INSAN Magazine

ژبه

د قوس ۱۶مه ۱۴۰۳

لنډيز

په دې مقاله کې ژبه د هغو نظریاتو له مخې څېړل شوې چې ژبه یوازې په خپل نفس کې مطالعه کوي او ټولنیز اړخ یې په پام کې نه ­­نیسي. فورمالست ژبپوهان په دې اند دي چې د ژبې زدکړې د انسان په ذاتي پوهې پورې اړه لري او همدا وړتیا د ژبې د زدکړې زمینه برابروي. همدا راز د ژبې د زدکړې په اړه یو نظر دا دی چې ژبه د انسان د ذهن په مرسته له بیروني نړۍ سره په تعامل کې زده­ کېږي او فرد باید په فعاله توګه په ټولنه کې حضور ولري. په دې مقاله کې د ژبې او ټولنې په تعامل خبرې نه کوو، د بحث وړ موضوع یوازې د ژبې انتزاعي برخه ده، ځکه په دا ډول نظریاتو کې ژبه د دکارت د فلسفې له مخې مطالعه کېږي چې په هغه کې ذهن، درون او انتزاع مهم ګڼل کېږي.

همدا راز د  ژبې په باب د اپلاتون او ارستو ډېر لنډ نظريات راخيستل شوي دي. د موضوع ډېره برخه د معاصرې ژبپوهنې په رڼا کې شرح شوې. په همدې اساس د دکارت، فرديناند دي سوسور او نووم چامسکي نظرياتو څخه پکې ډېره استفاده شوې ده. همدا راز د ژبپوهنې پر دوو انقلابونو هم بحث شوی دی او دا مقاله تر پايه همدغه فکري مسیرونه تعقیبوي. دويم فکري خوځښت پر کل‌ګرايي[1] ذهن ګرايي[2] را څرخي؛ خو درېيم فکري بهير بيا ژبه هغه ذاتي او ژنتيکي ځانګړنه ګڼي چې له پيدايښت راهيسې زموږ په ذهن کې شته. يعنې دا فکري نهضت، د يوې واحدې جهاني ژبې[3] او جهاني ګرامر[4] پر موجوديت باور لري چې په دې ليکنه کې په تفصيل پرې خبرې شوې او د نامتو ژپوهانو له نظرياتو پکې استفاده شوې ده.

آر وییونه:

ژبه، کل‌ګرايي، Immanent، جهاني ګرامر، جهاني ژبه، بروکا، ورنيکا، Language acquisition، langue، Parole

سريزه:

ژبپوهنه چې د ژبې  علمي مطالعه ده، د ژبو د ډلبندۍ ترڅنګ د ژبو پر ګډو خصوصياتو هم خبرې کوي، ځکه چې د نړۍ په ټولو ژبو کې يو ډول مشترک خصوصيات شته چې ژبپوهنه ورته د نړيوالې ژبې اصطلاح کاروي. په ژبو کې د داسې مشترکو خصوصياتو له مخې د ورستۍ پېړۍ ستر ژبپوه نوام چامسکي داسې اصول وضع کړي دي چې تقريباً د نړۍ پر ټولو ژبو د تطبيق وړ دي. دا اصول د جهاني ګرامر په نامه يادېږي. ټول انسانان حتی که هغه ډېر کودن هم وي، دومره وړتيا لري چې د کلمو او جملو په واسطه خپل فکر بيان کړي؛ خو د دې خبرې برعکس هېڅ يو حيوان هم دا توان نه لري. يو شمېر فيلسوفان او ژبپوهان په دې اند دي چې د انسان ژبه د حيواناتو د ارتباطي نظام پرمخ تللې بڼه ده، خو نووم چامسکي بيا وايي: داسې بايد ونه انګېرو چې د انسان ژبه د حيواناتو د ارتباطي نظام پرمخ تللې يا پېچلې بڼه ده ځکه چې نوموړی ژبپوه د ژبې پر پيدايښت[5] باور لري، نه د ژبې پر تکامل.  چامسکي په دې ټينګ باور لري چې ژبه د انسان د ذهن يوه برخه ده چې دا نظريه د يو شمېر نورو ژبپوهانو لخوا د «Creationism» په نامه ياده شوې ده. په دې ليکنه کې پر ژبه عمومي او کلي خبرې شوي دي چې تر ډېره د معاصرو ژبپوهانو او فيلسوفانو د نظرياتو او څېړنو نچوړ دی.

