INSAN Magazine

فلسفه هنر دی او هنر فلسفه

سرطان ۱۰مه ۱۳۹۸

هنر او فلسفه د انساني تفکر هغه محصولات دي چې په ظاهري نظر هر یو، فلسفه  د تعقل او هنر د جذباتو زېږنده ده، د یو او بل سره جوړونکي او ارګانیک تړاو نه لري. فلسفه چې د علومو د مور په نوم یادېږي د کلاسیک تعریف له مخې د ژوند او طبعیت حالات یوازې تشرېح او تفسیر کوي، بې له دې چې د هغه په بدلولو بوخت شي. په حقیقت کې فلسفه له هنر سره چې د ژوند، طبعیت ریښتیني او پټ واقعیتونه انځوروي یو راز ډیالیکټیکي تړاو لري، دغه ډيالکټیکي تړاو که څه هم چې د یوې لویې څېړنې موضوع ګرځېدای شي، خو دلته به ددې تړاو څو ټکي په ګوته شي.

فلسفه د بنسټیزو ستونزو او عمومي موضوعاتو لکه موجودیت، پوهه، دلیل، پرمختګ، فرهنګ او نورو سترو مسئلو باندې بحث کوي. دغه بحث د نورو علومو نه لږ څه توپېر لري. د فلسفې له اړخه بحث تر ډېره حده په سړه سېنه او د جذباتو په نه لرلو تر سره کېږي.

په فلسفي بحثونو کې تر ټوله ستره ونډه معقولیت (Rationality) ته ورکړل شوې ده. معقولیت (Rationality) د انسان هغه خواصو ته ویل کېږي، چې د دلیل سره موافقه ولري. په بله مانا معقولیت په یو څه باندې باور او عقیده لرل دي چې د هغه باور دلیل ورته معلوم وي. معقولیت (Rationality) د کره تفکر (Critical Thinking) یوه لویه برخه ده. په فلسفه کې معقولیت او کره کتنه یا کره تفکر انساني جذباتو ته لار نه ورکوي. په بل عبارت کره تفکر انسان ته د وړاندیزونو او مسئلو د څېړنې په لړۍ کې د جذباتو او خوا نیونې اجازه نه ور کوي. د ژوند او جهان د څېړلو په لړ کې معقولیت او کره تفکر د فلسفې تر ټولو ستره وسله ده.

فلسفه داسې یو هنر دی چې د نړۍ په څېړنو کې د انسان د جذباتو مخنیوی کوي. هنر بیا په یو داسې جذباتي انداز د ژوند، طبعیت حوادث، پدیدې بیانوي چې د وړاندې کوونکي د احساساتو او یا هم تعقلي احساساتو له لارې د نړۍ په باب د لیدونکو او اورېدونکو پوهه تکمېلوي.

ستر ادبي لیکوال لیو تولستوی چې د هنر په هکله یې هم ډېرې مقالې لیکلې دي، وایي ددې لپاره چې هنر تعریف کړو باید لومړی تر هر څه دا په نظر کې ونیسو چې هنر د خوشالۍ یوه سرچینه ده او د ژوند یوه برخه. دی وایي چې هنر د انسانانو تر منځ د اړیکو یوه بېلګه ده.

په عمومي توګه هنر د نړۍ او موجودیت د ښودلو او تعریف لپاره یوه جذباتي لاره او وسیله ده. هنر د ژوند، پېښو، تاریخ، طبعیت او د ټولنیز ژوندانه غوره شوې صحنې په احساساتي او د ښکلا پېژندنې  په (Aesthetics)  ډول معرفي کوي. د ژوند او نړۍ په پېژندنه کې د هنر ونډه ډېره ستره او تاریخي ده. انسانان تر دې د مخه چې لیک لوست زده کړي د هنري شکلونو په واسطه یی معلومات یو بل ته رسول او طبعیت یې تعاریفاوه.

هنر په مختلفو بڼو انساني ماحول را پېژندلی دی او هنر دی چې د انساني تاریخ مصور سند یې زموږ تر وخت را رسولی دی.

