INSAN Magazine

ارواپوهنه او اخلاق

ثور ۲۸مه ۱۴۰۳ (پرېلیکه)

سریزه

اخلاق او د اخلاقو په اړوند بحث او خپله د اخلاقو لفظ یو فلسفي اړخ لري خو نن سبا د نویو انساني علومو په برخه کې هم خورا مهم ځای لري په ژورنالیزم کې اخلاق، هنري اخلاق، ورزشی اخلاق او په طبابت کې اخلاق په ارواپوهنه او په ځانګړې توګه په مشاوره کې اخلاق او خپله د انسان اخلاقي وده او ټولنېزې او ژنیتکي اغېزې یو مهم بحث دی، ډېر داسې علوم او ټولنېزې او اروايي پدېدې شته چې د اخلاقو لفظ ورسره تړل شوی.

په ارواپوهنه کې ژان پياژه، ګلبرګ او فروید په دې اړوند ډېرې خوارۍ کړې او موږ یې هم اړیکه له همدې تاریخي کتنو څخه پيدا کړه چې د ارواپوهنې او اخلاقو څه تړاو دی او ارواپوهان یې په اړوند کوم اړخ او خوا نیسي.

 

 

 

ارواپوهنه او اخلاق

اخلاق په ارواپوهنه کې خپل ځانګړی ځای او اهمیت لري ارواپوهنه د کړو وړو د څېړنې علم دی او د دغه علم فیلسوف پلار ارسطو ویلي وو: «اخلاقیات د ژوند د ډېرو لارو پرانستل دي». په دې اړوند نني ارواپوهانو هم ټینګار لري هیڅ بنسټ او مسلک به په دنیا کې و نه وینې چې له اخلاقو پاک یانې خلاص وي ځکه چې اخلاق د چار چلند تر منځ حدود ټاکي او دا یو مهم بحث دی. انسان چې یو ټولنیز موجود دی د خپل اوس او راتلونکې ژوند په لور د بشپړتیا، فضلیت او سوکالۍ لپاره اخلاقو او اخلاقي کوډونو ته اړتیا لري یانې غواړو دا ووایو چې د پورتنیو مفاهیو او ټولنیزو پېښو ترمنځ تل پاتې اړیکي شته.

د (۱۹۸۰) ز لسیزې په لومړیو کې، لوزیو او ون هوس اخلاقي اصول د ارواپوهانو د کار اصلي برخه بلله او د ارواپوهنې د درملنې په برخه کې یې په دې مورد ډېر ټینګار کړی او د هر مسلک لپاره یې اخلاق مهم ګڼلی. دوی ویل ډېری خلک له فزیکي دردونو څخه ځورېږي خو د دوی د درد اصلي لامل یوازې په بدن کې نه، بلکې په روان کې دی او دا مورد یانې اخلاق او رواني جریانونه بیا هم په ګډه یو نږدې تعامل سره لري. د کلینیکي ارواپوهنې د ارواپوهانو له نظره هم په سایکونوروز کې اصلي ګډوډي یا اختلال او خنډ د اعصابو په جوړښت کې نه، بلکې د عمل په ترسره کولو کې رامنځ ته شوی دی. انسان کېدای شي د غضب او ډېر قهر له امله ړوند شي یا یې له ډېرې وېرې ژبه بنده شي او یا هم له ډېر غمه ګونګی شي، یا خو له ډېرې کرکې ناروغ شي چې کلینیکي ارواپوهان داسې موارد سایکونوروز بولي. دا ډول بېلګې ټول د بدني او روانې ناروغیو اړیکه په څرګند ډول روښانوي.

د سایکونوروز په درملنه کې ارواپوهان اړ کېږي چې اخلاقي مواردو ته پناه یوسي ځکه چې ریښه يي ډېره اخلاقي وي نو درملنه هم له همدې ځایه پيلېږي. دا ډول ناروغۍ په حقیقت کې فزیکبي او بدني نه، بلکې د ظاهري پلوه اخلاقي دي خو اخلاقیون او ځینې ارواپوهان د ارواپوهنې او اخلاقو اړیکي نه مني او باید هېره نه کړو چې دا خبره تر یوه بریده د کلینیکي ارواپوهنې په خبره سمه هم ده ځکه چې کلینیکي ارواپوهان ارواپوهنه د اشخاصو د رواني حالاتو تشریح بولي چې د ارواپوهنې په اوسنۍ وده او د مثبتې ارواپوهنې په رامنځ ته کېدو دا خبره ناسمه بلل کېږي. 