ژبه:

له تاريخي او  تحقيقي پلوه ټول علوم او فنون د يونان په فلسفي او علمي زانګو کې زنګېدلي، رشد يې کړی او د تکامل مختلف پړاونو يې تېر کړي دي. ژبه هم په لرغوني يونان کې څېړل شوې ده. چا د شي او د مانا تر منځ رابطه طبيعي او چا قراردادي ګڼلې او د ژبې د ماهيت او پيدايښت په باب يې تاوده بحثونه کړي دي. هماغه مباحث د معاصرې ژبپوهنې اساس جوړوي او معاصره  ژبپوهنه هم د همغو فلسفي افکارو پر بنسټ ولاړه ده او ډېری افکار يې ترې را پور کړي دي چې د هغو له جملې څخه رینه دکارت، فرديناند دي سوسور، نووم چامسکي او... د يادونې وړ شخصيتونه دي. په معاصرې ژبپوهنې کې  دکارت، چې د ژبې او ژبپوهنې په اړه مهم نظريات لري، د ژبې په اړه وايي چې ژبه د انسان ځانګړنه او دنده يې د افکارو بيان دی. انسان وړتيا لري په هغو جملو چې مخکې يې نه وي اورېدلې، پوه شي او له ځانه نوې جملې توليد کړي، په داسې ډول چې نور هم هماغه تعبير ترې واخلي کوم چې ده ترې لرلی دی. 

پاول آلدرسون وايي: هره مسئله که څومره  هم پېچلې وي، که ورته ځير شو پېچلې به نه وي. زرګونه کاله کېږي چې ژبه د څېړنو لپاره په زړه پورې موضوع ګڼل شوې ده. دغه څېړنې تر ډېره د ذهني چلندونو پر اساس ترسره شوې دي چې د ژبې ماهيت او مانا، د ژبې پيدايښت او د ژبې سمې کارونې د فيلسوفانو او ژبپوهانو پام را اړولی دی. د دې ترڅنګ ځينو څېړونکو د ژبې عيني چلندونه لکه د ژبې ګرامر او د کلمو تلفظ څېړلی او په دې هکله يې دقيقې او منظمې څېړنې کړي دي.

د ژبې په اړه لومړنيو نظرياتو تر ډېره پر طبيعي غږونو ټينګار کاوه چې انسانانو په خپل چاپېريال کې اورېدل. د بېلګې په ډول هغو مرغانو به چې د (caw caw) غږونه کول، په همدې نامه به يې يادول. يا که کوم بل الوتونکي د (cuckoo) غږونه کول، همدا طبيعي غږ به يې د همدې الوتونکي لپاره کاراوه. د دې نظريې پر اساس، د نړۍ په ټولو ژبو کې داسې کلمې شته چې د طبيعي غږونو په اساس تلفظ کېږي او د ژبې د ماهيت او منشأ په اړه دې ډول نظريې[6] ته «bow-wow theory»  وايي.

سربېره پر دې نظريې، د ژبې د منشأ په اړه لسګونه نورې تيوریانې هم شته چې ځينې يې په صريح ډول رد شوي خو د (فزيولوژيکي منشأ تيوري) د ژبپوهانو له خوا تاييد او تراوسه ژبپوهانو ته د منلو وړ ده.

اپلاتون هم ورته نظر درلود نوموړي د شي او مانا ترمنځ اړيکه طبيعي ګڼله. د اپلاتون دا خبره د ژبې په څو محدودو کلمو صدق کوي او له منطقي پلوه کمزورې ده. ارستو بيا دا خبره رد کړه او ويې ويل چې د شي او مانا ترمنځ اړيکه  قراردادي ده، چې د ارستو دا نظر لا تراوسه هم دتطبيق وړ دی او ژبپوهان  په خپلو څېړنو کې ترې ګټه اخلي.

په لومړي ځل چې د ژبې په اړه څېړنې شوي،  ژبې ته له  فلسفي زاويې کتنه شوې. ژبه، د ژبې له مطالعې وړاندې موجوده وه او له فلسفي بحثونو بهر وه؛ خو په لومړيو کې د ژبې مطالعه د کلمې د مطالعې تر تاثير لاندې وه. د مصر پادشاه اخناتون (۱۳۵۸ م.م کې مړ) د ژبې په لرغوني جوړښت کې بدلون راوست او په ژبه کې يې له بدلون سره لېوالتيا وښوده. د بابل برج د جوړېدو پرمهال چې له ديني او افسانوي اړخه د بېلابېلو ژبو د رامنځته کېدو لامل بلل کېږي. د ډول ډول ژبو رامنځته کېدل او د ژبو زېږون د دې باعث شو چې پر ژبې څېړنې او هر اړخيز بحثونه وشي. که د ژبې په برخه کې له لرغوني يونان، روم او مصر څخه راتېر شو او په اوسني عصر کې د ژبې  په باب د فيلسوفانو او  ژبپوهانو غوره نظريات ولولو، اتلسمه ميلادي پېړۍ په ځانګړي ډول شلمه پېړۍ له ياده نشو اېستلی.

