سریزه
انسان له هستۍ او ژوند سره مانايي اړیکه لري. دغه اړیکه د عقل پر بنسټ، معرفتي منځپانګه لري. له معرفتي منځپانګې مو موخه دا ده چې انسان خپل ځان او د هستۍ اجزا د عقل پر بنسټ مانا کوي او له پدیدو سره معرفتي چلند لري. انسان پوښتنې لري، او د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره هڅه کوي؛ انساني تاریخ د دغو پوښتنو د ځوابولو پرلهپسې هڅه ده. د انساني پوښتنو یوه لویه برخه هغو دردونو، ناخوالو، ستونزو او کړاوونو ته ځانګړې ده چې د انسان له شتون سره یو ځای رامنځته شوي دي. دغه موجود غواړي پوه شي چې: دغه کړاوونه څه دي؟ ولې دغه کړاوونه شته؟ آیا له دغو کړاوونو پرته ژوند نه شوای رامنځته کېدای؟ که دغه کړاوونه شته نو د انساني ژوند بېلابېلو برخو ته څه پایلې لرلای شي؟ په ځانګړې توګه، د دغو کړاوونو په شتون کې د انسان او له طبیعته دباندې د یوه ښېګڼپال موجود اړیکې څنګه مانا کېږي؟ او تر ټولو مهمه دا چې د دغو کړاوونو په شتون کې، ژوند څنګه مانا کېږي؟
دغه لیکنه د دوو وروستیو پوښتنو څېړلو او تر یوه بریده ځوابولو ته ځانګړې شوې ده او څلور برخې لري: لومړي سر کې په دې خبرې کېږي چې، آیا نوی کرونا وایرس د کړاو (کړاو د غربي فلسفې د شر یا evil معادل کارول شوی دی) یوه بېلګه یا مصداق دی؟ که هو، نو دویمه برخه کې په دې بحث کېږي چې، کړاو یا شر څه ده؟ بیا د کړاو یا شر ستونزه یا The Evil Problem څه مانا؟ پوښتنې ته دریمه برخه کې رسېږو، او هم د دې پوښتنې ځواب چې آیا د کړاو په شتون کې د خدای (یا له طبیعته دباندې ښېګڼپال موجود) د شتون منل منطقي دی کنه؟ او څلورمه برخه کې، د کړاو په شتون کې د ژوند د مانا د لټولو هڅه کوو.
لومړی: آیا نوی کرونا وایرس د کړاو یوه بېلګه یا مصداق دی؟
شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د چین هېواد له ووهان ښاره د کرونا د وایرسونو د کورنۍ د یوه نوي وایرس د خپرېدو خبر خپور شو. دغه وایرس په ډېرې چټکۍ سره د نړۍ زیاتو هېوادونو ته ورسېد او په بېساري ډول خپور شو. شاوخوا څلور میلیونه انسانان پرې اخته دي او تر درې سوه زرو زیاتو انسانانو د مرګ لامل ګرځېدلی دی. د دغه وایرس پراخ خپرېدو ته په پام د روغتیا نړیوال سازمان یې وبا یا Pandemic بولي.
که له یوې خوا ساینس په دې اخته دی چې لومړی دغه وایرس وپېژني او بیا د واکسین په جوړولو سره انسانان له دغه ناعلاجه رنځ وژغوري، په ورته وخت کې او له بلې خوا ډېری انساني ذهنونه دا پوښتي چې: آیا نوی کرونا وایرس یو کړاو یا شر نه دی؟ لومړي سر کې دغه پوښتنه ډېره لنډه او ساده ښکاري، خو له معرفتي اړخه موضوع هغه وخت پېچلې کېږي چې کله دغه لنډه پوښتنه ځواب شي.
لومړی دغه پوښتنه په <نه> ځوابوو او ګورو چې څه معرفتي پایلې پرې راڅرګندېږي. پوښتونکی چې کله <نه> واوري، نو سمدلاسه بله پوښتنه وړاندې کوي: آیا د هغو درې سوه زرو انسانانو ژوند مهم نه دی چې له دغه رنځه مړه شوي دي، آیا څلور میلیونه نور انسانان چې هره شېبه له دغه رنځه کړېږي او برخلیک یې هم احتمالاً مرګ دی، مهم نه دي؟؟ په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د رنځونو او مرګونو دغه لړۍ ادامه لري او لاپراخېږي. نو داسې برېښي چې د دغې پوښتنې <آیا نوی کرونا وایرس یو کړاو یا شر نه دی؟> ځواب <نه> نه دی، یا لږ تر لږه د ځینو لپاره د <نه> ځواب منطقي او عقلاني نه ښکاري، نو قانع کوونکی هم نه دی.
که چېرې دغې پوښتنې <آیا نوی کرونا وایرس یو کړاو یا شر نه دی؟> ته مو ځواب <هو> وي، چې عقلاني او منطقي هم ښکاري، نو ورسره معرفتي پېچلتیا هم زیاته او هم پراخېږي. ځکه پر دې بنسټ راولاړې شوې پوښتنې هم هستيپوهنیز یا Ontological او هم معرفتپوهنیز یا Epistemological منځپانګې مومي. نو لومړۍ پوښتنه دا پیدا کېږي چې <دغه کړاوونه څه دي؟> بیا دا پوښتنه چې < ولې دغه کړاوونه شته؟> او ورپسې دغه دوې بنسټیزې پوښتنې چې زمونږ د بحث اصلي موضوعګانې هم دي، <د دغو کړاوونو په شتون کې د انسان او له طبیعته دباندې د یوه ښېګڼپال موجود یا خدای اړیکې څنګه مانا کېږي؟> او دا چې <د دغو کړاوونو په شتون کې، ژوند څنگه مانا کيږي؟>. د دغو پوښتنو ځواب هغه وخت لاپېچلي شي چې دغه ټول کړاوونه د یوه ښېګڼپال موجود یا خدای په شتون کې مطرح شي.
دا یادونه هم اړینه بولم چې د نوي کرونا وایرس د پیدایښت په اړه لږ تر لږه دوه ډوله عمومي نظریات شته. یوه ډله په دې باور دي چې دغه وایرس مصنوعي دی؛ د انسان بیولوژیکي لابراتوار کې یې په جنيټیک کې ګوتې وهل شوي او د خپرېدو او وژلو وړتیا یې لوړه شوې ده. لنډه دا چې، نوی کرونا وایرس یو انساني محصول دی او د بديپالو انسانانو لهخوا خپلو سټراټیژیکو موخو ته د رسېدا لپاره جوړ شوی دی... . بله ډله بیا په دې باور ده چې د نوي کرونا وایرس پیدایښت یوه بشپړه طبیعي پدیده ده او د انسان لاس په کې په نېغ ډول ورګډ نه دی. دوی هم دا مني چې د دغه وایرس په پیدایښت کې انسان په نانېغ ډول ګډ دی، ځکه د دې وایرس جنيټیکي بدلون د انسان له ورګډېډا پرته شونې نه ده... . د نوي کرونا وایرس مصنوعيتوب او یا طبیعيتوب زمونږ پر بحث کومه ځانګړې اغېزه نه لري. په دې مانا چې په دواړو حالتونو کې زمونږ د بحث د اصلي پوښتنو منځپانګه په خپل ځای پاته کېږي؛ سره له دې چې د پوښتنو په بڼه کې څه نا څه توپیر راځي، خو اصلي موضوعګانې په خپل ځای پاته کېږي.
