لنډیز
د ۱۹۱۹ افغان خپلواکۍ د افغانستان په فکري تاریخ کې مهمې اغیزې ودرلودې. تېرو دوو لسيزو کې د امیر حبيب الله خان د واکمنۍپر مهال پرمختګونو نويو روڼ اندو ته زمينه برابره کړه چې په راتلونکې لسيزه کې د سیاسي ادارې او فرهنګي سیاست مشرتوب وکړي. له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۴۰ پورې د افغانستان د مډرن فکري تاریخ په اډانه کې ادبي فعالیتونه زیات شول او انقلابي هستیوګرافيکو بدلونونو د افغانستان د ملي تاریخ لیکلو بڼه بدله کړه. له دې وړاندې افغان مورخینو پر مروجې پارسي تاریخلیکنې چې نسب پېژندنه یې بنسټ و، اتکا کوله. په دغه دوره کې د کابل د ادبي انجمن په جوړیدو سره نوي لیکوال وټوکېدل چې په پراخه کچه یې له اروپايي روښانفکرانه نظم سره تړاو جوړ کړ. د انجمن سره تړلو تاریخپوهانو د افغان ژبو په خپرونو او لیکنو کې انګلیسي او فرانسوي ژبپوهنېز او لرغونپوهنېز میتودونه وکارول او په دې توګه یې د ډله ایز هویت نوې مفکورې رامنځته کړې او نړیوال ادبیات یې له افغان ملتپالنې سره یوځای کړل. ددغه دورې مقالې او لیکنې څرګندوي چې د افغان فکري قشرونو نوی نسل څومره ژر وتوانېد چې لږ تر لږه له هغو نړیوالو معاصرو بحثونو او تاریخي میتودونو سره اشنا شيچې په هغه وخت کې یې نړیوال شهرت درلود. دا نوې تاریخ لیکنه ایزه پوهه چې د اروپایي ژبو او علمي اثارو له لارې ممکنه شوې وه د خپلواکۍ د هغه سیاستونو پایله وه چې په ترڅ کې یې یو شمېر عامه بنسټونه او د انګلیسي، فرانسوي او آلماني ژبو ښوونځي تاسیس شول او افغانستان یې د تفکر له انزوا څخه وویست.
پېژندنه
د ۱۹۱۹ افغان-انګلیس دریمې جګړې په پایله کې افغان خپلواکۍ د افغانستان په فکري تاریخ کې مهمې اغیزې ودرلودې. تردې وړاندې تېرو دوو لسيزو کې د امیر حبيب الله خان د واکمنۍ (۱۹۰۱ -۱۹۱۹ ) پر مهال پرمختګونو نويو روڼ اندو ته زمينه برابره کړه چې په راتلونکې لسيزه کې د سیاسي ادارې او فرهنګي سیاست مشرتوب وکړي. په ۱۹۰۴ کې د حبیبیې لیسې پرانیستل، په ۱۹۰۶ کې د عثماني امپراتورۍ او برتانوي هند څخه د جلاوطنه کورنیو بیرته راستنیدل او په ۱۹۱۱ کې د سراج الاخبار ورځپاڼې بیا خپراوی ددې لامل شو چې د اردو او ترکي ژبو تر څنګ د انګلیسي او فرانسوي ژبو څخه د نړۍ د پرمختګونو، سیاسي او ادبي بدلونونو مضامین وژباړل شي. دا بهیر د افغان خپلواکۍ په وجه چې ډېر شمیر اروپايي هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو چاپیریال پکې رامنځته شو پیاوړی شو او د نظرونو، ارزښتونو او کلتوري اړیکو دغه نوي چینلونه لا پراخ شول. په ۱۹۲۰ کې د حبيبيې لېسې لومړني فارغین اروپا ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شول. بيا په ترتیب سره په ۱۹۲۲ او ۱۹۲۴ کې په کابل کې د فرانسوي او جرمني ژبو، امانيیه (وروسته بيا استقلال) او اماني (وروسته د نجات نوم) لیسې چې ښوونکي یې اروپایان و، جوړې شوې. په ۱۹۳۱ کې د فکري او روښانفکرانه ظرفیت لوړولو په برخه کې د دولت په مشرۍ دغه پروژې د کابل ادبي ټولنې (انجمن ادبی کابل) په پرانیستو سره عروج ته ورسېدې، چې غونډې او خپرونې يې په عامه تالارونو، د نویو ښوونځیو فراغت غونډو او نندارو کې ترسره کېدلې او خپریدلې.
د کابل ادبي ټولنه د محمد نادر شاه (۱۹۲۹-۳۳) له خوا د فرانسې اکاډمۍ (Académie Française) په بڼه جوړه شوې وه، نوموړي دغه مفکوره د ۱۹۲۴ جولای - ۱۹۲۶ نومبر پورې په پاریس کې د افغان سفیر په توګه د خپل ماموریت پر وخت ځان سره اخیستې وه. محمد نادر خان د فرانسوي موډل دغه بنسټ د ژبنۍ ملتپالنې د تدوین اوملتپالانه سیاست د ډېرېدو په دوره کې ایجاد کړی و. ددغې ټولنې یوه موخه دا وه چې د ژبني ښکیلاک پر وړاندې د دري او پښتو ژبو څخه ملاتړ وکړي. دغې ټولنې د کابل په نوم یوه میاشتنۍ خپروله چې په سرلیک کې به یې داسې لیکل: "کابل: علمي، ادبي، ټولنپوهنیزه، تاریخي". دغې مجلې د کابل ادبي ټولنې د ژبني سیاست د اجنډا استازولي کوله.
هغه بېلابېلې مقالې (لیکنې او ژباړې) چې په کابل په مجله کې د ۱۹۳۰مې لسیزې په اوږدو کې خپریدې زیاتره برخه یې د نویو ادبیاتو هغه ملي او نړیوال تحلیلونه و چې د ملتپالو روڼاندو له خوا لیکل شوي و. د دغه ځانګړو متفکرینو "روښانفکرانو" لپاره، د کابل ادبي ټولنه نه یوازې د نویو افکارو د واردولو او تبادلې د یوه تونل په توګه کار کاوه، بلکې په حقیقت کې یې د نوي فکري میتودونو د تبادلې دنده هم پر مخ وړله. د ټولنې په خپرونو کې چې د (مجلې، کالنۍ او کله ناکله مونوګراف لړۍ پکې شاملې وې) تر ټولو زیاته څیړل شوې او اغېزمنه موضوع د افغانستان ملي تاریخ و. په دې توګه د شاوخوا سیمې سره په پرتله، په افغانستان کې یوه نوې ملي تاریخلیکنه راڅرګند شوه چې خپل لرغونی تاریخ یې د نوي ملت-دولت لپاره اساس او بنسټ ګرځاوه. دغه بهیر د تورک جهموریت، مصر او ایران په ګډون د استعمار د وروستي بلهاري هند په هېوادونو کې هم پیل شوی و.
کابل ادبي ټولنې د افغانستان د مسلکي او اوږدمهالې پراختیايي موخې لپاره هم د موادو په ژباړه او افغانستان پېژندنه کې هم خپل نقش درلود، د بیلګې په توګه دې ټولنې په ۱۹۲۲ کې د افغان-فرانس لرغونپوهنې کنوانسیون په تنظیم کې مخکښ رول ولوباوه او په دې توګه په افغانستان کې د فرانسوي لرغونپوهنې هیّتDélégation Archéologique Française en Afghanistan (DAFA) سره د همکاري او ګډ کار ۳۰ کلن انحصاريقرارداد ورکول شو. د DAFA کوشني ټیم د ابتدايي کیندنو خپرونې د دوو افغان بنسټونه له لارې چې د محلي خلکو سره د اړونده موضوعاتو او عامه پوهاوي میکانیزم رامنځته کړې، پر مخ وړل کېدلې. له دې جملې څخه لومړنی بنسټ چې په پراخه کچه وځلید د کابل ادبي ټولنه وه، ددې ټولنې د ژباړې څانګې د فرانسوي لرغونپېژندنې راپورونه په دري ژبه وړاندې کړل او د افغانستان د لرغوني تاریخ او نویو دولتي پراختیايي پالیسیو سره یې پیاوړی فرهنګي او کلتوري تړاو رامنځته کړ. دوهم بنسټ د کابل موزیم و چې د ۱۹۲۴ د نومبر په میاشت کې د کوټي باغچې په کوشنۍ ماڼۍ کې د اعلیحضرت شاه امان الله خان له خوا پرانیستل شوی و چې بیا وروسته د محمد نادر شاه لخوا په ۱۹۳۱ کې د دارالامان نوي ښار ته ولېږدول شو. کابل موزیم او کابل ادبي ټولنه د خپلواکۍ د فرهنګي روایت د ساتنې په موخه رامنځته شوي و.
په دې توګه کابل ادبي ټولنه د یوې اوږدې مودې لپاره د لرغونپوهنې او موزیولوجۍ او ملتپالنې په ماموریت کې پاتې شوه اوددوی په لیکنو کې د سکې پوهنې، ژبپوهنې او لرغونپوهنې تخنیکونو میتودولوژیک اړخ غالب و. د نامتو افغان لرغونپوه ارواښاد محمد رسول باوري په اند دغه ماموریت او اجنډا ددې سبب شوه چې د احمد علي کهزاد په څیر نوموتي افغان مورخین او لرغونپېژندونکي د ۱۹۱۹ خپلواکۍ د فکري میراث په توګه مطرح شي. د شلمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې د سویلي آسیا له (اردو حوزې) سره د افغان پوهانو نږدېوالی د یادونې وړ دی، د همدې تاریخي توپیر د ښودلو لپاره دغه مقاله د اروپایي سبک سره د افغان ټولنې نوې ښکیلتیا ته کتنه کوي او ښيي چې څرنګه د ۱۸۸۰ او ۱۹۳۰ کلونو ترمنځ د نیمې پیړۍ په اوږدو کې د کابل ادبي ټولنې له لارې د دولت لخوا تمویل شويو تاریخي لیکنو نوی افغان فکري سکتور او د ملت جوړونې پراخ پروګرام هدایت کړ.
شلمې پېړۍ کې د لرغونپېژندنې او موزیمساتنې ملي ګرایانه لرلید په منځني ختیځ او جنوبي آسیا کې د متخصصینو او روښانفکرانو ترمنځ یو بوخت چاپيریال رامنځته کړی و. نوي افغان تاریخلیکونکي او ملتپال سیاستوال هم پکې په بیلابیلو بڼو ښکېل ول. دا مقاله د دوی د لیکنو فکري منځپانګې، په ځانګړې توګه د دوی څېړنیزو میتودونو ته کتنه کوي. دغه مقاله د نوو افغان تاریخلیکونکو هغه ډراماتیک بدلون هم په ګوته کوي چې له خپلو تېرو پارسيمحوره اسلافو په ځانګړې توګه د بیهقي (مړینه: ۴۶۹ هجري/۱۰۷۷ میلادي) له زمانې راهیسې یې اساسي فکري واټن طی کړی دی. افغان پوهانو د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د جنوبي آسیا "اردو حوزې" سره ژوره علمي اړیکه لرله. دغه مسیر هغه وخت بدل شو چې د افغان فکري ژوند له فرانسوي او انګلیسي ژبو علمي بهیرونو سره خپل معاصر تماس ټینګ کړ، که څه هم دا تماسونه په ځینو مواردو کې د برتانوي هند له لارې منځته راغلي. د اروپایي تګلارو په زده کړې سره د افغان پوهانو د نوي تعامل له امله یو تاریخي انحراف رامنځته کړ. ددغه بدلون د ښودلو لپاره د مقالې لومړۍ برخه د ۱۸۸۰ او ۱۹۳۰ ترمنځ د هغه تاریخي لیکنې بڼه څیړي چې د د دولت له خوا تمویل کېدلې— چې دغه نیمه پېړۍ د ملت جوړونې د هڅو پراخیتایي زمانه ګڼل کېږي. دوهمه برخه په افغانستان کې"ادبي ټولنې" د پالیسي اداري جوړښتونه په توګه معرفي کوي چې څرنګه ددغو ټولنو مطالعاتو په ۱۹۳۰مه لسیزه کې بهرني میتودونه د نویو افغان فکري وسایلو په توګه وکارولی شول.
د دربار او نسب تاریخلیکنه (۱۸۸۰ – ۱۹۳۰)
د نولسمې پېړۍ په وروستیو او شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د مرکزي دولت د ځواکمنتیا هڅو په افغانستان کې د تاریخ لیکنې د لومړنیو چاپي اثارو له لارې نوې عامه بڼه وموندله. مهمه ده چې څرګنده شي چې دغه نیمه پېړۍ د پارسي-محوره فرهنګي پراختیا لپاره کنګل شوی حالت نه و. که څه هم دغو لومړنيو چاپي تاریخي لیکنو د پېښو د ثبت ( کرونولوژیک) ژانر بنسټیزې ځانګړتیاوې پاللې، خو دغه دورې د یوې ځانګړې وروستۍ مرحلې استازولي وکړله. د تاریخ لیکنې دغه ژانر د هند په مستعمره کې د چاپ د بازار او له پنجاب څخه کابل ته د چاپي ټکنالوجۍ د واردولو (له ۱۸۷۳ وروسته) په سبب په کابل کې نوې ساه واخسته.
سره له دې چې د چاپ نوې بڼه یو تازه تحول و، افغان متون لا هم په پراخه کچه د درباري او نسبمحوره تاریخلیکنې له دود سره په تړلو پخوانیو صنفي اصولو، سبکونو او سرچینو کې دوام وکړ. د سلطان محمد خان (تاریخ سلطاني) چې په ۱۸۶۴ کې لیکل شوی او په ۱۸۸۱ کې افغانستان ته د صادرولو په موخه د هند په بمبي کې چاپ شوی و، له دودیزو درباري (سلطنتي) او نسبي تاریخونو سره سم د واکمنو پښتنو اشرافو پر اصليت، نسب او د دوی د واکمنۍ پر تسلسل تر لومړۍ افغان-انګلیس جګړې (۱۸۳۹–۴۲) پورې تمرکز درلود. د مغلي دورې د تاریخونو په څیر، لکه (تاریخ خان جهاني) چې په شاوخوا ۱۶۱۳ کې په دکن کې د برهانپور په سیمه کې تالیف شوی و، تاریخ سلطاني هم په اصل کې هڅه کوله چې د پښتنو د جینولوجۍ (نسبنامې) د تثبیت مسأله د افغانانو په توګه د دوی د پېژندنې په چوکاټ کې واضح کړي. په دغه تسلسل کې لومړی دوی د افغان اصله هندي سلاطینو په ځانګړې توګه (سوري واکمني) بیانوله او بیا یې د دراني دربار داخل د قومي تړاوونو (طایفو) نسبونه تشریح کول.
د ژانر، سرچینو، ژبې او بليغت په لحاظ، تاریخ سلطاني د پارسي ژبې د نسبي او نسلي تاریخي متنونو تسلسل څرګندوي. بیا هم، دا په دې مانا نه ده چې د تاریخ ژانر ولاړ او سقط شوی و؛ د تاریخ سلطاني مهم نوښت دا و چې د پخوانیو نومونو 'خراسان' او 'ترکستان' پر ځای چې په پخوانیو تاریخونو کې د کابل تر حاکمیت لاندې سیمې په نښه کولو لپاره کارول کېدل، نوې جیوپولیټیک اصطلاح (مملکت افغانستان) وکاروي. په حقیقت کې، په هند کې د تاریخ سلطاني چاپول او افغانستان ته واردول د نوي تعریف شویو جغرافیايي سرحدونو په رڼا کې د افغان ملت د اغیزمنتیا د نړیوالتوبپړاو په ګوته کوي. د افغانستان د خورا محدود چاپي ظرفیت په نظر کې نیولو سره، د تاریخ سلطاني د امیر عبد الرحمن خان د واکمنۍ (۱۸۸۰ – ۱۹۰۱) په پیل کې په بمبي کې چاپ شو. دغه تاریخ د نوي افغان ملت-دولت لپاره یو بنسټیز متن شو چې سرحدونه یې په همدغه وخت کې تازه بیا تعریف شوي و. کله چې د تاریخ سلطاني متن د ۱۹۳۰ لسیزې د نویو افغان تاریخونو سره پرتله کړو نو په څرګند ډول مومو چې نوموړی متن د پخوانیو تاریخي متنونو یو تسلسل دی.
د امیر عبد الرحمن خان د متمرکزيت پالیسیو په تداوم کې په تدریج سره دغه نوې چاپي ټکنالوجي په ځانګړې توګه (سنګي چاپخونه) د مذهبي او ملتپالانه خبرو اترو له لارې د مرکزي دولت د تبلغاتي ماشین په توګه وکارول شوه. امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۸۵ کې، له هند څخه د چاپ ماشین د راوړلو سره هممهال د ډیلي ماهر ناشر، منشي عبد الرزاق هم کابل ته راویست. په دې توګه عبدالرحمن خان لومړنی کس و چې یوه مقاله یې د وفادارۍ د اسلامي فضیلتونو په اړه خپره کړه چې عنوان یې و: پندنامه دنیا و دین. په هرصورت، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ تر ټولو لوی تاریخي اثر د هغه خپل ژوندلیک یانې تاج التواریخ و. د تاج التواریخ له نومه جوتیږي چې نوموړي هڅه کوله ګډه تاریخي حافظه د خپلې کورنۍ تاریخ ته تابع کړي. سره له دې چې د ژوندلیک په توګه تاج التواریخ یو عادي تاریخ نه و، مګر دې ته ورته مشهورې بیلګې وړاندې موجودې وې، لکه بابرنامه (شاوخوا ۱۵۲۹) او وقایع شاه شجاع یا د شاه شجاع خاطرې چې په ۱۸۳۶ میلادي کال کې په هند کې د تبعید پر مهال نشر شوي دي.
که څه هم د محتوا او مفهوم له اړخه تاریخ سلطاني او تاج التواریخ د پښتنو واکمنو په تړاو د پخوانۍ پارسي-محوره تاریخلیکنې بڼې دوام دی چې پر نسب، سلسلې او طایفو پېژندنې تمرکز کوي، مګر د فزیکي تولید له نظره دا دواړه آثار د افغانستان د ادبي اقتصاد او د هند د استعماري ادبي بازار ترمنځ نږدې اړیکه ښيي ځکه چې دا دواړه کتابونه په هند کې چاپ شوي و. مخکې تر دې چې افغانستان ته د چاپ تخنیک راشي او د تاریخ کتابونه چاپ شي، تر دې نیمه پېړۍ وړاندې د افغانستان تاریخونه په هند کې (او په اردو ژبه) خپریدل. ددې یوه ښکاره بېلګه د میر اشرف علي د (تاریخ افغانستان) اثر دی چې په ۱۸۴۵ میلادي کې په بمبئی کې چاپ شوی و یعنې ۳۶ کاله مخکې تردې چې تاریخ سلطاني هلته چاپ شي. هند د نولسمې پېړۍ په پای کې د افغان تاریخي لیکنو د تولید لپاره ډېر اهمیت پیدا کړی و، ان تر دې چې د عبدالرحمن خان د تاج التواریخ د دوهم ټوک تر شا «پټ لیکوال» د هغه هندي منشي سلطان محمد خان یاد شوی دی.
دا په حقیقت کې د افغانانو د هغې پراخې اتکا برخه وه چې په هندي مستعمرې کې یې پر پیاوړي فکري او ادبي جوړښت درلوده، په دې لړ کې د هندي مسلمانانو د خپرندویو شرکتونو او عصري اسلامي ښوونځيو سره د افغانانو تړاو ورځ تر بلې زیاتیده او د هغوی فارغالتحصیلان د امیر عبدالرحمن خان تر مړینې څو کاله وروسته په ۱۹۰۱ کې د حبیبې لیسې استادان شول. دغو ارتباطاتو د امیر حبیب الله خان (سراج الملت و الدین) په دوران کې پراخوالی وموند او د کابل او کندهار په ګډون یې د لویو ښارونو په تعلیمي، ادبي او سیاسي چاپیریال کې د پام وړ اغېز و درلود.
