لمر چې کوز شي ډوبېدو ته
ته به وایې د اور توب دی
يا عاشق زړه د غروب دی
راوتلی دی له تنه
لایق
لمر ته د "لمر" کلمه حتی ډېره طبيعي ده که د "الشمس"؟ د پښتون ځواب "لمر" دی خو د عرب ځواب "الشمس" دی. ولې؟ که دا پوښتنه په بل مثال کې مطرح کړم: پښتانه "د سپي غپا" او عربان د "نباح الکلب" اصطلاحات لري؛ کوم يې طبيعي دی؟
دې ډول پوښتنو د فردیناند دی سوسور (۱۸۵۷-۱۹۱۳)، چې د سترکچرلیزم بنیانګذار ګڼل کېږي، ذهن تخناوه. د ده لپاره دا په زړه پورې وه چې د خلکو تر منځ هغه کلمات چې له خپل مدلول سره ان د غږ د شباهت اړيکه لري، لا يو شان نهدي—د "لمر" او "الشمس" په څېر کلمات خو لرې خبره ده.
سوسور کلمات نښې بولې—نښې د چارلز سندرز پيرس[1] (۱۸۳۹ – ۱۹۱۴) له لوري په درې ډولونو وېشل شوي: ۱) ایکن[2]، ۲) انډیکس[3]، ۳) سيمبول[4]. ایکن له خپل مدلول سره فزيکي شباهت لري—عکس د ايکن يو ښه مثال دی. انډيکس د مدلول شواهد دي—مثلاً دود د اور ښکارندويي کوي يا ورېځ د باران شاهدي ورکوي. اما، د سيمبول په برخه کې دا اړيکه نهشته. مثلاً، مونږ نهپوهېږو چې لمر ته ولې لمر وايو؟ "د اور توب" يا "د غروب عاشق زړه" مو ورته ويلی شو. ایکن او انډيکس په هر ځای کې (په هره ژبه کې) يو شان مانا ورکوي. اما لمر بيا په نورو ژبو کې د "لمر" مانا نهورکوي. په دري کې آفتاب، اردو کې سورج او عربي کې الشمس سیمبولونه ورته کارول کېږي.
نښه، د سوسور په قول دوه برخې لري: ۱) غږيز انځور/شکل، ۲) ذهني انځور/مفهوم. دی لومړي ته سيګنيفایر[5] او دويم ته سيګنيفاید[6] اصطلاح کاروي. د لمر کلمه، چې سوسور يې نښه بولي، د /ل/، /م/، /زور/ او /ر/ غږیز انځور يا شکل لري او "د اور توب" په څېر يو ذهني انځور يا مفهوم لري.
سوسور نښه او مدلول[7]—هغه څه ته چې نښه اشاره کوي—سره جلا کړل. د بېلګې په ډول، واقعي لمر، چې سهار پر اسمان راخېژي او مازيګر، چې د لايق خبره، "د اور توپ" ځنې جوړېږي، د لمر د نښې مدلول دی.
رنه ماګریت[8] (۱۸۹۸ – ۱۹۶۷)، يو سورياليستي انځورګر، د پيپ تصوير وکيښ او لاندې يې ځنې وليکل چې "دا پيپ نهدی"—
—د ماګريت دا انځور د "انځور خيانت" په نوم ډېر شهرت وموند. ده وروسته وليکل: "مشهوره پیپ؛ خلکو څومره پرې وټکولم. اما بيا هم، تاسې کړای شئ چې زما پيپ [له تنباکو] ډک کړی؟ نه، دا يوازې [د پيپ] ښکارندويي کوي، که داسې نهده؟ نو، که ما په خپل تصوير ليکلي وای چې 'دا پيپ دی'، ما به دروغ ويلي و."[9]
په دې ډول، د "ګُل" کلمه ګل نهدی؛ بلکې د ګل ښکارندوی دی. بې له هغې هم، کله که په يو مجلس کې ګل يادوو، د يوه ذهن ته د ګلاب تت انځور ورځي، بل ته د ريدي، درېيم ته د نرګس او څلورم ته د ياسمين. يعني، کلمات (نښې) تر دې وړاندې چې مدلول—په چاپېریال کې د نښې مصداق—ته اشاره وکړي، زمونږ په ذهن کې انځور (سيګنیفاید) ایجادوي، چې له مدلول سره په هېڅ صورت سل په سلو کې شباهت نهلري.
