INSAN Magazine

د افغانستان رسنیز نظام: بڼه او څنګه رامنځته شو؟

د جدي ۲۰مه ۱۴۰۳

کله چې د ۲۰۰۱ز کال په پای کې، نړيوالو ځواکونو د طالبانو حکومت له منځه يووړ، د رسنيو په برخه کې بنسټیز تغيیرات رامنځته شول. په اساسي قانون کې، د بيان او رسنيو ازادي تضمين شوه. د نړيوالې ټولنې د مرستو په پايله کې، په سلګونو مختلفې رسنۍ رامنځته شوې. د سيمې په کچه، افغان رسنۍ د ازادۍ او بڼې له اړخه بې ساري وې. که څه هم نيوکې ورباندې شته، خو د رسنيو دا ناڅاپي او کم‌ساري تغییرات د جوړښت او ارزښت له پلوه وستايل شول. په دې مقاله کې د رسنيز نظام، په ځانګړي ډول د يو بې‌ثباته هېواد په توګه، د افغانستان پر رسنيز نظام، بڼه، بېلوونکو نښو او رامنځته کېدو پر کيفيت بحث شوی دی.

 

رسنيز نظام څه دی؟

په يوه ټاکلي سياسي قلمرو (هېواد) کې رسنيز جوړښتونه (‍structures)، د رسنيو اړوند حقوقي او اقتصادي چوکاټونه (economic frameworks)، ازادي او محدوديتونه، کلتور او مروج نورمونه په ټوليز ډول رسنيز نظام (media system) بلل کېږي (Donges & Jarren, 2020). له ځانګړي سياسي قلمرو پرته، د رسنيز نظام تعريفول او پېژندل ستونزمن دي؛ په دې مانا چې رسنيز نظام، باید په يوه جغرافيه پورې محدود شي. د ډول له پلوه، رسنيز نظام په بڼو يا موډل وېشل کېږي. د بېلګې په ډول، هالن او منچيني د شمالي امريکا او اروپا رسنيز نظام څېړلی او د ځانګړو قياسونو او کچو پر بنسټ یې په درېيو بڼو يا موډلونو وېشلی دی: ليبرال يا شمالي اتلانتيک، په امريکا متحده ايالاتو، کاناډا او برتانيه کې؛ شرکت محوره ډيموکراټيک يا شمالي اروپايي، په بالټيک هېوادونو او المان کې؛ قطبي – ګڼ‌اړخيز يا مديتراني موډل، په يونان، هسپانيا او ايټاليه کې (Hallin & Mancini, 2004). د غربي رسنيز نظام ترڅنګ په دې وروستيو کې د منځني ختيځ او شمالي افريقا (MENA) هېوادونو لپاره د رسنيز نظام پر موډلونو کار شوی او خپاره شوي دي (Richter & Kozman, 2021). رسنيز نظام ته له پام زياتېدو سره هم مهاله، د اړوند علميت په اډانه کې، پر يو بل مفهوم چې رسنيز نظام یې هم په خپله غېږه کې رانغاړي، اړيکو يا ارتباطي نظام (communication system) باندې هم بحث زيات شوی او اړوند پوهان ټينګار کوي چې د رسنیز نظام پر ځای، ارتباطي نظام وڅېړل شي (Donges & Jarren, 2020). په هر صورت، موږ لا هم په دې باور يو چې د رسنيز نظام څېړل او پېژندل، که څه هم ساحه يې د ارتباطي نظام په پرتله کوچنۍ ده، د وخت لويه اړتيا او غوښتنه ده.

 

د رسنيز نظام جوړوونکي عناصر کوم دي؟

دغه ځواب بيا هم په هغه جغرافيه او هېواد پورې تړلی چې پر رسنيز نظام یې بحث کېږي. په دې مانا، که چېرې د غربي هېوادونو رسنيز نظام څېړل کېږي؛ جوړوونکي عناصر یې، په ځينو برخو کې، له منځني ختيځ او همدارنګه له بې ثباته هېوادونو سره توپير لري. موږ دلته هڅه کړې چې د غربي او منځني ختيځ هېوادونو د رسنيز نظام عناصر سره ګډ او بيا یې له همغږۍ وروسته په ټوليزه توګه په لنډ ډول تشريح کړو. 