د هند سره د افغانستان د اړیکو دا بڼه د امیر حبیبالله خان سراج (۱۹۰۱–۱۹۱۹) په واکمنۍ کې نوره هم پیاوړې شوه. دا اړیکې په ځانګړي ډول په ۱۹۰۶ میلادي کې هند ته د امیر حبیب الله خان د څلور شپېته (۶۴) ورځني رسمي سفر وروسته ډېرې ژورې شوې. دا سفر په یوه اردو تاریخي اثر (ذکر شاه اسلام) کې ثبت شوی دی چې د امیر حبیبالله خان ژوندلیک او د افغانستان ګزیټیر (جغرافیایي او ټولنیز معلومات) پکې راټول شوي دي. د امیر حبیبالله خان د دورې بله لاسته راوړنه دا وه چې د هند سربېره یې عثماني امپراتوري او د جاپان سلطنت هم د روښانفکرانه او پرمختیايي مسیر شریکان و، خو د کابل او پېښور فزیکي نږدې والي هند ته دا فرصت ورکړی و چې د افغانانو لپاره د نړۍ په یوه عمده کړکۍ بدل شي. د ۱۹۰۰ مو کلونو له پیله، د کابل او پېښور ترمنځ پستي خدمات په منظم ډول فعال شول چې وروسته د موټرو له لارې د کتلوي تګ را تګ په مسیر بدل شو. دغه پرمختګ ددې سبب شو چې د برتانوي هند ورځپاڼې په افغانستان کې د خبرونو اصلي سرچینه شي. که څه هم محمود طرزي د سراجالاخبار افغانیه (۱۹۱۱-۱۹۲۹) لپاره ترې استفاده کوله، مګر علامه طرزي خپله عثماني امپراتورۍ ته د یوه نمونه او ایډیال دولت په سترګه کتل. په دې توګه د امیر حبیبالله خان په دوره کې هند د تاریخي او معاصرو مطالعاتو یو مهم تأمینوونکی پاتې شو او دا کار د وخت له شرایطو سره سم ډېر طبیعي و.
مګر تر ۱۹۰۰م کلونو پورې، یو شمېر اردو تاریخي آثارو د افغانستان تېر ته د نوي اتنوګرافیک او جغرافیوي لیدلوري پر بنسټ کتنې پیل کړې. له دې جملې څخه یو د سید محمد حسین اغلب موهاني اثر( نیرنګ افغان) او بل د پیسه اخبار ورځپاڼې د )افغانستان کے طبیعی، جغرافیائی، تاریخی اور تمدنی حالات( یا (د افغانستان طبیعي، جغرافیایي، تاریخي او تمدني حالات)برخه چې دواړو د افغانستان په اړه له استعماري انګلیسي متونو څخه الهام اخیستی و، یادولی شو. په افغانستان کې ددې بڼې لیکنو انعکاس د محمود طرزي په کتاب( افغانستان) کې ښکاره شو، طرزي د افغانستان جغرافیې په ستاینیز نظم کې ولیکلې او ددغه اردو خپرونو استعماري روحیه یې د ملتپالنې په ولولو کې دفع کوله. د محمودي طرزي د (افغانستان) اثر په ۱۹۱۲ کې په کابل کې چاپ شو او دا په حقیقت کې د هغه د هڅو یوه برخه وه چې د واکمنانو د ستاینې پر ځای د خاورې او طبیعت سره مینه د ملي شعور بنسټ وګرځوي.
که څه هم د محمود طرزي لنډو مقالو په سراجالاخبار کې د افغانستان د تاریخي هویت د نویو ملتپالانه نظریو انعکاس څرګنداوه، خو د امیر حبیبالله خان د واکمنۍ پر لومړني مهال د افغانستان په اړه مطالعات د اوږدو تفصیلي لیکنو او تاریخي کتابونو په چوکاټ کې لا هم د پخوانيپارسي-محوره سلطنتي ماډلونو په محراق کې پاتې شول. د کتاب په چوکات کې د دغه ډول کار یوه بیلګه د (تاریخ پادشاهان متأخر افغانستان) په نوم درباري تاریخ دی چې د شلمې پېړۍ په پیل کې میرزا یعقوب علي خفي (زیږون: ۱۸۵۰) لیکلی و. دغه نظم هغه وخت یو نسبي متفاوت پړاو ته ننوت چې د امیر حبیبالله خان د واکمنۍ تر ټولو مهم تاریخي اثر سراجالتواریخ د فیض محمد کاتب هزاره (۱۸۶۲ – ۱۹۳۱) لخوا ولیکل شو او لومړني ټوکونه یې د ۱۹۱۳ او ۱۹۱۹ کلونو ترمنځ په کابل کې خپاره شول. سراجالتواریخ یو پراخ تاریخي افق انځوروي، خو د دودیزو سلطنتي چوکاټونو دننه. دا اثر د احمدشاه دراني له پاچاهۍ (۱۷۴۰م لسیزه) تر نولسمې پېړۍ پورې پېښو ته رسېږي، مګر له بده مرغه د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیبالله خان د واکمنیو اړوند ټوکونه تر چاپېدو دمخه بند شوي و. د کتاب سلطنتمحوره جوړښت آن د هغه له نوم څخه هم څرګند و چې د امیر حبیبالله خان د واکمنۍ د رسمي لقب (سراج الملت والدین) استازولي یې کوله.
که څه هم د سراجالتواریخ وروستي جلدونه لا هم د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال لیکل کېدل، خو دې اثر په ټولیزه توګه د پارسيمحوره درباري تاریخلیکنې پخواني سبک ته دوام ورکړ، په ځانګړي ډول هغه کرونولوژيک ترتیب چې د اتلسمې پېړۍ راهیسې د محمود الحسیني له (تاریخ احمدشاهي) څخه رانیولې د تاریخ لیکنې بنسټ ګرځېدلی و او د افغان تاریخ مانا د دراني او محمدزي واکمنیو له تاریخ سره مترادف ګڼل شوی و، د سراج التواریخ سبک جوړاوه. مګر یو څه چې باید په یاد ولرو هغه دا چې پورته خبره د فیض محمد کاتب نوښتونه نه پیکه کوي؛ ځکه هغه د خپلو اولنو په پرتله د افغان دربار له آرشیفي اسنادو څخه ډېره مسلکي او که ووایو د آلماني مورخ لیوپولد وان رنکي په سبک استفاده وکړه، د تاریخ لیکنې دغه موډل د رانکي سبک (The Rankean Tradition) په نوم یادیږي. خو اصلي ټکی دا دی چې د ژانر، جوړښت او منځپانګې له پلوه د کاتب هزاره اثر داسې جوړ شوی و چې د پاچاه له نظره یو دودیز تاریخ (کلاسیک تاریخ) وپېژندل شي او د سلطنتي ادبياتو سره اشنا ښکاره شي.
کله چې په ۱۹۱۹میلادي کې امیر حبیبالله خان په لغمان کې ووژل شو او اعلیحضرت شاه امان الله خان (واکمني: ۱۹۱۹–۱۹۲۹) پاچا شو، د افغانستان هغه مهم تاریخي آثار چې تر دغه وخته لیکل شوي و لا هم سلطنتمحور آثار و چې ډېری یې تر اتلسمې پېړۍ پورې محدود و. په دغو آثارو کې یوه برخه داسې وه چې د منځنیو پېړیو هغو افغان واکمنو ته یې رجوع کوله چې په هند کې یې واکمني لرله، ښه بیلګه یې تاریخ سلطاني دی. بله ډله هغه آثار و چې د جینولوجیک تاریخلیکنې بڼه یې درلوده او بیلګې یې د اوولسمې پېړۍ په تاریخ خان جهاني او اتلسمې پېړۍ په خلاصه الانساب کې لیدل کېږي. ددې ډول نسبمحوره تاریخلیکنې د دوام تر ټولو مهم معاصر مثال د فیض محمد کاتب هزاره اثر (نژادنامه افغان ) و. دا اثر د اعلیحضرت شاه امانالله خان په دوره کې لیکل شوی او په ۱۹۳۳ کې چاپ شوی دی. نژادنامه افغان د افغان تاریخ د بیانولو له پاره د نسب (نسبپوهنې) پر بنسټ ترسم شوی و او دا بڼه له هغو اسلامي لومړنیو پېړیو څخه په الهام اخیستل شوې وه چې پکې د مخکښو پښتنو قبیلو د نسلونو تاریخ لیکنه د قبیلوي او قراني نسلونو پر بنسټ تنظیمېدله. که څه هم فیض محمد کاتب د خپل کتاب په سریزه کې د قاجاري دربار د مورخ محمد تقي سپهر (وفات: ۱۸۸۰) د نولسمې پېړۍ اثر (ناسخالتواریخ ) یادونه کړې، خو د هغه اصلي او ډېر تکرارېدونکی ماخذ د دریو پېړیو پخوانی تاریخ خانجهاني دی، چې د مغل واکمن جهانګیر په دربار کې لیکل شوی و. دا چې فیض محمد کاتب یو هزاره افغان و او د پښتني افغان سلطنتونو تر حاکمیت لاندې یې کار کاوه، نو د نژادنامه افغان په اوو فصلونو کې یې کابو ټول پام د پښتنو نسبي سلسلو ته متمرکز کړی دی. یوازینی ځای چې نوموړي د افغانستان د تاریخ د افق د پراخولو هڅه کړې، د کتاب د پایڅپرکی دی چې پکې یې د هزاره، بلوڅ، ازبک او نورو غیرپښتنو قومونو د نسبي اصل لنډه او مختصره شرح وړاندې کړې ده. په دې توګه هغه مهم تاریخي آثار چې د افغان دولت له خوا د امیر عبدالرحمن خان څخه تر شاه امانالله خان پورې د نیمې پېړۍ په موده کې یا خو تمویل شوي و او یا یې ملاتړ شوی و، دودیزه پارسيمحوره تاریخلیکنې پر هغه پراخ تسلسل اتکا کوي چې پکې سلطنتي او نسبمحورهروایتونه او لومړیتوبونه ځای پرځای شوي و.
مخکې له دې چې د ۱۹۳۰مې لسیزې د نویو افغان مورخینو متمایز تاریخي لرلید ته کتنه وکړو، د یوې بلې زړې بیلګې یادونه هم اړینه ده؛ هغه دا چې په افغان تاریخ کې د وخت مقیاس یا (Time scale) معمولاً د اسلامي تاریخ د یوې فرعي څانګې په توګه تعریف شوی و.که څه هم په راتلونکي برخې کې به د کابل د ادبي ټولنې له خوا د معرفي شويو میتودولوژیکو نوښتونو یادونه وکړو، اړینه ده ووایو چې د دوی تر ټولو انقلابي ځانګړتیا دا ده چې د خپلو فکري اړیکوالو په آثارو کې یې د لرغوني او له اسلامه مخکې پېر موضوعاتو ته پام وکړ، تر څو د افغانستان او افغانانو لپاره یو ژور تاریخي شالید معرفي کړي. دغه نوې لېوالتیا ددې سبب شوه د دوی پام ژبپوهنې، لرغونپوهنې او سکېپېژندنې (نومیزماتیک) ته را واړوي، تر څو د خپل تاریخ لپاره بدیل او علمي شواهد ومومي.
که څه هم افغان لیکوالو هڅه کوله چې د خپل ګډ تاریخ لپاره مرکزيمحور او نسبي لیدلوري رامنځته کړي، خو د نولسمې پېړۍ له نیمایي راهیسې د معاصرې افغان تاریخلیکنې ظهور د نورو ادبي ژانرونو لکه ادبي نقد او ناول ترڅنګ د هند له فکري او زیربنایي امکاناتو سره په تعامل کې رامنځته شو. د افغانستان او هند ترمنځ دېګڼملتي فکري تبادلې د شلمې پېړۍ له پیله په داسې وخت کې د نويو پرمختګونو شالید جوړ کړ چې د نوي افغان روڼاندی نسل متفکرینو د تفکر او فرهنګ د بدیلو اروپايي سرچینو چاپیریال رامنځته کولو په لټون کې و، دوی لومړی په عثماني امپراتورۍ بیا په فرانسه او جرمني او وروسته په شوروي اتحاد کې ځانته نوي فکري شریکان او اړیکوال وموندل. ددغه دوران د "ګڼملتي تاریخونو" په رامنځته کېدونکی چاپیریال کې، زموږ یوه بدمرغي دا وه چې د کابل او څو نورو ښاري مرکزونو پرته د افغان جغرافیې لویې برخې په فزیکي انزوا کې پاتې وي.
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې له هند سره نږدې کلتوري تعامل دا مانا لري چې افغان پوهان یواځې په ۱۹۲۰مو او ۳۰مو کلونو کې د اروپایي اړیکو له لارې له انزوا نه دي راوتي. برعکس هغه څه چې موږ یې په دغه دوره کې مشاهده کوو، د فکري مسیرونو د پراخېدو بهیر په ګوته کوي، یو داسې بهیر چې د افغانستان د تازه خپلواک بهرني سیاست په مټ اوس اروپا ته هم رسېدلی و.
کابل ادبي ټولنه د تفکر د څلورلارې په توګه
هغه فکري چاپېریال چې د ۱۹۳۰مو لسیزو په منځ کې حاکم شو او ددغې دورې اکثریت اثار ورڅخه متاثر شول د کابل ادبي انجمن له لارې رامنځته شوی و. دغه ټولنه د محمد نادر شاه لخوا له فرانسې څخه د سفارت او تبعید له راستنېدو وروسته تأسیس شوه. په ځینو برخو کې دغه انجمن د اروپایي فرهنګي بنسټونو یو ډول انتقال و، خو دا انتقال د ژبني ملتپالنې په محلي شرایطو کې ترسره شوی و. په داسې یو وخت کې چې په سیمه کې د ژبې ریفورم د ملتپالنې په چوکاټ کې روان و، ښکاري چې محمد نادر خان غوښتل ددې انجمن له لارې لومړۍ یوه معياري دري-پارسي رامنځته کړي او بیا پښتو د دولت او صنعت ډګر ته ور وګرځوي. دغه ډول اصلاحات د فرانسې اکاډمۍ (Académie Française) د اصلي موخو څخه هم و چې د فرانسوي ژبې معياري کولو پروګرام یې پر مخ وړی. مګر اصلي حقیقت دا و چې د کابل ادبي انجمن لکه د نورو ادبي ټولنو په څېر د افغانانو خپل ځواب و چې د ایران او په ځانګړې توګه د هند د پراخ انجمني فرهنګ له اغېزو برخمن و. محمد نادر خان په هند کې زېږېدلی او لوی شوی و او تر اتلس کلنۍ پورې یې افغانستان لیدلی هم نه و. د حبیبیې لیسې ډېری ښوونکي هم هندي مسلمانان و چې د شمالي هند له ادبي انجمنونو سره یې ژوره آشنایي لرله او له همدې لارې د کابل له ادبي انجمن سره هم د هغوی ارتباطات رامنځته شوي و. د انجمن دغه دوهبعدي سرچینې (اروپایي او آسیایي) دې ته لاره هواره کړه چې دا یو ګډ او ترکیبي بنسټ شي. د دې انجمن غړو د هند، ایران، اروپا او حتا د امریکا مدني تجربې، مفکورې، ژبني ریفورم او فرهنګي کړنلارې د بحث، څېړنې او ځايي کولو لپاره کارولې.
د کابل ادبي انجمن د فکري ماموریت او څلورلارې بڼه د ۱۹۳۰مو کلونو په ترڅ کې په دوو بېلابېلو روایتونو کې را څرګنده شوې ده. دغه دواړې بڼې د هغو لیکوالو په لیکنو کې څرګنديږي چې د انجمن د حاکم نظم سره نږدې پاتې شوي دي. لومړی روایت د کابل لپاره د فرانسې د وزیر رنې دولو (René Dollot)(۱۸۷۵ – ۱۹۶۲) لخوا چې یو دیپلومات او لیکوال و، لیکل شوی دی. هغه په ۱۹۳۶ کال کې د انجمن د غونډو میلمه پاتې شوی و. د دولو په قول د انجمن د تأسیس انګیزه هغه وخت رامنځته شوه چې محمد نادر شاه وروسته له هغه چې د پاریس په کلونو کې د Académie Française له کارونو اغېزمن شوی و، دغه ادبي انجمن یې په کابل کې تأسیس کړ. دولو لیکلي چې انجمن په یوه باغ کې، د پاچا د ماڼۍ، د دربار وزارت او د ملي بانک (چې په ۱۹۳۳ کې تأسیس شوی و) تر منځ ځای پر ځای شوی و. دغه انجمن یوازې څو خونې او یو کتابتون درلود. د کتابتون په اړه، دولو یادونه کړې چې ډېری کتابونه پکې په انګلیسي ژبه و، که څه هم نورو سرچینو ته په کتو سره داسې ښکاري چې هلته د فرانسوي، اردو، عربي او تورکي ژبو کتابونه هم موجود و. نوموړی چې خپله هم یو ادبي محقق او ستندال پېژندونکی و، دا هم یادونه کړې چې د کابل کالنۍ اډیتر سيد قاسم خان ریښتیا په فرانسوي خبرې کولې او څو کتابونه یې ژباړلي و. په دغو کتابونو کې د رومانتیسزم د مشهور فرانسوي لیکوال پراسپر مېریمه (Prosper Mérimée) د کلمبا (Colomba) ناول هم شامل و چې د کورشیکا د انتقام موضوع څېړي.
نوموړی د انجمن اهداف په دوو برخو کې بیانوي:
لومړی: د انجمن لومړنۍ موخه دا وه چې د افغانستان دوو لویو ژبو (دري او پښتو) ته نوی روح ورکړي، په ځانګړې توګه د نړۍ د هممهال خوځښت او تمدن له پرمختګ سره سم یې معیاري او مډرنې کړي. ددې احتمال په اړه چې ممکن پښتو او دري لاتین لیکبڼې ته واړوي، دقیق مالومات نشته.
دوهم: د افغانستان یو ځانګړی او تحلیلي تاریخي روایت تولیدول، ځکه ډېری وخت د افغانستان تاریخ د خپلو ګاونډیو هېوادونو له تاریخ سره ګډ معرفی شوی دی، انجمن غوښتل د افغانستان لرغونی، خپلواک او روښانه تاریخ بهرنۍ نړۍ ته وړاندې کړي.
د کابل ادبي انجمن په اړه دوهم روایت د هند د ښوونې او پوهنې فعال سلیمان ندوي (۱۸۸۴ – ۱۹۵۳) په خپلې سفرنامې کې وړاندې کړی دی. نوموړي دغه سفرنامه د ۱۹۳۳ کال د کابل د سفر پر مهال لیکلې. په دغه سفر کې له ده سره نوموتی شاعر اقبال لاهوري (۱۸۷۷ – ۱۹۳۸) او د عليګړ پوهنتون مرستیال رئیس سيد اروس مسعود (۱۸۸۹ – ۱۹۳۷) یو ځای کابل ته راغلی و. ادبي انجمن یاد درېکسيز هندي پلاوی د کابل نوي لوکس هوټل کې مېلمانه کړی و. ښکاري چې دا ځای د دې لپاره غوره شوی و چې د انجمن اصلي ودانۍ ( باغ ماڼۍ) کوشنۍ وه او د دا ډول مهمو مېلمنو د هرکلي لپاره مناسبه نه وه. که څه هم ندوي د انجمن د فزیکي ودانۍ په اړه نوې څرګندونې نه وړاندې کوي، خو د انجمن د غړیتوب، ترکیب او د غړو د تعلیمي کچې په اړه تفصیلي مالومات وړاندې کوي. د غونډې پر مهال د انجمن منشي شاهزی احمد علي خان درانی هم حاضر و چې د ندوي د مالومات پر اساس نوموړی د لاهور د اسلامیه کالج فارغ و. همداراز، په یاده غونډه کې د انجمن یو شمېر نور غړي هم حاضر و، چې مخکې یې په هند کې وخت تېر کړی و او د هندي علمي او فکري شخصیتونو لکه سر سید احمد خان (۱۸۱۷ – ۱۸۹۸) او حکیم اجمل خان (۱۸۶۸ – ۱۹۲۷) سره پیژندګلوي لرله او په روانه اردو یې خبرې کولی شوې.
ندوي په خپل سفرنامه کې په غیرمستقیم ډول دې ته هم اشاره کړې چې د انجمن چاپي فعالیتونه د دولت تر مستقیم کنټرول لاندې و. هغه لیکلي چې د انجمن مجله (کابل) په هماغه دولتي چاپخونه کې خپرېده چیرې چې د شاهي فرمانونه، د دولتي ادارو فورمونه، د افغان پست ټاپې او رسمي دولتي ورځپاڼه (اصلاح) هم چاپېدله. دغه شاخص موږ د کابل ادبي انجمن یوې اساسي ځانګړتیا ته هدایت کوي او نوموړی انجمن د هابرماس د "عامه انجمن" له ایډیال نمونې څخه متمایز کوي؛ او هغه په دغه انجمن کې د دولت د نفوذ او رول موجودیت دی. د انجمن مؤسس منشي محمد نوروز خان د دربار مشر لیکوال و او د هغه مرستیال شاهزی احمد علي خان درانی د محمد نادر شاه نږدې خپلوان و.