اما سوسور، د سيګنیفایر او د سيګنیفاید اړيکه نهشلېدونکي وبلله. ده، چې په ټولګي کې درس ورکاوه، نو د نښې د دواړو اړخونو د توضېح لپاره يې د پاڼې مثال ورکړ: د کاغذ پاڼه دوه مخه لري، يو یې سيګنیفایر وبولئ او بل يې سيګنيفاید؛ که غواړئ چې د پاڼې يو مخ څيرې کړئ، د پاڼې بل مخ هم ورسره څيرې کېږي. عيناً همداسې که نښې يو اړخ (سيګنيفایر) بدل کړئ، بل اړخ (سيګنيفاید) هم ورسره بدلېږي. د بېلګې په ډول، د "کور" نښه، چې /ک/، /و/ او /ر/ يې سيګنيفایر دی او "د اوسېدو ځای" يې سيګنیفاید دی، که بدله کړو، مثلاً "ګور" ووايو، چې يوازې /ک/ يې په /ګ/ اوړېدلی، په اتومات ډول يې سيګنيفاید هم بدل شو—ګور هغه ځای دی چې مړی په کې خښ وي.
د نښې، خصوصاً سيمبول، د دواړو اړخونو دا نهشلېدونکي اړيکه له کومه شوه؟ سوسور يې ريښه په فرهنګ کې ګوري. په بله وينا، د يوې ټولنې د وګړو تر منځ د يو سيګنيفایر لپاره يو سيګنيفاید قرارداد کېږي. زه، ته، احمد، محمود او... ټولو د "لمر" سيګنيفایر لپاره د لمر سيګنيفاید—هماغه رڼا او ګرمي بخښونکی څيز چې د ورځې له خوا پر اسمان راخېژي—له يو بل سره منلی دی.
اما ولې لمر؟ ولې مو لمر ته بل سيګنیفایر نهدی انتخاب کړی؟ يا ولې مو د لمر سيګنيفایر ته بل سيګنيفاید نهدی غوره کړی؟ يا که دا پوښتنه بل ډول مطرح کړم: ايا د دې امکان وو چې لمر ته مو، مثلاً، چينار ویلی وای؟ د سوسور ځواب هو دی. دی په دې باور دی چې د سيګنيفایر او سيګنيفاید توافق اختیاري دی. په بله وينا، د لمر په کلمه کې داسې څه نهشته چې د لمر له ذهني انځور سره یې يو ځای کېدل دیکته کړي. د بېلګې په ډول، د "غپا" په کلمه کې له مدلول سره د شباهت تړاو شته؛ اما، دغه نومونه هم اختياري ده—که نه، په ټولو ژبو کې ښايي همدا ټکی ورته کارول کېدای: په فارسي کې "جف زدن"، په عربي کې "نباح الکلب" او انګرېزي کې بارکینګ[10] کلمات ورته غوره شوي. د دې خبرې دا مطلب دی چې مونږ کړای شو د "غپا" په ځای بله کلمه غوره کړې وای.