تولستوی واړندې زیاتوي “هنر هغه وخت هنري ارزښت لري ویونکي ته د مینې او ورورګلوی احساس ور پیدا کړي. هنر هغه څه نه دی چې جنسي غریزه، دروغجن نشلنیزم، عظمت غوښتنه او د مافوقو طبقو د بروالي احساس ویونکو ته ورکړي. هنر باید د تحمل، مینې، د خلکو یووالي، خوشالی او روغتیا په باب وي”.

تولستوی وکولای شول، د هنر په باب خپل فلسفي فکر د جګړه او سولې، انا کارنینا، ماشومتوب او نورو لیکنو کې په ښه توګه بیان کړی.

امانویل کانټ د اتلسمې پېړۍ ستر جرمنی فیلسوف دی، چې دده فلسفي افکار د هنر او فلسفې داړیکو نوې خواوې په ګوته کوي.

امانویل کانټ د اخلاقو، ښکلا او میتافزیک په برخه کې د نړۍ ډېر ستر عالم تېر شوی دی. کانټ وایي” دا زموږ د معقولیت قضاوت دی چې موږ ته اجازه راکوي تر څو ښکلا احساس کړو”. کانټ همدا راز وایي “ د انسان له لوري د ښکلا د تثبیتولو قضاوت د نړۍ د نورو پدیدو نه ډېر توپیر لري”. په دې توګه کانټ داسې نظر وړاندې کوي چې، فزیکي او اخلاقي نړۍ او د دوی فلسفې او شکلونه چې دغه نړۍ موږ ته راپېژني، نه یوازې چې یو له بله سره تنګه اړیکه لري، بلکې له یو او بل سره تړلي دي.

د کانټ دې نظریې ته په کتلو سره موږ دې موضوع ته ورنژدې کېږوچی هنر چې د انسانانو د غیر مادي او یا فکري ژوند تمثیل کوي او د فزیکي او یا مادي ژوندانه تر منځ فلسفي تعلق او اړیکه موجوده ده.

که موږ خپل لومړي تعریف ته چې فلسفه یوازې د نړۍ په تعارف بوخته ده او په هغه کې د معقولیت (Rationality) او د کره کتنې او تفکر اساسات پکاریږي، او بیا د هنر او فلسفې اړیکو ته د لیو تولستوی او امانویل کانټ نظر ته ځير شو، نو ویلی شو چې فلسفه په مدرنه نړۍ کې یوازې د نړۍ په تعارف نه ده بوخته. فلسفه موږ ته د ښکلا د قضاوت په موخه نوی وسیلې په لاس راکوی. کله چې موږ د اشرف المخلوقاتو په توګه د ښکلا او قضاوت لپاره منطقي وسیلې په لاس کې ولرو نو د طبیعیت د بدلولو او د هنر د ایجادولو لپاره هم د معقولیت او کره تفکر (Critical Thinking) تیوري په لاس کې لرو.

داسې ښکاري چې فلسفه د خپل کلاسیک تعریف نه چې ډېر پخوا د ارسطو او افلاطون نه رانیولې او بیا د کانټ، جان لاک، فریدریک نیچې، کارل مارکس، فریدریک انګلیس، ویلیم هیګل او لیو تزو پورې یې د تعریفاتو او تحلیل وظیفه درلوده، ډېره عصري شوې او د نورو علومو سره په تعاون کې یې تطبیقي (Applied) بڼه غوره کړې ده.

تطبیقي فسلفه (Applied Philosophy) د اخلاقو، علمي معقولیت، ایپیسټیمولوژي (Epistemology)، خلاقیت، انساني او مصنوعي ذکاوت، عادي دلیل ویلو، کلتوري تکامل، وجدان، ازادۍ او مسوولیت، معنویت او تشدد په باب فلسفه یوه نوي تکاملي پړاو ته را ورسوله. دغه عملي مطالعاتو فلسفه چې مخکې به د ډېرو کمو عالمانو له لوري په پوهنتونونو او کتابتونونو کې ورباندې محدود بحثونه کېدل، په یو ستر علمي ډګر کې یو ځل بیا د علومو مور وګرځوله. په همدې لړۍ کې فلسفه د ښکلو هنرونو، پرمختګ، د انساني ذکاوت او عمل باندې نه یوازې نظریې وړاندې کړي بلکې د پورته مقولو او پروسو په باب یې علمي او تحقیقي کارونه وکړل چې په هغو کې د مثال په توګه د تشدد دلایل، د قوم پرستۍ ریښې او د هنر او مذهب تر منځ تاریخي اړیکه د هنر په پېژندنه کې د معقولیت لاره خپلوي او نورې عملي پدیدې را زیږوی.

