(ازادي راډیويي مجله، د بشر د فکر او فرهنګ د سرلارو لړۍ)
د هرات د پنځه سوه کاله پخوا وخت نامتو انځورګر کمال الدين بهزاد د انځورګرۍ په هنر کې داسې نوښتونه وکړل چې د هند او ایران په شمول يې د اسلامي ختيځ د ګڼو سيمو په هنر باندې ژور اثر وکړ.
منلی: ستاد کمال الدین بهزاد د افغانستان د تاریخ په ډېرو لویو شخصیتونو کې راځي او یوازې افغانستان د ده نه متاثر ندی بلکې د ده نه ټول شرق متاثر شوی دی او حتی غرب ته یې هم وړانګې رسيدلي دي. دی د پنځلسمې پيړۍ د اواخرو او د شپاړسمې پيړۍ د پېل نقاش، خطاط او هنرمند دی. په ۱۴۵۰ میلادي کال کې په هرات کې زېږيدلی دی او په ۱۵۳۵ کال کې په تبریز کې مړ شوی دی. دی د سلطان حسین بایقرا په وخت کې دربار ته راغلی دی. په ماشومتوب کې یتیم پاتې شوی دی او استاد يې، روح الله میرک نقاش، روزلی دی. بهزاد بیا له خپل استاد سره د اميرعلي شير نوايي دربار ته تللی دی.
غضنفر: چې نوايي وزير و او هغه پاچا ته معرفي کړی و؟
منلی: هو نوايي د سلطان حسین وزير و او ډير مهم شخصیت و. په هرات کې يې د هنرونو او ادب پالنه کوله. نقاشان يې ساتل، کتابتونونه یې درلودل. په ټوله امپراتورۍ کې يې کتابتونونه، مسجدونه او مدرسې جوړولې. نو د پنځلسمې پيړۍ په فرهنګي وده کې يې ډير مهم کار کړی دی. همدغې زمانې ته په تاریخ کې د هرات رونیسانس هم وايي. یا تيموري رونیسانس.
غضنفر: ځکه ورته وايي چې هنرونو ته پکې ډيره توجه کېده؟
منلی: رونيسانس هغه دوره ده چې په غرب کې د منځينو پېړیو نه وروسته په یو دم هنرونو، پوهې، علم او سیاست ته توجه وشوه. دا ټول د تحجر د حالت نه راووتل او په ټوله اروپا کې يې ډېره پراخه وده وکړه. همدغسې زموږ په سيمه کې د غزنویانو له دورې نه وروسته سلجوقیان راغلل او سلجوقیانو پسې وضعه ګډه وډه شوه. اخوا دې خوا قومونه په وړو وړو ساحو کې د حکومت خاوندان وو او له همدې امله هغه وده چې د غزنویانو په وخت کې فرهنګ او ادب کړې وه او د سلجوقیانو په وخت کې يې يو څه دوام ومونده؛ د دغو پاچاهانو په وخت کې کمه شوه او بلاخره په ۷ قمري پیړۍ کې یا په ۱۳ میلادي پيړۍ کې چنګیز خان راغی او دا ځمکه يې د خاورو سره خاورې کړه، هر څه د تمدن نخښې چې پکې وې هغه يې له منځه یوړلې او حتی په ځمکو کې يې مالګې وشيندلې چې بیرته د کر وړ نه شي. هرات چې یو وخت کې ډېر لوی او د عظمت ډک ښار و دې حالت ته ورسید چې انسانانو به یوې کشکولې.
