د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. دا ورځ چې د ښځو حقونو ته د درناوي، جنسیتي عدالت او برابرۍ پیغام لري د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په خوښیو سره لمانځل کېږي، خو له بده مرغه، په افغانستان کې دا ورځ له درده، چوپتیا او ناهیلۍ سره تېرېږي. له درېیو کلونو راهیسې، افغانې نجونې او ښځې نه یوازې له زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو بې برخې دي، بلکې دا حق هم نه لري چې خپل غږ پورته کړي.
تعلیم، کار او ټولنیز فعالیت د هر انسان اساسي او طبیعي حق دی، خو په افغانستان کې دغه حقونه په ښکاره ډول تر پښو لاندې شوي دي.
دا حالت نه یوازې د ښځو، بلکې د ټول ملت لپاره یوه لویه ضربه ده. ځکه چې تعلیمیافته ښځه کولی شي خپل راتلونکی، د خپلې کورنۍ ژوند، او د ټولنې پرمختګ ته لاره هواره کړي.
هغه ټولنه چې نجونې یې له زده کړو لرې ساتل کېږي، د روغتیایي خدماتو، ښوونې، انجنیرۍ، هنر او نورو برخو کې له جدي خلاوو سره مخ کېږي. دا یوازې د ښځو محرومیت نه دی، بلکې د ټول ملت شاته پاتې کېدل دي.
د ښځو پر کار بندیز، د هغوی اقتصادي خپلواکي له منځه وړي، کورنۍ له مالي ستونزو سره مخ کوي، او ښځې له ټولنیز هویت بې برخې کوي. کار یوازې د پیسو ګټلو وسیله نه ده، بلکې د وړتیا ثابتولو، شخصیت جوړولو او ټولنیز مشارکت یوه اساسي وسیله ده.
له بده مرغه، افغانې ښځې له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوي، نه غونډو کې ګډون کولی شي، نه مدني حرکتونه ترسره کولی شي، او نه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کولی شي. دې وضعیت زموږ ټولنه نیمګړې کړې او د پرمختګ دروازې یې تړلې دي.
افغانې نجونې او ښځې حق لري چې زده کړې وکړي، کار وکړي او خپل غږ پورته کړي. که موږ رښتیا هم غواړو چې افغانستان روښانه راتلونکی ولري، نو دا به یوازې هغه وخت ممکن شي چې ښځې له بندیزونو خلاصې شي، زده کړې ته لاسرسی ولري، کار وکړي او د ټولنې په پرېکړو کې برخه واخلي. د ښځو له انساني حقونو انکار، په حقیقت کې د افغانستان له پرمختګ سره مخالفت دی. مسلمانې ښځې له تعلیم نه منع کول نه یوازې بشري جرم دی بلکې د اسلام له اصولو سره هم ښکاره مخالفت دی.
هیله لرم هغه ورځ بیا په وطن راشي چې د ښوونځیو دروازې بې تبعیضه ټولو ته پرانیستې وي. نجونې په درس بوختې وي، له یوې استادې د قران شریف تفسیر زده کړي، له بلې د الجبر معادله، له بلې د خوشحال بابا شعر واوري او د نجلۍ په لاس کې کتاب جرم نه وي. نجونې پوهنتون ته روانې وي او د وطن په ابادۍ بوختې وي. خدای دې وکړي چې دا وروستی مارچ وي چې د افغانو ښځو لوېې لوېې ارزوګانې د حاکمانو د ساده ساده پلمو قرباني دي.
د انځور سرچینه: ټولنیزې رسنۍ