادیکاله بڼه د زړې او نوې اروپا د سیاسي-دیني سیستمونو تر منځ سره کرښه وکاږله. سیاسي توتالیتاریزم یې پای ته ورساوه او لومړی ځل یې دولت، دین و پوهه درېواړه یو تر بله جلا کړل. د فرانسې انقلاب دیموکراسۍ او سیکولاریزم په پرلپسې ډول ګردې اروپا ته لار پرانیسته او د نوي اروپايي تمدن په بنسټ کې یې ځای ونیو. د بریتانیا صنعتي انقلاب د فرانسې له سیاسي انقلاب سره پیوند شو او دواړو اوږه پر اوږه اروپا د منځنیو پېړیو له ژورې کندې راوویسته او د یوه نوي تمدن سرلارې یې کړه. له دې سره هم، سیاسي او اقتصادي پرمختګ د نوې اروپايي تمدن بنسټ نه دی. هغه څه چې په دې برخه کې تر ټولو بنسټیز ارزښت لري هغه د انسان «عقلي ځواک» ته ژوره پاملرنه ده.

اروپایان په دې پوه شوي چې د هر ډول پرمختګ راز د انسان په عقل کې نغښتی دی. دوی د عقلي ځواک پر وړاندې په قانون کې هر ډول خنډونه له منځه وړي. دوی د هر څه ښه والی او بدوالی پر ورځني ژوندانه د هغه په پراګماتیک اغېز کې ویني. اروپايي سیاستوال پوهېږي چې اروپایان تر ډیموکراسۍ پرته هېڅ بل ډول سیستم ته غاړه نه ږدي. د پرګنو همدغه کلک ټینګار دی چې هېڅ سیاسي ډله یې له خوښې پرته واک ته رسېدلای نشي.

د اروپا حقوقي او قانوني سیستم د اوږدمهالي تاریخي ازمېښت، علمي څېړنو او په ټوله مانا د بشر د عقل، پوهې او منطق زېږنده دی. په هغه کې د انسان بنسټیزو، طبیعي، غریزي، استیتیکو او اروايي غوښتنو او رښتو ته ځای ورکړل شوی او ځاني او تولنیزې ازادۍ یې په کې خوندي شوي دي. د دغه سیستم تر‌ټولو علمي اړخ دا دی چې سپېڅلی او تلپاتې نه ګڼل کېږي. هماغسې چې د ژوندانه بهیر وده او پراختیا مومي او بڼه یې اوړي، ورسره د دغه سیستم بڼه هم اړول کېدای او وده او پراختیا په کې راوستل کېدای شي. هغه سیاسي شعور چې اروپا اداره کوي شپه او ورځ د ټولنیز نظم پر ساتلو لګیا دی. په دغه ترڅ کې د هرې هغې پېښې او لامل چټک هواری لومړنی ځای لري چې ټولنیز اعصاب راپاروي او د انسان ژوند د پاڅون یا انقلاب تر بریده ورتریخولای شي. اروپایانو د اروپايي ټولنې په رامنځته کولو چې دا دی ورو، ورو د یوې لویې کورنۍ ارزښت وربښي، نړۍ ته د ښه ګاونډیتوب، خپلمنځي درناوي او د پرګنو تر منځ د ازادو دوستانه اړیکیو غوره انساني بېلګه وړاندې کړه.