د کابل ادبي انجمن د افتخاري غړو منشور هم درلود چې لاندې کسان یې په لومړنیو افتخاري غړو کې شامل و:
- فیض محمد خان، د بهرنیو چارو وزیر
- علي محمد خان، په لندن کې سفیر او د پوهنې پخوانی وزیر
- میر عطا محمد خان، د مشرانو جرګې رئیس
د انجمن اکثریت عادي غړي هم یا د دولتي ښوونځیو فارغان و، یا یې د دولتي ادارو او هماغو ښوونځیو سره مسلکي اړیکې لرلې. د کابل مجلې له لیکوالو تمه کېده چې خپلې لیکنې له سیاسي پلوه بېطرفه او د ملتپال پرمختګ ملاتړي چوکاټ تر چتر لاندې ولیکي. بلخوا، کابل کالنۍ تر یوه حده د رسمي جریدې یا خبرپاڼې په څېر کارول کېدله چیرې چې د دولت لاسته راوړنې، اداري مقررۍ او د چارواکو نومونه اعلانېدل. خو پر دې سربیره ښکاري چې د انجمن هر غړی دې فکري تګلارې ته ژمن نه و. ښايي دا مخالفت یو له هغو عواملو څخه و چې د ۱۹۳۷ په پسرلي کې د انجمن ځای (پښتو ټولنې) ته ورکړل شو. دا بدلون د پوهنې وزارت له هغې پالیسي سره همغږی و چې پښتو ته یې د افغانستان د ملي ژبې په توګه وده ورکوله. مګر ددې ټول بدلون په شتون کې د کابل مجله او کالنۍ له چاپه پاتې نه شوې او سره له دې چې د پښتو مقالې پکې حتمي شوې، خو لا هم پکې دري مقالې خپرېدې او په دې توګه د دواړه ملي ژبو انډول هم ساتل کېده.
د کابل مجلې لومړۍ ګڼه د ۱۹۳۱په جون کې خپره شوه او د دې ترڅنګ د کابل کالنۍ هم د کتاب د کچې حجم سره د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۳ په جریان کې خپره شوه. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه د ادبي انجمن د غړو علاقې یوازې تر ښکلايېز ادبیاتو پورې محدودې نه وې، د مجلې د لومړیو کلونو مضامینو ته په کتو دا لېوالتیا له اقتصاد، جیولوجي، تخنیک، نړیوالې جغرافیې، الوتکې څخه تر نویو اختراعاتو پورې بیلابیلو برخو کې موجوده وه. کابل مجله د افغانستان لومړۍ او تر ټولو مهمه علمي-فکري مجله ګڼل کېده، چې د متخصصینو او پوهانو یوې نوې څپې ته یې دا فرصت ورکړ چې خپل مالومات او فکري لاسته راوړنې، چې د نړۍ له پرمختللو علومو سره یې اشنا کړي و یوې پراخې لوستونکي ټولنې ته وړاندې کړي. په ځانګړې توګه د مجلې او کالنۍ هغو لیکنو ته په کتو چې له نورو ژبو ژباړل شوې وې، داسې ښکاري چې زیاتره لیکوال یې د هغو نویو لېسو فارغان و چې د امیر حبیبالله خان او اعلیحضرت شاه امانالله خان د دورې پر مهال په کابل کې پرانیستل شوې وې. د دغو لېسو یو شمېر فارغانو ته له ۱۹۲۰مو کلونو راهیسې دا زمینه برابره شوې وه چې د لوړو زده کړو لپاره اروپا ته واستول شي. تر هغه وخته چې کابل مجله پیلېده، د افغانستان دغه نوی روڼاندی نسل خپل بلوغ ته رسېدلی و او دا مجله ورته یو مهمه فضا وه ترڅو خپل علمي فکرونه، نظریات او نړیوال فهم د افغان ټولنې له عامو لوستونکو سره شریک کړي.
که څه هم د انجمن د خپرونو موضوعات بېلابېل و مګر تاریخ د هغو له تر ټولو مهمو برخو ګرځيدلی و. په حقیقت کې انجمن د تاریخ د مطالعې لپاره ځانګړې څانګه درلوده او وروسته بیا په ۱۹۳۷ کې پښتو ټولنې هم ورته یوه څانګه جوړه کړه. د افغانستان او عمومي اسلامي تاریخلیکوالۍ په څير د انجمن د پوهانو شخصي لېوالتیا او دولت ملي ګټې یو له بله سره نښلول شوې وې. د نویو لېسو او ښوونځيو، کتابتونونو او له هند نیمې لویې وچې او پېښور څخه د واردېدونکو کتابونو له برکته د اروپایي ژبو کتابونو ته پراخ لاسرسی رامنځته شو چې دې بهیر د لیکوالو او د هغوی د لوستونکو ترمنځ د تاریخي موضوعاتو او د تاریخ لیکنې د نویو میتودونو لپاره واقعي علاقهمندي راوپاروله.
په دې توګه، د مصاحبانو حکومت ملتپال سیاست ددې لامل شو چې د ملي تاریخ لیکل د علومو او بشري مطالعاتو تر ټولو مهم کار وګڼل شي. کابل ادبي انجمن یو ملتپال بنسټ و خو په ورته وخت کې د نړیوالو مفکورو تر اغېز لاندې جوړ شوی و. دغه انجمن د دري ادب د بیاتعریفولو او نوي مسیر ته لېږدولو مشري وکړه. د کابل مجلې او کالنۍ د تاریخي مقالو ځانګړې موضوعي او میتودولوژیکه بڼه تر ډېره د انجمن د فکري څلورلاري حیثیت له امله رامنځته شوې وه. دا ځانګړنه له یوې خوا د انجمن د ګڼژبي کتابتون محصول وه او له بلې خوا د هغو یو شمېر رسمي ژباړونکو د هڅو پایله وه چې د انجمن د تألیف او ترجمې په شُعبې کې یې کار کاوه.
په دغو ژباړونکو کې لاندې مشهور شخصیتونه هم و:
- عبدالغفور خان، د انګلیسي ژباړن
- احمد علي خان کهزاد، د فرانسوي ژباړن
- عبدالواحد خان، د روسي ژباړن
- میا اورادالدین خان، د عربي ژباړن
کابل ادبي ټولنې د محمد اعظم ایازي، قیام الدین خادم ، امین الله زمریالی، گل پاچا الفت، عبدالخالق اخلاص، محمد گل نوري، سید شمس الدین مجروح و صدیق الله رښتین، محمد انور بسمل، قاري عبدالله، عبدالحق بیتاب، عبدالعلي مستغني، محمد کریم خان نزیهي، مېرغلام محمد غبار، سرور خان جویا، سرور خان گویا، سرور خان پویا، حفیظ الله خان، محمد اکبر، محمد قدیر تره کی، غلام جان خان، امین ا لله خان زمریالی، محمد یعقوب خان، احمد الله کریمي، محمد ابراهیم عفیفي، علي احمد نعیمي، شهزاده احمد علي خان دراني، شایق جمال، غلام احمد نوید، شاه عبدالله بخشي، داکتر محمد ناظم، عبدالباقي لطیفي، غلام جیلاني اعظمي او سید قاسم خان ريښتیا په ګډون یو شمیر ځوان ژباړونکي وروزل او دتسهلیوونکو د یوې نسبتا لوې شبکې له لارې، کابل مجلې او کابل کالنۍ د ماشین او موټر له تاریخ څخه نیولې د مشهور فرانسوي کسیه لیکوال ګی دي موپاسان (Guy de Maupassant) تر لڼدو کیسو پورې بېلابېل ادبي، تخنیکي او تاریخي مطالب خپرول.
په دې لړ کې، که د انګلیسي ژباړن عبدالغفور خان ته څوک متوجه شي نو دا د هغو فکري او میتودولوژیکو مفکورو د نړیوال بهیر یو سړی ښکاري چې د کابل ادبي انجمن د خپرونو له لارې یې افغانستان ته لاره موندلې وه. کوم کسان چې د انجمن د تألیف او ترجمې شُعبې د غړو په توګه معرفي شوي دي، په هغو کې د انګلیسي ژباړونکي لپاره هېڅ تخلص نه دی ذکر شوی، نو ښايي دا عبدالغفور خان د لاندې دوو احتمالي شخصیتونو له ډلې یو وي:
لومړی او تر ټولو ممکن احتمال دا دی چې نوموړی هماغه عبدالغفور خان (۱۹۰۷ – ۱۹۷۴) وي چې د برېښنا له تخلص سره پېژندل کېږي. ددې تخلص معنی په پښتو کې رڼا یا تندر ده. برېښنا د هغه معاصر روڼاندي قشر غړی و چې د اعلیحضرت شاه امان الله خان د پوهنې د ریفورم او پراختیا پالیسۍ په ترڅ کې په ۱۹۲۰مه لسیزه کې ځلیدلی و. برېښنا د شاه امانالله لهخوا جرمني ته واستول شو ترڅو په مونیخ کې د هنر د مشهور بنسټ Akademie der Bildenden Künste (د ښکلو هنرونو اکاډمي) کې نقاشي او لتوګرافي زده کړي. نوموړی په ۱۹۳۱ کال کابل ته را ستون شو او دوه کاله وروسته، په ۱۹۳۳ کې، د ښکلو هنرونو ښوونځي (مکتب صنایع نفیسه) رئیس وټاکل شو. برېښنا په روانه جرمني ژبه تسلط درلود او کله ناکله د ادبي انجمن لخوا د کابل مجلې د پښتۍ د ډیزاین لپاره مامور کېده. همداراز، امکان شته چې هغه د لتوګرافي مهارتونه چې نوموړي په مونیخ کې زده کړي و د هغو ګرافیکي انځورونو په رسمولو کې کارولي وي، کوم چې به د مجلې د مقالو لپاره خپرېدل ځکه چې بڼه یې د Jugendstil (د آلمان د هنر ځانګړی مکتب) ته ورته وه. برېښنا وروسته د افغانستان د تر ټولو نامتو انځورګر په توګه ومنل شو او همداراز هغه د پښتو شاعر هم و. د هغه هنر دا منعکسول چې څرنګه اروپایي علمي میتودونه د افغان فرهنګي واقعیتونو سره همږغي شول. د افغان فولکلور او تاریخي صحنو په اړه د هغه وطنپال انځورونه چې تر ټولو مشهور یې د احمدشاه دراني د تاجپوښۍ د بیا انځورونې تابلو ده، چې په ۱۹۴۳ کې یې رسم کړې، د مونیخ مکتب د کلاسیکو ژانرونو او تاریخي انځورګرۍ په تعدیل شوې بڼه کې وړاندې شوي دي.
عبدالغفور برېښنا د نوموتي نقاش، موسیقيپوه، طراح، ډرامهلیکوال او شاعر په توګه د محمد میمنګي، کریم شاه خان، غلام محیالدین شبنم، حفیظ پاکزاد او اکبر خراساني ترڅنګ د افغانستان د رئالیسم د دوهمې زرینې دورې له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې د نقاشۍ، موسیقۍ، ډرامهلیکنې، شاعرۍ او ادبیاتو په ډګر کې نه هېرېدونکي اثار او خدمتونه تر شا پرېښي دي. برېښنا په ۱۹۰۷ زېږدیز کې په کابل کې زېږېدلی دی او پلار یې سردار امیر محمد خان، نیکه محمد علي خان او کاکا پیر محمد خان (د امیر دوست محمد خان ورور) و. دده انا، بي بي فاطمه (چې د وزیر محمد اکبر خان خور وه) د خپلې ښکلې خطاطۍ او لوړ ادبي ذوق له امله ددوی په کورني تاریخ کې ځانګړې ونډه درلوده. د هغې هنري استعداد د برېښنا په فطري وړتیاوو کې ژور اغېز پرېښی دی.
برېښنا خپلې زده کړې په حبیبیې لېسې کې وکړلې او د شاه امانالله خان د دورې پر مهال د نورو افغان زدهکوونکو سره جرمني ته د لوړو زدهکړو لپاره واستول شو. که څه هم موخه یې د طبابت زدهکړه وه، خو د هنرونو سره د ځانګړې مینې له امله یې په نقاشۍ، لیتوګرافۍ، ډیزاین او د چاپ په معاصر تخنیکونو کې زدهکړې وکړې او د نامتو استاد مکس لیبرمن شاګرد شو. د زدهکړو له بشپړولو وروسته افغانستان ته راستون شو او د ښوونځي د ښوونکي، مدیر او د صنایع مکتب د مشر په توګه یې د هنري علومو د ترویج لپاره بنسټیز خدمتونه وکړل. په موسیقۍ کې یې له استاد نوروز، غلام حسین او قاسم خان افغان څخه زدهکړې وکړې او د خپل ګاونډي، نامتو نقاش غلام محمد میمنګي له هنر څخه یې هم الهام واخیست. برېښنا د موسیقۍ په برخه کې د کمپوز او غزلسرایۍ ځانګړی استعداد درلود او د «رنګریز» تر مستعار نوم لاندې یې سندرې لیکلې. ګڼ شمېر سرودونه یې د افغان سندرغاړو او د هندي سینما د سترو هنرمندانو لخوا اجرا شول. من لالهٔ آزادم، باغوانه ورو ورو ټولوه د باغ گلونه، نه من وصل و نه هجران میپرستم، در این حدیقه من آن نخل خشک بی ثمرم، به نازی که لیلا به محمل نشیند، شوخ طناز بیا، او خانم کجا میری – چقدر بناز میری (محمد رفیع هندۍ سینما کې هم اجرا کړې)، د نوموړي مشهور کمپوزونه او سندرې دي. ددې تر څنګ نوموړي د افغانستان د لومړني جمهوریت ملي سرود (د عبدالرؤوف بېنوا شعر) هم کمپوز کړی دی. برېښنا د کابل راډیو د آمر او رئیس په توګه نږدې یوه لسیزه کار وکړ او د افغانستان په کلتوري ډګر کې یې په لومړي ځل د ښځینه نطاقانو او سندرغاړو ودې ته زمینه برابره کړه. د کلتوري اتشې، دولتي مطبعې مدیر او د مطبوعاتو همکار په توګه یې د ژورنالېزم، طنز او ادبیاتو په پراختیا کې هم ونډه واخیسته.
د هغه له لیکنو او اثارو څخه د کاکه اورنګ او کاکه بدرو، باد آورده را باد میبرد، نیکی و بدی، قفل دل، یك فامیل كوچی، لیان دختری پادشاه باختر او د امیر شېرعلي خان ژوند له الماني نه دري ته د یادونې وړ دي. همدارنګه د لالا ملنګ، تونل او مریض عشق په څېر ډرامې یې د افغان تیاتر د مهمو آثارو په توګه پېژندل کېږي. د نقاشۍ په برخه کې یې د احمدشاه دراني تاجپوښي، سلطان محمود غزنوي، شېرشاه سوري او مناظر بالاحصار کابل، دده له تلپاتې هنري آثارو څخه دي. د برېښنا آثار په نیویارک، مسکو، پیکنګ، قاهره، تهران، ډهلي، صوفیا، دوشنبې او ګڼو اروپایي ښارونو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د ژوند په وروستیو کې د آلمان د ولسمشر لخوا د فرهنګي خدمتونو په ویاړ لوړ دولتي مډال ورکړل شو. استاد برېښنا په ۱۹۷۴ زېږدیز کې د ۶۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. استاد عبدالغفور برېښنا د افغانستان د څو بُعدي هنرمندانو له ډلې څخه و، چې په نقاشۍ، موسیقۍ، ډرامهلیکنې، شاعرۍ او فرهنګي خدماتو کې یې د پام وړ ځای خپل کړی او دا یې حق دی چې «ستوری د هنرونو په اوو اسمانونو کې» بلل شوی دی.
د کابل ادبي انجمن د انګلیسي ژباړن په هکله بله ممکنه او تر ټولو محتمله پېژندنه یو بل عبدالغفور خان هم کېدی شی چې په کابل مجله کې د امیني تر کورني نوم لاندې څرګند شوی دی. یو شی چې د نورو ژباړن-تاریخپوهانو په اړه هم صدق کوي دا دی چې دغه عبدالغفور خان امیني له خپلو ژبني مهارتونو څخه کار اخیستی او په دې بریالی شوی و چې انګلوفون علمي متون، په ځانګړې توګه د هندي پوهانو له خوا لیکل شوي متون، افغان لوستونکو ته ورسوي. د هغه یوه مشهوره ژباړه د محمد نظیم د کتاب ژباړه ده چې د محمود غزنوي تاریخ بیانوي او په ۱۹۳۱ کې لیکل شوی و. دغه کتاب هم پر اروپایي منابعو متکي و، د بیلګې په توګه د اسلام دائرةالمعارف مقالات او همداراز د کمبریج د ختیځپوه اې. جي. براون(E.G. Browne) (۱۸۶۲ – ۱۹۲۶) لیکنې او مقالې د نوموړي کتاب اساسي سرچینې وې. لکه څرنګه چې اروپایي لرغونپوهنېز میتودونه ډېر ځله د هند له لارې افغانستان ته واردېدل، محمد نظیم چې د کابل مجلې له لارې افغان علمي چاپېریال ته معرفي شوی و د کمبریج پوهنتون څخه ماستري او دوکتورا کړې وه او د هغه وخت د هند د لرغونپژندنې سروې (Archaeological Survey of India) د سرپرست په توګه یې دنده ترسره کوله. که څه هم د عبدالغفور خان په څير روڼاندو هڅو د اسلامي تاریخ د ختیځپيژندنې (Orientalist) مطالعاتو د واردولو زمینه برابره کړه، خو نورو ژباړونکو بیا د افغانستان لپاره د یوه ژور، پېشاسلامي تاریخ د بنسټ ایښودو هڅې وکړې چې په پراخه کچه د افغان روښانفکرانو له هرکلي سره مخ شوې.
د انجمن د ژباړې ډلې له غړو څخه یو هم سید قاسم خان (۱۹۱۳ – ۱۹۹۸) و چې د کابل د فرانسوي ليسې فارغ و او قلمي نوم یې رښتیا و. رښتیا په ۱۹۳۷ کال کې د فرانسوي لرغونپيژندونکو جوزیف هاکین (Joseph Hackin) او ژان کارل (Jean Carl) راپور وژباړه چې د(DAFA) لخوا کابل ته نږدې خیرخانه کې د هندوانو د معبدونو د کیندنو په اړه چمتو شوی و. کابل کالنۍ کې د DAFA د لنډو راپورونو ژباړې هم په منظم ډول خپرېدې، چې دا بهیر د افغانستان د لرغوني، تر اسلام-مخکې دورې تاریخ د معرفي کولو یوه مهمه علمي هڅه بلل کېدی شي. د ادبي انجمن د تألیف او ترجمې شعبې تر ټولو اغېزناک غړي، د سید قاسم رښتیا دوه پخواني همکاران و: د شُعبې مدیر او د فرانسوي ژبې ژباړن احمد علي کهزاد او د شُعبې مرستیال یعقوب حسن. په ۱۹۳۶ کې احمد علي کهزاد د فرانسوي ختیځپوه اندري ګودار(André Godard) اثر Les antiquités bouddhiques de Bamiyan (د بامیانو بودایي لرغونتیاوې) په کتابي بڼه وژباړه. دا اثر د فرانسوي لرغونو آثارو ماموریت (DAFA) له خوا د افغانستان لپاره لومړنی مونوګرافیک راپور و. همدا ډول، یعقوب حسن د انګلیسي ژبې د علمي اثارو له سرچینو څخه د افغانستان لپاره د ژبپوهنې یوه تاریخي څېړنه ترسره کړه. د انجمن له لارې د احمد علي کهزاد او یعقوب حسن لیکنو دا زمینه برابره کړه چې د اروپایي لرغونپوهانو او ژبپوهانو راپورونه، کړنلارې او میتودونه د افغانستان د نوي ملتپال فکري نسل لپاره د لرغوني تاریخ جوړونې وسایل وګرځي. په دې توګه، د DAFA او نورو اروپایي پوهانو له خوا وړاندې شوې فکري سرچینې، چې د ادبي انجمن د کتابتون او د ژباړې شُعبې له لارې افغاني فکري حلقو ته رسېدل، دا لاره هواره کړه چې د افغانستان تاریخ د پخوانیو سلطنتي، نسبمحور، او اسلامي زماني قالبونو څخه په چټک ډول بېل او نوې علمي بڼه غوره کړي. په همدې پروسه کې، د ادبي انجمن د نوې نسل فکري مورخانو داسې یو نوي ملي تخیل رامنځته کړ چې هغه افغانستان (چې څو کاله مخکې په ۱۹۲۹ کال کې د حبیبالله کلکاني له خوا د اسلامي امارت په توګه اعلان شوی و) د آریانا په نوم یې یو لرغوني، ګڼ-مذهبي او کثرتپذیر تمدن ته ور ګرځاوه.