مخکې له دې چې په اتلسمه ميلادي پېړۍ کې د ژبې د فلسفې موضوع مطرح شي، فلسفي فکر د کلمو څرنګوالی، جوړښت او منطقي درک ته پام کاوه؛ خو په اتلسمه ميلادي پېړۍ کې  د ژبې په علمي برخه کې د څېړنو ډېره اړتيا احساسېده. په همدې منظور ډيرو څېړونکو ژبنۍ څېړنې پيل کړې او په دې باب يې ژورې څېړنې تر سره کړې. لومړنۍ هڅې چې په دې باب شوي دي، فيلالوژي[7] وبلل شوه،  چې تر ډېره يې د ژبې پر تاريخي تکامل تمرکز کاوه. خو له ۱۹۶۰ ميلادي کال را په دېخوا ژبنيو څېړنو ته ډېره پاملرنه وشوه او د نوې ژبپوهنې په برخه کې داسې بنسټيز نظريات، قواعد او اصول مطرح شول چې په پخواني عصر کې يوازې پرې ابتدايي خبرې شوې وې. اوسمهال د ژبې په باب څېړنې دومره پراخې شوي دي چې نورې اړوندې موضوع‌ګانې هم په ژبنيو څېړنو کې شاملې شوې او د پخوا په نسبت ژبپوهنې د  «Science» په حيث په نورو علومو کې خپل  موقعيت ثابت کړی دی.

دکارت چې د ژبې او ژبپوهنې په اړه مهم نظريات لري، د ژبې په اړه وايي چې ژبه د انسان ځانګړنه او دنده يې د افکارو بيان دی. انسان د دې وړتيا لري په هغو جملو چې له وړاندې يې نه وي اورېدلي، پوه شي او له ځانه نوې جملې توليد کړي په داسې ډول چې نور هم هماغه تعبير ترې واخلي کوم چې د ده هدف دی. 

د شلمې ميلادي پيړۍ په وروستيو کلونو کې پر ژبه فلسفي او علمي بحثونه وشول، معاصرې فلسفې ژبې ته د کره کتنې په چوکاټ کې پاملرنه وکړه. امريکايي معاصر ژبپوه چارليز هاکیټ[8] (۱۹۱۶ – ۲۰۰۰) ژبني نظريات په درې دورو وېشلي دي. نوموړی په دې باور و چې په ژبپوهنه کې درې علمي انقلابونه رامنځته شوي دي. لومړی انقلاب د ويلیام جیمز سایدس[9] (۱۸۹۸ – ۱۹۴۴) لخوا رامنځته شوی، دويم انقلاب د فرديناند دي سوسور لخوا او درېيم انقلاب د نووم چامسکي له خوا رامنځته شوی دی، له لومړي انیقلاب تېرېږم او له دوو وروستيو انقلابونو څخه د ژبې په باب هغه عمومي نظريات را اخلم چې د دې ليکنې له حوصلې خارج نه وي. فرديناند دي سوسور په ۱۸۵۷ ميلادي کال ژنو کې زېږېدلی. له ماشومتوبه يې د ژبو له زدکړې سره لېوالتيا لرله. په ۱۵ کلنۍ کې يې د « هندو اروپايي ژبو د واولونو لومړنی نظام» تر سرليک لاندې مقاله وليکله چې ډېر هرکلی یې وشو. په ۱۹۱۳ کې وفات شو او دوو شاګرانو يې، «شارلي بالي» او البرټ سشیه (۱۸۷۰ – ۱۹۴۶) له يادښتونو او درسونو په استفادي په ۱۹۱۶ ميلادي کال د سوسور ستر اثر «ژبپوهنې عمومي دوره». چاپ کړ چې را وروسته  ډېر مشهور شو او د سوسور افکار د دې سبب شول چې په ژبپوهنه کې ستر انقلاب وګڼل شي. په دې اثر کې د سوسور ژبپوهنيز فلسفي بحثونه چې په لرغونو دورو کې هم ياد شوي خو سوسور په ډېر لوړ او علمي شکل بيان کړي دي. نوموړي د ژبې په اړه په خپلو لکچرونو کې داسې نوې خبرې کړي چې ډېرو بحثونو، مقالو او  په سلګونو کتابونو ليکلو ته يې زمينه برابره کړه. 