کړاو هغه جسمي، اروايي او اخلاقي نادوده ده چې له پېښېدا سره یې انسان رنځ احساسوي. کله چې انسان په فزیکي بڼه ژوبل شي، د بېلګې په توګه: ووژل شي، لاس یې مات شي، تبه او د ځان درد ولري، غاښ یې چینجن شي او تور واوړي، او... دغه ټول د جسمي کړاو بېلګې دي. خپګان، سټرس او دې ته ورته نورې ستونزې د اروایې کړاوونو کتار کې راځي. اخلاقي کړاوونه بیا هغه دي چې د جرمونو، جګړو او نورو ټولنیزو ناخوالو په لړ کې انسان ته رنځ ورکوي. د اخلاقو ځیني فیلسوفان نور ژوندي موجودات په ځانګړي ډول پرمختللي حیوانات چې درد او رنځ احساسوي، هم له انسان سره جوخت په دې مفهوم کې مطرح کوي.
کړاو یا طبیعي سرچینه لري او یا هم انساني. د موضوع د لاروښانتیا لپاره، لاندې بېلګو ته پام وکړئ:
سونامي رامنځته شي؛ د سمندر اوبه په ډېرې چټکۍ راپورته شي... ډېر انسانان ووژني، ډېر نور ټپي کړي، کروندې لاندې کړي، ډېر حیوانات او نباتات ووژني، پراخه ویجاړي رامنځته کړي، او داسې نورې ډېرې ستونزې... .
د ځمکې یوه غټه برخه وښویېږي او په یوه ستره شعاع کې لړزه رامنځته کړي؛ ښارونه ویجاړ کړي، ډېر انسان او حیوانات ووژني، نور ډېر ټپیان کړي، په بېلینونو ډالرو تاوان واړوي، او... .
سونامي او زلزله دواړه د طبیعي کړاوونو بېلګې دي. وچکالي، سېلاوونه، توپانونه... یې نورې بېلګې دي.
د انساني کړاو بېلګې په لاندې ډول دي:
جګړه پیل شي؛ په میلیونونو انسانان په کې ووژل شي، ډېر ڼور ټپیان شي، ماشومان یتیمان شي، مندې بورې شي، په زیات شمېر کونډې شي، انساني پانګه ضایع شي، او... .
ظالم پاچا د بې ګناه انسانانو د نیولو، رټلو، ډبولو، زندان ته د اچولو... امر وکړي، زیات شمېر انسانان په بې رحمۍ سره د بېلابېلو ظلمونو ښکار کړي، او... .
د نوي کرونا وایرس خپرېدل که طبیعي کړاو وګڼو او که انساني کړاو، هغه څه چې څرګند دي دا دي چې، زیات انسانان یې ووژل او لایې وژني، زیات شمېر یې په ډېرو بدو رنځونو او دردونو اخته کړي او لا یې اخته کوي، ډېرې سترې مالي سرچینې یې ضایع کړې او لا یې ضایع کوي، ټولنیز ژوند یې ګډوډ کړ او زیاتې اروایي ستونزې یې وزېږولې... .
په دغو بدو شرایطو کې انسان پوښتنه کوي: ولې دغه کړاوونه شته؟ آیا له دغو کړاوونو پرته هستي او ژوند نه شوای رامنځته کېدای؟ اوس چې دا کړاوونه شته، دا نو څنګه ومنم چې خدای یا له طبیعت دباندې کوم ښېګڼپال موجود شته؟ آیا دی نه شي کولای دغه کړاوونه له منځه یوسي، یا یې کم کړي؟ او که دی نه غواړي چې دغه کړاوونه له منځه یوسي، نو ولې یې نه غواړي؟
دین او یا هم زمونږ د غالب اکثریت دیني تفسیر، دغو ټولو پوښتنو ته یو لنډ ځواب لري: خدای خپله ښه پوهېږي. د ایمان په ساحه کې د دغسې ژورو عقلي پوښتنو لنډ ځوابول، نه یواځې سم، چې اړین هم دی. ډېره طبیعي ده چې یو عام مؤمن په دې باور اوسي چې هر څه د خدای په ښېګڼپالو لاسونو کې دي. دی ښه پوهېږي چې څه وکړي، زما په خیر او شر دی ښه پوهېږي. د هر کړاو تر شا یوه ستره ښېګڼه او یو لوی خیر پروت دی، دغې ښېګڼې او خیر ته په دیني ژبه کې حکمت ویل کېږي. حکمت یو ژور دیني مفهوم دی چې له درو برخو جوړ دی: لومړی، د انسان په حیث زما پوهه ډېره کمه ده. زه ډېرې زیاتې نیمګړتیاوې لرم. نه شم کولای په هغو شیانو چې پوهېدل پرې ډېرې او ژورې پوهې ته اړتیا لري، پوه شم. دوهم، خدای په هر څه پوه دی. پوهه یې مطلقه ده. دی په هغو ټولو شیانو پوهه لري چې زما له حواسو او عقله دباندې دي. دریم، خدای تل زما ښېګڼه غواړي. نو پایله دا چې، خدای چې هر څه کوي دی خپله پرې ښه پوهېږي، آن د هر کړاو تر شا یوه ستره ښېګڼه پرته ده.
حکمت د ایمان او تسلیم پر بنسټ مانا کېږي، د مؤمن کس له شخصي تجربو سرچینه اخلي او په استدلال د اثبات وړ نه دی. نو، حکمت نګه دیني-ایماني او ناعقلي مفهوم دی؛ دا نه چې حکمت ضدعقلي مفهوم دی، موخه مو دا ده چې د استدلال له لارې د اثبات او نفیې وړ نه دی. دغسې نور ډېر مسایل هم لرو چې ناعقلي دي، لکه د هنرونو، ښایست او دو ته ورته موضوعګانې. له یوې تابلو سره لېوالتیا د عقل او استدلال له لارې د اثبات وړ نه ده، ذوق او خوند غواړي. نو تخیل، ذوق او ښایست ناعقلي مفهومونه دي، نه ضدعقلی.