د اروپا په قوانینو کې سیاست و دین بشپړ سره جلا شوي. دین تر سیکولاریستي سیستم لاندې یوازې شخصي وجداني ډاډ دی او تر هغه ځایه یې ازادي خوندي ده چې ټولنیز ګواښ ونه پاروي.‌په اروپا کې مسیحیت تر ټولو ستر دین دی او ورسره نور دینونه هم په رسمیت پېژندل شوي. هر څوک کړای شي چې په خپله کړۍ کې خپل دیني مراسم ترسره کړي. دولت له ټولو جلا د ټولو تر منځ د سوله ییزو اړیکیو د څارنې دنده لري. دیني ټولنپوهنې ته په کتنه داسې ښکاري چې په دغه لویه وچه کې دیني ګروهه مخ پر کمزورتیا روانه ده. کېدای شي د دغه بهیر یو لامل دا وي چې انسان د توکیزو امکاناتو او په ورځني ژوندانه کې د اسانتیاوو له پلوه تر پخوا بسیا شوی او میتافیزیکي ځواکونو ته یې اړتیا کمه شوې ده. همداراز، د ساینسي پرمختګونو ځینو نویو سپړونو هم یو شمېر میتولوژیک تېزسونه له ژورې پوښتنې سره مخامخ کړي او دینباوري یې کمزورې کړې ده. د اروپایانو په ورځني ژوندانه کې د دین د ونډې د پېژندلو لپاره کېدای شي چې د دغه ځای تر ټولو لوی او پخواني دین (مسیحیت) ته وکتل شي. دا کتنه له کلیسا پیلېدای شي چې د مسیحیت زړه دی او اوچت برجونه یې لا د منځنیو پېړیو د واک و ځواک یادونه کوي. که د یوه خدايي خدمت (لمانځه) پر ورځ د یوې کلیسا پېړ و پنډ ور پرانیزو او یوه شېبه یې په یوه ګوډ کې پر څوکۍ کېنو، د یوې لنډې ارزونې په ترڅ کې به ډېر څه پکې ولیدلای شو. مخامخ پر صلیب ځړېدلې انساني مجسمه چې پر پښو او لاسونو یې ټکوهل شوي مېخونه او له بدنه یې بهېدلې وینې د یوې تراژېدۍ څرګندونه کوي او انساني عاطفه راپاروي. د هغې تر څنګ د ډیوو په تته رڼا کې د یوې ښکلې ختیزې مېرمنې بله مجسمه ده چې په ژور سوچ کې ډوبه ښکاري. شاوخوا د هواریونو او ملایکو انځورونه او داسې نور ګرد سره هغه څه دي چې کېدای شي له هغه مهال سره به تړاو ولري چې ډېرو بایبل لوستلای نشو او هڅه شوې چې کلیسا ته یې له ورتګ سره د همدغه انځوریز هنر له لارې له داستان سره اشنا کړای شي.

نن ورځ ټول په لیک‌لوست پوهېږي، په خپله بایبل لوستلای شي، له داستانه یې خبر دي او لا یې پر مخ د کلیسا ور بشپړ پرانیستی دی. خو کلیسا سړه ده او تر لومړیو لیکو یې پرته چې څو تنه سپینسرې او سپینږیري په کې ناست دي، د لمانځه کتابونه یې په لاس کې نیولي او د کشیش دوو زرو کلنو پخوانیو خبرو ته ځیر دي، ډېر څوک په کې نه لیدل کېږي او شا ته ګردسره تشه وي. ما ته همدغه کوشنۍ ډله په رېښتینې مانا مسیحیان ښکاري ځکه چې بې له کومې دنیايي وېرې، هیلې، زور یا هڅونې یې په ټوله مانا یوازې او یوازې وجداني لامل دغه ځای ته راولي. دا د اوسنۍ کلیسا د رومانتیک انځور یوه څنډه ده چې په سراسر اروپا کې د پرګنو او دین د اړیکیو څرګندونه کوي.