فرديناند دي سوسور د نورو ژبپوهانو پرخلاف ژبه په خپل نفس کې مطالعه کوي. د سوسور له نظره ژبه بايد د ټولنې او ټولنيزو طبقاتي توپيرونو له پام کې نيولو پرته مطالعه شي. په دې مانا چې د ژبې په مطالعه کې جغرافيه، فرهنګ، دنده، ارتباطي ونډې او  «Pragmatics» په پام کې ونه نيول شي؛ همدې ټکو ته په کتو سوسوردرونګرا[10] ژبپوه دی. هغه ژبپوهان چې ژبه له فرهنګ، روان، شناخت، ټولنې، دندې، ارتباطي ونډې، تاريخي تحولاتو او داسې نورو لاملونو پر اساس مطالعه کوي، هغو ته (transcendent) ژبپوهان ويل کېږي.

د ژبې په اړه د سوسور د ليد بله ځانګړنه  کل‌ګرايي او ذهن‌ګرايي ده. سوسور د ژبې اجزا يا وړې برخې د يو کل جوړونکي عناصر بولي چې هره وړه برخه په کل کې ځانګړی ځای او ونډه لري. هغه په دې اند و، کل (ژبه) يوه ذهني پديده ده چې د وينا په ډول وړاندې کېږي. کله چې  د سوسور له خوا د ژبې په اړه پورتني نظريات مطرح شول په اروپا کې د ژبپوهنې اروپايي سترکچرلیزم[11] مکتب رامنځته شو.

سوسور ژبه (langue)، وينا(parole) او د نطق قوه(langage) يو له بله بېل کړي. نوموړی وايي چې ژبه بايد  د نطق له قوې سره يو شان و نه بلل شي؛ ژبه  د نطق قوې مشخصه او اساسي برخه ده. ژبه ټولنيزه پديده ده او د اړينو قراردادونو مجموعه ده چې د ټولنې له خوا منل شوې ده. هغه څه چې ژبه له وينا بېلوي دا دي: ۱) ټولنيز او فردی مسايل ژبه له وينا بېلوي.۲)  اساسي او فرعي مسايل ژبه له وينا بېلوي. ژبه د ويونکي د کړنو تابع نه ده، بلکې هغه محصول دی چې فرد يې په غير فعاله توګه په ذهن کې ثبتوي. وينا فردي عمل دی او  د ارادې او هوش له مخې تر سره کېږي.  په وينا کې وړاندې مسايل تشخيص کولی شو. ۱) هغه ترکيبونه چې ويناوال يې د ژبنيو کوډونو په وسيله د خپلو شخصي افکارو د بيان لپاره کاروي. ۲) رواني– فزيکي ميکانيزم چې ويناوال ته اجازه ورکوي دغه ترکيبونه په بېروني نړۍ کې عملي کړي.

ژبه د نطق قوې په عناصرو کې يوه مشخصه پديده ده؛ کولای شو دغه عناصر په وينا کې وکارو چې په هغه کې يو غږيز تصوير له يوه مفهوم سره يو ځای کېږي. ژبه د نطق د قوې ټولنيزه برخه ده. له فرد څخه مستقله چې په يوازې توګه يې نه رامنځته کولی شي او نه هم بدلون په کې راوستی شي. د سوسور په وينا ژبه يوازې د هغو قراردادونو په پايله کې رامنځته کېږي کوم چې د ټولنې د وګړو تر منځ  ترسره کېږي، له بله پلوه شخص مجبور دی چې ژبه په يو ډول زدکړي او له ژبې سره اشنا شي. ماشوم په تدريجي ډول ژبه زده کوي. د سوسور د ژبې (langue) او وينا (Parole) توپير هغه موضوع ده چې بايد بېله بېله وڅېړل شي. 

سوسور په دې باور درلود چې وينا (Parole) او مصداق (Referent) په ژبه پورې مربوط نه دي او د دې ادعا لپاره وايي: که د ونې(tree) کلمه په وار وار تلفظ کړو، هرځل تلفظ به يې د مخکيني تلفظ په نسبت مختلف وي. که څه هم موږ يوه کلمه تلفظ کوو، په داسې حالت کې موږ له دوه ډوله ونو(کلمو) سره مخ يو، لومړۍ د غږونو هغه مجموعه چې موږ او تاسو يې هر ځل په بېل بېل ډول تلفظ کوو او بل هغه څه چې موږ يې په ذهن کې لرو. د دغو توليدي توپيرونو سره سره بيا هم موږ ټول په يو واحد شکل ونه درک کوو. سوسور دغه غږيز ځنځیر «صوت» بولي او دويم يې چې له غږيز ځنځیر څخه مو حافظې ته سپارلی صوتي انځور[12]  يا دال بولي. همدارنګه د صوتي انځور په مقابل کې مانيز انځور[13] يا مدلول وجود لري چې دا دواړه په ژبې پورې مربوط مفاهيم دي او د معاصرې ژبپوهنې په برخه کې يې تحول رامنځته کړی دی.