خو دغه پوښتنې عقلي منځپانګه هم لري: ولې دغه کړاوونه شته؟ آیا له دغو کړاوونو پرته هستي او ژوند نه شوای رامنځته کېدای؟ اوس چې دا کړاوونه شته، نو دا څنګه ومنم چې خدای یا له طبیعت دباندې کوم ښېګڼپال موجود شته؟ آیا دی نه شي کولای دغه کړاوونه له منځه یوسي، یا یې کم کړي؟ او که دی نه غواړي چې دغه کړاوونه له منځه یوسي، نو ولې یې نه غواړي؟ نو ځکه عقلي ځوابونه هم لري. د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو دیانتلرونکو فیلسوفانو، حکیمانو او کلامیانو له خوا بېلابېل عقلي ځوابونه ورکړل شوي دي.
دریم: د کړاو یا شر ستونزه The Evil Problem څه ده؟
مخکې له دې چې د کړاو ستونزه وڅېړو، اړینه ده چې د "خدای" په مفهوم لنډې خبرې ولرو. په یوه عام تعریف کې، خدای له طبیعته دباندې هغه موجود دی چې پر طبیعت اغېز لري، انسان ورته په سپېڅلتيا قایل دی، وړتیاوې لري او انسان په بېلابېلو ډولونو ورسره اړیکه نیولی شي. دغه سپېڅلی موجود د تاریخ په اوږدو کې د آسماني او ځمکني دینونو او هم د نادیني انساني تفکر له لارې په بېلابېلو بڼو پېژندل شوی او انسانانو ته ورپېژندل شوی دی. د دغو آسماني دینونو یوې ټولګې ته "ابراهیمي دینونه" ویل کېږي، چې یهودیت، عیسویت او اسلام په کې شامل دي. په دغو دینونو کې خدای لپاره لږ تر لږه درې صفتونه ورکړل شوي دي:
- خدای په هر څه پوه دی، عالِم مطلق یا نګه پوه دی
- خدای د هر څه په کولو ځواکمن دی، قادر مطلق یا نګه ځواکمن دی
- خدای ډېر زیات ښېګڼپال دی، رحیم مطلق یا نګه ښېګڼپال دی
د ابراهیمي دینونو خدای دغه درېواړه صفتونه په مشترک ډول لري. په دغه بحث کې چې هر ځای له خدایه یادونه کېږي، منظور مو دغه د ابراهیمي دینونو خدای دی چې پورته ذکر شوي درېواړه صفتونه لري.
دوهمه موضوع دا ده چې دغه د ابراهیمي دینونو خدای یوه بله ځانګړنه هم لري؛ د دغه خدای وړتیاوې د منطقي شونتیا په پولو کې مطرح دي. منطقي شونتیا، په دې مانا چې یوه ځانګړې چاره د تر سره کېدوعقلي امکان ولري. منطقي شونتیا د یوې بېلګې له لارې لاروښانه کوو. ویل کېږي چې یو کس د اسلام څلورم خلیفه علي نه وپوښتل: تاسو په دې باور یئ چې خدای هر څه کولای شي، نو آیا خدای کولی شي چې د هستۍ له کوچني کولو او یا د چرګې د هګۍ له غټولو پرته، ټوله هستي په دغه هګۍ کې ځای کړي؟ علي ورته وویل: خدای ناتوان نه دی، او دغه څه چې ته وايې شونې نه ده. مانا دا چې د هستۍ له کوچني کولو او یا د هګۍ له غټولو پرته دا کار منطقي شونتیا نه لري، نو ځکه خدای ته هم شونې نه ده چې دغه کار دې وکړي. د ابراهیمي دینونو په ځینو الهیاتي-کلامي ډلو کې خدای د منطقي شونتیا په پوله کې بند نه دی، او په منطقي لحاظ د ناشونو چارو د کولو وړتیا هم لري. په دغه بحث کې چې هر ځای له خدایه یادونه کېږي، منظور مو د منطقي شونتیا په پولو کې دننه خدای دی، نه هغه چې د منطقاً ناشونو چارو د تر سره کولو وړتیا لري.
نو، هغه خدای چې یا یې پوهه او یا یې ځواک کم وي، او یا یې هم ښېګڼه کمه وي؛ همدارنګه، هغه خدای چې د منطقاً ناشونو چارو د تر سره کولو وړتیا لري، زمونږ له بحثه دباندې دی. مانا دا چې د کړاو ستونزه د دغه ډول خدای په اړه مطرح نه ده.
د کړاو ستونزه د ځینو فیلسوفانو لهخوا د نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال، او د هغه خدای چې د منطقي شونتیا په پولو کې محدود دی، د نشت د اثبات لپاره وړاندې شوې ده. دغه ستونزه دوې منطقي-قیاسي او استقرايي بڼې لري چې په لاندې ډول لاروښانه کېږي.
د کړاو د ستونزې منطقي-قیاسي بڼه
د کړاو د ستونزې منطقي-قیاسي بڼه د یوناني فیلسوف اېپیکورس لهخوا ۳۵۰ کاله مخکې له میلاده وړاندې شوه او وروسته بیا د نورو فیلسوفانو په ځانګړې توګه اتلسمه زېږدیزه پېړۍ کې د سکاټلېنډي فیلسوف ډېوېد هیوم په هڅو لاپراخه شوه. د کړاو ستونزې منطقي-قیاسي بڼه په دې عقلي-معرفتي لټه کې ده چې د کړاو او د خدای د شتون تر منځ منطقي ناسازګاري یا نااړخي رابرسېره کړي، او له دې لارې دا په کلکه ثابته کړي چې "د کړاو په شتون کې د خدای شتون، په منطقي لحاظ ناسازګاره یا نااړخه دی".
مخکې له دې چې د کړاو ستونزې قیاسي استدلال وڅېړو، اړینه ده چې د قیاسي استدلال بڼه په یوه ساده مثال کې د موضوع د لاروښانتیا لپاره وړاندې شي:
- هر انسان مري
- توریالی یو انسان دی
- توریالی مري
منطقپوهان د استدلال د دغې بڼې په اړه وايي: که چېرې (۱) او (۲) سمې څرګندونې وي، نو د (۳) څرګندونې سموالی منطقاً اړین دی.
د کړاو ستونزې د قیاسي استدلال بڼه په لاندې ډول ده:
- د یوه نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال خدای په شتون کې د کړاو شتون ناشونې ده
- کړاو شته
- نو، نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال خدای نشته.
همدارنګه، که کرونا یو کړاو ومنو، نو د استدلال دغه بڼه د کرونا په پام کې نیولو سره داسې وړاندې کېږي:
- د یوه نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال خدای په شتون کې د کرونا شتون ناشونې ده
- کرونا شته
- نو، نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال خدای نشته.
پورته مو وویل چې که د دغه استدلال (۱) او (۲) سمې څرګندونې وي، نو عقل حکم کوي چې (۳) ناسم نه شي کېدای. په دغه استدلال کې (۱) څرګندونه ډېره مهمه ده، ځکه چې د استدلال کوونکي اصلي ادعا یا دریځ دغلته دی او (۲) او (۳) څرګندونې د (۱) څرګندونې پر بنسټ رامنځته کېږي.
