INSAN Magazine

تخیل الهي نښه

اسد ۲۶مه ۱۳۹۸

خیال د فرد ورکه-ویده برخه ده! دا نه د واعظ له دم او دعا جوړېږي، نه یې رنسانسي اکاډمیکې معلوماتي پوهې پر خپلو زده کړیالانو لورولای شي، ځکه چې خیال الهي جنس دی. غوښتل مې د خیال په اړه خپلې شخصي موندنې، دلته آسانه له نورو سره شریکې کړم؛ خو خبر نه چې زما ذهن او زېرمې یې او لاسي شوې ښکلاوې یې څومره پر حواسو، ادراکاتو او انساني اګاهۍ تاو را تاو شوي دي!!!

له دې سربېره: څومره ځنډ به د عقل، استدلال او منطق تعویذونه، د خیال ناآشنا ژبه را منتر کړي! او دې سره به څومره وخت وغواړي، چې د دروني غږونو، لفظي کولو لپاره، د فزیکي ژبې سره او شنه کمیسونه او پرتګونه، تور- ژېړ ټیکري او شالونه زما لاس ونیسي!

دادی اوس دې چارې ته را جلا شوم؛ وګورو، چې څومره «خپل» تل کې د خېال خدایي نښه را ویښولای او له هغې څخه د حقیقت د ناکشف شوې، بې کلمې، بې خبرو، بې تصویره، او بې شکله هندسه، د کلمې په غلاف کې، دغه مادي- ذهني جهان کې، ستاسو د زړونو قدمو ته غوړولای شم!؟

«باور وکړئ، ټوله خبره چې باید وشي، یوه ده! کټ مټ یوه کلمه؛ خو دغه «معجزه کلمه» د ذهن په اوږده مثنوي کې، ورکه او پټه او نامعلومه پاتې ده. ځکه یوه خبره بیا بیا داسې را څخه مقاله کېږي.»

کلمې، سولېدلې وسلې!

اوه! کلمې څومره زړې او سولېدلې وسلې دي! موږ، روزل شویو عقلونو-ذهنونو هر مقتول په دې کالتوسو ویشتی او خپل غیرت مو د زیارتونو په عنعنه کې تلپاتې کړی!

د «مرګ» کلمه که نه وای، وژونکې ایډیالوجۍ به خلع سلاح شوې وای، مرګ به مرګیالان نه وه موندلي!

که ذهن دوزخي نه وای د «اور!» ناره به یې نه کولای!

کلمه د خدای تعالی سپین غږ او خط او فرمان دی، خو انساني اګاهۍ هغه په وینو تویولو عادت کړه. بل له آزادۍ، ژوند او خوشحالۍ منع کول، د انساني اګاهۍ کار دی.

«بند، وژنه، سوځونه او لوټنه» یوازې په انساني ژبه کې معنا لري، مرغان، سیندونه، چینې او توپانونه له دې معناوو تش دي.

خیال او د نبوغ اشباع

انسان چې د خیال پر ځای د ذهن غلام شو، ژبه وینې توېلو ته را بې لارې شوه.

خیال د خدایي ارادې، د ورک افق په لور را څخه ورکه کړکۍ ده. خیال د تخلیق د خزانې دوباره کشف دی.

انسان په خپل خیال سره خلیفه دی، نمونه دی، آسماني بیلګه دی او د تخلیق ژوندی فلسفي دی.

خیال د مینې په ورک سیند کې، د ذهني بېسوادۍ وینځل او د نبوغ اسرارو څخه اشباع کېدل دي.

اوس غواړم دلته د کلمو په زیر او بم کې، د خرد او اګاهۍ تازه معناوې او ژوندۍ غورځې پرزې تمثیل کړم.

د تخلیق اخلاق دادي، چې تازه ویناوې، نوې ښکلاوې، او د حقیقت بې شکله خواوې را ظاهرې شي او انساني اګاهي تازه خواړه تر لاسه کړي.  

