INSAN Magazine

پوسټ - سټرکچرلیزم

د سرطان لومړۍ ۱۴۰۴

لنډيز:

پوسټ – سترکچرليزم نوی فکري جريان دی چې د ژاک دريدا[1] له جوړښت‌ماتونې[2] پيلېږي؛ ميشل فوکو[3]، ژاک لاکان[4]، رولان بارت[5] او ... پيروان مومي، په ځينو مواردو کې د سترکچرليزم نقد او ادامه ګڼل کېږي، همدا راز د غرب ټوله فلسفه او ميتافزيک نقدوي. دوه ګونی تقابل چې له زرګونو کلونو راهيسې په فلسفه او دين کې يو منل شوی مفهوم دی؛ دريدا يې بې ثباته او بې اساسه ګڼي او په دې باور لري چې دوه ګوني تقابل خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی، په همدې ترتيب د مانا مرکزيت ردوي، يعنې نهايي مدلول او يا نهایي مانا څخه منکرېږي، په بله وينا په ليکنه کې د مانا موجوديت ردوي او په دې باور لري چې مانا د ليکوال په ذهن او متن کې وجود نه لري. 

د تقابل ردولو او د مانا د مرکزيت ردولو څخه سوا تفاوط[6] هغه مفهوم دی چې دريدا له فرديناند دي سوسور څخه راخيستی او تقريباً په هماغه مفهوم يې کارولی او نوموړی يې پر دې باوري کړی دی چې ماناوې د هغو توپيرونو نتيجه ده چې د هغه په مرسته موږ يو دال د بل دال په مرسته پېژنو. دا چې د پوسټ – سترکچرليزم موسس دريدا دی، تر ډېره د دريدايي افکارو په رڼا کې پوسټ – سترکچرليستي افکار توضيح شوي دي. د دې ليکنې په پای کې د ژبې پر استعاري ځانګړنې هم لنډې خبرې شوې دي؛ وضاحت رد شوی او د ابهام ستاينه شوې ده.

آر وییونه:

سترکچرليزم، پوسټ – سترکچرليزم، جوړښت‌ماتونه، تقابل، د مانا مرکزيت، تفاوت او تفاوط، ژاک دريدا.

  1. سريزه:

فکري جريانونه هغه مهال شهرت ته رسېږي چې د موجودو او پخوانيو فکري خوځښتونو فکر، لاره او مېتود چلنج کړي، په منطقي توګه يې نقد کړي، نوی فکر خپور کړي او د خپل فکري مسير لپاره ځانګړي اصول ولري؛ داسې فکري لار هم شته چې د ډېرو لږو اصولو پر بنسټ هم ډېر شهرت لري؛ پوسټ – سترکچرليزم هم له هغو فکري نهضتونو څخه دی چې د ټولې غربي فلسفې له چلینجولو او نقدولو سره سره، په ډېرو لږو مواردو کې اصول لري، ځکه چې د دې مکتب بنسټ پر جوړښت‌ماتونه ولاړ دی او د دريدا په نظر جوړښت‌ماتونه، هېڅ حد او حدود نه مني. دغه فکري خوځښت يو ډول غير علمي او غير منطقي حرکت دی چې هېڅ واقعي حقيقت نه مني. دريدا د دې پوښتنې په ځواب کې چې «Deconstruction» څه شی دی؟ وايي: « هېڅ شی او دا چې هېڅ شی نه دی، د هر شي ځواب هم همدا دی»، خو له دغو ټولو يادونو سره سره، جوړښت‌ماتونه د تخريب او ويرانۍ په مانا نه ده، بلکې له جوړښت‌ماتونې څخه موخه دا ده چې پرده لرې کړای شي او د پردې او حجاب تر شا په پټو رازونو او په ناويلو خبرو ځان خبر کړي. دريدايي فکر هم د پردې تر شا د پټو رازونو لټون دی.

 پوسټ – سترکچرليزم تر ټولو نوی فلسفي مکتب دی چې دقيق مهال يې معلوم نه دی، خو ډېری پوهان په دې باور دي چې دا مکتب د ۱۹۶۰ ميلادي کال له اواخرو پیل شوی دی. يعنې کله چې په کال ۱۹۶۷ ميلادي کې ژاک دريدا خپل درې مهم آثار «Writing and Difference»، «Of Grammatology» او «Speech and Phenomena» چاپ کړل او د پوسټ – سترکچرليزم په برخه کې نوموتي آثار وګڼل شول. همدارنګه د رولان بارت آثار، د ميشل فوکو «د چارو نظم» او د ژاک لاکان «ليکنه» د دې فکري جريان مشهور آثار ګڼل کېږي؛ خو په حقيقت کې پوسټ – سترکچرليزم په فرانسه کې د دريدا له جوړښت‌ماتونې څخه پيلېږي. ميشل فوکو، ژاک لاکان، رولان بارت او ... يې د افکارو تر اغېز لاندې راځي او په دې توګه د پوسټ – سترکچرليزم فلسفي مکتب ور پرانيستل کېږي؛ خو بشپړ حضور يې په انګليسي ژبه هغه مهال را څرګندېږي کله چې په کال ۱۹۷۰ميلادي کې جاناتان کالر (۱۹۴۴) خپل مشهور اثر «د بوطيقا جوړښت پالنه» او هاکس خپل مهم اثر «سترکچرليزم او نښه پوهنه» چاپوي.