خپل بحث ته په دې بڼه ادامه ورکوو چې کرونا د کړاو یوه بېلګه ده، نو دغه بحث کې هر ځای د کړاو پر ځای کرونا کاروو، مانا دا چې خپل بحث له عمومي حالته کرونا ته ځانګړی کوو تر څو اوسني لوستونکي ته موضوع لاډېره روښانه وي. د دغه استدلال د (۱) څرګندونې د لاروښانتیا او د دغه دریځ د اثبات په پار بېلابېلو فیلسوفانو لاندې وضاحتونه وړاندې کړي دي:
- نګه پوه خدای له کرونا خبر دی
- که چېرې دغه خدای له کرونا خبر نه دی، نو پوهه کې یې کمی دی
- نګه ځواکمن خدای د کرونا د مخنیوي وړتیا لري
- که چېرې دغه خدای د کرونا مخه نه شي نیولای، نو ځواک کې یې کمی دی
- نګه ښېګڼپال خدای د خپلې ښېګڼې له مخې د کرونا مخه نیسي
- که چېرې دغه خدای له کوم منطقي/اخلاقي دلیل پرته د کرونا مخه نه نیسي، نو ښېګڼه کې یې کمی دی؛ نو په هغه ډول چې ادعا کېږي، نشته.
نو څرګنده شوه چې د دغه استدلال اصلي دریځ په (۶) څرګندونه کې دی. نګه پوه خدای چې په کرونا خبر دی او نګه ځواکمن خدای چې د کرونا مخه نیولای شي، که چېرې د کوم منطقي/اخلاقي دلیل له مخې چې د ده له نګه ښېګڼپالنې سره نااړخ نه وي، کولای شي کرونا ته اجازه ورکړي. دغه اجازه به د ده په شتون او درېګونو صفتونو کې کومه ستونزه پیدا نهکړی، ځکه دی ورته دلیل لري.
دغه منطقي/اخلاقي دلیل چې د خدای له نګه ښېګڼپالنې سره نااړخ هم نه دی، څه دی؟ د دغې پوښتنې د ځواب او د دغه دلیل د موندلو لپاره بېلابېلو کلامیانو او فیلسوفانو بېلابېلې هڅې کړي، او ځوابونه یې وړاندې کړي دي. د دغو دلیلونو یوه ډله د الهیاتي کلامیانو لهخوا وړاندې شوي چې تر ډېره شهودي-تجربي منځپانګه لري. د کلامیانو لهخوا وړاندې شوي دلیلونه په دې ډول دي: د ښېګڼې د پېژندلو لپاره د کړاو شتون اړین دی. د بېلاري انسان د ګواښلو لپاره د کړاو شتون اړین دی. د انسان د ودې لپاره د کړاو شتون اړین دی. د قیامت د ورځې شتون د کړاو شتون اړین کوي. د هستۍ مادي جوړښت د کړاو شتون اړین کوي. د دغو دلیلونو پر وړاندې نور داسې دلیلونه وړاندې شوي چې دغه دلیلونه ننګوي او پیکه کوي. د دغو دلیلونو او ننګونو څېړل زمونږ د بحث موضوع نه ده.
د دغو دلیلونو یوه برخه د فیلسوفانو لهخوا وړاندې شوې چې عقلي-معرفتي منځپانګه لري. په دغو کې د واک یا اختیار دلیل تر نورو ډېر پیاوړی دی، نو دغه دلیل په لاندې ډول څېړو.
د کړاو د ستونزې د هوارولو لپاره د واک یا اختیار دلیل
واک یا اختیار ډېر پخوانی فلسفي مفهوم دی. د دې مفهوم مانا دا ده چې موجودات او له ډلې یې انسان، واکمن یا اختیارمن دي. انسان اراده لري، او دغه اراده یې خپلواکه ده؛ مانا دا چې انسان اختیارمن دی او هر څه چې یې زړه غواړي کوي/کولای شي. مخکې مو وویل چې که ثابته شي چې خدای د کړاو/کرونا مخه د یوه منطقي/اخلاقي دلیل په لرلو سره نه نیسي، نو د کړاو ستونزه هوارېږي او د خدای شتون او هم یې درېګوني صفتونه له نفی خوندي کېږي. ډېری فیلسوفان په دې باور دي چې د موجوداتو اختیارمن اوسېدل د کړاو د شونتیا په مانا ده؛ او، په یوې داسې هستۍ کې چې اختیارمن موجودات شتون لري، د کړاو د شتون پر وړاندې خدای یو منطقي/اخلاقي دلیل لري. مانا دا چې که موجودات اختیار لري چې څه غواړي وکړي، نو کولای شي کړاو هم رامنځته کړي. د واک دلیل د هغو کړاوونو د شتون پر وړاندې چې انساني سرچینه لري، په بشپړه توګه قانع کوونکی دلیل دی. خو د طبیعي کړاوونو شتون څنګه کېږي؟ ډېری فیلسوفان د واک دلیل د طبیعت لپاره هم کاروي، دا چې څنګه؟ فکر کوم د دې توضېح د دغې لنډې لیکنې له توانه پورته ده. همدارنګه، د اختیار په مفهوم او د شتون په منطق کې یې هم بحثونه شته، او دا چې آیا د موجوداتو له اختیارمنتوبه د کړاو د ستونزې د هوارۍ لپاره ګټه پورته کېږي کنه، هم د بحث وړ دی. د اوس لپاره په همدغومره موضوعاتو بسنه کوو، او د دغو موضوعګانو تفصیلي څېړنه بل وخت او بلې لیکنې ته پرېږدو. د دغې لیکنې پای کې په دې اړوند د لازیاتې مطالعې په پار ځیني سرچینې درپېژنم چې لېواله دوستان کولای شي په مرسته یې دغه بحث وغزوي.
نو د موجوداتو اختیار، د کړاو ستونزه د دغې ستونزې په قیاسي استدلال کې د یوې بلې څرګندونې په زیاتولو سره په لاندې ډول هواروي:
- نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال خدای د کړاو/کرونا د شتون لپاره یو منطقي/اخلاقي دلیل (د موجوداتو اختیارمنتوب) لري
- نو د دغه خدای په شتون کې د کړاو/کرونا شتون شونې ده
- نو، نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال خدای شته.
پایله دا چې، د کړاو ستونزه یا The Evil Problem د خپلې بنسټېزې ادعا چې "د کړاو شتون او د خدای د شتون تر منځ منطقي نااړخي" ده، د اثبات په برخه کې د قیاسي استدلال له لارې د اوس لپاره پاته راغلې یا لږ تر لږه د ځینو په اند پاته راغلې، او یا هم لږ تر لږه کمزورې شوې او اثبات یې لاډېرو دلیلونو ته اړه ده.