غضنفر: ځکه چې غويي او آسونه نه پيدا کیدل؟
منلی: هو غويي او آسونه نه پيدا کیدل. نو دغسې یو حالت ته يې دا سیمه راورسوله. له هغه نه وروسته کله چې تیمور قدرت ته ورسید او یوه لویه امپراتوري يې دلته جوړه کړله نو د مغولو اولاده له دې تمدن سره اشنا شوې وه، اسلام يې منلی و او دلته يې تر یوه حده ريښې پيدا کړې وې. له تیمور وروسته یې په زامنو کې اختلافات راپيدا شول. کله چې شاه رخ ميرزا د هرات پاچا شو نو له هغه سره د هغه مېرمن ګوهر شاد بیګم، چې يوه ډېره هوښياره ، فرهنګ دوسته ښځه وه، د فرهنګ په وده کې ډير زیات کار وکړ. دا هغه وخت دی چې له سره په سيمه کې فرهنګ، ادب، نقاشي د هنر ټول اړخونه وده کوي. کتابتونونه جوړېږي، مسجدونه له سره جوړېږي ، مسافرخانې له سره جوړېږي، د هیواد نظام او دولتي نظام له سره جوړېږي.
غضنفر: خوشنويسي ته هم په دغه وخت کې ډېره توجه شوې کنه؟
منلی:هو خوشنويسي ته په دغه وخت کې ډېره توجه شوې. ځکه چې کتابتونونه جوړيدل او کتابونه لیکل کیدل. نو له دغه خاطره د سلطان حسین بایقرا دورې ته او له هغه نه مخکې د شاه رخ میرزا دورې ته د تیموري رونيسانس نوم ورکړل شوی دی. یعني دلته هم په يو ډول باندې هنرونه بېرته راژوندي شول. د بهزاد اهمیت یوازې د ده پخپل شخصي هنر کې نه دی. دی د امیرعلي شیر نوايي خطاط او نقاش و. بیا هغه سلطان حسین ته راوست او دلته د کتابخانې مشر شو. د کتابخانې د مشر په حیث باندې ده وکړای شول چې د هرات په نقاشۍ باندې خپل اغېز ټينګ کړي.
که موږ د دغه وخت هنر ته وګورو د بهزاد د هنر نوښت په دې کې دی چې د پخوانۍ نقاشۍ په نسبت دی د انځور شويو کسانو خصوصاً د انځور شوي طبیعت واقیعت ګرايۍ ته ډېر زیات تمایل لري. دی د ژوند عادي صحنې انځوروي او په دې کې د خلکو حرکات او سکانات ډير ښه انځوروي؛ یعني سړی فکر کوي چې طبيعت طبيعي حالت ته نږدې انځوروي او هغه کاږه واږه انځورونه چې پخوا رایج وو هغه اوس یو څه انسجام مومي. بل زموږ د سيمې په هنر او نقاشۍ کې یوه ډيره مهمه خبره دا وه چې هغه کومه موضوع یا شخصیت به چې مهم و هغه به د نقاشۍ په منځ کې راته او نور به سره ګډې وډې صحنې جوړېدلې او یو ډول بې انسجامه انځور به یې جوړاوه. د بهزاد په نقاشۍ کې اصلي شخصیت لږ څنګ ته راځي. مثال پاچا دی، د پاچا لپاره یو تخت جوړېږي او په تخت باندې ښودل کېږي. مګر د تابلو څنګ ته راځي او د تابلو په منځ کې د نقاشۍ نور کرکټرونه د خپل هویت له مخې، د خپل مقام له مخې په تابلو کې ترسیمېږي او یو منسجم ژوند ښکاره کوي.
غضنفر: یعني دا هم د ده په نقاشۍ کې ریاليزم ته پر تمایل دلالت کوي؟
منلی: په هغه دلالت کوي. البته دی د هغې هندسي نقاشۍ نه چې په سيمه کې رایج وه؛ نه راووځي. د رونيسانس دوره هغه دوره ده چې په غرب کې هم د دوه بعدي نقاشۍ نه د درې بعدي او په پرسپيکټيو (Perspective) نقاشي رامنځ ته شوه. يعني چې سړی لوړې ژورې، نږدې او لرې سره بېلولای شي. په شرقي نقاشۍ کې دا کار نه کیده. بهزاد یې هم نه کوي.
