INSAN Magazine

د نهیلیزم په عصر کې د شهید مجروح لوستل

د دلوې ۲۳مه ۱۴۰۳

فریدریش نیچه د ځواک اراده[1] په نوم کتاب کې وايي: زه چې کومه کېسه کوم، د راتلونکو دوه پيړیو تاریخ دی. زه د هغه څه په اړه غږیږم چې را روان دي او هغه په بله بڼه نشي راتللی.

نیچه په خپل عصر کې د هغه اروپايي انسان راتلونکی داستان لیکه چې زړه نړۍ او ارزښتونه یې د مرګ په حال کې و او نوې نړۍ یې ناڅرګنده وه چې له نظره یې ټولنه د بي تفاوتۍ او بلاتکلفۍ په ناروغۍ اخته ده. 

اوه دېرش کاله پخوا په دېورځ د علم او رڼا دښمنانو همداسې یو افغان روڼ‌اندی فیلسوف سید بهاالدین مجروح شهید کړ چې خپلو خلکو ته یې د را روان تیاره تاریخ داستان لیکلی و او د ځانځانۍ د ښامار د راتلو خبرداری یې ورکړی و. د رڼا دښمنانو هغه ځکه شهید کړ چې رڼا رانشي او په تپه تیاره کې خپل تور کاروبار روان وساتي او د ټولنې له ناپوهۍ نه په استفادې د هغوی برخلیک په خپل لاس کې ولري. 

شهید مجروح څه باندې پنځوس کاله پخوا په خپل مشهور اثر (ځانځانی ښامار) کې زموږ اوسنی تاریخ لیکلی دی[2] له هغه راهیسې دا پنځه لسیزې موږ د انسان په شکل کې د واک او ځواک تږي ډېر داسې ښاماران ولیدل چې یو په بل پسې راغلل او هر یو یې تر پخواني زیات د خودۍ او ځانځانۍ په مرض ککړ و. نن بیا د یو بل ښامار په تیاره عصر کې ژوند کوو چې تر هغو پخوانیو لا ډېر زهرجن، ډارونکی او خطرناک دی.

دا مهال زموږ ټولنه له سیاسي او فکري پلوه د ناامیدۍ/ بې معنايۍ[3] څپه تر دې کچې خوره شوې ده چې په نظري او عملي ډګر کې د رڼا هیڅ څرک نه لیدل کېږي او د ارزښتونو، اخلاقو، او نړۍ پر وړاندې د رد او انکار یوه داسې څپه را الوتې ده چې خپله په ذات کې له بې‌مانایۍ څخه رنځیږي. زموږ د عصر اوسنۍ ځانځاني د نهیلیزم دوه اړخې تورې ته ورته ده چې هم ځان وژني او هم بل ژوبلوي.

د مجروح په تعبیر، سره لدې چې د استبداد او ځانځانۍ ښامار زموږ په ښار (وطن) خپله خیټه اچولې او ټول ویرې او وحشت نیولي، بله خوا بیا په ټولنیز لحاظ په خپلو کې د یو بل فکري انتشار، پاشلتیا او ګډوډۍ سره مخ یوو او هغه یو راډیکال ګڼ فرهنګیز، نسبي‌ګرا، او لېبرال منطق دی چې نه یوازې زموږ معرفتي، فرهنګي، تمدني، سیاسي، علمي، اخلاقي او دیني بنسټونو ته درناوی نلري؛ بلکې غواړي له بېخه یې ړنګ کړي. 

په دغه څو قطبي ټولنه کې په هر قطب کې ولاړ حتا هماغه هوښیار او زیرک افراد هم په زړونو کې پوهېږي چې د نهیلیزم په عصر کې ژوند کوي او خپلې فکري ماڼۍ یې د اوبو په سر ابادې کړي چې هره شیبه ډوبېدای شي، خو بیا هم چوپ دي یا ځانونه تېرباسي. 