د اختیار دلیل او د کړاو د ستونزې د قیاسي اثبات ناتوانۍ ته په کتلو سره ځینو معاصرو فیلسوفانو د کړاو د ستونزې استقرايي اثبات ته مخه کړې، چې دوې مهمې بڼې یې د دې لیکنې ادامه کې څېړو.
د کړاو د ستونزې استقرايي بڼه
د موجوداتو اختیارمنتوب، د کړاو د ستونزې د منطقي-قیاسي بڼې پر بنسټ د کړاو د شتون او د خدای د شتون تر منځ د نااړخۍ په ثابتولو کې پاتې راوسته. نو ځکه ډېری خدایناباوره فیلسوفان د خدایناباورۍ د عقلي توجیه لپاره نورو لارو چارو ته مخه کړه. معاصر خدایناباوره فیلسوفان په دې باور دي چې، سره له دې چې منطقي-قیاسي استدلال د کړاو په شتون کې د خدای شتون نه شي نفیه کولای، خو د کړاو ستونزه کې تر اوسه هم داسې څه شته چې له مخې یې یو خدایناباوره کس کولای شي د خپل باور د عقلي دفاع لپاره ترې ګټه پورته کړي. نو، دغو فیلسوفانو د کړاو ستونزې استقرايي بڼه رامخ ته کړه. د کړاو ستونزې استقرايي بڼه په دې مانا ده چې، دې نړۍ کې داسې کړاوونه شته چې له مخې یې داسې اټکل کېدای شي چې دغه هستي به د یوه نګه ځواکمن، نګه پوه او نګه ښېګڼپال خدای محصول نه وي، یا دغه خدای به یې نه مدیریت کوي او یا دا چې دغه خدای به اوس په دې نړۍ کې فعال حضور نه لري. نو څرګنده شوه چې د کړاو د ستونزې استقرايي استدلال په اټکلونو ولاړه ده او پایله یې د خدای نفیه نه ده، بلکې د خدایناباورۍ لپاره د یوه عقلي بنسټ موندل دي.
د کړاو د ستونزې استقرايي استدلال په بېلابېلو بڼو وړاندې شوی، دوې بڼې یې د "کړاو استقرايي-اټګلي بڼه او د کړاو استقرايي-قرینهيي بڼه" تر ټولو ممې دي، چې لاندې یې څېړو.
استقرايي-اټکلي استدلال
په دې استدلال کې بنسټیزه موضوع یو احتمال یا اټکل دی. د دې استدلال ریښهيي ادعا داسې ده: له کړاوه ډکې هستۍ ته په پام "خدای نشته" باور د "خدای شته" باور په پرتله، زیات عقلاني دی؛ نو اټکل دا دی چې خدای نشته. د دوی د ادعا د لاروښانتیا لپاره لاندې بېلګې ته پام وکړئ:
ستاسو مخې ته یو کور دی چې دیوالونه یې کاږه دي، انګړ او کوټې یې کږېوږې دي، رنګ شوی نه دی، له خامو خښتو یې د خارو ټوټې رالوېږي، دروازې نه لري، چې کله یې کوټو ته ننوځئ نو باید کښینئ ځکه چتونه یې ټیټ جوړ شوي، او داسې نور... اوس نو تاسو ته د دې کور د خټګر په اړه دوه باورونه وړاندې کېږي: (۱) د دغه کور خټګر ډېر تکړه انجنیر دی. (۲) د دې کور خټګر بېسواده او ګګنس سړی دی. د اټکلي استدلال له مخې، د (۱) باور منلو په پرتله د (۲) باور منل ډېر زیات عقلاني دی، نو اټکل دا دی چې دغه کس به رښتیا هم بېسواده او ګګنس وي.
په دغه استدلال کې د "اټکل" مفهوم یو څه ګونګ دی؛ نو له پرلهپسې نیوکو وروسته، د دې استدلال وړاندې کوونکو د "اټکل" د روښانه کولو لپاره درې بېلابېل تعبیرونه وړاندې کړل، چې په لاندې ډول دي:
- اټکل د شخصي باور په مانا: ځينو وویل چې دې استدلال کې له اټکله موخه، شخصي باور دی. نو په دې بڼه کې د استدلال اصلي ادعا په دې ډول وړاندې کېږي: له کړاوه ډکې هستۍ ته په پام "خدای نشته" باور د "خدای شته" باور په پرتله، "زما له نظره" زیات عقلاني دی؛ نو "زما" اټکل دا دی چې خدای نشته.
- اټکل د احصائیوي یا شمېرپوهنیز باور په مانا: ځینو وویل چې دې استدلال کې له اټکله موخه، شمېرپوهنیز اټکل دی. نو په دې بڼه کې د استدلال اصلي ادعا په دې ډول وړاندې کېږي: له کړاوه ډکې هستۍ ته په پام "شمېرپوهنېز اټکلونه د خدای نشته" باور د "خدای شته" باور په پرتله، زیات عقلاني ښیي؛ نو د شمېرپوهنیزو اټکلونو پر بنسټ، دا اټکل کېږي چې خدای نشته.
- اټکل د مخکیني باور په مانا: ځینو وویل چې د دې استدلال اټکل د یوه مخکیني باور پر بنسټ رامنځته کېږي. نو له اټکله موخه، مخکینی باور دی. نو په دې بڼه کې د استدلال اصلي ادعا په دې ډول وړاندې کېږي: له کړاوه ډکې هستۍ ته په پام "خدای نشته" باور د "خدای شته" باور په پرتله، د کړاو د شتون د مخکیني باور پر بنسټ ډېر عقلاني دی؛ نو مخکینی اټکل دې اټکل ته لار هواروي چې: خدای نشته.
کله چې د اټکل مفهوم د استدلال کوونکو لهخوا روښانه شو نو د دې استدلال اصلي څېره ښکاره شوه او د نورو فیلسوفانو لهخوا د استدلال د اټکلي بڼې هر مفهوم ته ځوابونه وړاندې شول. دغه ځوابونه په لاندې ډول دي:
- که چېرې اټکل، شخصي باور وي، نو دوهم کس هم کولای شي خپل شخصي باور د لومړي کس د شخصي باور په ضد کې وړاندې کړي، او دغسې نور ډېر کسان... بیا نو د شخصي باور پر بنسټ د عقلي استدلال لمن دومره غزېږي چې راټولول یې شونې نه ده. همدارنګه، دغه استدلال منطقاً د منلو وړ نه دی، ځکه له شخصي باورونو سرچینه اخلي، نه له ناپېیلي عقله. نو دا استدلال د منلو وړ نه دی.