دا خبره نوره څرګنده ده، چې اخلاقیات د انسان ورځینۍ عادي کړنې را اخلي او معیارونه ورته جوړوي او په ځانګړي ډول هڅه کوي چې سم او غلط معلوم کړي او انسان یې سمو ته وهڅوي او یا یې په ارزښتي ډول ورته اړ کړي. نو په دې خاطر یې رابطه حتمي کېږي.

د ارواپوهنې او د اخلاقو په اړوند غواړو د ارواپوهانو څو استدلالونه راواخلو:

د نفس او د هغه د اړوندو اړخونو شتون لومړی په ارواپوهنه او بیا په اخلاقي بحثونو کې شاملېږي نو نه یوازې دا چې اخلاق او ارواپوهنه اړیکي سره لري بلکې هغه مفاهیم چې اخلاقیاتو ته مهم دي په ارواپوهنه کې لومړی مهم دي.

معاصره ارواپوهنه له موږ سره مرسته کوي چې ټولنیز اخلاق لکه بښنه، احسان، رټل او غیبت وڅېړو او د ژوند لپاره یې وکارو.

په معاصره ارواپوهنه کې د کړوړو د بدلون او سمون لپاره خورا ښې او ډېرې لارې پيدا شوي او وړاندیز شوي نو د ښو اخلاقو لپاره هم پورتنیو لارو او یادښتونو ته اړتیا لرو.

د اخلاقو کوډونو( فطرت، وجدان، عقل، حسادت، کینې او داسې نورو فلسفي، دیني او ټولنیزو مواردو ته پاملرنه) انسان له ډېرو دروني تعارضونو څخه ساتي، او دا تعارضونه ډېر ځله د روانتني ناروغیو (سردرد، د معدې زخم، شکر او...) لامل ګرځي.

د ارواپوهنې  په وسیله کولی شو د اخلاقي روزنې په برخه کې هم مرسته واخلوو.ننني ارواپوهان په دې باور دي چې دعا، هیله، او ورته کړنې خپل اغېز لري او وايي چې انسان یوې داسې تکیې ته اړتیا لري چې باید ځواکمن، عالم او حکیم وي لکه الله (ج) ځکه چې بیا به هیڅکه د پوچۍ، نهیلۍ او ماتې احساس ونه کړي.

نن سبا ډېری ارواپوهان په شرق او غرب کې د معنوي درمنلې له طریقې څخه کار اخلی او ډېر ناروغان یې پرې روغ کړي خو دا باید هېره نه کړو چې د ارواپوهنې له علم څخه د خپلې منفعت طلبۍ په خاطر هر ډول ناوړه استفاده اخلاق نه منياو په اخلاقو او معاصره ارواپوهنه کې ډېر داسې تجویزونه او اصول شته چې کېدای شي له اسلامي اخلاقو سره مغایر وي.

رواني عقدې او ورسره د اخلاقو تړاو

یوه خبره باید وکړو او هغه دا چې عقده اوس اوس د ارواپوهنې له بحثونو وتلې او یو ډول د فلسفي لفظ په سترګه ورته کتل کېږي. 

د اخلاقو په اړوند د پیاژه نظریه

پیاژه د اخلاقي ودې په برخه کې له ۴ تر ۱۲ کلنو ماشومانو سره د مرکو او مصاحبو له لارې خپل کار پیل کړ. 

البته، د  پياژه تيوري د اخلاقې ودې په اړوند ډېرو هغو پروسو ته اشاره کوي چې د منطقي ودې په اړه وړاندې شوي چې د اخلاقي پوهې په يوې ځانګړې موضوع پورې تړاو لري.

پیاژه د دوو میتودونو په کارولو سره د قضاوتونو او اخلاقي فکرونو مطالعه کړې ده. 

۱.لومړی  پياژه په دې لټه کې و چې ومومي د ماشوم عمر په زیاتېدو سره کوم بدلونونه د هغه په فکر او د لوبو په اصولو کې راځې. هغه دا څېړنه په مستقیم ډول د لوبې په ډګر کې وکړه. دا چې پیاژه خپلې ډېرې څېړنې د اخلاقي پوهې په  برخه کې  پیل کړې، کېدای شي د دې حقیقت له امله وي چې دا قوانین یوازې لومړنۍ اړتیاوې دي چې ماشومان په ټولنیز ژوند او اړيکو کې ورسره مخ کېږي.

۲.دوهم میتود دا و چې لومړی یې د ماشومانو لپاره یوه کیسه کوله او وروسته به یې دا ډول پوښتنې کولې، لکه: ولې او څومره د کیسې د شخصیت په سمه او ناسمه روان و؟ پیاژههڅه کوله هغه پرمختګ وڅېړي چې د هغوی قضاوتونه مالوم کړي چې څومره قواعدو ته ارزش ورکوي او څومره سرغړونه کوي. په دې سره به بیا پياژه په ماشومانو کې د اخلاقو کچه مالوموله.