یوازې درې کاله وروسته له هغې چې فیض محمد کاتب خپله نسب- محوره تاریخي رساله( نژاد افغان) خپره کړه افغانستان د تاریخ لیکنې ۱۹۳۰مو کلونو یوې متفاوتې تجربې ته ننوت او دا نوی حالت په حقیقت کې د تاریخي لیکنو له قالبونو څخه یو اساسي انحراف و. دا انحراف یوازې د دورې په لحاظه نه و چې د اسلام څخه وړاندې تاریخ ته تمرکز وکړي و، بلکې د ژانر او میتودولوجۍ له پلوه یې هم ژور توپیر درلود. د مقالو او مونوګرافونو له لارې چې علمي حاشیې یې درلودې، دا تاریخونه د سکې پوهنې (numismatics)، لرغونپوهنې (archaeology) او ژبپوهنې(linguistics) پر بنسټ لیکل کېدل. په دې توګه، د تاریخلیکوالۍ دغه تحول د معاصر افغانستان د فکري تاریخ نوی بنسټ بیا ورغوی او له دې لارې د هغو نړیوالو مسیرونو مطالعه رواج شوه چې د اروپایي علمي کړنلارو له لارې یې افغانستان ته نوی مسیر ورکړ.
کابل ادبي ټولنه او ژبپوهنیز تاریخ
د کابل کالنۍ د ۱۹۳۵ کال په ګڼه کې يوه مقاله په افغانستان کې د ژبو تاریخ (تاریخ زبانها در افغانستان) تر عنوان لاندې خپره شوه چې ليکوال یې يعقوب حسن و. په دغه مقاله کې ليکوال د کابل د ادبي ټولنې افتخاري غړی معرفي شوی، خو د کالنۍ په بله برخه کې هغه د یادې ټولنې د ژباړې او تدوين د څانګې مرستيال ياد شوی دی. د ژباړن په توګه د هغه دغه رسمي موقف په همدغې ټولنې پورې اړوند يوې بلې مقالې کې هم تأیید شوی دی. د هغو سرچینو له مخې چې نوموړی پرې تکیه کوي چې اکثره یې په انګلیسي ژبه دي، ددې امکان شته چې يعقوب حسن د حبیبیې لېسې فارغ وي. که تعلیمي سابقه یې هر څه وي، خو د ۱۹۳۰مو کلونو په منځ کې د یادې ټولنې د خپرونو له لارې يعقوب حسن د آریایي تیورۍ د عامولو یو مهم منتقل وګرځېد. که څه هم ښايي د نورو څیړنو له لارې تر ده مخکیني لیکوال هم په ډاګه شي، خو دا څرګنده ده چې د ۱۹۳۰مو لسیزې په ترڅ کې په افغانستان کې د آریایي هویت مفکورې رسمي بڼه خپله کړه. د همدې لسیزې تر پایه د افغانستان لپاره «آریانا» د یوه بدیل نوم په توګه په ډېرو برخو کې کارول کېده، لکه د هوايي خطونو، شرکتونو، ښوونځيو، هوټلونو او مجلو لپاره.
د میتودولوژیک اړخه، د يعقوب حسن لوی نوښت دا و چې لوستونکو ته يې د ژبني تاریخ یو خاص ماډل وروپېژانده. یعنې دا دوهګونی تصور چې ژبې خپل تاریخ لري او دا تاریخ کولی شي د افغانستان د خلکو او پرګنو په تاریخ رڼا واچوي. دا تصور پخپله د افغان روڼاندو تر منځ په بشپړه توګه نوی نه و ځکه ژبه د ملي هویت د جوړښت په بنسټيزو برخو کې مهم ځای لري. تر دې وړاندې په ۱۹۱۳ میلادي کال کې محمود طرزي په سراج الاخبار کې یوه لنډه مقاله خپره کړې وه چې پکې یې دا تاریخي-ژبني استدلال کړی و چې پښتو د افغانستان د ټولو ژبو مور ده. خو دوې لسیزې وروسته، د يعقوب حسن مقالې(تاریخ زبانها در افغانستان) له دوو مهمو اړخونو څخه د طرزي له استدلال سره توپير درلود: لومړی دا چې طرزي یو سیاستوال و نه ژبپوه او يعقوب حسن د پښتو-محوره ملتپالنې پرځای د افغانستان پر ټولو ژبو تمرکز کړی و او ټولې یې آریایي ژبې بللې وې؛ او دوهم دا چې هغه خپلو لوستونکو ته د ژبني تاریخ د روښانفکرانه او علمي میتودونو یو ډېر ژور او هر اړخیز تحلیل وړاندې کړ.
د « تاریخ زبان ها در افغانستان » مقالې په سریزه کې یعقوب حسن دا تشریح کړې چې مخکې تردې چې د ژبو او لهجو بحث وشي، لازمه ده چې د ژبې عمومي قواعد بیان شي، تر څو دا درک شي چې ولې ځینې ژبې سره نږدې او د ځینو نورو ترمنځ واټن شته. دده په قول چې یوازې له دې مقدماتي وضاحت وروسته زموږ د ګران هېواد (وطن عزیز) د ژبو د سم درک امکان پیدا کېږي. نوموړی خپله مقاله له تعریفونو پیلوي، په دغو کې تعریفونو کې د ژبې فیزیولوژیک بنسټ ته هم اشاره کوي. هغه په دې ګروهمن و چې که څه هم حیوانات د فزیکي حرکتونو له لارې تفاهم کوي خو خبرې یا نُطق یوه متمایزه انساني ځانګړنه ده. په دې توګه ان که یو شمېر قبیلې له مدنیت نه بېبرخې وي، خو بیا هم ژبې لري. له مقدمې وروسته، نوموړی د ژبې ټولنیزو سرچینو او دندو ته داخلېږي او یادونه کوي چې یوه ګډه او مشترکه ژبه وېش نه، بلکې یووالی رامنځته کوي. سره له دې چې اړینه نه ده چې تل دې ژبني او سیاسي سرحدونه سره یو شان وي ځکه کله ناکله ملت او ژبه سره یو نه وي. د دې دلیل دا دی چې د ملي یووالي احساس د دین، نژاد او تاریخي پېښو پر بنسټ ولاړ وي. په افغانستان کې خلک بېلابېلې آریایي ژبې وایي خو ځانونه یو افغان ملت ګڼي او په دې ویاړي. برعکس، د بریتانیا او امریکا خلک چې یوه ګډه ژبه لري خو په دوو بېلابېلو ملتونو ویشلي دي. مخکې تردې چې پردې بحث وکړي چې فزیکي جغرافیه د ژبو د بدلون د بهیر پر چټکتیا څه اغېز لريي، یعقوب حسن د ژبپوهنې تاریخي اړخونو ته کتنه کوي. له دې ځایه وروسته، د بحث تمرکز پر آریایي ژبه ور ټول دی. هغه څرګنده کړې چې له جغرافیایي پلوه د هند هواروالی ددې لامل شوی چې آریایي ژبه هلته لږ ووېشل شوې وي او لږ بدلونونه پکې راغلي وي؛ نو له همدې امله د هند ژبې تر نن ورځې پورې یو له بله سره ډېرې ورته او نږدې پاتې دي. مګر د افغانستان غرنی جوړښت ددې لامل شوی چې اصلي آریایي ژبه وویشل شي او پایله یې دا شوې چې دا ژبه په یوویشت بېلابېلو لهجو کې ویشل شوې ده. له دې وروسته، یعقوب حسن د تاریخي ژبپوهنې (historical linguistics) د اصولو عمومي بحث ته دوام ورکړی او هغه د لیکل شویو او ویل شویو ژبو مختلفې دندې تشریح کړي دي او بېلابېلې لیکبڼې یې پرتله کړې دي؛ لکه غیر الفبایي لیکبڼې(د مصر هیروګلیفونه او د سومر میخي لیک) او د هغوی الفبایي ځایناستي لکه یوناني او لاتیني لیکدودونه. هغه لوستونکي د فونولوژۍ په قواعدو پوهوي او ددې لپاره یې د یو بیلګې په توګه د پارسي «دندان» کلمې ته نږدې غږونه په پښتو، سانسکریت، لاتین او انګلیسي ژبو کې معرفي کړي دي. په دغه مقاله کې د ژبپوهانو د څېړنیزو میتودونو له اجمالي توضیح وروسته، نوموړي د ژبو پر کورنیو په ځانګړي ډول د هندو-اروپایي ژبو پر کورنۍ (Indo-European language family) تمرکز کړی دی. له همدې ځایه د بحث پوره تمرکز د باختري ژبې خوا ته شوی دی او له افغانستان سره یې د هغې اړیکې څېړلې دي.
یعقوب حسن په دې ګروهمن و چې د افغانستان، هند او ایران د ژبو ترمنځ دومره ژور شباهت شته چې دا درې واړه باید د یوې واحدې ژبنۍ ډلې په توګه وپېژندل شي. د دې ادعا لپاره هغه داسې شواهد وړاندې کړل چې ښيي د «ریګوېدا» سانسکریت، د زردشت ګاتهگانې (چې نوموړی یې افغان خاورې ته منصوبوي او زردشت ته «زردشت بلخی» خطاب کوي) او د کوروش د زمانې زاړه پارسي لیکونه دومره یو له بله سره نږدې دي چې هغوی د یوې واحدې ژبې له لهجو ګڼل کېدای شي. تر دې هاخوا، یعقوب حسن یادونه کوي چې د ژبې تر څنګ، د هند، ایران او افغانستان پرګنې ځانونه آریایان بللي دي. د باختر خلکو هم ځانونه آریایان بلل او د هند خلک په سانسکریت کې ځانونه آریایان ګڼي. په همدې اساس، نوموړی استدلال کوي چې د دغو ژبو ټولې څانګې باید د هغوی د اصلي زېږېدنې ځای ته په کتو «باختري» ونومول شي، ځکه باختر د دغو ژبو زانګو وه. نوموړی دا هم څرګندوي چې د هند، ایران او افغانستان اوسني وګړي اصلًا د افغانستان له شمال په ځانګړې توګه له بلخ څخه سرچینه اخلي. دغه پرګنې د وخت په تېرېدو د کډوالۍ له لارې ایران، هند او د افغانستان نورو برخو ته خپرې شوې دي.
یعقوب حسن د آریایي ژبې د سرچینې په اړه د مختلفو پوهانو او متخصصانو نظرونه مطالعه کړي دي. نوموړي د آلماني-انګلیسي ختیځپوه مکس مولر (۱۸۲۳ – ۱۹۰۰) نظر راوړی چې د آریایي ژبې د زېږېدو ځای یې د هندوکش یا قفقاز غرونه ګڼلي و. مګر وروسته پوهانو د نورو علمي میتودونو له لارې د ماوراءالنهر (Transoxiana) سیمې هم د آریايي ژبې په توګه یادې کړې دي. له دې سره په تضاد کې، آلماني ژبپوه او فیلولوجست اوټو شریدر (۱۸۵۵ – ۱۹۱۹) استدلال کاوه چې د آریایي ژبې لومړني ویوونکي د جنوبي روسیې په استیپونو کې مېشت و، هغه سیمه چې اروپا او آسیا سره نښلوي. په ۱۹۲۴ کې، جې. ډي. مورګن چې ښایي فرانسوی لرغونپوه ژان ژاک د مورګ Jean Jacques de Morgan (۱۸۷۵ – ۱۹۲۴) وي، دا نظریه وړاندې کړه چې د آریایانو اصل له سیبریا څخه و. ددې نظریې په ځواب کې پروفیسور کیت چې غالباً سکاتلنډوي سانسکریتپوه آرتور بیریډېل کیت (Arthur Berriedale Keith (۱۸۷۹ – ۱۹۴۴) وي، آسیا د آریایانو د زېږېدو د ځای په توګه استدلالوي. یعقوب حسن زیاتوي چې دا بحث د ۱۹۳۴ میلادي کال د جولای میاشتې په یوه نړیواله علمي غونډه کې یوې مطلوبې پایلې ته ورسېد. په لندن کې د ۴۲ هېوادونو ۱۱۳۴ انسانپوهانو یا بشرپېژندونکو کنګرې د مولر د نظریې په ګډون نورې پخوانۍ نظریې رد کړې او په ګډه یې دا پایله ومنله چې د آریایانو او د هغوی د تمدن اصلي زېږېدنه د هندوکش او التای غرونو ترمنځ سیمه ده. لیکوال زیاتوي، دا جغرافیوي محدوده نوره هم را نږدې کېدای شي ځکه هم ریګوېدا او هم اوستا څرګندوي چې افغانان، هندیان او ایرانیان ټول له «بخدي» یا ننني بلخ څخه سرچینه اخلي. په دې توګه، د یعقوب حسن مقالې د دې لامل شوې چې د کابل د ادبي ټولنې د غړو په ګډون افغان پوهانو ته د تاریخي مطالعاتو نوې میتودونه او ماخذونه په ځانګړې توګه د اسلام څخه مخکې لرغونو ژبو له لارې ور وپېژني. همداراز، د نوموړي مقالې د هغې دورې د تاریخي لیکلونو له اصلي پروژې سره هممهاله مرسته وکړه. ددغې پروژې هدف دا و چې د افغانستان لپاره یوه داسې ملي تاریخ وليکل شي چې بنسټ او جوهر یې لرغونپالنهوي. تر ټولو مهمه دا چې دغه مقالې افغانستان ته د آریایي ملتپالنې د هغه اوږده بحث په دننه کې ځای ورکړ چې له څو لسیزو راهیسې په هند او ایران کې د آریاپال ملتپالو ترمنځ روان و. د دغو ملتپالانه سیالیو په ترڅ کې، یعقوب حسن دا استدلال کاوه چې د آریایانو یوازینۍ اصلي زانګو او ټاټوبی د افغانستان شمال او په ځانګړي ډول افسانوي بلخ ښار دی. د مقالې د لیکلو وخت ته په پام چې ۱۹۳۵ میلادي کال دی، دا هم کېدی شي چې دغه مقاله د رضا شاه پهلوي لخوا د ۱۹۳۵ کال د مارچ ۲۱ نېټې فرمان ته یو مشخص نظري-سیاسي ځواب وي. د رضا شاه پهلوي د فرمان له مخې بهرنیو استازو ته امر شوی و، چې وروسته له دې د رسمي مکاتبې پر مهال د دوی د هېواد نوم د پارس یا پرشیا پرځای "ایران" وکاروي.
سره له دې، د یعقوب حسن علمي هڅې باید یوازې د ایران د پالیسیو تر اغېز لاندې ونه ګڼل شي. هغه تر دې هرڅه وړاندې د موضوع په اړه بنسټیز تخصص درلود او د افغانستان د ژور تاریخي تړاو په ځانګړي ډول د آریایانو د رول په هکله یې دوامدار تعهد درلود. د نوموړي دا ژمنتیا په ۱۹۳۶ میلادي کال کې د کابل کالنۍ په بلې ګڼه کې هم د یوې اوږدې مقالې په خپرولو څرګنده شوې ده. د نوموړي مقاله، د افغانستان لرغوني تاریخ ته یوه لنډه کتنه «نگاهی به تاریخ قدیم افغانستان» په پنځه ویشتو مخونو کې هڅه کوي چې د افغانستان د لرغوني تاریخ اجمالي انځور وړاندې کړي؛ دغه دوره چې نوموړي په خپلې مقالې کې ارزولي د قبلالتاریخ دورې څخه نیولې بیا په درېیمې میلادي پېړۍ کې د ساساني واکمنۍ تر راڅرګندېدو پورې په بر کې نیسي. مګر د مقالې نږدې نیمایي برخه د آریایانو د ظهور او پراختیا موضوع ته ځانګړې شوې وه. یعقوب حسن پدې مقاله کې استدلال کړی دی چې آریایان اصلاً د التای غرونو څخه سرچینه اخلي او په ماقبلالتاریخ دوره کې د هندوکش غرونو ته کډه شوي و.
یعقوب حسن درک کړې وه چې د هغه د افغان لوستونکو لپاره به دا ژور تاریخي مهالوېش چې افغانستان د اسلامي هجري تقویم د رامنځته کېدو دمخه نړۍ ته ور ستنوي، ستونزې رامنځته کړي. د بېلګې په توګه کله چې یې د «ډبرو زمانې» یا ‘stone age’ اصطلاح وکاروله چې په افغان ژبو کې نوې او ناآشنا وه، نو اړ شو د همدې وییې د وضاحت لپار یوه اوږده حاشیه ورکړي، ترڅو یې لوستونکو ته مانا روښانه کړي. هغه دا هم تشریح کړه چې په همدې پېر کې آریایانو د خپلو خدایانو یوه مجموعه یا پانتئون رامنځته کړ چې دایور (daivar ) یا دیواس(daevas) یې بلل او د خدایانو په توګه دوی «له رڼا نه ډک موجودات» په توګه پېژندل کېدل. سره له دې، د لومړنیو آریایانو عقیده دا وه چې دوی یو ستر خدای پېژانده چې دوی ورته عبادت کاوه او هغه ته یې «Deus Pater» (دغه نوم یې په لاتین او عربي لیکبڼې هم لیکلی و) نوم ورکړی و. ورپسې، یعقوب حسن خپل بحث د «ریګوېدا» پر متن متمرکز کړ او بیا یې د هغه تاریخ له اسلامي تقویم پرته د غیر اسلامي کرونولوژۍ پر بنسټ د میلاد نه مخکې د ۲۰۰۰ او ۱۴۰۰ کلونو ترمنځ ټاکلی دی. هغه تشریح کړه چې د ریګوېدا د لیکلو پر مهال آریایانو د افغانستان په مرکزي سیمو کې ژوند کاوه او متمدن او پرمختللي و او له همدې ځایه وروسته ایران او هند ته کوچیدلي دي. د همدې لپاره، یعقوب حسن استدلال کوي چې سانسکریت او اوستایي ژبې د یوه ګډ اصل څخه راوتلې دي او تر یوې کچې پورې یې ویونکي د یو او بل په ژبه ښه پوهیدلی شي.
د ريګويدا مذهب تر څېړنې وروسته، يعقوب حسن د ويديک آريايانو پراخ کلتور معرفي کړی چې پکې يې د موسیقۍ، نڅا او د ښځو مقام ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. بیا وروسته، کله چې هغه د زند اوستا شواهدو ته مخه کړه نو يې د زردشتي مذهب بڼې ته هم ورته توجه ورکړه. هغه دا مذهب د اسلامي ټرمینالوژۍ په کارولو سره تشريح کړ چې په نتيجه کې يې د «لرغوني افغانستان» زردشتيان وحدت پالونکي معرفي کړي دي. د زردشت بحث خپله يعقوب حسن ته دا فرصت برابر کړ چې بلخ د نوموړي په تاريخيمطالعاتو کې مهم شي او دا استدلال یې وړاندې کړی چې که څه هم د رزدشت د زیږدځای په اړه بېلابېلې نظریې شته، خو تر ټولو ممکن ځای بلخ دی. په دې توګه د هغه د لیکنو بله مهمه موضوع د بلخ ښار دی او دا ښار يې د تمدن د زانګو په توګه معرفي کړی دی. د بلخ څخه آريايان تر میلاد شاوخوا ۱۹۰۰ کاله وړاندې ايران ته مهاجر شول او له هغه ځایه بيا د عراق شمال ختيځ ته لاړل او هلته دوی د مېسوپوتاميا مدنیت (Mesopotamian civilization)په رامنځته کېدو کې ونډه درلوده.
په همدې ترتیب، يعقوب حسن د مقدوني سکندر فتوحاتو ته هم تم شوی او په بلخ کې یې د هغه د پلار، فېليپ مقدوني له واکمنۍ څخه نیولې د سکندر او روښانې تر واده پورې تفصيلي بحث کړی دی. نوموړی د سيمې د فتوحاتو لنډيز وړاندې کوي او څرګندوي چې که څه هم د يونانيانو تر ټولو ستره بريا په افغانستان کې د خيبر د درې شمال ختيځ ته په بونېر کې وه، خو افغانانو د سکندر له لښکر سره تر ټولو سخت مقاومت وکړ چې يونانيانو له هېڅ بل ملت سره دا ډول مقابله نه وه تجربه کړې. نوموړی زياتوي چې افغانان پر خپلې خاورې مینان و. نوموړي د افغانستان د يوناني-باختريپاچاهانو لاسته راوړنې ستایلي دي او د دوی خدایانو په ځانګړې توګه زيوس او هېراکلس ته يې ځانګړې توجه کړې ده. زیوس او هېراکلس په لاسته راغلو سکو کې هم منعکس شوي دي. د مقالې پاتې برخه د ساکانو او کوشانيانو د پاڅون لنډيز وړاندې کوي او په ځانګړي ډول د کنشکا لاسته راوړنو ته اشاره کوي او د «افغانستان ټولواک» په توګه يې يادوي. نوموړی يادونه کوي چې د کوشانيانو له پلازمېنې پوروښپورې (Purushpura) یا اوسني پېښور څخه هغوی پر هغه سترې امپراتورۍ واک چلولو چې لوېديځ ته تر کابل پورې او ختيځ ته تر هندي پنجاب پورې غځېدلې وه.
