INSAN Magazine

په افغانستان کې د ژورنالیزم زدکړې: ننګونې او فرصتونه

د جدي ۲۵مه ۱۴۰۳

 په تېر جمهوري نظام کې د ژورنالیزم زده‌کړو د پام وړ پرمختګ وکړ. د دغه پرمختګ یوه مهمه برخه د بیان ازادي وه چې د ژورنالیزم زده‌کړو ته یې وده ورکړه او ځوانان یې دغه مسلک ته وهڅول. په دې موده کې د ژورنالیزم لپاره په یوشمېر پوهنتونونو کې ځانګړې څانګې (ډیپارټمنټونه) جوړې شوې، چې لسګونو ځوانانو په‌کې  زده‌کړې کولې. د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو ترڅنګ، لسګونو انسټېټیوټونو هم د ژورنالیزم په برخه کې فعالیت کاوه. نړیوالو اکاډمیکو بڼسټونو او یوشمیر مرستندویه موسسو د ژورنالیزم د ودې په موخه مالي او تخنیکي مرستې کولې. د دغو مرستو یوه بېلګه د هېواد په پنځو (کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او شیخ زاهد/خوست) پوهنتونونو کې د محصلانو لپاره د مجهزو سټدیوګانو او د تدریسي ودانیو جوړل و. همدارنګه، د استادانو د مسلکي وړتیا د لوړولو لپاره بورسونه او روزنیز پروګرامونه برابر شول. د محصلانو لپاره د عملي زده‌کړو امکانات، لکه له راډیوګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو سره همکارۍ پراخې شوې چې د ژورنالیزم زده‌کړې یې لا پیاوړې کړې. همدارنګه، ښځینه زده‌کوونکو او استادانو ته ځانګړې ونډه ورکړل شوه چې په دې برخه کې  د جنډر د برابرۍ پر لور یو ګام بلل کېده. په ټولیز ډول، دا دوره د ژورنالیزم د زده‌کړو لپاره د ودې او نوښت یوه طلایي دوره وه.

دې دورې د ګڼو او پراخو لاسته‌راوړنو په ګډون ګڼ شمېر ننګونې او هم درلودې چې د همدې لیکنې په لړ کې ورته کتنه شوې ده. په ځانګړي ډول په درېیو برخو کې د ژورنالیزم بنسټیزې لاسته راوړنې په لاندې توګه یادولی شو:

اول: نړیوال ملاتړ او پراخو امکانات تسهیل

د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو شمېر زیات شو. د عامه پوهنتونونو شمېر له شپږو څخه ۳۹ ته او د خصوصي پوهنتونونو شمېر له صفر څخه ۱۲۸ ته ورسېد.

د ژورنالیزم او د رسنیو لپاره ځانګړې څانګې جوړې شوې او د دې برخې زده‌کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امکانات برابر شول. نړیوالو بنسټونو د ژورنالیزم زده‌کړو د ودې لپاره پراخې مالي او تخنیکي مرستې وکړې.

په دې لړ کې د ژورنالیزم د استادانو لپاره د بهرنیو بورسونو پروګرامونه تنظیم شول چې له مخې یې ګڼ‌شمېر استادان چین، هند، پاکستان، ایران او یوشمېر اروپايي هېوادونو ته د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره واستول شول.

نړیوالو ادارو او یوشمیر پوهنتونونو د ژورنالیزم د تدریس لپاره د نویو نصابونو په جوړولو کې مرسته وکړه؛ د بېلګې په توګه د امریکا پنځو پوهنتونونو د افغانستان د ژورنالیزم له پنځو پوهنځیو سره د اکاډمیک تړون پر بنسټ د نوي نصاب د تدوین او د استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستې وکړې. دغه تړون د درېیوو کلونو لپاره و چې په ترڅ کې یې د نصاب د نويو ودانیو جوړولو، مجهزو سټوډیوګانو جوړولو او د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره کورني او بهرني ورکشاپونه شامل وو.