خو که له بلې خوا هنر ته ځیر شو دا پدیده هم د فلسفې په شان د موجودیت او طبعیت په تعارف بوخته ده. هنر د پېړیو پېړیو را هیسې د انسانانو په لاس کې یوه وسله پاتې شوې ده. هنر که د هنرمندانو په لاس کې وویا د پرګنو په لاس کې و او یا هم د سترو امپراطورانو په لاس کې، خو بیا یې هم خپله وظیفه د نړۍ او حوادثو په تشریح کې تر پایه اجراء کړې ده. د مثال په توګه مانومینتال یا (یادګاري) هنر په تېرو پېړیو کې د نړۍ، تاریخ، ټولنیز جوړښت، اقتصاد او سیاست تر ټولو پر ځای او ښکلی انځور موږ ته راکړی دی.

د هنرونو نور شکلونه لکه؛ شعر، نثر، انځورګري، مجسمه جوړونه او اجراییوي هنرونه (Performing Arts) په خپل وار د طبعیت، ژوند، تاریخ او ټولنیز حالاتو په باب داسې انځورونه ایستلي چې د ښکلا پېژندنې (Aesthetics) د مقولې څخه یې ور آ خوا د موجودیت او ژوند په باب موږ ته معلومات را غونډ کړي دي.

هنر د فلسفې نه یو قدم نور هم وړاندې تللی دی او د طبعیت او ژوند د تعریف او توصیف نه برسیره یې د روحي او روزنیزو چارو په لار کې ستر خدمتونه کړي دي.

د شلمې پېړۍ د اتیایمو کلنو په درشل کې چې ډیجیټلي ټکنالوژي په پرمختګ شوه او په تېره بیا د ویدیو، غږیزو او عکاسۍ وسایلو په پرمختګ سره داسې فکر کېده چې ګواکې کلاسیک هنرونه به ورو ورو د خلکو په زړونو کې د نزول لاره ووهي. خو ډېر ژر د نړۍ خلک په دې پوه شول چې دا فکر غلط دی او هنر د هغه اصلي مانا په مفهوم د هرې ټیکنالوژۍ په زړه کې پروت دی. د نړۍ پر مخ تللو کمپنیو د خپلو محصولاتو په لړ کې د اصیلو هنرونو نه په پراخه کچه ګټه پورته کړه.

په دې ترڅ کې نوي هنري شکلونه او سکتورونه خلکو ته وړاندې شول، چې د بېلګې په توګه کولای شو د کثیرالهنري (Multi Arts) ټوټومنځ ته راتلل، په لاس د تصویري فلمونو جوړول (Animation)، د ویډیویي لوبو (Video Games) او ډیجیټلي انځورګرۍ هنرونه میدان ته راغلل چې د تل لپاره یې د هنر ځای د انسانانو په ژوند کې تل پاتې کړ.

ددې چې هم لږ ها خوا ولاړ شو، د هنر ترټولو ستره ونډه د یووشتمې پېړۍ په درشل کې په داسې سکتورونو کې چې وړاندې یې فکر هم نه کېده، بې سارې او نه هېرېدونکې وو.

هنر او هنري سکتورونو وکولای شول چې د انساني علومو او ټولنیزو ستونزو په حل کې ستره ونډه واخلي. هنري مکتبونو او سکتورونو په داسې ساحو کې لکه؛ طب، فزیک، ستوري پېژندنه او حتی ارواپوهنه اود روحي رنځ د علاج لپاره په پراخه توګه وکارول شول.