لومړی: د رسنيو پرمختيايي جوړښت

په دغه برخه کې د رسنيو پر تاريخي او پرمختيايي مسير سربېره، په اړوند جغرافيه کې د رسنيو شتون، د پوښښ سيمې، ډولونه، وګړو پوهه/سواد کچه، مخاطبين او جنسيتي تناسب یې، د دوی توکم او ژبه، کلتور، اقتصادي وضعيت او مالوماتو ته د لاسرسي په موخه د وګړو مالي توانايي او وړتيا څېړل کېږي. د دې ترڅنګ، د رسنيو مالکيت او د هغې ډولونه او همدارنګه د مالکانو شناخت هم څېړل کېږي.

دويم: مسلکيتوب

په ژورناليزم کې، مسلکيتوب، ځانګړی او مشخص تعریف نه لري. د مسلکيتوب عنصر، د رسنيو او ژورنالیستانو پر کارونو او کړو وړو راڅرخي. په دې جريان کې، په اړوند هېواد کې د رسنيو اړوند مسلکي او علمي بنسټونه لکه پوهنتونونه، اتحاديې او حرفوي بنسټونه او په دې بنسټونو کې په کار د بوختو کسانو تعداد او رسنيز ډګر کې د مسلک فارغانو شتون او سلنه اړين دي. د دې ترڅنګ، د بيان ازادي يا محدوديتونه، په اړونده ساحه کې مسلکي او علمي ازادي هم کچ او څېړل کېږي. دلته د رسنيو د عامه خدمتونو او ټولنيز مسوليت رول هم کتل کېږي. په افغانستان کې تر ۲۰۲۰ز کال پورې د لوړو زده کړو ۱۹ دولتي او نادولتې ادارې وې چې په وروستيو څلورو کلونو کې یې په اوسط ډول هرکال ۹۶۲ محصلان فارغول. د دې ترڅنګ په ۶۴۱ رسنيزو ادارو کې څه باندې لس زره کسان په کار بوخت وو.

درېيم: سياسي نظام او سياسي تقارن (political parallelism)

دغه عنصر د عربو رسنيز نظام ليکوالو (سياسي نظام او حقوقي چوکاټ) او د رسنيزو نظامونو پرتلې ليکوالو (سياسي تقارن) نومولی دی. که د دواړو څېړنو منځپانګه وکتل شي، غورچاڼ او تمرکز یې پر دې دی چې په اړوند سياسي قلمرو کې د سیاسي نظام ډول، رسنيو اړوند قوانين، رسنيو او سياسيونو يا سياسي ګوندونو ترمنځ اړيکې او نفوذ راښيي؛ همدارنګه د رسنوالو (مالکينو او کارکوونکو) سياسي او ګوندي تمايالات، په منځپانګه کې د دغو تمايلاتو منعکس کېدل، منځپانګې بڼه، چې پر واقعيتونو او که پر تبصرو يا نظرياتو متمرکزه ده را په ګوته کوي. د دې ترڅنګ دلته دا کتنه او ارزونه هم کېږي چې ګواکې رسنۍ څومره د وسيلې په توګه (instrumentalization) کارول کېږي.

څلورم: د دولت مداخله

دولتونه تل هڅه کوي چې رسنۍ تر خپل نفوذ لاندې وساتي. دغه نفوذ په مختلفو لارو کېږي. استبدادي نظامونه داسې قوانين جوړوي، څو رسنۍ پکې کنترول وي. ازادو او ولسواکو نظامونو کې رسنۍ ازادې وي خو واکمن او شتمن یې په مختلفو لارو د کنټرولولو هڅه کوي. د رسنيز نظام دغه کټګورۍ لاندې د دولت مداخلې او نفوذ هڅې څېړل کېږي. عمده برخې یې د عامه رسنيو د مشرتابه ګمارنې او بودیجې په ورکولو باندې اغېز، رسنيو ته په مختلفو بڼو د بسپنې يا سبسېډي ورکول، ځينو حالاتو کې ماليات معاف کول، رسنيو ته دولتي اعلانات ورکول، د رسنيو منځپانګه او موضوعات او يا موضوعاتو ته لوری ورکول، د دې ترڅنګ ځانګړي قواعد تصويبول چې ځينې وخت ګونګ او عام مفاهيم او تعبيرونه لري او ممکن د رسنيو په کنترول کې وکارول شي. په افغانستان کې د دولت ترڅنګ نړيوالو ځواکونو او جنګسالارانو هم پر رسنيو اغېز درلود.