په پښتو کې، له څه وخت راهيسې، استاد مجاور احمد زيار د مستعارو لغاتونو لپاره نوي لغاتونه جوړوي چې د ده په باور پښتو ريښه لري. وګورئ، زيار صاحب دوه کاره ترسره کوي: د يوه سيګنیفاید لپاره، چې تر ده وړاندې او فیالحال بل سيګنیفاير لري (پور لغت)، نوی سيګنيفایر رغوي يا ټاکي. مثلاً، "ايميل"[11] يو سيګنیفایر دی او 'د انټرنيټ له لارې د ليک لېږل' يې سيګنيفاید دی. د دې سيګنيفایر په پښتو کې رامنځته شوی نهدی—انګرېزي دی. زما په اغلب ګومان، بي بي سي د دې لپاره د "برېښناليک" سيګنيفاير ورغاوه. که څه هم، ظاهراً، داسې ښکاري چې په دې کې مونږ دومره اختيار نهدرلود—چون د انګرېزي سيګنيفایر ژباړه ده: "اي" او "میل" د انګرېزي د (E-) او میل (Mail) پښتو تلفظ دی او په انګرېزي دا دواړه د برېښنايي (برقي) ليک لېږلو مانا ورکوي. په دې ډول، برېښناليک ژباړل شوی او د چا چې دا سيګنيفایر رامنځته کاوه ګواکې بېاختياره وو—بل ټکی يې نهشو ټاکلی. کيسه داسې نهده. لومړی، دې کس کولی شول د ترکيبي سيګنيفایر پر ځای یې له لویه سره بسیط هغه کارولی وای. دا شرط نهده چې پښتو لغتونه دې د نورو ژبو د لغتونو ژباړه وي. دويم، ده کړای شول چې د برېښنا کلمه کې لنډيز راولي؛ د انګرېزي معادل يې هم لنډیز لري: "اي" د "الکترونیک[12]" لومړی توری دی. استاد زيار په خپله يوه ليکنه کې، چې په خواله رسنيو کې د "لومړی اړينتیا او اړوندتیا" تر سرليک لاندې خپره شوې، ليکي: "برېښناليک" هم "برېښليک" ته رالنډېدای او بيا ګردانېدای شي: برېښليکول، برېښليکېدل، کټ مټ لکه: لاسليکول، لاسليکېدل، اغېزمنېدل، ځواکمنول، ځواکمنېدل او داسې نور؛ انګرېزي هم له "الکترونيک" څخه تش يو توری(e-) را اخیستی دی." اما، ولې د زيار صاحب برېښليک څوک نهکاروي؟ که توضېح کړی مې نهوای، څوک څه پوهېدل چې بريښليک کوم سيګنيفاید لري؟ دا د سوسور ړومبی پاینټ تصديقوي—قرارداد.
بې له هغې هم، د سوسور د نظرياتو په اساس، د کلمې ريښه د کلمې د مانا په ټاکلو کې نقش نهلري. مانا اصلاً د نورو کلمو له شتون څخه رازېږي. مثلاً، د مزارشريف د يوې ساحې نوم "دشت شور" دی. دا په لومړيو کې رښتيا هم دښته وه او شور يې درلود—مالګينه وه؛ سپينه ښکارېده. خو اوس په کې ښار ودان دی. شور دښته نوره نهده پاته. خو بيا هم "دشت شور" بلل کېږي. که يو څوک بلد نهوي او ورته ووايې چې "شور دښتې ته دې وړم" ممکن درنه وپوښتي چې "ولې؟" اما، د دې ځای اوسېدونکي په دې پسې نهګرځي چې "دشت شور" په لفظي لحاظ څه مانا ورکوي؛ دوی يې د مزار ښار د يوې برخې نوم بولي. دا نوم د دې ښار د نورو برخو د نومونو په لړ کې خپله مانا ښندي—له مزار ښاره دباندې بيا دا مانا نهورکوي. يو بل مثال، ستاسې مور او پلار په تاسې باندې څه نوم ايښی؟ بریالی، توریالی، ښايسته يا.... ايا تاسې د ژوند په هماغه لومړۍ شېبه کې بريالي واست؟ نه. د نوم اېښودنې يو منطق نوم ته ورته کېدا ده—مور او پلار که په زوی "بریالی" نوم ږدي، غواړي چې په راتلونکي کې کامیابه وي. اوس، ايا کړای شو چې بريالي ته کامیابه غږ وکړو؟ يا يو څوک راشي او په دروازه کې درته ووايي چې "ستاسې ورور کامیابه سره مې کار دی"؟ نه. بریالی نوم ستاسې په کورنۍ کې د يو شخص نوم دی. دا که هره بله کلمه انتخاب شوې وای، اوس به دی او هغه کلمه (سيګنيفاید او سيګنيفایر) نه سره بېلېدل. سربېره پر دې، بریالی ستاسې په کورنۍ کې، د نورو نومونو تر منځ، خپل مشخص مدلول (ستاسې بریالی-نومي ورور) ته اشاره کوي. که نه، ستاسې له کوره دباندې، بریالي ډېر دي. ان ممکن په يوه کلي کې څو بريالي وي. که څوک د کلي په سطح د بريالي پوښتنه کوي، له دې ځواب سره مخامخېږي: "کوم بریالی"؟ د دې لپاره چې په يوه کلي کې د هم-نومه خلکو تفکیک وشي، معمولاً القاب ورباندې اېښودل کېږي.