د يعقوب حسن د۱۹۳۶میلادي کال «د افغانستان لرغونی تاريخ» مقاله چې د کابل د ادبي انجمن په رسمي مجله کې خپره شوه د یو نوي ماډل تاريخ د ناڅاپي ظهور نښه وه. دغې اصطلاح د يوې نوې مفهومي او علمي څانګې، «لرغوني تاریخ» د راڅرګندېدو استازيتوب کاوه، چې پکې ګڼشمېر نوې او غيراسلامي نیټې (لکه د ډبرين عصر او عيسوي دورې محاسبې) کارول شوې وې، نوموړي دا اړتيا محسوسوله چې افغان لوستونکو ته يې ور وپېژني. ياده مقاله د ملت جوړونې د پراخې فرهنګي پروژې په چارچوب کې ليکل شوې وه د کومې لپاره چې د کابل ادبي انجمن هم تاسيس شوی و. ښکاره ده چې د لرغونتوب دغه سياسي کارونه يوازې په اروپا پورې محدود نه و بلکې په ګاونډي ايران کې هم د ۱۹۳۰مو کلونو په لړ کې د اوستايي تاريخ بیا ژوندی کول د يو نوي ملت-دولت د تاريخي اډانې برخه ګرځېدلې وه. د يعقوب حسن تمرکز پر دې و چې د افغانستان آريايي ريښې بيان کړي چې دا کار د ايران او هند په معاصر فکري چاپېريال کې د آريايي نظريې د راولاړېدو سره موازي و. سره له دې چې ليکوال په خپلو ماخدونو کې هېڅ ايراني اثر ته اشاره نه کوي خو د آريايانو اصل افغانستان ګڼل او د هغوی لوېديځ ايران ته د هجرت يادونه چې له ځان سره يې د تمدن بڼې او زردشتي دين يووړ، له ایران سره پټه پرتله (او آن سیالي) څرګندوي. له بلې خوا، د دې ليکنې ملي موخه هم څرګنده ده چې هڅه کوي د افغانانو غرور د هغوی د لرغوني تاريخ له لارې را ژوندی کړي. دا ملي روايت د سيمې د پخوانيو تمدنونو د يوې مجموعې په توګه د افغانستان په محور کې یو ډول امتیاز هم و.
د يعقوب حسن د مقالو له لړۍ څخه وړاندې نه د آريايانو د تاريخ او نه هم د ريګويدا کوم افغاني لنډيز تر اوسه پېژندل شوی. مګر دا چې راتلونکي څېړنې به ګڼشمېر پخواني آثار روښانه کړي. له همدې امله، دا پوښتنه پيدا کېږي چې يعقوب حسن د «لرغوني افغانستان» په اړه خپل مالومات له کومه ترلاسه کړي و؟ له ښه مرغه د هغه د ۱۹۳۵میلادي کال په مقالو کې موجودې حاشیې د نوموړي د تاريخي ليدلوري اصلي سرچينې روښانه کوي: د هغه سرچینې عبارت دي له: د V. Gordon Childe (۱۸۹۲ – ۱۹۵۷) او Vincent A. Smith (۱۸۴۸ – ۱۹۲۰) لیکنې او The Cambridge History of India او همدا ډول يو څه ناپېيلې خو جالبه سرچينې يعنې H.G. Wells لیکنې د یعقوب حسن اصلي ماخدونه دي. د ۱۹۳۰مې لسیزې تر نیمايي، اسټرالیایي وی. ګورډن چایلد V. Gordon Childe چې پنځه کاله مخکې یې په بریتانیا کې استوګنه غوره کړې وه په ۱۹۲۷ کال کې د اېډنبورګ پوهنتون د لرغونپوهنې د ابېرکرومبي چوکۍ ته ورسېد. د یعقوب حسن حاشیې دا څرګندوي چې هغه د چایلد د۱۹۲۶ کال اثر(آریایان: د هند ـ اروپایي بومي وګړو مطالعات) څخه استفاده کړې ده. سره له دې چې چایلد د آریایي یا هند-اروپایي «زانګو» مفکورې بنسټګر نه و، خو دا اصطلاحات چې یعقوب حسن بیا بیا کارولي، د چایلد د بحثونو چوکات و. خو د برتانوي هندپېژندونکي وینسنت سمیت په اړه باید وویل شي چې د یعقوب حسن د مقالو د خپریدو څخه شپاړس کاله وړاندې مړ شوی و. وینسنت سمیت د هندي ملکي خدماتو (Indian Civil Service) له اوږده ماموریت وروسته د خپل ژوند وروستۍ لسیزه د آکسفورډ پوهنتون د هندي انسټیټیوټ د متصدۍ (Curator) په توګه تېره کړې وه. «د هند لرغونی تاریخ« د مقالې په ژباړل شویو حاشیو کې د سمیت ذکر دا ښيي چې یعقوب حسن د نوموړي کتاب (د هند ابتدایي تاریخ له ۶۰۰ ق.م تر محمدي فتوحاتو) لوستی و. ځکه چې په دې کتاب کې د مقدوني سکندر د ختیځ فتوحات هم څېړل شوي، نو ښايي یعقوب حسن همدا کتاب د افغان خاورې د یوناني حضور د لنډیز لپاره کارولی وي.
که د هند کمبریج تاریخ (The Cambridge History of India) حوالو ته وګرځو چې پنځه ټوکه یې لا هم د یعقوب حسن د لیکنو پر مهال خپرېدل، نو ښکاري چې هغه په ځانګړي ډول د لومړي ټوک څخه ګټه اخیستې چې په ۱۹۲۲ کال کې د کمبریج د سانسکریتپوه اېډورډ جېمز راپسون Edward James Rapson (۱۸۶۱ – ۱۹۳۷)تر سرپرستۍ لاندې چاپ شوی و. د کمبریج تاریخ او د یعقوب حسن د متن ترمنځ پرتله ښيي چې هغه په ځانګړي ډول د کتاب له درېیم او څلورم فصل څخه استفاده کړې چې لومړی یې د کمبریج د پرتلیزې ژبپوهنې استاد پیټر جایلز (Peter Giles) او دوهم یې د اېډنبورګ پوهنتون د سانسکریت ژبې پروفیسور آرتور بیریډېل کیت (Arthur Berriedale Keith) لخوا لیکل شوي دي. دا خبره د یعقوب حسن د ۱۹۳۵ کال ژبپوهنې مقاله کې د آرتور بیریډېل کیت د ماخذ د یادونې له مخې تاییدېږي. یعقوب حسن خان د یادو معتبره علمي سرچینو ترڅنګ د اېچ. جي. وېلز (H. G. Wells) مشهور اثر، د نړۍ لنډ تاریخ (Short History of the World, 1922) هم کارولی دی چې لږ تر لږه د هغه له دوه میلیونه پلورل شویو نسخو څخه یوه یې د کابل ادبي ټولنې کتابتون ته هم رسېدلې وه. د هغه مهال د تاریخي لیکنو له رواج سره سم، وېلز په پراخه توګه د آریایانو یادونه کړې، په ځانګړې توګه د نولسم څپرکي «لومړني آریایان» په اوږدو کې چې ښکاري د یعقوب حسن مقاله هم ترې اغېزمنه شوې ده.
یعقوب حسن د ملي او افغاني تعبیر د جوړښت لپاره د بریتانوي استعماري آثارو څخه ښه استفاده کړې وه خو یو مهم فرهنګي ماخذ یې په بشپړ ډول له پامه غورځولی و. سره له دې چې د هغه مقاله هغو تاریخي دورو ته پراخ پوښښ ورکوي چې تر هغه مخکې په هېڅ افغان نشریه کې نهو توصیف شوي، خو بیا هم د لرغوني مالوماتو نشتون د هغه د تاریخي سروې یوه څرګنده نیمګړتیا وه. د دې تشې دلیل هغه مهال روښانه کېږي چې موږ د یعقوب حسن کارول شویو علمي سرچینو ته وګورو، د نوموړي ماخذونه ټول د انګلیسي ژبې آثار و او هېڅ فرانسوي اثر یې نهدی را اخیستی. دا په دې خاطر اړین دي چې د امیر حبیب الله خان او اعلیحضرت شاه امانالله خان په دورو کې د بریتانوي پوهانو لکه اورېل سټاین (Aurel Stein) او جان مارشال (John Marshall) ته په افغانستان کې د کیندنو اجازه نه وه ورکړل شوې، په دې توګه د انګلیسي ژبې علمي لیتریچر یوازې د سکو او ځینو محدودو اسټوپو یادونه کړې چې هغه هم زیاتره د ختیځ هند کمپنۍ د سرتېرو او پلټونکو د بیلګې په توګه، چارلس ماسون (Charles Masson) ۱۸۰۰– (۱۸۰۰ – ۱۸۵۳) په څېر لیکوالو لیکلي دي. خو تر ۱۹۳۶ پورې چې یعقوب حسن خپله دوهمه مقاله لیکله، د افغانستان لپاره د فرانسوي هیئت (DAFA) د اثارو لومړنۍ خپرونې او همداراز د الفریډ فوشېر (Alfred Foucher) پخواني اثار چې د ګندهارا د تمدن په اړه دي، د لاسرسي وړ و. دا چاره دا په ګوته کوي چې یا خو یعقوب حسن له دغو فرانسوي خپرونو ناخبره و او یا هم ډېر احتمال دا دی چې په فرانسوي ژبه د پوهیدو وړتیا یې نه لرله. ځکه نو هغه یوازې له بریتانوي هند څخه د وارد شوو کتابونو ته رجوع کړې او ښايي له هغو ګڼو افغانانو څخه و چې د کابل په حبیبیه لیسه کې یې له هندي ښوونکو څخه انګلیسي زده کړې وه.
په حقیقت کې همدغه انګلیسي سرچینې دي چې د یعقوب حسن دواړه مقالې متمایزې او ارزښتمنې کوي. ځکه د هغه لخوا کارول شوې سرچینې د انګلوفون یا انګلو-انډین علمي مسیر اوج ته اشاره کوي چې د افغان تاریخلیکنو په نړیوال ذهني جریان کې یې له ډیپلوماتیکو پولو ورهاخوا مخکې تر دې چې د افغانستان د فرانسوي هیئت (DAFA) د موندنو ژباړې او لنډیزونه خپاره شي، اغېز درلود. پر همدې موضوع به په راتلونکې برخه کې د یعقوب حسن د همکار او مشر، د کابل ادبي ټولنې د ژباړې او تدوین څانګې د مشر احمدعلي کهزاد په محور بحث ته دوام ورکړو. یعقوب حسن د لرغونو موندنو او له هغې سره اړوندو فرعي علومو لکه سکه پوهنې (numismatics) د اصیلو سرچینو پرځای له دوهم لاس انګلیسي منابعو کار اخیستی دی چې ښایي ددې محدودیت یوه وجه د ادبي ټولنې په کتابتون کې انګلیسي منابعو ته لاسرسی و. که په پام کې ونیسو چې افغانستان د آریایي بحثونو او د لرغوني تاریخ د پروژې په برخه کې د هند او آن د ایران په پرتله یو نسبي ناوخته برخه اخیستونکې هېواد و نو دا لا هم د حیرانتیا او تمجید وړ ده چې یعقوب حسن وکولی شول له نږدې علمي پرمختګونو سره ځان وصل کړي او نوې خپرونې اقتباس کړي. هغه نه یوازې دا چې د چایلد او کمبریج تاریخ په څېر له هغو آثارو استفاده کړې وه چې لا هم ډېر نوي او تازه خپاره شوي و بلکې هغه د ۱۹۳۵ کال د ژبپوهنې په مقاله کې یې د یوه مهم نړیوال علمي کنفرانس ( د بشرپوهنې او اتنولوجۍ نړیوال کانګریس (Congrès International des Sciences Anthropologiques et Ethnologiques) لنډیز هم وړاندې کړی چې د ۱۹۳۴ د اوړي په ترڅ کې په لندن کې جوړ شوی و. دا کنفرانس د آریایي نژادپالنې نظریو په اړه د نړیوال علمي بحث یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
د کابل ادبي ټولنې لخوا افغانستان ته د دغو آریایي نظریو واردولو پراخې پایلې د دې مقالې د بحث له ساحې او هدفونو بهر دي. خو څه چې دلته مهم دي، هغه دا دي چې دغه بهیر دوه مهم ټکي څرګندوي. لومړی، دا چې ددغه دورې مقالې ښيي چې په ۱۹۳۰مو کلونو کې د افغانستان تاریخلیکنه څومره ژر بدله شوې وه. یوازې درې کاله مخکې له دې چې یعقوب حسن د آریایي ژبپوهنې مقاله ولیکي، د فیض محمد کاتب اثر (نژاد افغان) خپور شوی و چې افغان تېر وخت لا هم د اسلامي نسبپوهنې د ماډل له مخې تعقیبېده. دوهم، ددغه دورې مقالې او لیکنې څرګندوي چې د افغان فکري قشرونو نوی نسل څومره ژر وتوانېد چې لږ تر لږه له هغو نړیوالو معاصرو بحثونو او تاریخي میتودونو سره اشنا شي چې په هغه وخت کې یې نړیوال شهرت درلود. د تاریخ لیکنې دا نوې پوهه چې د اروپایي ژبو او علمي اثارو له لارې ممکنه شوې وه د خپلواکۍ بیرته ترلاسه کولو وروسته د هغه سیاستونو پایله وه چې په ترڅ کې یې یو شمېر عامه بنسټونه او د انګلیسي، فرانسوي او آلماني ژبو ښوونځي تاسیس شول او افغانستان یې د تفکر له انزوا څخه وویست.
کابل ادبي ټولنه او لرغونپوهنیز تاریخ
دغه مهال چې یعقوب حسن د آریایي ټاټوبې په توګه د افغانستان د پیاوړتیا لپاره د ژبني تاریخ پر بنسټ مقالې لیکلې، د ټولنې د سمون او ژباړې څانګې مشر همکار، احمد علي کهزاد، د افغان ملي تېر تمدني ویاړ د لا محسوسو لرغونپوهنيزو شواهدو څرګندولو ته ملا وتړله. تر دې مخکې چې د کهزاد د لومړنیو خپرونو نمونې د کابل د ادبي ټولنې له لارې وڅېړو، اړینه ده چې د هغه لومړنیو زده کړو ته لنډه کتنه وشي، ځکه دا چاره دا خبره نوره هم روښانه کوي چې څرنګه په ۱۹۱۹ کې د افغانستان خپلواکۍ د نویو ښوونځیو او ډیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړه. نېکمرغي داده چې د احمد علي کهزاد په اړه ډېر معلومات شته، ځکه د هغه په اړه یوه تفصیلي ژوندلیک لیکل شوی دی. کهزاد د افغانستان د لرغوني تاریخ د تر ټولو نومیالي تاریخپوه په توګه ظهور کړی دی او د ۱۹۴۰مې لسیزې څخه نېولې د ۱۹۶۰مې لسیزې تر لومړیو کلونو پورې د افغانستان د تاریخ ټولنې (انجمن تاریخ افغانستان) بنسټګر رئیس او د کابل موزیم متصدي پاتې شوی دی. که څه هم د هغه وروستۍ دندې ددې مقالې د تمرکز له ساحې (یعنې د ۱۹۳۰مو لسیزو) سره تړاو نه لري خو یادونه یې ځکه مهمه ده چې وښيي تر اسلام مخکې دوره، څرنګه د افغانستان د نوي ملي تاریخ د بنسټ په توګه را څرګنده او د لوړ اهمیت څخه برخمنه شوه.
احمد علي کهزاد په ۱۹۰۸زیږدیز کال کې په کابل کې وزېږېد، له اوه کلنۍ څخه یې خپلې لومړنۍ زده کړې په یوه خصوصي او ښايي دودیز ښوونځي کې پیل کړې چې د یوه سیمه ییز سید، عبد الحمید، تر مشرۍ لاندې به یې فعالیت کاوه. وروسته هغه د کابل امانیې لېسې ته واستول شو. امانیه لېسه یو فرانسوي ژبی ښوونځی و چې په ۱۹۲۲ زیږدیز کې د افغانستان-فرانسې د نویو دیپلوماتیکو اړیکو په پایله کې جوړ شوی و. کهزاد په ۱۹۲۹ زیږدیز کې د ۲۱ کلنۍ په عمر له امانیې لېسې فارغ شو. دا روښانه نه ده چې د نوموړي فراغت هغه کال پر کابل د حبیبالله کلکاني («بچه سقاو») د حملې امله ځنډېدلی و که نه، ځکه په هماغه وخت کې بهرني ښوونځي وتړل شول او د امانیې لیسې کتابتون وسوځول شو. په هر حال، کهزاد په فرانسوي ژبه عالي مهارت ترلاسه کړی و او سمدستي د ژباړن په توګه د شاهي دارالانشاء د ژباړې په څانګه کې وګومارل شو. ډېر ژر وروسته هغه د (Délégation Archéologique Française en Afghanistan) له فرانسوي ژبو لرغونپوهانو سره د سیستان په یوه لرغونپوهنيزه سروې کې د همکار په توګه واستول شو. دا هغه لومړۍ لحظه وه چې کهزاد د خپل هېواد د لرغوني تاریخ فزیکي پاتې شوني له نږدې ولیدل. کهزاد له DAFA سره پاتې شو او په ۱۹۳۲ ز کال کې یې له فرانسوي لرغونپوهانو سره د ټول افغانستان بشپړه کتنه وکړه. په همدې کال DAFA د جوزف هاکین تر څارنې لاندې د بامیانو سیمې سروې کولې او هم یې د اندري سیتروین André Citroën د موټر جوړولو کمپنۍ د Croisière jaune pan-Asian automobile expedition پان-آسیایي موټر افغان څانګې سره مرسته کوله چې په هغې کې هاکین د ټیم لرغونپوه و. ژېړ سفر یا Yellow Expedition (French: Croisière Jaune) د فرانسې یو ستر ترانس-آسیایي سپړندوی سفر و چې په ۱۹۳۱ او ۱۹۳۲ ز کلونو کې ترسره شو. دا سفر د سیتروین (Citroën) شرکت له خوا د دې لپاره تنظیم شوی و چې هغوی د خپلو P17 Kégresse نیمه ځغاستو موټرو شهرت زیات کړي. یاد سفر له دوو لورو پیل شوی و: یو ټیم له بېروت څخه ختېځ ته روان شو و او بل له بیجینګ څخه لوېدیځ ته وخوځېد. دواړه ډلې په لاره کې سره یوځای شوې، بیا د ختیځ لورې ډله شاته وګرځېده ترڅو دواړه ډلې د یوې بدیلې لارې له لارې بیجینګ ته ورسېږي. ددې مزل مشري جورج ماري هارټ (Georges-Marie Haardt) او لویي اودوین ډوبروییل (Louis Audouin-Dubreuil) کوله؛ هارټ مخکې له دې د افریقا د صحرا ټوله دښته او بیا د افریقا ټوله لویه وچه د دوو لویو سپړندویو سفرونو په ترڅ کې وهلې وه. هغه ډله چې بیروت څخه ختیځ ته روانه شوې وه، د فرانسوي لبنان، فرانسوي سوریې، برتانوي عراق، ایران (پارس)، افغانستان او برتانوي هند له لارې تېریده او د شینجيانګ پولې ته رسېده، هغه مهال شینجيانګ د چین یوه خپلواکه سیمه وه چې د جګړهمار جین شورین تر واک لاندې وه. بل ټیم له بیجینګ نه لوېدیځ ته وخوځېد او د چین له لارې یې سفر وکړ، تر څو چې اورومچي ته ورسېدل، هلته د جین شورین ځواکونو څو اونۍ د یرغمل په توګه وساتل. دغه سفر نه یوازې د سیتروین د وسایطو د ترویج لپاره یوه نوښتګر اقدام و، بلکې د آسیا د جغرافیايي، لرغونپوهنېزې او فرهنګي څېړنو لپاره یې هم ډېر مهم مالومات راټول کړل، هغه مالومات چې وروسته یې د افغان تاریخ لیکنې او د نړۍ د لرغوني تمدن د نقشې په جوړولو کې یې اغېز پرېښود. له دې امله داسې ښکاري چې د کهزاد هماغه هېوادپال سفر لږ تر لږه په یوه برخه کې د اندري سیتروین د دغې پراخې نړیوالې هڅې په مرسته شوی وي، دا همکاري یو ځل بیا په دې ټینګار کوي چې د افغانستان د نوې تاریخ لیکنې په جوړولو کې څومره نړیوالې سرچینې داخلې وې.