په ژبپوهنه کې درېيم انقلاب نووم چامسکي رامنځته کړی دی. نوموړي د جهاني ګرامر خبره مطرح کړه او زياته يې کړه  چې ژبه د جملو (محدودو يا نامحدودو) مجموعه ده چې د هرې يوې طول محدود او د محدودو عناصرو له مجموعې جوړه ده. نوموړي په خپل اثر (syntactic structure) کې د دې تعريف په اساس ويلي: ټولې طبيعي ژبې[14] هغه که د وينا په ډول وي او يا هم د ليک په ډول ژبه بلل کېږي، ځکه هره ژبه محدود فونيمونه ( اوازونه) لري. که څه هم د ژبې جملې نا محدودې دي خو بيا هم هره جمله له محدودو اوازونو جوړېږي، چې په دې توګه چامسکي د جملو مجموعه هم ژبه بولي.

جهاني ګرامر هغه اصطلاح ده چې د نوام چامسکي له خوا د ذاتي ژبنۍ وړتيا تيورۍ ته وکارول شوه او دا هماغه د ژبې د زدکړې[15] او د ژبې د زدکړې د پيل پړاو[16] تعبير دی.  له دې وړاندې چامسکي دغه تعبير د ژبنۍ عمومي نظريې[17] لپاره کارولی و.  د يوې ځانګړې ژبې، ژبنۍ پوهه هماغه ده چې چامسکي ورته وړتيا [18]اصطلاح کارولې ده او دا د يوې ځانګړې ژبې په اړه يوه نظريه ده. کله چې يو ماشوم له محدودو، ناقصو او ناسمو ژبنيو توکو سره مخ کېږي؛ کولی شي ډېرې نا اورېدلې جملې توليد کړي او پرې پوه شي. که څه هم په هره ټولنه کې ژبنی چاپېريال توپير لري خو بيا هم د وګړو د ژبنۍ پوهې ترمنځ ډېر زيات مشترکات موجود دي. ځکه هر ماشوم په يوه متفاوت کورني، ټولنيز او فرهنګي چاپېريال کې را لوېېږي.

امريکايي ژبپوه نوام چامسکي په خپل مشهور اثر(Syntactic Structure) کې د توليدي ګرامر [19]نظريه وړاندې کړې ده. په دې نظريه کې ګرامر په خپل سنتي او پخواني مانا (صرف او نحوه) نه دی کارول شوی بلکې د ګرامر اصطلاح د يوه شخص ټولې ژبنۍ پوهې ته کارول شوی دی، لکه د يوه پښتون ټوله ژبنۍ پوهه چې په غيرشعوري توګه يې ترلاسه کوي،  په هغې کې، فونولوژيکي، صرفي، نحوي او مانيزه پوهه شاملېږي. د هرې ژبې ويونکي دا ډول پوهه په غير شعوري توګه ترلاسه کوي.

چامسکي له ۱۹۵۰ ميلادي کال وروسته  په ژبپوهنه کې عقل‌ګرایی[20] د فکر او فلسفې د خورېدو لپاره هڅې پيل کړې چې دا په حقيقت کې د علم د ماهيت او سرچينې  په اړه  د افلاطون او دکارت افکارو ته مراجعه وه، له دې کار څخه د چامسکي موخه دا وه چې د ایمریسیزم[21] پر وړاندې يو ډول مبارزه وکړي. ایمپریسیزم په نولسمه پېړۍ کې په اروپا او د شلمې پېړې په لومړيو کې په امريکا کې د علم او په ځانګړې توګه د ژبې د زدکړې په برخه کې مسلط فکر و. د نطق د قوې په برخه کې عقل ګرایان د تجربه ګرايانو پر خلاف په دې باور وو چې ماشوم له زېږېدو سره سم د ژبې د  زدکړې په ذاتي وړتيا سمبال دی او ماشوم ته دا وړتيا ورکوي چې ژبه زده کړي. دا خبره د ټولې نړۍ په ماشومانو کې يو شان ده. په ماشوم کې د ژبې زدکړې ذاتي وړتيا يوازې يو واړه بڅرکي ته اړتيا لري چې دا کار په محيط او چاپېريال کې د ماشومانو په وړاندې د خبرو کولو پر مهال ترسره کېږي. په دې توګه هر ماشوم وړتيا لري چې ژبه په طبعي ډول زده کړي. محيطي عوامل له ماشوم سره مرسته کوي چې ژبه په ښه او عالي شکل زده کړي. د نطق قوه د انسان ذاتي او ژنتيکي ځانګړنه ده. چامسکي د انسان د نطق قوه د ژبې غړي[22] بولي، چې د چامسکي پورتنۍ خبرې په لاندې شکل کې ترسيمېږي.