د دغو اړیکیو ټولنپوهنیزه ارزونه اروپايي ګروهنیز جوړښت پر درېیو ډلو وېشي چې کوشنۍ یې اتاييست، منځنۍ یې مذهبیون او ستره برخه یې اګنوستیک نومېږي او «زغم» د ټولو تر منځ د ژوندانه قانون دی. د اروپا په ټولنیز جوړښت کې فکري زغم د انساني سایکالوژۍ د رنګارنګۍ ژوره پېژندنه څرګندوي. دغې پوهې هغه دوګما بې ارزښته کړه چې ګوندې ټول انسانان دې یو راز فکر ولري. دا یو حقیقت دی چې هر څه تر بله توپیر لري او په نړۍ کې هیڅ داسې دوې پېښې یا ښکارندې نشته چې یوه بلې ته کټمټ ورته وي. په تېره د انسان فکري ځانګړتیاوې، استیتیکي غوښتنې، هیلې او ارمانونه او داسې نور د انسانانو له شمېر سره سم او بېلابېل دي. په یوه مغازه کې د کالیو د سلګونه ډولو شتوالی د بېلابېلو پېرودونکیو د شتوالي څرګندونه کوي. همداسې چې ټول یو ډول او یو رنګ کالي نه خوښوي همداسې یو ډول او یو رنګ غوښتنې او فکر هم درلودلای نشي. دا ټکی د هرې ټولنې په جوړښت کې د زښته پاملرنې وړ دی. هغوی چې دغه انساني ځانګړتیا بابېزه ګڼي او هڅه کوي چې ټول دې د دوی غوندې شي او د دوی غوندې فکر دې وکړي، لا تر اوسه په تیاره کې پاتې دي او متمدن شوي نه دي.

اروپایان په دغه حقیقت پوه شوي، له تیارې وتلي او په دې برخه کې په رېښتیا متمدن انسانان دي. د اروپايي تمدن د چټک کلتوري ځواک نښې لږ یا ډېرې د نړۍ هر ګوډ ته ورسېدې او په ټولو سترو وچو کې یې د میلیاردونو انسانانو د ژوند زړه بڼه ور نوې کړه. هغه کنسرواتیف کړۍ چې د دغه تمدن پر وړاندې کرکه څرګندوي، بېځایه تورونه ورپورې تړي او له دې لارې یې د مخنیوي او کمزورتیا هیله لري، پرته له دې چې د خپل پرمختګ خنډ شوي وي، بل هېڅه به ونه ګټلای شي. دا هغه څوک دي چې یا مثبته سیالۍ نشي کړای او یا وېرېږي چې که ویدې کړې پرګنې راویښې شوې او د اروپا تاریخي ازمېښتونه او د هغوی پایلې یې وپېژندې، ورسره به یې د دوی شته واک له لاسه ووځي.

له راڼه عقل سره سم چلن سپارښتنه کوي چې د اروپايي کلتور غندنو ته د غوږ نیولو پر ځای هغه ژور وپېژندل شي. زده کړه ترې وشي او د هرې ټولنې له ځانګړتیاوو سره سم یې په پرمختیايي بهیر کې رڼا وکارول شي. پر دې سربېر، هماغسې چې هره ښکارنده دواړه مثبت و منفي اړخونه لري، اروپايي تمدن هم له دې ځانګړنې جلا ندی. په ټولنو کې د شتمنیو ناانډوله وېش د اروپايي تمدن تر ټولو ستره نیمګړتیا ده. سره له دې چې په اروپا کې د نورې نړۍ په پرتله بېوزلي نشته خو بیا هم د هغې خپلو اقتصادي او ټولنیزو ځانګړتیاوو ته په پاملرنه د بېوزله او شتمن پوړ تر منځ ورځ پر ورځ ډېرېدونکی واټن یې د ژورې سیاسي اندېښنې وړ دی. پر دې سربېره، اروپا د اینرژیتیکو او اومو توکیو د سرچینو له کمي سره مخامخ ده. دغه اقتصادي فکتور هم اروپايي تمدن و سیاست د ګاندې په لویو ستونځو کې شمېرل کېدای شي.

‫*  *  *

سرچینې:

1. Lexikothek, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh, 1974/75, S. 103

2. Volker, Wilhelm: Wörterbuch der Mythologie, Hoffmann’sche Verlagsbuchhandlung, Stuttgart 1874, 3. Auflage, S. 187, 226, 424.