کابل ته تر ستنېدو وروسته، کهزاد ته بله دولتي دنده ورکړل شوه او د کابل ادبي ټولنې د ژباړن په توګه وګومارل شو. خو ډېر ژر په ۱۹۳۳ زیږدیز کې هغه په روم کې افغان سفارت ته ولېږل شو. په روم کې یې ایټالوي ژبه زده کړه او بېلابېل تاریخي کتابونو او ژورنالونو ته یې لاسرسی وموند. خو په لنډ وخت کې هغه بېرته کابل ته راوبلل شو او په کوټوالي زندان کې بندي شو؛ ځکه چې روم هغه مهال د تازه معزول شوي شاه امان الله خان د جلاوطنۍ ځای و او د افغان مهاجرو سره د نوموړي د تماس یوه مهمه څلورلارې ګڼل کېده. له نېکه مرغه کهزاد ډېر ژر له بنده خوشې شو او بیرته خپلې دولتي دندې ته ستون شو، هغه دنده چې په ترڅ کې یې موږ هغه په ۱۹۳۶زیږدیز کې د ادبي ټولنې د ژباړې او ایډیټ څانګې د مشر په توګه څیړو.
د DAFAفرانسوي لرغونپوهانو له ډلې سره د ژباړن په توګه د دندې پر مهال، احمد علي کهزاد د لرغونپوهني نوې طریقې او میتودونه په عملي ډول و ازمایل. د همدې تجربو پر مټ هغه د ادبي ټولنې له لارې د افغانستان د لرغوني تېر په اړه خپلې لومړۍ لیکنې خپرې کړې. د دې لیکنو منځپانګه یوازې د هغه د رسمي کار انعکاس نه و بلکې د هغه د فکري سرچینو او فکري روش یو تسلسل هم په ډاګه کوي، د هغه لومړنۍ لیکنې په اصل کې د DAFA له فرانسوي خپرونو څخه ژباړې او افغانیزایشن بڼې وې. خو څه وخت چې کهزاد خپلېاصلي لیکنې پیل کړې، په کابل کې د لرغوني تاریخ لپاره یو بل مهم بنسټیز مرکز هم موجود و چې له ادبي ټولنې څخه هاخوا یې اهمیت درلود او هغه د کابل موزیم و.
کابل موزیم په ۱۹۳۱ کې د کوټې باغچې ماڼۍ څخه نوې ودانۍ ته چې په دارالامان کې یې موقعیت درلود، انتقال شو؛ ځکه چې د کوټې باغچې ماڼۍ په ۱۹۲۹ کې د حبیبالله کلکاني په اغتشاش کې لوټل شوې وه. که څه هم د موزیم ډېرې پخوانۍ ټولګې ورکې شوې وې، په ځانګړي ډول هغه نازکې بودایي مجسمهيي سټوکوګانې چې جول بارټو (Jules Barthoux) په هډه کې موندلې وې. د ۱۹۳۰مې لسیزې تر نیمایي پورې نوې ودانۍ بیا ورو ورو د لرغونو اثارو په تازه موندنو ډکېده. دا بیارغونه د ۱۹۲۲ ز کال د لرغونپوهنېکنوانسیون (Archaeological Convention) د شریکولو یا پارتاژ (Partage) پر بنسټ ترسره کېده، دغه تړون په حقیقت کې د DAFA د جوړېدو لامل شو. سره له دې، دا به یوه تاریخي تېروتنه وي چې د ۱۹۳۰مې لسیزې کابل موزیم د هغه بودایيمحور موزیم په توګه وبولو چې څو لسیزې وروسته یې بڼه واخیسته ځکه چې دا بدلون په حقیقت د موزیم د متصدي په توګه د کهزاد د لس کلن کار او هڅو پایله وه، نه د موزیم د لومړنیو کلونو ځانګړنه.
په ۱۹۳۳ کال کې، هندي لیکوال سلیمان ندوي په خپلې اردو سفرنامې کې د کابل موزیم په اړه یو ارزښتمن یادښت پریښی دی. هغه د پخواني موزیم د لوټېدو تفصیل وړاندې کړی چې څرنګه د کابل موزیم د کلکاني د پلویانو لاس ته ولوېد او هغه یې په یوې ویجاړۍ تبدیل کړ. نوموړي په دارالامان کې د محمد نادر خان له لوري جوړې شوې نوې دوه پوړیزه ودانۍ توصیف کړې ده. ندوي لیکي چې موزیم ته د ننوتو لپاره یوه ستر دروازه وه چې د یو عسکر لخوا یې هرکلی وشو. له هغې وروسته، هغوی د موزیم د مختلفو ټولګو نندارې ته روان شول. د ندوي د سفرنامې تفصیلي بیان موږ ته دا نادره لید راکوي چې په هغه وخت کې د کابل موزیم په لومړنیو کلونو کې څه نظم او د موزیولوژۍ له لحاظه څه ډول داخلي فضا او نندارتون درلود. د هغه له حسابه داسې ښکاري چې په موزیم کې اسلامي اثارو ته ډېر ځای ځانګړی شوی و، بېلې بېلې خونې د کتیبو، وسلو، مینیاتوري نقاشیو، خطاطۍ او مذهبي متعلقاتو لپاره وې. برعکس د اسلام څخه مخکې اثارو لپاره یوازې دوه خونې وې: یوه د بودایي مجسمو لپاره او بله د کافرستان د لرګینو معبودانو لپاره. د موزیم په مرکزي انګړ کې یوه لویه ډبرینه کاسه پرته وه چې په عربي کتیبو پوښلې وه. ندوي فکر کاوه چې دا کاسه ښايي د کومې مدرسې یا خانقا څخه راوړل شوې وي. ندوي خپله ډېره توجه د اسلامي مجموعو پر لور کړې وه، په ځانګړي ډول هغو توکو ته چې د غزنوي سلاطینو او مغلي باچاهانو پورې اړوندې وې. دا لېوالتیا د هغه په لیکنو کې څرګنده وه او دده تر سفرنامې دوه کاله وړاندې د حسن نظامي په اردو سفرنامه کې هم ورته تمایلات لیدل شوي و. د ندوي او نظامي دواړو یادښتونه نه یوازې د هغه مهال په کابل موزیم کې د نندارتون د محتویاتو انځور وړاندې کوي، بلکې دا هم ښيي چې د افغانستان د اسلام څخه مخکې تاریخ د ترویج لپاره د کهزاد هڅې څومره له ستونزو سره مخ وې. په داسې حال کې چې افغانستان د اسلام څخه مخکې پېر کې زیږیدلی او وده کړې ده، د کهزاد لپاره دا یو فرهنګي، هنري او مذهبي برزخ و؛ داسې یو تېر چې نه یې روښانه تاریخي تړاو پاتې او نه یې د اوسنیو افغانانو له ورځني ژوند سره کومه څرګنده اړیکه پرځای پریښي ده، د نوموړي ماموریت دا و چې دغه لرغونی تړاو څنګه بیا ترمیم کړي.
د همدې تاریخي او فرهنګي شالید په رڼا کې احمد علي کهزاد د لرغونپوهني پر بنسټ تاریخي لیکنې پیل کړې. هغه هڅه وکړه چې د یو ملي تاریخ په لیکلو سره د نن ورځې افغانستان او د اسلام څخه د مخکې زمانې افغانستان تر منځ تړاو جوړ کړي. کله چې کهزاد په ۱۹۳۳ کې په کابل ادبي ټولنې کې کار پیل کړ د کابل موزیم لا هم د اسلامي تېر نندارتون ته ځانګړی شوی و، خو د دې موزیم ټولګې او نندارې تلپاتې نه وې. د DAFA روانو کیندنو او د فرانسویانو او افغان دولت د پارتاژ تړون په مرسته د ۱۹۳۰مې لسیزې په اوږدو کې او له هغې وروسته، موزیم ورو ورو د اسلام څخه مخکې پاتې شونو پر نندارتون بډای شو. تر ۱۹۴۴ پورې، امریکایي لیکوال رېچارډ فرای (Richard Frye) چې هغه مهال د حبیبې لیسې استاد و د کابل موزیم په اړه لیکلی و چې څنګه په موزیم کې تر اسلام مخکې پاتې شونو ته مرکزي ځای ورکړل شوی و، په ځانګړي ډول هغو موندنو ته چې د باګرام څخه ترلاسه شوي و، چې د ۱۹۳۰مو کلونو په پای کې کهزاد په خپلو لیکنو کې تمرکز پرې کړی دی. فرای لیکلي چې د «باګرام تالار» په کابل موزیم کې تر ټولو اغېزمن ځای دی ځکه دلته یوناني مجسمې او لوحې لیدل کېږي چې د خالص هندي عاج ترڅنګ ایښودل شوي او چیني رنګینې ورېښمینې ټوټې ورسره پرتې دي. په دې توګه، د کابل موزیم نندارې د کهزاد د لیکنو مادي متمم وګرځېد، هغه نندارې چې د هغه د فکري هڅو لپاره یې په مستقیم ډول بصري او تاریخي بنسټ برابر کړ.
لرغونپوهنيز تاریخ هغه ډول انتزاعي تصور نه و لکه د یعقوب حسن ژبنۍبیارغونې چې د ژوندي کېدو لپاره یې پیاوړې تاریخي تخیل ته اړتیا لرله. برعکس، دا یوه عینی مادي واقعیت و چې په خپله په کابل کې لیدل کېدای شو. د کهزاد په تصدۍ کې کابل موزیم د افغانستان هنري او تاریخي پاتې شوني نندارې ته وړاندې کول.
په ۱۹۳۶ کې، د کابل ادبي ټولنې تر خپرندوی نوم لاندې، احمد علي کهزاد د اندره ګودار (Andre Godard) د اثر Les antiquites bouddhiques de Bamiyan (د بامیان بودایي لرغونتیاوې) دوه ټوکیزه ژباړه خپره کړه چې دا په حقیقت کې د DAFA لومړنی ستر مونوګراف ګڼل کېدی شي. ددې ژباړې ځانګړنه یوازې د کتاب منځپانګه نه وه، بلکې هغه تفصیلي تشریح وه چې څنګه او کومه شیوه د ګودار، جوزف هاکین او ژان کارل څېړنیز کارونه په بامیان کې ترسره شوي و. دغې تشریح افغان لوستونکو ته د لرغونپوهني نوي میتودونه او د شواهدو د علمي ارزونې لارې چارې وروپېژندلې. کهزاد چې د DAFA له فرانسوي لرغونپوهانو سره د لرغونپوهنې د غیر رسمي شاګردۍ دوره تېره کړې وه، بې شکه غوښتل چې د دغو نویو تاریخي میتودونو په اړه عامه پوهاوی خپور کړي. کهزاد هماغه مهال چې په ادبي ټولنه کې یې د بامیانو د کتاب پر ژباړې کار کاوه لا هم له DAFA سره نېغ په نېغه بوخت و. د همدې کلونو په ترڅ کې یې د ریا هاکین سره په باګرام کې چې د کابل په څنډه کې پروت دی، د ولسي کیسو یوه مجموعه راټوله کړه. سره له دې چې فولکلور د کابل ادبي ټولنې له علاقو څخه و، خو روښانه نه ده چې کهزاد به دغه فولکلوري کیسې په دري ژبه خپرې کړې وې که نه، مګر دا کیسې په فرانسوي ژباړه خپرې شوې. د کهزاد فرانسوي سريزه هغه شرایط په لنډ ډول بیانوي چې پکې هغه او هاکین په ۱۹۳۰ کې د بامیانو د کیندنو او په ۱۹۳۷ کې د باګرام د څېړنو پر مهال دغه کیسې راټولې کړې وې، له دغو سایټونو څخه کهزاد د خپلو ژباړو له لارې د ادبي ټولنې لپاره راپورونه چمتو کړي دي.
لکه څنګه چې یعقوب حسن د خپلو لیکنو له لارې افغان لوستونکي د اروپایي څېړونکو د میتودونو او موندنو سره اشنا کوي، په همدې ډول کهزاد د DAFA د ژباړل شوي کتاب څلورم څپرکی د الکسانډر برنس Sir Alexander Burnes (۱۸۰۵ – ۱۸۴۱) څخه نیولې تر هغو رسمي علمي څېړنو پورې چې د فرانسوي لرغونپوهانو لخوا ترسره شوې وې، راټولوي او افغان لوستونکو ته یې رسوي. لکه څنګه چې ژباړې یوازې د میخانیکي مالوماتو لېږد نه وي؛ دوی تل د ځانګړو سياقي چوکاټونو درلودونکي دي. د بامیانو د بودا ورانول په عام ډول د اسلامي نظریاتو په دودیزو کټګوریو راځي چې د تاریخي «بتپرستۍ» نښه او د نن ورځې «کافر» نیکونو نښه ګڼل کېږي چې جهادي او جګړمارې ډلې یې په اسلام د بیا بیا مشرفولو هڅې کوي. له همدې امله، د کهزاد لومړنۍ دنده په دې ژباړه کې دا وه چې افغان لوستونکي دې ته وهڅوي چې له دغو دودیزو اسلامي چوکاټونو هاخوا وګوري او د بامیانو هنري ارزښت په رسمیت وپېژني. د همدې لپاره د بامیانو په اړه د DAFA د فارسي نسخې په متن کې د اندره ګودار د معمارۍ دقیق پلانونه، انځورونه، خطي-رسامۍ او کره فوتوګرافونه خپاره شول څو لوستونکو ته د بامیانو هنري میراث په یوه نوې سترګه ور وپېژني.
د افغانستان د چاپ حالت یوازې شل کاله وړاندې دومره کړکېچن و چې محمود طرزي په سراج الاخبار کې بیا بیا دا شکایت کړی چې د مناسب ټایپ د نشتوالي له امله یې په سمه توګه پښتو او دري نه شوای چاپولی. د کابل ادبي ټولنې دا وړتیا چې پښتو او دري ټایپ مډرن کړي اوپه لوړ کیفیت رنګه انځورونه خپاره کړي، یو کوشنی بریالیتوب نه و، بلکې د افغانستان د چاپ په سکتور کې یو تاریخي تحول و. دا ښایي د هغو وارداتي بریښنايي چاپي ماشینونو پایله وه چې هندي لیکوال سلیمان ندوي په ۱۹۳۳ کې لیدلي و چې کابل ادبي ټولنې کارول. دا چاره په حقیقت کې د ټولنې په چارو کې د دولت د پانګونې کچه روښانه کوي. خو د بامیانو کتاب یوازې د خپلو انځورونو له امله مهم نه و، دا کتاب افغان لوستونکو ته د هغو چینایي بودایي زیارت کونکو روایتونه هم ور وپېژندل چې په لومړیو پېړیو کې یې بامیان لیدلی و. لکه څنګه چې یعقوب حسن افغان لوستونکو ته د ریګویدا او اویستا د نړۍ دروازې پرانستې وې، همداسې د سانسکریت، فرانسوي او انګلیسي نه نیولې تر چینایي ژبو پورې دغو بدیلو سرچینو د افغان تاریخلیکنې افقونه پراخول. بیا هم، د پرتله کولو لپاره تر ټولو غوره مثال د دربار رسمي تاریخ لیکونکی فیض محمد کاتب دی؛ چې یوازې لس کاله وړاندې یې لا هم یوازې پر فارسي او عربي دفتري اسنادو او تاریخي متونو تکیه کوله. لکه څنګه چې یعقوب حسن ته د انګلیسي مهارتونو د ریګویدا او نورو لرغونو متونو لاسرسی اسانه کړ، په همدې ډول فرانسوي ژبه د کهزاد لپاره د همدې هدف وسیله وګرځېده.
یو کال وروسته، په۱۹۳۷ کې، احمد علي کهزاد د ادبي ټولنې د کالنۍ لپاره یوه مقاله د (حفریات جدید در افغانستان) په عنوان ولیکله. دا مقاله په اصل کې د کهزاد د ژباړې اصلاح شوې بڼه وه چې د DAFA د هغه مهال د رئیس جوزف هاکین د کیندنو د راپور څخه اخیستل شوې وه. دغې لیکنې د ۱۹۳۶–۱۹۳۷ کیندنو د موندونو راپور خلاصه کړی و. کهزاد د مقالې په لومړیو کې د رومن ګېرشمن له خوا په سیستان کې ترسره شوې سروی تشریح کړې ده او بیا یې په لنډ ډول د ژان کارل په کیندنو رڼا اچولې ده چې د پروان ولایت د غوربند د فندقستان په بودایي خانقا کې یې ترسره کړې وې. خو د مقالې اصلي تمرکز د باګرام د هغه زړه راښکونکی عاج او ښیښې لوښو موندنې وې چې ښایسته ټوټې یې ډېر ژر د کابل موزیم ته ولېږدول شوې. کهزاد په دغه مقاله کې یو مهم ټنګار کړی دی: هغه دا چې د باګرام دغه موندنې ده خپله، دده افغان ملګري محمد اسلام خان او د هاکین په ګډ کار سره تر لاسه شوې دي. دا خبره نه یوازې د یوه افغان په لاس د لرغوپوهني د میتودونو د لومړنۍ عملي تجربې ثبوت وړاندې کوي، بلکې د DAFA په کیندنو کې د افغانانو د د هیله بخښونکې ښکېلتیا څرک هم ورکوي.
د باګرام د موندنو د تشریح پر مهال د ښیښي لوښو د انځورونو او د عاج د کښلو له لارې چې وروسته د نړۍ په کچه د (باګرام عاج) په نوم مشهور شول، احمد علي کهزاد اړینه ګڼله چې د جوزف هاکین د متن په ژباړه کې ځینې تشریحي یادونې ور زیاتې کړي. د بېلګې په توګه، د یوناني سمندري خدای پوسایدون (Poseidon) نوم یې د افغان لوستونکو لپاره داسې روښانه کړ: د سمندرونو الهه یا (رب النوع ابهر). دا یادونې که څه هم کوشنۍ مداخلې وې، خو د تاریخي روایت د کلتوري لېږد لپاره ډېرې مهمې وې، په ځانګړي ډول په داسې فرهنګي چاپېریال کې چې حتا د کابل د ادبي ټولنې ډېر با سواده غړي هم له لاتیني او یوناني «کلاسیک» زده کړو بې برخې و. د لرغونپوهنېزو موندنو د اغېز د زیاتوالي په منظور، د یعقوب حسن د مقالو برعکس، د کهزاد په ژباړو کې ډېر انځورونه شامل و. دا انځورونه زیاتره د هغو لوڅو او ښایسته ښځو و چې د عاج په ټوټو کې انځور شوې وې. په افغانستان کې تر دې وړاندې هېڅکله داسې انځورونه نه و خپاره شوي: د کابل کالنۍ تردې وړاندې داسې عکسونه چې د ژوندیو افغانانو ښودنه یې کوله، حتا په بورقو کې پټو ښځو عکسونه نه چاپول، دا خو ډېره بعیده وه چې هغه انځورونه یې خپاره کړي وای چې په شبنم کې د ارتو سینو معشوقې د پرانسیتې غېږې په بڼو انځور شوې وې. ددې کار د توجیه لپاره، د هر انځور لاندې دا لیکنه وه: از آثار نفیسه و تاریخی وطن . لکه څنګه چې یعقوب حسن د آریایانو او باختریانو په اړه د اروپایي څېړنو په بیا کارونې سره هغوی د افغانانو د ملي هویت برخه وګرځول، په همدې ډول کهزاد هم د هاکین او DAFA د راپورونو په ژباړو کې په خپلو محتاطه اصلاحاتو سره هڅه وکړه چې دا موندنې د یوه سپڅلي افغان ملي میراث په توګه وړاندې کړي.