ذاتي ژبنۍ پوهه زموږ ژنتيکي ځانګړنه ده؛ موږ ذهن لرو او په ذهن کې ژبنۍ استعداد او يا ژن[23] له خلقت راهيسې شته. دا چې ژبې څنګه په ذهن کې ځای نيولی او موږ څنګه زدکړي چې وينا توليد او درک کړو؟ هغه پوښتنه ده چې نوام چامسکي د نظرياتو په رڼا کې يې ځوابوو: کله چې ماشوم نړۍ ته راځي، نه وينا کولای شي او نه هم څه درک کولای شي. تر څلور کلنۍ موږ کولای شو اساسي کلمې، نحوء ( قواعد او ژبنی جوړښت) او د خپلې ژبې تلفظ زده کړو. دغه موضوع په ټوله نړۍ کې يو شان ده، که څه هم ماشومان پېچلي مفاهيم او جوړښتونه وروسته زده کوي، خو په دې عمر کې له ډېرو هغو خنډونو تېر شوي وي چې د ژبې د زدکړې په وړاندې پراته وي.

همدارنګه زموږ مغز د بدن ټول حرکات کنټرولوي او د مغز ښۍ او چپه خواوې ځانته مشخصې دندې لري. د مغز قشر له دوو برخو جوړ شوی دی چې يوې برخې ته چپه او بلې ته يې ښۍ نيم‌کره وايي. د مغز چپه نيم‌کره د بدن ښۍ خوا کنټرولوي. که چېرې د شخص د مغز په ښۍ خوا کې ستونزه رامنځته شي یا هم مغزي خونریزي پیدا کړي، د بدن چپه خوا يې اغېزمنیږي او د بدن د چپې خوا کنټرول له لاسه ورکوي. مغز او نخاع، مرکزي عصبي سيستم رامنځته کوي، د ملا تير له پاسه بصل النخاع، د مغز پل، مخچه، او د مغز قشر په ترتيب سره پراته دي. دا څلور برخې يو له بل سره تړلې او يو کليت جوړوي. درې لومړۍ برخې له فزيکي فعاليتونو لکه، تنفس، د زړه ضربان، د حرکت همغږي، غير ارادي غبرګونونه او...تنظيموي. همدا مغز دی چې ټول بدن کنټرولوي؛ حتی  ښي لاسي او چپ لاسي هم په مستقيم ډول د مغز جوړښت او رشد پورې تړاو لري. هغه کسان چې ښي لاسي وي، چپه نيم‌کره يې په ښۍ نيم‌کرې برلاسې وي، دا ډول اشخاص ښی لاس ډېر کاروي او راحته هم وي. د انسان د مغز هره نيم‌کره ځانته جوړښت او کړنې لري، چپه نيم‌کره په ټوله کې ژبه، منطقي کړنې، تحليل او عالي رياضيات کنټرولوي.

په مغز کې د ژبني ځای په باب بايد وويل شي چې په دې برخه کې لا تراوسه د ورنيکا له موډل څخه استفاده کېږي. ورنيکا متوجه شو چې بروکا د مغز يوې برخې ته نږدې ده او له هغو غړیو سره اړيکه لري چې وينا کنټرولوي. د مغز دا برخه چې ورنيکا پيژندلې وه، وروسته بيا د همده په نامه ياده شوه. دا د مغز يوې برخې ته نږدې هغه ځای دی چې غږيز حرکتونه ترلاسه کوي. کارل ورنيکا[24] (۱۸۴۸ – ۱۹۰۵) په دې اند و چې دا دواړه برخې په يو ډول يو له بل سره په اړيکه کې دي. وروستيو څېړنو هم ثابته کړه چې دواړه برخې يو له بل سره په اړيکه کې دي. د ورنيکه په اند د يوې کلمې په اورېدو سره، د کلمې غږ، د غږ د اورېدو ځای او وروسته ورنيکا ته رسېږي. په لوړ غږ د اورېدل شوې کلمې تکراري غږ بايد بروکا برخې[25] ته ولېږدول شي، وروسته بيا په دې برخه کې ويناييز غړي فعالېږي.  بروکا برخه د مغز له حرکتي قشر سره چې د ژبې د عضلاتو، شونډو او صوتي تارونو د کنټرول دنده لري، په څنګ کې واقع ده چې دا خبره د دې ادعا ثبوت دی چې ژبه ذاتي او ژنتيکي ده او د يو ژن په توګه زموږ له خلقت راهيسې له موږ سره ده او يوازې له ټولنې سره د ارتباط په صورت کې هغه «ژن» فعالیږي. په دې مانا چې له موږ سره د ژبې د زدکړې وړتیا شته خو کله چې په یوه ژبني چاپېریال کې پاتې شو هماغه ژبه زده کوو له کومې سره چې موږ مخ یو. په دې ترتيب معلومات د ذاتي ژبني استعداد په چوکاټ کې ځای نیسي.