پوسټ- سترکچرليزم  له دوو کلمو مشتق شوې اصطلاح ده چې پوسټ «Post» يې په انګليسي ژبه کې د يوه بهير د دوام مانا لري، د «را وروسته» يا د «مابعد» په مانا هم کارول کېږي. خو د جوړښت (Structure) اصطلاح بيا په ماشيني فکر[7] پورې تړلې اصطلاح وه؛ دا چې سترکچرليزم له ذهن سره څه ارتباط لري، په دې باب بايد ووايو چې مادي جهان د يو داسې پېچلې شبکې او جال حيثيت لري چې له يو بل سره ارتباط لري. دا ډول برداشت يوازې او يوازې د ښکاره مادي جهان په باب کېده، خو نږدې سل کاله وړاندې، معلومه شوه چې د ځينو اړخونو له مخې دا ډول برداشت د ذهني پديدو په حوزه کې هم کارولی شو. ماشيني فکر ورو ورو د انساني ذهن لخوا جوړېدونکو شيانو، همدارنګه پخپله د ذهن لپاره وکارول شو چې په همدې مناسبت ورته «Structuralism» ويل کېږي.

ځينې پوهان په دې باور دي چې پوسټ – سترکچرليزم له سترکچرليزم څخه زېږېدلی فکري جريان دی. ځينو ته د «post» له مختاړي داسې ښکاري چې له سترکچرليزم سره به نږدې اړيکې لري او يا به يې پرمختللې بڼه وي. د ځينو په باور پوسټ – سترکچرليستان هغه شخصیتونه دي چې خپلو تېروتنو ته يې پام شوی دی، خو ځينې بيا په دې اند دي چې پوسټ – سترکچرليستانو د فرديناند دي سوسور په افکارو کې افراط کړی او د سوسور افراطي پلويان دي. په هر حال دا خبره بايد هېره نشي چې ډېری پوسټ – سترکچرليستان په لومړيو کې سترکچرليستان وو خو د دواړو فکري حوزو تر منځ ښکاره توپيرونه ليدل کېږي چې د دې ليکنې تر پايه به د توپيرونو او پرتليز جاج په رڼا کې پوسټ – سترکچرليزم ښه وپېژندل شي. 

سترکچرليزم له ژبپوهنې يا له نښه‌پوهنې څخه پيلېږي؛ په ادبياتو، سياست، ټولنپوهنې او ارواپوهنې کې عموميت پيدا کوي، خو پوسټ – سترکچرليزم بيا په فلسفه کې را ټوکېدلی؛ ژبې، ادبياتو، هنر او نورو علومو ته ورغځېدلی او د فلسفي فکري جريان په حيث يې ټوله غربي فلسفه او ميتافيزيک چلنج کړي دي. 

د پوسټ – سترکچرليزم داسې ټولمنلی او کُلي تعريف نه دی شوی چې ټولو ته د منلو وړ وي، بلکې تعريف يې ډېر ستونزمن دی، په دې مانا چې د دې مکتب طبيعت داسې دی چې هېڅ حد او حدود نه مني؛ او بل دا چې د يو فلسفي مکتب تعريف په يوه جمله کې ممکن نه دی، خو بيا هم داسې ويلی شو چې «پوسټ- سترکچرليزم د هغو مډرنو متفکرينو عقايدو او آثارو مجموعې ته ويل کېږي چې هر يو يې د دې تر څنګ چې پوسټ –سترکچرليست و، له نورو فکري حوزو سره يې هم ټينګ تړاو درلود؛ لکه ژاک دريدا، رولان بارت، ميشل فوکو او ژاک لاکان او ...

  1. جوړښت‌ماتونه 

د پوسټ – سترکچرليزم موسس او نړيوال فيلسوف ژاک دريدا سترکچرليزم نقدوي او په ډېر جرئت وايي چې د سترکچرليزم وخت تېر شوی دی او پر ځای يې جوړښت‌ماتونه پيشنهادوي چې وروسته د جوړښت ماتونې پلار هم ګڼل کېږي. دريدا وايي: «آيا هر څه هماغسې دي چې نن دي؟»؛ د دې پوښتنې تر څنګ تر هګل پورې ټوله پخوانۍ ماوراءالطبيعي فلسفه نقدوي او د دې پوښتنې په ځواب کې چې «Deconstruction» څه شی دی؟ وايي: « هېڅ شی او دا چې هېڅ شی نه دی، د هر شي ځواب هم همدا دی»؛ د دې مفهوم له کارونې وروسته په دې کلک باور پيدا کوي چې انسان کولی شي، ټول جوړښتونه مات کړي. د نوموړي اصلي فکر پر جوړښت‌ماتونه ولاړ دی. د دريدا په افکارو کې ډېر لږ اصول موندل کېږي، په ځانګړي توګه جوړښت‌ماتونه بيا هېڅ اصول نه مني، ځکه هغه پخپله وايي چې جوړښت‌ماتونه مېتود نه دی، خو دا خبره په دې مانا نه ده چې جوړښت‌ماتونه خلک د ماناوو ګډوډولو ته دعوتوي او نه هم په خپل سر د ماناوو د منلو مانا لري، جوړښت ماتونه ورانول او د بيارغونې مانا لري. زما په نظر عمر خيام ته منسوبه رباعي د جوړښت‌ماتونې مفهوم ډېر ښه تعريفولی شي:

گر بر فلکم دست بدی چون يزدان 

برداشتمی من اين فلک را ز ميان

از نو فلکی چنان همی ساختمی 

کآزاده به کام دل رسيدی آسان

که څه هم جوړښت‌ماتونه په دريدايي افکارو پورې تړلې اصطلاح ده، خو دغه مفهوم د مارکسیزم «انقلاب» او د عرفان «وحدت الوجود» زموږ ذهن ته تداعي کوي؛ يعنې «انقلاب» او «وحدت الوجود» پخپله يو ډول جوړښت ماتونه ده، همدار راز نوی شعر پخپله د جوړښت‌ماتونې يوه ښه بېلګه ده؛ په دې اساس موږ له جوړښت ماتونې څخه يوازې د تخريب او ويرانۍ مانا نه اخلو، بلکې د ورانولو او بيارغولو مانا اخلو. جوړښت ماتونه د ټول غرب فلسفي او ميتافزيکي افکارو ماتونه ده، د دې لپاره چې د پوسټ – سترکچرليزم فکري جريان لومړني او بنسټيز افکار عام فهمه شي، له پرتليز مېتود څخه ګټه اخلو او د سوسور دال او مدلول د دريدايي دالونو په تله تلو.