په دې ژبې سره، چې معرفت یې په مثبت او منفي، لوړ او ټیټ، سپین او تور، عشق او کرکه...وېشلی، دې ته خوار یم، چې بې متنه حقیقت، «ساده» را «ترجمه» کړم!

رښتیا چې ذهني حافظې ته پیچکاري شوي معلومات، اخلاق او باورونه، له لومړني حقیقت څخه، له ټول او پوره حقیقت څخه، له هماغه ساده، بېسواده، بې متنه او ژوندي حقیقت څخه، چې هم د بې وطنه وحشي مرغۍ په سترګو کې را ټول شوی او هم ټول زماني- مکاني کهکشانونه په کې را ټول دي؛ ډېر خالي او پردي دي!

ځکه نو ذهن خوار ځواکه دی!

ځکه نو د شاعر او پنځوال زړه په دومره مادي اشباع کې، په ناجنسه غذا پسې آهونه پورته کوي!

ځکه نو دروني حواس او د فرد پټ «خپل» د ذهن د سربدالۍ په شېبه کې، د بې کلامه  حقیقت وږمه او چوپ غږ اوري او بې رنګه، ناآشنا او له ژبې او بیانه ارت غږ خپله شانداره ننداره وړاندې کوي.

او همدا لامل دی، چې «ګل» بیا بیا د شاعر په خیال کې ګل کوي. لیلي بیا بیا د پنځ په رحم کې، څېره راوړي او د هنر نوی نسل بهر را وباسي.

اوس زما لخوا په خیال باندې تبصره روانه ده! او خیال زموږ انساني ګټیالې او شهرت طلبې اګاهۍ په څټ وهلي، ځکه نو ژوند شته! خوراک، څښاک او پوښاک شته!! خو زیاتره، بلمنګه، پیکه، کاغذي، او کنسرو شوي!

 

غږ د حقیقت سپوږمکۍ

حقیقت د غږ په سپرغۍ سره هستي پنځوي او یوه یوه هستي پالي او یوه یوه، خپل سرنوشتي سرمنزل ته ستنوي. «غږ» د ټولې هستۍ کلمه ده. ځمکه، ستوري، کائینات، کهکشانونه، لمر، سپوږمۍ، غرونه، سیندونه، درې، دښتې، اوبه، هوا، فضا، زمان، مکان...هرڅه د غږ له چینې را اورېدلي.

هرڅه په غږ کې سپاره راغلي هرڅه په غږ کې ژوند کوي په غږ کې ځانخبري کېږي او د اګاه سپرغیو په څېر، د بې شکل غږ اقیانوس ته ستنېږي.

غږ د هستۍ الفبا

«کلمه» د ټولې هستۍ الفبا ده. هره سندره، هره نغمه، هره ترانه، هره ښکلا، د کلمې د دایمي حرکت او نڅاه الوتي او جلا شوي پړکونه او تالونه دي.

دا ټول «الهي غږ» دی، چې هم د «مثنوي» غږ دی او هم دې ماشوم «ممي» او «دادا» دی،

هم «عتیق» کې پنځېدلی او هم د همالیا په لوړو کې د ورک راهب د زړه او ساه د ریتمونو نقاشي،

هم وېل شوی، هم وېل کېږي، هم لیدل شوی، هم لیدل کېږي،  

څو ناآشنا پوښتنې:

ځان پوښتم: د ژبې، ادب، هنر او پنځونې دوام او لا غوړېدلو اړتیا څه شی ده؟

که حقیقت د یوه «کامل عقل» وروستۍ «خطابه» دی. نو لیک ولې شته؟ قلم ولې ژوندی دی؟ پنځونه ولې دوام مومي؟ خبرې څه لپاره کېږي؟ ژبه ولې غږ د کلمو په خامو او پخو خښتو کې قالب کوي؟

ژبه څه شي پسې سرګردانه ده؟ انسان د څه شي لټه کوي؟ زموږ پوهه د کوم دسترخان په لور روانه ده؟

انساني عقل چور کړې ځمکه ولې کوچنۍ شوې؟ ولې زموږ سترګې، حواس او ذهن په ناپیداوو پسې لالهانده دي؟

ځمکه انساني عقل، د ریاضۍ او فزیک او...په عددونو، معادلو او فورمولو سره خُلاصه کړې، او ټوله د کمپیوټر په یوه کنج کې د رمز په شکل را ټوله ده.