3. Spektrum der Literatur, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh 1974/75, S. 27

4. Ernst R. Sandvoss, Geschichte der Philosophie, Matrix Verlag, Wiesbaden 2004, S. 228

5. Personen - Lexikon zur Weltgeschichte, Band 2 L-Z, Westermann Druck GmbH, Braunschweig 1985, S. 1277

6. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 4144

7. Großes Universal Volkslexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1984, S. 242

8. Danubia Volkslexikon, Danubia-Verlag, Wien 1948, S. 631

9. vgl.: Die Geschichte des Christentums, Band 1, Die Zeit des Anfangs (bis 250), Herder Verlag, Freiburg im Breisgau, 2003, S. 46

10. vgl. Gerd Heißen, Die Religion der ersten Christen, Chr. Kaiser/Gütersloher Verlagshaus, Güterloh 2000, 2. Auflage 2001, S. 53, 72, 71.

11. Mt 19,23 (in der Bibel: Evangelium nach Matthäus, Kapitel 19, Vers 23)

12. Universallexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1975, S. 109

13. Wilfried Hartmann, Der Investiturstreit, Enzyklopädie Deutscher Geschichte, Band 21, Oldenburg Wissenschaftsverlag, München, 1996, S. 24f.

14. Die Chronik Österreichs, Chronik Verlag in der Hardenberg Kommunikation Verlags- und Mediengesellschaft mbH und & Co. KG, Dortmund 1984, S. 73

15. vgl.: Alfred Haverkamp, Aufbruch und Gestaltung, Deutschland 1056 - 1273, Neue Deutsche Geschichte, Band 2, Verlag C. H. Beck, München, 2. überarbeitete Auflage 1993, S. 159 f.

16. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 289

17. Großes Universal Volkslexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1984, S. 110

18. vgl. Personen - Lexikon zur Weltgeschichte, Band 1 L-Z, Westermann Druck GmbH, Brauns 1985, S. 650

19. vgl. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 4894

20. vgl. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S. 2895

21. vgl. Duden Philosophie, Bibliographisches Institut und F.A. Brockhaus AG, Mannheim 2002, S. 346 f.

22. vgl. Arno Borst, Die Katharer Hiersemann Verlag, Stuttgart, 1953, S. 226-229

23. vgl. Arno Borst, Die Katharer Hiersemann Verlag, Stuttgart, 1953, S. 109-111

24. vgl. Rainer Janssen, Wallender, in: Lexikon reformierter Grundbegriffe, www.reformiert-online.de, Stiftung Johannes a Lasso Bibliothek, Große Kirche Emden, 2002.

25. www.inquisition2000.de (Website von S. Ragt, Radolfzell, sragg.de 2000-2007)

26. vgl.: Handbuch der Kirchengeschichte. Die mittelalterliche Kirche, Band 3/1, Verlag herder KG Freiburg im Breisgau 1966, S. 510 f, 513

27. vgl.: Handbuch der Kirchengeschichte. Die mittelalterliche Kirche, Band 3/1, Verlag herder KG Freiburg im Breisgau 1966, S. 475

28. vgl.: Spektrum der Kunst, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh 1974/75, S. 200

29. Friedrich Engels, Der Deutsche Bauernkrieg, Hamburg 1850, in: Karl Marx - Friedrich Engels - Werke, Band 7, Dietz Verlag, Berlin/DDR 1960, S. 342-358

30. vgl. Die westfälischen Friedensverträge vom 24. Oktober 1648, Texte und Übersetzungen (Acta Paris Wesfalicae), Deutsche Übersetzung des IPM von Arno Buschman, 1984, Publiziert im Internet 2004

31. vgl. Die Chronik Österreichs, Chronik Verlag in der Harenberg Kommunikation Verlags- und Mediengesellschaft mbH & Co. KG, Dortmund 1984, S. 269 f.

32. vgl. Karl Marx, Das Kapital, Erster Band, Vierundzwanzigstes Kapitel, Dietz Verlag, Berlin 1947, S. 765

 

د لومړي نشر سرچینه: الفت مجله

د انځور په اړه یادښت:

دا انځور په اولسمه پېړۍ کې د روم د لوټ په اړه ښکل شوی چې له میلاد ۴۱۰ کاله وړاندې ترسره شو. 

شریک کړئ