  1. دلالت 

سوسور د لومړي ځل لپاره غير تاريخي مېتود د تاريخي مېتود پر وړاندې وکاراوه او ويې ويل چې ژبه نه تېر او نه راتلونکی مهال لري، بلکې هېڅ زمان نه لري. نوموړي ژبه قراردادي وګڼله او مانا يې د لغتونو په منځ کې نه، بلکې د لغتونو په ارتباط کې ولټوله. سوسور وايي چې نښه د نظام په داخل کې متصورېدی شي، له نظام څخه بهر اصلاً مانا نه لري، د نښې حيات د نظام په حيات پورې تړلی دی چې په دې اساس يې پر نظام ولاړه ژبپوهنه ګڼلی شو. په سترکچرليزم کې د دال او مدلول تر منځ رابطه ذهني، دو طرفه او ايجابي ګڼل کېږي. د دال او مدلول رابطې ته دلالت (signification) او د يوې نښې (sign) له بلې نښې (sign) سره متقابلې اړيکې سلبي ګڼل کېږي چې همدا متقابلې اړيکې يې ارزښت هم ټاکي. 

د سوسور په باور دال او مدلول په خپل منځ کې نه شلېدونکی او نه جلاکېدونکی پيوند لري چې دغه لاينفک پيوند ته د ژبنۍ نښه (linguistic sign) ويل کېږي. د هغه په باور دال او مدلول کټ مټ د کاغذ د دوو مخونو په څېر دی چې د يوه له وجوده پرته بل اصلاً وجود نه لري، يعنې پرته له مدلوله هېڅ دال وجود نه لري.

خو پوسټسترکچرلیزم د دالونو او مدلولونو اتحاد نه مني، د دغه اتحاد بنسټ ړنګوي او دال د مدلول له قيد څخه آزادوي. د متکلم په ذهن کې دالونه د مخاطب د ذهن له دالونو سره يو زنځير جوړوي، يعنې د مدلول په ردولو د دالونو (signifier) زنځير جوړوي. د دريدا په نظر د ژبې په «deconstruction» کې د دال (signifier) او مدلول (signified) اتحاد ژبه نه ده، ځکه چې زموږ په ذهن کې ماناوې ثابتې نه دي. دال له مدلول سره مستقيمې اړيکې نه لري، يعنې کله چې يوه نښه قرائت کوو، مانا يې بې له واسطې روښانه نه وي، په دې مانا چې نښې هغه څه ته اشاره کوي چې غايب وي، په همدې ډول د لغتونو ماناوې هم په يو ډول غايبې دي. ماناوې د دلالتونو په ځنځیرونو کې تيتې شوې دي او هېڅکله په يوې نښې پورې مقيدې نه دي. په همدې اساس د يوې نښې جوړښت د بلې نښې په وسيله چې تل غايبه وي، تعيينېږي او يوه نښه بلې نښې او حتی نامحدودو نښو ته ارجاع کېږي.

دالونه تل د نورو دالونو خوا ته په حرکت کې دي. په ژبه کې اصلاً مدلول وجود نه لري چې دا ډول حرکت دې پای ته ورسوي. همدا راز موږ هېڅکله هم د دالونو د نظام له قيد څخه نشو وتلی، خو د سوسور په فکر د نښو ارزښت او ماناوې له خارجي جهان سره د ارجاع له مخې نه بلکې په نظام کې د رابطې او توپيرونو له لارې تعيينېږي. خو دريدا بيا وايي چې هر شی په خپل نفس کې نښه ده. دا چې نښه وي، د دې لپاره چې د نښې کېدو معيار ته ځواب ووايي بايد بلې نښې ته ارجاع شي.

سوسور په ژبه د خارجي عواملو اغېز نه مني. هغه د ژبې او مصداقي جهان تر منځ تجربي پيوند پرې کړ چې په همدې اساس ورته ايماننت (Immanent) ژبپوه ويل کېږي چې همدا طرز فکر د پخوانيو په نسبت يو ډول فکري انقلابي حرکت ګڼل کېږي. همدا راز هغه د ليک[8] په نسبت وينا[9] ته ترجيح ورکړه، «وينا» يې اصل او «ليک» يې فرع وګاڼه.

خو پوسټ – سترکچرليزم بيا د دال او مدلول تر منځ متافزيکي پيوند پرې کړ، تر څو دالونه د دلالۍ انرژي متصله او فعاله وساتي او هېڅکله په يو غير تاريخي نظام کې ونه درېږي. دريدا لکه «Charles Sanders Peirce» په دې باور و چې له يوې نښې نورې نښې، حتی لا محدودې نښې زېږېدلی شي. 

د سوسور په اند مدلول انتزاعي دی او پرته له مدلوله دال اصلاً وجود نه لري. همدارنګه د نوموړي په فکر؛ تفکر له ژبې څخه بهر نه دی، بلکې ژبه د تفکر او غږونو تر منځ واسطه ايجادوي. خو دريدا بيا په دې باور دی چې هېڅ شی له ژبې څخه بهر نه دی، بلکې هر څه د ژبې په دننه کې رامنځته کېږي. په دې مانا چې نه يوازې موږ بلکې زموږ افکار، عقايد، باورونه او فرهنګونه د ژبې په بطن کې زېږېدلي او د ژبې له چوکاټ څخه يې بهر وتل ناممکن دي. خو سترکچرليستان په دې باور دي چې ژبه خارجي جهان نه منعکسوي، بلکې بې نظمه خارجي جهان ته نظم ورکوي. خو پوسټ – سترکچرليستان بيا په دې عقيده دي چې ژبه پخپله هېڅ فورم نه لري، يو شی چې فورم ونه لري او خپله بې نظمه وي، څرنګه بل شي ته نظم ورکولی شي؟!