خو زما «انسان ځان» ستړی دی، پیکه دی، په ویره ناست دی؛ سګرټ، کاکاو، هیرویین او مورفین او...کاروي، چې خپل خلوتونه ونه ویني!

خپلې تیارې لاپسې ورکې کړي!! یا د سرنوشت د څښتن په نامه قربانۍ کوي، یا هم د روانشناسۍ د پوډر استعمالوي، ځان په مادي- رواني مشغولاوو کې مصرفوي، چې خپله پټه برخه ونه ګوري!!!

شعر او نقاشۍ کې، جاز یا شپېلۍ کې چیغې وهي، چې له خپل یوازیتونه خلاص شي، خپل یوازېتوب ابدي ګوڼ او ړوند کړي!!!!

نو لوستل، څېړل، زده کول او نور څه لیکل د څه لپاره دي؟

کامل حقیقت بیا بیا نوی کېږي!

حقیقت یو دی. او کامل دی او «تر شینکي آسمان لاندې تازه هیڅ نشته!» نو تخلیق څه راوي؟

انسان د حواسو په کنډولیو سمندر څښي!

کنډولی هندسي، حواس فزیکي، لوږه مادي او سمندر د خدای د خدایي په اندازه!

ذهن عددونه ځایولای شي. فزیک او هندسه له انشتین څخه هم زیاتولای شي؛ خو له ذهن روزلو معلوماتي پوهو بهر، نه څه لیدلای، نه څه اورېدلای، نه څه پوهېدلای او نه څه ویلای شي.

ځکه د حقیقت فتح خیال ته پاتې ده.

ځکه حقیقت ذهن ته پردی دی. او خیال هغه «اضافي» غړی چې ذهن ګډوډوي او انسان تازه د رنسانس په زورونو له وحشي فرهنګه راوتی، د خیال د ناآمنه سفرونو قمار نشي وهلای!

ځمکه خُلاصه شوې.

د سپوږمۍ واټن، اندازه، اقلیم هم حساب شوي.

زحل او مریخ، مشتري او زهره، نپتون او...هم د اینده نسلونو پر مخ د اشغال نوې جغرافیې دي!

نو له لیک او تحقیق څخه څه غواړو؟ شعر او نقاشي نور څه شی نندارې ته وړاندې کوي؟

د هنرمند ذهن، روان او روح په څه شي پسې ستړي دي؟

«حقیقت» خو په جامد تعریف کې زموږ سرپورې ایښولی دی!

وچې کتیبې، ډبرينې لوحې، او بې ساه کتابونه، کامل حقیقت په انحصار کې لري؛ نو د شاعر پښې کومه خوا ښوېږي؟ د هنرمند زړه بل څه پسې ټوپونه وهي؟

ښایي د حقیقت په ذره بیني او کهکشاني څېرو کې، د نویو او تازه ښکلاوو تجربه کولو او په کلامي او انځوریز حقیقت د هغو اړولو، تمدني اشباع وهلی انسان داسې سخت کار پسې سرګردانه کړی وي!

ښایي شاعر، هنرمند او پنځوال د حقیقت پټه په پټه کشف او فتح پسې وتی وي!

پوښتنې ته به له یوه بل نظره راشو: آیا حقیقت ټول وېل شوی-فتح شوی؟، آیا انساني اګاهي (پوهې، فلسفې، شعر، هنر...) هرڅه بشپړ کړي؟ آیا انساني عقل د «کمال» په پوړۍ ولاړ دی؟؟؟

 

فرد د حقیقت یوه څېره

ما ته خو ځان د هغه فیل یو نندارچي ښکاري، چې «رومي مولانا» پېړۍ پېړۍ دمخه، د هغه په کیسه کې، د پلټونکي روح په توګه، د حقیقت له بې متنه حالت څخه خپله د «لیدلو، پوهیدلو او اوسېدلو» ژوندۍ تجربه علني کړه.