دویم: د بیان ازادي او د رسنیو پرمختګ

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر تاسیس وروسته په تقنیني او حقوقي برخو کې د بیان آزادۍ لپاره اساسي ګامونه واخیستل شول. د ټولیزو رسنیو د قانون له جوړېدو نیولې د رسنیو، د بیان د آزادۍ، او ژورنالیستانو د ملاتړ بنسټونه فعال شول دې چارې د بیان ازادۍ په تحکیم، له ژورنالیزم  سره د خلکو په علاقمندۍ کې پراخه برخه واخیسته چې په پایله کې یې په ګڼو ښارونو کې رسنۍ فعالې شوې او په ورځني ټولنیز ژوند کې یې فعاله ونډه خپله کړه.

محصلانو ته د رسنیو د عملي زده‌کړو لپاره امکانات برابر شول، لکه له خصوصي او دولتي ټلوېزیونونو او راډیوګانو سره همکارۍ او انټرنشیپونه او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له لوري د لنډمهالو کورسونو او مسلکي زدکړو فرصتونه یې مهم او ځانګړي مثالونه یادېدلی شي.

درېیم: د ښځو ونډه او ګډون

د ښځو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول. ښځې په ژورنالیزم کې په ګڼ شمېر  شاملې شوې او ورځ تر بلې د ښځینه محصلانو شمېر زیاتېده. د بېلګې په توګه د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په ګڼو ټولګیو کې د ښځینه زده‌کړیالانو شمېر له هلکانو زیات و، یا هم د هلکانو او نجونو شمېر سره برابر و.

په ډېرو پوهنتونونو کې ښځینه استادانو تدریس کاوه او ښځینه محصلانو ته ځانګړي بورسونه برابر شول. د لوړو زده‌کړو وزارت د مثبت تبعیض تر عنوان لاندې کرنلاړه جوړه کړې وه او موخه یې د نجونو زده‌کړیالانو په شمېر او بورسونو کې زیاتوالی و. د لوړو زد‌کړو وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په ټول هېواد کې د محصلانو شمېر شاوخوا ۵۵۰۰۰۰ و چې ۳۱ سلنه یې نجونې وې.

ننګونې او ستونزې

د دغو ټولو پرمختګونو تر څنګ، ځینو ننګونو د ژورنالیزم د لا ودې مخه ډب کړې وه. د سرچینو کموالي او د دولتي بودیجې د کمښت له امله په یوشمیر ولایتونو کې د ژورنالیزم د پوهنځیو ظرفیتونه هغسې محدود پاتې شول. د ژورنالیزم څانګه د لوړو زد‌کړو وزارت د لومړیتوبونو په نوملړ کې نه وه؛ نو ځکه ډېره کمه بودیجه به ژورنالیزم ته ځانګړې کېده. په ولایتونو کې د زد‌کړو کیفیت د مرکزي سیمو په پرتله ټیټ و. په یوشمیر ولایتونو کې چې د ژورنالیزم پوهنځي نوي جوړ شوي وو، پاملرنه ورته کمه وه او ان له کادري ستونزو سره مخامخ وو.

په يوشمېر ولایتونو او پرتو سیمو کې خبریالانو اطلاعاتو ته لاسرسی نه درلود او د محلي زورواکانو له‌خوا ګواښل کېدل. دغو فشارونو د ژورنالیزم د زد‌کړو پر ودې هم اغېزه کړې وه او په دغو ولایتونو کې ژورنالیزم زد‌کړې ته لېوالتیا کمه وه. 

لومړی: د کوویډ-19 وبا او پر رسنیو او ژورنالیزم یې منفي اغېز

افغانستان د سوېلي اسیا له هغو تر ټولو بېوزله هېوادونو څخه دی چې د څلورو لسیزو جګړې له امله د دغه هېواد د وګړو ډېره برخه (یوه  پر څلورمه) بېسواده پاتې ده (یونسکو، ۲۰۲۳). د نورو هېوادونو په څېر، د کوویډ-۱۹ وبا په افغانستان کې ټول بنسټونه ولړزول او د ښوونې او روزنې سېسټم یې ګډوډ کړ.