د ځانځانۍ د اوسني ښامار مقابل یا مخالف اړخ په زړونو کې بیا د انانیت، خودۍ او ځانځانۍ بل ښامار ځاله کړې ده. هغه دا چې هره اخلاقي سمه او ناسمه خبره او هر سم او ناسم سیاسي عمل او نظر چلنجوي. د دوی د هر شعار او وینا ظاهرا ډېر جذابیت لري او پدې بریالی شوي چې د ټولنیزو رسنیو په مټ ولس کې هم مینه وال پيدا کړي، خو دا افکار چې ظاهرا ډېر دیموکراټ، متنوع او رنګارنګ ښکاري او حتا زموږ تاریخي، فرهنګي او علمي لاسته راوړنو پورې ملنډې وهي، تجربو وښوده چې هغه که دیني وي او که غیر دیني، استبداد ترې د ځان د توجیه لپاره استفاده کوي او دا ډول پاشلتیا د استبداد او د ځانځانۍ  د ښامار د دوام سبب کېږي. 

په سیاسي ډګر کې زموږ په څير ټولنې چې اقتصادي او سیاسي بحرانونه پکې د ناسمو او منفي استعماري برنامو محصول دی، په شخصي، کورنۍ او ټولنیز ژوند کې هم له ځانځانۍ او استبداد سره مخ یوو. چې اوسنۍ ناامیدي او پاشلی حالت ورته مهمه مسئله نه ښکاري او د بې‌تفاوتۍ په داسې مرض اخته دي لکه هیڅ چې نه وي شوي او هر څه عادي وي.

الجزایری/ فرانسوي مشهور روڼ اندی او فلسفي لیکوال البر کامو[4] چې مورنی وطن یې الجزایر او پلارنی یې فرانسه وه، کله چې د الجزایري ازادي غوښتونکو مبارزینو او فرانسوي پوځیانو ترمنځ د جګړې په اړه وپوښتل شو، هغه وویل: «عدالت راته مهم دی، خو په اوسنیو شرایطو کې د مور او عدالت ترمنځ مور ته ترجیح ورکوم» هغه پدې خبره ډېر دښمنان پيدا کړل، مور نه د هغه هدف الجزایز و.

په سختو شرایطو کې دا د روڼ اندو دنده او رسالت دی چې خپلو خلکو او وطن سره ودرېږي او د راتلونکو بلاوو نه یې خبر کړي. پداسې تیاره عصر کې یوازینی شی چې د تیارې د پلویانو سترګې برېښولی او ور څخه ویره لري، د مجروح په څیر روڼ اندي او د هغوی فکر دی.

ډاکتر بهاالدین مجروح همدغسې یو روڼ اندی افغان دانشور و چې په افغانستان کې د قومي، نژادي او ژبني تعلقاتو نه ازاد و او افغان انسان ته یې یوازې د هغه د انسانیت او وطندارۍ په خاطر درناوی درلود او د هغه د ښیرازۍ او غوړېدو لپاره یې د فکر لارې رڼا کولې تر څو دغه افغان له خپل انانیت او خودۍ نه تېر او یو متعالي افغان انسان شي.

 

مجروح ځکه زموږ لپاره مهم دی چې په رښتیني معنا روڼ اندی و. روڼ اندی باید یا خپله فیلسوف وي، یا یو فیلسوف یا فلسفي مکتب سره تړلی وي. که یو روڼ اندی له یو فلسفي مکتب او تفکر سره په دومداره توګه اړیکه کې نه وي، نو روڼ اندی هم د ټولنې یو عادي فرد په څير تېروځي، یا د روان حالت او ورځنیو پېښو او احساساتو نه اغیزمن کېږي او خپله لاره ورکوي. نو ځکه باید یو فلسفي اساس ولري څو خپل نظریات پرې توجیه کړای شي. 