غضنفر: مثلاً یوه ونه ده. دا څلوېښت متره لرې ولاړه ده او څلوېښت متره رامخکې یو سړی ولاړ دی. په عادي حالت کې ممکن د دې ونې او د دې سړي ډېر فرق نه وي. ځکه چې هغه ونه ډيره لرې ده. خو دوی دغه فاصله په نظر کې نه نيسي. مقصد يې دا دی چې دغه دریم بعد ته اهمیت نه ورکوي.
منلی: که ونه نږدې وي او سړی لرې وي نو بیا هم ونه او سړی په یو اندازه انځوروي. دغه درېم بعد ته دوی اهمیت نه ورکوي. د بهزاد په اثارو کې که څه هم دریم بعد ته پاملرنه ډيره نه کېږي خو بیا هم يو څه شته. بل، بهزاد د رنګونو په انتخاب کې یو خصوصیت لري چې دی ساړه رنګونه ډير زیات کاروي. ساړه رنګونه شنو، زمردي، آبي رنګونو ته ویل کېږي. د دې سړو رنګونو د پورته کولو له پاره، د یو څه ژوند وربخښلو له پاره، تاوده رنګونه لکه سره او نارنجي په ډير ظرافت سره د تابلو په بېلا بېلو حصو کې داسې کاروي چې د رنګونو تر منځ یوه ډيره ښه همغږي پېدا کېږي. د بهزاد د هنر بل ټکی چې تاسې ورته اشاره وکړه هغه د واقیعت سره نږدې والی دی. د ده ریالیزم دی. چې کوشش کوي له کلیشه يي ساختارونو نه راووځي.
غضنفر: ژوند ته نږدې شي.
منلی: هو، ژوند ته نږدې شي. دغه سبک د تیموري هنر په برخه کې په ټولو ساحو کې خپل اهمیت پيدا کوي. دی نه یوازې نقاش دی، په نقاشۍ کې تاثير کوي، په خطاطۍ او میناتورۍ کې تاثیر کوي، حتی په کاشي کارۍ کې د هرات د رونيسانس د دورې یا د هرات د پنځلسمې پيړۍ کاشي چې اکثره يې آبي او شنه ورګي رنګونه لري؛ هم د بهزاد له فکر سره سم تنظیم شوي دي. نو په ټولو ساحو کې دی خپل اغېز لري.
بهزاد یو څه موده د صفوي شهزاده طهماس ،چې په هرات کې د خپل دربار استازی و، استاد پاتې کېږي. بیا کله چې د هرات د تیموریانو سلسله انقراض کوي او محمدشېباني دوی باندې غلبه کوي نو دی یو څه موده ورځي له محمد شېباني سره کار کوي. د هغه نقاش کېږي خو له هغه سره ډېر نه پاتې کېږي.
غضنفر: په ماوراء النهر کې؟
منلی: هو... یوه کیسه ده، چې ده د محمد شیباني یو انځور وویست خو د پاچا یې انځور خوښ نه شو، نو بهزاد یې له خپل درباره وشاړه او انځور یې پخپله تکمیل کړ. بیا دی د طهماسپ له لارې د شاه اسماعيل صفوي دربار ته، ایران ته ځي. شاه اسماعیل د طهماس پلار دی او هلته د شاه اسماعيل د کتابخانې یا د کارګاه مشر کېږي.
غضنفر: د هغه مرکز خو تبریز کې و.
منلی: هو د هغه مرکز تبریز کې دی. دی دلته د شاه اسماعیل د کارګاه مشر او ضمناً د کتابخانې ریئس دی. شاه اسماعيل خو دوه نور کاله ژوند کوي. بیا تر هغه وروسته طهماس پاچا کېږي او د طهماس سره دی څو کاله د کتابخانې د ریئس په حیث پاتې کېږي. ټول خطاطان، نقاشان، خوشنویسان او میناتورکاران د ده تر اثر لاندې دي ، دی ټولو ته د استاد حیثیت لري او ټول د ده نظریات تعقیقبوي. په تبریز کې واقعاً د بهزاد سبک تر هر وخت پخوا ډېر پراخېږي ، ډېره وده کوي او ډير پلویان پیدا کوي.