د ماشوم په ذهني نړۍ کې  اخلاقي ليدلوری:

د ماشوم په ذهن کې ټول قوانین ثابت او شته نه وي. کله چې ۳ کلن ماشومان د لوبو کولو پر مهال ووینو، نو موږ به دا وګورو چې هر یو ځانته خپل اصول لري، د دوی لپاره یوازینۍ موخه له لوبو څخه خوښي او خوند اخیستل دي.

پیاژه دا مسله یو طبیعي باور بللې او وایي چې ماشوم یو میخانیکي غبرګون او د قانون په وړاندې د مخالفت عکاسې کوي او له سرغړونې وروسته به ناخوښۍ د سزا په تمه وي، د بیلګې په ډول هغه ماشوم چې خپلې مور ته یې دروغ ویلي، کېدای شي یوه ورځ د خپل بایسکل نه کښته ولوېږي او پښه یې لږ ټپي شي، ووایي دا د هغه دروغو سزا ده چې مور ته مې ویلي وود پیاژه په خبره، په دې پړاو کې د ماشوم اخلاقي احساس اصلي فکتور ځان کنترولونه ده.

د کلبرګ په نظریه کې د اخلاقي ودې پړاونه:

لارنس کلبرګ یوازینی ارواپوه دی چې په دغه برخه کې ځانګړی کار کړی او د اخلاقو اړخ یې په پراخ ډول څېړلی.کلبرګ پدې باور و چې اخلاقي وده په هغو پړاونو کې چې د مخه پلان شوی ترسره کېږي. 

یانې چې دا قواعد همغږي یا نړیواله دي، او یو پر بل پسې خپل پړاونه ترسره کوي.

د کلبرګ موخه دا وه چې دا پړاونه په ژنتیکي ډول پالل شوي او یو بل سره لیدل کېږي. آیا تاسو غواړئ  پوه شئ چې له اخلاقي نظره په کوم پړاو کې یاست؟ 

کلبرګ د دې ځواب لپاره یوه کیسه کوي چې د کيسې اتل د ډېرو ننګونو او محدوديتو سره مخ وي. هغه دا کيسه اخلاقي معماګانې بللې او له خلکو څخه يي غوښتل چې د کیسې پر منځپانګه خپل نظرونه ورکړي.

د کلبرګ له نظره، خلک په دریو اخلاقي کچو کې ځای پر ځای شوي دي چې بیا هر یو یې په دوو مرحلو ویشل شوي دي. 

لومړۍ کچه): دا کچه ډېره قراردادي اړخ لري چې د ۴ تر ۱۰ کلونو عمر ماشومان په دې اخلاقي کچه کې وي. د دې عمر ماشومان اخلاقي چلند کوي تر څو د سزا نه خلاص شي او یا هم انعام ورکړل شي. د هغوی له نظره اخلاقي معیارونه د مور او پلار او لویانو لخوا ټاکل کېږي او خلک باید له سزا څخه د خلاصون او یا هم د ډالیو د لاسته راوړلو لپاره د دوی اطاعت وکړي. دا کچه دوه مرحلې لري: 

۱)د سزا مخنیوی په دې مرحله کې ماشوم د دې لپاره چې سزا ور نه کړل شي، د نورو (والدینو) اطاعت کوي. د دې پر ځای چې د شخص په انګېزه چې په کیسه کې یې کوم کار ترسره کړی، پام وکړي پایلې ته یې فکر کوي.

۲)د انعام لاسته راوړنه: په دې مرحله کې ماشوم د مور او پلار قواعد او قوانین مني تر څو وهڅول شي یا هم انعام ورکړل شي. ماشوم هغه چلند اخلاقي ګڼي چې د ده لپاره ګټور وي

دوهمه کچه): معیاري اخلاق. په دې کچه کې چې له۱۰ څخه تر ۱۳ کلنو ماشومان ګډون لري، معمولاً ماشومان ډېری خپلو هغو کارونو ته لیوالتيا پيدا کوي چې نور په خاصه توګه مور او پلار یې خوشاله کوي. مګر دا ځلي نه یوازې له جزا څخه تیښته او د ډالیو لاسته راوړل ورته مهم دي، بلکې څه چې ډېر مهم دی محبوبیت او مقبولیت دی او بالاخره د ټولنې  د نظم ساتنه ده. دا کچه هم په دوو مرحلو ویشل شوې ده: 

۱)د مور او پلار له خوا تایید او تحسین کول: په دې مرحله کې، هغه کار چې د مور او پلار تایید ورسره وي، له اخلاقي نظره سم دی. ماشوم هڅه کوي له خپل او نورو له نظره غوره ښکاره شي.