همدا راز د ژبې په برخه کې د سوسور فکر په هوليزم[10] تمرکز کوي ځکه چې هغه فکر کوي چې «کل» بدلون نه مومي خو په اجزاوو کې بدلون راځي. په همدې ترتيب د اجزاوو په نسبت روابط ځکه مهم ګڼي چې په اجزاوو کې بدلون راځي. د هوليزم تر څنګ د سوسور فکر په مينټليزم[11] تمرکز کوي، ځکه سوسور د ژبې اجزاء د يو «کل» جوړونکي ګڼي چې هر يو د هغه «کل» دننه خپل ځای او نقش لري، په دې مانا چې هغه کل يعنې «ژبه» يو ذهني او ارواپوهنيزه پديده ده چې تجلي يې د وينا په بڼه څرګندېږي چې يوه روان – جسمي[12] پديده ګڼل کېږي. په دې مانا چې د صوتي انځور[13] او مانيز انځور[14] تر منځ يو ارواپوهنيز ارتباط وجود لري. برعکس دريدا د دال او مدلول دغه جوړښت ماتوي، هوليزم نه مني او د متن «ناخودآګاه» ته د رسېدو لپاره، لارې او مېتودونه لټوي او په پای کې د «Deconstruction» موضوع مطرح کوي، دا چې دريدايي او سوسوري فکر يو بل ته څومره نږدې او له يو بله څومره لرې دی، د دوه ګوني تقابل تر سرليک لاندې يې بل اړخ راسپړو.

  1. دوه ګونی تقابل 

د غرب د کلاسیکو متونو په فلسفي، ديني او منطقي افکارو کې ميتافزيک پر فزيک برتريت لري چې دا ډول برتريت په دوه ګوني تقابل[15] کې له آدمه تر دې دمه نه يوازې په غربي فلسفي او ديني متونو کې بلکې په اسلامي متونو کې هم ليدل کېږي او په دې ډول تقابل کې يو اصلي او محوري رول لوبوي او پر هغه بل برتريت لري، لکه، وينا پر ليک، حاضر پر غايب، ډک پر خالي برتريت لري. دريدا په دې باور دی چې په تقابل کې يو اصلي او بل يې ثانوي حيثيت لري، لکه، مذکر او مونث، خير او شر، روح او جسم، انسانيت او حيوانيت، حقيقت او مجاز، مانا او لفظ، طبيعي او مصنوعي، واقعيت او افسانه، عقبی او دنيا...

دريدا ټوله غربي فلسفه (Decenterd) کړه، کټ مټ لکه کوپرنيک[16] چې د ځمکې له مرکزيت څخه يې انکار وکړ؛ ده د مانا له مرکزيت څخه انکار وکړ، دوه ګونی تقابل يې بې ثباته وګاڼه او په ډېر صراحت يې رد کړ، او ټينګار يې وکړ چې د تقابل جوړښت بايد مات (Deconstruct) شي، ځکه چې تقابل خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. مثلاً د تور/ سپين تر منځ يو بل رنګ وجود لري چې لږ خاصيت يې له سپين او لږ یې له تور څخه اخيستی دی. همدا راز د نارينه او ښځينه جنس تر منځ يو بل جنس وجود لري چې هم د نر او هم د ښځينه خاصيتونو ترکيب شوی جنس دی. د مرګ او ژوند په منځ کې د کوما حالت، د مثبت او منفي چارجونو له تصادم څخه رڼا راوځي چې نه يې مثبت او نه يې منفي ګڼلی شو. 

زما په نظر دوه ګوني تقابل له زرګونو کلونو راهيسې په فلسفي او ديني مباحثو کې دومره ټينګې ريښې غځولي دي چې د هرې ريښې څوکې يې تر عقبی رسېږي او له جنت او دوزخ څخه اوبه څښي. دې تقابل نه يوازې دنيا، بلکې عقبی يې هم په خپل غېږ کې ټينګه نيولې ده او له جنت او دوزخ څخه يې خير او شر، روح او جسم، ښه او بد او په زرګونو نور دوه ګوني تقابلونه زېږېدلي دي چې په دې ډول تقابل کې د دريدا په وينا يو پر هغه بل برتريت لري. سترکچرليستان دغه دوه ګوني تقابل مني او په دې باور دي چې د لغتونو ماناوې، ارزښت او نقش د تقابل په صورت کې معلومېږي، همدا چې تقابل يې له منځه لاړ شي، ارزښت يې هم له منځه ځي.

د علامه طباطبایی پوهنتون استاد ډاکټر کوروش صفوي (۱۹۵۶ – ۲۰۲۳) په خپل اثر «در آمدی بر معنا شناسی» کې د (Orthogonal Contrast) تر سرليک لاندې دا ډول تقابل د (Serial Contrast) تر واړه عنوان لاندې توضيح کړی او زياته کړې يې ده چې دا هغه تقابل دی چې په دوو خواوو کې يې متقابلې کلمې راغلي وي، لکه «سياه/خاکستری/ سفيد». 

زما په نظر د «لوېديځ» او «ختيځ» په برخه کې بيا مساله بيخي بل ډول ښکاري، يعنې يوه نقطه کېدای شي، له يوې خوا شرق او له بلې خوا غرب وګڼل شي چې په دې اساس شرق او غرب اصلاً وجود نه لري، په همدې اساس دوه ګونی تقابل خپل ارزښت له لاسه ورکوي. دريدا وايي چې دوه ګونی تقابل په هر فرهنګ کې په ښه او بد تقسيم شوی دی چې يوه ته يې ترجيح ورکول کېږي، همدا چې مات (Deconstruct) شي، جوړښت يې متزلزل شي، بيا نو اجزاء ثابت ځای نه لري، تقابل له منځه ځي، خو د تقابل له منځه وړل د مرکز له منځه وړل نه دي بلکې د يو بل مرکز جوړول دي چې په دې توګه دريدا د مانا مرکزيت هم ردوي. 