د کوویډ-19 وبا پر مهال د ژورنالیزم زدکړې له جدي ستونزو سره مخ شوې. فزیکي ټولګي او عملي روزنې ودرېدې او محصلان اړ شول انلاین زدهکړو ته مخه کړي. دغه بدلون د هغو مهارتونو زده‌کړه سخته کړه چې عملي کار ته اړتیا لري، لکه راپور جوړول او مرکې اخیستل. سره له دې چې محصلانو د ډیجیټلي ژورنالیزم په اړه ډېر نوي څه زده کړل چې د راتلونکي لپاره یې ورته نوې لارې پرانېستې

د کوویډ-19 وبا پر مهال  د لوړو زده‌کړو وزارت د "HELMS" په نوم پورټال جوړ کړ چې موخه یې د انلاین خدمتونو وړاندې کول و او د دغه پورټال په مټ له زده‌کړیالانو سره د زده‌کړو مواد په انلاین ډول شریکېدل. که څه هم دا یو نوښت و، خو د افغانستان د زېربناوو کمزورتیا له امله ناکامه تجربه وه. د دغه سېسټم موثریت له دوو اساسي ستونزو سره مخ شو. لومړی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پورټال اړتیاوو ته په کتو پیاوړی او چټک انټرنېټ نه‌ شوای برابرولی. دویم، د ټکنالوجۍ او انګلیسي ژبې په مهارتونو کې د ډېرو استادانو کمزوري د دې لامل شوه چې له پورټال څخه لازمه ګټه وانه‌خیستل شيیوشمیر استادان چې پر انګلیسي ژبې نه پوهېدل، د HELMS په کارولو کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو. برعکس، ځوان استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه او د انګلیسي ژبې مهارتونه یې لرل، د دې ټکنالوجي په کارولو کې بریالي وو. دغو ستونزو ته په کتو ډېری استادانو د موادو شریکولو په موخه ټولنیزې رسنۍ، لکه واټساپ، فېسبوک او ټیلیګرام کارول چې د زده‌کړو پر کیفیت یې ډېره بده اغېزه کړې وه. د کوویډ-19 وبا پر مهال محصلانو په درېیوو سمسټرونو کې یوازې څو اوونۍ په فیزیکي ډول ټولګیو ته ولاړل او پاتې زده‌کړې یې په انلاین ډول وکړې. د محصلانو لپاره درې سمسټرونه له جدي زده‌کړو پرته پای ته ورسېدل او ټولو ته ارتقا ورکړل شوه. 

دویم: د طالبانو واکمني او د ژورنالیزم د زدکړو وضعیت

د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې د ژورنالیزم د زده‌کړو وضعیت په جدي ډول زیانمن شوی او له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژورنالیزم زدکړې له سختو ننګونو سره مخ دي. د بیان ازادۍ په وړاندې سخت محدودیتونه او پر رسنیو بندیزونه د دې برخې زدهکړو ته لوی ګواښ ګرځېدلی او ژورنالیزم ته یې لېوالتیا کمه کړې ده. د پوهنتونونو په نصابونو کې بدلونونه راغلي او د یوشمېر مسلکي مضامینو ځای دیني مضامینو نیولی دی. پر بیان ازادي او ډیموکراسي، چې د ژورنالیزم د ودې اصلي لاملونه دي، بندیز لګول شوی دی. استادان اکاډمیکه ازادي نه‌لري او ځان سانسوروي. له زده‌کړو د ښځینه زدهکوونکیو محرومیت دغه ډګر نور هم ځپلی دی. په داسې حال کې چې د راپورجوړونې او مرکو ترسره کولو لپاره ازاد چاپېریال نشته، ډار او ناامني د عملي زدهکړو لارې تړلې دي. که څه هم دغو محدودیتونو د ژورنالیزم پر زده‌کړو بده اغېزه کړې، خو بیا هم زده‌کړیالان په ډیجیټلي وسایلو او ټولنیزو شبکو تکیه کوي، چې د زدهکړو او حقایقو خپرولو لپاره نوې لارې ومومي. 

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژورنالیزم پر وړاندې ننګونې په لاندې توګه شمېرلی شو:

۱: د نجونو پر زدکړو بندیز

طالبانو د ښځو پر لوړو زدکړو بندیز لګولی چې په پایله کې یې ښځینه زده‌کړیالانې او استادان له پوهنتونونو څخه محروم شوي دي. د ژورنالیزم په برخه کې ښځې یو ځل بیا له مسلکي پرمختګ او زده‌کړو څخه بې‌برخې شوې دي. ښځینه محصلانو د ژورنالیزم په برخه کې د پام وړ ونډه لرله او اوس دا تشه د ژورنالیزم پر راتلونکي ژور اغېز کولای شي.