- که چېرې اټکل، شمېرپوهنیز باور وي، نو د دغه استدلال وړاندې کوونکي دې د شمېرل شوو نړۍګانو شمېر او د شمېرلو د میټوډولوژۍ وضاحت وکړي! چې نه یې شي کولای... بله دا چې په فلسفي مسایلو کې د شمېر پر بنسټ پایله اخیستل شونې نه ده، کنه نو فلسفه خپل مفهوم له لاسه ورکوي... . نو په دې ډول ثابته شوه چې د اټکلي استدلال شمېرپوهنیز بنسټ هم کمزوری دی او کومه پایله پرې نه جوړېږي.
- که چېرې اټکل، مخکینی باور وي، نو دغه مخکینی باور باید له اټکل وړاندې ثابت شي؛ کنه نو د منلو نه دی. بله دا چې، که بل څوک، د کوم بل مخکیني باور پر بنسټ بل اټکل وکړي او پایله یې د لومړي اټکل ضد وي، بیا؟ نو څرګنده شوه چې د مخکیني باور پر بنسټ د اټکلي استدلال لار ډېره لنډه او کومه پایله پرې نه جوړېږي.
له دغو ځوابونو وروسته، فیلسوفانو د کړاو ستونزې د اثبات لپاره د استقرايي-اټکلي استدلال دوسیه وتړله او نورو هڅو ته یې مخه کړه. د دغو فیلسوفانو له ډلې امریکایی وېلیم رو استقرايي-قرینهيي استدلال وړاندې کړ چې لاندې پرې بحث کوو.
استقرايي-قرینهيي استدلال
وېلیم رو په دې باور دی چې د کړاو د ستونزې منطقي-قیاسي استدلال د کړاو د شتون او د خدای د شتون تر منځ د نااړخۍ په ثابتولو کې پاته راغلی؛ یانې خدای د کړاو د نهمخنيوي لپاره منطقي/اخلاقي دلیل لري. د وېلیم رو له نظره دغه منطقي/اخلاقي دلیل کېدای شي د موجوداتو اختیارمنتوب وي او کېدای شی دغه استدلال وي چې هر کړاو د یوه بل ستر کړاو مخه نیسي، او یا هم د یوې سترې ښېګڼې اړین شرط دی... . خو له دې ټولو سره، که د کړاو د ستونزې په منطقي-قیاسي استدلال کې د ځینو نورو قرینو او شواهدو په ورګډولو سره دغه استدلال پیاوړی کېږي او پایله کې دا ویلی شو چې: داسې ښکاري چې د کړاو په پام کې نیولو سره ځینې قرینې او شواهد د خدای په نهشتون باور عقلاً توجیه کوي، نه دا چې د خدای نهشتون ثابتوي.
وېلیم رو د کړاو د ستونزې د منطقي-قیاسي استدلال بڼې ته داسې بدلون ورکوي:
- که چېرې نګه پوه، نګه ځواکمن او نګه ښېګڼپال خدای وي نو دروند کړاو به نه وي
- دروند کړاو شته
- نو نګه پوه، نګه ځواکمن او نګه ښېګڼپال خدای نشته.
د وېلیم رو له نظره "دروند کړاو" هغه کړاو دی چې اړین نه دی، د بل ستر کړاو مخه نه نیسي او د کومې سترې ښېګڼې لپاره اړین شرط نه دی، یا شواهدو او قرینو ته په کتو لږ تر لږه دغسې ښکاري. دی د درانه کړاو د مفهوم د لاروښانتیا لپاره لاندې بېلګه وړاندې کوي:
له انسانمېشتو سیمو لرې په یوه ځنګله کې اور بل شي، د اور لمبې د یوې کوچنۍ هوسۍ د بدن ځینې برخې وسوځوی، اور دومره تیز نه وي چې دغه هوسۍ ځای پر ځای ووژني، او هوسۍ څو پرلهپسې ورځې په ډېر ځوروونکي کړاو کې تېروي او بیا مري. که دا ومنو چې د ځنګله اور اخیستو ته خدای کوم منطقي/اخلاقي دلیل لري، د بېلګې په ډول د کوم ستر کړاو مخه نیسي او یا هم د کومې سترې ښېګڼې د رامنځته کېدو اړین شرط دی... خو دغه ځوروونکی مرګ څنګه؟ دغه ځوروونکی مرګ د درانه کړاو یوه بېلګه ده.
د وېلیم رو له نظره، دغه ډول درانه کړاوونه ډېر زیات پېښېږي. نو پایله دا چې د درانه کړاو په شتون کې د نګه پوه، نګه ځواکمن او نګه ښېګڼپال خدای شتون چندانې شونې نه ده، نه دا چې نشته؛ یانې داسې ښکاري چې نه به وي.
د وېلیم رو د دغه استدلال پر وړاندې ډېر ځوابونه وړاندې شوي دي، د دغو ټولو ځوابونو د مطالعې لپاره مینوال کولای شي د دې لیکنې د دې برخې په پای کې راغلې سرچینې وګوري. دلته یې په دوو مهمو هغو بحث کوو. لومړی دا چې، په دې استدلال کې د درانه کړاو مفهوم ګونګ دی او استدلال کوونکي باید دغه مفهوم روښانه کړي. یانې، دا پوښتنې باید ځواب شي: دروند کړاو څه مانا؟ یو کړاو له کوم ځایه وروسته د درانه کړاو بېلګه کېدای شي؟ ځنګه پوه شو چې یو ځانګړی کړاو، دروند کړاو دی؟ او دوهم دا چې، په دې استدلال کې خدای، نګه پوه پېژندل شوی، نو که دغسې وي بیا خو د انسان د پوهې چې محدوده ده او د خدای د پوهې چې نامحدوده ده، تر منځ ستر توپیر دی. نو که نګه پوه خدای د دغه کار دلیل، محدود پوه انسان ته وړاندې هم کړي، دی به پرې پوه نه شي. دغه توپیر معرفتپوهنیزه منځپانګه لري؛ یانې په دغه معرفتپوهنیز اصل ولاړ دی چې د یوه شي د نه مالومېدو څخه دا پایله اخیستل چې دغه شی نشته، هغه وخت سم دی چې که هغه شی وي او کتونکي ته وړاندې شي، دی یې وشي لیدلي. لاندې بېلګه د دې معرفتپوهنیز اصل د لاروښانه کېدو سره مرسته کوي:
پلار خپل ماشوم ډاکټر ته بیايي تر څو د واکسين ستن ورته ولګوي، ستن لګېدل بدن ته درد او رنځ ورکوي، ماشوم له ځان سر وايي چې پلاره! یا ډاکټره! دغه بېګټې رنځ ولې راکوې؟ اوس نو که پلار یا ډاکټر دغه ماشوم ته د دې رنځ ګټې ووايي، نو ماشوم به پرې پوه شي؟ ځواب، نه دی. ځکه د پلار او ډاکټر د پوهې او د ماشوم د پوهې تر منځ ستر توپیر شته.