پنځم: رسنيزه ټکنالوژي او بېخبناوې

دلته په اړوند هېواد کې رسنيزې بېخبناوې لکه د راډيو، تلويزون، ورځپاڼې او انټرنيټ شتون او ورته د خلکو لاسرسی او مالي وړتياوې او همدارنګه‌ د برېښنا او اړوندو خدمتونو موجوديت څېړل کېږي. د دې ترڅنګ د عصري اړينې ټکنالوژۍ موجوديت او پر ټولنه د رسنيزو بېخبناو اغېز هم د دې عنصر ممکنه موضوعات کېدلی شي؛ د بېلګې په ډول آیا نوې ټکنالوژۍ داسې عامه فضا رامنځته کړې چې هلته خلک ازادانه بحث وکړي. په افغانستان کې د وروستيو مالوماتو پر اساس ۲۲ سلنه وګړي انټرنيټ ته او ۶۶ سلنه یې تلويزون ته لاسرسی لري. د دې ترڅنګ ۵۷ سلنه وګړي یې راډيو اوري (Akseer et al., 2019).‌

 

د افغانستان رسنيز نظام

د افغانستان رسنيز نظام تشريح لپاره د پورته ذکر شويو عناصرو ترڅنګ نورې اړينې برخې هم شته چې پرته له دغو برخو، د افغانستان د رسنيز نظام پيژندګلوي او شناخت نيمګړی دی، ځکه چې د افغانستان سياسي، اجتماعي او جغرافيوي وضعيت ته په کتو یې رسنيز نظام هم بېل دی. په عام ډول په اسيا او  په ځانګړي ډول په بې ثباته هېوادونو کې پر رسنيز نظام باندې تر دې مهاله هېڅ يا ډېر کم کار او ليکل شوي دي. د افغانستان رسنيز نظام په اړه د (نظام مطبوعات افغانستان، ۱۳۸۲ل) او (د افغانستان رسنيز-حقوقي ن‍ظام، ۱۴۰۲ل) کتابونو يادونه کولی شو، خو لومړی هغه یې د جمهوريت په لومړيو او وروستی هغه یې تر ډېره د رسنيز نظام حقوقي اړخ ته ځانګړی شوی دی. په هر صورت، مخکې له دې چې د افغانستان د رسنيز سیستم ځانګړتياوو ته ورشو، دا يادونه اړينه ده چې افغانستان د بې ثباته دولت (fragile state) په توګه ومنل شي. لاندې د افغانستان رسنيز نظام ځانګړتياوې او عناصر په لنډ ډول تشريح کېږي.

یو: د دولت بې ثباتي State Fragility

د وضع شويو معيارونو له مخې افغانستان د بې‌ثباته هېوادونو په سر کې راځي. په تېرو نږدې پنځو لسيزو کې، د افغان دولت نهه مشران پرځول شوي. جالبه یې دا چې د ډېرو مشرانو له پرځېدو سره سياسي نظام هم له منځه تللی او نوی هغه یې رامنځته شوی. سياسي نظام د رسنيز نظام نه بېلېدونکې برخه ده. د دولت بې ثباتۍ په اړه د دولت حاکميت (جنګ، غټ او خونړي جرمونه، تشدد کابو کولو کې د دولت واک/صلاحيت)، د دولت وړتيا (خلکو ته د ژوند اساسي اړتياوې لکه پاکې اوبه، روغتيايي خدمتونه، زده کړو زمينه برابرول، سالمې اداري چارې)، او مشروعيت (د بشری حقونو وضعيت، له هېواده د وګړو وتل او بيان ازادي) اړين ټکي دي. د بې‌ثباته هېوادونو پېژند له مخې، افغانستان تر ۲۰۲۰ زېږديز کال پورې ناکام يا ناکاره (dysfunctional) دولت ګڼل کېده. 