کهزاد په ښکاره ډول ستراتېژیک چلند درلود چې د باګرام د لوڅو مجسمو انځورونه په خپرو شوو لیکنو کې ځای پر ځای کړي او په راتلونکي کال کې د کوشاني سترواکۍ او د هغوی د پلازمېنې باګرام اړوند خپلو لومړنیو مونوګرافونو کې هم ورته تګلارې ته دوام ورکړ. د باګرام د زړه راښکونکو موندنو اهمیت دومره زیات و چې د لومړي ځل لپاره یې د دولت چارواکي دې ته راجلب کړل چې د DAFA له یوې کیندنې څخه رسمي لیدنه وکړي. د کابل ادبي ټولنې د کالنۍ لپاره د خپلو مصورو مقالو تر څنګ، نوموړي په (کابل مجله) کې هم د باګرام په اړه یوه اوږده مقاله خپره کړه. که څه هم کابل مجلې د کهزاد د مقالې په څېر د انځورونو په خپرولو کې دومره زړورتیا نه درلوده، خو د ۱۹۳۸د وروستۍ ګڼې پښتۍ یې د عمومي انځور په توګه د باګرام یوې مجسمې باندې پسولل و. کهزاد له دې بدلون څخه په چټکۍ ګټه واخیسته، دا په حقیقت کې داسې یوه پرېکړه وه چې یوازې څو کاله وروسته په ۱۹۴۲ کې یې هغه د تاریخ ټولنې (انجمن تاریخ افغانستان) د بنسټګر رئیس مقام ته ورسوی. خو کهزاد یوازې د هنر او لرغونپېژندنې مدیر نه و؛ هغه په ژوره مانا یو روڼاندی، متفکر او هدفمن څیړونکی هم و. د هغه مسلکي لېوالتیا یوازې د بامیانو د سترې فرسکو یا لوڅو دېوالي انځورونو او د باګرام تر ښکلي عاج پورې نه محدوده کېدله. هغه د لرغونو سکو او د سکې پوهنې (numismatics) د میتودونو په اړه ژوره علاقه لرله؛ هغه لارې چارې چې د سکو په مټ د لرغوني تاریخ نوي افقونه پرانېستل کېدل. راتلونکی کال، یعنې په ۱۹۳۸ کې، هغه په کابل کالنۍ کې یوه مقاله خپره کړه چې عنوان یې و: مسکوکات افغانستان قبل الاسلام (د اسلام نه مخکې د افغانستان سکې)، وروسته یې همدا مقاله پراخه کړه او په بشپړ مونوګراف یې بدله کړه، د ورته سرلیک لاندې: مسکوکات قدیم افغانستان (د افغانستان لرغونې سکې) چې یو ځل بیا د ادبي ټولنې تر خپرندوی نوم لاندې خپره شوه.
په دغه دوران کې د افغان تاریخلیکنې میتودونه او سرچینې هم د پراختیا په حال کې وې او هم د ژورتیا ترڅو د اسلام څخه مخکې زمانې له شواهدو څخه هغه ثبوتونه هم راونغاړي چې پخوا له پامه لوېدلي و. لکه څنګه چې درې کاله وړاندې یعقوب حسن د ټولنې غړو ته د ژبني تاریخ میتودونه ور وپېژندل، اوس د هغه همکار کهزاد هغوی ته یې د سکې پوهنې (numismatics) لارې چارې ورمعرفي کړې، نوموړي دغه میتودونه د الفرد فوشېراو د DAFA د نورو لرغونپوهانو څخه زده کړي و. کهزاد خپلې مقالې او مونوګرافونه له دې راپیلوي چې څنګه سکې د تاریخي ثبوت په توګه کارېدلی شي. نوموړی په دې باور و؛ چیري چې د تاریخ ژبه غلې وي او نه ډبرینې کتیبې وي او نه ورته نورې سرچینې، موږ سکو ته مخه کوو– او خپله لاره پکې مومو. کهزاد د خپل کتاب لومړنۍ دوې پاڼې دې ته ځانګړې کړې دي چې په عمومي توګه وښيي سکې کوم تاریخي لرلید او موندنې وړاندې کولی شي. نوموړی یوه عمومي پوښتنه ځوابوي چې سکې په کوم وخت کې ایجاد شوې؟ ده د کتاب شاوخوا لس پاڼې د لرغوني مدیترانې د لومړني سکو د تاریخ لنډیز ته ځانګړې کړې دي، څو خپل افغان لوستونکي د مصري، فونيقي او یوناني اصطلاحاتو او نومونو سره بلد کړي، هغه پوهه چې د سکې پوهنې او سکې پېژندنې د نویو شاګردانو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ګڼل کېده.
همدارنګه، کهزاد د لوی مقدوني سکندر د لښکرکښیو او په اسیا کې د هغوی د سکو پر بهیر، په ځانګړي ډول په باختر کې او د هغوی پر اغېز تمرکز وکړ. په همدې پړاو کې، کهزاد د سکې پوهنې له لارې د افغانستان او «کلاسیک لویدیځ» لرغونې اړیکې مطاله کړلېاو د افغانستان د سکو تاریخ یې د لومړي ځل لپاره د بحث او ملي ډیالوګ محور ته راویست. له باختري یونانیانو وروسته، هغه په ځانګړې توګه کوشانیانو ته ډېره توجه وکړه. په باګرام کې یې د DAFA د کیندنو پر مهال، د کوشاني پلازمېنې باګرام په اړه یو کتاب هم ولیکلی.کوشاني سترواکي نه یوازې د کهزاد د ځانګړې څېړنیزې علاقې موضوع ګرځېدلې وه بلکې د هغوی اهمیت په دې کې هم و چې دا وړتیا یې لرله چې د افغانستان د یوې ملي تاریخي کیسې برخه وګرځول شي. ځکه چې کوشاني سترواکي یوازې یو بهرنی نفوذ نه و؛ بلکې د کوشاني امپراتورۍ مرکز پخپله افغانستان و. د کهزاد لپاره، هم دلته او هم د هغه په راتلونکو لیکنو کې، د کوشانیانو پلازمېنه باګرام هغه رول ولوباوه چې د «آریایي ټاټوبي» په نامه د بلخ شاوخوا سیمو د یعقوب حسن په لیکنو کې لوبلی و: دوی دواړو، د افغانستان لرغونی تاریخ د یوه پراخ او بینالمنطقوي تمدن د مرکز او مبدأ په توګه معرفي کاوه.
لکه د هغه د همکار یعقوب حسن په اړه، د کهزاد په هکله هم دا پوښتنه را ولاړېږي چې نوموړي د سکې پېژندنې (numismatics) روزنه او زده کړې چیري ته ترلاسه کړي دي؟ ځکه چې هغه د DAFA له لوري نه د لرغونپوه په توګه رسمي روزنه لیدلي وه او نه د سکې پوهنې د متخصص په توګه. ځواب یې لږ تر لږه تر یوې کچې د هغه په خپلو لیکنو کې موندل کېدی شي، په ځانګړي ډول د هغه په حوالو او ماخذونو کې. دا حوالې په څرګند ډول ښيي چې کهزاد په اروپایي، په ځانګړي ډول فرانسوي څېړنو تکیه کړې وه. د کهزاد په حوالو کې تر ټولو مهم نوم د فرانسوي نامتو اپیګرافیست او سکې پوهنې متخصص فرانسوا لینورمان (François Lenormant, 1837–1883) و چې د Bibliothèque Nationale (ملي کتابتون) د لرغونپوهني استاد پاتې شوی و. د ورته اروپايي لیکوالو سره د کابل ادبي ټولنې د ټایپ سېټنګ کارکوونکو د نااشنايۍ کچه لږ تر لږه د ټولنې په چاپي اثارو کې د مشاهدې وړ ده. د بېلګې په توګه، د کهزاد په کتاب( مسکوکات قدیم افغانستان) کې د لینورمان نوم په تېروتنې سره «Lèotmant» چاپ شوی و، وروسته بیا د کتاب د وروستۍ پاڼې په تصحیحاتو کې بیرته «Lénormant» ته اصلاح شوی دی چې بیا هم املايي ستونزې لري. که د کهزاد د متن د لینورمان له اثارو سره پرتله شي نو جوتېږي چې هغه تر ډېره د لیکوال د(سکې او مډالونه)(Monnaies et Médailles) څخه ګټه اخیستې وه چې د سکې پوهنې یو معیاري درسي کتاب و او د مدیترانې د لرغوني نړۍ د سکو پرمختیايي بهیر په ډېر تفصیل تشریح کوي. البته نوموړی کتاب ډېر تفصیلي او ستندرد وضاحت لري په داسې توګه چې د کهزاد لنډیز ددغه کتاب اصلي روح نه شي لمسولی او دا ځکه چې کهزاد په دې پړاو کې لا فرانسې ته نه و تللی، ښایي دې کتاب ته یې لاسرسی د ادبي ټولنې د کتابتون د فرانسوي سرچینو له لارې یا د هغه میداني لرغوپوهنې د کتابتون څخه تر لاسه کړی وي چې DAFA په کابل کې جوړ کړی و.
ښايي کهزاد د لینورمان پر لیکنو تکیه کړې وه څو د مدیترانې د لرغوني نړۍ د سکو د پرمختګ لنډیز وړاندې کړي، خو (سکې او مډالونه) یوازې د مقدوني سکندر نه وروسته د هلېنیستي ختیځ سکو په اړه یوه لنډه برخه لرله او د باختر (افغانستان) په اړه یې هېڅ پوښښ نه درلود. کهزاد یو ساده ایډیالوګ نه و؛ هغه یو اصیل او ژور عالم و چې د سرشارې تاریخي لېوالتیا څخه یې روح مالامال و. د هغه لیکنې د اکاډمیکې ژمنتیا انعکاس وې او د هغه د همدې لنډ مونوګراف پاتې برخه د افغانستان د لرغونو سکو لپاره د یو لارښود کتاب حیثیت لري. په دې لارښود کې هره برخه کرونولوژیک ترتیب شوې ده، د اسلام-څخه- مخکې واکمنۍ سکو څخه پیل بیا تر کابلشاهانو او بلاخره تر هغه دورې چې مسلمانانو پر کابل یرغل وکړ او ګڼ شمېر اثار یې تخریب کړل، هره برخه د زماني واټن پر بنسټ جلا شوې ده.
لکه څنګه چې کهزاد وکولی شول چې د باګرام زړه راښکونکو اثارو ته د عامو افغانانو او دولتي چارواکو پام را جلب کړي، هغه د سکو په اړه کتاب هم د یوې ورته ډراماتیکې موندنې په سیاق کې چې د زرګونو لرغونو سکو یوه ستره زېرمه په ۱۹۳۳ کې د کابل ختیځ ته په چمن حضوري کې د پوځي تمرین د ډګر پر مهال رابرسېره شوه، ولیکله. که څه هم د کهزاد کتاب په مستقیم ډول دغو سکو ته ځانګړی شوی نه و ځکه چې د چمن حضوري سکې تر باختري وړاندې پېر پورې اړوندې وې، حال دا چې کهزاد د باختري دورې نه تر کابلشاهانو پورې د سکو د تاریخ اړوند څیړنې کولې خو په خپله د کابل په زړه کې د دومره زېرمو رابرسېره کېدل د سکې پوهنې موضوع په خورا مناسب وخت کې را پورته کړه. د کهزاد د کتاب تر څنګ، د کابل موزیم لا مخکې یوه ځانګړې خونه لرله چې د هغو سکو ننداره یې وړاندې کولې چې هندي لیکوال سلیمان ندوي ورته د افغانستان د (یوناني او بودایي دورې) نوم ورکړی و او دا ټولګه وروسته د چمن حضوري د غوره سکو په ورزیاتېدو لا بډایه شوه. لکه ګودار د Antiquités bouddhiques de Bamiyan ژباړې په څېر، د کهزاد د سکو لارښود کتاب هم یولس پاڼې لوړ کیفیت انځورونه لرل او دا ځل یې د ټولو هغو سکو دقیق انځورونه وړاندې کړل چې ده پرې خبرې کړې وې. موزیم ته څېرمه، د دارالامان ماڼۍ ترڅنګ، په داسې شرایطو کې چې خپرونې لا هم نسبي ډول محدودې او نیمګړې وې، د دغو قیمتي انځورونو شتون د دولت پانګونې ګچه څرګندوي تر څو د ټولنې د هڅو له لارې داسې ملي تاریخ جوړ کړي چې پکې د افغانستان لرغونی تېر د یونان او هند د تمدنونو د یو سیال په توګه راڅرګند شي.
د ۱۹۳۰مو کلونو تر پایه، کهزاد د آریانېزم ځانګړې بڼه تبلیغوله او لرغونی افغانستان یې د آریانا او د هغه د تاریخي تمدن په چوکاټ کې معرفي کاوه. د کهزاد دا تصور د نولسمې پېړۍ د بریتانوي ختیزپوه اچ. اچ. ویلسن (H.H. Wilson, 1786–1860) له لېتریچر سره هم همږغی و. خو لکه څنګه چې د یعقوب حسن په لیکنو کې مو ولوستل د آریانېزم نظریات لا له وړاندې د کابل ادبي ټولنې د ناستو-پاستوپه محراق کې و. له هغې وروسته چې ادبي ټولنه د خپل تکامل دوهم پړاو ته ولېږدول شوه او د افغانستان د لرغونې پښتو ژبې د پراختیايي مطالعاتو لپاره د (پښتو تولنه) په نوم بدله شوه، کهزاد په کابل مجله کې یوه مقاله خپره کړه چې عنوان یې و: آریانا، یا افغانستان قبل از اسلام . تر ۱۹۴۲ پورې، کله چې هغه په ۱۹۳۷ کې د پښتو تولنې د تاریخ څانګې مرستیال رئیس او په ۱۹۴۲ کې د افغانستان تاریخ ټولنې بنسټګر رئیس شو، کهزاد د یو بشپړ مونوګراف له لارې د اوسني افغانستان او لرغوني آریانا ترمنځ پیوستون ته ځانګړی کړ، خو د تاریخ ټولنې دوره موږ ددې مقالې د موضوع له چوکاټه بهر وړي؛ د دې مقالې موخه دا وه چې د ۱۹۳۰مو کلونو د تاریخي-لیکنې هغه انقلابي بدلونونه وڅېړي چې د افغانستان د ملي تاریخ د لیکلو بڼه یې بدله کړه.
پایله
تاریخ، په ځانګړي ډول لرغونی تاریخ، د افغانستان د تر ټولو نامتو او د دولتي علمي بنسټ، یعنې د کابل ادبي ټولنې، له اصلي څېړنیزو موضوعاتو څخه و. د دې ټولنې له خوا د نویو تاریخي لیکنو مسیر د خپلواکۍ او له هغې سره د رامنځته شویو نویو نړیوالو اړیکو په لړ کې د وده وکړه. د کابل ادبي ټولنې تر سیوري لاندې لیکل شوې تاریخي لیکنې د پخواینو واکمنو دودیزو سلطنتي او نسبي (genealogical) تاریخلیکنې او همدارنګه د پارسي ژبې له دودویزو ژانرونو سره په پرتله چې تر ۱۹۲۰مو کلونو پورې د دربار په رسمي ملاتړ غوړېدلی و، په بنسټیز ډول نوې لارې چارې وړاندې کړې. د نویو تاریخلیکونکوتوپیر د سرچینو او تګلارو له اړخه او هم او هم د تمرکز د دورې له مخې څرګند و. په دغه لږ تر لږه یوې لسیزې کې، د (لرغوني تاریخ) نوې څانګه رامنځته شوه چې د دېرشمو کلونو په پای کې یې د افغانستان د تاریخي هویت نوې طرحه وړاندې کړه، هغه طرحه چې افغانستان یې د «آریانا» په توګه تصور کاوه.
که څه هم د نوموړي ماډل سیاسي اغېزې ددې مقالې له هدفه چې یوازې فکري او روښانفکرانه پرمختیاوې څاري، بهر دي. خو دا خبره د یادولو وړ ده چې ددې نوي آریایي تاریخلیکنې ماخذونه او سرچینې تر ډېره د انګلیسي او فرانسوي ژبو په ادبیاتو کې وې. که نورې څېړنې وشي، ښايي څرګنده کړي چې د همدې دورې په ترڅ کې جرمني فکري اغیزې هم د هندي او افغان روڼ اندو په شخصیت جوړونه کې مشاهده شي. ځکه دا هغه وخت و چې جرمني د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي او پراختیايي شریک شو او د کابل فرانسوي او انګلیسي ژبو ښوونځیو ته یو جرمنژبی بدیل، اماني لېسه (Amani-Oberrealschule) په ۱۹۲۴ کې ور زیاته شوه. مګر ددې مقالې ساحه یوازې تر هغو څیړنو او اثارو پورې محدوده ده چې د یوه فکري چاپیریال مسیر څرګندوي چې د کابل د ادبي ټولنې تاریخ لیکونکي او ددغې دورې روښانفکران د فرانسوي او انګلیسي مدني چتر سره نښلوي، نه له الماني څېړنو سره. د خپلواکۍ په تعقیب د افغانستان د نویو ښوونځیو له لارې رامنځته شوې دغه فکري اړیکې د نړۍ یو ډېر پراخ او لرغونی افق پرانیست، یو داسې افق چې حتا د فیض محمد کاتب په څېر ستر تاریخ لیکوال ته یې د پارسي او عربي سرچینو په پرتله یو پراخ نړیوال بدیل معرفي کړ چې د افغانستان هویت او تاریخ یې د نړۍ د یوې څلورلارې په توګه رامخې ته کړ. ۱۹۳۰مه لسیزه، د نورو علمي څانګو په څېر، د افغانستان د فکري تاریخ لپاره یو مهم او انقلابي پړاو وګرځېد.
لکه څنګه چې د یوې کوشنۍ روڼاندې طبقې د علمي لیکنو د اغېزمنتیا پوښتنه باید د هماغه وخت په شرایطو کې مطرح شي. د ځواب په توګه، په ډاډ سره ویل کېدی شي چې په دغه مقاله کې د کابل ادبي ټولنې خپرونو لوستونکي لږ تر لږه د کابل د ادبي ټولنې او د هغې د ځای ناستې، پښتو ټولنې غړو په ګډون د پوهنې د وزیر محمد نعیم خان او د دربار شاعر «ملکالشعرا» عبد الحق بتاب څخه نیولې تر ګڼو نورو روڼ اندو، ښوونکو او مامورینو پورې شامل دي چې نږدې د ټولې فکري او سیاسي ادارې استازیتوب کوي. نورو لوستو افغانانو په کابل او ښایي په نورو لویو ښارونو کې هم د ټولنې خپرونو ته لاسرسی درلود، په ځانګړي ډول د ولایتونو هغه افغانان چې له دولت سره یې تړاو درلود، ځکه چې د کابل کالنۍ خپرونې د یوې رسمي جریدې په توګه هم کارول کېدلې.
په راتلونکو کلونو کې د کهزاد نظریې «آریانا د افغانستان په توګه تصور» ګڼ نور غږونه او اوریدونکي وموندل. دا غږونه نه یوازې د نوي نسل ماشومانو د نومونو په ایښودلو کې څرګند شول چې د کهزاد په تاریخي لیکنو کې روزل شوي و، بلکې په ۱۹۵۵ کې د افغانستان ملي هوايي کرښه هم «آریانا» ونومول شوه، له هغې سربیره د اریانا په نوم د بس ترانسپورتي څانګه هم جوړه شوه چې په ټکټونو باندې یې د بامیانو د بودا د مجسمو انځور ځای پر ځای شوی و. تر ۱۹۶۷ پورې د افغانستان دوهمه هوايي کرښه «باختر الوتنه» هم د اسلام څخه مخکې برم په لور پام ور واړاوه، ځکه چې «باختر» یا (بکتریا) تر اسلام وړاندې د افغانستان زرین پېر موږ ته متصور کوي. خو د ۱۹۳۰ لسیزې د بدلونونو د ټینګار لپاره، ښايي د ملي هویت په لرغوني لوري اړولو تر ټولو روښانه نښې په ۱۹۳۹ کې راښکاره شوې وې. په همدې کال کې لومړی د «باختر خبري آژانس» تاسیس شو چې د حکومتي مطبوعاتو ادارې تر څار لاندې یې فعالیت کاوه؛ او دوهم «د افغانستان بانک» جوړ شو. دغو پرمختیاوو په افغانستان کې د سکې، ټاپې او رسمي سند په بڼه کې ګڼ اسلامي او دودیز حاکم سمبولیزم تر شا پرېښودلی شول او د افغانستان بانک نښان د (Eucratides I) واکمني (شاوخوا ۱۷۱–۱۴۵ ق.) د یوې یوناني-بکتریایي سکې پر بنسټ جوړ شو. د بانک نښان لپاره د سکې د مخ اړخ څخه استفاده ونه شوه ځکه چې په هغه کې د یوکراتیډ د سر خولۍ لرونکی انځور د کهزاد د ملي تاریخ له هغې کیسې سره سمون نه درلود چې بهرني «یونانیان» د کورنیو«کوشانیانو» (د باګرام واکمنانو) سره په ښه توګه نه شوی پرتله کېدی. برعکس، د سکې شاتنی اړخ د افغانستان بانک د نښان لپاره غوره شو. په هغه کې دیوکوري پر آسونو سپاره ښکارېدل، دΒΑΣΙΛΕΩΣ ΜEΓΑΛΟΥ EΥKPΑΤΙΔΟΥ «د ستر پاچا یوکراتیډ» لیکنه یې په منځ کې لیکل شوې وه او د باندې په کړۍ کې د «د افغانستان بانک» نوم په عربي لیکدود او د بنسټ کال (۱۹۳۹/۱۲۱۸) په لوېدیځو او ختیځو عربي شمیرو کې کښل شوی و. د دې ګردي نښان لاندې دوه ښکرونه جوړ شوي و چې له هغو څخه سکې تویېدلې چې د لرغوني آثارو خزانه پکې د ملي شتمنۍ په توګه وړاندې شوې وه. په حقیقت کې، له هغه نه لږ تر لږه یو کال وروسته چې کهزاد د لرغونو سکو په اړه خپله مقاله «مسکوکات قدیم افغانستان» خپره کړه، د یوکراتیډ د تترادراچ tetradrachm of Eucratides I سکه د بانک د نښان لپاره غوره شوه. د نوموړې سکې انځور د کهزاد په اثر کې هم راغلی و. د افغانانو د لرغوني تیر بیا موندنې نړیوال اړخ ته په کتو د همدې سکې د کهزاد د فرانسوا لینورمان فرانسوي ژباړې ( سکې او مډالونه) کتاب کې هم د افغان سکې په توګه دغه یوازینی انځور و.