  1. د مانا مرکزيت 

سترکچرليزم د مانا په مرکزيت باور لري، خو پوسټ – سترکچرليزم بيا د مانا له مرکزيت څخه انکار کوي او نهايي مدلول ته رسېدل نه مني چې جوړښت ماتونه يې د مرکزيت د نه منلو، مانا لري؛ په بله وينا په ليکنه کې د مانا مرکزيت يا موجوديت نه مني چې دا خبره د مدلول د نه منلو په مانا ده. د دريدا په باور مدلول تش ګومان دی چې انسان د خپل ځان لپاره جوړ کړی دی. د ماناوو تعدد او هرمنيوټیکس[17] هغه څه دي چې نوموړی يې يادوي او وايي چې ډېرې ماناوې ډېرې ژورې دي. همدارنګه زياتوي چې ليکل شوی متن د شيندل شوي تخم مانا لري. کله چې تخم وشيندل شي، له پاشونکي سره يې رابطه قطع شي، يعنې همدا چې يو ليکوال څه وليکل، له متن سره يې اړيکې پرې شوې؛ د رولاند بارت[18] په وينا ليکوال مري او د لوستونکي په توګه را ژوندی کېږي، يعنې د مؤلف له مړينې سره سم لوستونکی را ژوندی کېږي.

 د سترکچرليزم له نظره «وينا» د «ليک» په نسبت ځکه اهميت لري چې د متکلم او مخاطب په حضور کې مانا مخاطب ته ډېره نږدې توضيح کېږي خو په ليک کې بيا يا متکلم او يا هم مخاطب غايب وي. دريدا دغه ډول کلام‌محوري[19] يعنې په وينا کې د مانا حضور نقدوي او په دې باور لري چې په وينا کې هم لکه ليک مانا ځنډېږي او هېڅکله حضور نه لري. د هر بيان يوه نښه هم نشي کولی، دواړو خواوو تر منځ يو شانته نښه ايجاد کړي، ځکه چې د تأويل او تفسير لاره پرانيستې ده او مانا د تأويل له لارې بدلون مومي.

لوستونکی چې کله ليکنه لولي د ليکنې «ناخوداګاه» خوا ته ځي، يعنې د تفاوتونو حوزې خوا ته ځي. دا حوزه د ليکنې کمزورې خواوې څرګندوي. زېګموند فرويد[20] کوښښ کاوه چې د روان‌شننې[21] مېتود له لارې د انسان «ناخوداګاه» ته لاره پيدا کړي. کټ مټ همداسې دريدا کوښښ وکړ چې له داسې مېتود څخه ګټه واخلي چې د ليکنې «ناخوداګاه» ته لاره پيدا کړي چې په همدې اساس يې جوړښت‌ماتونه چې مېتود هم نه دی، بلکې يو غير منطقي تحليل دی چې د ليکنې مانا ځنډوي، غوره کړ. دريدا هر ډول سيمانتيکي[22] لټون ردوي، ځکه چېد هغه په باور مانا حضور نه لري، خو دا په دې مانا نه ده چې هغه هر ډول مانا له ليکنې باسي.

پوسټ – سترکچرليزم وايي چې د هرې مانا د لاس ته راوړنې لپاره يوې بلې مانا ته اړتيا وي او دا سلسله همداسې انتقال مومي. په همدې اساس دريدا له ژبې هاخوا ځي او په دې باور لري چې يوه ليکنه هم، نه پيل لري، نه پای. هېڅ يوه ليکنه بشپړه نه وي. په همدې اساس هره ليکنه موږ د ليکنې ماورا ته بيايي. هره ليکنه د يوې بلې ليکنې لپاره پيل وي. همدارنګه د هرې ليکنې پای د بلې لپاره د پيل او بله ليکنه هم د هغې لپاره همداسې حکم لري. له بله پلوه دريدا وايي چې «هېڅ شی له ليکنې څخه خارج نه دی» ځکه هره حاشيه، د متن هره ماورا د انتقال د سلسلې په بهير کې پخپله تازه متن دی، په همدې اساس متن هېڅ جوړښت[23] نه لري. 

له يوه متن څخه بل متن ته د انتقال او ډايناميک حرکت او د مانا تفاوت؛ جوړښت له بېخه ړنګوي، ماتوي يې چې په همدې اساس دريدا باور لري چې هر متن، هر برداشت او تفسير يوازې او يوازې په فرد پورې منحصر وي؛ په دې مانا چې ماناوې فردي دي او هر لوستونکی بېل بېل تعبير لري، ځکه خو ماناوې هم متفاوتې وي؛ په همدې اساس که هغه فلم وي، متن وي او يا شعر وي، د مختلفو ليدونکو او لوستونکو لپاره به مختلف تعبيرونه ولري. د مثال په توګه «يو داسې فلمساز چې په فلمسازۍ کې ډېره سابقه لري، د فلم جوړونې لپاره ډېر ښه امکانات لري، پر يو مشهور فلم کار کوي، په يوې حادثې کې ناڅاپه خپل ژوند له لاسه ورکوي او فلم نيمګړی پاتې کېږي؛ اوس نو د ښه فلم جوړونې لپاره بايد ډېر پياوړی فلمساز وټاکل شي. په دې هکله دريدا وايي: که تر ټولو ښه فلمساز هم وټاکل شي، دا چې د هر ليدونکي تعبير جلا دی، په همدې اساس کېدای شي د ځينو خوښ او د ځينو ناخوښ شي چې په ادبياتو کې هم دا خبره صدق کوي».