د بهزاد له نقاشي اثارو څخه چې موږ ته څه راپاتې دي، یو د سعدي بوستان دی چې په ۱۴۷۸ عیسوي کال کې، چې شاوخوا ۸۰۸ قمري کال کېږي، ده نقاشي کړی دی. یعني یو څو میناتورۍ يې پکې ایستلي دي. بیا د شرف الدین علي یزدي ظفرنامه ده چې هغه په ۱۴۶۷ کال کې خطاطي شوې ده. د عطارمنطق الطیر دی چې په ۱۴۸۳ کال کې خطاطي شوی دی. د امیرعلي شیر نوایي خمسه ده چې په ۱۴۸۳ کال کې خطاطي شوی دی او د علي شیر نوايي خمسه په ۱۴۸۵ کال کې یا ۸۹۰ کې بیا خطاطي شوې ده. د امیرخسرو دهلوي خمسه هم په ۱۴۸۶ کال کې خطاطي شوې ده.
غضنفر: و دا خطاطي د ده برخه ده، که نه هغه میناتوري؟
منلی: میناتوري د ده برخه ده خو خطاطي یې بل چا کړې ده. او بیا دوه وارې د نظامي خمسه ده نقاشي کړې ده چې یو وارې په ۱۴۴۲ او یوه په ۱۴۹۲ کې. تیمور نامه هم ده خطاطي کړې ده چې دا هغه کتاب و چې همایون کله وتښتېده له ځانه سره یې یووړ.
غضنفر: همایون د بابر زوی؟
منلی: هو د بابر زوی. همایون هم د همدغه مکتب نه یاني د بهزاد له اثر نه متاثر و. کله چې په هندوستان کې مغلو امپراطوري ټینګه کړله نو د افغانستان له غرب نه او له فارس نه یې نقاشان راوستل او همدغه د بهزاد مکتب په هندوستان کې هم رایج شو. چې دلته ډېر زیات هنري اثار رامنځ ته شوي دي او دا ټول د بهزاد تر اثر لاندې دي.
د بهزاد اثار په غرب کې یوازې په شلمه پېړۍ کې پيژندل شوي دي. مخکې ورسره خلکو دومره ډيره اشنايي نه درلودله. مګر په شلمه پېړۍ کې هم د ده اثارو د غرب په هنر باندې په غېر مستقیم ډول یو څه اغېز ښېندلی دی. او د سړو رنګونو او د تودو رنګونو امتزاج یو شمېر نقاشانو په غرب کې هم له بهزاده اخيستی دی.
غضنفر: استاد منلی! کله چې موږ بهزاد یادوو نو په نقاشۍ کې میناتور رایادېږي او میناتور معمولاً چې بیا وینو پخوا زمانو کې یا د بهزاد په وخت کې تاسې چې مثالونه هم ورکړل؛ د کتابونو په پاڼو کې يې، په حاشيه کې يې یا د کتاب په یوه برخه کې، یعني داسې يو ډول کوچني رسمونه دي. د میناتور په حصه کې دغه تصور شته. خو بیا په اوسنۍ زمانه کې حتی په دې اوسني کابل کې ما انځورګران لیدلي دي وايي ما میناتور کار کړی دی. بیا له هغو نه فرق کوي. یعني د دې میناتور د رسامۍ مختلف کسان يې مختلف تعبیرونه کوي. او بل میناتور کلیمه خو شرقي کلیمه نده هغه هم اروپايي کلیمه ده. یعني اروپايانو دا کلیمه وضع کړې ده. هغوی ولې وضع کړې ده؟
منلی: میناتور اروپايي کلیمه ده. د لاتین نه راغلې ده. د واړه په مانا ده. یعني هغه واړه انځورونه چې د کتاب د ښکلي کولو لپاره کارول کېږي. زموږ خلکو دې ته نګارګري ویله. میناتور ځکه ورته وايي چې په ډير دقیق او نازک ډول باندې د کتاب وړې ساحې په انځورونو باندې ښکلي کېږي او رنګول کېږي. چې همدغه اوسنۍ میناتوري د دې له خاطره میناتوري بلل کېږي چې له یوې خوا لیک سره ارتباط لري، یعنې په دې کې هم حتماً یو خط او یوه لیکنه شته ده او لیکنه د رنګونو تر منځ، د ونو د پاڼو تر منځ، یا د شخصیتونو تر منځ راڅرګندېږي او په ډېر دقت او ظرافت سره په وړو ساحو کې کار کول کېږي.