ښايي په دې توضيحاتو کې يوې بلې مسئلې ته هم متوجه شوي ياست: سيستم. مثلاً، د "دشت شور" نوم لپاره مزار ښار يو سيستم دی؛ د "بريالي" نوم لپاره د هغه کورنۍ او کلی یو سيستم دی. په دې ډول، سوسور ژبه يو د نښو سيستم[13] بولي: هره کلمه، لکه څنګه چې وړاندې وويل شول، يوه نښه ده او د ژبې لغوي پانګه او ګرامر يې سيستم دی. په بله وينا، يوه نښه په دوو لارو خپله مانا افاده کوي (کلاژس[14]، ۲۰۱۱، ۳۸):
۱. اهمیت[15]: دا د غږیز انځور (سيګنيفایر) او ذهني انځور (سيګنيفاید) تړون دی. که يوه نښه دا ځانګړنه ونهلري، اهميت نهلري—که څه هم دا تړون اختياري دی خو ښايي چې له يوه څخه ډېرو کسانو پرې توافق کړی وي تر څو د فهم وړ شي. دې ته مانا هم ویلی شو.
۲. ارزښت[16]: دا د نورو نښو له شتون څخه ترلاسه کېږي. ارزښت، د ځانګړو اصولو په اساس، له نورو نښو سره د اړيکو له مخې ثابتېږي.
د دې يو ښه مثال د شطرنج لوبه ده: په دې لوبه کې هره دانه يو اهميت لري—په بله وينا يو سيګنيفاید لري. دا د دانې له شکل او موقعيت څخه معلومېږي. اما، د دانې ارزښت بيا د نورو دانو له شتون څخه ثابتېږي. که په شطرنج کې احياناً يوه دانه وای، اهميت به یې لاره خو ارزښت به یې نهدرلود. عيناً، که په يوه ژبه کې يوازې يوه کلمه وای، بېارزښته کېده—لکه د مارغانو ژبه. اوس، که د شطرنج کومه دانه ورکه شي، په ځای يې یوه بله نښه ږدو—حتی که ورکې شوې ته ورته هم نهوي. دا د دې ښکارندويي کوي چې د نښو په سيستم کې د يوې نښې ماهيت مهم نهدی، لکه د یوې کورنۍ د وګړو نومونه، مګر د هغې اهميت او ارزښت مهم دی—په هغې پورې کوم سيګنيفاید تړل کېږي [چې دواړه لوبغاړي پرې توافق کوي] او له نورو نښو سره څه تړاو لري. مثلاً، د يو پياده دانه د پياده مانا ورکوي خو د پياده ارزښت د وزير او نورو دانو په شتون کې ټاکل کېږي.