که د سکو او یا د اقتصاد له اړخه وګورو، د ادبي ټولنې خپرونو او د کهزاد لیکنو «د افغانستان بانک» او درې کاله وروسته د «افغانستان تاریخ ټولنې» جوړښت ته یې نوی نظم ورکړ، او دا ټول په ورته وخت کې د فکري شبکو یو ډول نړیوالتوب و چې افغانستان ته یې وږم او الهام رسیدلی و. د بانکدارۍ د دندو پېژندګلوي عامو افغانانو ته لومړی ځل د حبیب الله طرزي په یوه مقاله کې وشوه چې د سوداګرۍ وزارت د رسمي مجلې «اقتصاد» لپاره یې لیکلې وه. دغه مجله په ۱۹۳۲ کې، د کابل ادبي ټولنې او کابل مجلې سره نږدې هممهاله تاسیس شوې وه. طرزي چې د ۱۹۲۳–۲۴ او ۱۹۲۸–۲۹ کلونو ترمنځ د افغان پلاوي د مشر په توګه پاریس ته تللی و، وروسته کابل ته راوګرځېد تر څو د بهرنيو چارو د مرستیال وزیر په توګه (۱۹۳۲–۳۳) د فرانسې بېلابېلې تجربېافغانستان ته انتقال کړي. په دې توګه، د معاصر افغان فکري ژوند د هغه نړیوالو تجربو سره ونښلو شو چې پر مټ یې د چاپ کلتور او وارد شوي نظرونه د اقتصادي پوهې د خپرېدو لپاره کار وکړ، لکه څنګه چې یې د تاریخي پوهې په برخه کې اغېز کړی و. هغه میکانیزمونه چې د نوې تاریخلیکنې په رامنځته کېدو کې تحول راوړ، وروسته ډېر عام او پراخ شول.
دا مقاله ددې پر ځای چې د نشنلزم یا آریاییزم پر سیاست یې تمرکز کړی وي، د افغان فکري تاریخ په یوې کوشنۍ څانګه کې د یوې ونډې په توګه هڅه کړې چې هغه میتودولوژیک او تطبیقي بدلونونه روښانه کړي چې د افغانستان ته یې نوي فکرونه راوړل او هغو بیا د تاریخلیکنې بڼه بدله کړه. د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د افغانستان پر پیاوړي تمدني تداخل وروستیو څېړنو ته په کتو، د ۱۹۳۰ مو لیکوالو د نړیوالو شبکو پر مټ د نویو افکارو له لارې کابل له نړۍ له فکري پرمختیاوو سره همږغی او روان کړ. راتلونکې څېړنې پر هغو ګڼو غیر تاریخي مقالو چې د ادبي ټولنې له خوا خپرې شوې وې د دې توان لري چې دغه میتودونه نور هم وغځوي؛ په همدې توګه د ۱۹۳۰ لسیزې د نورو مجلو او ټولنو په اړه څېړنې هم د ډېر ورته وړتیا څخه برخمنې دي. له بدمرغه زموږ په ګران هېواد کې د پوځي او سیاسي تاریخ سلطه دومره پیاوړې وه چې د معاصر افغان فکري تاریخ ډګر لا هم په ابتدايي پړاو کې دی. دغه ډګر پراخ دي مګر تر ډېره لا هم ناسپړل شوی پاتې دی، خو د نوې روښانفکرۍ هغه لیکنې چې ددغې دورې د نویو ښوونځیو او بنسټونو څخه سرچینه اخلې، دا وړتیا لري چې په افغانستان کې د ټولنیز تکامل او تفکر د متخلفو پړاوونو یو ژوندی تاریخي انځور وړاندې کړي.
اخځلیکونه
- اخبار، پیسہ (۱۹۰۹). افغانستان کے طبیعی، جغرافیائی، تاریخی اور تمدنی حالات (لاہور: خادم التعلیم اسٹیم پریس)
- علی، میر اشرف (۱۸۴۵). تاریخ افغانستان. بمبئی: مطبعه فضل الدین خمکار
- درانی، سلطان محمد خان بن موسی خان(۱۲۹۸/ ۱۸۸۱) . کتاب مسمّی به تاریخ سلطانی. بمبئی: مطبعه جهاننما شرکت محمدی
- غبار، میر غلام محمد (۱۳۲۲/۱۹۴۳) . احمد شاه بابای افغان. کابل: مطبه عمومی
- گدار، آندره (۱۳۱۵/۱۹۳۶ ) (ترجمه احمد علی خان کهزاد). آثار عتیقهی بودایی بامیان.۲ جلد. کابل: انجمن ادبی کابل
- گدار، آندره، مادام گدار و آلفرد فوچر(۱۳۷۲/۱۹۹۴)(ترجمه احمد علی خان کوهزاد ). آثار عتیقه بامیان در «هزارستان».۲ جلد در ۱ (قم: مؤسسه مطبوعاتی اسماعیلیان).
- حبیبی، عبدالحی(۱۹۶۸). نگاهی به تاریخنگاری و آغاز انجمن تاریخ افغانستان. افغانستان ۲۱، ش ۲، صص ۱–۱۹
- حاکین، پروفیسر(۱۳۱۶/ ۱۹۳۷). آثار عتیقهٔ کوتل خیرخانه، ترجمهٔ سید قاسمخان ریښتیا. کابل: مطبعهٔ عمومی/انجمن ادبی کابل
- هزاره، ملا فیضمحمد کاتب ) ۱۳۷۹/۲۰۰۰(. نژادنامهٔ افغان. کابل: شرکت کتاب شاهمحمد
- یاورسکی، اېوان لاورویچ (۱۹۶۸). (ترجمه عبدالغفور بریښنا). سفارت روسیهٔ تزاری به دربار امیر شیر علی خان در سالهای ۱۸۷۸ و ۱۸۷۹ میلادی. (کابل: دولتی مطبعه)
- خافی، میرزا یعقوبعلی (۱۳۳۴/۱۹۵۶). پادشاهان متأخر افغانستان. کابل: انجمن تاریخ افغانستان
- خان، امیر عبدالرحمن (۱۳۰۳/۱۸۸۵). پندنامهٔ دنیا و دین. کابل: مطبعه دولتی
- خان، امیر عبدالرحمن (۱۳۲۲/۱۹۰۴). تاجالتواریخ. بمبئی: مطبعهٔ فیضرسان
- خان، حاجی محمد (۱۹۰۷). ذکر شاهی اسلام. دهلی: مطبعهٔ نظامی
- خان، سلطان محمد (۱۲۹۸/۱۸۸۱). تاریخ سلطانی
- حسن، یعقوب. نگاهی به منشوریا: تحقیق ترجمان انجمن ادبی، کابل ۱۶، ۲، ۴
- حسن، یعقوب (۱۳۱۴/۱۹۳۶). نگاهی به تاریخ قدیم افغانستان. سالنامه کابل ۴
- حسن، یعقوب (۱۹۳۵). تاریخ زبانها در افغانستان. سالنامه کابل ۳، ۱۳۱۳ ، ص۱۱۹ – ۱۳۰
- کهزاد، علي احمد (۱۹۳۷). حفریات جدید در افغانستان. سالنامه کابل ۵ (۱۳۱۵)
- کهزاد، علي احمد (۱۹۴۳). کابل: نشریات مدیریتی عمومی تاریخ. (۱۳۲۱/ ۱۹۴۲-۴۳)
- کهزاد، علي احمد (۱۹۳۹) . اریانا یا افغانستان قبل از اسلام. مجله کابل ۹، ۱۱
- کهزاد، علي احمد (۱۹۳۸). باګرام. کابل ۸، ۶ (۱۳۱۷)
- کهزاد، علي احمد (۱۹۳۸) . مسکوکات افغانستان قبل از اسلام. سالنامه کابل ۶ (۱۳۱۵)
- کهزاد، علي احمد(۱۹۳۸) . باګرام. کابل: مطبعه ی عمومی/ انجمن ادبی کابل (۱۳۱۷)
- کهزاد، علي احمد (۱۹۳۷) . امپراتوری کوشان. کابل: مطبعه عمومی/ انجمن ادبی کابل (۱۳۱۶)
- کهزاد، علي احمد (۱۹۳۸) . مسکوکات قدیم افغانستان. مطبعه عمومی/ انجمن ادبی کابل (۱۳۱۷)
- مہنی، سید محمد حسین اغلب (۱۹۰۴). نیرنگ افغان: یعنی قومی اور ملکی تاریخ افغانستان (لکھنؤ: مطبع شمع اودھ)
- نأئل، حسین (۱۹۸۷). کهزاد و پژوهش او. کابل: مرکز علوم اجتماعی، ۱۳۶۶
- ندوی، سید سلمان (۲۰۰۸). سیر افغانستان (لاهور: سنگ میل)
- نظام، محمد (مترجم عبدالغفور خان امینی) (۱۹۳۷). سلطان محمود. کابل ۸۰، ۷، ۸ (۱۳۱۶)
- ریښتیا، سید قاسم (۱۹۴۶). آموزش در افغانستان. افغانستان ۱، ۱ (
- روستایی، محسن (۲۰۰۶). تاریخ نخستین فرهنگستان ایران به روایت اسناد. (تهران: نشر نی، ۱۳۸۵)
- طرزی، حبیبالله (۱۹۳۲). بانک و تاریخ بانکداری، اقتصاد ۲، ۱ (۱۳۱۰)، صص ۳–۶
- طرزی، محمود (۱۹۱۳). زبان افغانی اجداد زبانها است. سراج الأخبار، سال ۲، شماره ۹ (۱۲۹۱)
- طرزی، محمود (۱۹۱۲). افغانستان. کابل: مطبعه عنایت، ۱۳۳۰
- نظامی، خواجه حسن (۲۰۰۷). سفرنامه افغانستان. لاهور: آتشفشان
- رحین، عبدالرسول (۲۰۰۳). آغاز کتابنویسی و طبع کتاب در افغانستان. آریانا (در تبعید) ۵، ش ۳ (انجمن فرهنگی افغانستان در سویدن)
- Adamec, Ludwig W. 1974. Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century: Relations with the USSR, Germany, and Britain. Tucson: University of Arizona Press.
- Ahmadi, Wali. 1982. Kabul Literary Society. Vol. 15. London: Routledge & Kegan Paul.
- Ahmadi, Wali. 2008. Modern Persian Literature in Afghanistan: Anomalous Visions of History and Form. London: Routledge.
- Baiza, Yahia. 2013. Education in Afghanistan: Developments, Influences and Legacies since 1901. London: Routledge.
- Benoit, F. 1929–30. “Modern Education in Afghanistan under King Amanullah Khan.” Visva-Bharati Quarterly 7 (1).
- Bopearachchi, Osmund. 2007. “Alfred Foucher et les études numismatiques en Afghanistan.” Comptes rendus de l’Académie des Inscriptions et Belles-Lettres 151 (4).
- Childe, V. Gordon. 1926. The Aryans: A Study of Indo-European Origins. London: Kegan Paul.
- Crews, Robert D. 2015. Afghan Modern: The History of a Global Nation. Cambridge, MA: Harvard University Press.
- Crook, David. 2007. Darwin’s Coat-tails: Essays on Social Darwinism. New York: Peter Lang.
- De Laugier de Beaurecueil, Serge. 1962–63. “Les publications de la Société d’Histoire de l’Afghanistan.” Mélanges de l’Institut Dominicain d’Études Orientales du Caire 7.
- Dollot, René. 1937. L’Afghanistan: Histoire, description, mœurs et coutumes, folklore, fouilles. Paris: Payot.
- Fenet, Annick. 2010. Documents of Militant Archaeology: The Foucher Mission in Afghanistan (1922–1925). Paris: Mémoires de l’Académie des Inscriptions et Belles-Lettres.
- Frye, Richard N. 1944. “Oriental Studies in Afghanistan.” Journal of the American Oriental Society 64 (3).
- Fuhrmeister, Christian, Hubertus Kohle, and Veerle Thielemans, eds. 2009. American Artists in Munich: Artistic Migration and Cultural Exchange Processes. Berlin: Deutscher Kunstverlag.
- Gabus, Jean. 1957. Report concerning the Kabul Museum: Current State and Modernization. Kabul.
- Musée National d’Afghanistan. 1961. Kaboul: Visitor’s Guide and Partial Catalogue of Objects Exhibited in the Archaeology Section. Kabul: Musée National d’Afghanistan.
- Ghani, Ashraf. 1978. “Islam and State-Building in a Tribal Society: Afghanistan, 1880–1901.” Modern Asian Studies 12 (2).
- Girs, G. F. 1986. “The First Printed Books of Afghanistan.” In Monuments of History and Literature of the East, edited by D. I. Onaeva and I. A. Tovstykh, 115–32. Moscow: Nauka.
- Godard, Andre. 1928. The Buddhist Antiquities of Bamiyan. Paris and Brussels: G. van Oest.
- Green, Nile. 2016. “A History of Afghan Historiography.” In Afghan History through Afghan Eyes, edited by Nile Green. New York: Oxford University Press.
- Gran-Aymerich, Eve, and Mina Marefat. 2013. “Godard, André.” In Afghanistan in Ink: Literature between Diaspora and Nation, edited by Nile Green and Nushin Arbabzadah. New York: Columbia University Press.
- Green, Nile. 2012. “The Road to Kabul: Automobiles and Afghan Internationalism, 1900–1940.” In Beyond Swat: History, Society and Economy along the Afghanistan-Pakistan Frontier, edited by Magnus Marsden and Benjamin Hopkins. New York: Columbia University Press.
- Green, Nile. 2011. “The Trans-Border Traffic of Afghan Modernism: Afghanistan and the Indian ‘Urdusphere.’” Comparative Studies in Society and History 53 (3).
- Gregorian, Vartan. 1967. “Mahmud Tarzi and Saraj-ol-Akhbar: Ideology of Nationalism and Modernization in Afghanistan.” Middle East Journal 21 (2).
- Grevemeyer, Jan-Heeren. 1981. “Bericht über die publizierte afganische Historiographie.” In Neue Forschungen in Afghanistan, edited by Carl Rathjens. Opladen: Leske + Budrich.
- Grevemeyer, Jan-Heeren. 1987. Afghanistan: Sozialer Wandel und Staat im 20. Jahrhundert. Berlin: Express Edition.
- Grigor, Talinn. 2005. “Of Aryan Origin(s), Western Canon(s), and Iranian Modernity.” In Repenser les limites: l’architecture à travers l’espace, le temps et les disciplines. Paris: INHA.
- Habibi, Abdul Hai. 1968. “A Glance at Historiography and the Beginning of the Historical Society of Afghanistan.” Afghanistan 21 (2): 1–19.
- Hackin, Joseph, and Jean Carl. 1936. Recherches archéologiques au col de Khair khaneh près de Kābul. Paris: Les Éditions d’art & d’histoire.
- Indian Historical Records Commission. 1939. Proceedings of Meetings, Vol. 15: Fifteenth Meeting Held at Poona, December 1938. Delhi: Government of India Press.
- Kaiwar, Vasant. 2003. “The Aryan Model of History and the Oriental Renaissance: The Politics of Identity in an Age of Revolutions, Colonialism and Nationalism.” In Antinomies of Modernity: Essays on Race, Orient, Nation, edited by Vasant Kaiwar and Sucheta Mazumdar. Durham, NC, and London: Duke University Press.
- Lopez, Donald S., ed. 1995. Curators of the Buddha: The Study of Buddhism under Colonialism. Chicago: University of Chicago Press.
- Marashi, Afshin. 2008. Nationalizing Iran: Culture, Power, and the State, 1870–1940. Seattle: University of Washington Press.
- McChesney, R. D. 2015. “‘The Bottomless Inkwell’: The Life and Perilous Times of Fayz Muhammad ‘Katib’ Hazara.” In Afghan History through Afghan Eyes, edited by Nile Green. New York: Oxford University Press.
- McChesney, R. D. 2012. “Historiography in Afghanistan.” In Persian Historiography (History of Persian Literature, vol. 10), edited by Charles Melville. London: I.B. Tauris.
- Nasiri-Moghaddam, Nader. 2004. L’archéologie française en Perse et les antiquités nationales (1884–1914). Paris: Connaissances et savoirs.
- Nawid, Senzil. 2012. “Historiography in the Sadduzai Era: Language and Narration.” In Literacy in the Persianate World: Writing and the Social Order, edited by Brian Spooner and William L. Hanaway. Philadelphia: University of Pennsylvania Press.
- Nawid, Senzil. 2012. “Language Policy in Afghanistan: Linguistic Diversity and National Unity.” In Language Policy and Language Conflict in Afghanistan and Its Neighbors: The Changing Politics of Language Choice, edited by Harald F. Schiffman. Leiden: Brill.
- Nawid, Senzil. 2015. “Writing National History: Afghan Historiography in the Twentieth Century.” In Afghan History through Afghan Eyes, edited by Nile Green. New York: Oxford University Press.
- Nunan, Timothy. 2016. Humanitarian Invasion: Global Development in Cold War Afghanistan. Cambridge: Cambridge University Press.
- Olivier-Utard, Françoise. 1997. Politique et archéologie: Histoire de la Délégation archéologique française en Afghanistan (1922–1982). Paris: Éditions recherche sur les civilisations.
- Perry, John R. 1985. “Language Reform in Turkey and Iran.” International Journal of Middle East Studies 17 (3).
- Pouillon, François, ed. 2012. Dictionnaire des orientalistes de langue française. Paris: Karthala.
- Rapson, E. J., ed. 1922–37. The Cambridge History of India. Vol. 1: Ancient India. 5 vols. Cambridge: Cambridge University Press.
- Rizvi, Kishvar. 2007. “Art History and the Nation: Arthur Upham Pope and the Discourse on ‘Persian Art’ in the Early 20th Century.” Muqarnas 24.
- Schinasi, May. 1979. Afghanistan at the Beginning of the Twentieth Century: Nationalism and Journalism in Afghanistan: A Study of Seraj ul-Akhbar (1911–1918). Naples: Istituto Universitario Orientale.
- Shah, Sirdar Ikbal Ali. 1955. “The Historical Society of Afghanistan.” Afghanistan 10 (1).
- Smith, Vincent A. 1904. The Early History of India from 600 B.C. to the Muhammadan Conquest, Including the Invasion of Alexander the Great. Oxford: Clarendon Press.
- Steffan, Roland, Abdullah Breshna, Habib Brechna, and Steffen Harms. 2001. Der Bazar von Kabul: Schnittpunkt der Kulturen: aus dem Nachlass des afghanischen Künstlers Abdul Ghafur Brechna. St. Gallen: Stiftung St. Gallen Museen.
- Tissot, Francine. 2006. Catalogue of the National Museum of Afghanistan, 1931–1985. Paris: UNESCO.
- Trautmann, Thomas R. 1997. The Aryans and British India. Berkeley: University of California Press.
- Trautmann, Thomas R. 2009. The Clash of Chronologies: Ancient India in the Modern World. New Delhi: Yoda Press.
- Vleck, Jenifer Van. 2009. “An Airline at the Crossroads of the World: Ariana Afghan Airlines, Modernization, and the Global Cold War.” History and Technology 25 (1).
- Wide, Thomas. 2014. “The Refuge of the World: Afghanistan and the Muslim Imagination, 1880–1922.” PhD diss., University of Oxford.
- Wilson, H. H. 1841. Ariana Antiqua: A Descriptive Account of the Antiquities and Coins of Afghanistan; with a Memoir on the Buildings called Topes, by C. Masson. London: East India Company.
- Zia-Ebrahimi, Riza. 2011. “Self-Orientalization and Dislocation: The Uses and Abuses of the ‘Aryan’ Discourse in Iran.” Iranian Studies 44 (4).