غضنفر: مطلب مو دا دی چې ریزه کاري پکې وي او خط هم ورسره وي؟
منلی: هو ریزه کاري پکې ډيره ده او خط هم ورسره وي. په میناتور کې بل مهم ټکی دا دی چې د رنګونو امتزاج لکه د یوې عادي نقاشۍ له طبیعي حالت سره نه دی. دلته د رنګونو امتزاج پخپله یوه فضا ایجادوي نو په دې خاطر اوس هم چې موږه میناتور کاري ګورو په هغه کې به تاسې رنګونه وګورئ، په هغه کې به تاسې هندسي اشکال وګورئ، په هغه کې به تاسې ریزه کارۍ وګورئ او د وړو ساحو دقیق استعمال به پکې وګورئ.
غغضنفر: استاد تاسې رنګونو ته اشاره وکړه. پخوانۍ مینتورۍ چې سړی ګوري په دې کې شک نشته چې دا رنګونه پکې یو داسې ترکیب لري چې په سترګو ښه لګېږي، لیدونکی يې له لیدلو خوند اخلي. تاسې وویل چې بهزاد ریالیزم ته یو څه مایل هم و. خو دغه رنګونه چې وي بیا دغه شی پکې ډېر نه وي. یو شی ممکن شين نه وي خو دوی شین رنګ ورکړي. یو شی ممکن سور نه وي خو دوی سور رنګ ورکړي. څنګه ده؟ تاسې چې وایاست میناتورۍ کې رنګونه خاص ترکيب لري، دغه عنصر هم پکې شامل دی؟
منلی: هو. دا عنصر پکې شامل دی. ځکه چې میناتورکار پخپله رنګ ته اهمیت ورکوي. چې رنګ په کوم ځای کې وکارېږي؟ د پاڼې په کوم ځای کې وکارېږي؟ په څه شکل وکارېږي؟ هغه خبره ډيره مهمه ده. مثلاً د بهزاد مکتب کې آبي او شنه رنګونه د صفحې اکثره برخه تشکيلوي ، بیا نو د دې صفحه په یو ځای کې مثلاً یو څوک ښکاره کوي چې نارنجي کالي يې اغوستي دي یا یې سره کالي اغوستي دي. دغه د رنګونو انتخاب د واقعیت د څرګندولو له پاره نه دی. د رنګونو انتخاب په سترګو ښه لګېږي او د انځور عمومي بڼې سره ارتباط لري.
غضنفر: بل، رنګونه چې دوی انتخابوي، رنګونه یو څه چې نن سبا موږ تیز رنګونه ورته وایو، تیزوالی پکې ډير نه وي؟
منلی: تاوده رنګونه وي، یا تاوده رنګونه دي او یو ساړه رنګونه دي. که یوه مڼه رسمېږي دومره سره رسمېږي چې بل رنګ پکې نه ځايېږي. واقعیت ته ډير اهمیت نه ورکول کېږي خو واقعيت سره یو څه نږدې حالتونه کارول کېږي. حتی د بهزاد نه مخکې سبکونه چې موږ لرو په هغې کې که یو څوک توره جیګوي کیدای شي چې لاس کې يې هغه بڼه ونه لري لکه په واقعیت کې يې چې لري. په داسې حال کې چې د بهزاد په اثارو کې بیا دغه واقعیت ګرايي ډېره شوې ده.