تر دې ځایه مو د کړاو د ستونزې بېلابېل استدلالونه وڅېړل او د اوس لپاره دې پایلې ته ورسېدو چې د کړاو ستونزه په منطقي-قیاسي او هم استقرايي بڼو د خدای د شتون د نفیې په برخه کې ناتوانه دی. لږ تر لږه د څه کم ټولو خدایباورو او خدایناباورو فیلسوفانو دغه دریځ دی. نو پایله دا چې کرونا د یوه طبیعي او یا هم انساني کړاو په بڼه د یوه نګه پوه، نګه ځواکمن او نګه ښېګڼپال خدای د نه شتون په مانا نه ده.
څلورم: کرونا او د ژوند مانا
د دې لیکنې په لومړۍ برخه کې یوه پوښتنه داسې هم وه: ولې کړاو شته؟ یانې، کړاو څنګه مانا کېږي چې هستۍ کې یې شتون ومنل شي او یا منطقاً وزغمل شي؟ د دې پوښتنې څېړل او د ځوابولو هڅه یې ځکه مهمه ده چې کرونا هم یو کړاو دی، او ننی انسان باید دغه کړاو (کرونا) ځان ته مانا کړي، تر څو کرونا ورته د هستۍ/ژوند د یوې برخې په توګه د زغملو وړ شي. خو مخکې له دې چې دغه پوښتنې وڅېړو او د ځوابولو هڅه یې وکړو، د "ژوند مانا" پر مانا/مفهوم بحث کوو.
د ژوند د مانا په اړه بحث، فلسفي منځپانګه لري. یانې، دغه پوښتنه چې د ژوند مانا څه ده، او ځوابونه یې متافزیکي منځپانګه لري. له تاریخي اړخه دغه ځانګړی متافزیکي مفهوم (د ژوند مانا) ډېر مډرن دی؛ یانې، مډرنه فلسفه کې د ځانګړي مفهوم په بڼه مطرح کېږي. کلاسیکه فلسفه کې که څه هم د دې مفهوم پر شاوخوا ژور بحثونه شوي، خو دغه مفهوم په کې د یوه ځانګړي فلسفي مفهوم په توګه نه دی مطرح شوی. د ژوند مانا هغه وخت ډېر مهم شو چې په نړۍ یا په ځانګړې توګه لوېدیځه نړۍ کې دین یا د دین برلاسي وننګول شوه. داسې چې مډرن انسان ته د دینونو لهخوا وړاندې شوي ستر روایتونه، نور په یواځې ډول ژوند ته د مانا ورکولو سرچینې نه وې... کله چې د دین مانايي برلاسي وننګول شوه او ورپسې له ټولنیز ژونده ګوښی شو، نو مډرن انسان ته دا پوښتنه پیدا شوه چې، د دیني ستر روایتونو پرته د ژوند د مانا سرچینه څه ده؟ دغه بحث په همدې لیکنه کې په تفصیل څېړل کېږي.
د "ژوند مانا" لغوي څېړنه هم اړینه ده؛ په دغه مفهوم کې، ژوند یانې څه؟ مانا یې څه؟ دغه مفهوم کې، ژوند درې ماناوې لرلای شي. لومړی: د یوه کس ژوند، چې د ده له مرګ سره ختمېږي، دوهم: د ټولو انسانانو ژوند او له هستۍ سره یې پرتلیزه منځپانګه، او دریم، د انسان په ګډون ټوله هستي. دې بحث کې "ژوند" په ډېر پراخ مفهوم کارول کېږي، چې یاد شوي درېواړه مفهومونه په ځان کې رانغاړي. همدارنګه، د "ژوند مانا" په مفهوم کې "مانا" یانې څه؟ دغه مفهوم کې، "مانا" درې ماناوې لرلای شي. لومړی: د ژوند موخه، دوهم: د ژوند ارزښت، او دریم: د ژوند ګټه. دې بحث کې "مانا" په یوه وخت کې دغه درېواړه مفهومونه لري. یوه بله یادونه هم اړینه ده او هغه دا چې: زمونږ دیني فرهنګ کې "مانا" او "معنویت" دواړه د عربي ژبې د "معنا" له ریښې راځي او دې کار یو ګډوډی رامنځته کړی. انګلیسي ژبه کې د مانا مفهومي معادل Meaning دی، او د معنویت لپاره Spirituality کارول کېږي. زمونږ دیني فرهنګ کې دغه مفهومي ګډودی د دې لامل شوی چې ډېری وخت دغه مفهومونه سره تېروبېر کاروو، چې د موضوع د پېچلتیا او ګونګوالي لامل ګرځي. د بېلګې په توګه، که څوک معنوي یا Spiritual نه وي، یانې نفلونه او اذکار... او یا نور دیني عبادتونه نه کوي، آیا د ده ژوند بې مانا دی؟ نه، ځکه کېدای شي دی خپل ژوند ته داسې مانا یا Meaning ولري چې د معنویت بېلګې په کې نورې وي... . همدارنګه، ځیني وخت ویل کېږي: لوېدیځه نړۍ د معنویت له تشې یا د نشت له بحران سره مخامخ دی. د دې جملې دوې ماناوې کېدای شي: لوېدیځه نړۍ معنوي یا Spiritual نه ده، یا هم لوېدیځه نړۍ د ژوند لپاره د مانا یا Meaning له تشې او یا د نشت له بحران سره مخ ده. د دې جملې لومړۍ بڼه د -ختیځ په پرتله- کېدای شي سمه وي، خو دویمه بڼه یې همغومره ناسمه ده لکه د ختیځې نړۍ په اړه چې به ناسمه وي.
فلسفه کې د دغې پوښتنې "د ژوند مانا څه ده؟" په متن کې دوه ستر لیدلوري شته. لومړی، ژوند مانا لري؛ دغه لیدلوری د فلسفې د دوو سترو جریانونو طبیعتپالنه Naturalism او پارانچرلیزم Para naturalism لهخوا وړاندې شوی. دوهم، ژوند مانا نه لري؛ دغه لیدلوري ته فلسفه کې تشپالنه Nihilism ویل کېږي. دینونه او له ډلې یې ابراهیمي دینونه، د خدای او انساني روح د شتون د منلو پر بنسټ د د فلسفې د پارانېچرل جریان کې حسابېږي. طبیعتپالان بیا پر علم تکیه دي، او ژوند د علم له لارې مانا لرونکی ګڼي. د لومړي لیدلوري د جریانونو له نظره، د ژوند مانا له مخکې شته او انسان د دغه مانا د پېژندلو هڅه کوي. یانې، یا د خدای لهخوا د دین له لارې دغه مانا رالېږل شوې او یا هم د علم او علمي هڅو له لارې پېژندل کېږي. خو د تشپالنې د جریان له نظره، ژوند مانا نه لري، نو له مخکې وړاندې شوې مانا خو بېخي نشته، او هر انسان کولای شي په فردي ډول خپل ژوند ته مانا وزېږوي، که یې لازمه ګڼله. همدارنګه، د لومړي جریان له نظره انسان له مخکې ټاکل شوی ماهیت لري او د ده ژوند د دغه ماهیت د پیدا کولو او دغه ماهیت ته د ودې ورکولو لپاره د هڅو په مانا ده. تشپالي بیا په دې باور دي چې انسان له مخکې ټاکل شوی ماهیت نه لري، انسان "وجود" دی، او دغه وجود پر ماهیت مخکې کې دی، نو انسان په خپله خپل ماهیت جوړوي.