د نښو په سیستم کې تر ټولو مهمه اړيکه، چې ارزښت رامنځته کولی شي، د توپير مسئله ده. د سوسور په قول، په يو سيستم کې يو سيګنيفایر ځکه ارزښت لري چې په سيستم کې بل سيګنيفایر نهدی[17] (کلاژس، ۲۰۱۱، ۳۹). تاسې وليدل چې په يو کلي کې څو "بریاليو" ته کلی په تدريجي ډول القاب جوړوي تر څو له يو بل سره یې توپير وشي. يا، د "کور" سيګنيفاید د "جونګړې"، "ودانۍ"، "ماڼۍ"، "قصر"، "انګړ"، "خونې" او نورو کلمو په شتون کې مشخص کېږي. هر څومره چې سيګنيفایرونه ډېرېږي، سيګنيفاید محدودېږي او څومره چې سيګنيفایرونه کمېږي، سيګنيفاید پراخېږي. د بېلګې په ډول، په انګرېزي کې (Home) او (House) سيګنيفایرونه لرو چې پښتو کې يې معادل کور دی او ، په دې ډول، يو پښتون نهشي کولی چې د دواړو انګرېزي سيګنيفایرونو توپير وکړي حال دا چې د دواړو تر منځ توپير شته دی—په بله وينا، د (Home) له وجې د (House) مانا رالنډه شوې ده.
په هر صورت، د اهميت اړيکه مثبته او د ارزښت منفي ده؛ په لومړي کې مونږ مانا ځکه اخلو چې يو ذهني انځور (سيګنيفاید) له يو غږيز انځور (سيګنيفایر) سره يو ځای شوی؛ په دويم کې مانا ځکه اخلو چې يو کلمه له نورو بېله شوې.
سوسور ژبه، يو د نښو د سيستم په توګه، نور هم توضېح کوي: د ده په نظر، په ژبه کې دوه محورونه موجود دي: ۱) عمودي او ۲) افقي—د فورماليزم په بحث کې يې هم يادونه شوې ده. ړومبي ته يې تړوني[18] اړيکه او دويمې ته يې نحوي[19] اړيکه هم ويل کېږي.
نحوي اړيکه اساساً خطي اړيکه ده: په ويناييزه او ليکلې ژبه کې، کلمات په يوه کرښه کې، په يو بعدي شکل، واقع کېږي[20](کلاژس، ۲۰۱۱، ۴۰). په بله وينا، مونږ نهشو کړی په يو وخت کې، همزمانه، دوه کلمې تلفظ کړو. يا، نهشو کړای چې مخ په شا راشو—قابل د برګشت نهدي. کله چې خبرې کوو، لومړۍ کلمه، د وخت په لحاظ، پر دويمې، او دويمه پرې درېيمې تقدم لري او دا ترتيب تر پايه دوام مومي. مثلاً، "بریالی پوهنتون ته ځي." سربېره پر دې چې د دې جملې وروستۍ کلمه تر ړومبۍ، په زماني لحاظ، لږ وروسته ويل شوې او څرنګه چې زمان په شا نهدرومي، دا جمله هم برګشت نهلري، د دې جملې الفاظ هم بدلولی نهشو—مونږ نهشو کړای چې ووايو: "پوهنتون بريالي ته ځي." په دې ډول، نحوي محور دا ټاکي چې کومه کلمه چېرته او له کومو کلمو سره راتلی شي.
هره ژبه ځان ته خپله نحوي قاعده لري. پښتو ژبه کې لومړی فاعل، ورپسې نحوي قيد [که و]، بيا مفعول او په پای کې فعل راځي. نحوي قيد کولی شي خپل ځای يوه اندازه بدل رابدل کړي. مثلاً، بريالی (فاعل) په پوهنتون کې (نحوي قيد) درس (مفعول) ولوست (فعل).
مونږ کړای شو دا جمله داسې وليکو: په پوهنتون کې، بريالي درس ولوست. په هر صورت، هره ژبه ځانته نحوي قواعد لري: د انګرېزي فعل په فاعل پسې جوخت راځي. عربي، فکر کوم، فعل په سر کې راتلی شي.