په ټولیزه توګه د دکارت فلسفه او فورمالیسته ژبپوهنه د ژبې په اړه داسې نظر لري:

  • د ژبې مرکز د افرادو په ذهن او مغز کې دی؛
  • ذاتي جوړښت دافرادو په مغز کې د ژبې د زده­کړې لامل کېږي؛
  • د ژبې اساسي او لومړنی کارکرد د انتزاعي تفکر بیان دی؛
  • شکل د کارکرد په پرتله لومړیتوب لري او دواړه یو له بل سره اړیکه نه لري.

په هګلي فلسفه او کارکردګرا ژبپوهنه[26]کې:

  • د ژبې مرکز په ټولنیز ذهن کې دی نه په انفرادي کې؛
  • د ژبې زده کړه په ټولنیز ذهن کې ده او د ټولنیزو تعاملي بهیرونو په پایله کې ژبه زده کېږي؛
  • د ژبې اساسي او لومړی کارکرد د اړیکو ایجاد دی؛

په ټوله کې د ژبې په اړه د ژبپوهانو او فیلسوفانو لخوا د ژبې په اړه مختلف نظریات وړاندې شوي چې د ټولو راوړل د دې مقالې له حوصلې بهر دي خو په دې برخه کې د ځینو ژبپوهانو نظریاتو ته  په کتو په ژبپوهنه کې دوه عمومي لید لوري رامنځته شوي دي چې لومړي ډله په فورمالیزم او دویمه ډله نقش­ګرا( کارکردګرا) باندې باور لري. دیک[27](Dik, 1978: 4) د دغو دوو لیدلورو ځانگړنې په لاندې ډول بیان کړي دي:

فورمالیسته ژبپوهنه

کارکردګرا ژبپوهنه

  1. ژبه د جملو مجموعه ده.
  2. د ژبې اصلي دنده د فکر بیان دی.
  3. ژبنۍ­وړتیا د ژبې ذهني او رواني ایینه ده چې د جملو د تولید، تفسیر او قضاوت ظرفیت لري.
  4. د ژبنۍ وړتیا مطالعه د ژبني عمل[28] په پرتله لومړیتوب لري.
  5. د ژبنیو جملو تشریح باید له متن څخه مستقله وي (د جملې متن او چاپېریال په کې مهم نه دي).
  6. د ژبې زدکړه ذاتي ده او د ژبې اصلي عناصر محدود او نامنظم دي.
  7. د ژبې جهان شموله قواعد، د انسان بیولوژیکي ځانګړنې دي.
  1. ژبه د ټولنیز تعامل وسیله ده.
  2. د ژبې اساسي دنده د ارتباط رامنځته کول دي.
  3. ارتباطي ­وړتیا د ژبې ذهني او رواني ایینه ده چې د ټولنیزو اړیکو د وړتیا په مانا ده.
  4. د ژبني نظام مطالعه باید له ژبې څخه د استفادې نظام په چوکاټ کې مطالعه شي.
  5. د ژبنیو عناصرو توصیف باید د متن توصیف ته لار برابره کړي.
  6. ماشومان د ژبې جوړښتي نظام او له ژبې ګټه اخیستنه، د ژبنیو قاعدمندو عناصرو په وسیله په طبیعي شرایطو کې زده کوي.
  7. د ژبې جهان شموله قواعد د انسان په ارتباطي اهدافو کې ذاتي مقررات دي.