زما لپاره هر وګړی د حقیقت مسافر دی.

زما لپاره ځمکه، هستي، کایینات او واقعیت، د حقیقت د بیا بیا کشف او زده کړې سپېڅلې مدرسه ده.

زما لپاره هر یو د حقیقت په ښکار لګیا دی.

زما لپاره سرنوشت، په ځان کې د حقیقت ژوندی کشف او خبرتیا ده.

حقیقت یو دی، خو د ټولو په شمېر!

حقیقت یو خو په ټولو زیات دی؛ ځکه نو د «کمال» ته رسېدل نشته. ځکه نو کمال بل ګام دی، ځکه نو پنځ روان دی، ځکه نو زه روان یم! ځکه نو شعر شته، نقاشي شته، موسیقي زیاتېږي او حقیقت په انساني اګاهۍ کې، په دوامده توګه غوړېږي.

حقیقت یو دی! خو هر یو د حقیقت یو مثال دی. هر یو له حقیقت څخه دی؛ خو هیڅ یو حقیقت نه دی! هر یو د حقیقت یوه نښه له ځان سره لري. خو دا نښې، چې زموږ د وجود خاورین زیارت پرې را تاو شوی، ښایي د «حقیقت د فیل» یوه برخه وي: هماغه برخه چې زموږ اګاهی- خیال یې په زمان او مکان کې، د لمس کولو وس درلود!

انسان، په پټو او ښکاره ظرفیتونو، فزیکي ژوند ته ګام ږدي. فاړسي ژبې متل لري: «اګر با ماه نشینی ماه شوی، اګر با دیګ نشینی سیاه شوي!»

انسان، په ځمکه کې له ګام ایښودلو سره، قد باسي، اورمېږ کوي، مټې او بازوان پیدا کوي، ورزشکار او د وزن پورته کولو قهرمان جوړېږي.

انسان غرونه چپه کوي، سیندونو ته بندونه تړي، سپوږمۍ او ستوریو ته خېژي...خو له ځانه واټن پیدا کوي. «ځان» یې د جسمي، ذهني او رواني وس او طاقت تر وزن لاندې ماشوم او ویده پاتې کېږي؛ تر دې چې خپل هویت یوازې په جسمي، ذهني او رواني وړتیاوو سره ثبوتلای شي.

وایي چې یوه سړي د ګربت هګۍ وموندله او هغه یې له نورو هګیو سره، تر چرګې لاندې کښېښوده.

ګربت له نورو چرګوړو سره دنیا ته راغی او له هغو سره لوی شو.

ګربت ټول ژوند کې هغه کارونه تر سره کول، چې نورو چرګانو تر سره کول. ګربت به د چرګانو په شان، چنجیانو او حشرو پسې ځمکه په ټونګه وهله، د چرګ په شان آوازونه به یې وېستل او کله کله به هم دوه درې لوېشتې هوا ته والوت، خو په ډار به بېرته په ځمکه ودرېد.

نور په بله!

کلونه تېر شول، او ګربت زوړ شو... بوډا ګربت یوه ورځ پاس په آسمان کې، یو له عظمته ډک غټ الوتونکی ولید. هغه الوتونکی، د خپلو غځولو پراخو طلايي وزرونو په لږ حرکت سره، د باد د جهت خلاف الوت کاوه.

چرګانو سره زاړه شوي ګربت، حیران حیران ور کتل او ویې پوښتل: دا څوک دی؟

ګاونډي یې ځواب ورکړ: دا ګربت دی.

او ورپسې یې زیاته کړه: ګربت د الوتونکو سلطان دی. هغه د آسمان بچی دی، او موږ ځمکني یاستو!

لنډه دا چې: دغه ګربت، د یوه چرګ په شان ژوند وکړ او د یوه چرګ په شان مړ شو.

ځکه چې فکر یې کاوه، چرګ دی!!!