۲: د بیان ازادۍ نشتون

د طالبانو واکمنۍ له راتګ سره د بیان ازادي په بشپړ ډول له منځه تللې ده. محصلان او استادان د خپلو نظرونو له څرګندولو څخه ځان ساتي او په خپله زده‌کړه او تدریس کې ځان سانسوري ته اړ دي. استادانو ته په شفاهي او لیکلي ډول اخطارونه ورکړل شوي چې له دیني ارزښتونو او د رژیم  له اصولو څخه سرغړونه ونه کړي.

۳: بشري سرچینو ته زیان

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ژورنالیزم ګڼ‌شمېر استادان له هېواده وتلي چې له امله یې د تدریس کیفیت ټیټ شوی دی. پر پاتې استادانو باندې د درسي مضامینو شمېر زیات شوی او ځینې تر ۷ یا ۸ مضمونونو پورې تدریسوي چې دا د تدریس کیفیت لپاره یو جدي زیان دی.

۴: مالي او تخنیکي ستونزې

د نړیوالو مالي مرستو په بندېدو سره د پوهنتونونو، په ځانګړې توګه د ژورنالیزم څانګې پراختیايي پروګرامونه له جدي  ستونزو سره مخامخ شوي دي. له نړیوالو پوهنتونونو سره هېڅ ډول اکاډمیک تړونونه او اړیکي نشته او د عملي زده‌کړو ساحه هم خورا زیانمنه شوې ده. د ژورنالیزم یوشمیر پوهنځیو ته چې د (یواس‌ای‌ډي)  په مالي مرستې سټدیوګانې جوړې شوې وې، د بشري سرچینو (تخنیکي کارکوونکو) د کمښت له امله په پوره ډول ورڅخه ګټه نه پورته کېږي. په خصوصي پوهنتونونو کې وضعیت تر دولتي پوهنتونونو هم بد دی او په ځینو پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو کې د ژورنالیزم پروګرامونو د دوام لپاره امکانات نشته او ځینې پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو موسسې د ژورنالیزم د پروګرامونو د تړلو پلان لري.

۵: د رسنیو د ملاتړ نشتون

د آر‌اېس‌اېف د وروستي راپور پر بڼست، په افغانستان کې۲۳۱  رسنۍ تړل شوي او پاتې رسنۍ له مالي ستونزو او سانسور سره مخ دي. دغه حالت د ژورنالیزم زده‌کړې لپاره د عملي تجربو فرصتونه کم کړي دي. د رسنیو د کارکوونکو لوی شمېر بې‌کاره شوي چې له امله یې محصلان په دې برخه کې د راتلونکي لپاره لږه هیله لري. ګڼ‌شمېر تجربه لرونکي ژورنالیستان کډوالۍ ته اړ شوي او د نويو ژورنالیستانو ګومارنې ته لاره هواره شوې ده. د ژورنالیزم دغه نوی نسل د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ته اړتیا لري، خو د دغو پروګرامونو شمېر خورا کم شوی دی.

۶:  پر دین‌محورۍ ټینګار

د ژورنالیزم نصاب کې د دیني مضامینو شمېر زیات شوی او د ژورنالیزم مسلکي او عملي اړخونو ته پام کم شوی دی. ټول درسي مواد باید د طالبانو له خوا رامنځته شویو معیارونو او  ارزښتونو سره سمون ولري او ټولو پوهنځیو ته سپارښتنې شوي چې پر دیني ارزښتونو تمرکز او ټینګار ولري

 

د ژورنالیزم راتلونکی

د افغانستان د ژورنالیزم راتلونکی د بیان ازادۍ، د ښځو ونډې او ښوونیزو فرصتونو په وړاندې د سختو محدودیتونو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی. د طالبانو د سخت سانسور او اقتصادي ستونزو له کبله خپلواکې رسنۍ کمزورې شوي او ښځینه خبریالانو ته د کار کولو فرصتونه ډېر کم شوي دي. د فشارونو او محدویتونو ساحه ورځ تر بلې پراخېږي او د ژورنالیزم راتلونکي ته هیلې له منځه وړي، خو د ځوانو خبریالانو هڅې او د نړیوالې ټولنې ملاتړ لا هم د دې برخې د بېرته راژوندي کولو لپاره هیله بښونکی دی. د ژورنالیزم راتلونکی به د ټولنې په ګډو هڅو او نړیوالو همکاریو پورې تړلی ويپه افغانستان کې د ژورنالیزم د ژوندي ساتلو لپاره نړیواله ټولنه باید د مالي او سیاسي ملاتړ له لارې د بیان ازادۍ تضمین کړي او عام ولس د خپلواکو رسنیو په ملاتړ او د حقیقت په خپرولو کې فعال رول ولوبوي.