د روڼ اندو لپاره فلسفي پوهه او فلسفي مکتبونو سره اشنايي ځکه مهمه ده چې روڼ اندي معمولا ځیني کلمات او اصطلاحګانې ډېرې کاروي، لکه ازادي، عدالت، خلک، نیکمرغي، برابري او بشري حقونه.... که روڼ اندی د دغه مفاهیمو په اړه ژوره پوهه او مطالعه ونلري، بیا مجبور دی، د ورځني رواج سره سم دغه مفاهیم وکاروي چې یوازې ظاهري معنا باندې یې اکتفا کېږي او همدلته د معنا بحران رامنځته کېږي. 

پاس مو چې یاد کړل دغه مفاهیم بېلابېلو فیلسوفانو په مختلفو بڼو تعریف کړي دي. مثلا همدا د عدالت مفهوم؛ هیڅوک نه وايي چې عدالت نه غواړي، بلکې هره ډله او فکري جریان د عدالت شعار ورکوي. خو که ددغو مفاهیمو اساس او بنسټ ته ور وګرځو او هلته موږ یوه ذره هم ترې کوږ تعریف وکړو، په لویه کې ترې یو بل شی جوړیږي. فرض کړئ که یوه الوتکه د هدف په لور یو سانتي متر خپل مسیر کوږ کړي، وروسته له څو ساعتونو پرواز به هدف نه څومره لرې شوې وې؟ دغسې که موږ د ازادۍ، عدالت او بشري حقونو مفاهیم په اساسي ډول ونه پیژنو لکه دا اوس یې چې ټولنیزو رسنیو کې د سلیبریټی روڼ اندو نه وینو، څومره متفرق او د خپل هدف نه لرې دي او هر یو د خپل مزاج او د خپل سیاسي تعلق او ګټې په نظر کې نیولو سره مطرح کوي. دوی ته دا مفاهیم په یو ځانګړي هویتي، سیاسي، او فرهنګي لوښي کې مانابښوونکي دي او کله چې دا ظرف بدلیږي، مفهوم خپل اصالت له لاسه ورکوي. دا ولې؟ ځکه چې له دې مفاهیمو سره زموږ اړیکه د خپلو ډېرو مشخصو ګټو او تنګې جهان‌بینۍ پر بنسټ ده.

بله خبره داده چې موږ له دغه مفاهیمو لکه ازادي او عدالت په اړه کوم تعریف وړاندې کوو، دا له کومه ترلاسه شوی؟ ښوونځي، پوهنتون، رسنیو او که له کتابونو مو ترلاسه کړی. کله کله موږ چې څه غواړو، فکر کوو دا مو خپل فکر دی، خو دا فکر به له یو بل ځایه راغلی وي یا به غیر مستقیم ور څخه اغیزمن شوي وو. په همدغه ګنګس حالت کې روڼ‌اندی راځي او د فلسفي تفکر په اساس د یاد مفهوم په اړه د خپلې ټولنې شرایطو ته په کتو خپل نظر وايي او نورو ته لار روښانوي. 

روڼ اندی، د خلکو وي، له خلکو را پورته شوی وي او خلکو سره دریږي، خو بیا هم خلکو ته په انتقادي نظر ګوري او همدا علت دی چې کله ناکله له خپلو خلکو سره یې هم مخالفت راځي، دا ځکه چې دی د خلکو په ګټه خبره کوي، نه د خلکو په خوښه. که د خلکو په خوښه او طبعه برابرې خبرې وکړي، بیا فکري رهبري نشي کولای بیا خو سیاستمدار شو. 