د "ژوند مانا" بحث نور نه غزوو. مینوال کولای شي د دې لیکنې په پای کې د راغلو سرچینو په مرسته د دغه بحث په نورو برخو ځانونه پوه کړي.
مخکې مو وویل چې نوی کرونا وایرس یو کړاو دی، بیا مو وپوښتل چې دغه کړاو ولې شته؟ د شتون مانا یې څه ده؟ ژوندانه کې د دې کړاو شتون څنګه مانا کېږي؟... د دې ټولو پوښتنو موخه دا ده چې انسان غواړي، خپل ژوند د کرونا په شتون کې داسې مانا کړي چې د کرونا کړاو د ده له ژوند سره اړخ ولګوي یا سازګاره شي. او دا کار ځکه کوي چې په فزیکي لحاظ رنځ ورته آسانه شي، د اروايي ځور پر وړاندې پیاوړی شي، او اخلاقي ستونزې ورته پیدا نه شي.
د کرونا د کړاو د مانا کولو په برخه کې، د دین او په ځانګړې توګه د ابراهیمي دینونو ځواب یا دیني حللاره ډېره روښانه ده، داسې چې: ژوند، انسان او هستي درېواړه خدای پیدا کړي. خدای نګه پوه، نګه ځواکمن او نګه ښېکڼپال دی، نو د کرونا د کړاو تر شا کوم لوی حکمت پروت دی، چې خدای پرې ښه پوهېږي. انسان په دې هستۍ کې تر ازموینې لاندې دی؛ د کرونا د کړاو پر وړاندې یې صبر ازمویل کېږي، او د دغه صبر په بدل کې ورته اجرونه او جنتونه ورکول کېږي... همدارنګه، خدای انسان ته عقل ورکړی، تر څو د دغه کړاو پر وړاندې ودرېږي او له دغه کړاوه ځان او نور خلاص کړي، او په دغه برخه کې چې څومره هڅې کوي، همغومره یې د خدای پر وړاندې درجې لوړېږي... . نو پایله دا چې، د کرونا کړاو د انسان د معنوي پوخوالي او د تقوا د لاټینګښت په پار یوه پلمه ده... او په دې ډول، مؤمن انسان ته د دې کړاو زغمل آسانه کېږي؛ یانې، د کرونا کړاو د ده ژوند کې په مانایې اړخ لګولو یا سازګارۍ سره منل کېږي.
د کرونا کړاو د مانا کولو په برخه کې، د طبیعتپالو دریځ هم د علمي هڅو پر بنسټ ډېر روښان دی. داسې چې، انسان د هستۍ د یوې برخې په توګه د دې نړۍ د طبیعي قوانینو په چوکاټ کې خپل ژوند تېروي. طبیعت، د طبیعي قوانینو پر بنسټ ډېرې ښېګڼې او هم کړاوونه لري. د طبیعت له ژورو څېړنو داسې ښکاري چې دغه کړاوونه د مادي طبیعت اړینه برخه ده، یانې له دغو کړاوونو پرته طبیعت په دغه مادي بڼه نه شوای رامنځته کېدای. دغه طبیعت، انسان ته د عقل ځواک وربښلی، او انسان د دغه ځواک د کارولو او هڅو پر بنسټ له طبیعي کړاوونو ځان خوندي کوي او یا د طبیعي کړاوونو د بدو اغېزو د کمولو سوبمنه هڅه کوي. دغه کړاوونه تلپاتي نه دي، په خپله طبیعت کې د دغو کړاوونو د پای سرچینې شته، او دغه سرچېنې د عقل پر بنسټ د علمي هلوځلو له لارې د کشف وړ دي... . او په دې ډول د کرونا کړاو د انسان په ژوند، طبیعت او هستۍ کې مانا کېږي.
نهېلیستان هم انسان ته وايي: د کرونا کړاو لپاره د مانا لپاره کومه ځانګړې نٌسخه نشته، نو د پیدا کولو بې پایلې کوښښ یې مه کوه، دغه کړاو په خپله ځان ته، د خپل وجود د تجربو پر بنسټ د زغم وړ کړه، کولای شې له دین یا علم او یا هم له بلې هرې سرچینې ګټه پورته کړې... هر څه ستا په لاس کې دي؛ ته پوه شه او د کرونا د کړاو زغمل او په دې کړاو برلاسي.
پایله:
نوی کرونا وایرس په هستۍ کې لومړی او وروستی کړاو نه دی، هستي له ډېرو زیاتو کړاوونو ډکه ده. دغه کړاوونه یا اړین دي، او یا لږ تر لږه د مخنیوي وړ نه دي. نو دا کړاوونه به وي، هستي او انسان به هم وي، تر هغو چې دغه ټول نه وي او یا په بله بڼه وي. د حل لار به پېچلې وي، خو شونې ده. نو خپلو علمي هڅو ته به تر هغو ادامه ورکوو تر څو له دغه کړاوه خلاص شو. شته سرچینې باید په ښه توګه مدیریت کړو، یو د بل لاسنیوی وکړو، او د علمي هڅو پایلو ته د درناوي تر څنګ په پلي کولو کې یې جدي واوسو او نور هم جدیت ته وهڅوو. که د شرایطو منل راته ګرانه وي، نو ارواپوهانو او Spirituality ته مراجعه وکړو، تر څو له دغه کړاو په کم قیمت پورې اوځو.
د لازیاتې مطالعې لپاره ځیني سرچېنې:
https://plato.stanford.edu/entries/life-meaning/
http://fhi.hekmateislami.com/article_44908_c1d7de9608199c15b902b3b987293bda.pdf
http://www.mirdamad.org/images/quarter/1434278708alizamani.pdf
https://www.researchgate.net/publication/322224130_Philosophy_of_Life_in_Contemporary_Society
http://arashnaraghi.org/articles/Problem%20of%20Evil.pdf
http://qabasat.iict.ac.ir/article_17517_8408c94ddc2e307d954bda5a7af6a20f.pdf
https://zandiq.com/2008/11/22/borhane-shar-be-zabane-sade/
وروستۍ سرچینه د ۱۲ تصویري ویناوو ټولګه ده، چې دلته مو یواځې د لومړۍ برخې لینک ایښی دی.