پوسټ – سترکچرليستان په دې باور دي چې د ژبني مفاهيمو او حقيقت تر منځ مستقيمې اړيکې وجود نه لري؛ «حقيقت»، «واقعيت» او اصل[24] د ژبې خورا لرې موخې دي چې هېڅکله هم تحقق نه مومي، ځکه چې ژبه استعاري ځانګړنه لري او «استعاره» پخپله له واقعيت څخه د انحراف پر اساس رامنځته کېږي؛ په دې مانا چې د ذهن او حقيقت تر منځ تل فاصله وجود لري. دغه فاصله هم د ژبې لخوا ايجادېږي او په همدې خاطر مانا تل خپل مرکزيت نقضوي. «وينا» ته ترجيح ورکول، ويونکی (ويناوال ذهن) د مرکزيت په توګه منل دي چې دا ډول تقابل دريدا نه مني. هغه د جوړښت ماتونې له لارې د «وينا – ليک» تقابل پر خلاف را پاڅېږي او دا «مرکزپالنه» له بېخه باسي. که څه هم په «ليک» کې مؤلف يا ليکوال نه وي حاضر، خو يوازې دا غياب بسنه نه کوي، بلکې متن پخپله د ليکوال د غياب سبب کېږي، ځکه چې بېلابېلې ماناوې او تعبيرونه د دې سبب کېږي چې ليکوال له متن څخه وځي. 

دريدا په جوړښت ماتونه کې دال ته ارزښت ورکړ، ځکه ده غوښتل چې په دې توګه مرکزيت رد کړي. هغه د دال او د مدلول تر منځ فاصله مهمه وګڼله، ځکه دغه فاصله دال ته اجازه نه ورکوي چې پر مدلول دلالت وکړي. د نښې ردول او د مدلول دايمي ځنډول په دې مانا دي چې په متن کې اصلاً مانا وجود نه لري، هېڅ واحده مانا او واحد تفسير وجود نه لري، د ماناوو تکثر او زياتوالی په متن کې څپې وهي چې دا ټول د دالونو د بې پايه حرکت نتيجه ده؛ دريدا دې ډول پروسې ته د تيتېدلو[25] اصطلاح کاروي. د نښې ړنګولو او د مدلول دايمي ځنډولو سره په ژبه کې هېڅ ثابت ځای د مرکز په توګه نه پاتې کېږي او د «ژبې» مفهوم پر استعاري نظام اطلاقېږي چې بې ثباتي يې په متن کې چغې وهي.

  1. تفاوط 

په دريدايي مفاهيمو کې تفاوط[26] هم سړی له ياده نشي اېستلی. دغه مفهوم دريدا د سوسور په پيروۍ په لږ توپير په هماغې پخوانۍ مانا کاروي. دريدا وايي ماناوې د هغو توپيرونو[27]  نتيجه ده چې د هغه په مرسته موږ يو دال د بل دال په مرسته پېژنو. له بله پلوه داسې ګمان هم کېدای شي چې دريدا به دا مفهوم د افلاتون له خورا[28] څخه اخيستی وي. افلاطون جهان په دوو برخو وېشلی دی چې يوه ته يې عالم معقولات او بل ته يې عالم محسوسات ويل، خو نوموړي په درېيم جهان هم باور درلود چې همدغه درېيم جهان يې خورا ګڼلی دی، هسې جهان چې نه محسوس دی او نه معقول. «خورا» د دوه ګوني تقابل بنسټ ولړزاوه، داسې شی چې نه دا دی او نه هغه؛ له بله پلوه هم دا دی او هم هغه، د دريدا تفاوت (Differences) هم تقريباً همداسې يو شی ښکاري؛ لکه د کوما «Coma» حالت.

دريدا د «تفاوت» پر اهميت ټينګارو وکړ او په عين حال کې يې په ژبه کې د «ځنډ» تر څنګ د« differance» اصطلاح هم ابداع کړه، او د « differance» لغت يې د «differing» (تفاوت) او «differral» (ځنډ) له ټولو مفهومي ظرفيتونو او وړتياوو څخه ترکيب کړ. دغه کلمه د فرانسوي ژبې له «difference» څخه اخيستل شوې ده چې له يوې خوا د «تفاوت» او له بلې خوا د «ځنډ» مانا ورکوي او په همدې خاطر تفاوت(difference) له تفاوط (differance) سره توپير لري، دريدا پر دې مسلې تاکيد وکړ چې په «ليک» کې هم «تفاوت» او هم «ځنډ» وجود لري، ځکه په «ليک» کې تل مانا ځنډېږي او هېڅکله هم لاس ته نه راځي.

هره مانا د لغتونو د توپير حاصل دی؛ لکه د وَر(door) کلمه، چي له سر، بر، زر او داسې نورو سره د توپير له مخې پېژندل کېږي. که نه د ور کلمه «وَريَت» يا جوهر نه لري، بلکې له «کړکۍ» سره د توپير له مخې پېژندل کېږي. هره مانا چې له متن څخه يې را اخلو، کامله نه ده. مانا دا چې، مانا د دالونو په زنځير کې تيته ده، يعنې يوازې له يوه دال څخه بل دال ته رسېدلی شو او هېڅکله نهايي مدلول نشو موندلی. مثلاً کله چې د يوه لغت مانا په فرهنګ کې لټوو، په حقيقت کې موږ هماغه مانا نشو موندلی، بلکې له مترادفو لغتونو سره مخامخ کېږو چې د توپير په مرسته يې څه ناڅه مانا ته نېږدې کېږو، خو نهايي مانا يې هېڅکله هم نشو موندلی، په بله وينا موږ هېڅکله هم کاملې مانا ته لاسرسی نه لرو. يوه کلمه د بلې کلمې په مرسته تعريفوو چې دا سلسله همداسې دوام لري چې په پای کې موږ هېڅکله هم د يوې کلمې مستقله مانا نشو درک کولی.