د هنري پیغامونو او میتودونو نه د روحي رنځ په علاج کې نن سبا په پراخه توګه ګټه اخیستل کېږي. د بېلګې په ډول د روحي ناارامۍ یوه بېلګه وړاندې کوم.

په ۲۰۰۲ کال کې لس ښځې چې د سومالي، سوډان، افغانستان، روانډا او اکواډور څخه وې، د کاناډا دولت په مرسته د کډوالو په توګه دغه هېواد ته ومنل شوې. دغو ښځو د نوموړو هېوادونو د جګړه ایزو عملیاتو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په نتیجه کې په روحي رنځ اخته شوي وي. د دولت د ټولنیزو چارو کارکونکو ددغو ښځو د شخصي او فکري حالت د ارزونې او له دوی سره د مخامخ خبرو او مرکو څخه پاتې راغلل. د خبرو په پیلولو سره به یې ژړل او د خپل ژوندانه د کیسو په پیل کې به یې د خبرو کولو توان له لاسه ورکاوه.

په پای کې د دولت د ټولنیزو خدمتونو ادارې له یوې هنري موسسې څخه وغوښتل تر څو ددغو ښځو د بوختولو لپاره دوی ته د انځورګرۍ او مجسمو جوړولو څو درسونه پرانیزي. ددغو درسونو په لړ کې چې د یو متخصصي روحي انځورګرې له خوا یې مشري کېدله، یادو ښځو وکولای شول خپل دردونه او کیسې په انځوریز او د کلالي خټو په مرسته بیان کړي. کله چې روحي انځورګرې د ګډون کوونکو په مرسته دغه انځورونه یو له بل سره کېښودل یو ډول سریال مینځ ته راغی، چې ددغو ښځو د ژوند کیسې او تېر شوي حالات یې را په ګوته کولو.

ددغو ښځو په لاس جوړ شوي آثار وروسته د ویډیو او سلایډونو په مرسته ډیجیټلي شول او هرې ښځې ته په جلا جلا ډول نندارې ته کېښودل شو. په داسې حال کې چې هرې ښځې د خپل ایجاد کړي هنري اثر تصویرونه په ويډيو کې لیدل له هغې څخه به غوښتل کېدل تر څو د تصویرونو او مجسمو په تشریح پیل وکړيږ په بله کوټه او د کړکۍ تر شاه به ټولنیز کارکونکې ددې جریان ټول حالات لیکل او مستند کول.

ددې تجربې نتیجه دا شوه چې ناروغه او د بدو تجربولرونکو ښځو له خوا ورکړل شوي ۴۰ سلنه د ژوند کیسې او خپل فکري حالت د دغه هنري تمرین په واسطه انځور کړي او د لیدو پر مهال دوی وکولای شول نور ۴۰ سلنه مالومات په خپله ژبه ووایي، هغه څه چې په عادي او رسمي حالت کې دوی نشوای بیانولای.

نن سبا د هنر ونډه د ټولنې په پرمختګ کې ثابته شوې ده او ډېر علمي اثار په دې باب رامنځته شوي دي.

د تطبیقي فلسفې (Applied Philosophy) او د هنر د شکلونو یووالی او تناسب د هنر ونډه په پرمختګ، پوهنې او ټیکنالوژۍ کې تر هر وخت نوره هم پیاوړې کړې ده.

د پورتنیو نظریاتو او تاریخي پړاونو په نظر کې نیولو سره داسي ټکي ته راځو چې هنر د فلسفې د لا پرمختګ لپاره د علم او ټیکنالوژۍ تر څنګ یوه لویه وسیله ده.

دهنري مکتبونو، سبکونو، او د هنري سکتورونو یو ځای کېدل لکه؛ کثیرالهنري ننداره (Multi Arts) او تطبیقي هنر او فلسفه (Applied Art and Philosophy) به زموږ د ټولنو په راتلونکي کې د انسان او طبیعیت تر منځ د اړیکو نوي پړاونه پرانیزي.

 

شریک کړئ