اروښاد مجروح غرب کې زدکړې وکړې او له غربي ارزښتونو، فرهنګ او علم سره اشنا شو، خو لکه د ډېرو نورو په څیر نه و، چې کله د غربي فرهنګ په ارزښتونو کې ډوب شي خپل ارزښتونه هیر او له خپل اصل نه بیګانه شي. هغه له خپل اصل یعنې خپل بومي فرهنګ او زاړه شرقي تمدن سره اړیکه پرې نه کړه. هغه د مډرنیزم پلوي او د معاصرې غربي فلسفې استاد و چې تر څنګ یې د خپلې ټولنې او فرهنګ مثبت ارزښتونه هم پالل او ځلول. هغه په افغانستان کې د معاصرې غربي فلسفې استازی او وصلوونکی و. هغه شرقي عرفان نه زدکړه کړې وه او د قوي ټولنیزې پوهې څښتن او په خپل وخت کې یې د خپلې ټولنې نه ژور درک او پوهه درلوده. هغه یو داسې روڼاندی و چې د خپلې موجوده ټولنې ناخوالو ته په کتو یې د بدلولو هڅه کوله او فکر یې کاوه چې لیکنې به یې د ټولنې تفکر او ذهنیت ور بدل کړي. سره له دې چې هغه غربي فلسفه په علمي او اکاډمیک ډول ولوسته خو تر څنګ یې په اسلامي عرفان کې هم خپله مطالعه او څیړنې جاري وساتلې او لکه د نورو په څیر یې د دغو دواړو ترمنځ خپله لار ورکه نه کړه.

دا چې دا مهال موږ له ټولنیز، فرهنګي او سیاسي پلوه، د ناامیدۍ یا نهیلیزم په عصر کې ژوند کوو، انفرادیت او خودخواهي اوج ته رسېدلې، راتلونکی ناڅرګند دی، نو پداسې ګنګس حالت کې چې باید څه وشي؟ فلسفي اساس او ځواب غواړي. نو ښه دا ده چې موږ د مجروح په څير روڼ اندو ته ور وګرځو او د هغوی اثار ولولو او وګورو چې هغوی په خپل وخت کې له ځانځانۍ ښامار څخه څه ډول شناخت درلود او د مقابلې لپاره یې کوم تجویزونه لرل؟

مجروح سره د فکري پلوه اختلاف کېدای شي، د هغه وخت شرایطو ته په کتو یې موقف او ځيني لیکنې ښايي د نقد وړ وي، خو د یو روڼ‌اندي په توګه ترې انکار نشي کېدای. د مجروح پيژندل او د هغه اثارو او لیکنو سره پاتې کېدل موږ ته راښيي چې غربي فلسفه څنګه زموږ وطن ته راغله او دلته یې څنګه جرړه وغځوله او څنګه یې په محلي ظروفو کې خپلو خلکو ته وړاندې کړه چې ځوان قشر ورسره اشنا او تاریخ او پېښو په اړه د تحلیل او تفکر قوه په کې وروزي. 

موږ چې په افغانستان کې د معاصر فلسفي بهیر په اړه مطالعه کوو نو پيل به یې له مجروح کوو او د مجروح له پيژندو پرته موږ په خپل هېواد کې د معاصرې فلسفي بهیر او دلته په ټولنه کې د هغې په اړه د انګیرنو او جرړو غځولو باندې نه پوهېږو.

د مجروح فلسفي افکار، اثار او کتابونه زموږ له ټولنې سره دومره ژورې اړیکې لري چې حتا اوسني وخت کې چې افغان انسان له ډېر متضاد فکري، سیاسي او ټولنیز حالت سره مخ دی، مجروح په څير ملي مشاهیر دي چې امید ورکوي، د ازادۍ په ارزښت یې پوهوي او د ځانځانۍ له ښامارانو یې خبروي. 


 


[1] The Will to Power (1901

[2]  ځانځانی ښامار اول وار په کال ۱۳۵۶/ ۱۹۷۹ کې د کابل پوهنتون، د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي له لوري د حکیم سنايي غزنوي د زېږېدو د ۹۰۰ تلین په مناسبت خپور شوی دی.

[3] Nihilism

[4] Albert Camus (1913 – 1960)

شریک کړئ