پایله

په افغانستان کې د ژورنالیزم زدهکړو تاریخ د بدلونونو او ننګونو یوه بېلګه ده. د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د بیان ازادۍ، نړیوالو مرستو او ښوونیزو فرصتونو پراختیا د ژورنالیزم زدهکړو لپاره یو مهم بنسټ رامنځته کړ. په دې دوره کې د لوړو زدهکړو موسسو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شو او د ژورنالیزم لپاره ځانګړې څانګې په بېلابېلو پوهنتونونو کې جوړې شوې. دغه پرمختګونه د ښځینه زدهکوونکو او استادانو د فعالې ونډې، د عملي زدهکړو اسانتیاوو او د نړیوالو مالي او تخنیکي ملاتړ له برکته نور هم پیاوړی شو. خو د طالبانو د واکمنۍ تر راتګ وروسته دا وضعیت له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی. د ښځینه زده‌کړیالانو پر زده‌کړو بندیز، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه، د بشري او مالي سرچینو کمښت او د ژورنالیزم نصاب کې پر دینمحورۍ ټینګار د دې برخې راتلونکی په تیاره کې ډوب کړی دی. د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال د زدهکړو ګډوډي او د انلاین زدهکړو لپاره د کمزوریو زېربناوو شتون هم دغه ستونزې لا پسې زیاتې کړې. سره له دې چې ځینې هیله بښونکي فکټورونه لکه ډیجیټل رسنیو او ټکنالوجي ته د ځوانو خبریالانو لاسرسی، په جلا وطنۍ کې د رسنیو جوړېدل او پیاوړتیا او د نړیوالې ټولنې محدود ملاتړ لا هم د دې برخې د بېرته راژوندي کولو لپاره فرصتونه رامنځته کوي. د ژورنالیزم د راتلونکي لپاره د بیان ازادۍ تضمین، د ښځینه زدهکوونکو لپاره د زدهکړو او کاري فرصتونو چمتو کول او د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ اړین دی. افغانستان به یوازې له دې لارې وکولای شي د ژورنالیزم د زدهکړو لپاره روښانه راتلونکی ولري.

سرچینې

Abdulbaqi, M. (2009). Higher education in Afghanistan. Policy perspectives, 99-117.

Aftab, L. (2023). Online Learning Tools, Strategies, and Challenges during the third wave of the Covid-19 Pandemic in the Educational Institutions of Kabul, Afghanistan (Cross-sectional study). IJARIIE-ISSN, 9(4), 2395-4396

A look at the achievements of Ministry of Higher Education. (2021). The 2020 annual report of Ministry of Higher Education. Retrieved from https://af.shafaqna.com/wp-content/uploads/2021/02/Dari-Magazine-min.pdf

Hashemi, A. (2021). Online teaching experiences in higher education institutions of Afghanistan during the COVID-19 outbreak: Challenges and opportunities. Cogent Arts & Humanities, 8(1), 1947008.

 Noori, A. Q. (2021). The impact of the COVID-19 pandemic on students’ learning in higher education in Afghanistan. Heliyon, 7(10).

Obaidi, H. (2021). Electronic Learning: The fourth sphere of learning for Afghan university students. Retrieved from https://8am.media/e-learning-fourtheducational-environment-for-afghan-students/

Obaidi, H., Dastgeer, S. (2022). Social media use in political campaigns in Afghanistan during the 2018 parliamentary elections. International Communication Journal, 57(1), 59-76.

UNESCO. (2023). UNESCO stands with all Afghans to ensure youth and adults in Afghanistan, especially women and girls, achieve literacy and numeracy by 2030. Retrieved from https://www.unesco.org/en/articles/unesco-stands-allafghans-ensure-youth-and-adults-afghanistan-especially-women-and-girlsachieve

شریک کړئ