له بلې خوا، کلمات، له خبرو اترو دباندې، په حافظه کې د ځينو اړيکو له مخې ساتل کېږي. د بېلګې په ډول، د پخلنځي د وسايلو نومونه ممکن يو لېست او د پوهنتون د لغاتو بل لېست وي. يا، کلمات د قافیې په اساس ترتيب شوي وي—مثلاً، هغه کلمې چې په (ار) ختمې شوې وي، لکه لار، وار، کار، مار او...، بل لېست وي. دې ته عمودي محور ويل کېږي—لغات په يوه کرښه کې نهراځي او له يو بل سره بدلېدای شي:
بریالي زمري دښمن ملګري سړي ښځې | تر ماښامه تر سهاره تر ناوخته تر پرونه تر پروسږکاله تر ننه | پر لاره پر سړک په کلي کې په کور کې مونږ کره په ښار کې | خوړله قدم واهه وخت تېراوه پخلی کاوه کار کاوه سودا کوله |
په ژبه کې کلمات په نومونو، صفتونو، فعلونو، قیدونو، ستربلونو او اوستربلونو وېشل کېږي او په یو ځغلنده نظر ممکن داسې وګڼل شي چې په هره ډله کې کلمې د يو بل ځایناستي کېدای شي. مثلاً، يو نوم د بل نوم په ځای راتلی شي. که زه ووايم چې "بريالي زرغونه ښکل کړه". مونږ ممکن وویلی شو چې "توريالي زرغونه ښکل کړه" او شېدې هم په يو بل نوم بدلې کړو: توریالي پلوشه ښکل کړه. خو ايا مونږ کړای شو هر نوم د بل په ځای وکاروو؟ ايا مونږ ویلی شو، چې "ګاډي زرغونه ښکل کړه" او يا "ګاډي مېز ښکل کړ"؟ دا جملې په ګرامري لحاظ روغې دي اما بيا هم سمې نهدي. ښکاري چې يو شمېر نور نامرئي قواعد هم لرو چې له مخې يې د کلمو هره ډله په وړو ډلګيو وېشي.
سوسور يوه کلمه، جمله او يا بشپړه وينا—يا همدا ليکنه—پارول[21] بلله؛ او بشپړه ژبه یې لانګ[22] بلله—دی د پارول په نسبت د لانګ ډېر علاقمند و. ځکه، که لانګ نهوي، پارول مانا نهورکوي. که د پښتو ژبې قواعد موجود نهوای، پورتنۍ جملې بېمانا کېدې.
سترکچرلیزم په مختلفو علمو او ساحو کې تطبیق شوی: له ژبپوهنې، ټولنپوهنې، ادبياتو او فرهنګ نيولې تر ریاضياتو پورې. په هره ساحه کې، يو سترکچرلیست کوشش کوي چې د يو سیستم يا ساختار اساسي توکي–واحدونه–پيدا او وګوري چې د کوم قانون او قاعدې له مخکې دا واحدونه سره ترتیب شوي دي (Clages، ۲۰۰۶، م ۳۱).
کلاد لوي ستراس (۱۹۰۸ – ۲۰۰۹)، فرانسوي انترپولوجيست، د سوسور تيوري په فرهنګ تطبيق کړه. د ده باور، هر څه يو د نښو سيستم دی. مثلاً، خپلوي يو د نښو سيستم دی. لوي ستراس ادعا لرله چې ټولې ټولنې، اوسنۍ او پخوانۍ، خپلوي—جالبه دا چې دا هم لکه د سوسور د ژبې د نښو سيستم په څېر دی: ۱) وګړي—سړي، ښځې، ماشومان—د سيستم نښې دي چې د پلار-زوی، مور-لور، خاوند-مېرمن، خواښې-نږور، زوم-خسر نومونه ورکړل شوي دي—په اصطلاح اهميت ورکړل شوی (سيګنيفاید لپاره سيګنيفایر غوره شوی). ۲) سيستم، لکه د ژبې ګرامر، دا ټاکي چې څوک، فرضاً، له چا سره واده کولی شي، څوک له چا څخه ميراث وړای شي(کلاژس، ۲۰۱۱، ۴۱)—يوه نښه د نورو په شتون کې ارزښت مومي. که پلار نهوي زوی نهشته، که مېرمن نهوي، خاوند نهشته. په بله وينا، زوی د پلار په شتون کې زوی کېږي—يا د ميراث څښتن کېږي—او پلار د زوی په شتون کې پلار کېږي—که اولاد ونهلري، پلار نه ورته ويل کېږي. همدارنګه، که يو ځوان واده نهوي کړی—مېرمن ونهلري—خاوند ورته نهويل کېږي.