زما له تعریفونو سره نه لګېږي، خو دا یو «خیال د حقیقت د لمس کېدلو وړ برخې سیوری دی.» یا دا چې «خیال د روح فکر دی» بیا زما له منلو او نه منلو لوړ ولاړ دي. او نه شم کولای، تر دې ژوندۍ خبره ومومم. خیال همدغه دی! عجیبه ده؛ خیال د روح فکر دی؛ خو موږ خیال ته کمه توجه کوو.

خیال بې جسمه بیړۍ ده، چې سړی لیدلو او نه لیدلو دنیاګانو ته بیایي او فرصت ورکوي، چې نوي څه کشف کړي، نوي څه وویني، نوي څه زده کړي او ځان د خدای آزاد مخلوق په حیث پیدا او حس کړي، ځکه نو خیال انسان باندې لورول شوې الهي جوهره ده!

 

هنر د حقیقت حاضره شېبه

هنرمند د کشف ډګر دی. هنرمند حقیقت نوی پنځوي. حقیقت په هنرمند کې تازه کېږي.

آیا موږ آسماني اولادونه نه یاستو؟ آیا موږ د حقیقت نفوس نه یاستو؟ آیا موږ حقیقت سره نه وو؟ آیا که د ذهن مسي، او برنزي او فلري، حتا طلایي او الماسي سکې را څخه وڅنډل شي، نو بیا به له مستانه ماشومانو سره به، د سیند غاړو، د شوتلو پټو، د بوډۍ ټال ته او د حقیقت دسترخان ته ور ونه وځو؟؟؟

موږ جسمي وزر نه لرو، خو اروا مو، د خیال تر حقیقت پورې، ژوره سترګه په واک کې لري. زموږ سرنوشت «کامل حقیقت» دی. او کامل یعني هر ځای، یعني هر شی، یعني هرڅوک.

هیڅوک له کامل څخه خارج نه دی.

هر ژوند د کامل یو اتوم دی.

دغه اتوم د خیال له دریڅې خپل ورک لمر مومی. د حقیقت په بې زمانه او بې مکانه رڼایۍ کې «ځان» ویني، «هغه» ویني او په پوره اګاهۍ بدلېږي.

ښکلا، مینه، آرمتیا، خوښي، او شاهانه دبدبه، د خیال په وزرو موندلای او اوسېدلای شو. خیال عجیبه شی دی. خیال دې هرچېرې، هر شي ته ور رسوي. ځکه چې خیال د حقیقت د زړه راه بلد دی. خیال د ټول حقیقت نندارګره سترګه ده. 

خیال کې ځانته خوشحالي او جنت جوړ کړه، بیا به ژوند درباندې په خوشحالۍ تېرېږي.  دغه لاس او ذهن جوړه کړې نړۍ، ټوله له خیال او ذهنه را وتلې.  

 

د سکوت تندر

د هنرمند سرنوشت، «آزادي، پوهه او عشق» دي. یوازې دغه الهي صفات کولای شي، موږ ته همیشنۍ هوسایي، آرامتیا، خوښي او ډاډ راکړي.

زموږ خبرې، بحثونه، اورېدل، لوستل، وېل، تجربې شریکول او د پنځ په برخه کې هر نوی کار او لاسته راوړنه- په پوهېدلې او نه پوهېدلې توګه- د پوره آزادۍ، پوهې او بې قید او شرطه مینې ناپیدا ښار ته ننوتل او هلته دیره کېدل دي.

بشري لاسته راوړنې ښیي، چې د ذهن او منطق په مرسته جوړه شوې آزادي، پوهه او عاطفي اشباع، ټول دوه قطبه دي: آزادي، بند له ځان سره لري، د پوهې برج په فرضيو ولاړ دی، او د مینې ناوکۍ د کرکې شیشکې په خوله کې نیولې؛ ځکه نو زموږ متمدن انسانیت، په څېره سور او شین دی، خو زړه یې له زر رنګه شناخته او ناشناخته غمونو خوړین دی.

ابزار باید نوي شي!