له بله پلوه جوړښت‌ماتونه د متن او ژبې مختلفې زاويې موږ ته راښيي او موږ ته پټې ماناوې را برسېره کوي. جوړښت ماتونه په اصل کې د نښو حکومت ماتونه ده چې پر متن حکمراني کوي، د حکومت له ماتونې سره متن څو وجهي او څو اړخيز کېږي او موږ ته په متن کې دننه ور پرانيزي چې همدا په متن کې د وره پرانيستل د دريدايي تفاوط مانا لري. د يوه متن په لوستلو کې تل روابط او نسبتونه کشف کېږي چې د متن ليکوال ترې ناخبر وي، په همدې اساس د متن په لوستلو کې د متن هاخوا هم ښکاري، يعنې هغه خوا چې ليکوال پرې فکر هم لا نه وي کړی. دريدايي «تفاوط» هغه نسبتونه دي چې ليکوال ترې خبر نه دی، «تفاوط» په دې مانا چې د متن جوړښت مات شي چې دغه جوړښت ماتونه لکه نقد داسې د متن دننه داسې څه تحليلوي چې ليکوال څخه پاتې شوي وي او يا ليکوال پرې خبر هم نه وي چې په همدې خاطر دريدا وضاحت ردوي او د ابهام پلوي کوي.

  1. د ژبې استعاري ځانګړنه

 ټول مفاهيم چې انسان ورسره سر و کار لري، استعارې رامنځته کړې دي، په همدې خاطر ژبه استعاري نظام ګڼل شوې ده. د مشهور کره کتونکي ريچاردز (Rechards) په وينا استعاره ژبې ته توسعه ورکوي، خو نېچه(۱۸۴۴ – ۱۹۰۰)[29] بيا په دې باور و چې ژبه کاملاً استعاري ده. دريدا چې په دې برخه کې له نېچه څخه متاثر دی، د ژبې او فلسفې تر منځ مرز ماتوي، ادبيات او فلسفه سره پيوندوي چې پر دې لاره «استعاره» ځانګړی اهميت لري، ځکه چې ژبه له بنسټ څخه استعاري ده. په سترکچرليزم کې دال، مدلول خوا ته حرکت کوي خو د دريدا په نظر د «استعارې» په جوړېدنه کې بيا دا حرکت معکوس دی، يعنې په سترکچرليزم کې A د B پر لوري حرکت کوي، خو په پوسټ- سترکچرليزم کې بيا دا خبره برعکس ده، B د A پر لوري حرکت کوي؛ دغه حرکت په لاندې بيت کې را اخلو:

د سپرلي وږمه مودې پس را آلوتې

د وجود څانګې مې شنې شوې او غوړېږي

په پورتني بيت کې مستعارمنه «سپرلي وږمه» حاضر دی، خو مستعارله( معشوقه) بيا د تل لپاره غايبه ده او يوازې پل (Trace) يې سړی تعقيبولی شي. په دې بيت کې « سپرلي وږمه» دال دی او «معشوقه» مدلول دی او مدلول د دال پر لوري حرکت کوي او همدا معکوس حرکت د دې سبب کېږي چې لوستونکی او يا اورېدونکی نورې ماناوې هم ايجاد کړي، مستعارمنه «سپرلي وږمه» او مستعارله «سوله» وګڼل شي. په استعارې کې دال (مستعار منه) او مدلول (مستعارله) دی چې موږ د مدلول (مستعارله) له دايمي غياب سره مخ يو. په استعارې کې تل د دال (مستعارمنه) او د مدلول (مستعارله) تر منځ دايمي فاصله وجود لري او هېڅکله پای ته نه رسېږي چې دغه حرکت د نظامي ګنجوي په يوه بيت کې ښه تعريفېدای شي:

خنديدن قرص آن گل زرد

افاق به رنگ سرخ گل کرد

د ګنجوي په دې بيت کې مستعارمنه (گل زرد) حاضر دی، خو مستعارله ( خورشيد) د تل لپاره غايب دی چې يوازې پَل (Trace) يې تعقيبېدای شي. دلته هم مدلول (خورشيد) د دال (گل زرد) پر لوري حرکت کوي. له بله پلوه د دغه بيت ټول لغتونه د لمر د راختو يو ډول استعاري انځور وړاندې کوي، لمر راخېژي او د اسمان څنډې سور رنګ اخلي. له دې بيت څخه کېدای شي نورې ماناوې هم واخيستل شي، د لمر راختل (گل زرد) کېدای شي د ځانګړي اتل لپاره استعاره شي چې موسکا يې د ملت د خوشبختۍ سبب کېږي او يا د کوم اتل د سرښندنې په وينو د اسمان څنډې رنګ شوې ښکاري؛ ماناوې په دې ډول توليدېږي، په دې مانا چې دا مولف نه دی چې په استعارې کې ماناوې اچوي، بلکې د متن لغتونه او عبارتونه دي چې نوې ماناوې ترې توليدېږي، مانا د لغتونو يا د استعاري لغتونو له لارې انتقالېږي او په حقيقت کې دا لوستونکي دي چې ماناوې توليدوي.

د ليکوال اصلي مانا په نويو توليد شويو ماناوو کې ورکېږي؛ په همدې خاطر سړی له غلط فهمۍ سره مخامخ کېږي. پوسټ– سترکچرليستان په دې باور دي چې مانا هېڅکله د «ليک» له لارې نه انتقالېږي، که انتقال هم شي، تحريف شوې، حذف شوې او يا علاوه شوې ماناوې به ورسره ملې وي. د تاريخ په اوږدو کې د ژبې د لغتونو په صرفي او مانيز نقش کې چې کوم تحول رامنځته کېږي، د ژبې د استعاري ځانګړنې ښکارندويي کوي چې په همدې اساس وايي چې د دال او د مدلول تر منځ هېڅ ذاتي او طبيعي رابطه وجود نه لري؛ ځکه چې هره کلمه مانا او يا خپلې اصلي ماناوې لري، خو ځينې کلمې کمې او زياتې ضمني ماناوې هم لري چې ژبه له وضاحت څخه لرې ساتي. که استعاري ځانګړنه له ژبې حذف کړو، په حقيقت کې موږ د ژبې له ذات څخه لرې کېږو. د دريدا په باور «ليکنه» بايد غير واضح، تيته، ګډوډه او مبهمه وي، متن بايد دومره مبهم او غير واضح وي چې لوستونکی داسې حيران او عصباني کړي چې د مطالبو د درک لپاره مجبور شي چې له خپلو نوښتي افکارو استفاده وکړي. په پای کې بايد وويل شي چې صريحې او له ابهامه پاکې ليکنې د لوستونکي ذهن استعماروي؟ خپله ليکنه د دريدا په دې جمله پای ته رسوم چې «سکوت او ليکنه له وينا څخه ډېر اهميت لري.»