دوه: پاشلې رسنۍ Media Fragmentation

د افغانستان رسنيو که څه هم د جمهوريت په شلو کلونو کې بې‌ساری پرمختګ وکړ، خو تر ډېره پاشلې وې. دغه پاشلتيا د ژبې، توکم، سيمې او تمايلاتو پر اساس رامنځته شوه او مخاطبينو یې همدغو ټکو ته په کتو اړوندې رسنۍ تعقيبولې. رسنيزه پاشلتيا که څه هم په ځينو پرمختللو هېوادونو کې فکري تنوع رامنځته کوي، خو د افغانستان په څېر هېواد کې یې وګړي پاشلي وو. د دې پاشلتيا ممکنه اغېز و چې رسنيو ګډې ملي موخې او پاليسۍ نه درلودې او د نږدېوالي او يووالي پر ځای یې خلک سره لرې او فاصلې یې رامنځته کړې وې چې په پايله کې دولت کمزوری شو. 

درې: ياغي او ياغي ضد رسنۍ Insurgent & Counterinsurgent Media

د جمهوريت پر وخت په افغانستان کې ياغي رسنۍ موجودې وې، چې د وسله‌والو مخالفانو لخوا پرمخ وړل کېدې. که څه هم يادې رسنۍ تر ډېره تر انټرنيټ پورې محدودې وې، خو اغېز یې ډېر و. له ډلې یې، د هغه وخت د طالبانو او ګلبدين حکمتيار پر مشرۍ اسلامي حزب، رسنيز فعاليتونه يادولی شو. دلته د رسنيو ډول، منځپانګه، مخاطبين او د پوښښ سيمه د څېړلو او ارزولو لپاره اړين ټکي دي. د ياغي رسنيو په مقابل يا دفاع کې، هغه رسنۍ چې د دولت يا دولت ملاتړو ډلو له خوا رامنځته کېږي، ياغي ضد رسنۍ (Counterinsurgent Media) یې نومولی شو. د جمهوريت پرمهال، نړيوالو ځواکونو او دولت، د ياغي رسنيو اغېز او نفوذ محدودولو لپاره ډېرې پیسې مصرف او نوې رسنۍ جوړې کړې. دغه ډول (ياغي او ياغي ضد) رسنۍ په ډېرو کمو نورو هېوادونو کې ليدل کېږي. 

څلور: په نړيوالو تکيه Dependency 

په افغانستان کې ډېری رسنۍ د نړيوالو په مرستو او امکاناتو تکيه وې. تر ۲۰۲۰ زېږديز کال پورې نړيوالې ټولنې د افغانستان په رسنيز ډګر کې، ۸۳۲ ميليونه امريکايي ډالر لګولي وو. کله چې رسنۍ، په بهرنيو مرستو متکي شي، ډېر وخت د رسنيو داخلي او خپرنيزه ازادي اغېزمنېږي. د دې پرځای چې لومړيتوبونه د شته اړتياوو پراساس وټاکل شي، مرستندويان یې تعريف او ټاکي. حتی ځينې وخت د مشروع دولت لومړيتوبونه، د مرستندويانو هغو په مقابل کې له پامه غورځول کېږي.

دغه څلور ځانګړنې تر ډېره په افغانستان او هلته حاکم وضعيت پورې محدودې دي. په نورو هېوادونو کې ممکن دغه عناصر يا بيخي موجود نه وي او يا هم په نورو ډولونو شتون ولري. 