لوي ستراس، په همدې لړ کې، يو بل څه ته متوجه شو: متضادې جوړې[23]. پلار او زوی يوه متضاده جوړه ده. خاوند او مېرمنه يوه بله متضاده جوړه ده. شايد، خواښې او نږور تر ګردو ښه متضاده جوړه وي. ده ويل چې پخوانيو انسانانو د شاوخوا نړۍ د ضبط او راجستر لپاره يو اسانه فورمول وکيښ: همدا متضادې جوړې. يو څيز به يا ښه و يا بد. خواړه به يا پاخه وو او يا خام. ځناور به يا دوست و او يا دښمن. يو به خپل و او يو پردی. سربېره پر دې، د متضادو جوړو يو اړخ پر بل غوره ګڼل کېږي. مثلاً، پاخه تر خام بهتره دي، دوست تر دښمن غوره دی، ورځ تر شپې ښه ده (کلاژس، ۲۰۱۱، م ۴۳).
اوس، بحث دا دی چې سترکچرلیزم په ادبياتو څنګه تطبيقېږي؟ مثلاً، د سترکچرلیزم له نقطه نظره، يو شعر څنګه تعبيرېدای شي؟
سترکچرلیزم شعر ته يو د نښو د سيستم په توګه ګوري—په دې ډول، په شعر کې هره کلمه او عبارت يوه نښه وبولئ. شعر د نښو له نور سيستم سره په دې توپير کوي، چې هلته د نښې مانا—د سيګنيفایر او سيګنيفايد اړيکه—اختياري ده خو ښايي د هماغه نښو سيستم کاروونکي پرې توافق ولري، خو دلته (په شعر کې) مونږ کړای شو هر سيګنيفایر ته نوي سيګنیفاید ورکړو او، په دې ډول، نوې ماناوې ځنې راوباسو. لاندې يوه ساده بېلګه وګورئ:
ښه ده ښه ده دا دنيا
چې توښه ده د عقبی
رحمان بابا
په دې بيت کې، يو د نښو د سيستم په توګه، "ښه ده ښه ده"، "دا دنیا"، "چې توښه ده" او، "عقبی" نښې دي. هره نښه له ځایه خپل سيګنيفاید لري—که همدا سيګنيفاید مدِ نظر ونيول شي، شعر به تحتاللفظي مانا شوی وي. خو که مونږ د دې بيت هرې نښې ته بل سيګنيفاید ورکړو، مونږ به ضمني ماناوې موندلې وي. اما دا کار څنګه وکړو؟
د دې کار لپاره کيلي د متضادو جوړو موندل دي. په دې بيت کې يوه متضاده جوړه شته: دنيا او عقبی. مونږ وړاندې وويل، چې په فرهنګي لحاظ، مونږ د متضادو جوړو يو اړخ پر بل ښه بولو. په دې ځای کې عقبی غوره دی او دنيا نا-غوره. اوس، کړای شو چې دې متضادې جوړې ته نور متضاد سيګنیفایدونه ورکړو. مثلاً، له دنیا او عقبی د شپې او ورځې مانا واخلو. په دې صورت کې، د دې شعر ضمني مانا دا کېږي چې شپه، با وجود د دبدبينۍ، ښه ده، ځکه چې د ورځې لپاره تیاری په کې نيول کېږي. همدا ډول، که دنيا ته د دروغ سيګنيفاید او عقبی ته د رښتيا سيګنيفاید ورکړو، يوې بلې ضمني مانا ته رسېږو: په درواغو کې رښتيا وي. يا، که دنيا ته دښمن سيګنيفاید ورکړو، عقبی د دوست سيګنيفاید اخلي. په دې ډول، يوه بله مانا راوځي: دښمن هم ښه دی چې د دوست په قدر پوهېږې.