  1. پايله

د دې ليکنې په پای کې باوري شوم چې په پښتو ژبه کې لا هم د پوسټ – سترکچرليزم په باب داسې بشپړ او هر اړخيز اثر نه دی ليکل شوی او نه مې داسې ليکنه تر سترګو شوې ده او که چا ليکلې هم وي، ما به نه وي لوستې. د پوسټ – سترکچرليزم پر هر فلسفي، ژبني او ادبي مبحث کتابونه ليکل کېدای شي. د دې لپاره چې موضوع راڅخه پراخه نشي د سترکچرليزم او پوسټ – سترکچرليزم عمومي مفاهيم مې په ډېرې ساده، روانې او سليسې پښتو ليکلي دي.

سترکچرليستان حقيقت مني او د حقيقت په موجوديت شک نه کوي، په داسې مرتبط سيستم باور لري چې ماناوې جوړوي، په همدې ترتيب په دې تمرکز کوي چې څرنګه سيستم محدود شي، په څه شي فکر وشي، څه وويل شي او څه مانا ورکړي، دوی پر منطق او عقل باور لري. د ژبې او مصداقي جهان تر منځ تجربي پيوند پرې کوي او د دال او د مدلول تر منځ نه شلېدونکی پيوند مني. خو پوسټ – سترکچرليستان بيا حقيقت نه مني، په غير مرتبط سيستم باور لري چې موجوديت يې د ابهاماتو د رامنځته کېدو لامل کېږي؛ همدا راز د ماناوو په تعدد تمرکز کوي، د دال او د مدلول تر منځ پر معکوس حرکت باور لري. پر منطق او عقل پالنې انتقاد کوي چې د سترکچرليزم پر خلاف يو غير علمي فکر ګڼل شوی دی چې جوړښت ماتونه يې ښه مثال دی؛ همدارنګه دوه ګونی تقابل ردوي او په دې باوري دي چې تقابل خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په همدې شکل د مانا مرکزيت نه مني او په ژبه کې پر ابهام ټينګار کوي. 

اخځونه:

  1. آ. ام. سورن، پيتر. (۱۳۹۶ ل.ل). مکاتب زبان شناسی نوين در غرب (مترجم: علي محمد حق شناس). (پنځم چاپ). تهران: انتشارات سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشگاه ها(سمت)، پژوهشکده تحقیق و توسعه علوم انسانی.
  2. دبير مقدم، محمد. (۱۳۹۶ ل.ل). زبان شناسی نظري- پيدايش و تکوين دستور زايشی. (درېيم چاپ)، تهران: انتشارات سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشگاه ها(سمت)، پژوهشکده تحقیق و توسعه علوم انسانی.
  3. صفوي، کوروش. (۱۳۹۷ ل.ل). در آمدی بر معنا شناسی. (څلورم چاپ). تهران: انتشارات سوره مهر
  4. گودرزی، عباس. ( ۱۳۹۱ ل.ل ) پسا ساخت ګرایی: رهيافتی نو در نظريه و نقد ادبی معاصر. ( لومړی چاپ) همدان: انتشارات دانشکده زبان و ادبيات انگليسی دانشگاه آزاد اسلامی- واحد همدان.
  5. خاتمی، محمود. (۱۳۸۶ ل.ل). دريدا و ساختار شکنی. ایران: اشراق: فصلنامه فلسفي، عرفانی و ادبی.
  6. گندمکار، راحله. (۱۳۹۶ ل.ل) آشنایی با معنا شناسی ساختګرا. ( لومړی چاپ) تهران: انتشارات علمي.
  7. دو سوسور، فردينان. (۱۳۹۶ ل.ل). دوره زبان شناسی عمومی(مترجم: کورش صفوی). (شپږم چاپ) تهران: انتشارات هرمس.
  8. حسين پناهی، فردي و شيخ احمدی، سيد اسعد. (۱۳۹۶ ل.ل) بررسی نقش استعاره در تکوين پسا ساختارگرايی: با تکيه بر آرای دريدا. اصفهان: مجله فنون ادبی( علمی- پژوهشی)
  9. Guney, Ajda and Guney, Kaan. (2008). Brief Description of Jacques Derrida’s Deconstruction and Hermeneutics. Publisher: E- Journal of New World Science Academy, University of Cumhuriyet.
  10. Barthes, Roland. (1977). Image, Music, Text. (trans: Stephen heath). London: Fontana.
  11. Jacques, Derrida. (1978) Writing and Difference. America: The University of Chicago Press.
  12. Babita. (2013). Jacques Derrida as a Deconstructive Theorist with Special Reference to “Structure, Sign and Play in the Discourse of Human Science”. India: An International Reference e- journal of Literary Explorations of Research Scholar.


 


[1] Jacques Derrida

[2] Deconstruction

[3] Michel Foucault

[4] Jacques Lacan

[5] Roland Barthes

[6] Defferance

[7] Mechanization view

[8] Writing

[9] Speech

[10] Holism

[11] Mentalism

[12] Psychophysical

[13] Sound Image

[14] Semantic image

[15] Binary Oppositions

[16] Copernicus

[17] Hermeneutics

[18] Roland Barthes

[19] Logocentrism

[20] Sigmund Freud

[21] Psychoanalysis

[22] Semantical

[23] Structure

[24] Origin

[25] Dissemination

[26] Difference

[27] Defference

[28] Khora

[29] Nietzsche

شریک کړئ