 

د افغانستان رسنيز نظام څنګه رامنځته شو؟

په ولسواکو نظامونو کې رسنۍ تر ډېره ازادې وي او په مختلفو ډولونو، د ولسواکۍ ارزښتونه او نهادونه حمايه کوي. په لومړيو کې د نړيوالې ټولنې، يو لوی شعار هم دا و چې افغانستان کې ولسواکي او د ولسواکۍ ارزښتونه لکه ټاکنې، بشري په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، بيان ازادي او زدکړې تقويه او غښتلې کړي. د دې ترڅنګ، رسنۍ د حکومتولۍ په نورو برخو لکه فساد پرضد مبارزه، تبليغات، عامه پوهاوي، وګړو ته د زدکړو ترڅنګ، تفريح برابرولو کې هم مرسته کوي. 

کله چې د ۲۰۰۱ په وروستيو کې، نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله؛ په مختلفو برخو کې، بنسټيز تغییرات رامنځته شول؛ رسنۍ هم، د همدې تغيیراتو برخه وې. د سياسي نظام ډول (ولسواک رياستي) ته په کتو، رسنۍ هم د ليبرال ماډل يا فکري چوکاټ لاندې رامنځته شوې. د دغه چوکاټ د انتخاب يو لامل، ممکن د نړيوالې ټولنې شتون او نفوذ وي. امريکا متحده ايالاتو، د نړيوالې ټولنې مشري کوله او له افغانستان سره د شويو مرستو، غوښنه برخه هم دوی ورکوله. 

د افغانستان رسنيز نظام بڼه، که څه هم کټ مټ د کوم غربي ماډل نه وه، خو په ډېرو برخو کې یې ځانګړنې سره ورته وې. د بېلګې په ډول: د عامه رسنيو نه شتون او په رسنيو د ازاد بازار نفو‌ذ، افغان رسنيز نظام ليبرال ماډل ته ورنږدې کاوه؛ د سياسيونو اغېز او ځينو ګوندونو سره د ځينو رسنوالو اړيکې او فکري تمايلات او يا په ټوليز ډول پر رسنيو د سياسي کړيو څرګند اغېز د مديتراني ماډل ځانګړنې دي. دغه ټکو ته په کتو، افغان رسنيز نظام، د ليبرال او مديتراني ماډلونو ترمنځ معلق حالت درلود. 

د هر هېواد رسنيز نظام، د اړوند هېواد سياسي قلمرو، سیاست، کلتور، دودونو او ارزښتونو ته په کتو رامنځته کېږي. په بله مانا، په نظام کې تر ډېره، د سيمې شرايط او سياق په پام کې نيول کېږي او په دې سره نظام ترډېره له سيمې سره جوړ او طبيعي مالومېږي. د جمهوريت پر مهال، رامنځته شوي افغان رسنيز نظام په ځينو برخو کې، د سيمې شرايطو او سياق ته ډېر پام نه و شوی. په ۲۰۱۸ کې، د افغانستان مالوماتو ته د لاسرسي لايحه، په نړيواله کچه لومړۍ ازاده لايحه ونومول شوه (The RTI Rating, 2018). د هغه وخت سياسي وضعيت او د دولت بې ثباتۍ ته په کتو، دومره ازاد رسنيز نظام چې په سيمه کې بې ساري و، ممکن د ګټې پر ځای په زيان تمام شي.

 

Reference:

Akseer, T., Hayat, K., Keats, E. C., Kazimi, S. R., Maxwell-Jones, C., Shiwan, M. S., Swift, D., Yadgari, M., & Yousufzai, F. A. (2019). Afghanistan in 2019: A Survey of the Afghan People [Survey Report]. The Asia Foundation. https://asiafoundation.org/publication/afghanistan-in-2019-a-survey-of-the-afghan-people/

Donges, P., & Jarren, O. (2020). Differenzierung und Institutionalisierung des Medien- und Kommunikationssystems. MedienJournal, 43(3), 27–45. https://doi.org/10.24989/medienjournal.v43i3.1831

Hallin, D. C., & Mancini, P. (2004). Comparing Media Systems: Three Models of Media and Politics. Cambridge University Press.

Richter, C., & Kozman, C. (Eds.). (2021). Arab Media Systems (Vol. 3). Open Book Publishers. https://doi.org/10.11647/obp.0238

The RTI Rating. (2018). Global Right to Information Rating [Index]. Center for Law and Democracy. https://www.rti-rating.org/

شریک کړئ