که تر دې لږ ډېر پېچلی شعر وګورو:
ساه نه پورته ځي نه ښکته، نه څه وايي نه څه وايم
له هېر شوي محبته، نه څه وايي نه څه وايم
هميم جلالزی
په دې بیت کې، که لږ ځير شو، يوه متضاده جوړه موندی شو—که څه هم ښکاره ذکر شوې نهده: هېر شوی محبت—يعني د محبت شتون او نهشتون. اوس، که د محبت سيګنيفایر ته بل سيګنيفاید غوره کړو، مونږ ضمني مانا ته رسېږو. مثلاً، د پرمختګ سيګنيفايد په پام کې ونيسئ: په دې ځای کې عاشق په هېواد مين سړی او معشوق په خپله هېواد کېږي. فرض کړئ، پخوانی پاچا ظاهر شاه، چې کله وطن ته راګرځي، ممکن ورته يو احساس سره مخامخ شوی وي: وطن به ورته په مرموزې ژبې ګويا کېده خو ساه یې بندېده، څه يې نهشوای ويل—څنګه دا ويجاړی رامنځته شو—او نه دی څه ورته ویلی شي. دواړه د هېر شوي پرمختګ په اړه چوپه خوله پاته کېږي.
سترکچرلیزم تر فورمالیزم لا ډېر ساينسي دی. يعني، دا ډول کرهکتنه د ادبي اثارو په عمومي اصولو او میکانیزمونو پسې ګرځي. د سترکچرلیستانو په باور، ټول ادبي اثار، په خپله نوعه کې، ورته چوکاټ لري—لکه ټول انسانان چې يو ډول سکلېت لري: لاسونه، پښې، سر، سترګې، پوزه او نور ټول غړي د ټولو انسانانو تر منځ مشترک دي او په هر يوه انسان کې دا غړي په خپل خپل ځای کې قرار لري. يوازې په رنګونو، لویوالي، کوچنيوالي، اوږدوالي، لنډوالي او نورو کیفتونو کې سره توپير لري.
په کیسهييز ادب کې زمونږ او ستاسې معموله کرهکتنه له سترکچرلیزم متاثره ښکاري: په هره کيسه کې کرکټرونه، پلاټ، تضاد او نورې ځانګړنې موجودې وي. که تاسې لږ هم سينمايي فلمونو ته متوجه شوي ياست، نږدې د ټولو کيسې ورته دي—ان که يو څوک پر ادبیاتو مرور هم ونهلري خو ډېر فلمونه ګوري، د دې احتمال شته دی چې هغه دې نږدې دقيقه وړاندوينه وکړای شي: په هر فلم/کيسه کې اتل وي، بدمعاش وي، د اتل مرستندویه کرکټر وي، د اتل د تېروتنو او کمزورتياوو له وجې کشمکش اوج ته رسېږي او بالاخره، تر ډېره، د اتل په ګټه پای مومي. يوازې کرکټرونه، د هغوی څېرې او نومونه، کړه وړه، تېروتنې او کمزورتياوې او ستونزې توپير لري.
لوی تصوير يو دی.
[1] Charles Sanders Peirce
[2] Icon
[3] Index
[4] Symbol
[5] Signifier
[6] Signified
[7] Referent
[8] Rene Magritte
[9] The famous pipe. How people reproached me for it! And yet, could you stuff my pipe? No, it's just a representation, is it not? So if I had written on my picture "This is a pipe", I'd have been lying!
[10] Barking
[11] E-mail
[12] Electronic
[13] A sign system
[14] Mary Klages
[15] Signification
[16] Value
[17] The most important relation between signifiers in a system, the relation that creates value, is the idea of difference. According to Saussure, one signifier in a system has value because it is not any of the other signifiers in the system.
[18] Associative
[19] Syntagmatic
[20] Syntagmatic relations are, basically, linear relations. In spoken or written language, words come out one by one, in a one-dimensional linear form.
[21] Parole
[22] Longue
[23] Binary Opposition