 

پايله:

د ژبې په اړه لومړني نظريات په طبيعي غږونو ټينګار کوي. اپلاتون هم ورته نظر درلود چې په منطقي لحاظ د ژبپوهانو له لوري کمزوری نظر وبلل شو. ارستو د اپلاتون خبره ردوي او پر ځای يې د قرارداد خبره مطرح کوي چې لا تر اوسه ژبپوهانو ته د منلو وړ نظر دی. له لرغوني يونان را وروسته، روم، مصر، هند او... هم د ژبې په اړه بېلابېل نظريات لري، خو په اتلسمه ميلادي پېړۍ کې په ځانګړي ډول شلمه پېړۍ، په ژبنيو څېړنو کې ځانګړی ځای او ارزښت لري. د شلمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې ژبنيو څېړنو ته ډېر پام وشو او د معاصرې ژبپوهنې علم رامنځته شو. معاصرې فلسفې ژبې ته د نقد له زاويې وکتل. د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کلونو کې پر ژبه  علمي او فلسفي بحثونه وشول چې د هغو له جملې د فرديناند دې سوسور نوم د يادونې وړ دی. هغه ژبه په خپل نفس کې مطالعه کړه او بېروني عوامل يې له پامه وغورځول. د سوسور له نظره ژبه بايد د ټولنې او ټولنيزو طبقاتي توپيرونو په پام کې نيولو پرته مطالعه شي. همدا راز د ژبپوهنې معاصر تيوريسن نووم چامسکي بيا په ذاتي ژبنۍ وړتيا ټينګار کوي چې چامسکي ورته (Competence)  اصطلاح کاروي. په ټوليزه توګه چامسکي په دې نظر دی چې ماشومان د ژبې د زده کړې په برخه کې  په ناګهاني ډول د مشرانو د ژبې په ګرامري جوړښت تسلط پيدا کوي. ماشوم له زېږېدو سره هم مهال ځان له ژبې سره همغږی کوي او د يوې مياشتې په جريان کې ځينې غږونه توليدوي. په شپږ مياشتينۍ کې ځينې مانادار غږونه کوي. په يو کلنۍ کې د کلمو توليد پيلوي. له يو نيم کلنۍ وروسته دوه دوه کلمې سره يو ځای کوي او همداسې ورو ورو مخته ځي او پوره ژبه زده کوي.

اخځونه:

  1. Steinberg, Danny D. (1993). An Introdution to Psycholinguistic (2nd Ed). New York.
  2. Dittmar, Norbert. (1976).  Sociolinguistics: A Critical Survey of Theory and Application [Translated by Peter Sand] London.
  3. Yule, George. (2017). The Study of Language (6th. Ed). Cambridge: Cambridge University Press.
  4. سوسور، فردينان. ژ: صوفي، کوروش. (۱۳۹۶). دوره عمومي زبان شناسی عمومی. تهران. هرمس انتشارات.
  5. سوييت، هنري. ژ: صوفي، کوروش.( ۱۳۹۷). تاريخ زبان. تهران: علمي خپرندويه ټولنه.
  6. صفوی، کوروش. (۱۳۹۲). زبانشناسی و ادبيات.تهران: نوبهار انتشارات.
  7. مقدم، محمد دبير.(۱۳۹۶). زبان شناسی نظری. تهران: سمت انتشارات.
  8. صاحب، ارغند.(۱۳۹۶). مانا پوهنه. کابل: پکتوس خپرنديونه ټولنه.
  9. دادستان، پریرخ. (۱۳۸۴). اختلالهای زبان. تهران: انتشارات سمت.
  10. صفوی، کوروش. (۱۳۶۰). درآمدی برزبان­شناسی. تهران: بنګاه ترجمه و نشر کتاب.
  11. شاکر، نوراحمد. (۱۳۵۰). ژبنۍ څېړنې. کابل: کابل پوهنتون.
  12. علی، علي محمد. (۱۳۹۹). درآمدی بر زبان­شناسی. تهران: انتشارات آوای خاور.


 


[1] Holism

[2] Mentalism

[3] Universal Language

[4] Universal Grammar

[5] Emergence

[6] دا تیوري چې په اتلسمه میلادي پېړۍ کې د الماني فیلسوف یوهان گوتفرید فون هردر Johann Gottfried von Herder له لوري وړاندې شوه چې ویل یې انسانانو له یو بل سره د اړیکو نیولو لپاره لومړی د حیواناتو غږونه تمیل کړل. (ا. یادښت)

[7] Philology

[8] Charles F. Hockett

[9] William James Sidis

[10] Immanent

[11] European Structuralism

[12] Sound Image

[13] Semantic Image

[14] natural languages

[15] Language Acquisition

[16] Initial State

[17] General Language Theory

[18] Competence

[19] Generative Grammar

[20] Rationalism

[21] Empiricism

[22] Organ

[23] Gene

[24] Carl Wernicke

[25] Broca's Area

[26] Functional Theories of Grammar

[27] Dik

[28] Linguistics Performance

شریک کړئ