خلاق انسان باید، د مادي ذهن او مادي حواسو پرځای خپل پټ ظرفیتونه را بربنډ کړي.

خلاق انسان باید له ذهني احتیاط او دایمي ویرو آزاد شي.

خلاق انسان باید د «ځان» او د «آزادۍ، پوهې او قدرت» تر سرچینو پورې، ټولې ذهن جوړې کړې او ذهن پاللې وحشي او ممنوعه ساحې، د خیال په وزرو کشف او د کلام او هنر په پرده را ښکاره کړي.

هنرمند انسان د خپلې الهي برخې (خیال) په مرسته د حقیقت ناآشنا ساحلونو ته وتی شي! زموږ وږې آزادي، وږې پوهه او وږی قدرت یوازې دلته مړېدای او هوسا کېدلای شي.  

موږ هر سهار، د ۲۴ ساعتونو نغد چک تر لاسه کوو. موږ به خوراک او څښاک کوو، موږ به رسمي او کورنۍ چارې کوو، موږ به په شخصي، کورني، ټولنیز او مدني ژوندانه کې خپله برخه تر سره کوو؛ خو موږ به ځان ته هم یو څه وخت بېلوو!

آیا داسې شوي، چې کله مو، په اګاهانه ډول ځانته وخت جلا کړی وي؟

آیا زه خپل وخت د ځان په خوښه او ګټه نشم تېرولای؟

څه کېږي، چې که دغه عادت ته- ولو که د لومړي ځل لپاره وي، یو ځل نه ووایو!

راځئ، څو شېبې ځانته بېلې کړو. ځان سره ګوښه شو. پرته له خپل زړه، د بل هېڅ شي غږ وانه وروو.

راځئ، دا غیر عادي کار وکړو! راځئ، نن ورځ، ماښام، شپه یا نیمه شپه لس پنځلس دقیقې، له هرڅه ګوښه شوو.

نه راډیو واورو نه تلویزیون، نه دفتري مباحثې وکړو، نه همزولو، ګاونډيو سره خبرې وکړو، نه په سړکونو د تېرېدونکو موټرو غږ ته غوږ شو، نه هوا کې تېرېدونکې جمبو چټ الوتکې غژژس ته پام وکړو.

چې نه انسان، نه ماشین، نه حیوان، نه مرغه او نه د میاشي غږ واورو، د څه شي غږ به را باندې لګېږي؟

ښایي د خپلو کولمو غړ او پړ به واوروو! دا به هم نه اوروو؛ بل به د څه شي غږ پاتې شي؟؟؟

نور داسې څه نه پاتې کېږي، چې زه غږ د هغه په نامه کړم!

په دومره غیر مادي- ذهني خاموشۍ کې موږ په سکوت کې واقع کېږو. موږ یوازې سکوت آوروو. موږ غوږ یو، او دا مهال د سکوت تندریز غږ موږ له دننه لړزوي.

دا ښایي تر ټولو لوړ غږ وي، چې موږ یې په ژوند کې په لومړي ځل اوروو!

ښایي تندر نه وي، د مچیو بنګس وي! ښایي دا هم نه وي، د سیند د نرمې څپې غږ وي، یا د باد پیوسته نغمه، یا هر بل غږ!

خو دا غږ له بې جنسه هستۍ را الوتی او دا بې جنسه هستي زموږ دننه پرته ده!

دا د حقیقت د ورکو برخو پړکا او لیدل دي.

سکوت د اعظم غږ ټاټوبی دی.    

دا ښایي هیڅ معنا او مفهوم ونه لري، خو که شعر یا کیسه، یا نقاشي یا د ساز یوه سندره شي، نو په ټولو ویدو زړونو به زلزله راولي!

د اوس لپاره دومره!

راځئ، د سکوت قلمرو یو څه تجربه کړو!

د سکوت په قلمرو کې، د خیال په سترګه به څه ووینو؟ پرته له حقیقته بل څه شته، چې خیال یې را باندې وویني؟؟؟

برکت یوسئ.                                                                                                            

شریک کړئ