۲)د ټولنیز نظم ساتنه او د دندې پېژندنه: په دې پړاو کې، هر هغه کار چې له قانون سره سم او د چارواکو له خوا تصویب کېږي، په اخلاقي توګه منل کېږي.

په عمومي توګه، دا کچه د افرادو او ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو تر منځ په اړیکو ټینګار کوي.

دریمه کچه): یا مافوق قراردادي اخلاق چې د ۱۳کلنۍ ماشومان په کې برخه لري، دا هغه برخه ده چې ماشومان له اخلاقو سره خپل چلند مومي او پېژني یې. دا کچه هم دوه مرحلې لري:

۱قراردادي اخلاق: په دې برخه کې ماشوم اخلاق د ټولنېزو قرار دادونو په بڼه پېژني او پوهېږي چې د قواعدو موخه د ټولنیزې غوښتنې پوره کول او د ټولنیزې هوساینې زیاتوالی دی.

۲انفرادي اصولو او وجدان ته ژمنتیا: دا د اخلاقي پراختیا تر ټولو لوړه او پرمختللې مرحله ده. په انفرادي توګه د اخلاقي معیارونه داخلي اصولو غوره کول او په هر حالت کې ژمن پاتې کېږي.

په دې مرحله کې، دا هغه مرحله ده چې که قوانین د شخص له قرار دادونو او ارزښتونو سره ټکر ونه لری عملي کوي یې لکه ځینې مذهبي تکالیف، له همدې امله، په دې کچه کې اخلاقي قضاوت د انتزاعي اصولو پر بنسټ ولاړ دی.په ټولیزه توګه یوازې ٪۱۰ وګړي شپږم پړاو ته رسېږي، دا د اخلاقي پراختیا تر ټولو غوره مرحله ده او ډېری لویان د کلبرګ په دریم یا څلورم پړاو کې پاتې وي.

څوک چې د کلبرګ د نظريې پر اساس شپږمې کچې ته ورسېږي،  یوازې د خپل ټولنیز موقف لپاره چا سره ملګرتیا نه کوي، ملګري يې رښتينې وي. له هر چا سره مرسته کوي تر څو خپلو ټاکل شويو موخو ته ورسېږي.

د هغه لپاره هر څوک د درناوي وړ دي او د هر چا احساس ته درناوی لري. اخلاقي وده ګام په ګام ده نو هر څوک باید له تیرو پنځو ګامونو څخه تېر شي تر څو شپږمې مرحلې ته ورسېږي.

اخلاقي ناروغۍ 

 معمولاً عصبي او اخلاقي ناروغۍ یو بل ته ورته لاملونه لري، یانې دا چې دواړه د رواني اغېزو پایله ده. خو د دواړو اغېزې او زیانونه یې بیخي بېل دي. دا په دې مانا ده چې یو یې د رواني ګډوډیو په څېر ښکاري او بل یې له نورو سره زموږ په اړیکه کې څرګندېږي.

مینه څه ده؟ 

د مینې کلمه په ارواپوهنه کې لږ کارول کېږي. د مینې رښتینې مانا باید د محبوب هوساینه او خوشالي وي. معمولاً د مینې او اخلاقي میتود ترمنځ اختلاف نشته ځکه موږ له هغه چا سره چې مینه لرو، آزار نه ورکوو، او تاوان نه ورته رسوو او یا شاته یې بد نه وایوو

پایله

د ارواپوهنې او د اخلاقو تر منځ اړیکه ثابته ده او اخلاق د ارواپوهنې په علم کې خورا مهمه ونډه لري او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ارواپوهنه او اخلاق سره نښلي.

 

دا څرګنده ده چې بشپړتیا، فضلیت او سوکالي او دا ډول مفاهیم په ډېره ژوره توګه په ارواپوهنه کې یاد شوي او نغښتي او اشاره ورته شوې. د دې مفاهیمو او ټولنیزو پېښو او اخلاقیاتو ترمنځ یو دوامداره اړیکه شته چې په پيل کې مو هم اشاره ورته وکړه. 

اخلاق د انسان ورځني عادي چلندونه دي او ځانګړې کچه او معیاورنه لري، او هڅه باید وشي چې دا اخلاق سم جوړ شي او سم علمي شي او سم بسټيز شي او سم تعقیب شي، په همدې ټکو کې غواړو یوې فیصلې ته ورسېږو چې اخلاق د ټولنې او انساني ژوند یوه برخه ده او په ښه کولو او عملي کولو کې یې ارواپوهنه خورا مهمه ونډه لوبولی شي او باید اهمیت ورکړل شي.

شریک کړئ